۱۳۹۴ آبان ۲۳, شنبه

هلمندوالي وایې په سنګین ولسوالۍ کې ۶۵ دملي اردوسرتیري وسله والوطالبانوته تسلیم سوي دي


راپور—۲۰۱۵—۱۱—۱۴—
هلمندوالي وایې په سنګین ولسوالۍ کې ۶۵ دملي اردوسرتیري وسله والوطالبانوته تسلیم سوي دي .
والي دشبني په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل سیمي ته یې یوهیت هم لیږلی ترڅودغه مسله په جدي توګه وڅیړي ،هغه وایې په دي ورستیوناامنیوکې ۸۸ دافغا امنیتي ځواکونه او۴ ملکي کسان وژل سوي دي ،والي وایې تر۲۰۰ ډيروسله وال طالبانوته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دافغان وسله وال پوځ دغه ۶۵ سرتیري دسنیګن ولسوالۍ دسټیشن په نوم دیوي قرارګاه وه چې له ډيره وخته دمحاصرې په حال کې وه چې دیته اړسوه ترڅودوسله والودلیکوسره یوځای سي ،هلمندوالي میرزاخان رحیمي ددغه پیښي دپخلي ترڅنګ وایې یوهیئت لیږلی ترڅوپیښه وڅیړي هغه په دغه برخه کې دنورومعلوماتودورکولوڅخه ډډه وکړه خوزیاته وي ترڅیړنووروسته به دغه مسله معلومه سي .
.
خوتیره ورځ دهلمندولایتي شورا هم داومنله چې دملي اردو۷۰ سرتیري په سنګین ولسوالۍ دوسله والودلیکوسره یوځای سوي دي ، هلمندوالي هغه خبره هم په کلکه ردکړه چې ګواکې دسنګین ولسوالۍ مرکزسقوط کړی دی ،والي میرزاخان رحیمي وایې ستونزي سته خوډيرژربه په هلمندکې دملي اردوځواکونه ددفاعي حالت څخه تاروزي حالت ته راوګرځي چې په دغه کارسره به دناامنیوکچه هم راټیټه سي .

خوطالب ویاندقاري یوسف احمدي وایې دملي اردو۶۵ سرتیري اوپنځه  قوماندان په سیمه کې ددوی دډلوسره یوځای سوي دي چې دسپکواودرنووسلوترڅنګ پنځه ټانګونه یې هم ورویستي دي ،په هلمندکې په لومړي ځل په ډيرشمیردملي اردوسرتیري په داسي حال کې دوسله والوطالبانودلیکوسره یوځای کیږي چې لااوس هم په دې ولایت کې درنې جګړې دوام لري .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر