۱۳۸۹ آذر ۴, پنجشنبه


دهلمند دملي امينت كاركونكوپه لښكرګاه ښاركي يوتن دورانكاره اعمالودترسره كولو په تور نيولي دى.
په همدي حال كي دملي امنيت مسئولين دګاونډي هيوادپاكستان سره دهلمند دګډي اوږدي پولي دامنيتي ساتني خبر وركړ ي دى.
خبر........................ سروري ،
دهلمند دملي امنيت مسئولين وايي دتيري اوني په جريان كي يي يوتن مشكوك كس نيولي دى چي ددوي په خبره دوسلوالوطالبانوسره دنږدي اړيكي لري اوپه لښكرګاه ښاركي دتوررستي شبكي فعاله غړي دي
دوي وايي داكس ميرويس نوميږئ او دلښكرګاه ښآر اوسيدونكى دى
دملي امنيت كار كوونكي وايي دنوموړي سره يي دوه ميله كلاشنكوف ، څوارلس داني شاجوران ، دري حلقي ماينونه ، پنځه داني لاسي بمونه ، اويوه انداوزه چاوديدونكي توكي هم نيولي دي.
دملي امنت دكاركونكوپه خبره چي دي تورن كس په خپل جورم اعتراف هم كړي.
په هلمند كي دملي امنيت رئيس ډګروال نظرعلي واحدي داهم وويل چي اوس دامنيتي كاركوونكوله لوري دګاونډي هيوادپاكستان سره دهلمند اوږده ګډه پوله ترامنيتي پوښښ لاندي راغلي ده
ده وويل په دي سره به دهغه كسانو مخه ونيول سي چي دپاكستان څخه هلمند ته دوران كارو عملونو په خاطر راځي .

بايد وويل سي چي هلمند دپاكستان سره دوه زره كيلومتره پرانستي ګډه پوله لري چي هروخت پري وسلوال طالبآن او وران كاري پري تګ اوراتګ كوي.






۱۳۸۹ آذر ۳, چهارشنبه

سنګين ولسوالي به دورځي په تيريدوسره دښي دولت داري اوپراخ امن څخه برخمنه سي




سنګين ولسوالي به دورځي په تيريدوسره دښي دولت داري اوپراخ امن څخه برخمنه سي
داخبره دسي شنبي په ورځ په ښوراب كي ديوي غونډي پرمهال روښانه كړل سووپدي غونډه كي دولايت دمقام مرستيال ، امنيه قوماندان ، اودسنګين ولسوالي مسئولينوهم ګډون كړي وو،
خبر.............................سروري ،
سنګين ولسوالي چي دلښكرګاه ښارپه شمال كي پرته ولسوالي ده چي پدي ورستيوكي دولت اونړيوالي ټولني خپله پوره پاملرنه ددي ولسوالي هراړخيزوبرخوته اړه ولي چي ډيرژربه دسنګين ولسوالي دمسئولينوپه خبره يوه نوم نه يي ولسوالي جوړه سي چي دامنيت اوبيارغوانيي ساري به نه وي ،
مسئولينوداهم وايي چي دستراتيژك اړه خه سنګين ولسوالي ددولت لپاره ترټولواړينه ده ولي چي ددي ولسوالي په امنيت راويستلوكي د ټولو شمالي ولسوالي لپاره يوه مومهيمه ولسوالي بلل كيږي ،
دوي وايي كچيري داولسوالي ديوپراخه امن څخه برخمنه اوسي نوداداسي معني لري چي دهلمندولايت ټولي شمالي ولسوالي ددوښمن دبوردباش اوتګ راتګ څخه به په امن كي وي ،
دسنګين ولسوالي دښي دولت داري ترڅنګ دپوليسوپرپياوړي كولواوددتشكيل دزياته ولو، په دي ولسوالي كي دبيارغاوني يولړاړيني ټولګټي پروژي پلي كول ، دهغه غونډي دبحث وړګرمي موضوګاني وي چي دايساف ځواكونوپه ستره هډه ښوراب كي جوړه سوي وه ،
پدي غونډه كي دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال ، دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، په سهيل لويديززون كي دايساف عمومي قوماندان تورن جنرال ميلز، دسنګين ولسوال او امنيه قوماندان اويوشميربهرنيومشاورينوهم ګډون درلود،
په سهيل لويديززون كي دايساف عمومي قوماندان تورن جنرال ميلزوويل چي موږدمارجي ولسوالي دعملياتوڅخه په ښي تجريبي اخيستلوسره دسنګين ولسوالي عمليات به په ښه توګه بايدترسره كړو ، دي زياته وي چي په سنګين ولسوالي كي دپوليسوزياته ول اوقوي كول هغه خبره ده چي ددي ولسوالي لپاره دښه امنيت په ټينګه ولوكي پوره مرسته كولايي سي ،
دي وا يي چي ددترڅنګ بايدپه سنګين ولسوالي كي يولړپرمختيايي پروژي هم پلي سي چي ديوخوابه په ياده ولسوالي كي دخلګولپاره دكاركولوزمينه برابره سي بل پلوبه ددي ولسوالي ټولي لوي لاري ويالي اولوي لوي كانالونه اوكاريزونه به دسره څخه ورغول سي چي پدي سره به دسنګين ولسوالي دخلګود اقتصادپه قوي كولوكي هم پراخ بدلون رامنځته سوي وي ،
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال په خپلوخبروكي دسنګين ولسوالي امنيتي حالات دپخواپه پرتله ښه واباله اوپدي ولسوالي كي يي دلانوروامنيتي تدابيروپرپياوړي كولوټنګاروكړوويل چي پدي ولسوالي كي بايدنورهم امنيتي پوليس زيات سي ترڅوداولسوالي دهرډول امنتي ستونزوڅخه په امن كي پاته وي ،
دي زياته وي چي ددي هرڅه لپاره په سنګين ولسوالي كي يوي قوي اداري ته اړتياهم سته چي اوس مهال دسنګين ولسوالي اداره تربل هروخت پرخپل كاربرلاسي اويوه ښه اداره ده خوده دسنګين ولسوالي دمسئولينوڅخه دلانورهلوځلوغوښتنه هم وكړه ،
ښاغلي ميرزكوال ديادي ولسوالي لپاره دبيارغاوني دپروژودپلي كيدوپه اړه وويل چي اوس پدي ولسوالي كي وړي كلي والي پروژي تركارلاندي دي چي ډيرژربه ددي ولسوالي لپاره اړيني ټول ګټي پروژي هم پيلي سي ،
دولايت دمقام مرستيال همدارازدهلمنددامينه قومانداني دمسئولينوهڅي وستايلي چي پدي ورستيوكي دمركزترڅنګ په لروپرتو ولسواليو كي يي اړين پروګرامونه ترلا س لاندي نيولي ،
ښاغلي ميرزكوال همداراز دسنګين ولسوالي دټولوكاركوونكولپاره داضافي تنخواخبره هم دياده وكړه وويل چي ددي ولسوالي كاركوونكوته به دولايت دانكشافي بوديجي څخه وركول كيږي چي پدي سره به دسنګين ولسوالي دكاركوونكولپاره يوښه خبروي ،
ميرزكوال وايي چي ډيرژرپه دسنګين ولسوالي لپاره دټولنيزه شوراهم جوړه سي چي داشورابه دخلګواودولت ترمنځ هغه ستونزي چي پرتي وي هغه ته به دحل لاري چاري لټوي ،
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاروايي چي په سنګين ولسوالي كي به دپوليسولپاره دهروډول تجهزاتو، وسلواونورهغه څه چي ديوي ولسوالي دپوليسولپاره اړين وي هغه ددي ولسوالي دپوليسودمسئولينوپه واكي وركوي ترڅودخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابره كړي ،
قوماندان همدارازدسنګين ولسوالي دلوي لاري دجوړه ولولپاره يي دهرډول امنيت دراويستلواوددي لاري دساتلولپاره دچمتوالي خبروركړ،
دي وايي چي پدي كاركي بايددبهرنيوځوكونوترڅنګ كورني ځواكونه هم پوره ونډه واخلي ترڅوياده لاردخلګواودولت پروړاندي خلاسه سي اوددي لاري څخه دسنګين ولسوالي امنيتي كسان په ښه توګه تلل اوراتلل وكړي ،
دسنګين ولسوال محمدشريف اوددي ولسوالي امنيه قوماندان سمونوال ګلي خان دخپلي ولسوالي دورستيوپرمختګونوپه هكله دغونډوي برخوالوته معلومات وړاندي كړل وويل چي په سنګين ولسوالي كي دسمندري ځواكونوپه راتګ سره پوره امنيت رامنځته سوي چي تل دافغان ملي اوردو ملي پوليسوسره په ښه همغږي اوږه پراوږه كاركوي ،
دوي همدارازپه سنګين ولسوالي كي دپيل سووپروژوڅخه هم خبروركړوويل چي پدي ولسوالي كي دلوي كانال دجوړه ولوچاري چي ديواستنادي ديوال په جوړه ولوسره به داكانال دنهرسراج ولسوالي حاصلخيزي سيمي هم خړوبي كړي ،
دوي په خپله ولسوالي كي دپوهني ، روغتيا ، اويويوشميرنوروهغه كارونوچي ددي ولسوالي لپاره موهيم دي يادكړل ،
دغونډي په ورستيوكي دايساف عمومي قوماندان تورن جنرال ميلزدولايت دمقام مرستيال اوامنيه قوماندان اودسنګين ولسوالي مسئولينوته ډاډوركړچي بهرني ځواكونه به تل دهلمندولايت دادري سره كاركوي ترڅوداولايت دهرډول ننګونواوستونزوڅخه په امن كي پاته وي ،

۱۳۸۹---۹---۳




۱۳۸۹ آبان ۲۸, جمعه

ژوندښكلي دي ،







ژوندښكلي دي ،
دادهغه كنسرت نوم دي چي تيرماښام دهلمندپه زړه كي دكرزي په لوبغالي كي دافغانستان دسولي سفيراودهيوادنامتوسندرغاړي فرهادريالخوازرګونوهلمندوالوته پيل سوو،
پدي مراسيموكي دهلمندولايت ترڅنګ ديوشميرنوروولايتونواودهلمنددبيلابيلوولسواليوڅخه زرګونه زرګونه سپين ږيري ، ځوانان اويوشميرښځي هم ديادكنسرت لپاره راغلي وي ،
داكنسرت چي دشپي دپنځه بجي اوديرش دقيقي څخه پيل بيادشپي داوه بجي اوديرش دقيقي پوري وغځيدي ،
فرهاد درياچي په هلمندكي په لومړي ځل هلمندوالوته خپل كنسرت اداكړ پكښي پزړه پوري بيلابيلي هغه سندري وويلي چي دناستوټولوخلګولخوايي په خوراښوچكچكوسره بدرګه سوو،
دكنسرت په ورستيوكي دهلمندوالي فرهنګ پال والي محمدګلاب منګل ددي كنسرت په ترسره كولوسره به نورپه هلمندكي سوله امن رامنځته كيږي اوهلمندوال به دهررنګه ستونزوڅخه په امن كي پاته وي ،
چي ورسته دهلمندوالي له لوري يوه ځانګړي تحفه هم وركول سوه ،


۱۳۸۹ آبان ۲۴, دوشنبه

لوي اخترپه ټوله مسلمانه نړي كي په خوراښومراسيموسره لمانځل كيږي چي داورځ په ګران هيوادافغانستان كي هم په پولړخاصومراسيموسره لمانځل كيږي







لوي اخترپه ټوله مسلمانه نړي كي په خوراښومراسيموسره لمانځل كيږي چي داورځ په ګران هيوادافغانستان كي هم په پولړخاصومراسيموسره لمانځل كيږي چي په هلمندكي هم داورځ داسي ولمانځل سوه چي دتيروكلونوپه پرتله په خورازياته پيامانه هلمندي اولس داختردلمانځه دادايني لپاره راغونډه سوي وه ،
پدي مراسيموكي دهلمندومرستيال والي ، عبدالستارميرزكوال ، امينه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، دملي امنيت رئيس ډګروال نظرعلي واحدي ، ددولتي ادرومسئولينواوپه پراخه كچه هلمندوالوهم ګډون كړي وو،








اختريوترټولولويه دخوشحالي ورځ ده چي ددي ورځي په رارسيدوسره دنړي ټول مسلمانان دي ورځي ته ديوي خاصي ورځي په سترګه ګوري

اختريوترټولولويه دخوشحالي ورځ ده چي ددي ورځي په رارسيدوسره دنړي ټول مسلمانان دي ورځي ته ديوي خاصي ورځي په سترګه ګوري خودانسانانوپه ژوندكي يوه بله داسي ورځ ده چي دهغي ورځي ساري بياپردي دنياهيڅ نه ليدل كيږي هغه ورځ ديوانسان په ژوندكي راتلونكي ده هغه ورځ دواده ورځي ته وايي په هرحال ددي لوي اخترمباركي يوځل بياتاوسوټولوپردين اواسلام مين اولس ته وړاندي كوم ،
هره شپه موسه برات اوهره ورځ موسه اختر

۱۳۸۹ آبان ۲۰, پنجشنبه

دوصل منځل


دوصل منځل

لکـــــــــــه داشمعه چي وليږي مــــــــدام
داســــي مي زړه درته سوځيږي مــــدام

چــــي دي رايادکمـــــه وختونه اشنــــــا
ستــرګونه اوښکي مي څه څيږي مدام

بستـــــــــه راځه مســــــافري که ختمــــــه
دامين زړه مـــــــــــــــي کبابيږي مــــــــدام

ستــــــاديادونـوســـــــره لوبي کـــــــــــوم
بيلـــــــه تاژوندکــــله تيريـږي مــــــــــدام

زه دي تصويرپه تصــــورکي جــــوړکړم
دخيــــال دنيــــــاراڅه ستنيږي مـــــدام

زاهـــده ستاهم په تـــوبوکي شـــــک دي
منځـــــــل دوصل مـــي ختميږي مـــــدام

دازل کــــــــرښي سجــده نه بدلـــــــــــوي
خپل نصيب هرچاته رسيږي مـــــــــــدام

دشعـــــــــــرليکل عادي خـــــبره نـــــــه ده
زمــــــــادقلم رنګ تماميږي مــــــــــــدام

ســـــروري ته هم تيروتلــــي يي ډيــــــــــــر
داهــــــرڅـــه ولي دره ســـــيږي مـــــــــــدام

١٣٨٩---٨---١٣
يادعقرب دمياشتي












خوړين زړګي




خوړين زړګي

داخـــــــــوړين زړګي مي تردرمانه يوســــــــــي
پاره سينـــــــــه مي ترخپل ګرانه يوســــــــــــــي

حال مـــــــــــــي بيان دخوږمن زړه کي ورتـــــــه
لــــــــــــــږدل سوزي مي ترخوبانه يوســــــــــــــي

دنــــــــــوروښکلونوم په خوله نه راځــــــــــــــي
داغمجـــــــــــــن ژوندمي ترقربانه يوســــــــي

دادفــــــــــــــــريادداســـــــوي ســــــــــــوي ناري
دغـــــــــه سي حال مـــــي تراسمانه يوســــــــي

چـــــــــــــاته خالي چي مـــــــــــي انګړدزړه کـــړ
يـــــــــــــواري بيامــــــــــي ترارمانه يوســــــــــي

ماســــــــــــــروري ته ژوندون نــــــه دي پـــکار
ټــــــــــوټـه ټــــوټه مـــــــــــي ترجانانه يوســـــــي

١٣٨٩—٨--٢







دحاضخيزوسيمودپروګرام د پوهاوي غونډه دولايت دمقام دمرستيال والي ترمشري لاندي دولايت دمقام دغونډوپه تالاركي پداسي حال كي جوړه سوه چي دولايتي شورائيس دد




دحاضخيزوسيمودپروګرام د پوهاوي غونډه دولايت دمقام دمرستيال والي ترمشري لاندي دولايت دمقام دغونډوپه تالاركي پداسي حال كي جوړه سوه چي دولايتي شورائيس ددولتي ادارومسئولينودهلمنداصلاحيي مشورتي شوراغړو، قومي شپين ږيرواويوشميرځوانانوهم ګډون درلود،
خبر...................... سروري .
دفوډزون دعامه پوهاوي غونډه دولايت دمقام دغونډوپه تالاركي دمرستيال والي عبدالستارترمشري لاندي پداسي حال كي جوړه سوه چي دولايتي شورارئيس محمدانواووكيلانو، ددولتي ادارويوشميرمسئولينو، ديني عالمانو، دهلمنداصلاحيي مشورتي شوراغړيو، قومي شپين ږيرواويوشميرځوانانوهم په پدي غونډه كي ګډون درلود،
دولايت دمقام مرستيال والي عبدالستارميرزكوال په خپلوخبروكي نشي توكي ددي ولايت دوګړولپاره يوستراوزيان رسوونكي دوښمن وه باله ،
دي زياته وي چي ددي دوښمن پروړاندي هروهلمندوال دنده لري چي جدي مباريزه وكړي اوددي نارواكښت لمنه دخپل ولايته څخه دعابدي لپاره ټوله كړي ،
ښاغلي ميرزكوال دټولوهلمندوالوڅخه دكوكنارودكښت په لمنځه وړلوكي دهرډول همكاري غوښتنه هم وكړه وويل چي راسي كوم هغه تاوودچي مودخپل دولت سره كړي هغه سرته وره سوواوددي كښت په نه كرلوكي خپل اسلامي وطني او ويجداني دنده ترسره كړي وي ،
مرستيال والي هلمنددټولوهلمندوالوګډكوروباله دده په خبره چي دفوډزړن ياحصلخيزوسيموترنامه لاندي دپروګرام په ناسم پلي كولوكي ددولتي مسئولينوترڅنګ قومي سپين ږيروهم خپل هغه كردارنه دي اداكړي كوم چي تمه كيده ،
دښاغلي ميرزكوال په ويناچي دهيواددنشي توكوپرضددمباريزي وزارت ښږكال دهلمندولايت سره دنشيي توكوسره دمباريزي پرپلي كول باندي پنځه سوه زره امريكايي ډالره دامتيازپه توګه وركړي چي يادي پيسي به په هلمندكي پرهغه پروژوولګول سي كوم چي حق اوليت ولري ،
دولايت دمقام مرستيال والي دغونډي برخوالوته پدي ولايت كي دپوهني په برخه كي دهرډول همكاري غوښتنه هم وكړه وويل چي پدي لاركي هروهلمندوال دنده لري چي پوره ونډه واخلي اوهغه ستونزي چي پدي لاره كي رامنځته كيږي هغه ته پرخپل وخت دحل لاري چاري ولټول سي ،
دده په ويناچي دپوهني درياست مسئولين په خپله دنده كي پاته غلي چي ددي سره جوخت دولايت ادري تسميم نيولي ترڅوپدي رياست كي يولړبدلون رامنځته كړي اودارياست يومعياري بڼه غوره كړي

دي وايي هلمنددورځي په تيريدوسره دپرمختګ په حال كي دي دجنګ جګړولمن دهلمندڅخه ټوليږي اوپرځايه يوه ښه فضارامنځته سوي ،
ده همدارازپه راتلونكي كي په مركزاوولسواليوكي داړينوپروژودپلي كيدوخبروركړوويل چي پلان لروپه ولسواليوكي كليوالي پروژي ، اوكليوالي وړي پروژي ، په كليوكي دشمسي هينداروپه واسته برق اويولړداسي نوري پروژي چي دخلګولپاره اړين وي پلي كيږي ،
دولايتي شورارئيس محمدانورپه خپلوخبروكي وويل چي راسي نورددي بداونارواكښت دكرولوڅخه لاس واخلواوپرځاي يي نورحالال كښتونه په خپلومځكوكي وكروترڅودخداي ج رضايت موحاصل كړي وي اوهمدارنګه مودخپل دولت اوقانون څخه پيروي هم كړي وي ،
ده په هره برخه كي دولايتي شورادغړيورول هتمي وه باله وويل چي دولايتي شوراغړي دهلمندهري ولسوالي ته سفرونه كوي څوپه هره ولسوالي كي دپرتوستونزولپاره دحل لاري چاري ولټول سي،

دهلمندداصلاحيي مشورتي شوراغړي عبدالصمددهلمندولايت اداري ته ډاډوركړچي ټول قومي سپين ږيري دخپل دولت ترشاولاړدي اوپه هرډول چي وي ددي ولايت دپرمختګ لپاره به كاركوي ،
دي وايي په خپلومځكوكي دكوكنارودبدكښت پرځاي به زموږكرونده ګرنورحلال كښتونه وكري اوددي ترڅنګ بايديولړاړيني پروژي هم پلي سي ،
ده زياته وي چي كوم پيسي دوزارت لخواڅخه هلمندولاته وركول كيږي هغه بايدپرهغه پروژوولګول سي كوم چي ددي ولايت لپاره اړيني بلل كيږي ،
وروسته ديني عالم مولوي مهردل ، قومي مشراحمدشاخان اوقومي مشرعبدالااحدهلمندوال په هلمندكي اويا ۷۰۰۰۰ زره هلمندي ځوانانوپه نشه دروږدوخبره ياده كړه دوي وايي چي ددي كـښت په كرلوسره نه يوځاي دخپل ځان اواولادونه دتباهي سره مخ كووبلكي ټول هملندته يوتباهي وركوو،
نودوي ټول غواړي چي هرهلمندوال په راتلونكي كي ددي بداونارواكښت څخه لاس په سر سي ،

بايدوويل سي دكوكناردكښت داضراروپروړاندي دالومړي غونډه بلكي څوڅوځله ديته ورته غونډي جوړي سوي داچي قومي سپين ږيري دخپل دولت سره پرخپلوكړوسوژمنوڅومري وفاكوي ديته خبري ته دګوټوپه شمارورځي شپي پاته دي ،
۱۳۸۹—۸—۲۰

۱۳۸۹ آبان ۱۸, سه‌شنبه

دعامي روغتيادرياست دڅارني ياتروخت تيراوبي كيفيته دارودرملوځانګړي ټيم يوه اندازه دارودرمل وسوه ځول ،







دعامي روغتيادرياست دڅارني ياتروخت تيراوبي كيفيته دارودرملوځانګړي ټيم يوه اندازه دارودرمل وسوه ځول ،
ددي درملودسوځلوپرمهال دعامي روغتيادرياست دياد ټيم مسئولينودولايتي شورااستازي ، ترڅنګ دملي امنيت استازي اويوشميرډاكټرانو هم ګډون درلود،
خبر.......................................................... سروري
دعامي روغتيادرياست دبرسي ياتروخت تيراوبي كيفيته دارودرملويوه ځانګړي ټيم دخپلودومياشتوهلوځلوپه نتيجه كي يوه اندازه تروخت تيراوبي كيفيته دارودرمل په لښكرګاه ښاركي دبيلابيلودواخانواوشفاخانوڅخه په لاس راوړي وه چي دچهارشنبي په ورځ يي دهلمندسندپرغاړه هغه درملوته اورورواچاوه اوهغه يي لمنځه پداسي حال كي يوړله چي دولايتي شوراغړي عبدالباري بارګزاي، دملي امنيت استازي اودعامي روغتيادرياست اړونده يوشميرډاكټرانو هم ګډون درلود،
دعامي روغتيادرياست دبرسي ياتروخت تيراوبي كيفيته دارودرملودټيم مسئول ډاكټرعبيدالله داودزاده په خبره چي زموږداكاربه نورهم دوام پيداكوي ترڅوپه ټول هلمندكي تروخت تيراوبي كيفيته دارودرمل لمنځه يوړل سي ،
دي وايي چي ياد پروګرام يي دعامي روغتيادوزارت په لارښونه په هلمندكي پلي كړي چي پدي سره به موږوكولاي سو په هلمندكي دداسي افت مخه په كلكه وني سووچي هغه تروخت تيراوبي كيفيته دارودرمل دي ،
دداودزاده په خبره چي ددي درملوپه خوړلوسره ديوانسان ژونددمرګ سره مخامخ كيږي خودي دټولوډاكټرانواوهلمندوالوڅخه غوښتنه كوي چي ددوادخرڅلاوواورانيولوپرمهال دي دپوره غوراوديقت څخه كارواوخلي ولي چي هروخت ديوانسان دنه توجوله امله يولړسختي ستونزي راولاړيږي اوان داچي هغه انسان خپل خوږژونددلاسه وركوي ،

دعامي روغتيادرياست تروخت تيراوبي كيفيته دارودرملودټيم مسئول پدي لاره كي دخپلوهلمندوالوڅخه دهرډول همكاري غوښتنه هم كوي ،
ديادوني وړده چي په لښكرګاښاركي ددولتي روغتونونوترڅنګ شخصي روغتونونه هم دخپلوهلمندوالولپاره شپه اوورځ خدمت كوي داچي په لښكرګاه ښاراواړونده ولسواليوكي به ديادټيم مسئولين خپل كارونه په څه ډول تنظيمه وي اوددي ستونزي لپاره چي اوس مهال ترډيره ځايه دولسواليوخلګ ورسره لاس اوګريوان دي دحل لاري چاري لټوي ديته خولاورځي شپي په تمه دي

۱۳۸۹—۸--۱۹

۱۳۸۹ آبان ۱۷, دوشنبه

په هلمندكي تاريخي سيمي اوځايونه دروځي په تيريدوسره دوراني سره مخ دي ،




په هلمندكي تاريخي سيمي اوځايونه دروځي په تيريدوسره دوراني سره مخ دي ،
داخبره دهلمندداطلاعات اوكلتوررئيس دهلمندپه زړه كي دسترتاريخ بست كلا په سيمه كي خبريالانوته روښانه كړ،
خبر..................... سروري
په هلمندكي تاريخي سيمي اوځايونه دروځي په تيريدوسره دوراني سره مخ دي ،
پدي ولايت كي ډيري تاريخي سيمي او كلاګاني شتون لري چي دهغه دجملي څخه يوه هم دبست كلا دتاريخي ښكلي سيمه اوكلاده چي هلمندوالي هروخت دخوشحالي په مراسيموكي دملي لپاره دبست كلا ښائستي اوزريني سيمي ته ورځي ،
خوددي ترڅنګ هلمندولايت په خپله غيږه كي يوشميرډيري تاريخي لرونكي كلاګاني په لري پرتوولسواليوكي هم لري لكه په سنګين ولسوالي كي دساروان كلا، په كجكي ولسوالي كي دامركروړكلا، په بغران ولسوالي كي تاريخي دره باغي حرم ، په موسي كلاولسوالي كي دموسي كلا، په نهرسراج ولسوالي كي دګريشك كلا، په نادعلي ولسوالي كي دنادعلي كلا، په ناوي ولسوالي كي دسري كلاپه نوم يوه تاريخي كلا، په ګرمسيرولسوالي كي دصفارتاريخي سيمه اويوشميرنوري تاريخي كلاګاني ، دخانشين ولسوالي ستره اوتاريخي لويه كلا، اودبي بي جاني كلا،
چي ددي ترڅنګ په يوشميرنوروولسواليوكي هم ديته ورته تاريخي سيمي اوكلاګاني دهلمندپه غيږه كي پرتي دي چي دامهال يادتاريخي اثار ديولړسختوستونزوسره لاس اوګريوان اوياهم دورانيدوپه حال كي دي ،
لكه څنګه چي تاريخي سيمي اوتاريخي اثاردهيوادشتمني بلل كيږي خونن سباپه هلمندكي تاريخي ځايونه له وركيدوسره مخ سوي ،
په هلمندكي دبست كلاچي دريواتونولمخي پنځه زره كلن لرغوني تاريخ لري اوس مهال پوره ترميم اوجوړه ولوته اړتيالري ، داكلاچي دلښكرګاه ښارجنوب لورته په څه كم وه كليومتري كي پرته ده ديوخواڅخه ددي سيمي دخلګولخوا يي ځيني ځايونه وران سوي اوكښتونه پري كرل سوي اوبلخوادولت اونړيوالي ټولني دنه توجوله امله داتاريخي سيمه له ورانيدوسره مخامخ سوي ،
دهلمنددطلاعات اوكلتوررئيس عليشامظلوميارپه خبره چي موږڅوڅوځلي ددي كلادرغولولپاره هلي ځلي كړي خولاتردي مهاله ورته چاكوم مثبت جواب نه دي ويلي ،
مظلومياروايي كچيري نړيواله ټولنه اودتاريخي سيمواواثارودبيرته رغولوپه نړيواله كچه ددي تاريخي ميراثونومسئول اينسكوزموږدهلمندتاريخي سيمواوځايونوته پوره پاملرنه ونكړي هلمندبه ددي سترتاريخ څخه بي برخي پاته وي اوداځاي به لمنځه تللي وي ،
داطلاعات اوكلتوررئيس دهلمندتاريخي سيمي ددولت نه بلكي دټولوهلمندوالوبولي اوږغ كوي چي په ساتلوكي ورسره ټوله هلمندوال ترخپله وسه مرسته وكړي ،
دي وايي كچيري عام خلګ دخپل تاريخ اوتاريخي سيموقدرداني ونه كړي هلمندبه دداسي تاريخي نامه څخه پاته وي كوم چي اوس مهال يي نوم په ټوله نړي كي پروت دي

دښاغلي مظلوميارپه ويناچي دبست كلادرغولولپاره يي جدي ګامونه پورته كړي اويولړاړين كارونه يي په لاره اچولي څوددي ولايت دتاريخي سيمو دورانه ولومخه يي نيول سوي وي اوداتاريخي ميراث ترنورونسلوپوري داسي پاته وي ،

۱۳۸۹—۸--۱۷