۱۳۸۹ شهریور ۸, دوشنبه


دمارجي اوباباجي ديوسل وودوپنځوس كورنيوسره دسري مياشتي له لوري دخوراكي اوغيري خوراكي تومرسته ترسره سو ه،
ددي مرستووركولوپرمهال دهلمندوالي ترڅنګ ددولتي ادارومسئولينوهم گډون درلود،
خبر..........سروري

دمارجي اوباباجي دسيموديوسل وودوپنځوس كورنيوسره دهلمنددسري مياشتي دنړيوالي ټولني له لوري دخوراكي اوغيري خوراكي توكومرسته پداسي حال كي ترسره سوه چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل ترڅنګ دهلمند دملي امنيت رئيس ډګروال نظرعلي واحيدي ، دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، دولايتي شورارئيس محمدانور، دهلمنددسري مياشتي رئيس ډاكټراحمدالله احمدي ، اويوشميرددولتي ادارومسئولينوهم گډون درلود،
دمرستودوركولوپرمهال دهلمندوالي محمدګلاب منګل دهلمنددسري مياشتي دمرستوڅخه مننه كړه چي دهلمندولايت دمركزاو بيلابيلوولسواليوداړواوبيوزلوكورنيوسره يي پرخپل وخت مرسته ترسره كړي ،
پدي مرستوكي پنځه اوياكيليوګرامه وريجي ، پنځلس كيليوګرامه غوړي ، پنځه ويشت كيليوګرامه لوبيا، دوه كيليوګرامه چاي ، پنځه كيليوګرامه بوره ، دوه كيليوګرامه مالګه ، وه داني شړي ، يودانه ترپال ، څلورداني پټووان ، دري داني پوړينان ، دوه داني جان پاكه ، يوه دانه داوبوډبه ، دځان مينځلواوكالومينځلوصابون داشفازخاني مكمل كيټ ، هم په يادومرستوكي شامل وو،
دهلمنددسري مياشتي دنړيوالي ټولني رئيس ډاكټراحمدالله احمدي وايي چي زموږمرستي به دهغه كورنيوسره دوام ولري كوم چي دجنګ جګړواوياهم دسيلابونودراوتلوله امله زيان مني كيږي دوام ولري ،
احمدي دهلمندپرټولوشتمنواوبډايه كسانوږغ وكړچي ددي ټولني سره خپلي مرستي ونه سپمه وي ترڅودهلمندپه هرسيمه كي هلمندوال دهررنګه ستونزوڅخه په امن كي پاته وي ،
دهلمنددسري مياشتي نړيوالي ټولني دهلمندولايت دغريبواوبيوزلوكورنيوسره تل ترخپله وسه كومك اوهمكاري كړي چي دادي دمارجي اوباباجي دسيموديوسل وودوپنځوس كورنيوسره مرسته ترسره سوه ،

۱۳۸۹-۶-۷


دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيرهلمندولايت سفروكړ،
دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيرديكشنبي په ورځ ديوسفرپرمهال يي دهلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي تركتلوورسته په يوه خبري ناسته كي خبريالانوته دخپل سفرپه اړه معلومات هم وړاندي كړل ،
خبر...سروري
دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيرسورناپيندهلمندولايت ته ديوسفرپرمهال دهلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي پداسي حال كي وكتل چي دهلمنددملي امنيت رئيس ډګروال نظرعلي واحيدي دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، دولايتي شورارئيس محمدانور،اوديوشميرنورودولتي ادارومسئولينوهم گډون درلود،
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دخبري ناستي پرمهال ددوست هيوادډنمارك دمرستوڅخه مننه وكړه چي دهلمندولايت دبيارغاوني اويولړنورواړينوپروژوپه ترسره كولوكي يي خپلي مرستي نه دي سپمه ولي
ښاغلي منګل دخبري ناستي پرمهال روښانه كړه چي ډنمارك هيوادبه دپدي ورستيوكي دوه ميليونه امريكايي ډالره دپوليسودروزلواودهغيوپرمسلكي كولوولګوي ،

هلمندوالي ديادي ناستي په جريان كي داهم وويل چي دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيروره سره پردي سربيره دنورومرستوژمنه هم كړي چي په راتولونكي به هغه ددي اداري پربيلابيلوبرخوولګيږي ،
دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيرسورناپيندپه خبري ناسته كي خبريالانوته دخپل هيواددمرستوپردائيمي كولوټنګاروكړوويل چي ډنمارك به خپلي مرستي دهلمندولايت دادري سره ترهغه جاري ساتي ترڅوددي ولايت اداره پرخپلوپښوولاړه وي ،
دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيرسورناپند دخپل هيوادله لوري دمرستولړي چي په هلمندكي يي ترسره كړي دري مليونه امريكارډالره يادكړل خودلانورومرستويادونه يي هم وكړه چي دهلمندولايت داداري سره به يي ترسره كوي ،
ډنمارك يوله هغه هيوادوڅخه دي چي په هلمندكي دپوهني په برخه كي ډيرى مرستي كړي اودلانورومرستوژومنه يي هم كړي چي ددي ولايت دپوليسودمسلكي كولوترڅنګ ددولتي اداري په پياوړتياكي هم يادهيواددمرستودكولواعلان وكړ،

۱۳۸۹_۶-۷




۱۳۸۹ مرداد ۳۰, شنبه




سرحدي پوليس به دورځي په تيريدوسره قوي سي داخبره دبهرنيوځواکونوپه پوځي هډه کي ديوي غونډي پرمهال پداسي حال کي په ډاګه سوه چي دولايت دمقام مرستيال ، دنيمروزوالي ، دبهرنيوځواکونوعمومي قوماندان اويوشميرنورودولتي مسولينوهم ګډون درلود،
پدي اړه نورحال دسردارمحمدسروري په چمتوسوي راپورکي
خبر.......
سرحدي پوليس به دورځي په تيريدوسره داتواني پيداکي چي دهلمنداونيمروزولايتونوسرحدونه په ښه توګه سمبال کړي ،
پدي اړه غونډه دهلمندولايت دګريشک ولسوالي دبهرنيوځواکونوپه پوځي هډه کي پداسي حال کي جوړه سوه چي دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزکوال ، دنيمروزوالي غلام دستګيرازاد په سهيل لويديځ زون کي دايساف عمومي قوماندان تورن جنرال ميلز دهلمنددامنيه قومانداني اداري مرستيال سمونوال محمدايوب انصاري ، دهلمنددسرحدي پوليسودشپږم زون قوماندان سلطان محمود، ددوه سوه پنځلسم ميوندزونددقولي اوردواستازي ، بهرنيوامنتي کارپوهانواويوشيردولتي مسولينوهم ګډون درلود،
په پدي جوړه سوي غونډه کي په جنوب غرب کي دايساف عمومي قوماندان تورن جنرال ميلزامنيت راويستل دگډوځواکونودنده وبلل وويل چي ديوسيمي لپاره امنيت کابوکول ترهرڅه اړين دي ،
ميلزدهلمنداونيمروزولايت دسرحدونودتړلوهلي ځلي به دپخواپه پرتله څوبرابره زياتي کړوترڅوپه يادوولايتونوکي امنيتي حالات نوردډاډول وبلل سي ،
اوددي دوولايتونودخلګولپاره دښه ژوندکولوچاري لټول سوي وي ،
دنيمروزوالي غلام دستګيرازاددخپلوخبروپرمهال داسي غونډي دسيمي دسرحدونودپياوړي کولواوديوښه سوله ايزامنيت دراويستلولپاره اړيني يادي کړي ،
نيمروزوالي دسرحدونوساتل ترټولوچاروموهم وباله وويل چي پدي سره موږکولايي سو چي دجنکياليواوهغه کسانوچي په سيمه کي تاوتريخوالي ته لمن وهي په امن کي پاته سوو،
ښاغلي ازاددافغانستان په چاروکي دګاونډي هيوادونوايران اوپاکستان مستقميه لاس وهنه وبلل اودسرحدي پوليسوپرتقويه اوزياته ولوټنګاروکړ،
کليپ .... نيمروزوالي
نميروزوالي دسرحدي پوليسودروزلي په هکله وويل چي پوليسوته دتعلم اوتربيي ترڅنګ هغويوته بايدپوره امکانات اوتجهيزات هم په واکي ورکول سي چي هغويي وکولايي سي ترڅودخپلي خاوري څخه ددوښمن په ورکولوکي په پوره هلي ځلي ترسره کړي ،
دى وايي چي ددي هرڅه په راويستلوکي به دهلمنداونيمروزولايتونه دهررنګه ظلمونواوورانکاره اعمالومخه په کلکه نيول سوي وي ،
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزکوال چي ددي غونډي دبرخوالوڅخه وودهم په خپلوخبروکي ديادي غونډي دجوړولوڅخه خوښي وښودل چي دسرحدي پوليسودروزلواودهغيودتعلم اوتربيي په ترسره کولوکي پوره هلي ځلي ترسره سي ولي چي دسرحدونونه تړل کيدل يادوولايتونوته يولړستونزي راولاړه ولاي سي اودعامووګړوخوږژوندله يولړتاوتريخوالي سره مخامخ کوي ،
کليپ ...... معاوندصاحب
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزکوال په جنوب کي دايساف دعمومي قوماندان تورن جنرال ميلزدهلوځلوڅخه هم مننه وکړه چي دهلمنداودنيمروزولايت دامنيتي حالاتولپاره يي پوره پاملرنه ده ترڅودعامووګړوپه ژوندانه کي يونوي بدلون رامنځ ته کړي ،
ميرزکوال دسرحدي پوليسوپرتقويه کولواوهغيوته دپوره تجهيزاتوپه ورکولوهم ټنګاروکړچي سرحدي پوليس به وکولاي سي خپل هيوادددوښمن دتګ راتګ څخه خوندي وساتي ،
بياپه وارسره دبهرنيواوکورنيوسرحدي پوليسوپه چاروکي مسئولينويولړاړيني خبري هم ترسره کړي وويل چي دسرحدونونه بندول ددي دوو ولايتونودامنيتي ستونزواصلي عوامل دي خومسئولينوغوښتنه وکړه چي ډيرژرددي کارلپاره ګړندي ګامونه پورته سي ،
دغونډي په اوږدوکي دنظرتباديله ترسره سوه چي پکښي پرډيروښوامنيتي موضوعاتوبحث اوخبري دغونډي دبرخوالوترمنځ يادي سوي اودټولوپرتوستونزودحل کولولپاره يي لازم تصميمونه ونيول سول ،

١٣٨٩-٥-٣٠


دهلمند ولايت په موسي كلا ولسوالي كي دوسلوالو طآلبآنو پريوه سترزندان دگډوځواكونوله لوري چاپه وهل سوي ده چي په نتجه كي يي ديارلس تنه طآلبان وژلي او ګڼ شمير زندانيان يي هم ازاد كړي دي.
دهلمنددوالي وياند محمدداود احمدي وايي په دي زندان كي دIRD دزراعتي موسيسي دوه تنه كاركوونكي هم وژل سوي دي چي دوه مياشت وړاندي طالبآنو تښتولي وه
خبر........ سروري
دهلمند دوالي وياندداود احمد ي ديوخبري ناست پرمهال خبريالانوته وويل چي تير ورځ دموسي كلا ولسوالي دشير غازي په كلي كي دوسلوالو طالبانوپريوه لوي محبس گډو ځواكونو چاپه وهلي ده چي په ترڅ كي يي ديارلس تنه طالبان وژل سو يدي .
احمدي وويل ددې چاپي پرمهال ۲۷تنه زندانيان ازاد سوى دى او پنځه نور زندانيان ددې عملياتو په ترڅ كي وژل سو يدي.
داود احمدي زياته كړه دغه پنځه تنه وژل سوي زندانيان دزندان سيمي ته دبهرنيو ځواكونو تر رسيدو مخكي دطالبانو له لوري وژل سوي وه

احمدي وويل په وژل سوو پنځو زندانيانو كي دوه د IRDزراعتي موسيسي كار كوونكي دي چي يوه مياشتي وړاندي دهلمند په مارجي ولسوالي كي وسلوالو طالبانو تښتولي وه .
دIRDدزراعتي موسيسي پنځه تنه كاركوونكي په مارجي ولسوالي كي دكار له ساحي نه وسلوالو نامالومو كسانو تښتولي وه چي تر دي مهال يي دسرنوشت په اړه هيڅ مالومات نه وه .
دهلمنددوالي وياند محمدداوداحمدي وايي ددې محبس دكشف په خاطر دډيري مودي راهسي پلټني رواني وي
چي تيره ورځ دموسي كلا ولسوالۍ په شيرغازي كلي كي ياد سوى زندان ومندل سوو او چاپه پري ووهل سوه
احمدي وويل په دي عملياتو كي ګډو ځواكونو ته كوم زيان نه دى رسيدلي ،


۱۳۸۹ مرداد ۱۸, دوشنبه

دلښكرګاه ښارشمالورته دچاانجيراو زرغون كلي په اړونده سيموكي يولړچاڼيزعمليات تيرماښام ددريوبجوڅخه پداسي حال كي پيل سوه چي ملي اوردوملي پوليسودملي امنيت

يوتن طالب سيدغلام دعملياتوپرمهال امنيتي ځواكونودخپلي وسلي سره يوځي نيولي دنادعلي ولسوالي دچاانجيرپه سيمه كي دعملياتوپرمهال دغرمي دډوډي دخوړلوپرمهال سروري دامنيتي ځواكونوسره
امنيتي ځواكونه په عملياتوكي دډوډي دتياره ولوپرمهال په انځوركي ويني
ايساف ځواكونه ستړي سوي دعملياتوڅخه
دملي امنيت نوي فطعه چي په ډيروښواومجزه وسلوسمبال دي

دلښكرګاه ښارشمالورته دچاانجيراو زرغون كلي په اړونده سيموكي يولړچاڼيزعمليات تيرماښام ددريوبجوڅخه پداسي حال كي پيل سوه چي ملي اوردوملي پوليسودملي امنيت دكاركونكوترڅنګ سرحدي پوليسواوايساف ځواكونوهم ګډون درلود،
خبر.............. سروري ..
دلښكرګاه ښارشمالورته په لس كيلومتري كي پرتي دنادعلي ولسوالي دچاانجيراوشنه كلي په سيموكي تيرماښام دملي پوليسو ، ملي اردو ، ملي امنيت ،سرحدي پوليس او ايتلاف ځواكونو پنځه سوه پنځه تنوسرتيرولخوا يولړتصفوي عمليات پيل سوه
دغه عمليات تيره شپه په دري بجي ديادي ولسوالي په چاانجير او زرغون كلي په ځينو سيموكي ترسره سوه .
دهلمنددامينه قومانداني دامنيت اميرسمونوال كمالدين شيرزي چي ددغه عملياتو مشري يي په غاړه درلوده وويل : دسيمي دخلكو په غوښتنه يي په يادو سيموكي تصفيوي عمليات پيل كړه ترڅو سيمي ددښمن دشتون څخه پاكه او خلكو ته دهوساژوند كولو زمينه برابره سي .
دغه عملياتو چي دروځي تر دولسوبجودوام درلود دولتي او بهرنيو ځواكونو وكولاي سوه ترڅو په سيمه كي دظلم او وران كارو عملونو مخه ونيسي همدارنګه گډوځواكونو دروانو عملياتو په اوږدوكي ديوتن طالب سيدغلام دحاجي اسمعيل اغا زوي ديوميل كلاشنكوف ورسره اوه شاجورونوسره لاس په لاس نيولو ترڅنګ پنځه تنه محمدخان دعلي خان زوي ، محمدعسي دمحمدخان زوي ، ابراهيم دسلطان محمدزوي فيض محمددمحمدعثمان زوي او حاجي محمد د حاجي نورالدين زوي چي په سيموكي يي دماينونو دځاي پرځاي كولودنده په غاړه درلودله ديوه اندازه چاوديدونكو توكو او وسايلو سره يوځاي ونيول سو ه .همداراز گډوځواكونو ديوكور څخه دتلاشي پرمهال اته كيلو لانده تارياك هم په لاس راوړه
ديادوني وړده چي په دي ورستيو كي دهلمند په يوشمير ولسواليو كي دگډوځواكونو لخوا چاڼيز عمليات ترسره سوي چي په يوشمير سيموكي دامهال لاهم روان دي .

۱۳۸۹-۵-۱۸

۱۳۸۹ مرداد ۱۴, پنجشنبه




سروري دهلمندولايت په انګړكي






په هلمندكي دټاكنودخپلواك كميسون له لوري دعامه پوهاوي په هكله يوورځني وركشاپ ديني عالمانوقومي سپين ږيروته دولايت دمقام دغونډوپه تالاركي پداسي حال كي پيل سووچي دهلمندوالي ترڅنګ ددولتي ادارومسئولينواويوشميرديني عالمانواوقومي سپين ږيروهم ګډون درلود،
خبر…………………… سروري
دټاكنودخپلواك كميسون له لوري دعامه پوهاوي په كله غونډه دولايت دمقام دغونډوپه تالاركي پداسي حال كي جوړه سوه چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل ترڅنګ ددولتي اودارومسئولينوديني عالمانوقومي سپين ږيروهم ګډون درلود،
دهلمندولايت دټاكنودخپلواك كميسون رئيس قدرت الله نقشبندي غونډي ته دويناپرمهال وويل چي موږكوښښ كوترڅوپه ټول هلمندكي ټاكني په شفاف اوعدلانه توګره ترسره سي ،
ده همدارنګه دټاكنوخپلواك كميسون دهررنګه قومي ، ژبه ني ، اونورونيهاودنونه خلاص اومستقل وه باله دټاكنورئيس دهلمندي وګړوڅخه وغوښتل چي درايي دوركولوپرمهال دپوره غوراوديقت څخه كارواخلي ترڅويوداسي نوماند ته رايه وركړي چي هغه وكولايي سي دهلمندولايت لپاره دښه كاركولوجوګه وګرځي ،

ښاغلي نقشبندي دهلمندي اولس څخه دټاكنودورځي په ترسره كيدوكي دپوره همكاري غوښتنه وكړه چي راتلونكي ټاكني بيله كومي درغلي ترسره سي ،
هلمندوالي محمدګلاب منګل غونډي ته دويناپرمهال وويل چي هركس بايددخپلي رايي ارزښت وساتي ولي چي په يورايه كي دهيوادبرخليك اودخداي ج رضايت په كښي نغښتي وي ،
ښاغلي منګل دټولوهلمندي وګړوڅخه وغوښتل چي دهررنګه قومي ، ژبني ، منطقوي ، اويوشميرنورهغه نيهادونه چي دټاكنوپروسه له خنډسره مخ كوي دهغه څخه دي په كلكه ډډه وكړي ،
هلمندوالي دراتلونكوټولټاكنولپاره دپوره چمتووالي خبرهم وركړوويل چي هلمندي وګړي كولايي سي په ټاكلي وخت راووزي دخپلي خوښي وړنوماندته خپله مقدسه رايه وكاره وي ،
هلمندوالي محمدګلاب منګل دټولودولتي مسئولينوڅخه وغوښتل چي ددولتي امكانوتوڅخه هيڅ يودولتي مسئول نسي كولاي ترڅوديوكانديدپه ګټه كارواخلي اوكچيري كوم دولتي مسئول پدي تورونيول سي دهغه سره به قانوني چلندهم ترسره سي
هلمندوالي همدارازددولتي مسئولينوڅخه جدي غوښتنه وكړه چي دمركزترڅنګ په ليري پرتوسيموكي هم دهلمندوالولپاره دپورامنيت زمينه برابره كړي ترڅوهغوي وكولاي سي په ډيري اساني سره دخپلي خوښي وړنوماندته خپله رايه وكاره وي ،
ښاغلي منګل دهلمنددمركزاوبيلابيلوولسواليودامنيت دراويستلوپه اړه هم يولړاړيني خبري ترسره كړي زياته يي كړه چي پدي ورستيوكي دډيري ولسواليولري پرتي سيمي ددولت دمخاليفينوڅخه پاكي كړي اودخپلوخلګولپاره دشه ژوندكولودلاروچاردبرابرلوترڅنګ به په هغه سيموكي دبيارغاوني كاورنه هم پلي سي ،
هلمندوالي محمدګلاب منګل دهررازامنتي ستونزودرامنځ ته كولوپه هكله دغونډي برخوالوته وويل امنيتي ځواكونه لګيادي ترڅودټاكنودرځي لپاره پوره تياري ونيسي او خلګ وكولايي سي په ډاډه زړه درايومركزونوته ولاړسي اوخپله رايه وكاره وي ،
ديني عالم مولوي مهردل داسلام له نظره رايه وركول دهرمومين مسلمان حق وباله اوغوښتنه وكړه ترڅوهركس خپله رايه دخداي ج درضايت اوددي خاوري دابادي په خاطريوداسي چاته وركړي چي هغه خپل دين اوخپلي خواريته وفادروي ،

دولايتي شورارئس محمدانورهم دټولوهلمندي وګړوڅخه په ټاكنوكي دگډون غوښتنه وكړه او ورنه يي ديوښه رهبردټاكلوهيله وكړه ،

دولايتي شورارئس دديني عالمانوڅخه وغوښتل چي خپلومساجيدوله لاري څخه خلګوته عامه پوهاوي دټاكنودارزښت په هلكه وركړي خوښاغلي انورخان دامنيتي ځواكونوڅخه دټاكنودورځي لپاره دپوره امنيتي تدابيرودنيولوغوښتنه وكړه ترڅوددي ورځي لپاره پوره هلي ځلي ترسره سي ،
وروسته په وارسره ديني عالمانواوقومي سپين ږيروهريولكه مولوي دادمحمدقومي مشرحاجي اخندي عبدالخالق ،سيديونس موسوي ، داريي دارزښت په كله پريولړډيرواړينوموضوعاتوبحث اوخبري ترسره كړي اودولسي جرګي دټولونوماندانوڅخه وغوښتل چي دبيځايه لګښتونو، څخه دي ډډه وكړي اودخپل هلمندلپاره دي د رښتيني خدمت كولوجوګه وګرزي ،
دټاكنودخپلواك كميسون ددفتردټاكنومبلغ محمدقاسم هم دټاكنودارزښت په هكله يولړبيلابيل معلومات دغونډي برخوالوته وړاندي كړل چي ديوشميردغونډي دبرخوالولخواورنه په بيلابيلوبرخوكي پښتني ترسره سوي چي يادومسئولينولخواهم ورته په ښه توګه جوابونه وويل سول ،

۱۳۸۹-۵-۱۴

۱۳۸۹ مرداد ۱۱, دوشنبه

دامنيه قومانداني دنشي توكوپرضددمباريزي پوليسوڅه باندي اوياكيلوګرامه كيميايي موادچي په ټونيس موټركي يي په ډيرمهارت سره ځاي پرځاي كړي وه ديوه تورن كس




دامنيه قومانداني دنشي توكوپرضددمباريزي پوليسوڅه باندي اوياكيلوګرامه كيميايي موادچي په ټونيس موټركي يي په ډيرمهارت سره ځاي پرځاي كړي وه ديوه تورن كس سره يوځاي نيولي ،
خبر........ سروري .....
دهلمنددامنيه قومانداني دنشي توكوپرضددمباريزي پوليسودروڅلويښت كيلوګرامه كريسټال ، او اته ويشت كيلوګرامه كيميايي موادچي په يوټونس موټركي يي په خورا مهارت سره ځاي پرځاي كړي وه ديوتورن كس شاولي ، دميراجان زوي دمارجي ولسوالي اوسيدونكي سره دهلمندكندهارترمنځ دلوي لاري پرسرپرامنيتي پوستي دقيقومعلوماتولمخي ونيول ،
دهلمنددامنيه قومانداني دامنيت امرسمونوال كمالدين شيرزي وايي چي پوليس اوس داتوان لري ترڅوهغه كسان ونيسي چي هغه په نشيي توكواوورانكارواعمالوكي لاس لري اوغواړي چي زموږدبي ګناهلمندي وګړوژونددخطره سره مخ كړي ،
خوپه وينايي چي پوليسوتل دهرنګه پيښو اودورانكارواعمالومخه په كلكه نيولي
شيرزي وايي چي پدي ورستيوكي پوليس مسلكي سوي چي دهري پيښي مخه پرخپل وخت نيول سوي ،
دي زياته وي چي دهلمندولايت ټول امنيتي ځواكونه په خپلوكي پوره همږغي لري ترڅودهرنګه پيښي مخه په كلكه ونيسي ،
شيرزي همدارازدنشي توكوپرضددمبارزي دپوليسوهڅي اوكوښښونه وستايل چي تل يي خپله دنده ، په ښه ميړانه سره سرته رسولي اوورته يي دلانوروبرياليتوبوهيله وكړه

۱۳۸۹-۵-۱۱