۱۳۹۳ شهریور ۸, شنبه

دهلمند دسنګین روانه جګړه دموسي کلاسربیره جنوبي ولسولیوګرمسیراوخانشین ته هم اوږده سوله


راپور---۲۰۱۴—۸—۳۰—
دهلمند دسنګین روانه جګړه دموسي کلاسربیره جنوبي ولسولیوګرمسیراوخانشین ته هم اوږده سوله .
چارواکې وایې دوسله والوطالبانوموخه دسنګین ولسوالۍ نیول کیدل دي نوله همدې امله یې پریوشمیرنوروولسوالیوهم بریدونه پیل کړي دي چې دوی هم ورته امادګې نیولې .
پرهمدي مهال چارواکوپه ګرمسیراوخانشین ولسوالیوکې دڅلورورځنیوعملیاتوپه دوام دلسګونه وسله والودمرګ ژوبلې ادعاکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
دهلمندپرموسي کلاولسوالۍ دجمعي په ورځ یوځل بیاوسله والوطالبانوبریدونه پیل کړي والي محمد نعیم دشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل امنیتي ځواکونویه په وړاندي کلک مقاومت ښودلی دی خوزیاته وي وسله وال هڅه کوي چې سنګین ولسوالۍ ترخپلي ولکې لاندي راولي چې له امله يې شاه خوا ۳۰۰ وسله والودګرمسیراوخانشین ولسوالیوپه مربوطاتوکې ځای پرځای اودپراخ بریدلپاره یې پلان درلودچې دامنیتي ځواکونوله لوري پرې چاڼیزعملیات ترسره اوتراوسه یې ۷۰ تنه وسله وال طالبان وژلي دي .
والي وایې دهلمندجګړه دنوروولایتونوڅخه ځکه توپیرلري چې دلته دوی سره دمافیایې کړیوپراخ مالي ملاتړاودوسله والوسوړتبلیغاتي جنګ پرمخ وړل یې لامیلونه په ګوته کوي .
پرهمدي مهال په هلمندکې دملي اردو۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان تورنجنرال سیدملوک وایې دسنګین دجګړې دوامداره کیدل له څلوروخواوڅخه پریادي ولسوالۍ دلارې خلاسیدل په ګوته کوي چې له امله یې وسله وال په اسانۍ سره خپل اکمالات اوپه ډاډه زړه تګ اوراتګ پري کوي .

هغه وایې په سنګین کې وسله وال دملکې کسانودکورنوڅخه په ګټه پورته کولویې دوی ته هم ننګونې پیداکړي دي .
خوتراوسه هم په ګرمسیراوخانشین ولسوالیوکې دوسله والوطالبانودوژل کیدوپه اړه دوی څه ندي ویلې
د سنگين جگړه چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې راپیل سوه دناامنیوله امله  زرگونه كورنۍ بيځايه اود بيړنيومرستوپه تمه شپې ورځې تيروي چې لاهم ورسره هغه ډول مرسته نده ترسره سوي چې اړتیاده .

۱۳۹۳ شهریور ۶, پنجشنبه

هندوان اوسکان :دولایتي ادارې دنه پاملرنې له امله ډیری کورنۍ نوروولایتونوته کډه سوي دي .


 
راپور—۲۰۱۴—۸—۲۸--
دهلمند دولایتې ادارې دنه پاملرنې له امله دهندوانواوسکانوډیری کورنۍ نوروولایتونوته کډه سوي دي .
په لښکرګاه ښارکې میشت هندوان اوسکان وایې دمړودسوځولودځای نه درلودل ، دیوشمیرکسانوله لوري په یوه اوبله نامه ځورول اوسپکې سپوري ورته ویل یې هغه ستونزي دي چې له امله یې ډیری کورنۍ کډه کولوته اړیستې دي .
چارواکې هم دغه ستونزه نه ردوي خوژمنه کوي چې دلري کولولپاره به یې ډیرژره لاس په کارسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په لښکره ګاه ښارکې میشت دګوتوپه شماردهندووانواوسکانوکورنیودولتي چارواکې یوځل بیاله دوی سره دموراومیری په چلندکولوتورن کړه .
دوی وایې کلونه وړاندي یه ددولت څخه دهټیولپاره دځمکې غوښتنه کړې وه چې تردی مهاله دلښکرګاه ښاروالۍ له لورې یوازي کاغذونه دسندونوپه توګه ورکول سوي خوتراوسه یې هم نه مځکه ورکړي اونه هم دوی له یادوستونزوڅخه ژغورل سوي دي .
دوی زیاته وي دمړودسوځولولپاره مشخصه سیمه ، په ښاراونوروسیموکې یه ماشومانوته په یوه اوبل نامه سپکې سپورویل کیدل یې بله لویه ننګونه ده .

ددوى په ويناوړاندې تردي په هلمند كې ۸۰ كورنيوهندوانواوسكانوژونددرلود خودیادوستونزواود چارواكود نه پاملرنې له امله يې ۴۰ كورنۍ له دې ولایت څخه نوروسيموته کډه سوي دي او وایې که دغه لړۍ دوامداره سي ښايي نورې كورنۍ هم كډوالۍ ته اړې سي .
پرهمدي مهال دهلمنددوالي ویاندعمرځواک دهندوانواوسکانودکورنیوستونزي منې اوزیاته وي دښاروالۍ په برخه کې یه ستونزه حل سوې اودنوروستونزودحل په موخه به یې جدي پلټني وکړي

وړاندي تردي هم یادوکورنیودخپلوستونزودحل په موخه خپل ږغ پورته کړچې دوخت چارواکویه پرهم هغه مهال ډیرژرستونزوته دپای ټکی کښیښودخواوس مهال یوځل بیایادي کورنۍ ددولت دنه پاملرنې له امله دځان پروړاندي دجدي ستونزویاده ونه کوي .

۱۳۹۳ شهریور ۵, چهارشنبه

په بلخ کې دشمشادتلویزیون پرتخنیکې وسایلوبریددبیان پرازادې بریددی .


راپور—۲۰۱۴—۸—۲۷—
په بلخ کې دشمشادتلویزیون پرتخنیکې وسایلوبریددبیان پرازادې بریددی .
دهلمنددخپلواکوژورنالستانوټولنه په مزاره کې دشمشادتلویزیون دتخنیکې وسایلوپرسوځول کیدودبیان دازادۍ دلنځه تلوپه معني بولې اودافغان دولت څخه یې دعاملینودنیول کیدودرسنیواوژورنالیتانودخوندیتوب غوښتنه کوي .
دوی زیاته وي شمشادیوازینی تلویزیون دي چې په تیرود۱۳ کلونوکې یه دافغانانوهرډول ستونزوته دخپلوخپرونواوخبرونوپهمټدحللارېچارېلټولېدياودیوشمیرهغه کسانونارواکړنې یه هم په ګوته کړي دي چې له امله یې اوس مهال په دغه کړنولاس پورکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دازادوژورنالستانودټولنې غړواومدنې فعالینوپه مزاره کې دشمشادتلویزیون دتخنیکې وسایلوسوځول په کلکوټودغندلوترڅنګ يې دغه کاردبیان دازادۍ په وړاندي یوترټولولوی ګزاروباله اودافغان دولت درسنیواوژرنالستانوددفاع اوملاتړواداروڅخه یې جدي غوښتنه وکړه ترڅویاده مسله و څیړل سې اوعاملینوته یې علینې سزاورکول سي .
دوی زیاته وي که افغان دولت اواړونده ادارۍ پدغه برخه کې چوپه خوله پاته سي نویوپه بل پسي به دنورورسنیوسره هم دغه ډول غیري قانون کړنه ترسره سي .

په ورته وخت کې دهلمند دازادوژورنالستانودټولني مشرزین الله ستانکزی وایې که افغان دولت اواړونده ادارۍ په دغه برخه کې بي تفاوته پاته سي دابه په تیر۱۳ کلونوکې دافغان دولت درسنیواوژورنالستانودملاتړواوفاع داداروترټوله لویه جفااونه هیریدونکی ظلم وي هغه دیادي قضیې دعاملینودژرنیول کیدوغوښتنه هم وکړه .

شمشادتلویزیون له تیرو۸ کلوراهیسې په خپل فعالیت پیل کړی دی چې دافغانستان سربیره دنړۍ په  ۵۲ هیوادونوکې نشرات لري چې دافغانستان ټول قومي، سيمه ايز،ژبني عقيدوي ارزښتونوته په پوره پام کې دنیول کیدوترڅنګ یې د لرواو برد پښتون د یو والي کیدوهځې یه دیادولودي .

۱۳۹۳ شهریور ۴, سه‌شنبه

دسنګین اویدونکې : که دولت امنیت نسیې راویستلای سیمه دي وسله والوته پریږدي .




راپور—۲۰۱۴—۸---۲۶--
دسنګین ولسوالۍ دتازه جګړوځپل سوي کورنیوغړي وایې که دولت په یاده ولسوالۍ کې امنیت نسي راویستلای نوسیمه ده وسله والوته په واکې ورکړي ترڅوله روانومرګ ژوبلونه راوګرځې .

دغه اوسیدونکې وایې به تیرودریووروځوراهیسې ډيری ملکې کسانوته مرګ ژوبله هم اوښتې ده خودولت دیادي ولسوالۍ دخوندي ساتلولپاره هیڅ ګام ندي پورته کړی اوډیری سیمي یه هم وسله والوپه خپل واکې اخیتسې دي .

خودامنیه قوماندانۍ چارواکې دځینوسیمودپریښوولوپخلی کوي خوزیاته وي هغه یې هم دجنګې تاکتیکونوله وجې اوډيرژربه یې یوځل بیادوسله والودولکې نه وباسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دسنګین ولسوالۍ یوشمیراوسیدونکې چې دتازه ناامنیوله امله لښکرګاه ښارته راغلې خبریالانوته وویل په سمیه کې ناامنې ورځ تربلې زیاتیږي اودامهال ډیری سیمي دوسله والوپه ولکه کې  دي خودولتي چارواکویه دبیانیول کیدولپاره هیڅ ګام ندي پورته کړي

 چي دروانوجګړوله امله ډیری ملکې کسان دامهال په سمیه کې وژل سوي اویاهم ټپیان دي خودرایستلوهیڅ لاره نلري .

دوی ګواښ کوي که یه دولت په سیمه کې روان حالت ته بدلون ورنکړي اویایه هم ږغ لوړپوړي چارواکې وانه ورې دوی به په پراخولاریونونولاس پوري کړي
په ورته وخت کې دامنیه قوماندانۍ دجنایې څیړنورئیس مل پاسوال محمدزی رحمتي دامنې چې یوشمیرسیمې یه وسله والوته پرایښې

خوزیاته وې دیوه تکتیک لمخې یه داغه کارکړی اوډیرژربه یادي سیمې یوځل بیادوسله والوله منګلوخلاصي کړي .

د سنگين ولسوالۍ جگړه چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې پيل سوې د سيمې د اوسيدونكوپه وينا تردې مهاله پكې ټول ۱۴۰۰ تنووسله والو،ملكي وگړواوامنيتي ځواكونوته مرگ ژوبله اوښتې ده.

۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

دهلمند دسرحدونواوقبایلوچارودریاست ودانۍ ګټې اخیتسنې ته وسپارل سوه.


راپور-۲۵-۸-۲۰۱۴
دهلمند دسرحدونواوقبایلوچارودریاست ودانۍ ګټې اخیتسنې ته وسپارل سوه.
چارواکې دغه ودانې چې په څه کم ۱۲ ملیونه افغانیوپه لګښت جوړه سوې ده اوهغه ټول ستونزي به یې  لمنځه لري کوم چې په تیرو۱۳ کلونوکې ورسره لاس اوګریوان وه .
دوی وایې یاده ودانۍ دسرحدونواوقبایلوچارودوزارت دپرمختیایې بودیجې په مالي مرسته په پاخه اوساسي توګه جوړه سوې ده 
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دسرحدونواوقبایلوچارورئیس محمدقاسم نورزي ددوشنبې په ورځ دنوي ودانۍ دګټې اخیستنې پرمهال وویل دغه ودانۍ چې په دوه پوړه کې جوړه سوې  ۱۲ اداري خونې دغونډوتالاراوټولې اسانتیاوې یې هم په پام کې نیول سوې دي چې دیوه کال په موده کې دیاوزارت دپرمختیایې بودیجې څخه دڅه کم  ۱۲ ملیونه افغایوپه لښګت په یوه جریب مځکه کې جوړه سوې .
نورزی وایې داچې وړاندي تردې دوی خپلې ادارې چارې په یوه شخصي کورکې پرمخ وړلې نوله امله یې له ګڼووستونزوسره هم مخامخ  وه چې وروسته له دې به یې پراته خنډونه ټول لرې اوپه کارونوکې به لانورپرمختګ هم رامنځته سي.
نوموړي ژمنه وکړه چې نوربه هم په دې ولايت کې دقومونوترمنځ يووالى ټينگ اوشته خپل منځې ستونزې به هم له منځه يوسي.
هغه وایې دوی یوشمیرداسي قضیې هم حل کړي دي چې دقومونوترمنځ په یوه لوی ناورین بدلیدالای سوې اوهمدارنګه یوشمیرهغه قضیوته یې هم دحل لارې چارې لټولې دي چې اوس مهال ددې ولایت په لري پرتوناامنوسیموکې موجودي دي .
دسرحدونواوقبایلوچارودریاست ودانۍ  په داسې حال كې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي چې لاهم په دې ولايت كې ډیری دولتي ادارې په تيرو۱۳ كلونوكې په دې نه دي توانيدلي چې د اداري چارودلاښه پرمختګ لپاره ځانگړې ودانۍ ولرې اوخپلوچاروته دښه پرمخ وړلوترڅنګ دخلکوپه ستونزوکې هم کموالی راولې .

۱۳۹۳ شهریور ۲, یکشنبه

چارواکې : پرسنګین ولسوالۍ اله تیرو دو ورځوراهیسي یوځل بیا دوسله والوبریدونه ډیرکړي دي .


راپور—۲۰۱۴—۸—۲۴—
له تیرودوورځوراهیسې پرسنګین ولسوالۍ دوسله والوطالبانوبریدونوخورازوراخیستی .
دکورنیوچارودوزارت چارواکې وایې داځل پاکستان دهلمندپه کچه دوسله والوطالبانومحلي قوماندان په زوره جګړه کولوته اړیستې دي چې له امله یې ددوروځوراهیسې یوځل بیادقمربندپرامنیتي پوستوپراخې حملې دوام لري .
امنیه قوماندان هم دوسله والودبیاپراخوحملوخبره منې خووایې که څه پروړاندي یوډول ستونزي لري خووایې دوی هم پوره اماده ګې نیولې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 له څوورځوځنډوروسته دهلمند دسنګین ولسوالۍ یوځل بیا دوسله والودپراخوبریدونولاندي راغله .
دکورنیوچادوزارت دځانګړوپولیسومشرپاسوال اسدالله شیرزادچې دسنګین ولسوالۍ دنوې جګړې لومړۍ کرښي ته وران ووشمشادتلویزیون په خبروکې  وویل داځل پاکستان په هلمندکې دوسله والوطالبانوسیمه ییزقوماندان په زوره اړیستلې دي ترڅوپه یاده ولسوالۍ کې پراخې حملي وکړي اووروسته ګاونډي ولسوالیوته هم ناامنې وغځوي .
هغه وایې که څه هم وسله والوداځل خپل بریدونه دیوه منظم تشکیل لمخې په لاره اچولې اوغواړې داځل سنګین ولسوالۍ ترخپلي ولکې لاندي راولې خودوی هم داولسوالۍ په هیڅ قمت له لاسه نه ورکوي .

نوموړي یوځل بیاپه هلمندکې جګړه دپاکستان دلاس پوڅوترمشرۍ لانده وه بلله .
پرهمدي مهال دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت دشمشادتلویزیون سره دخپروپرمهال که څه هم دسنګین ولسوالۍ جګړه یوه عاده جګړه نه بلکې دسیمي په کچه یوه پلان سوې روانه غمیزه بولې خونوموړی دمرکزي دولت اونړیوالې ټولنې څخه په جدي توګه دامنیتي ځواکونوپه واکې ددرنووسلوموهیماتودورکړي ترڅنګ دهغویوسره دوپوره مرستې غوښتنه هم وکړه ترڅویاده ولسوالۍ له دغه روان ناورین څخه راوه باسي .

خوتراوسه هم دنوونښتودمرګ ژوبلوپه اړه دواړولوروڅه ندي ویلې .
پرسنګین ولسوالۍ یوواربیادروانودرنوجګړوخبرپداسي حال کې ورکول کیږي چې پدې ولایت کې ناامنې ورځ تربلې دپرمختګ په حال کې ده ددې ولایت اوسیدونکې چې نوردخپل مرکزي ادارې باندی  پوره بي باوره سوي وایې پرهلمند درواني غمیزي بیاراتګ دمرکزي دولت دنه پاملرنې اوپه دغه برخه کې دکورنیواودفاع وزاتونودناسمي رهبرۍ له امله بولې دوی همدارازپرافغان ولسمشراوایساف ځواکونوهم ږغ کوي ترڅوهلمندوال له روانوناخوالواوناامنیوله جدي ګواښ څخه وژغورې .

۱۳۹۳ شهریور ۱, شنبه

نیازۍ : دتیرکال په پرتله دښخوپروړاندي دحقوقي قضیوکچه لوړه سوې ده .


 
راپور-۲۳-۸-۲۰۱۴
په هلمندکې دښخوپروړاندي دحقوقي قضیوکچه دتیرکال په پرتله لوړه سوې ده .
دښځودریاست چارواکې وایې دوران کال دپیل څخه تراوسه له دوي سره لسګونه قضیې ثبت سوي دي چې ځینوته دحل لاره لټول اویوشمیریې قضایې اداروته دحل په موخه لیږلې هم دي .
دوی وایې هڅه کوي چې دروزنیزوپرواګراموله لاري ښځي مسلکې کړي اوبیاله دغه لارې خپل فامیل ته حلاله نفقه هم په لاس راوړي .
غونډيته زموږهمکارسردارمحمد سروري ورغلی اودغه راپوره یې چمتوکړی دی .
دهلمنددښځودچارورئیسه جمیله نیازی وایې دروان کال په اوږدوکې په دې ولایت کې دښځوپه برخه کې دحقوقي قضیوکچه دتیرکال په پرتله ډیره سوې ده اوتردې مهاله له دوی سره ۲۵ قضیې ثبت سوي دي .
هغه وایې دغه قضیې دکورني تاوتریخوالې ، دکورونوڅخه دتیښتې ، وهل ټکول اوپه نوروبرخوکې ثبت سوي دي چې یوشمیریې دوی حل کړي اوياته یې دحل په موخه قضایې اداروته سپارلې ترڅوورته یوه دایمې دحل لاره ولټول سي .
نیازۍ  دیادوقضیولاملونه دنارینه اوښځولپاره دکارنشتوالی ، اوبیوزلي په ګوته کوي خوپدغه برخه کې له دولتي اداروڅخه دمرستې اوپام اړولوغوښتنه هم کوي .

هغه وایې دوی په هلمندکې دښځوداقتصادي ودي لپاره یې دخیراداروپه مالي مرسته دکالي ګنډلو،اواوبدلوترڅنګ په نوروبرخوکې هم یوشمیرپورژي پلې کړې دي اواوس مهال دکلیوپراختیادریاست اړوندملي ثبات دپروګرام له لوري څلورپروژې په دغه برخه ورکول سوي هم دي چې په هرځل ۵۰ تنوښځوته مسلکي زدکړې اوهم یوه اندازه پیسې ورکول کیږي .
پرهمدي مهال دهلمنددوالي مرستیال احمدمسعودبختوردیادومرسته کوونکواداروکارونه پیکه وبلل اوغوښتنه یې وکړه چې یادي ادارې  باید دښځولپاره پرمختيايي پروگرامونه ولسواليواوليرې پرتوسيموته وغځوي ترڅوكليوالې ښځې هم په ټولنيزوچاروكې فعاله ونډه واخلي ترڅوداقتصادي ستونزوڅخه وژغورل سي .

یاده دي وي چې په دې ولايت كې دویل سوستونزوترڅنگ د نيشه يي توكواستعمال اوكركيله بله هغه لویه ننگونه ده چې ډيرى ښځې په دغه برخه کې ترې رنځ وړي خودساسي حل لپاره تراوسه هم مثبت ګام ندي پورته سوی چې لمخې یې پراته خنډونه لمنځه یوړل سي .

۱۳۹۳ مرداد ۳۱, جمعه

والي : دپاکستان هیوادمداخیلواولاس وهنوله امله په هلمندکې ناامنۍ ډیري سوي .


راپور—۲۰۱۴—۸—۲۲-
دپاکستان هیوادمداخیلواوپراخولاس وهنوله امله په افغانستان اوپه ځانګړي توګه په هلمندکې ناامنې ډیري سوي .
که څه هم چارواکې تل دافغانستان اودهلمندپه ناامنیوکې خپل سیال اودګاونډي هیوادپاکستان څارګره اداره شکیله بولې خوله تیرو۱۳ کلونوپه تیریدوبیاهم دافغان لورې ورته دووروراویوښه همسایه په ویلوسربیره هغویوپه دغه خاوره کې دهیڅ رازمداخیلو نه پشاسوی ندی اواوس هم دهلمندسربیره دهیوادپه یوشمیرولایتونوکې دچارواکوپه خبره لاس وهنې کوي خودمخنیوې په هکله یې هیڅ ونه سوه .
چارواکې همدارازددغولاس وهنودحل یوازنۍ لاره دافغان وسله والوپوځ پیاوړي کول بولې .
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکاارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي محمد نعیم دشمشادتلیوزیون سره په مرکه کې یوځل بیادهلمندپه ناامنیوکې دافغا نستان سیالااودګاونډي ملک پاکستان څارګره اداره په افغاني چاروکې په پراخولاس وهنوتورنه کړه .
هغه وایې دوی داسي کره شوادهداواسنادپه لاس کې لري چې لمخې یه دپاکستان پنجابي ملیشي دوسله والوطالبانوسره اوږه پراوږه دافغانستان په خاوره کې دناامنیودډيریدوپه موخه جنګیږي اوان داچې ډیری وختونه دجګړومشرې هم ددوی په واکي وي اوهڅه کوي خپل موخوته له دغه لارې ځان ورسوي خودهغویودموخوپه اړه هلمندوالي څه ونه ویل .

پرهمدي مهال دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت دشمشادتلویزیون سره په مرکه کې شته ناخوالې اودګاونډي هیوادلاس وهنې منې اوله دغه ډول ستونزوڅخه دخلاصون لاره دافغان وسله وال پوځ پیاوړي کول ، هغویوته په واکې ددرنووسلوورکول ، هوایې ځواک په پرخپلوپښودرول اودیته ورته په نوروپوځي برخوکې شته ټولې ناخوالې لرې کول یې اساسي حل بولې .
نوموړی وایې که مرکزي دولت خپلوځواکونوته داړیتاوړټول پوځي وسایل په واکي ورکړي اوپراته خنډونه لمخې لري کړي لري نه ده چې دهلمندترڅنګ به ټول هغه ناامنه ولایتونه چې دم ګړی له دغه ډول ستونزوسره لاس اوګریوان دي خلاصون ومومي .
که څه هم دهیواددارګ ،دکورنیوملي دفاع وزارتونو،دملي امنیت عمومي ریاست ، پارلمان اودسناغړو،دهیواد یوشمیروزیرانووالیانواامنیه قوماندانوپه وار وارپه افغانستان کې ناامنې دخپل ګاونډي هیوادپاکستان څخه بولې خوله تیري یوې لسیزي راهیسي په دغه برخه کې ناخوالې پرخپل ځای دی او اوس هم دهلمند،کندهار، کندوز، لوګر،نورستان ،ننګرهار،اوکنړ، ترڅنګ په یوشمیرنوروولایتونوکې دناامنېوډيریدل پرپاکستان وراچول کیږي خومرکزي دولت یې داساسي حل دمخنیوي په موخه  تراوسه هم داسي څه ندي کړي چې دچارواکوترڅنګ دي عام ولس ته دمنلووړوي .

۱۳۹۳ مرداد ۲۹, چهارشنبه

شیرزاد: دپولیسودافسرانوسره دفوق العاده ترفیع ګانوژمنه وکړه .


 
راپور—۲۰۱۴—۸—۲۰—
دکورنیوچاروزت چارواکوژمنه وکړه چې دپولیسوافسرانوته به فوق العاده ترفیع ګانې ځکه ورکوي چې دجنګ په لومړی کرښه کې قرارلري .

دکورنیوچارودوزات دځانګړوپولیسومشردغه څرګندونې دهیواددبیرته اخیستلود ۹۵ کلیزې په ویاړدیوشمیرپولیسوافسرانوته دستاینلیکونودورکولوپرمهال وکړې .

خوبلخواامنیتي مسولین وایې په پوره میړانه یې دهلمندڅخه ساتنه کړې اولابه هم دغه سرښندنوته دوام ورکوي اوهلمندي اوسیدونکوته به دښه ژوندزمینه برابره وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکورنیوچارودوزارت ددځانګړوپولیسورئیس پاسوال اسدالله شیرزادوایې نه یوازي یه دغه سرتیري وستایل بلکې به ورته دکورنیوچاودوزیرپه امرفوق العاده ترفیع ګانې هم واخلې

 چې دتیروڅوکلونوپه اوږدوکې یه په خوراسختوحالاتوکې دندي ترسره کړي ولي په دغه برخه کې له پوره پامه هم غورځول سوې دي .

هغه وایې داچې په هلمندکې پولیس په جنګي حالاتوکې دنده پرومخ وړي نودوی ته پده غه برخه کې نه پاملرنه ظلم دی .
  
نوموړی وایې داچې  په هلمندکې امنیتي ځواکونوپه پراخه کچه دوسله والوطالبانودلویولویوبریدونوپروړاندي خپلې سینې دولس دخوندي ساتلولپاره سپرکړې نوله همدې امله دپوره ستایلووړدي .

پرهمدي مهال ددې ولایت امنیتي چارواکې وایې خپلودندوته دژمنتیاترڅنګ به

چاته اجازهم ورنکړي چې په هلمندکې ناامنیوته لمنه ووهي اوترلاس لاندي پلانونولمخې به دهلمندپه ټولوناامنوسیموکې دوسله والوطالبانوپروړاندي چاڼیزعملیات هم وکړي .
دکورنیوچارودوزات چارواکې پداسي حال کې دپولیسوافسرانوسره دفوق العاده ترفیع ګانودورکړې ژمنه کوي چې څه موده وړاندي دسرحدي پولیسوافسرانودکورنیوچارودوزارت پرهبرۍ نیوکه وکړه

 چې په تیرو۱۳ کلونوکې یه دوی ته دترفیع ګانوپه ورکړه کې دموراومیرې چلندکړی

 اوان داچې څوڅوځله یې خپلې غوښتنې دیادوزارت ترمربوطه څانګې رسولې هم دي خوچاه یې ږغ ته مثبت جواب ندی ویلی .

۱۳۹۳ مرداد ۲۷, دوشنبه

چارواکې : دګاونډي هیوادلاس وهنه ، ناسمه حکمتدارې ،دهلمندي چارواکوترمنځ نه همږغۍ ستونزي ډیري کړي دي .


راپور—۲۰۱۴—۸—۱۸—
 په هلمندکې دوسله والوطالبانوسره دګاونډي هیواددڅارګري ادارې پراخ ملاتړ. دسمي استخباراتي کړیودقاچ برانواومافیایې کړیومالي مرسته دامنیتي ځواکونوترمنځ پریوبل بې باورې اونه پاملرنه هغه څه دي چې ورځ تربلي ناامنې زیاتیږي اودوسله والوطالبانوپه پرتله دامنیتي ځواکونوسره پوره وسلي اوموهمیات نه درلودل ، ناسمه حکمتدارې هغه بل لوی چالیش دي چې ددي ولایت امنیتي ستونزي یه نورهم ډيري کړي دي .
خودکورنیوچاردوزارت چارواکې پدي ولایت کې دقومي مخوروپه مټ دوسله والوطالبانودوړوډلوسره بیله کومه امنیتازه اومعاملي دسولي دخبرواتروڅخه چې له څوورځوراهیسي یه راپیل کړي دي خوښي ښه یې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي محمدنعیم وایې داښکاره حقیقت دي چې دګاونډي هیوادڅارګره اداره اوپدي ولایت کې شته قاچاق بردسیمي استخبارات اومافیایې کړۍ دوسله والوطالبانوسره دمالي مرستي ترڅنګ هغویوته هرډول وسلې اوموهیمات په واکې ورکړي دي چې له امله يې پدي ولایت کې جګړې دوامداره سوې ده .
والي که څه هم دامینتي ځواکونوپرپیاوړي کولوټنګارکوي خوپدې ولایت کې ورځ تربلي دوسله والوطالبانوحملې زوراخلي ان داچې دولسوالیوڅخه دجګړې لمنه اوس مهال دښارپه څوکلیومترۍ کې دنهرسراج سیمې ته هم ځان وره ساوه .

خوپرهمدي مهال دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت هم دافغانستان اودهلمندپه چاروکې دپاکستان دڅارګري ادارې لاس وهنه نه رده وي اوزیاته وي دروانوناامنیولوی لامل په هلمندکې خلکوته  ښه حکمتدارې نه وړاندي کول دملت اودولت ترمنځ واټن رامنځته کړی چې دم ګړی هلمندي اوسیدونکي یه له بیلابیلوستونزوسره مخ کړي دي .
نوموړي دامنیتي ځواکونوپرپیاوړي کولواوهغویوته دپوره وسلواوموهیماتوپه واکې دورکولوغوښتنه هم وکړه .

خوبلخوادکورنیوچاوردوزات  دځانګړوپولیسومشرپاسوال اسدالله شیرزادبیاله شته ټولوامنیتي ننګوسربیره وایې دقومي مخوروپه مټ یې دهلمندپه کچه دوسله والوطالبانودوړو وړو ډلوسره دسولي په برخه کې خبري ښې روانې دي هغه وایې هیڅ کومه معامله اویاهم امنیتازنسته یوازي دخبرواترواویوبل ته دقناعت په ورکولویه دغه لړۍ دوامداره کړې ده  

هغه هم په هلمندکې دشته ناامنیولاملونه په دولتي اداروکې پراخ ادارې فساد، ناسمه حکمتدارې ،اوګاونډي هیوادلاس وهنې بولې .
که څه هم دهلمندملکي اونظامي چارواکې تل دهلمندپه ناامنۍ کې دګاونډي هیوادپاکستان څارګره اداره ښکیله بولې خوپدي ولایت کې یوشمیرامنیتي سرچینې دنوم دنه ښودلوپه شرط وایې په هلمندکې ترډیره په ناامنیوکې امنیتي اوملکې چارواکې ښکیل دي چې پریوبل بې باورې اونه همږغي په اداروکې پراخ فساد، اودیته ورته نوري ستونزي هغه څه دي چې ورځ تربلې امنیتي ننګونې هم زیاتیږي ددوی په خبره چې له امله پدي ولایت کې یوشمیربدلونه هم رامنځته سوله خوکومه ګټه یې ونه درلوده .

۱۳۹۳ مرداد ۲۵, شنبه

شیرزاد:دهلمندپه دولتي اداروکې دپراخ اداره فسادڅخه پرده پورته کړه .


راپور۲۰۱۴—۸—۱۶-
دکورنیوچارودوزارت چارواکودهلمندپه دولتي اداروکې دپراخ اداره فسادڅخه پرده پورته کړه .
اودغه کاریې ددي ولایت دناامنیوزیږنده هم وبلل .
هغه دغه څرګندونې ددي ولایت لپاره دملي امنیت دنوي رئیس دمعرفت په غونډه کي په ډاګه کړې
هغه غوښتنه کوي که په اداروکې دفسادمخه ونه نیول سي نه یوازي به ناامنې زیاته کړي بلکې به خلک هم له پوره ستونزوسره مخ وي
پرهمدي مهال قومي مشرانوهم په لومړي ځل پدي ولایت کې دهلمندوالي اونورچارواکوپروړاندي په دولتي اداروکې دپراخ فسادله امله په سختوټوکوسره یادونه وکړه .
غونډي زموږهمکارسردارمحمد سروري رغلي اوله هلمندولایت څخه یې دغه راپورارلیږلی .
دکورنیوچارووزارت دځانګړوپولیسومشرپاسوال اسدالله شیرزاد په هلمندکې له هغه رازڅخه پرده پورته کړه چې ګواکې ددي ولایت په ټولواداروکې فسادخپل اوج ته رسیدلای دي چې له امله یې نه یوازي ناامنې زیږه ولې بلکې یه ددولت اوملت ترمنځ هم پراخه پاسیله رامنځته کړې ده
هغه وایې هلمندیوځل بیادجګړې لومړۍ کرښي ته کشه ول په دولتي اداروکې دفسادډیروالی دی خودمخنیوي په برخه کې یه هم هیڅ ندي ترسره سوي .

نوموړي دقومي مشرانوڅخه دفسادکونکوچارواکودافشاکیدوغوښتنه هم وکړه
پرهمدي مهال دهلمندقومي مشران هم په لومړي ځل په دولتي اداروکې دپراخ فسادڅخه یادونه کوي دوی زیاته وي په ټولواداروکې دچارواکودبډي اخیستلوله امله ترپوزي  رسیدلي دي چې دملت باورپردولت ورځ تربلي کمیږي چي پرمهال یې امنیتي ننګونې هم مخ پروده درومي
دغه مشران وایې  په دولتي اداروکې فساداوج ته رسیدل په هلمندکې یوځل بیادناامنیوپراخیدل ددوی نه پاملرنه یاده وي چې دکارکولوپرځای په بډواخیستلوبوخت دي .

دوی ګواښ کوي که مرکزي دولت په دغه برخه کې جدي توجوونکړي په هلمندکې به روان حالت نورهم دبدبختي په لورګامونه واخلي .
که څه هم دهلمند  ددولتي چارواکودپراخ اداري فسادکولوله امله خلکوپه واروارخپل ږغ پورته کړی ووخوداځل دهلمند دوالي اونورودولتي چارواکوپروړاندي قومي مشرانواودکورنیوچارودوزارت څخه په هلمندکې دشته امنیتي ځواکونوعمومي قوماندان پاسوال اسدالله شیرازادهم پرده پورته کړه اودغه چاره یې دامنیتي ستونزودنه لمنځته تلوپروړاندي لوی خنډوبلې .

۱۳۹۳ مرداد ۲۳, پنجشنبه

شیرزاد:که ده بې سلي کولوپروسه په ښه توګه عملي سي په افغانستان کې به هرډول ناامنې لمنځه یوړل سي


راپور-۱۵-۸-۲۰۱۴
که ده بې سلي کولوپروسه په ښه توګه عملي سي په افغانستان کې به هرډول ناامنې لمنځه یوړل سي .
دغه څرګندونې دکورنیوچادوزارت دځانګړوپولیسومسولینوپه هلمندکې دبي وسلې کولوپروګرام ته دسلګونه میله درنواوسپکووسلودسپارلوپرمهال شمشادتلویزون ته په ډاګه کړه .
چارواکې وایې دغه وسلې یه پدي ولایت کې دیوه کال په موده کې  دیادوپولیسود۴۴۴ قطعي لخوادبیلابیلوعملیات پرمهال نیول سوي وې چې یادي پروسې ته یې وسپارلې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دافغانستان د كورنيوچارودوزارت دځانګړوپولیسومشراوپه هلمند كې د امنيتي ځواكونوعمومي قوماندان پاسوال اسدالله شيرزاد ددې وسلود سپارلوپرمهال خبريالانوته وويل په دې وسلوكې چې لس ميله راكټ،۷۵ ميله كلاشينكوف، اته ميله پيكا ،۱۵ ميله تومانچې اولسګونه میله نورټوپك چې ټول ټال ۱۸۰ ميله وسلې دي په هلمندکې  د ۴۴۴ قطعې دځواکونولخواپه تیریوه کال کې په بيلابيلوسيموكې د عملياتواوجګړوپرمهال نیول سوي دي .
نوموړی وایې که دبې وسلې کولوپروسه په ښه توګه په افغانستان کې ترسره سي نه یوازي به دهغه کسانوچې په غیري قانونې توګه وسلي کرځوي مخه نیول سوې وي بلکې به دهیوادپه کچه دامنیتي ننګونولمنه هم ټوله سي .

هغه وایې دیادي پروسې پرښه تطبیق کولوټنګاروکړپه وینایه چې یوازنۍ لاره په افغانستان کې دډاډمن امنیت دراویستلودنامعلومووسله والوډلوخالې سلاح کول دي .
د يادونې وړده چې څه موده وړاندې هم په دې ولايت كې د امنيه قوماندانۍ لخوا لسگونه ميله وسلې چې د پوليسولخوا دجګړواویاهم دعملياتوپرمهال نيول سوي وې يادې پروسې ته یې وسپارلې .