۱۳۹۵ فروردین ۱۲, پنجشنبه

ملي دفاع وزارت دجګړې دکابوکولوپه موخه هلمندته بي پیلوټه الوتکه ورکړه .

راپور—۲۰۱۶—۳—۳۱-
دهلمند جګړې دکابوکولوپه موخه هلمندته بي پیلوټه الوتکه ورکول سوه .
دهلمنددجګړې اپراتیفي مشروایې ډيرژربه دمرکز ترڅنګ په یوشمیرولسوالیوکې استخباراتي هوایې بالونونه هم راوړل سي ترڅودوسله والوطالبانودفعالیتونومخه ونیول سي ،هغه وایې اوس دوی ددفاعي حالت څخه تعروضي حالت ته راګرځيدلي دي چې په خانشین ولسوالۍ کې طالبانوته درنه مرګ ژوبله هم اړولي ده ، قهرمان وایې له تیري یوي میاشتي راهیسې یې په بیلابیلوسیموکې طالبانوته درانه ګذارونه ورکړي دي چې دوی ترډيره یې دماتي سره مخ کړي هم دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند پر۷۰ سلنه خاوره طالبان واک لري خوتازه اوس مرکزي حکومت په هلمندکې دملي اردو د۲۱۵ میوندقول اردوته بي پیلوټه الوتکه ورکړې ترڅودطالبانولیکي ماتي کړي ،عبدالجبارقهرمان وایې دطالبانودماتولولپاره مرکزي حکومت به ډيرژرددرنووسلواوسایطوترڅنګ دلښکرګاه ښاراولسوالیولپاره استخباراتي هوایې بالونونه هم ورکړي .

که څه هم په هلمندکې ترخانشین وروسته دولت کومه سیمه نده نیولي خوقهرمان وایې دتیري یوي میاشتي راهیسي یې په هلمندکې دهوایې اوشپنیوعملیاتوپه لړکې طالبانوته نه یوازي چې درنه مرګ ژوبله اړولي بلکې یې له ماتي سره هم مخ کړي دي .


چارواکې که څه هم په اوړکې دجګړې لپاره دبشپړه تیاریودنیول کیدواودطالبانودځپلوخبرورکوي خوتیره ورځ دهلمندسلګونوقومي مشرانودمرکزي حکومت دنه پاملرني له امله دپاته دیرش سلنه هلمند دسقوط  خبرداری ورکړ. 

۱۳۹۵ فروردین ۱۱, چهارشنبه

دملي یوالي حکومت په ملي خیانت اودهلمندسره دمورامیرې په چلندکولوتورن سو.

راپور—۲۰۱۶—۳—۳۰—
دملي یوالي حکومت په ملي خیانت کولواودهلمندسره دمورامیرې په چلندکولوتورن سو.
دهلمندقومي مشران وایې دملي یوالي حکومت دهلمندسره په ظلم اوخیانت کولوسره بیره د خپلو شخصي ګټو لپاره  نا اهله مسولین  په دندو ګماري ، دوی وایې که دهلمندپه حالاتوکې تغیررانسي دهلمندپاته دیرشلنه خاوره به هم دطالبانوترواک لاندي راهیسي ،قومي مشرانوهمدارازدلوی جرګې دراغوښتلوغوښتنه هم درلوده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
دملي یوالي ملي یوالي مشران په خیانت اودهلمندسره دمور اومیرې دچلندکولوپه تورتورن وپیژندل سوه، دهلمندقومي مخوروایې دملي یوالي دحکومت مشران غواړي هلمند سقوط کړي دوی په هلمندکې دروان بد امنیتي حالت پړه پرمرکزي حکومت وراچوي .

امیرمحمداخندازاده ګواښ کوي که مرکزي حکومت  نورهم دهلمندسره خپلوناوړه کړنوته دوام ورکړي دوی به بله لاره غوره کړي چې دستونزومسولیت به یې هم دمرکزي حکومت په غاړه وي .

قومشران وایې مرکزي دولت هلمندته یوازي غله چارواکې لیږي چې له امله یې اوس مهال یوازي شلنه سله خاوره تردولتي واک لاندي ده

که څه هم دهلمندخلک تل پرمرکزي حکومت نیوکه کوي چې رواني ناامنیۍ ددوی دنه پاملرني له امله دي خوداځل قومي مشران ګواښ وکړکه دولت دستونزوپه کابوکولوکې لاس په کارنسي دوی به خپله لاره بدله کړي .



۱۳۹۵ فروردین ۹, دوشنبه

دتریخ ناورخلک په سیمه کې دملي اردودناسم چلندڅخه ترپوزي رسیدلي .

راپور—۲۰۱۶—۳—۲۸—
دهلمند دتریخ ناورخلک په سیمه کې دملي اردودناسم چلندڅخه ترپوزي رسیدلي .
دغه اوسیدونکې داحتجاج په ډول لښکرګاه ښارته راغلي وه ادعاکوي چې په سیمه کې دملي اردوځواکونه یې په یوه اوبل نامه تورنه وي اودسیمي پریښولوته اړیستي دي دوی وایې که څه هم خپلي ستونزي یې دلوړپوړچاروکوسره شریکي کړي هم دي خووایې ورځ تربلي یې ژوندکول سخت سوي دي ،په ورته وخت کې ولایتي چارواکې اودملي اردومسولین وایې په دې اړه تراوسه دویته چاشکایت ندی کړی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دناوي تریخ ناوردسیمي اوسیدونکې وایې په سیمه کې یې دملي اردوځواکونه دوسله والوطالبانوسره داړیکو،دمځکودغصب، اوځینونوروتورونوپه پلمه زوره وي اواړکړي دي ترڅوسیمه پریږدي ، اوسیدونکې وایې طالبان یې ددولت په همکارۍ او دولت یې بیا دطالبانوسره دمرستي کولوپه نوم ورته ستونزي جوړه وي .

دوی غوښتنه کوي چې چارواکې دي ستونزي ته جدي پام وکړي .په ورته وخت کې دهلمند دوالي ویاندوایې تراوسه په دې اړه کوم چاشکایت ندی کړی خوزیاته وي که په دغه برخه کې رسمي شکایت وسي دوی به یې پروړاندي جدي ګام پورته کړي .

بلوپه هلمندکې د۲۱۵ میوندقول اردوهم دیادي ستونزي په اړه ناخبري ښه یې  خوژمنه کوي چې پدې اړه به جدي پلټني وکړي .




۱۳۹۵ فروردین ۸, یکشنبه

خانشین ولسوالۍ ددوهم ځل لپاره دامنیتي ځواکونوترولکي لاندي راغله .

راپور—۲۰۱۶—۳—۲۷—
دهلمند خانشین ولسوالۍ ددوهم ځل لپاره دامنیتي ځواکونوترولکي لاندي راغله .
دهلمند اپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان وایې شاه اوخوانهه بجې دخانشین ولسوالۍ دلاسه وتلي سیمي یوورابیا تردولتي واک لاندي راغلي ، دهلمنددوالي ویاندهم دامنې چې دخانشین دولسوالۍ مرکزي سیمي یې نیولي دي خودهلمندولایتي شورا وایې مرکزي سیمي لااوس هم ترولتي واک لاندي ندي راغلي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند خانشین ولسوالۍ ددوهم ځل لپاره دامنیتي ځواکونوترولکي لاندي راغله ، دهلمنداپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان شمشادتلویزیون ته وویل دیک شنبي په ورځ شاه اوخوانهه بجې افغان امنیتي ځواکونودیولړعملیاتوپرمهال دلاسه وتلي سیمي ونیولي ،دهلمندوالي ویاندهم دامنې چې دخانشین ولسوالۍ ،اوامنیه قوماندانۍ مرکزي سیمي نیول سوي دي .

په هلمندکې ۲۱۵ میوندقول رادوهم مني چې خانشین ولسوالۍ یې نیولي ده چې پرمهال یې ۲۵ وسله والوته دمرګ ژوبلي ترڅنګ درې افغان سرتیري هم ټپي سوي دي ، خودهلمند ولایتي شورا وایې دولسوالۍ مرکزي سیمي ندي نیول سوي ،وکیلان وایې دولسوالۍ واوامنیه قوماندانۍ ودانۍ نه دولت اونه هم دوسله والوپه ولکه کې دي .


خانشين د لښکرګاه په جنوب کې له ګاونډي هيواد پاکستان سره پرګډه پوله پرته ده چې د تيروڅلورومياشتوراپه ديخوا دوه ځله د وسله والوطالبانولخوا ونيول سوه ،چې تازه یوواربیا تردولتي واک لاندي راغله .

۱۳۹۵ فروردین ۷, شنبه

بهرنیوځواکونوپه مارجې ولسوالۍ کې دطالبانوروزنیزمرکزلمنځه وړی دی .

راپور—۲۰۱۶—۳—۲۶-
بهرنیوځواکونوپه مارجې ولسوالۍ کې دطالبانوروزنیزمرکزلمنځه وړی دی .
دهلمندامنیه قوماندان وایې بهرني ځواکونه غواړي دافغان امنیتي ځواکونوسره په څنګ کې دوسله والوطالبانولیکي وځپي اودلته دناامنیوکچه راټیټه کړي ، هغه وایې بهرنیوځواکونوپه خپل یوه هوایې بریدکې په مارجې ولسوالۍ کې دپنجبیانوهغه روزنیزمرکزلمنځه وړی دی چې طالبانوته یې دجګړې کولوزدکړي ورکولي ،که څه هم دپولیسود۵۰۵ بست زون قوماندان رسنیوته د۷۳ دطالبانودوژل کیدوخبره کړې خوامنیه قوماندان وایې ۲۲ طالبان وژل سوي او۲ نورټپي سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
پاکستاني کرنلان اوس په هلمندکې طالبانوته دجګړې کولوپرمهال دبیلابیلو پوځي زدکړو روزنه ورکوي ،دهلمندامنیه قوماندان وایې بهرنیوځواکونوپرون په یوه هوایې بریدکې دمارجې ولسوالۍ په ژړمکتب کې دپنجابیانوهغه روزنیزمرکزلمنځه وړی دی چې طالبانوته یې دجګړې اومځکي ماینونوزدکړه ورکول .

که څه هم دپرون دبریدپه اړه په هلمندکې د ۵۰۵ بست زون قوماندان رسنیوته دوژل سوطالبانوشمیره ۷۳ تنه ښودلي ده خوامنیه قوماندان وایې دبهرنیوځواکونوپه دغه بریدکې ۲۲ طالبان چې روزنکي یې هم پکي شامل دی وژل سوي او۲ نورټپي سوي دي .

په هلمندکې دنوروستونزوسره سره بله لویه ننګونه رسنیوته ناسم معلومات ورکول دي چې یوازي دپرون دبرید په ړه د ۵۰۵ بست زون قوماندان رسنیوته  د۷۳ طالبانودوژلو، دولایت مقام بیا د۵۰ طالبانودوژل کیدو او ۸  نورودټپي کیدوخبر ورکړ ، خوامنیه قوماندان وایې په بریدکې ۲۲ طالبان وژل سوي او ۲ نورټپي سوي دي .


طالبانوته وړونکي ۹۰۰۰ مرمۍ په نادعلي ولسوالۍ نیول سوي دي .

راپور—۲۰۱۶—۳—۲۶—
طالبانوته وړونکي ۹۰۰۰ مرمۍ په نادعلي ولسوالۍ کې پولیسوونیولې .
دهلمندامنیه قوماندان وایې دغه مرمۍ چې په یوه کورولاموټرکې ځای پرځای سوي وې دپولیسوله لوري ونیول سوې ،هغه وایې دغه مرمۍ دلښکرګاه ښارڅخه په نادعلي ولسوالۍ کې دطالبانومشرته ورکول کیدي ، نیول سوی کس وایې مرمۍ یې د۲۰۰۰۰ پاکستانیوکالداروپه مقابل کې وړلي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاردارسردارمحمد سروري راکوي .
دلښکرګاه ښاره په رڼاورځ نادعلي ولسوالۍ ته طالبانوته په زرګونه هغه مرمۍ ونیول سوې چې په یوه کورولاموټرکې ځای پرځای سوي وې ، دغه ۹۰۰۰ مرمۍ دنیک محمدپه نوم کس د ۲۰۰۰۰ زره پاکستانیوکالداروپه مقابل کې وړلي ، دهلمندامنیه قوماندان وایې مرمۍ په نادعلي ولسوالۍ کې دطالبانوددجګړې دقوماندان ملامقصود دي .

نیک محمد هم دامنې چې دطالبانومشرملامقصود ته یې یادي مرمۍ وروړلي خوهغه وایې دایه دوهم ځل دی چې دلښکرګاه ښاره هغه ته مرمۍ وروړي .

ځيني امنیتي سرچیني وای طالبان دامنیتي ځواکونومرمۍ دپیسوپه بدل کې اخلي او همدا مرمۍ بیاطالبان بیرته ددوی پروړاندي په جګړوکې کاروه چې امنیتي ځواکونه په خپلومرمیووژني .


۱۳۹۵ فروردین ۴, چهارشنبه

دخانشین دنه نیول کیدوتازه عوامل اوس رابرسیره سول ، قوماندان یې دوسلو، اواضافي سرتیروغوښتنه کوي .

راپور--۲۰۱۶--۳--۲۴--
دخانشین امنیه قوماندان دخانشین دبیانیول کیدولپاره دوسلو،اواضافي سرتیروغوښتنه کوي .
قوماندان دامنې چې دوی هغه ډول وسلي نلري کوم چې یې طالبانوددوی پرضد کاروي هغه غوښتنه کوي چې مرکزي حکومت دي په دغه برخه کې جدي پام وکړي ، هغه وایې په خانشین کې ددوي پروړاندي یوازي طالبان نه بلکې پآکستاني پوځیان هم له دوی سره په جګړه بوخت دي ، که څه هم تراوسه کومه سیمه دطالبانوڅخه نه ده نیول سوې خودامنیت امروایې ډیرژربه خانشین یوواربیاتردولتي حاکمیت لاندي راولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې خانشین د دویم ځل لپاره د حکومت تر ولکې ووت، افغان ځواکونو یې د بیرته نیولو ډول ډول ژمنې کولې خو د نه نیول کېدو تازه عوامل یې اوس رابرسیره شول ، د خانشین پولیسو مشر هغه عوامل له شمشاد سره شریک کړل چې د دغه ولسوالۍ د بیا نیولو پر وړاندې یې خنډونه جوړ  کړي.

د هلمند امنیت آمر اوس هم د دغه ولسوالۍ د ژر نیولو ژمنه کوي ، دغه چارواکي په همدې موخه خانشین ته سفر کړی او وایې چې  په نږدې راتلوونکي به عملیات هم پیل کړي.

طالبانو دوه اوونۍ وړاندې پر خانشین  ډله ییز بریدونه وکړل په پایله کې یې خانشین بیا د حکومت تر ولکې ووت ، له خانشین سربیره اوس هم د هلمند ډېرې ولسوالۍ له طالبانو سره دی او یاهم د طالبانو له لورې کلابندې دي.



خپلواک .طالبان هغه خلک په زوره جګړې ته اړ باسي،چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي.

راپور--۲۰۱۶--۳--۲۳-
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو لیکو ته د عامو خلکو جلب او جذب ډیر شوی او تر دې دمه یې د ګرشک شل سلنه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
د ګرشک امنیه قوماندان وایې، طالبان هغه خلک په زوره جګړې ته اړ باسي، چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي.هغه وایې، د طالبانو مشران نوي ځوانان په دې نوم د دولت ضد جګړې ته هڅوي، چې د جګړې پر مهال تر لاسه شوې وسلې او مهمات ځانونو ته وپلوري.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو لیکو ته د عامو خلکو جلب او جذب ډیر شوی دی چې اندیښنې یې هم ډيري کړي دي. د ګرشک امنیه قوماندان وایې، طالبان عام خلک پدې موخه خپلو لیکو ته هڅوي، چې د جګړې پر مهال نیول شوې وسلې، مهمات او غنیمت شوي وسایط د ځان په ګټه وپلوري .

قوماندان وایې، که څه هم دوی د طالبانو د هر ډول بریدونو لپاره پوره چمتوالی لري، خو وایې لویه ستونزه داده، چې طالبان تر خپلواک لاندې سیمو کې عام خلک د دولت ضد جګړېته په زوره اړباسي .


خپلواک وایې، د مرکزي حکومت سربېره بهرنیو ځواکونو هم ګرشک ولسوالۍ ته پوره پام اړولی، خو ګرشک یوه ستراتیژکه ولسوالۍ ده، چې له ډيرې مودې راهیسې وسله والو طالبانو د ډله ییزو بریدونو لاندې راوستې.

۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

دلښکرګاه پخوانی ښاروال داداري فسادله امله څارنوالۍ ته پژندل سوی.

راپور—۲۰۱۶—۳—۲۲—
دلښکرګاه پخوانی ښاروال دپراخ اداري فسادله امله څارنوالۍ ته وروه پژندل سو.
په هلمندکې دلومړي ځل لپاره یودولتي مامورپردپراخ اداري فساد له امله څارنوالۍ ته پیژندل کیږي ، دهمنلد والي وایې لښکرګاه دپخواني ښاروال ترڅنګ یې ، دپوهني دریاست اودیوشمیرنوروادارو مامورین یې هم فسادله امله څارنوالي ته پيژندلي دي . دهلمند داستناف څارنوال هم دامنې چې دولایت له لوري دلښکرګاه پخوانی ښاروال دویته معرفي سوی دی خوامنیتي ځواکونوڅخه یې غوښتي ترڅوهغه څارنوالۍ ته حاضرکړي 
نورحال دهلمندولایت څخه زموهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې په لومړي ځل دیوي دولتي اداري مسول دپراخ اداري فسادله امله څارنوالۍ ته پیژندل سوی دی دهلمندوالي وایې دلښکرګاه ښاردپخواني ښاروال محمدفاضل ساپی ترڅنګ یې  یوشمیرنورهغه مامورین چې په اداري فسادککړوه څارنوالۍ ته ورپیژندلي دي .

 په ورته وخت کې دهلمند داستناف څارونوال وایې له کله چې ولایت ورته دپخواني ښاروال دوسیه لیږلي دوی هم دستي لاس په کارسوي اودامنیتي ځواکونوڅخه یې غوښتي ترڅوپخوانی ښاروال دڅیړنوپه موخه ورولیږي خوتراوسه یې ندی حاضرکړی .

نوموړی داداري فساد پرضد دکلکي مبارزې له امله ولایتي شورا،مدني فعالانواویوشمیرنوروټولنودهغه دستایلوپه موخه غونډي وکړي خوڅارنوال یوځل دفسادسره دکلکي مبارزې ترڅنګ وویل دښاروالۍ ترڅنګ نوري اداري هم سته چې ددوی ترتعقیب لاندي دي .


هلمند دافغانستان یوه له هغه ولایتونودی چې داداري فساد، دنشه یې توکوپه کرکیله اوقاچاق ، اوهمدارنګه په ناامنیوکې لومړی ځای لري خودهلمندوالي ترڅنګ داستناف څارنوال هم دهلمنداولس ته دبي عدالتیو،اواداري فسادپرضددکلکي مبارزې ډاډورکړی دی .

۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبه

چارواکې وایې روان کال به دلاسته راوړنوډک وي خوقومي مشران وایې چارواکې دامنیت دټنګښت پرځای دپیسوپه پیداکولوبوخت دي .

راپور—۲۰۱۶—۳—۲۱—
که څه هم په هلمندکې درنې جګړې رواني دي خوچارواکې وایې په روان کال کې به اولسونه دډيری پرمختګونوشاهدوي .
په هلمندکې دبزګردورځي په لمانځ غونډه کې هلمند والي وویل یوقوي پلان جوړسوی چې په مټ به یې نه یوازي دناامنیوپه کابوکیدوکې پرمختګ راځي بلکي به په پرمختیایې کارونوکې هم ډيری لاسته رواړني ولري ، چارواکې پداسي حال کې روان کال دځان دبریاوډک بولي چې دهلمند پنځه ولسوالۍ په بشپړه توګه اوځیني نوري دوسله والوله لوري کلابنده دي .
خوقومي مشران بیاولایتي چارواکې تورنه وي چې په هلمندکې معاملي کوي اودوی دپیسوپه پیداکولوبوخت دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ملکي اونظامي چارواکې  پداسي حال کې روان کال دپرمختګونواولاسته راوړنوڅخه ډک بولي چې دولایتي شوراپه خبره یوازي پرشله سلنه خاوره دولت واک لري ، هلمندوالي دبزګردورځي په جوړوسومراسیموکې ډاډڅرګندکړچې په روان کال کې به نه یوازي امنیتي ننګوني کابوکې کړي بلکې به ډيری پرمختیایې پروژي هم پلي کړي  .

د۲۱۵ میوند قول اردوقوماندان وایې که څه هم دطالبانوپلان داوچې په تیروپنځومیاشتوکې بایدټول هلمندسقوط سي خوزیاته طالبانوته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده .

خورښتیاڅه دي ؟ دټولوملکي اونظامي چارواکوپه وړاندي دقومي مشرانوپه استازي توب قومي مشرحاجې محمدنادرخان اکاوویل مرکزي حکومت دې ولایت یوازي نظامي مسولین دپیسودپیداکیدو،اوامتیازاتودترلاسه کولوپه موخه دماموریت کولولپاره لیږلي.


ځیني امنیتي سرچیني دنوم دنه ښودلوپه شرط شمشاد ته وویل یوازي په تیرکال کې دروانوجګړوله امله تر ۴۵۰۰  ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خولاهم دغه جګړې دوام لري .

۱۳۹۴ اسفند ۲۹, شنبه

دخانشین ترسقوط وروسته اوس په ګرمسیرولسوالۍ کې دطالبانودبریدونواندیښنې ډيري سوي دي .

دخانشین ترسقوط وروسته اوس په ګرمسیرولسوالۍ کې هم طالبانونفوز کړی دی .
دهلمندولایتي شورا وایې طالبانودګرمسیرولسوالۍ دوزیرابادسیمه کې دګرمسیردنیول کیدولپاره جمتوالی نیولی دی ، دګرمسیرامنیه قوماندان وایې ځینوطالبه پلوه کسانودوسله والوسره لاس یوکړی ترڅوپه ګرمسیرکې هم دنورو ولسوالیوپشان ناامنۍ رامنځته کړي خوقوماندان وایې مخه به یې ونیسي ، دګرمسیرولسوال که څه هم دغه ډول کړني دستونزو ږنده بولي خووایې تراوسه پدغه برخه کې کره معلومات نلري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
دخانشین ترسقوط وروسته اوس طالبانوپه ګرمسیرولسوالۍ کې هم نفوذ کړی ان تردې چې وزیر آباد سیمه کې هم ځای پرځای شوي دي .دهلمندولایتي شورا وایې دخانشین  سقوط پرګرمسیرهم منفي اغیزې کړي او طالبان د ګرمسیر  دنیولو لپاره چمتوالی نیسي.

دګرمسیرامنیه قوماندان هم څوورځي وړاندي دشمشادسره په خبروکې وویل طالبانوپه ګرمسیرکې نفوذ کړی چې ملاتړي یې هم پیدا کړي.امنیه قوماندان خبرداری ورکړ که د طالبانو ملاتړي خپلې همکارۍ ته همداسې دوام ورکړي پر ضد به یې اقدام وکړي.

والسوال تر اوسه په دې اړه کره مالومات نه لري خو ټینکار یې دادی که په سیمه کې د طالبانو سره همکاري موجوده وي، امنیتي ارګانونو یې باید پر ضد جدي اقدام وکړي.

دمګرۍ افغان حکومت دمرکز لښګرګاه په درې امنیتي حوزو او دوو ولسوالیو بشپړه کنترول لري.
د لښکرګاه یوه امنیتي  حوزه په بشپړ ډول  له طالبانو سره ده او پاتې ولسوالۍ له طالبانو سره دی او یاهم د هغوی له لورې کلا بندې دي چې دغه حالت د هلمند د سقوط اندېښنې ډېرې کړي .


۱۳۹۴ اسفند ۲۷, پنجشنبه

د خانیشن له سقوط وروسته اوس د ټول هلمند په اړه اندېښنې ډيري سوي دي .

راپور—۲۰۱۶—۳—۱۷—
دخانشین ترسقوط وروسته یوواربیا دلوی هلمند دسقوط اندیښنې خوراډيري سوې .
دهلمندولایتي شورا وایې که دولت دخانشین دنیول کیدولپاره جدي لاس په کارنسي پاته ولسوالۍ به هم ترلوړفشارلاندي راسي ، دوی وایې دټول هلمند څخه دم ګړی یوازي پرشل سلنه خاوره دولت واکمني لري ،  دهلمنددوالي ویاند عمرځواک وایې تراوسه یې هم په خانشین کې عملیات ندي پیل کړي خوتیاری نیول سوی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د خانیشن له سقوط وروسته اوس د ټول هلمند په اړه اندېښنې راټوکېدلي. وېره داده چې د دغه ولایت د دولس ولسوالیو له ډلې اته یې له طالبانو سره دي او یاهم کلا بندې دي د ولایتي شورا له نظره ددغه ولایت اتیا سلنه خاروه د طالبانو تر ولکې لانده ده او که حکومت همداسې ناغړۍ ته دوام ورکړي ټول هلمند به سقوط وکړي.

د ولایتي شورا په باور، طالبانو ګڼې سیمې نیولي او د پاتې سیمو لپاره یې هم جدي هڅې پیل کړي دي .د والي ویاند بیا د هلمند دساتلو لپاره د حکومت په کلکې ارادې ټینکار کوي خووایې دخانشین عملیات لاندي پیل سوي.

هلمند د هېواد ټولې خاورې لسمه برخه  جوړوي چې د وروستیو ناامنیو له امله یې اتیا سلنه خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې بلل کیږي . داسې ندېښنې هم موجودې دي چې ګواکې طالبان غواړي کوټې شورا دغه ولایت ته راواستوي.


۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبه

ښاروال وایې ښاروالي به دهرډول معاملوخلاصه اویوه مسلکي اداره به ترې جوړه کړې.

دلښکرګاه ښاروال وایې ښاروالي به دهرډول معاملوخلاصه اویوه مسلکي اداره به ترې جوړه کړې.
ښاروال وایې په یوه میاشت کې یې عواید ۴۷  سلنه لوړي سوي اولښګتونه یې هم ترپنځوسلنه راکم کړي دي ، خونوموړی وایې اوس هم ددوی پروړاندي لو خنډ اوچیلنج دمځکوغصب دی چې دمخنیوي په موخه به یې دهیڅ چاه ترتاثرلاندي هم رانسي اوخپله دنده به ترسره کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

د هلمند مرکز لښکرګاه د هېواد یو له هغو ښارونو بلل کیږي چې تل به ترې د ځمکو دغضب رپوټونه اورېدل کېدل . په دې ښار کې د ځمکو غضب مخنیوي او فساد له منځه وړلو په نېت نوی ښاروال راواستول شو. اوس نوی ښاروال د ځمکو دغصب پر ضد دخپلې کلکې ارادې ډاډ ورکوي خو په دې برخه کې د ولایتي اومرکزي حکومت همکاري غواړي.

ښاروال انجنیر مطیع الله بهیر وایې، د ښاروالۍ په عوایدو کې یې هم د پخوا په پرتله اوه څلوېښت سلنه ډېروالی راوستی .


دښاروالۍ په پخوانیو  چارواکو تور و چې ګواکې د ځمکو په غصب او فساد کې لاس لري .د لښګرګا اوسېدونکو څو ځلې په همدې تړاو لاریونونه هم وکړل خو هغوی هماغه مهال دغه تورونه رد کړي وو.

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

د هلمند خانشین ولسوالۍ بیا طالبانو ونیوله

راپور—۲۰۱۶—۳—۱۵—
دهلمند خانشین ولسوالۍ ددوهم ځل لپاره دوسله والوطالبانوپه لاس سقوط وکړ.
دهلمند ولایتي شوراوایې دتیري شپي راهیسي وسله والوطالبانویوواربیاپرخانشین ولسوالۍ خپل ډله ییزوبریدونوته زور ورکړچې په پایله کې یې داولسوالۍ ترخپلي ولکي لاندي راولي اولاهم درنه جګړه روانه ده ، ځیني امنیتي سرچیني دنوم دنه ښودلوپه شرط هم دامنې چې دولسوالۍ مرکزي سیموسقوط کړی خوهلمندوالي یوازي دجګړې خبره منې دسقوط په اړه څه نه وایې .
نورحال هلمند څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دخانشین ولسوالۍ ددوهم ځله لپاره یوواربیادوسله والوطالبانوپه لاس سقوط وکړ، تیره شپه دوسله والوطالبانوسري قطعي دخانشین ولسوالۍ پرمرکزي سیموخپله ډله ییزبریدونه پیل کړه چې دولسوالۍ مرکزي سیمي یې یوواربیاترخپلي ولکي لاندي راویستې ، دهلمندولایتي شورا وایې ولسوالۍ سقوط کړی دی داچې دولسووالۍ دچارواکوسره اړیکي پري سوي دي نودکره مرګ ژوبلي په اړه یې معلومات نلري ، چارواکې وایې تراوسه ۴ افغان سرتیري وژل سوي اوانهه نورټپیان سوي هم دي .

وکیلان وایې په هلمندکې دجګړې لپاره دامنیتي ځواکونودناسموپلانونوله امله دهلمند ولسوالۍ اومرکزي سیمي دوسله والودپراخوبریدونواودرنوجنګ جګړولاندي دي چې یوپه بل پسي سیمي هم سقوط کوي .

دهلمند دخانشین ولسوالۍ ځیني لوړپوړي امنیتي سرچیني وایې دولسوالۍ مرکزي سیموسقوط کړی دی اوس مهال دوی دملي اردوپه قرارګاه کې دي خودهلمند دوالي ویاندعمرځواک وایې ولسوالۍ سقوط ندی کړی ولي زیاته وي چې دولسوالۍ پرمرکزي سیمودرنه جګړه روانه ده ، دهلمند خانشین ولسوالۍ شاه اوخوا دوه میاشتي وړاندي هم دلومړي ځل لپاره دوسله والوطالبانودپراخوبریدونوپه پایله کې سقوط سوه چې ترلنډي مودي وروسته افغان امنیتي ځواکونومرکزي سیمي دطالبانوڅخه ونیولي خوتازه ددوهم ځل لپاره یووازبیا خانشین دوسله والوپه لاس سقوط سوه .


۱۳۹۴ اسفند ۲۴, دوشنبه

له ولایتي شورا سره وېره ده چې روانې ناامنۍ به دغه ولایت سقوط کړي .

راپور—۲۰۱۶—۳---۱۴—
ملي دفاع وزارت وایې په هلمندکې یې دملي اوردوشپږکنډوکونه نوي جوړکړي دي .
دوسلوال پوځ لوی درستیزهلمند ته په داسي حال کې سفروکړچې  دکورنیوچارودروزارت دپولیسوعمومي ريس اودمل امتیت مرستیال یې یې هم ملتیاکوله دهلمندوالي اونورچارواکوسره تراوږدوخبرو وروسته خبریالانوته وویل هلمندته یې پوره پآم اړولی دی اوډيرژربه په روانوحالاتوکې بدلون راولي ، خودهلمندولایتي شورا بیا دولت دلوړپوړوچارواکوسفرونه هلمند ته یوازي دخپلوشخصي ګټودساتلوپه موخه بولي چې دحالاتودکابوکیدوپرځای یې هلمند دسقوط سره مخ کړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمدسروري راکوي .
په هلمندکې دامنیتي ځواکونودخیالي تشکیل ترڅنګ په لوی شمیریوازي دکاغذ پرمخ دامنیتي ځواکونوشتون خبري خوراګرمي اواندیښني یې هم راپیداکړي دي ، خوتازه دملي دفاع دوزارت لوی درستیزوایې دملي اوردوپه لیکوکې یې شپږنورکنډکونه هم جوړکړي دي چې دراتلونکي اوړي دجګړې لپاره دپوره تیاریوترڅنګ به په اوسني حالاتوکې هم تغیرراولي .

لوی درستیزکه څه هم څوڅوځله هلمندته سفرکړی هرځل یې بیلابیلي ژمني کړي خودهلمندپه حالاتوکې نه یوازي چې تغیررانغی بلکې ډيری سیمي وسله والوونیولي ، خودهلمندولایتي شوراچې دهلمند دسقوط ویره لري ترډيره یې پړه هم پریادولوړپوړوچارواکووراچوي چې یوازي دخپلوشخصي ګټودخوندیتوب په موخه هلمندته سفرونه کوي چې هلمنداوس مهال تربل وخت دخورالوی تهدیدونوسره مخ دی .

دوی وایې که دولت هلمند دسقوط څخه ژغورل غواړي دامنیتي پواځواکونوپه لیکوکې دي دخیالي تشکیلاتومخه ونیسي ، دوی وایې که دولت یوازي درسنیوپرمخ ژمني کوي اوپع عمل کې یې کارونه همداسي وي لري نده چې هلمند به هم دکندوزپشان سقوط وکړي .


۱۳۹۴ اسفند ۲۳, یکشنبه

په هلمند کې د ۳۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونو سربیره تازه دشمالي ولسوالیولپاره بلې لوا هم خپل پوځي ماموریت پیل کړ.

دهلمندشمالي ولسوالۍ که څه هم ترډيره دطالبانوپه واکې دي خودیادوولسوالیولپاره دعامه نظم نهمي لواخپل کارپیل کړ.
دعامه نظم دغه لوابه دګرشک ترڅنګ سنګین ،موسي کلا،نوازد،اودکجکې ولسوالیودبشپړه امنیت دټنګښت مسولیت لري په داسي حال کې چې نوزاد اوموسي کلاولسوالۍ په بشپړه توګه دطالبانو،اودسنګین ،اوکجکې ولسوالیویوازي مرکزي سیمي تردولتي واک لاندي دي ، خودسنګین ولسوالۍ اوسیدونکې وایې دوی نورددولت له ژمنواوهرډول کړنوڅخه ناهیلي سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند کې د دوه دېرش زره امنیتي او دفاعي ځواکونو سربیره تازه بلې لوا هم خپل پوځي ماموریت  پیل کړ. دهلمند دشمالي ولسوالیودبشپړه امنیت په موخه دعامه نظم نهمي لواپه داسي حال کې خپل کارپیل کړچې دنوزاد،اوموسي کلاولسوالۍ په بشپړه توګه دوسله والوپه ولکه کې دي. دسنګین اوکجکې ولسوالیویوازي مرکزي سیمي ددولت ترولکي لاندي دي ، دکورنیوچارودوزارت دعامه نظم دساتنې  عمومي قوماندان په هلمندکې روانه جګړه دکوکنارودکرکیلي اومافیایې کړیوبولي .

 هلمندوالي وایې داچې دلته ناامنیوزور واخیست، دمرکزي حکومت څخه یې دشمالي ولسوالیودامنیت لپاره دیوي لوادمنظوري غوښتنه وکړه والي دیادي لواسره دپوره مرستي ژمنه وکړه .

د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي وایې اوس هم د چارواکو ژمنو ته دشک په نظر ګوري. دوی وایې، که هر څومره ځواکونه راشي خو که کلکه اراده نه وي حالات به کابو نشي.


دغه لوا چې څلورکنډکونه لري ډیرژربه دشمالي څلوروولسوالیود امنیت دټینګښت لپاره کار پیل کړي خو د مسوولیت سیمې یې ترډېره دوسله والو تر ولکې لاندې دي.

۱۳۹۴ اسفند ۲۲, شنبه

ایران په نادعلي ولسوالۍ کې طبانوته دجګړې لپاره وسلي ،اومهمات ورکوي .

راپور—۲۰۱۶—۳—۱۲—
پرنادعلي ولسوالۍ دتیري شپي پراخ بریدونه په شاوتمبول سوه .
نادعلي امنیه قوماندان وایې طالبانوتیره شپه دیادي ولسوالۍ پریوشمیرامنیتي پوستوبریدونه وکړه په خبره یې طالبانوته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده ، قوماندان وایې دپاکستان ترڅنګ اوس ایران هم دطالبانوسره دوسلو اومهماتومرسته کوي  ، بل پلودسیمي اوسیدونکې وایې داچې دوی دخپلوامنیتي ځواکونوسره پوره مرسته کړې نوځکه یې په سیمه کې طالبان هم جګړه نسي کولی .
نورحال زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
تیره شپه دنادعلي ولسوالۍ دشاول ،اوچاانجیرپرامنیتي پوستووسله والوطالبانوپراخ بریدونه وکړه دامنیه قوماندان په خبره تردوه ساعته جګړې وروسته یې دطالبانودغه لوی پلان شنډ اوهغیوته یې درنه مرګ ژوبله هم واوړل خودکره مرګ ژوبلي اړیې څه نه وایې ، قوماندان وایې دپاکستان دلاس وهنوترڅنګ تازه په نادعلي ولسوالۍ کې ایران هم طالبانوته دجګړې لپاره وسلي ،اومهمات ورکوي .

هغه وایې دطالبانود پراخ بریدپه اړه یې لاله وړاندي معلومات درلوده نوځکه امنیتي ځواکونه ته مرګ ژوبله نه دي اوښتې ، بلوپلودسیمي اوسیدونکې وایې دامنیتي ځواکونوسره یې پوره مرسته کړې ده چې اوس مهال په نادعلي ولسوالۍ کې امنیت تامین دی .

خودکمربند دامنیتي پوستې ساتونکی ګل احمدوایې دسرپه قربانې به هم طالبانوته اجازه ورنکړې چې نادعلي ولسوالۍ ته داخل سې ولي ددرنو وسلو اومهماتوغوښتنه کوي .

وسله والوطالبانودتیري شپي دجګړې په اړه تراوسه څه ندي ویلي .


۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

قهرمان :پاکستان غواړي چې طالبان په هلمندکې ځانګړې جغرافي یه ولري .

راپور—۲۰۱۶—۳—۸—
پاکستان غواړي چې  طالبان په هلمندکې ځانګړې جغرافي یه ولري .
دوسمشرځانګړی اوپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان په یوه خبري ناسته کې وویل چې ګاونډي هیوادونه غواړي په هلمندکې طالبانوته ځانګړې جغرافي یه په واکې ورکړي چې ورستۍ ناامنۍ هم په همدي موخه دي ،  قهرمان دولایتي شورا اومدني فعالانودتیري ورځي اندیښني هم ردکړې چې ګواکې لښکرګاه ښارداحتمالي سقوط سره مخ دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې رواني درنې جګړې دلته طالبانوته دیوي ځانګړې جغرافیې دپیداکیدوپه موخه دي ، دهلمنددجګړې اوپراتیفي مشرعبدالجبارقهرمان وایې پاکستان غواړي په هلمندکې طالبانوته یوه جغرافي یه معلومه اوبیادکوټي شوراهمدلته راولیږدوي خوقهرمان وایې پاکستان به دغه ارمان ګورته یوسي.

تیره ورځ ولایتي شورا اومدني فعالانودیوي خبري ناستي پرمهال په دې ورستیوڅوورځوکې ښارته نږدي دامنیتي پوستودسقوط ، اوطالبانودډله ییزوبریدونوپه دوام دلښکرګاه ښارداحتمالي سقوط خبرورکړ،خوقهرمان دښاردسقوط خبري په کلکه ردوي خودهلمندژغورني په موخه دمرستې غوښتنه هم کوي .


په هلمندکې ددوامداره نښتو اودسیمو دلاسه وتلوسره سم داسي ګنګوسي خپریدې چې ګواکې طالبان دکوټي شورادهلمند شمالي ولسوالیونوزاد اوموسي کلاته چې ددوی په ولکه کې رالیږدوي چې ولایتي شورا قومي مخورور اومدني فعالانوهم څوورځي وړاندي دیوي غونډي پرمهال ددغوګنګوسوپه اړه سخته انديښنه وښوده .

۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبه

په افغان خاوره کې دپاکستان بیرغ دپورته کولو اته څلویښت ساعته لا نه و بشپړ سوي چې بیرته راکښته سو.

راپور—۲۰۱۶—۳—۷—
پاکستان له دریو ورځوراهیسي دبهرام چې سره خپله لاره دترافیکوپرمخ په ټپه تړلي ده .
چارواکې وایې پاکستان دغه کار وروسته له هغه وکړکله چې دسیمي خلکو ددوی بیرغ دشپي لخواونړاوه دولسمشرځانګړی استازی عبدالجبارقهرمان وایې پاکستان تیره جمعه دبهرام چې په سیمه کې پرافغان خاوره دخپل بیراغ مراسیم جوړکړې وه چې وروسته دسیمي خلکودشپي بیرغ کښته کړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

په افغان خاوره کې دپاکستان بیرغ پورته کولو اته څلویښت ساعته لا نه و بشپړ شوي چې بیرته راښکته شو . دغه بیرغ د هلمند ولایت دیشو ولسوالۍ په بهرامچې سیمه کې تېره جمعه دځانګړو مراسمو پرمهال پورته شوی و. شمشاد پرې  تېره ورځ رپوټ درلود خو چارواکي یې نن بیرته د راغورځېدو خبر ورکوي. د هلمند لپاره د ولسمشر ځانګړی اپراتیفي مسوول وایې، داچې دسیمې اوسېدونکو  د پاکستان بیرغ راغورځولی پاکستان یې په غبرګون  کې لارتړلې.

ولس میړانه وکړه په  افغان خاوره کې یې دپاکستان بیرغ راوغورځو او پاکستان پرې لاره وتړله اوس افغان حکومت ته څه په کار دي؟

ددغه ویډیو له خپرېدو وروسته انګېرنې ډول ډول وی، ځینو نه منله چې دابه په افغان خاوره کې دپاکستاني بیرغ پورته کولو مراسم وي.دغه شمېر کسانو ویل، یاده سیمه له ډیورند کرښې هاغې غاړه ده خو عبدالجبار  قهرمان هم مني چې دغه سیمه د هلمند دیشو ولسوالۍ اړوند ده .


له شمشاده د بهرامچې په اړه له رپوټ خپرېدو  وروسته په ټول هېواد کې جدي غبرګونه راپورته شول اوخلکو د حکومت ترڅنګ دسیمې اوسېدونکي هم ګرم وبلل. دیشو دهلمند یوه له هغو ولسوالیو ده چې له تېرو دیارلس کلونو راهیسې د طالبانو ترولکې لانده ده .

ولایتي شورا اومدني فعالان وایې دچارواکوناسمي رهبرۍ هلمند دسقوط سره مخ کړ.

راپور—۲۰۱۶—۳—۷—
دهلمند ولایتي شورا اومدني فعالان وایې دچارواکوناسمي رهبرۍ هلمند دسقوط سره مخ کړ.
ولایتي شورا اومدني فعالینودیوي خبري ناستي پرمهال ګواښ وکړکه ولایتي چارواکې په حالاتوکې بدلون رانولي ،مرکزي حکومت ته دهلمند په اړه دناسموراپورونوڅخه لاس وانخلي دوی به استعفاکولوته اړکړي ، خودولسمشرځانګړی استازی هم دامنې چې ځیني چارواکې دخپل دندي دساتلوپه موخه مرکزي حکومت ته ناسم راپورونه ورکوي چې ستونزي ډيري سوې ، دوی په بهرامچه کې دپاکستان دبیرغ درول هم په سختوټکووغنده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

دهلمند دولایتي شورا غړي اومدني فعالان د دغه ولایت د امنیتي حالاتو خرابېدو لوی عوامل ناسمه رهبري، اود سیمه ییزو چارواکو له لورې  مرکزي حکومت ته د ناسمو مالوماتو ورکول بولي. دوی د هلمند روان حالت د اندښنې وړ بولي او خبرداری یې دادی که دغه ولایت ته جدي پام ونه شي دوی به دچارواکو پرضد راپورته شي.

دوی وایې  یوځل بیا جګړه او بریدونه د لښکرګاه ښار ته رارسېدلي. په هلمند کې د ولسمشر اپراتيفي مسوول هم دخلکو ټولې نیوکې پرځای بولي. د عبدالجبار قهرمان په باور، د همدغو ناسمو مالوماتو اوکمزورې رهبرۍ دجګړې ډګر هم تود ساتلی .


په هلمند کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې جګړو زور اخیستی دموسی کلا او نوزاد ولسوالیو له سقوط وروسته د مرکز لښکرګاه خلکو سره هم ورته اندېښنې راټوکېدلي .

۱۳۹۴ اسفند ۱۶, یکشنبه

وړاندې تش اندېښنې او اوازې بلل کېدې خو اوس په بهرام چې کې پاکستان خپل بیرغ جګ کړ.

راپور—۲۰۱۶—۳—۶—
وړاندي یوازي اوازې وي خو اوس پاکستان په بهرام چه کې په رسمي توګه خپل بیرغ پورته کړ.
دهلمند ولایتي شورا وړاندي تردې اندیښنه وښوده چې پاکستان په بهرام چه کې پرافغان خاوره تیری کړی خوچارواکوبابیزه ګڼل اوس هرڅه بربنډ سوې ، دسرحدونووزیرمحمدګلاب منګل هلمندته دخپل سفرپرمهال هم ومنله چې پاکستان دبهرام چې ترڅنګ په یوشمیرنوروولایتونوکې هم افغان خاوره لاندي کړې ده .خوتازه پاکستان په بهرام چې کې په رسمي توګه خپل فعالیتونه پیل کړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 وړاندي تردې یوازي اوازي اوتشویشونه وه خواوس تازه پاکستان دبهرام چې په سیمه کې خپل رسمي فعالیتونه پیل کړې اودیوې غونډي پرمهال یې خپل بیراغ ودراوه دولسمشرځانکړی استاز عبدالجبارقهرمان دمنلوترڅنګ زیاته وي مرکزي حکومت هم دپاکستان دتیري څخه خبردی .

دمرکزي اوولایتي چارواکودخبریدوترڅنګ پاکستان په عملي کارلاس پورکړخومخه به یې څوک نیسي ،دهلمندولایتي شوراوړاندي تردې پرافغان خاوره دپاکستان تیری یوه لویه ننګونه بللي اومرکزي دولت یې په دغه برخه کې په بي پروایې هم تورن کړ.

دحکومت دسرحدونووزیرمحمدګلاب منګل هلمندته دخپل سفرپرمهال دهیواد دنوروولایتونوترڅنګ په بهرام چه کې دپاکستان هیواد دښکاره لاس وهنواوپرافغان خاوره  تیري خبرورکړ.

دهلمند ولایتي ، اومرکزي چارواکې پرافغان خاوره دپاکستان دتیري کولوڅخه خبردي خوداچې مخه ولي نده نیول سوې دبهرام چې په اړه دهلمنداولسونه دحکومت پرچپ پاته کیدوسخته اندیښنه لري ،دبهرام چې په سیمه کې دپاکستان په رسمي توګه تیری پرداسي مهال درسنیوپروړاندي بربنډیږي چې له تیروڅلورو ورځوراهیسې په هلمندکې یووار بیا دطالبانو ډله ییزوبریدونوخورا زوراخیستی چې دواړه لوري یوبل ته ددرنې مرګ ژوبلي داړولواداعاوي هم کوي .


۱۳۹۴ اسفند ۱۵, شنبه

ولایتي شورا په هلمندکې دروان امنیتي حالت څخه سخته اندیښنه لري.

راپور—۲۰۱۶—۳—۵—
دهلمند ولایتي شورا په هلمندکې دروان امنیتي حالت څخه سخته اندیښنه لري  .
وکیلان وایې په دې ولایت کې ډيری سیمي اوس هم دطالبانوپه واکي دي که حالت همداسي دوام وکړي پاته سیمي به هم دوسله والوپه وکله ولویږي ، ولایتي شورا وایې ولایتي چارواکې دهلمند دامنیت په اړه خاصه پاملرنه نلري چې ورځ تربلي هلمند دسقوط له ګواښ سره مخ دی ، که څه هم ډيری هلمند طالبانونیولی دی خوچارواکې وایې دوی طالبان له ماتي سره مخ کړي دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

دهلمند جګړه چې طالبان یې خپل پرمختګ او افغان ځواکونه یې تکتیکي شاتګ بولي ، دهلمند له څوارلس ولسوالیو اته یې په بشپړه توګه د طالبانو تر ولکې لاندې او یاهم کلا بندې دي ، د څلورو ولسوالیو سربیره چې په بشپړه توګه د طالبانو تر ولکې لاندې دي د مرکز لښکرګاه څلورمې حوزې اړوند سیمه هم له طالبانو سره ده ، ولایتي شورا دغه حالت خطرناک بولي او اندېښنه یې داده که روان حالت دوام وکړي ټول هلمند له خطر سره مخ دی.

د هلمند دجګړې اپراتیفي مشر بیا د جګړې پراخېدو لوی لاملونه، دافغان ځواکونو ناسمه رهبري او دامنیتي ځواکونو دشمېر کموالی بولي.


قهرمان وړاندي تردې دشمشادتلویزیون سره په ځانګړوخبروکې ویلي و چې امنیتي ځواکونه خپلي شخصي ګټي پالي ځکه جګړه دوامداره شوې، د قهرمان پروینا ، امنیتي چارواکي هره میاشت د جګړې په نوم ۴ میلیونه لیټره تیل ترلاسه کوي.