۱۳۹۲ آبان ۹, پنجشنبه

هلمند: دپوهني دریاست اړونده پنځلس تنه غلاسوي خوراکي توکي ونیول سول .

راپور-۳۱-۱۰-۲۰۱۳
په هلمند كې د غزني د پوهنې رياست اړوند غلا سوي خوراكي توكي دپولیسوله لوري ونيول سول
په دې ولايت كې امنيتي مسؤلين وايي چې په دې خوراكي توكوكې د غزني د پوهنې رياست سره د خيريه ادارولخوا مرسته سوي دزدکوونکودال نخود شامل دي چې د خرڅلاوپه موخه لښكرگاه ښارته راوړل سوي وو.
خود غزني د پوهنې مسؤلين بیادغه خوارکي توکي دپوهني اړوندنه بلکي  د نوروادارو بولي په وینايي تردم ګړیه دوى ته د خيريه ادارولخوا دغه ډول مرسته نه ده ورکول سوي .
پدي اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي 
دهلمندولایت دپولیسودلومړۍ امنیتي حوزي امرسمونیارجان اغاداوري وايي چي دغزني دپوهني دریاست اړوندشاه وخواپنځلس ټنه دال نخودلښکرګاه ښارته دخرڅلاوي په موخه راوړل سوي وو.
ددوي په خبره چي دچهارشنبي په ورځ ناوخته دیوه اسختباراتي راپورلمخي دیوه تورن کس محمدخان سره نیول سوي دي .
هغه وايي یادسوي خوارکي توکي چي  ۳۰۰ بوجی وي په یوه ټیلرموټرکي ځآي پرځاي سوي وه چي ددوي دمعلوماتولمخي یادتوکي غلاسوي وواوبیاهلمندولایت راوړل سوي ووچي دپولیسوله لوري ونیول سول .

په ورته وخت کي دغلاسووتوکوسره په تړاونیول سوي کس محمد خان وايي ده هیڅ ډول معلومات نه درلودل چي دغه توکي دي  دغلاوي هغه وايي ده له یوه بل کس څخه يي پيرلي دي.

خوپه دې اړه د غزني ولايت د پوهنې رئيس محمد عابد عابد دټلیفون پرکرښه شمشاتلویزیون ته وویل ياد شوي توكي په دوى پورې هیڅ ډول تړاونه لري اوله دوى سره تردې مهاله د بسكيټو،غوړيواوقرطاسيې په برخه كې د يونسف اوډبليواف پي لخوا مرستې ترسره سوي دي .


دیادوني وړده چي دغه ډول تورونه ډیری وختونه دپوهني په اداروباندي لګول کیږي چي دزدکوونکوخوراکي توکي .قرطاسیه . په بازارونوکي پلورل کیږي چي تراوسه يي په تړاووڅوک دقانون منګلوته نه دي سپارل سوی .

۱۳۹۲ آبان ۶, دوشنبه

هلمند: په روان کال کي په زرګونه کلیوګرامه نشيي توکي نیول سوي دي.

دنشيي توکوسره دمبارزي پولیسودروان کال دپیل څخه تراوسه په زرګونه کلیواګرامه نشیی توکي نیولي دي.
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتوامراحمدفوادعسکري وايي دیادونشيي توکوپه تړاویوشمیرکسان نیول سوي هم دي چي عدلي اوقضايي ارګانونوته يي سپارلي دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ مطبوعاتي امراحمدفوادعسکري وايي دروان کال په جریان کي تراوسه دنشيي توکورسره دمبارزي پولیسو۶۵۰۰ کلیوګرامه نشیي توکي. تاریاک. چرس .هیروین . اوکیمیایي موادنیولي دي .
دده په خبره چي په تړاويي ۳۸ تنه قاچاق وړونکي هم نیول سوي دي . 
دعسکري په خبره چي نیول سوي کسان يي دمحکمي لپاره عدلي اوقضايي ارګانونوته سپارلي دي.

نوموړي وویل دنیول سوکسانوسره يي ۶ عرادي موټراوپنځه عرادي موټرسیکلونه هم نیولي دي
که څه هم هلمندولایت دنشيي توکوپه کرکیله کي لومړی ځاي لري خوچارواکي یه دمخنیوي لپاره هروخت دجدي ګامونه دپورته کولوژمنه کوي چي کومه مثبته پایله يي نه ده لرلي .



هلمند: دبي کیفیته تیلودجوړه ولویوه فاریکه کشف اوعاملین يي ونیول سول.

راپور-۲۸-۱۰-۲۰۱۳
دهلمندولایت دملي امنیت لخوادبي کیفیته تیلودجوړه ولویوه فاریکه کشف اوعاملین يي ونیول سول.
ځايي چارواكي وايي چې په ياده سوې فابريكه كې له بيلابيلوخامو موادوڅخه تيل جوړيدل چې بيا وروسته بازارته دپلورلولپاره وړاندې کیدله .
په ورته وخت کي په دي ولايت كې موټرچلوونكي دولت پړبولي چي په دي ولایت کي د تيلوله ټيټ كيفيت اولوړوبيوڅخه يي هیڅ ډول څارنه نه ده کړي 

نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د والي وياند عمرځواك وايي چې دوه ورځې وړاندې په لښكرگاه ښاركې د ملي امنيت د کارکوونکولخوا هغه فابريكه كشف سوه چې په پټه يې له گچو،خاورو،تيزابواوگريسوڅخه ډيزلوته ورته تيل جوړول چې وروسته يې په اصلي تيلوگډول اوپه بازاركې يې په خلكوباندې پلورل.

د نوموړي په وينا چې په دې تړاويوتن هم نيول سوى چې دا مهال ترپلټنولاندې دى اوهمدا راز۵۹ بيلره بې كيفيته ډيزل،۱۲ بيلره تيزاب،۲۵۰ بيلره گريس يوخالي ټانكراوځينې نوروسايل هم له يادې سوې فابريكې څخه په لاس راوړل سوي دي .
په همدې حال كې په دې ولايت كې د انحصاراتوآمرحاجى شاولي وايي ددي ډول تيلوجوړول يوملي خيانت بولي اوغوښتنه كوي چې عاملينوته يې بايد سخته سزا وركړل سي.

د نوموړي په وينا چې دوى هروخت په هلمند كې ددې ډول تيلود مخنيوي په موخه څارنه كوي خودملي دامنیت له کاروونکوله هڅونه مننه کوي.
په ورته وخت کي يوشميرموټرچلوونكي وايي چې دبې كيفيته تيلواودلوړوبيوڅخه په خوراسختوستونزوکي راګیریوپه وینايي دولت يي دمخنیوي لپاره هیڅ ډول ګام نه دي پورته کړي .


د دوى په وينا چې دولت بايد دبي کیفیته تیلواوددهغودلوړوبیوپه مخنیوي کي پوره هلي څلي ترسره کړي اوعاملینوته يي دسختي سزاغوښتونکي هم دي .

۱۳۹۲ آبان ۱, چهارشنبه

هلمند;له یوي ځواني پیغلي اویوه ځوان هلک څخه سرونه غوڅ كړل سوي دي


راپور-۲۳-۱۰-۲۰۱۳
په هلمند كې له یوي ځواني پیغلي اویوه ځوان هلک څخه سرونه غوڅ كړل سوي دي
چارواكي وايي دغه پيښه دسه شنبې په ورځ د لښكرگاه د بولان په سيمه كې رامنځ ته سوې چې په ترڅ كې يې يوځوان هلك اويوه ځوانه نجلۍ د نامعلوموكسانولخوا له خپل كورڅخه ايستل سوي اوبيا په يوه هديره كې ترې سرونه پري سوي دي .
په ورته وخت کي دبشري حقونوخپلواک کمیسون چارواکي دغه پيښه په کلکوټوکودغندلوسره بیره زیاته وي چي د تيروكلونوپه پرتله سږكال ددې ډول پيښوکچه لوړه سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وايی وژل سوی ځوان دلښکرګاه ښاردبولان دسیمي اوسیدونکی اوژل سوي انجلۍ دناوي ولسوالي اوسیدونکي ده چي دوه ورځي وړاندي دوژل سوي هلک سره دخپل کوره څخه تښتیدلي وه .
دځواک په وينا چې ياد سوي كسان د سه شنبې په ورځ په بولان سيمه كې د ځوان له كورڅخه ايستل سوي اوسيمې ته نږدې د بشران په هديره كې ترې سرونه غوڅ كړل سوي اوعاملين يې په تيښته بريالي سوي دي.

بل پلودامنيه قوماندانۍ د مطبوعاتوآمراحمد فواد عسكري وايي هلک دهلمندواوانجلۍ  د فراه ولايت د بكوا د سيمې اوسيدونكې ده چې درى ورځې وړاندې له بكواڅخه لښكرگاه ته راتښتيدلي دي.
هغه وايي دسه شنبي په ورځ دنجلۍ دکورنۍ غړي دهلک کورته وره غلي څودهلک اونجلۍ نكاح سره وتړي خود لارې په اوږدوكې يې هغوى وژلي اومړي يې په سیمه کي غورځولي دي .
په ورته وخت کي د هلمندد بشري حقونود خپلواك كمسيون ځايي مسؤل محمد بلال صديقي دغه وژنه په کلکوټوکوسره غندي اووايي چې دوى ددې كال په اوږدوكې يوشميرقضيې ثبت كړې چي په زیاتیدوسره يي دوى انديښمن كړي دي.


دصدیقي په خبره پدي ولايت كې ددې ډول پيښولامل بيسوادي،د ډاډمن امنيت نشتوالى اوپه سیمه کي ناسم دودونه بولي اووايي چې بايد په دې برخه كې د عامه پوهاي پروگرامونوته په پراخه کچه پراختيا وركړل سي.

۱۳۹۲ مهر ۲۸, یکشنبه

هلمند:چارواکي وايي دکوکنارودکښت دمخنیوي لپاره پوره چمتوالۍ لرو

راپور-۲۰-۱۰-۲۰۱۳
په هلمند كې به د نيشه يي توكود كرد مخنيوي په برخه كې كوټلي گامونه واخیستل سي .
چارواکي یوځل بیاپه سیمه کي دکوکنارودکښت دمخنیوي خبرپه داسې حال كې ورکوي  چې اوس مهال په هلمند كې د كوكنارود كركيلې لپاره کرونده ګرپه پراخه کچه تیاري نیسي .خوچارواكي وايي وړاندې له دې چې کوکناروكرل سي دوى به يې پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي .
په همدې حال كې امنيتي چارواكي وايي دکوکنارودکرمخنیوی دکرونده ګروسره لازمي مرسته یاده وي  نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي محمدنعیم نعیم وايي كه څه هم اوس مهال په دې ولايت كې د كوكنارود كروخت رارسيدلى دوى هم پلان لري چي د ټولوامنيتي ځواكونوسره په همغږى د هغه كسانومخه په كلكه ونيسي چې غواړي په خپلوځمكوكې دكوكنارکښت وکړي .

دده په وينا چې له كروروسته ځكه د كوكناروپه وړاندې مبارزه ستونزمنه ده چې له یوي خواد دولت وسله وال مخالفين يې دفاع كوي اوله بلې خوا كروند گرهم نه غواړي  چې شنه سوي دکوکناروکښتونه يي له منځه يوړل سي.
په ورته وخت کي دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ دامنیت امرمل پاسوال جمعه ګل همت وايی که څه هم دوي دنوروامنیتي ځواکونوسره دکوکنارودکښت په لمنځه وړلوکي پوره چمتوالي لري خوپه وینايي پدي برخه کي پوره هڅوته اړیتاسته .

همت وايي ډیری كروند گروپه دي موخه ورسره دکوکنارودنه کرلوژمنه کړي چي دولت ورسره د كيمياوي سرو،اصلاح سويوتخمونواونورو كرنيزوتوكومرسته وكړي.
مسولین پداسي حال کي دکوکنارودکښتونودمخنیوي لپاره دپوره چمتوالي خبرورکوي چي پدي ولایت کي اوس مهال کرونده ګردکوکنارودکښتونولپاره دمځکوپه چمتوکولوبوخت دي .


۱۳۹۲ مهر ۲۷, شنبه

هلمند: ۲۱ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته

راپور٢٠١٣_١٠_١٩
دلوى اختر په ورځوکې دوسله والو طالبانو لخواپلان سوي حملي ټولي  شنډ سوي دي.
دغه څرګندوني دهلمند والي دشنبي په ورځ ديوې خبري ناستي پرمهال خبريالانو ته وکړي وويل چې په نادعلي،مارجي،سنګين او موسى کلا ولسواليو کې وسله والو طآلبانو داختر په ورځو دترهګريزو پيښو ترڅنګ،دماين دچاودنو او نورو امنيتي پيښو لپاره  پلانونه لرل چي پوليسو يې پرخپل وخت مخه ونیول نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي محمدنعیم دشنبي په ورځ ديوې خبري ناستي پرمهال خبريالانو ته وويل وسله والو طالبانو داختر دمراسيمو پرمهال په بيلابيلو سيموکې دامنيتي پيښو درامنځته کيدوپه موخه پلانونه جوړ کړي ووچي امنیتي ځوکونويه پلانونه شنډاوورته یه درنه مرګ ژوبله اړولي ده .
دوالي په وینادیوه طالب قوماندان ملامالک په ګډون یویشت تنه دمخامخ جګړي اودایساف په هوايي بریدکي وژل سوي دي چي د۱۱وسله والومړي په سیمه پاته سوي دي .

نوموړي وويل  وسله والو طالبانو غوښتل د نادعلي ولسوالۍدترخه ناور په سيمه کې ديوې پوستي پولیس مسمون اوبيايې ووژني، خو پوليسو له وړاندي خبر او په ترڅ کې يې اته تنه وژل سوي او دري نوريي ژوندي هم نيولي  سوي دي.
والي دغه  راز وويل دجمعي په ورځ  په نوزاد ولسوالۍ کې هم يوه ماين په چاودنه کې يو نارينه  او يوه ميرمنه وژل سوي دي.
بل خوا دوسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايې په سنګين او نوزاد ولسواليوکې يې دماين په چاودونو او وسله بردونه کې يو شمير کورني سرتيري وژلي دي.


۱۳۹۲ مهر ۲۱, یکشنبه

هلمند: پرموسي کلاولسوالي وسلوالوبریدونه زیات کړي دي .

راپور-۱۳-۱۰-۲۰۱۳
چارواكي وايي د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې يې وسلوال طالبان له ماتې سره مخ كړي دي
په موسي کلا ولسوالۍ كې وروسته له هغه د دولت د وسله والومخالفينولخوا وسله وال بريدونه زیات سوي چې څه موده وړاندې د سنگين له ساروان كلا سيمې څخه په شا سوله.
چارواكي وايي په موسى كلا ولسوالۍ كې يې هم مخالفين نه یوازي له ماتي سره مخ کړي بلکي هغویوته مرګ ژوبله هم اړولي ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي 
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمرمل پاسوال جمعه گل همت وايي چې د سنگين ولسوالي له جگړې وروسته وسله والوطالبانوپه موسى كلا ولسوالۍ كې د نا امنيود رامنځ ته كولوهڅه وکړه چې په دې لړكې يې د يكشنبې په شپه ددې ولسوالۍ پرڅوامنيتي پوستووسله وال بريدونه كړي چې دپولیسوله سخت غبرگون سره مخ سوي دي.
دهمت په وینا په همدې بریدکي شپږتنه وسله وال طالبان وژل سوي اوپنځه ميله وسلې يې پولیسوته په لاس ورغلي دي .
 دهمت............کلیپ
په همدې حال كې په دې ولايت كې د ملي اردود دريمې پلې لوا قوماندان جنرال محمد نسيم وايي چې په دې وروستيوكې يې په نادعلي ولسوالۍ كې د وسله والوطالبانوهغه زندان مات كړى چې ۷ تنه ولسي وگړي يې له دولت سره د همكارۍ په توربنديان كړي وو.
د نوموړي په وينا چې په ياد سوي زندان كې راخوشي سوي كسان ۱۲ ورځې ساتل سوي ووچې د دوى لخوا ورباندې د يوه استخباراتي راپورپه اساس عمليات ترسره اوپه پایله کي یه یادکسان ددوله منګلوڅخه خلاص کړل .


هلمند:برتانوي ځواكونه پلان لري چې افغان ملي اردوپه روزنه كې پراخه ونډه واخلي

راپور-۱۲-۱۰-۲۰۱۳
برتانوي ځواكونه پلان لري چې په هلمند كې د افغان ملي اردوپه روزنه كې پراخه ونډه واخلي
د هلمند په ښوراب پوځي اډه كې د ملي اردو د روزنيزمركزبهرني روزونکي وايي چې د افغان ځواكونود روزنې لړى به پخپله د افغان روزونكولخوا مخ ته وړل كيږي خودوى په ځينوبرخوكې خپلومرستوته دوام وركوي.
ددوي په خبره چې د روزنې په دې لړۍ كې به ځانگړي مهارتونه افغان سرتيروته د برتانوي شاهي كنډك اود امريكا سمندري ځواكونود روزونكواوځينوملكي مامورينولخوا ښودل كيږي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي 
د شوراب په پوځي اډه كې د ملي اردود روزنيزمركزبهرنى قوماندان جيمزپينلم وايي چې دوى په نوموړي مركزكې د افغان سرتيرولپاره اوه پراگرامونه د پياده سرتيرواو لس پروگرامونه يې د جنگي خد متونولپاره په لاره اچولي چې دا لړى د بهرنيوروزونكود سل كسيزې ډلې لخوا پرمخ وړل كيږي.
د نوموړي په وينا چې ياد سوى پروگرام د يوه ښوونځي په ډول د افغان سرتيرولپاره په لاره اچول سوى چې په ترسره كولوسره به يې افغان سرتيري ددې وړتيا خپله كړي چې هرډول عمليات به په يوازې توگه پرمخ بيايي.
دجیمز............کلیپ
د جيمزكليپ)) لكه څنګه چې له وړاندې په ډاگه شوې چې له دې وروسته به افغان ملي ځواكونو ته د دوى لخوا روزنه وركول كيږي، په داسې حال كې چې وړاندې د ايساف ځواكونو له لوري وركول كيدله ، خو د ايساف همكاري به د افغان ملي ځواكونو د روزنې د څارپه برخه كې به خپلي همكارى ته دوام وركړي.
د نوموړي په وينا چې د سكاټلند شاهي كنډك څلورمې لوا له وړاندې په دې برخه كې گامونه پورته كړي اوڅه موده وړاندې يې دا لړى په عملي ډول د افغان سرتيرولپاره پيل كړې ده.

دا په داسې حال كې ده چې د نوموړي مركزچارې تيركال په رسمي توگه افغان روزونكوته وسپارل سوې چې د مسؤلينوپه وينا نوموړى مركزد هيواد په كچه د روزنې په برخه كې لومړى نوم لري چې د تيرودريوكلونوپه موده كې يې زرگونه افغان سرتيري روزلي اودندوته ليږلي دي.

۱۳۹۲ مهر ۱۶, سه‌شنبه

هلمند:موټربم چاودني اوه کسانوته مرګ ژوبله واړول .

2013..oct...9
هلمند:موټربم چاودني اوه کسانوته مرګ ژوبله واړول
نن سهارشاخوانهه بجي دښوراب پوځی هډي ته څیرمه دواشیرولسوالي دملي پولیسوپررینجرموټردیوه موتربم چاودني له امله دري ملي پولیس وژل سوي دي .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ یوه امنیتي سرچینه دنوم دنه ښودلوپه شرط وايي په بریدکي دواشیرولسوالی دیوي امنیتي پوستي قوماندان رحمت الله ددوونورملي پولیسوسره یوځاي وژل سوي دي . خودټپیانوپه اړه څه نه وايي
دسرچیني دمعلوماتولمخي پدي بریدکي څلورملکي کسان  ټپي سوي هم دي .

خوتراوسه ددي بریدپړه کومي ډلي پرغاړه نه ده اخیستي  

۱۳۹۲ مهر ۱۵, دوشنبه

هلمند : ترسلوزيات پوليس افسران له مسلكي زده كړو وروسته فارغ سول

راپور-۷-۱۰-۲۰۱۳
په هلمند كې ترسلوزيات پوليس افسران له مسلكي زده كړو وروسته فارغ سول
په لښكرگاه كې د پوليسود روزنيزمركزچارواكي وايي چې يادوسويوكسانوته چې د هلمند اونيمروز ولايتونواړوند دي د شپږمياشتوپه موده كې د پوځي زدکړوترڅنګ په بيلابيلې برخوکي ورته زده كړې وركول سوي دي .
په همدې  حال كې يوشميرفارغ سوي ساترمنان وايي له کومه وخته چي د كورنيوښوونکولخوا روزنه وركول سوې د دندوپرمهال له هیڅ ډول ننگونوسره نه دي مخ سوي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دغه ۱۱۹ تنه افسران چې پکښي سرحدي اوملي پوليس شامل دي د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې فارغه سول.
په لښكرگاه كې د پوليسود روزنيزمركزقوماندان سمونمل عبدالمحمد ظفرخيل وايي چې يادوسويوكسانوته د تيروشپږومياشتوپه موده كې حقوقي،له خلكوسره دښه چلند،پوځي،روغتيايي اونوروبرخوكې د كورنيوښوونكولخوا روزنه وركول سوې چې په همدې ورځ ورته فراغت ليكونه وركول سول. 

هغه وايي چې دغه مركزپه ۱۳۸۸ لمريزكال كې جوړسوى چې تردا مهاله يي  تراته زره زيات پوليس اوافسران فارغ اوخپلودندوته استول سوي دي .
په همدې حال كې يوشميرفارغ سوي افسران وايي اوس مهال يې هغه زده كړې ترلاسه كړې چې بيله بهرنيانوهم كولۍ سي په ستونزمنوحالاتوكې خپلې دندې په ښه ډول پرمخ بوزي هیڅ کومه ستونزه نلري .


ددوي په ویناکه څه هم وړاندي تردي دیوډول ستونزوسره مخ وه خودیادوشپږومیاشتنیوده زدكړوپه مټ یه په مسلكي برخه كې ډيرې ستونزې لمنځه تللي دي .

۱۳۹۲ مهر ۱۴, یکشنبه

هلمند: په ناوي ولسوالي کي دیوه ښونځۍ دودانۍ دبنسټ ډبره کښیښودل سوه

راپور-۶-۱۰-۲۰۱۳
د هلمند دناوې ولسوالۍ دګوهرګین په سیمه كې د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره كښيښودل سوه
دهلمند د پوهنې چارواكي وايي چې ياده سوې ودانۍ د پوهنې وزارت اړوند د پوهنې د كيفيت د لوړولود ملي پروگرام لخوا د نړويوال بانك په مالي مرسته په راتلونكواتومياشتوكې جوړيږي چې چاري یه ديكشنبې په ورځ پیل سوي .
چارواکي وايي هڅه به وکي چي ددي ولایت دمسلکي ښوونکودکموالي هغه لویه سونزه هم دخپلوهڅوپه جریان کي راکمه کړي .
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي 
دهلمندولایت دپوهني ریس عبدالمتین جعفروايي دغ هودانۍ چي په شاوخوایونیم جریب ځمکه کي د۹۹ زره امریکايی ډالروپه لګښت به دراتلونکواتومیاشتوپه موده کي به يي چاربشپړي سي چي لس درسي خوني .دواداري خوني .لابراتواراونوري داړتیاوړاسانتیاوي به هم ولري .
دجعفرپه ویناچي وړاندي تردي دوناوي ولسوالي دګوهرګین دسیمي زده کوونکوخپلي زدکړي ترشنه اسمان لاندي پرمخ وړلي چي ددي ودانۍ په جوړیدوسره به يي درسي بهیرهم وده وکړي .

هغه وايي په دغه ښوونځي کي به پنځه سوه رده کوونکي زدکړي کوي اوددوي هڅه داده چي ټولي هغه ښوونځي چي ودانۍ نلري ورته ترخپله وسه پوري ودانۍ جوړي اودزدکوونکي دځاي ستونزي حل کړي .
په ورته وخت کي دیادي سیمي خلک که څه هم دښوونۍ په جوړیدوخوښ دي خوزیاته وي چي دولت دي ددي ولسوالي ټولوسیموته په هره برخه کي پوره پاملرنه وکړي .

باید وویل سي په هلمندکي ۳۷۵ ښونځي دي چي له جملي څخه يي ۲۱۰ فعالي او۱۶۵ ته يي غیري فعالي دي چي ۱۰۸ ښوونځۍ یه دامهال ودانۍ لري او۱۰۲ ښونځي لااوس هم ودانۍ نلري چي زدکوونکي ترشنه اسمان لاندي په یخه اوګرمه هواکي خپلي زکړي کوي .