۱۳۹۴ آبان ۲۷, چهارشنبه

پرهلمند دورستیوناامنیولوی ناورین تردي دمه یې ترپنځوسوزیاتي ښوونځۍ تړلي دي .


راپور—۲۰۱۵—۱۱—۱۸—
پرهلمند دورستیوناامنیولوی ناورین تردي دمه یې ترپنځوسوزیاتي ښوونځۍ تړلي دي .
دپوهني رئیس وایې دروانوسختوناامنیوله امله دشمالي ولسوالیوترڅنګ اوس مهال په ګرشک ،نادعلي مارجې اوان دلښکرګاه ښآردباباجې په سیمه کې دغه ښوونځي تړل سوي دي چې څه باندي ۴۲ زره زده کونکې یې دزدکړوڅخه بي برخي کړه ،هغه وایې سره له دې په مارجې ولسوالۍ کې دوه ښوونځۍ همسوځول سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دسختو ناامنیوله امله ۵۱ ښوونځۍ په داسي حال کې تړل کیږي چې له کلونوراهیسې په دي ولایت کې ۱۰۵ ښوونځۍ دزده کوونکوپرمخ په ټپه تړلي وې ،دهلمنددپوهني رئیس عبدالمتین جعفروایې دروستیوناامنیوله امله دولسوالیوسربیره دښارپه څلرمه امنیتي حوزه باباجې کې هم دغه ښوونځۍ دزده کوونکوپرمخ په ټپه تړل سوي دي چې څه پاندي ۴۲ زره زده کوونکي دزده کړوڅخه بي برخي پاته سوي دي ،هغه وایې څوورځي وړاندي په مارجې ولسوالۍ کې دوه ښوونځۍ دجګړوله امله سوځول سوي هم دي .

نوموړی  وایې د سي بي اې ، پروګرام له لاري په کلیوالیوسیموکې شاه اوخوا پنځوس صنفونه هم دناامنیوله امله تړل سوي دي ،ریس وایې په دي ورستیوکې سختوناامنیوډیري زیان پوهني ته رسولی چې له امله یې زرګونه زده کوونکې دزدکړوڅخه بي برخي دي ،هغه وایې هره سیمه چې ترامنیتي واک لاندي راځي دوی اماده دي چې بنده ښوونځۍ بیافعاله کړي .

دهلمنددپوهني ریس وایې دم ګړی به دیونیسف په مرسته دناامنوسیموزده کونکوته په امن سیموکې دایمرجنسي زده کړوزمینه برابره کړي ،پرهلمند تربل هروخت ناامنیوبدي اغیزي کړي چې دامهال داقتصادي ،روغتیا،مخابراتي ستونزوترڅنګ په زرګونه هلمندي زده کوونکې دزده کړوڅخه بي برخي پاته دي ،داچې له ترکله به دغه ستونزي دوام ولري دابه وروسته په ډاګه سي ،دیادولوده چې هلمندته دتشکیل لمخي  ۳۸۳ ښوونځي ورکول سوي دي چې  له جملي نه یې ۱۵۶ دزده کوونکوپرمخ په ټپه تړلي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر