۱۳۹۲ شهریور ۷, پنجشنبه

دناوي ولسوالی اوسیدونکي وايي که دولت پرخپلوکړوژمنوونه دریږي دوي به په راتلونکوټولټاکنوکي برخه وا نخلي .

دناوي ولسوالی اوسیدونکي وايي که دولت پرخپلوکړوژمنوونه دریږي دوي به په راتلونکوټولټاکنوکي برخه وا نخلي .
ددوي په خبره دوه کاله وړاندي کله چي ولسمشریادي ولسوالی ته سفرکړي وودخلکوسره يی ژمنه وکړه چي لویه لاربه يي په پاخه اواساسي توګه رغوي اوهم به ددی ولسوالي خلکوته بریښنارسوي خوزیاته وي چي یوازي وعدي ترسره سوي خوپه عمل کي یه تراوسه هم هیڅ کړي .
برهمدي مهال دناوي ولسوالي مسولین هم دخلکوخبره پرځاي بولي اووايي دوي دخلکوغوښتني ځکه نسي پوره کولاي چي پوره امکانات په واکي نلري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروری راکوي .
دناوي ولسوالی اوسیدنکودیوي مظاهري په جوړه ولوسره ددولت څخه دخپل حق دورکړي غوښتنه کوي دغه اوسیدونکي وايي دوه کاله وړاندي ولسمشرحامدکرزي دخپل یوه سفرپرمهال ددی ولسوالی اوسیدونکوسره کړي ژمني تراوسه نه دي پوره کړي .
ددوي په خبره که يي دولت غم ونه خوري دوي به په راتلونکوټولټاکنوکي دهرډول ګډون څخه لاس په سرسي .

دوي زیاته وي  دولت دناوي ولسوالی داوسیدونکوسره دموراودمیري چلندکوي چي تراوسه دخلکو سره کړي ژمني پرځاي پاته دي .
پرهمدي مهال دناوي ولسوال عبدالمناف دامني چي ددی ولسوالی دخلکوسره کړي وعدي نه دي عملي سوي دولسوال په خبره دوي هم دونه بودیجه نلري چي دیادی ولسوالی داوسیدونکوپرتي ستونزي پری حل کړي .
ولسوال وايي دناوي اوګرمسیرولسوالیونښلونکی سړک ډیراهمیت لري چي تراوسه يي کارندي شروع سوي .

که څه هم دناوي اوګرمسیرولسوالی نښلوونکي سړک ۸۱ کلیومتره منظورسوخواوس مهال یوازي ۲۳ کلیومتره په پاخه اوساسي توګه رغول سوي اوپاته نوردنامعلومودلایلولمخي یه کارپه ټپه درول سوي دي اوسیدونکي بیره لري چي دیادي پروژي پیسي ورکي اویاهم شخصي جیبونوته ونه لویږي .

  

۱۳۹۲ شهریور ۶, چهارشنبه

عاجل خبر. ‌Breking News هلمند: موټربم چاودني نهه تنوته مرګ ژوبله واړه وله

موټربم چاودني نهه تنوته مرګ ژوبله واړه وله .
دچهارشنبي په ورځ شاوخوادولس بجي په لښکرګاه ښارکي دایساف پرځواکونودیوه موټربم دچادني له امله دوه ملکي کسان ووژل سول اودملي امنیت دیوه کارمندپه کډون څلورملکي کسان ټپي سوی هم دي چي یوه ښځه ده .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ داستخباراتومشرسمونوال عبدالکریم حمیدوايي په دغه پیښه کي دایساف ځواکونویوعسکرټپي سوي دي خوپه سیمه کي عیني شاهدان وايي دایساف یوعسکراویوهم ژباړونکی هم وژل سوي دي .
په یاده سیمه کي دځاني زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم اوښتي چي دوه موټرونه څلورموټرسیکلونه هم ویجاړي سوي اودشاوخواکورونوښیښي هم ماتي سوي دي .

بایدوویل سي چي دتیرودومیاشتوپه تیریدوسره داڅلرم ځانمرګي بریددي چي په هلمندولایت کي ترسره کیږي 

۱۳۹۲ شهریور ۵, سه‌شنبه

هلمند: شپږولسوال طالبان ووژل سول



 دولتي مسئولين وايې دهلمند په سنګين ولسوالۍ كې شپږ وسله والو طالبان  ديوه كمين په ترڅ كې وژل سوي دي.
دهلمند دوالي وياندعمر ځواك وايې دچهار شنبي په شپه   دوه جې يوې شپږ كسيزي ډلي وسله والو  طالبانو غوښتل چې له موسى كلا څخه  سنګين  ولاړسي چې په  لاره كې ووژل سول.
نوموړي وويل دوى دهلمند پر سيند په كشتۍ كې سنګين ته اوښتل چې دملي اردو او ملي پوليسو لخوا له وړاندي ورته كمين نيول سوى وو.
دده په خبره چې په كشتۍ كې سپاره  شپږ تنه ووژل خو يوازي ديوه  قوماندان ملا ضياوالحق جسد  له يوه  كلاشنكوف سره  افغان ځواكونو ته په لاس ورغلى دى او پاته يې دهلمند سيند اوبو غرق كړى دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي خو ددوى دډلي  وياندقاري يوسف احمدي وايې چې دهلمند په بيلابيلو سيموكې يې دماين په چاودونو او بريدونوكې ګڼ كورني او بهرنوي سرتيري وژلي دي.
خو دولتي چارواكې دطالبآنو لخوا كړي ادعا نه مي.

  

هلمند: شاه وخواسل زره زده کوونکې له زدکړوبي برخي دي


هلمند: شاه وخواسل زره زده کوونکې له زدکړوبي برخي دي .
دغه څرګندوني دولتي مسولین ديوي غونډي په ترڅ كې هغه وکړي چي  سلګوونو قومي مشرانوهم ګډون کړي وودوي دوي په هلمندکي دپوهني دستونزو  دلري كولو اوپه دغه برحه کي د پرمختګ  په اړه هم خبري وکړي .
قومي مشرانو اودسيمي اوسيدونكې دكارونو په خنډونوكې دولتي مسئوولين پړه وبلل وويل چې ترخبرو پرته په عملي ډګر كې یه هیڅ هم ندي کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي 
دهلمند دوالي مرستيال احمد مسعودبختور دهغي غونډي پرمهال چي دیوشمیرولسوالیوقومي مشرانو او دپوهني درياست اړونده مسئولينوحخه جوړه سوي وه وويل دولايت اداره هڅه كوي چې دښونځيو په وړاندي پرتي ستونزو ته دحل لاره  پيداكړي او دسيمي دقومي مشرانو په مرسىته هغه ۱۵۳ تړلي ښونځي پرانيزي چې له امله  يې  لا دسل زره  په شا او خواكې زده كوونكې له زده كړي څخه بي برخي پاته دي .
پرهمدي مهال دهلمند دپوهني ريس عبدالمتين جعفروايي په هلمندكې دم ګړی دوى ۳۶۰ ښوونځي لري چې له  دې جملي څخه يي ۱۵۳ بندي او ۱۳۶ زره زده كونكې زده كړو ته لاس رسۍ او ۱۳۰ ښوونځي ودانۍ اودشل زره  په شمير به نوي زده كوونكې هم  جلب كړي.

جعفر زياته كړ چې تر ډيره  دپوهني په برخه كې ستونزه ددې ولايت په شمالي ولسواليو كې لري چې دحل كولو لپاره  يې له قومي مشرانو څخه مرسته غوښتي او دپوهني درياست اړونده مديرانو ته يي ګواښ كړى دى كه يه   دبندو ښوونځيو په پرانيستلو او پرتو ستونزو په هوارولو كې كوټلي ګامونه پوروته نه كړي له ندي به  يي ګوښه كړي.
په غونډه كې راټول سوي قومي مشرانو هم په خپلو خبروكې وويل عام خلك چمتو دي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته وليږي او له دې بهير څخه ملاټر وكړي خو دولتي مسئوليني يوازي ژمني كوي اوپه عمل كې يې كار ندى كړي چي له دي امله يي ولس په خورازیاتوستونزوکي راګيرکړي دى.

دوى همدارازوویل خلك له جنګه ستړي دي او دژوند له هر ډول اسانتياو څخه بي برخي دي هغوى ددولت دمرستي خوا ته سترګي كږي دي هم  ښونځي غواړي او هم ددولت حاكميت خو نه پوهيږي چې دولت ولي  كوټلي ګامونه په دې برخه كې نه پورته كوي اونه هم تراوسه ددوي دستونزودحل کولوپه موخه لاس په کارسوي دي .

   


۱۳۹۲ شهریور ۴, دوشنبه

هلمند: یوه پروژه ګټي اخیستني ته چمتواوددونوروکارپیل سو

دلښكرګا دښاروالۍ له لوري يوه پروژه ګټي اخيستني ته وسپارل سوه او د دو نورودبنسټ ډيره كښيښودل سوه.
چارواکي وايي هڅه کوي چي په ښارکي دپرتوستونزومخه ونیسي اودخلکولپاره دارام ژوندکولوزمینه برابره کړي .
له يادو پروژو څخه ددوشنبي په ورځ  دوې پيل سوي اویوه هم ګټي اخيستني ته وسپارل سوه.
که څه هم ښاروالي خپلوکارونوته سرعت ورکړي خولښکرګا ښاریان دیته وروته دنوروکارونودترسره کیدوترڅنګه دښاروالي روان کارونه ستایي .
 پدی اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دلښكرګاه  ښاروال محمد فاضل ساپي  ددوشنبي په ورځ دموټرو دتم ځاي دپروژو دګټي اخيستني پرمهال خبريالانو ته وويل
 چې په  ېاد تم ځاي كې سل موټر ځاييږي اوپه دې كار سره  به دښار په منځ كې دموټرو ګڼه ګوڼه او ستونزي راكمي سي.

نوموړي دغه راز زياته كړه چې دلښكرګاه  ښار د اهلو هنودو په سيمه كې يې څلور كيلومتره ويالي او دسولي په څلور لاري كې يو كيلومتر ګلدان کاريي پيل كړي
 چې ددواړو پروژو دجوړيدو چاري به  په  راتلوونكو شپږو مياشتوكې بشپړي سي.

دښآروال په  خبره چې  په همدي پروژو نږدي شل ميلونه  افغانۍ لګښت راځي چې دموټروتم ځاي دپروژو
 دري نيم  ميلونه  افغانۍ لګښت دامريكا دپرمختيايي اداري (يو،ايس،اى ،ډي) او يوه خصوصي شركت لخوا
 وركړل سوي دي او دپاته دونورو پروژو لګښت  دښاروالۍ دخپلي بوديجي لخوا وركول كيږي

په همدي حال کي دښاریوشمیراوسیدونکي دښاروالي دغه ګام پورته کولوستاینه کوي خوغوښتنه يي داده چي بهرني مرسته کوونکي دي خپله بودیجه دافغان حکمت لخواولګوي . 

دا په داسي حال كې ده چې نوازي سږ كال په لښكرګاه كې  دښاروالۍ لخوا داډول پروژي پلي كيږي
 بلكي تر دي وړاندي هم دښاروالۍ لخوا لسګونه پروژي پلي شوي دي او دښار دډيرو برخو سركان او چرۍ هم جوړي سوي دي.




۱۳۹۲ مرداد ۳۰, چهارشنبه

هلمند: په لښکرګاه ښارکي ځانمرګي بریدسوي.

دهلمندپه مرکز لښکرګاه ښارکي ځانمرګي بریدسوي .
تیره شپه شاه خوانهه بجي دهلمندولایت دلښکرګاه ښارپه زړه کي ددي ولایت دلومړي کنډک دقوماندان سمونوال عبدالستارنورزی دکورمخي ته ځانمرګي بریدسوي دي .
چارواکي وايي په دغه بریدکي پنځه کسانوته مرګ ژوبله اوښتي ده خوخپله قوماندان ته کوم زیان نه دي اوښتي .نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي
تیره شپه د شپې شاوخوا نهه بجې د هلمند په مرکز لشکرګاه ښار کې د دې ولایت د لومړي کنډک دقومندان کور مخته ځانمرګی برید وسو.
دغه برید د لومړي کنډک د قومندان سمونوال عبدالستار نورزي کور مخته چې د والي له کور سره په شاخوایونیم کیلومتری کې موقعیت لري، تر سره سوی دی.
د هلمند د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مل پاسوال جمعه ګل همت دپیښي په ځاي کي شمشاتلویزیون ته وویل  چې د دغه برید په پایله کې څلور پولیس او یو ملکي وګړی ټپی سوي دي .
خود جمعه ګل همت په وینا، دغه برید د سیمې د پولیسو له بې غوری څخه رامنځته سوی دی.
خو په سیمه کې عیني شاهدان بیا وايي چې په دغه ځانمرګي برید کې دلومړي کنډک دقوماندان سمونوال عبدالستار نورزي زوی وژل سوی دی.
داپه داسي حال کي ده چي په هلمند کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا امنيتي وضعیت مخ پر خرابیدو دی اودتیرودومیاشتوپه تیریدوسره په دی ږلایت کي دادریم ځانمرګي بریددي چي ترسره کیږي .


هلمند: ددري ملیونوامریکايي ډالره په ارزښت به پروژي پلې سي




دهلمندپه یوشمیرولسوالیوکي به ددريوملیونوامریکايي ډالروپه ارزښت پروژي پلې سي.چارواكي وايي چې يادې سوې پروژې په هغه ولسواليوكې پلې كيږي چې پكې د كوكنارود كركيلې كچه صفراویاهم کمه ښودل سوي وه .دوى داهم وايي چې د يادوپيسوپه ارزښت پروژې په امتيازي توگه دې ولسواليوته وركول كيږي.
په همدې حال كې ددې ولايت د ځينوولسواليواوسيدونكي وايي چې دوى له دولت سره خپلې ژمنې پوره كړې خودولت پكې نه یوازي پاتې راغلى بلکي ډیری وعدي یه نمایشي بڼه لري
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالی ومحمد نعیم دیوي غونډي پرمهال وویل ددری ملیونوامریکايي ډالروپه ارښت به په هغه ولسوالیوکي کي دبیارغاوني کارونه پیل سي چي دکوکنارکښت په کي کم وو. هغه وايي دغه امتيازددې ولايت پنځو ولسواليولكه گرمسير،ناوې،مارجې،نادعلي اوگرشك ته وركول كيږي چې پرمختيايي پروژې به يې ددې ولسواليود كروندگرولخوا په گوته او ورسته به پلې سي.
د نوموړي په وينا چې دغه ټولګټي پروژه به د اوبولگونې،كرنې،روغتيا اوپوهنې په برخوكې ترسره سي.

هلمندوالي وايي اداره يي هڅه كوي چې كروندګرو ته داسې پروژې  پلی کړي  چې په خپله خوښه د كوكنارو له كر څخه لاس په سر سي چې له دې كار سره به په سيمه كې دپوره امنیت دراویستلوترڅنګ ډیری کسانوته  د كارکولو زمينه هم برابره  سي .

بل خوا د هلمند د مركزي ولسواليویوشمیراوسيدونكي هم په  خپلو سيموكې دكوكنارو كركيلې د كمښت خبره كوي خوزیاته وي چي پرخپله ژمنه ټنګ دي او دولت هم بايد له دوى سره كړې ژمنې عملي كړي.

د هلمند دولتي مسئولين په داسې حال كې په   پنځو ولسواليوكې د كوكنارو د كمښت  خبر وركوي چې لا هم دا ولايت د كوكنارو په كراوتوليد كې لومړۍ ځاى لري.

هلمند: په چاڼیزوعملیاتوکي درویشت تنوته مرګ ژوبله واوښته .

 دهلمندولایت دمارجی ولسوالی په تریخ ناورسیمه کی دګډوځواکونوله لوري دری ورځني عملیات چی دوه ورځي وړاندي په لاره اچول سوی وه . نن چهارشنبه هم روان دی تراوسه پدی عملیاتوکي  ۱۱ وسلوال طالبان وژل سوی . ۷  تنه ټپي سوي . دهلمندولایت دامنیه قومانداني دمطبوعاتي دفترمرستیال شاه محموداشنا وايي پدي پیښه کي یوملی پولیس وژل سوی دی اودمارجي ولسوالی دمحلی پولیسویووتلی قوماندان ګلي مولاټپي دي . 
خوبلخواعینی شاهدان وايي تیره ورځ په دغه عملیاتوکي   ۲ دملی اوردوسرتیري وژل سوی   ۱  یوهم زخمي سوی دی . خوددی عملیاتوپه اړه تراوسه وسلوالوطالبانوڅه نه دي ویلی 

بایدوویل سی دتریخ ناورسیمه دلښکرګاه ښار. نادعلی . مارجي . ناوي اوګرمسیرولسوالیوترمنځ  ګډه پرته سیمه ده چي تل ورپکښي وسلوال طالبان خپلي مورچلي جوړه وي اوداسیمه دوسلوالوطالبانولپاره یوه ترټولوموهیمه دخوندیتوب سیمه هم بلل کیږي .


۱۳۹۲ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

هلمند: اوسیدونکي اوسنۍ امنیتي ستونزي دراتلونکوټولتاکنوپروړاندي لویه ننګونه بولي.

دهلمندولایت اوسیدونکي اوسنی امنیتي ستونزي دراتلونکوټولتاکنوپروړاندي لویه ننګونه بولي
ددې  ولايت د بيلابيلوولسواليواوسيدونكي وايي كه د راتلونكوټولټاكنوپرمهال دغه ډول امنيتي ستونزې شتون ولري نه سي كولى په پراخه کچه په ټاكنوكې برخه واخلي،دوى داهم وايي چې كيداى سي د رايې اچولولړى يوازې په ښاري سيموكې ترسره سي.
خوبلخواددې ولايت امنيتي چارواكي امنيت د ډاډ وړبولي اوپه دې برخه كې له خلكوڅخه هم د مرستې غوښتنه كوي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د مركزاولسواليواوسيدونكي وايي كه څه هم دا مهال د ولسواليوپه مركزونوكې د رايې وركوونكونوم ليكنه روانه ده خواوسنيوامنيتي ستونزواند يښمن كړي اوزياتوي كه يادې ستونزې په همدې ډول دوام وكړي نود ولسمشرى په راتلونكوټولټاكنوكې به د رايې وركوونكو ونډه ډیره كمه وي.
د دوى په وينا چې په كليوالوسيموكې لاهم د وسله والوله گواښونوسره مخ دي چې رایه ورونکونکي كسان د ځمكني ماينونوپه وسيله اويا هم د وسله والودبريدونوپه ترڅ كې وژل کیږي.
د دوى په وينا چې دولت بايد د امنيت ټينگښت ته ډيره پاملرنه وكړي ترڅود نارينه وترڅنگ ښځوته هم د رايې اچولوزمينه برابره سي،   خوپه د هلمند د امنيه قوماندانى د امنيت آمرمل پاسوال جمعه گل همت اوس مهال ددې ولايت په ډيرى ولسواليوكې امنيت د ډاډ وړبولي اووايي چې د ټاكنوپرمهال به هم دوى په دې برخه كې كوټلي گامونه پورته كړي.

هغه وايي چې د امنيت د ټينگښت په برخه كې د خلكو همكاري ډيره اړينه ده اوبايد په دې برخه كې پوره همكاري وكړي ترڅوپه هلمند كې د راتلونكوټولټاكنوبهيربيله كومې ستونزې ترسره سي.

دا په داسې حال كې ده چې په دې ولايت كې د ټاكنود خپلواك كمسيون مسؤل انجنيرعبدالهادي وايي چې له ديشواوباغران پرته يې په ټولو ولسواليوكې د نوم ليكنې مركزونه پرانيستي اوتردې مهاله يې ۱۳ زره كسانوته د رايې اچونې كارتونه وركړي دي.

۱۳۹۲ مرداد ۲۸, دوشنبه

هلمند: دخپلواکی دورځي په ویاړامنیتي ځواکونوته دزړه ورتیامیډالونه ورکول سول.

هلمند: دخپلواکی دورځي په ویاړامنیتي ځواکونوته دزړه ورتیامیډالونه ورکول سول.
دغه مډالونه د دوشنبې په ورځ دې ولايت ته د كورنيوچارووزارت د اداري مرستيال د سفرپه ترڅ كې د عامه نظم،سرحدي پوليسواود ۴۴۴ ځانگړې قطعې ته وركړل سول.
چارواكوپه دې ولايت كې د امنيتي ځواكونود بريا لامل د خلكو بيساري همكاري بولي اووايي چې له پلان سره سم به په دې ولايت كې شته امنیتیي ستونزوته د حل لارې چارې ولټول سي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي
دغه مډالونه د ولسمشرد وروستي فرمان په اساس د هيواد د ځينونورو ولايتونوترڅنگ په هلمند كې ميشتو امنيتي ځواكونوته د كورنيوچارو وزارت د اداري مرستيال لوى پاسوال ميرزا محمد يارمل لخوا د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې وركړل سول.
نوموړي د خپلې وينا پرمهال هلمند د موقعت اوپراخوالى له پلوه ترټولومهم ولايت وباله اوزياته يې كړه چې په دې ولايت كې وړاندې ترټولولويې ننگونې موجودې وې خود امنيتي ځواكونوپه سرښندنوسره دامهال ترډيره ځايه امنیتي ننګونوي لمنځه تللي
دده په وينا چې دا ولايت اوس مهال هم له پامه نه دى غورځول سوى اوكورنيوچارو وزارت ورته ځانگړې پاملرنه كوي چې په راتلونكي كې به هم ددې ولايت د خلكو په مرسته په امنيتي اونورو برخوكې د لاپرمختگونوشاهدان واوسو.
د يادونې وړده چې د يادو شويومډالونوترڅنگ ځينوامنيتي مسؤلينوته د ښې كاري وړتيا په خاطرد همدې وزارت لخوا ترفيع گانې اوستاينليكونه هم وركړل سول.

دا په داسې حال كې ده چې په دې ولايت كې د هيواد د خپلواكى ۹۴ يمه كليزه د بيلابيلوامنيتي اونورادارولخوا په یودول خاصومراسموولمانځل سوه اوبيله كومې امنيتي پیښي یه خپل مراسم ترسره كړل.

۱۳۹۲ مرداد ۲۶, شنبه

هلمند: دماین چاودني اته ملکي کسانوته مرګ ژوبله واړوله


دشنبي په سهارشپږبجي دهلمندولایت دمارجي ولسوالي دسیستاني په سیمه کي دملکي کسانوپریوه ټونس موټرباندي دسړک غاړي 
ماین چاودنه سوي چي له امله يي دري ماشومان . یوه ښځه اویوهم سړي وژل سوي دي .
دولایت دمقام ددفترریس محمدلعل احمدي وايي دغه موټرمارجي ولسولي څخه دلښکرګاه ښارپه لوري راتلي چي یاده چاودنه پري رامنځته سوي ده احمدي‌وايي په دغه چاودنه کي دری ملکي کسان ټپي سوي هم دي .

که څه هم ډیری وختونه دسړک غاړي دماینونوله امله ملکی کسانوته مرګ ژوبله اوړي خوتراوسه يي هم کومي ډلي پړه په غاړه نه ده اخیستي 

۱۳۹۲ مرداد ۲۴, پنجشنبه

هلمند: دتیرواته څلویښت ساعتونوپه لړکي ۲۲ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هلمندکي دتیرواته څلویښت ساعتونوپه لړکي ۲۲ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دهلمنددسنکین . نادعلی. مارجی . اودلښکرګاه ښاراړونده سیموکی دوسلوالوطالبانوپه ماینونواوپریوي امنیتی پوستي تربریدوروسته لس تنه پولیس ووژل سول .
دوسلوالوطالبانوویاندقاریوسف احمدپه لیکل پیغام کي ویلي دي چي دسنګین ولسوالی دشین غزیانوپه نوم سیمه کي یه دوه تنه پولیس  دنادعلی ولسوالی دسیدابادپه سیمه کي دری تنه پولیس په پوسته کي هغه مهال ووژل کله چی وسلوالوطالبانوپه یاده سیمه کي پریوي امنیتی پوستي بریدوکړ.
داحمدي په خبره دلښکرګاه ښاراړونده ددباباجي په سیمه کي هم پریوه رینجرموټردماین چاودني له امله دری تنه بولیس ووژل سول .
احمدي زیاته وي چي دمارجی ولسوالی دشین غزک به سیمه کي هم دیوه ځاي پرځاي سوي ماین دچاودني له امله دوه پولیس وژلی دي .
دهلمندولایت دامنیه قومانداني مطبوعاتي ددفتردوسلوالوطالبانوادعاردوي خودنادعلی ولسوالی دسیداباددسیمی پریوامنیتی پوستي دبرید پخلي کوي خووايي یوازيي یوپولیس زخمي سوي دي . دخبرپاڼي په ویناپه دغه نښته کي دوه وسلوال طالبان وژل سوي دري تنه هم ټپي سوي دي ددوي په وینادري حلقي ماینونه هم دپولیسولاسته ورغلی دی
دغه رازدامنیه قوماندان مطبوعاتی ددفتروايي تیره ورځ دموسی کلاولسوالی دپخوانی امنیه قوماندان عبدالولی کوکه پرکورباندی دیوه موټرسیکل سپاره له لوري بریدسوي دي چي یوپولیس ټپی سوي خوددوی په ویناچي وروسته دپولیسوله لوري بریدکوونکی ووژل سو،
همدارنګه مطبوعاتي دفتر وايي تیره ورځ دګرشک ولسوالی دپله په سیمه کي تردوه ساعته جګړي وروسته څلوروسلوال طالبان زخمیان سوي دي
دوي زیاته وي چي دپولیسوله لوري دارغنداب سیندپه غاړه کي شل حلقي هغه ماینونه کشف اوخنثی سوي چي وسلوالودځاي پرځاي کیدوورسته لښکرګاه شارانتقاله ول چي دپولیسوله لوری ونیول سول .