راپور-۳۱-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې ددیني مدرسي لپاره د ليليې د ودانۍ دجوړیدود بنسټ ډبره كښيښودل سوه .
چارواكي وايي دغه ودانۍ د ډنمارك هیوادپه مالي مرسته چې لگښت يې څه باندې ۴۰ مليونه افغانيوته
رسيږي چي
په پاخه اواساسي توګه جوړيږي .
پرهمدي
مهال ددي ولایت دپوهني دریاست مسولین وايي په دې ودانۍ سره به د حافظانوهغه پرتي ستونزي هوارې سي چې اوس مهال د ليليې د نشتوالي په برخه كې ورسره لاس
اوگريوان دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري .
دغه
ودانۍ چي د سه شنبې په ورځ د
لښكرگاه ښارد مختارپه سيمه كې یه دجوړیدوچاري يي پيل سوې
پرمهال يې د هلمند والي محمد نعيم خبريالانوته وويل یاده ودانۍ چې څلويښت خونې اوټولې آسانتياوې يې په پام كې
نيول سوې د يوكال په موده كې به يی چاري بشپړي چي
د ډنمارك هيواد په مالي مرسته د
څه باندې ۴۰ مليونه افغانيوپه لگښت جوړيږي.
والي
وايي دغه ودانۍ به پريوه وخت د
۳۰۰ زده كوونكود ځايولودوړتيا
تر څنگ د خوړلو لپاره دځاي امكانات هم په پام كې نيول سوي دي .
نوموړي
ژمنه وکړه چي ددې دارالحفاظ
لپاره ځانگړې سوې ساحه لږده خوهڅه به وکړي چي پدغه برخه کي پرتي ستونزي هم
لمنځه یوسي .
په
ورته وخت کي د هلمند د پوهنې
رئيس عبدالمتين جعفروايي وړاندې تردي د ليليې په برخه كې د دارالحفاظ زده
كوونكوډيرې ستونزې درلودې اوان داچي یوشمیرزده كوونكوپه ښاركې د اوسيدولپاره ځایونه په کرایه
نیولي وو.
دپوهني
دریس په خبره دمارجې اونادعلي
ولسواليوكې هم پلان لري چې د ديني مدرسولپاره ودانۍ جوړدي کړي .
بایدوویل
سي په هلمند كې دا مهال ۱۱ ديني
مدرسې شتون لري دچارواکوپه خبره چې پكښې شاوخوا ۴ زره زده كوونكي ديني زده كړې كوي.