۱۳۹۴ آذر ۲, دوشنبه

وسله والوطالبانوپه هلمندکې دبندوښوونځیودبیاپرانیستلواجازه کړې .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۲۳—
وسله والوطالبانوپه هلمندکې دبندوښوونځیودبیاپرانیستلواجازه کړې ده .
دهلمنددشمالي ولسوالیوسربیره دورستیوناامنیوله امله دنادعلي ،مارجې ولسوالیوترڅنګ دلښکرګاه ښاردباباجې په څلرمه امنیتي حوزه کې دورستیوناامنیوله امله ۵۱ ښوونځۍ تړل سوي دي ،دپوهني ریس وایې طالبانودټولوبندوښوونځیودپرانیستلواجازه ورکړې ده چې ډیرژربه یوواربیاټولي بندي ښوونځۍ دزده کوونکوپرمخه پرانیزي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم تراوسه وسله والوطالبانوپه دې اړه څه نه دي ویلي خودهلمنددپوهني رئیس عبدالمتین جعفروایې طالبانودباباجې دحوزي ترڅنک په نادعلي ،اومارجې ولسوالیوکې دښوونځیومدیرانوته امرکړی چې په سیمه کې ټولي بندي ښوونځۍ پرانیزي اوان یوشمیرمدیرانوته یې لیکلي سپارښتني هم کړي دي ،هغه وایې په شمالي ولسوالیوکې به هم دوسله والوطالبانوسره په تفاهم بندي ښوونځۍ هم فعاله کړي .

جعفروایې اوس مهال به یوازي هغه ښوونځۍ بندي وي چې دجنګ په لومړۍ کرښه کې وي خوزیاته وي ددغه ښوونځیوزده کوونکوته به په امن سیموکې دزدکړوزمینه برابره کړي هغه هیله لري چې ډیرژربه هغه تازه تړلي سوي ۵۱ ښوونځۍ بیافعاله کړي .


دپوهني رئیس وایې که څه هم دورستیوناامنیوله امله دڅه باندي ۳۱ زره زده کونکې دزدکړوڅخه بي برخه سوي دي سرله سبابه دښوونځیودپرانیستلولړۍ راپیل کړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر