۱۳۹۰ مهر ۶, چهارشنبه

دهلمنداونيمروزولايتونو ۱۷۸ يوسل اوته اوياپوليسوته پوځي زدكړي وركول سوي .





دهلمنداونيمروزولايتونو ۱۷۸ يوسل اوته اوياپوليسوته پوځي زدكړي وركول سوي .
په هلمندكي ۷۰۷ اوم ساحوي زون مرستيال پاسوال نبي جان ملاخيل وويل پوليسوته دشپږواونيوپه موده كي پوځي زدكړي وركول سوي دي .
په ورته وخت كي دپوليسودښووني اوروزني لپاره نوي وداني هم ګټي اخيستني ته وسپارل سوه .

دلښكرګاه ښاردپوليسودښوونيزمركزڅخه دنيمروزاوهلمندولايت يوسل او اته اوياپوليسوته دشپږاونيوپه موده كي ورته دپوځي زدكړي دكورنيوښوونكوترڅنګ دبهرنيوښوونكوله لوري ورته پوځي مهارتونه ښودل سوي دي .
په روزل سووپوليسوكي ۱۶ تنه ساتن منان اويوسلوودوه شپيته تنه پوليس چي يواوياتنه يې دنيمروزولايت دي په پوځي زدكړوسمبال سوله .
په هلمندكي ۷۰۷ اوم ساحوي زون مرستيال پاسوال نبي جان ملاخيل په خپلوخبروكي دپوليسوڅخه په سيمه كي دښي دندي داجراكولوغوښتنه وكړه .
په ورته وخت كي دپوليسولپاره دښووني اوروزني نوي وداني هم دهلمندوالي اونورودولتي چارواكولخواګټي اخيستني ته چمتوسوله .
چارواكي وايې ياده ودانۍ دبريتانياهيواد له لوري په دولس ميليونه امريكايې ډالره مالي لګښت جوړه سوي اوپكښي هرډول اسانتياوي موجودي دي .
په هلمندكي ۷۰۷ ساحوي زون مرستيال پاسوال نبي جان ملاخيل رسنيوته وويل دوي پلان لري چي په راتلوونكوكي به ښځينه پوليسوته هم دښووني اوروزني زمينه برابره وي اوددوي لپاره به نوي وداني هم جوړه وي څوښځينه پوليسي هم په پوځي زدكړوسمبالي سي .
داپوليس پداسي حال كي پوځي زدكړي ترلاسه كوي چي تيره شپه ديوه پوليسوله لوري چي دوسلوالوطالبانوسره يې اړيكي ټينګي كړي وي دخپلي پوستي اته تنه ملګري ووژل اوپاته دري تنه يې زخمي كړله .
دالمړي ځل نه دي چي وسلوال طالبان دپوليسوپه ليكوكي دپوليسوپه وژلولاس پوري كوي خوموهيمه داده چي دداډول پيښي مخه به څنګه اوكله نيول كيږي ؟

په هلمندكي دوتنه وسلوال طالبان و نيول سول .





په هلمندكي دوتنه وسلوال طالبان و نيول سول .
دهلمنددامنيه قومانداني دجنايې جرمنوپروړاندي دمبارزي مديرعبدالاحدچوپان رسنيوته وويل په نادعلي ولسوالي كي يه دچاڼيزوعملياتوپرمهال دوه ولسوال طالبان ديوميل كلاشنكوف اونوروچاوديدونكوتوسره نيولي دي .

پوليسودهلمندولايت په نادعلي ولسوالي كي دچاڼيزوعملياتوپرمهال دوه تنه وسلوال طالبان ديوميل كلاشنكوف يوه دانه موټرسيكل دري داني ماينونه اوهمدارنګه يوه اندازه چاوديدونكي توكي اوه هغه تاريې هم ورسره نيولي چي دنيولي چي دخلګوغاړي يه ورباندي پريكولي .
دامنيه قومانداني دجنايې جرمنوسره دمبارزي مديرسمونمل عبدالاحدچوپان افغانيوزته وويل دوي په نادعلي ولسوالي كي دچاڼيزوعلمياتوپرمهال نيولي
دده په خبره دمګړي عام خلګ دخپلوپوليسوسره په هربرخه كي مرسته كوي دى زياته وي كه دخلګومرسته داسي داومداره وي دوي به نورهم په خپلوكارنوكي بريالي وي .

هغه وايې دوي به هروخت دخپلوخلګودښه ژوندكولولپاره هلي ځلي كوي .
پوليسو په هلمندكي وسلوال طالبان پداسي حال كي نيولي چي تيره ورځ دامنيه قومانداني اوپه هلمندكي ميشتي پي ارټي ته نږدي يوه موټربم چاودنه رامنځته سوله چي په پايله كي يه دعاموخلګوپه ګډون اته ويشت تنوپوليسوته مرګ ژوبله واوښتله .



اته تنه پوليس په خپله يوسته كي ووژل سول .



دهلمندكندهاري دلوي لاري پرسره دانتن پوستي اته تنه پوليس تيرماښام وژل سوي دري تنه يې زخمي سوي اوهمدارنګه يې يوبل تن نادركه دي .
په هلمندكي ۷۰۷ ساحوي زون مرستيال پاسوال نبي جان ملاخيل وايې تيره شپه دهلمندكندهارددوراهي په سيمه كي دلوي لاري ديوي امنيتي پوستي اته تنه ووژل سول اوپاته دري تنه زخمي سوي دي .
دملاخيل په خبره كه ورك سوي پوليس پيدانسي داسي ښكاري چي ياه پيښه ددي پوليس له لوري رامنځته سوې ده .
هغه وايې پوليس دځانه سره په پوسته كي شته ټولي وسلي اونورتحهزات هم دځانه سره وړي دي .

۱۳۹۰ مهر ۵, سه‌شنبه

په هلمند کى ديوه ځانمرګى بريد له امله لسګونو کسانو ته مرګ اوژوبله واوښتل.







په هلمند کى ديوه ځانمرګى بريد له امله لسګونو کسانو ته مرګ اوژوبله واوښتل.
دهلمند دامنيت امر دپيښى په ځاى کى رسنيو ته ويلى دى چى تر اوسه شپاړس تنو ته دپوليسو او ملکى کسانو په ګډون مرګ او ژوبله اوښتى ده.
بل خوادايمرجنسي روغتون ډاكټران وايى په دى پيښه کى نږدى اوه ويشت نفرو ته دپوليسو او ملکى کسانو په شمول مرګ اوژوبله اوښتى ده.

په لښکرګاه ښارکى ديوه موټر بم دچاودنى له امله دملکى کسانو په شمول پوليسو ته درنه مرګ اوژوبله واوښتل.
دغه چاودنه دامنيه قوماندانې مخى ته ديوه قراردادى پردوکان چى پوليسو ته ډوډى پخوى رامنځته سوه .
دهلمند دامنيت امر سمونوال کمالدين شيرزى دپيښى په ځاى کى رسنيو ته وويل تر اوسه شپاړس تنه دملکى کسانو په شمول مړه او ژوبل دى.
شيرزى وويل دغه چاودنه دهغه کس پردوکان رامنځته سوى ده چى پوليسو ته ډوډى پخوى.

په لښکرګاه ښار کى دايمرجنسي روغتون يوتن ډاکتردمړو او ژوبلو شميرترهغه زياته ښيى چى دامنيت امر رسنيو ته ويلى ده
دغه ډاګتر چى دنوم ويلو نه ډډه کوى افغان نيوز ته وويل تر دى دمه دويته اوه ويشت تنه وروړل سوي دي.
پدي پيښه كي زخمي سوي كسان وايې دوي په خپل كاربوخت وه چي يوه لويه چاودنه رامنځته سوله ددوي په خبره هيڅ نه دي پوهيدلي چي ياده چاودنه څنګه رامنځته سوي .
په پيښه كي زخمي سووكسانوافغان نيوزته دچاودني په اړه داسي وويل

دغه پيښه يوازى څوقدمه وړاندى هغه ځاى ته څيرمه رامنځته سوى ده چى يوه نيمه مياشت مخکى دروژى په لمړيو ورځو کى د يوه ځانمرګى بريد له امله چى دنظم عامه پوليسو پرګزمه رامنځته سوو دملکى کسان په ګډون يى نهه ويشت تنو ته مرګ اوژوبله واوښتل.


۱۳۹۰ شهریور ۳۱, پنجشنبه

يوزراوڅلوره سوه ( 1400 ) تنه ځوانان دملي اوردوليكوته شامل سوله .







يوزراوڅلوره سوه ( 1400 ) تنه ځوانان دملي اوردوليكوته شامل سوله .
په هلمندكي ددوه سوه پنځلسم ميوندقول اردودښووني اورزني چارواكي وايې ددوي هڅي ګړندي دي څونورهم پدي لاره كي پراخ ګامونه پورته كړل سي اودهيوادملي وسلوال پوځ پرخپلوپښوودريږي .
په ورته وخت كي دملي اوردوپه ليكوكي نوي شامل سوي ځوانان وايې دوي ځكه دملي اوردوپه ليكوكي دشاميليدوهڅه وكړه چي دامهال په ملكي يوډول ننګوي شتون لري .
په هلمندكي ( 1400 ) تنه ځونان دملي اوردوپه ليكوكي شامل سوله .
ددوه سوه پنځلسم ميوندقول اردودښووني اوروزني مشرډګروال شاولي ځاځى وايې په يادوځوانانوكي دهيوادبيلابيلوقومونواوولايتونوڅخه ځوانان دملي اوردوپه ليكوكي شامل سوي چي وروسته دترزدكړوبه دخپلوهيوادوالولپاره به دخدمت كولوجوګه وه ګرځي .
دځاځى په خبره دغه ځوانان دكابل دجلب اوجزب دمركزڅخه دهلمنددوه سوه پنځلسم ميوندقول اردودښووني اورزني ځانګي ته معرفي سوي دي .

هغه وايې ددويته به داته اونيوپه موده كي زدكړي وركول سي .
دملي اوردوپه ليكوكي نوي شامل سوي ځوانان وايې دوي دخپل وطن ناخوالوديته اړكړله چي دملي اوردوپه ليكوكي شامل سي اودخپلي خاوري لپاره خدمت وكړي
دملي اوردوپه ليكوكي نوي سرتيري داهم وايې ددي خاري ساتنه يوازي دافغانستان وګړي كولاي سي چي پدي ملك كي ارامي راولي اوټولوپرتوناخوالوته به دپاي ټكي كښيښول سي .
په هلمندكي دشته امنيتي ځواكونوڅخه يوازي دملي اوردوسرتيري دي چي دعاموخلګوسره ښه چلندكوي اوخلګ هم ورسره دخپله وسه مرسته كوي .

۱۳۹۰ شهریور ۲۸, دوشنبه

په هلمند كې د حرفوي زده كړوله مركزڅخه زرتنه ۱۰۰۰ زده كوونكي فارغه سوله ،






په هلمند كې د حرفوي زده كړوله مركزڅخه زرتنه ۱۰۰۰ زده كوونكي فارغه سوله ،
هغه مراسم چې د يكشنبې په ورځ ناوخته په لښكرگا ه كې ددې مركزپه انگړكې جوړسوي وو پكې د هلمند ولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي،د كاراوټولنيزوچارورئيس محمد نادروطنوال د يوشميرنوروادارومسؤلينواوبهرنيوميلمنوگډون درلود.
ددې مراسموپرمهال د هلمند د كاراوټولنيزوچارورئيس محمد نادروطنوال وويل چې درى مياشتې وړاندې د مرسي كورپ موسسې په مرسته اود انگلستان د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي لگښت يې په نوموړي مركزې كې د حرفوي زده كړولكه خياطى،گلدوزى،فلزكارى،بريښنا،موبايل جوړلو،كمپيوټر،كانكور،د موټرد ماشين جوړولواونوروبرخوكې چې ټول ټال شل برخې كيږي كورسونه په لاره واچول چې پكې څه باندې ۱۸۰۰كسانوپه يادوبرخوكې زده كړه پيل كړي اود دولسوبرخوزده كوونكي چې شميره يې زرتنه كيږي له دريومياشتوزده كړو وروسته فارغ اوپاتې نوربه له شپږومياشتووروسته فارغ سي.
د نوموړي په وينا چې په دې جمله كې ۲۵تنومعلولينوهم د خياطى په برخه كې زده كړې ترلاسه كړې اوله فراغت وروسته ټولوزده كوونكوته په اړونده برخه كې سامانونه هم وركړل سوي دي.
ده د هلمند له اوسيدونكووغوښتل چې خپل هغه ځوانان چې روزگارنه لري اويا هم له زده كړوبې برخې دي دې كورسونوته وليږي ترڅود بيكارى ستونزې ته د پاى ټكى كيښودل سي.
په دې مراسموكې د انگلستان دنړيوالې پرمختيايي ادارې استازي مايكل اونيل وويل چې دوى ژمن دي د هلمند ځوانانوته په بيلابيلوبرخود همدې كورسونوله لارې زده كړې وركړي اودالړى به په راتلونكودريومياشتوكې گرمسيراوگرشك اوپه راتلونكي كال كې ناوې اونادعلي ولسواليوته هم وغځوي.
په پام كې ده چې ددې ډول كورسونولړى په هلمند كې د ښځينه و لپاره هم په لاره واچول سي.