۱۳۹۴ آبان ۱۷, یکشنبه

د ۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان وایې مارجه به ډيرژردوسله والودشتون څخه پاکه کړو .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۸—
په هلمندکې ۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان وایې مارجه به ډيرژردوسله والودشتون څخه پاکه کړي .
دهلمندد۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان په یوه خبري ناسته کې وویل دمارجې ولسوالۍ کومي سیمي چې دملکي مرګ ژوبلي دمخینوي په موخه وسله والوته پریښول سوي وې ډيرژربه یوواربیاتردولتي حاکیمت لاندي راولي ،هغه وسله والودسختي ماتي اووژل کیدودګواښ ترڅنګ زیاته کړه داچې عملیات کرارپرمخ ځي وسله وال دخلکودکورونوڅخه استفاده کوي چې له امله یې وخت ونیوی ،داپه داسي حال کې ده چې له شاه اخواشلوورځوراهیسې ددولت اوسله والوطالبانودباباجې ،نادعلي ،ګرشک ،اومارجې ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې د۲۱۵ میوندقول رادوقوماندان دمارجې ولسوالۍ دهغه سیمودبیرته نیول کیدوخبرورکړچې له تیروپنځوورځوارهیسې وسله والوطالبانونیولي دي ،تورنجنرال محمدمعین فقیرپه یوه خبري ناسته کې وسلوالوته ګواښ وکړچې مارجه ولسوالۍ به دوسله والوپه هدیره بدلوي ،اوډيرژربه یادوسیموکې پراخ عملیات هم وکړي ،فقیروایې داچې وسله والوځیني سیمي نیولي دوی ملکي کسان خپل سفراوکورونه یې خپلي مرچلي ګرځولي دي داچې دملکي کسانودمرګ ژوبلي مخه نیول سوې ده دځینوسیموڅخه یې تکتیکي شاتګ کړی اوډیرژربه یې ونیسي .

هغه دیوشمیررسنیوهغه خبري هم ردکړې چې ګواکې دمارجې ولسوالۍ سقوط کړی ،قوماندان وایې په مارجې ولسوالۍ کې جنګیدونکې وسله وال ترډيره بهرني دي هغویوورته وسلي اورزونه هم ورکوي خوګواښ چې ډیرژربه سیمه ددوی دشتون څخه پاکه کړي .

که څه هم دلښکرګاه ښاردباباجې ،دنادعلي ،ګرشک ولسوالیوسره بیره په مارجې ولسوالۍ کې دجګړې شل ورځي اوړي داسي ویل کیږي چې په سلګونه کورنۍ هم کډه کولوته اړیستل سوي دي خوتراوسه هم چارواکوپه جګړه کې داوښتي مرګ ژوبله په اړه کره معلومات ندي ورکړي ،پرمارجې ولسوالۍ په ۲۰۱۰ کال کې ۱۵ زره افغان اوبهرنیوځواکونودمشترک په نوم پراخ عملیات وکړه اوداولسوالۍ کې دوسله والواوقاچاق بروڅخه پاکه کړه ،دیادولوده چې دالومړی ځل دی یوواربیاپردي ولسوالۍ وسله والوډله اییزبریدونه کوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر