۱۳۹۴ آبان ۱۷, یکشنبه

قهرمان :دمارجې ولسوالۍ دجګړې رهبري دګاونډيوهیوادنودجنرالانوپه واکې ده .


راپور—۲۰۱۵—۱۱—۹—
دمارجې ولسوالۍ دجګړې رهبري دګاونډيوهیوادنودجنرالانوپه واکې ده .
دولسي جرګې غړی عبدالجبارقهرمان وایې دهلمنداودمارجې ولسوالۍ دجګړې ترشادګاونډيوهیواددڅارګرواداروجنرالان کارکوي ترڅودلته وسله وال واک ته ورسوي ،اوډیری سیمي ترخپلي ولکي لاندي راولي ،بلخوادمارجې اوسیدونکی مدني فعال طوفان وزیري وایې مارجه یوه ستراتیژیکه سیمه ده که ددولتي واکه ووځي پایله به افغان دولت ته ډيري خطرناکه وي ،هغه زیاته وي وسله وال هڅه کوي چې مارجه یوواربیادنشه یې توکودقاچاق مرکزوګرځوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند اومارجې ولسوالۍ کې درواني درنې جګړې ترشاه دګاونډيوهیوادونوجنرالان کارکوي ترڅودمارجې ترڅنګ دهلمندډيری سیمي وسله وال په خپل واکې واخلي ،دولسي جرګې غړی عبدالجبارقهرمان وایې روانه جګړه عادي اوسانه نه بلکې دهیوادونواو ان نړیوالي جګړیته نږدي کیدونکې ده چې ګاونډي هیوادونه غواړي دوسله والوطالبانوپه مرسته ډيری سیمي ونیسي اوتجزیه کولوته لاره هواره کړي ،قهرمان وایې دافغانستان اودهلمندپه روانه جګړه کې ډيری هیوادونه شکیل دي خونوموړي دکوم هیوادنوم وانه خیست .

هغه ډاډه چې ډيرژربه دمرکزاوولسوالیودجګړوپه کابوکولوکې پرمختګ راسي ،بل پلودمارجې اوسیدونکی اومدني فعال طوفان وزیري وایې وسله وال طالبان پوره هڅه کوي ترڅودمارجې ولسوالۍ په بشپړه توګه ترخپلي ولکي لاندي راولي اوداولسوالۍ یوواربیادنشه یې توکودقاچاق مرکزوګرځوي ،وزیري وایې مارجه دافغان دولت اووسله والولپاره یوه ستراتیژیکه سیمه بلل کیږي ،خوټنګاریې دادی که مارجه سقوط وکړي پایلي به یې خرابي وي .

دهلمندپرمرکزاوولسوالیوباندي درنوجګړودولسي اومشرانوجرګې داستازوترڅنګ یوشمیرجهادي مشران هم دیته اړیستل چې هلمندته راسي اودجګړې په کابوکولوکې مرسته وکړي ،دیادولوده چې پرهلمنددروانوجګړوڅخه شاه اوخوایویشت ورځي اوړي خولاهم دغه جګړې نه یوازي چې کابوي سوي نه ده بلکې اوس هم هره ورځ دمارجې ولسوالۍ پرمرکزي سیمووسله وال خپل ډیله ییزبریدونه کوي ،ستونزه داده چې لا اوس هم دمرګ ژوبله په اړه کره معلومات نه دي ورکول سوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر