۱۳۸۹ آبان ۹, یکشنبه

په ناوي ولسوالي كي پوليسودوه تنه ماين ښخه وونكي اولس ميله سلاح دخصوصي امنيتي كمپنيوڅخه په لاس راوړي اوهمدارنګه دامنيي قومانداني پوليسودلښكرګاه ښاراواړ



په ناوي ولسوالي كي پوليسودوه تنه ماين ښخه وونكي اولس ميله سلاح دخصوصي امنيتي كمپنيوڅخه په لاس راوړي اوهمدارنګه دامنيي قومانداني پوليسودلښكرګاه ښاراواړونده ولسواليوكي دبيلابيلوخصوصي اومنيتي كمپينوڅخه په زياته پيمانه وسلي اوچاوديدونكي توكي نيولي ،
خبر................ سروري
دناوي ولسوالي دامنيي قومانداني پوليسوپه ياده ولسوالي كي دوه تنه ماين ښخوونكي هريوملامحمدولي ، اوملامحمدعوض چي ددي ولسوالي اوسيدونكي دي نيولي ،
دناوي ولسوالي امينه قوماندان سمونيارسيف الله وايي چي ددي ددوتنوطالبانوسره دري حلقي ماينونه هم نيول سوي ،
دقوماندان په خبره چي دناوي ولسوالي امنيتي پوليسونهه ميله كلاشنكوف ، اويوميل پيكه دخصوصي امنيتي كمپين څخه هم په لاس راوړي ،
دهلمندداميني قومانداني پوليسوپه لښكرګاه ښاراوړونده ولسواليوكي دبيلابيلوعملياتوپرمهال شل لحقي ماينونه ترلاسه كړي ،
اوهمدارنګه يادوامنيتي پوليسو درويشت ميله كلاشنكوف ، اوڅلورميله پيكه يي دخصوصي امنيتي كمپينوڅخه هم ترلاسه كړي چي يادي وسلي اوچاوديدونكي توكي به دډاياك يابي وسلي كولوپرګرام ته وسپاري ،
دناوي ولسوالي دامنيه قوماندان سمونيارسيف الله په خبره چي امنيتي ځواكونه دپخواپه پرتله څوبرابره پياوړي سوي او اوس داتوانايي لري چي دخپلي سيمي څخه ددولت پرضدمخالفين وركړي خوقوماندان بياددي هرڅه دلاسه راوړنوسره سره دهلمندلويه امنيه قومانداني دولسواليودقوماندانوسره په نه همكاري تورنه وي وايي چي دوي موږته كافي وسلي ، تجهيزات اونورهغه څه چي امنيتي ځواكونوته ديوي ولسوالي دامنيتي حالات لپاره اړين بلل كيږي په واكي نه دي راكړي ،
قوماندان چي دخپلولاسته راوړنوڅخه ډيرخوشحاله ووخوترڅنګ يي دامنيتي مسئولينوڅخه درهرنګه همكاري غوښتنه هم كوي ،

قوماندان سمونيارسيف الله وايي چي دخپل سربه ښندلوسره به دخپل ولايت اودناوي ولسوالي خلګوته دښه امنيتي حا لات په برابرولوكي تردي هم نوري هلي ځلي كوم ترڅوزموږعام اولس دهررنګه ننګونواوډارڅخه په امن كي پا ته وي ،
بايدوويل سي چي امنيتي ځواكونه وړاندي تردي دومري تواني نه درلوده چي ديوسيمي امنيت پرخپله غاړه واخلي اوخلګوته دارام ژوندزمينه برابره كړي ،
خواوس ددي سره سره چي امنيتي ځواكونه پياوړي سوي خوترڅنګ يي ديولړسختوستونزوسره هم لاس اوګريوان دي ،
ددوي په خبره كچيري مسئولين دي كارته جدي توجوه ونكړي كيداسي دودلت پرضدمخالفينوته يوځل بياداچانس په لاس ورسي ترڅودوي زموږدعام اولس اودولت پروړاندي يولړننګوني رامنځته كړي ،

۱۳۸۹-۸-۹







۱۳۸۹ آبان ۵, چهارشنبه

دپوليسودښوونيزمرکزڅخه دروپنځوس تنه پوليس فارغه سول ،



دپوليسودښوونيزمرکزڅخه دروپنځوس تنه پوليس فارغه سول ،
په لښکرګاه ښارکي دپوليسودښونيزمرکزڅخه دروپنځوتنوپوليسوته دفارغت سندونه ديولړخاصومراسيموپرمهال ورکوسوه
خبر....................................................... سروري
دادلښکرګاه ښاردپوليسوښوونيزمرکزدي چي دلته دهلمندولايت دبيلابيلوولسواليواوسيدونکي دپوليسوپه ليکوکي دمسلکي کيدوپه خاطرزدکړي کوي ،
پدي مرکزي کي دکورنيواوستادانوترڅنګ بهرني اوستادان هم سته اوپوليسوته مسلکي زدکړي ورکوي چي بيايادفارغين دهلمندبيلابيلوسيموته دلاښـه امنيت په موخه استول کيږي ترڅوپه سيمه کي دمسلکي پوليسوپه واسطه امنيت تامين سي ،
پدي ښونيزمرکزکي دچهارشنبي په ورځ څلويښت تنه سربازان اوديارلس تنه ساتن منان داته هااونيوپه موده کي دمسلکي زدکړوورسته فارغ اوټولني ته دخدمت کولولپاره وړاندي سوله ،
پدي مراسيموکي دهلمنددامنيه قومانداني دلوژستيک مديرسمونوال تورجان په خپلوخبروکي پوليس دافغانستان اوپه ځانګړي توګه يي دهلمندولايت ساتونکي وبلل ،
دي وايي داپوليس دي چي دخپلي خاوري اواولس ساتنه په هروخت کي کوي اوهغه کسان چي نه غواړي داولايت يودامن اوثوبات کوروګرځي دهغويوپروړاندي پوليسوهروخت دخپله ځانه پوره وړتياښودلي اوددولت پرضددمخالفينوددوسيسي يي شنډي کړي ،

ده همداراز نوروزل سوپوليسوته دخپلي دندي پرمهال دخلګوسره دښه سلوک پدرلودلوسره وويل چي هرپوليس ملکف دي ترڅودخپلوهلمندوالودښه ژوندانه لپاره پوره هلي ځلي وکړي ،
دلښکرګاه ښاردپوليسودښوونيزمرکزمشرسمونمل محمدرفيق شرياردنووروزل سوپوليسوڅخه دخپلي دندي پرمهال دښواخلاقواوښي وظفي دسرته رسولوغوښتنه وکړه ،
شريار زياته وي کچيري پوليس دخلګوامنيت تامين کړي اولس به هرومرودخپل دولت سره په هربرخه کي چي اړتياوي مرسته کوي خودي وايي چي ډيرى وختونه پوليس دخپلوهيوادوالوسره ناسم سلوک کوي چي دنه همکاري اصلي عوامل همداکيداسي ،
شرياروايي دخلګواتمنان پرخپل دولت راويستل ترهرڅه اړينه خبره ده چي داکارهم ترډيره ځايه دپوليسودښه سلوک اودخلګوسره دښوراوابطو پراساس رامنځته کيدلاي سي ،
دپوليسودښوونيزمرکزمسئول سمونمل محمدرفيق شر يارپه خبره چي پدي مرکزکي اوس مهال هم يوشميرپوليس ترزدکړولاندي دي چي ډيرژربه هغه يوه ورځ خپلي ټولني ته دخدمت کولولپاره وړاندي سي ،
دمراسيموپه ورستيوکي دبهرنيوځواکونوله لوري ددي مرکزمسئول محمدرفيق شرياراوڅوتنونوورافغاني استادانوته دښه کارکولوپه موخه تقديرنامي ورکول سوي اوهمدارنګه پرهغه نوروزل سووپوليسوباندي هم دفارغت سندونه وويشل سوه کوم چي داته هفتوپه موده کي يي خپلي زدکړي سرته رسولي ،
ديادوني وړده چي ديادښونيزمرکزدجوړه ولوڅخه يولس مياشتي تيريدونکي دي اوپدي موده کي ددي ښوونيزمرکزڅخه ديوزراته سوه دروپوپنځوس تنه پوليس فارغ سوي دي اوددي ولايت په بيلابيلوسيموکي دښه امنيت په موخه استول سوي اوځاي پرځاي سوي دي

١٣٨٩—٨--٥

۱۳۸۹ آبان ۴, سه‌شنبه

دبرتانيا هيواد دسنا دمجلس غړيو دهلمندوالي سره دهغه دكار په دفتركي وكتل دبرتانيا څخه دراغلي پلاوي مشر وايي چي دسفر موخه يي دافغانستان او هلمند څخه دورو




دبرتانيا هيواد دسنا دمجلس غړيو دهلمندوالي سره دهغه دكار په دفتركي وكتل دبرتانيا څخه دراغلي پلاوي مشر وايي چي دسفر موخه يي دافغانستان او هلمند څخه دوروستيو پرمختګونو ليدنه وه
خبر......................سروري
دبرتانيا هيواد دسنا دمجلس څلوركسيز پلاوي چي مشري يي د ريچارډ اوټاوي په غاړه وه دسه شنبي په ورځ دهلمند والي محمد ګلاب منګل سره په داسي حال كي دهغه دكار په دفتر كي وكتل چي دولايتي شورا ريس محمدانورخان هم حاضر وو . دوي وايي چي دسفر موخه يي په افغانستان او هلمندكي دوروستيو پرمختګونو څخه ليدنه وه
برتانيا چي دناټو دغړيو هيوادونه څخه پياوړي هيواد ياديږي دامهال يي په هلمند كي دامنيت تر څنګ ډيري دبيارغوني كارونه تر سره كړيدي او لا هم پرخپلو مرستو ټينګار كوي دهلمند والي محمد ګلاب منګل راغلي پلاوي ته ددي ولايت په هر اړخيزو برخو كي معلومات وړاندي كړه دي وايي د دې ولايت په ټولو چارو كي دپخوا په كچه دپام وړبدلون رامنځته سوي امنيت پرمختګ كړي او په ليرو پرتو ولسواليو كي دنړيوالو په مرسته دبيارغوني ستري او ټولګټي پروژي تر كار لاندي او پكي زرګونه ځوانان كار كوي ښاغلي منګل دبرتانيا هيواد دمرستو څخه مننه وكړه او وويل چي ډيري مرستي دهلمند سره دبرتانيا هيواد له لوري ترسره شوي چي لاهم رواني دي .

راغلي پلاوي وويل چي دسفرموخه يي په افغانستان او هلمندكي دورستيو پرمختګونو اوبيارغاوني دكارونو څخه ليدنه ده دوي دهلمندوالي څخه خوښي وښوده چي په دي وروستيو كي يي دهلمند ولايت په هره برخه كي دپام وړبدلونونه راويستي خلكوته يي دكاركولوزمينه او دژوندانه اسانتياوي برابره كړي دي .

راغلي پلاوي دبرتانيا هيواد لخوا دمرستو پرژمنو بياهم ټينګار وكړ دوي وويل چي هيواد به يي دافغانستان په ځانګړي توګه دهلمندولايت سره په هره برخه كي مرستي كوي ترڅو هلمندي اولس ته په هره برخه كي اسانتياوي رامنځته سي .

۱۳۸۹ مهر ۲۷, سه‌شنبه

په ګريشک ولسوالي کي دڅلورم اوميدپه نامه عمليات پيل سوه ،








په ګريشک ولسوالي کي دڅلورم اوميدپه نامه عمليات پيل سوه ،
دلښکرګاه ښارپه شمال کي دپرتي ګريشک ولسوالي دسربندپه سيمه کي چاڼيزعمليات دڅلورم اوميدپه نامه پداسي حال کي پيل سوه چي دملي اوردوترڅنګ ملي پوليسوملي امنيت اوايساف ځواکونوهم ګډون درلود،
خبر............................. سروري ،
دادګريشک ولسوالي دسربندسيمه ده پدي سيمه کي دولت دڅلورم اوميدپه نامه توصفوي عمليات پيل کړه ددي عملياتوموخه په ګريشک ولسوالي کي دپوره امنيت دراويستلوترڅنګ خلګوته دهوسااورام ژونددزميني دبرابرولوسره سره دسربندخلګوته کارکولوموقعي هم برابريږي ،
داعمليات چي دسهاردڅلوربجي څخه پيل سوه پکښي پنځه سوه دملي اوردوسرتيري ، شل تنه ملي پوليس ، شپږتنه دملي امنيت کارکوونکي ، اودوسوه دايساف ځوکونوهم گډون درلود،
دګريشک ولسوالي دسربندپه سيمه کي په هلمندکي ددوسوه پنځلسم ميوندزون قولي اوردوددريمي ليواقوماندان بريدجنرال شيرين شاه کوبندي هلمندتلويزيون ته دخپلوشروع سووعملياتوپه اړه وويل چي دولت نورپه ټول هيواداوپه ځانګړي توګه په هلمندکي دهررنګه ننګوونومخه نيسي ،
دي زياته وي چي ډيرژربه دګريشک ولسوالي ټولي سيمي دمخالفينودشتون څخه پاکيږي اوهلته به ددولت پروړاندي کومه ستونزه نه وي ددوه سوه پنځلسم ميوندزونددقولي اوردوقوماندان بريدجنرال شيرين شاه کوبندي خوښي وښودل چي داعمليات به په بري سره پرمخ ولاړسي دي وايي چي تردامهاله دکوم مقاومت سره نه دي مخامخ سوي ،
دکوبندى په خبره چي پدي عمليات کي ديوماين دچاودني له امله دري دملي اوردوسرتيري ټپي سوي هم دي خودي وايي يادسرتيريي دامهال دښوراب مرکزي هاډي ته رسولي اوتردرملني لاندي دي ،
کليپ ................
دګريشک ولسوالي دسربندپه سيمه کي دتوپچي په کرارګاکي دڅلورم اوميدپه نامه دعملياتوپه دوهمه شپه دملي اوردودسرتيرولخواددوښمن دتګ راتګ لپاره ديادي کرارګاڅخه دروښان دازونوپيرونه هم ترسره سول ،
څوګډځواکونه وه کولاي سي خپل هدف ته په ښه توګه وره سيږي ،
دتوپ ږغونه ......
بايدوويل سي چي دولت نورپه هره سيمه کي دهررنګه ستونزومخه نيسي او وايي چي ډيرژربه دهلمندټولوسيموته دامن اوثوبات لمن وغځول سي اوخلګ به بيله کومه ډاره خپل ژوندته ادامه ورکړي ،

١٣٨٩—٧--٢٨

۱۳۸۹ مهر ۲۰, سه‌شنبه

دپوهني درياست له لوري ددولسم صنف دفاريغينوڅخه ازموينه واخيستل سوه ،


دپوهني درياست له لوري ددولسم صنف دفاريغينوڅخه ازموينه واخيستل سوه ،
دسه شنبي په ورځ دپوهني درياست له لوري ددولسم صنف دفاريغينودزکورواواناسوڅخه ازموينه پداسي حال کي واخيستل سوه چي دولايت دمقام داستازي ترڅنګ ديوشميرنورودولتي اداروستازوهم ګډون درلود،
خبر............................ سروري
دپوهني درياست له لوري ددولسم صنف دفاريغينودزکورواواناسوڅخه ازموينه دسه شنبي په ورځ دپوهني درياست په تالارکي پداسي حال کي واخيستل سوه چي دولايت دمقام دا ستازي ، ترڅنګ ديوشميربيلابيلوادارواستازوهم ګډون درلود،
دپوهني درياست مرستيال محمدولي وايي چي ددي ازمويني څخه موموخه په مرکزاولسواليوکي دښونځيودښوونکودکموالي ده ، دده په خبره چي موږبه وکولاي سوڅوهغه ددولسم صنف فاريغين چي دامهال کومه دنده نه لري هغيوته به ددندي دپداکيدلوترڅنګ به دوي خپلوهلمندوالوته خدمت هم وکولاي سي ،
دپوهني درياست مرستيال زياته وي چي ډيرژربه دمرکزترڅنګ په ټولوولسواليوکي دپوهني په برخه کي چي کومي ستونزي دزده کونکوپروړاندي شتون ولري هغه ترډيره ځايه حل سي ،
دي وايي چي پدي ازموينه کي يوازي اويوازي ددولسم صنف فارغين کولاي سي چي ازموينه ورکړي اوکوم هغه زده کونکي چي دامهال په عالي دارمعلومين ،اوياهم د دکرهڼي په پوهنځي کي وي دهغيوڅخه ازموينه نه اخيستل کيږي ،
ديادوني وړده چي دپوهني درياست پروړاندي يوشيمرستونزي وي خودامهال مسئولين لګيادي څوپه ټول هلمندکي دپوهني په برخه کي دي پرتوستونزوته ډيرژردحل لاري چاري ولټوي ،

١٣٨٩---٧-٢٠



۱۳۸۹ مهر ۱۴, چهارشنبه

دافغانسان داسلامي جمهوريت دملي دفاع وزارت مرستيال هلمندولايت ته راغي



دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي دفاع وزيرتورن جنرال محمدمعين فقيراوورسره پلاوي هلمندولايت ته ديوسفرپرمهال دهلمندوالي اويوشميردولتي مسئولينوسره ترکتني وروسته په هغه پراخه غونډه کي هم ګډون وکړ کوم چي ددي ولايت داوسيدونکي څخه جوړه سوي وه ددي سفرموخه دافغانستان په وسلوال ځواکي دهلمندي سرتيرونه شتون هغه ستونزه وه چي دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئيس حامدکرزي دهدايت سره سم دي ولايت ته راغي چي ددي ولايت ځوانان په وسلوال پوځ کي ونډه واخلي ،
هلمندوالي محمدګلاب منګل دهلمندولايت اوسيدونکي څخه جدي غوښتنه وکړه څوپدي لاره کي خپل سالم بچيان دملي اوردوملي پوليسواوملي امنيت په ليکوکي شامل کړي ،
دافغانستان ملي دفاع دوزيرمرستيال وويل چي کچيري دهلمندخلګ خپل بچي په وسلوال پوځ کي شامل نکړي نوددي ولايت خلګ به دخپل حق دبيرته لاسته راوړلوڅخه بي برخي پاته وي اوغوښتنه وکړه چي نورلاس ترزني کښي نه ني اودخپل وسلوال پوځ په جوړه ولوکي پوره ونډه واخلي ،
وروسته څوتنوخپل بچي دنوم ليکني لپاره حاضرکړه اودملي اوردوليکوته يي دشاميليدوپه موخه واسته ول
بايدوويل سي چي دافغانستان وسلوال پوځ دهرقوم اوهرولايت څخه جوړوي څودهررنګه ستونزومخه نيول سوي وي
سروري ١٣٨٩-- تلي --١٤


تاسوقومي مشران اوسپينږيري بايد په خپلوسيموکي دکوکنارو دنابود کښت په وړاندي په کلکه مبارزه وکړي دا خبره دهلمند والي محمدګلاب منګل په ګرمسير ولسوالي کي





تاسوقومي مشران اوسپينږيري بايد په خپلوسيموکي دکوکنارو دنابود کښت په وړاندي په کلکه مبارزه وکړي دا خبره دهلمند والي محمدګلاب منګل په ګرمسير ولسوالي کي ديوي غونډي پرمهال روښانه کړه .
خبر .......................................... سروري
دهملند والي محمدګلاب منګل دسي شنبي په ورځ ددې ولايت جنوب لور پرتي ولسوالي ګرمسير ته په داسي حال کي سفر وکړ.چي امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګار او دولايتي شورا ريس محمدانور خان يي هم ملتياه کوله .
ښاغلي منګل او ورسره پلاوي لومړي ديادي ولسوالي په ميشته پي ، ار ، ټئ کي دامريکا دمرين ځواکونو دمسئولينو سره ترکتني وروستي دګرمسير ولسوالي په انګړکي په يوه جوړه شوي غونډه کي برخه واخيسته .
په غونډۀکښي دګرمسير ولسوال محمدفهيم ګربتي دهلمندوالي څخه مننه وکړه چي دمرکزلښکرګاه ترڅنګ يي دهلمند ولايت په يوشمير ليرو پرتو ولسواليوکي هم دبيارغاوني کارونه او ټولګټي پروژي پلي کړي اوخلکوته يي دکارکولوزمينه برابره کړي ده .
ده وويل دادهلمندوالي هلي ځلي دي چي په دي ولسوالي کي يي دخلکو داولادونو لپاره دزده کړي زمينه برابره کړي ده دده په وينا په ولسوالي کي يي دامهال اتلس ښوونځي دزده کوونکو پرمخ خلاصي دي . او دماينپشتي په سيمه کي يي دخلکو دصحي خدمت ترسره کولو په موخه کلينيک ، دپوليسوماموريت او ديوباب ښوونځي دجوړولو کار هم روان دي .
.
دګرمسير ولسوال هلمندوالي ته ډاډ ورکړ چي په سيمه کي بۀ دبيارغاوني دپروژو امنيت خوندي او نور پرمختګونه ترسره هم کوي ترڅوداولسوالي دسولي دکور په نوم ونومول سي.
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دخپلوڅرګندونوپرمهال دګرمسيرولسوالي دځان لپاره دوهم کور وباله ده ديادي ولسوالي دټولوامنيتي مسئولينو او دټولنيزي شورا دغړيو څخه مننه وکړه .چي ددې ولسوالي دپرمختګ په برخه کي يي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي ترسره کړي دي .
هلمند والي په ګرمسير ولسوالي کي دپوهني روان بهير ښه وارزاوه او ژمنه يي وکړه چي دولايت ادراه بۀ تل په دي هڅه کي وي چي دي بهير ته نورهم ګړنديتوب ورکړي .
ښاغلي منګل دقومي مشراو اوسپينږيرو څخه غوښتنه وکړه چي په خپلو سيموکي دکوکنارو دناوړه کښت په وړاندي کلکه مبارزه وکړي د ه وويل دولت ژمن دي ترڅو په ياده ولسوالي کي دترياکو دنابود کښت دله منځه وړلو په موخه دکرونده ګرو سره مرستي وکړي .
هلمندوالي وويل په ياد ه ولسوالي کي يو پراخ جماعت چي دجوړولو ژمنه يي دوړاندي سوي وه کار يي تمام او ډير ژربه يي دجوړيدو کار پيل سي .
ده روښانه کړه کچيري په دي ولسوالي کي دکوکنارو دکښت په وړاندي کلکه مبارزه وسي لازياتي دبيارغاوني پروژي پلي سي .

هلمندوآلي سوله دافغانانو لپاره ترټولومهمه خبره وبلل ده دقومي مشرآنو څخه غوښتنه وکړه ترڅو په سيمه کي مرور وروڼه پخلااوسوي په تغر کښينوي ترڅو په گډه دخپل هيواد په بيا جوړولو کي کار وکړي ښاغلي منګل خلکو ته دفوډزون دپروګرام په اړه وويل ده ديادي ولسوالي دعامو خلکو دمرستي څخه مننه وکړه اودهغوي څخه يي دلازياتو همکاريو غوښتنه وکړه .
دهلمنددولايتي شورا ريس محمدانورخان دخپلو خبروپرمهال دسيمي دخلکوڅخه غوښتنه وکړه ترڅو په خپلو ځمکوکي دترياکو ناوړه بوټي ونه کري او پرځاي نور حلال کښتونه کښت کړي . ده زياته کړه چي دولت په هلمندکي دکوکنارو کښت له منځه وړي او نه پريږدي چي کوم څوک دترياکو کښت وکړي .

دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګار غونډي ته دويناپرمهال وويل چي دګرمسيرولسوالي پوليس ستاسوپه خدمت کي دي څودګرمسيرولسوالي خلګ يوښه اورام ژوندولري ده پدي ولسوالي کي هغه کرونده ګر چي پخپله ځمکه کي يي دکوکنارو کښت کړي وي دقانون سرغړونکي وبلل ده زياته کړه چي دقانون سرغړونکي بۀ دپوليسو لخوا نيول کيږئ اواصولي چلند به ورسره کيږئ .
وروسته په وار سره په هلمندکي دمجاهدينودسولي دعالي شورا ريس عبيدالله زيارمل ، دګرمسير دولسوالي دټولنيزي شورارئيس ډاکټرحبيب الله دګرمسيرولسوالي دادري اودعاموخلګويوتربله دښه همکاري ستاينه وکړه دوي پخپلو خبروکي دمخالفينوڅخه غوښتنه وکړه چي ددولت سره يوځاي او دخپل هيواد په جوړولو کي برخه واخلي .
وروسته دهلمند والي محمدګلاب منګل اوورسره پلاوي دګرمسير ولسوالي په اته کيلومتري ليري پرتي سيمي لوي درويشان کي دامر اغا دزيارت او په سيمه کي دښوونځي دزده کوونکو سره دنژدي ليدني وکړي دهغوي ستونځي يي واوريدي او ژمنه يي وکړه چي ډير ژر بۀ په ياده ولسوالي کي ټولو ښوونځيو ته درسي لوازم ورسيږي .
ديادوني وړ ده چي دګرمسير ولسوالي ددي ولايت يودامن او ثبات څخه برخمنه ولسوالي ده چي دمرکزلښکرګاه جنوب لور ته په پنځه شپيته کيلومتري کي پرته ده .
١٣-٧-٨٩

دولايت دمقام مرستيال ديوځانګړي پلاوي سره يوځاي مارجي ولسوالي دمځکي له لاري سفروکړ،







دولايت دمقام مرستيال ديوځانګړي پلاوي سره يوځاي مارجي ولسوالي دمځکي له لاري سفروکړ،
ددي سفرموخه دمارجي ولسوالي اوسيدونکي ته دفوډزون ياحاصلخيزوسيموترنامه لاندي دپروګرام دعامه پوهاوي په هکله ښودل سوي وو،
پدي سفرکي دولايتي شورا درئيس ترڅنګ دملي امنيت مرستيال اوديوشميردولتي ادراومسئولينويي هم ملتياکوله ،
خبر.......................................... سروري
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزکوال ديوپلاوي په مشري مارجي ولسوالي ته دمځکي له لاري سفروکړي پدي سفرکي دولايتي شورارئيس محمدانور، دهلمنددملي امنيت مرستيال ډګروال سعد ملوک ، دمارجي ولسوالي اوسيدونکي اودهلمندداطلاعات اوکلتوررئس عليشامظلوميار، دفوډزون ياحاصلخيزوسيموترنامه لاندي دپروګرام مسئول اودهلمنددوالي دنشي توکوپرضددمباريزي په چاروکي سلاکارسيدسيف الله سادات اودهلمنددامنيه قومانداني دامنيت امرسمنوال کمالدين شيرزي هم ديادپلاوي سره ملتياکوله ،
دولايت دمقام مرستيال لومړي دمارجي ولسوالي دولسوال سره دهغه دکارپه دفترکي ددي ولسوالي دامنيت ، بيارغاوني ، په سيمه کي دخلګولپاره د ژوندکولودزميني دبرابرولوپريولړاړينوموضوعاتوباندي تربحث اوخبروورسته يي په هغه غوندکي هم ګډون وکړکوم چي دمارجي ولسوالي اوسيدونکي څخه جوړه سوي وه ،
دمارجي ولسوال عبدالمطليب دښه راغلاست ترويلوورسته يي دولايت مقام څخه ورغلي پلاوي ته ډاډورکړچي ددي ولسوالي خلګ نوردکوکنارددي بداونارواکښت دکرلوڅخه ستړي سوي اونه غواړي چي نورپه خپلوځمکوکي دکوکنارکښت وکري ،
ده همدارازدمارجي ولسوالي دخلګوڅخه وغوښتل څوپه سيمه کي دکوکناردکښت په نه کرلوکي پوره همکاري
دي وايي ترخپله وسه به هخه کوم چي پدي ولسوالي کي دهررنګه ننګونومخه به نيسم اوهيچاته به داحق ورنکړم چي دمارجي ولسوالي دخلګوخوږژوندناارامه کړي ،
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزکوال دخپلوخبرپرمهال وويل چي په مارجي ولسوالي کي دورځي په تيريدوسره به دهررنګه ستونزومخه نيول کيږي ،
ښاغلي ميرزکوال دمارجي ولسوالي خلګوته ډاډورکړچي دولايت ادره تل هڅه کوي څوپه ټول هلمندکي دخپلوهلمندوالولپاره به په هربرخه کي دهمکاري هڅي ونه سپمه وي دولايت دمقام مرستيال کوکناراوناامني يوتربل سره تړلي وبلل دي زياته وي چي په کومه سيمه کي دکوکنارکښت زياتيږي هلته به ناامني جنګ جګړي اويولړنوري هغه ستونزي به شتون ولري چي ددي ولايت خلګ به دستونزوسره مخ وي ،
ميرزکوال دمارجي ولسوالي داوسيدونکو څخه ددي بداوناروابوټي په لمنځه وړلوکي دپوره مرستي غوښتنه وکړه ،
دولايت دمقام مرستيال عبدلستارميرزکوال غونډي ته دويناپرمهال وويل کچيري په هلمندکي داصلاح سووتخمونواوکيمياوي سري برسيره چاپه خپلومځکوکي کوکناروکرل کښت به لمنځه ځي خودي زياته وي چي نه يوازي به يي دکوکنارکښت اړول کيږي بلکي به ورسره قانوني چلندهم ترسره سي ،
ښاغلي ميرزکوال په مارجي ولسوالي کي دبيارغاوني کارونه په چټکي سره روان وبلل وويل چي پدي ولسوالي کي دکليواوپراختيارياست له لوري اتلس (١٨) دکارپه بدله کي خلګوته دپيسودورکړي ياکيشت پاروړک پروګرام اوهمدارنګه اتياداني دپاکواوبوڅانان هم کښل سوي څوددي ولسوالي خلګ ورنه په صحي توګه ګټه واخلي ،
ښاغلي ميرزکوال همدارازپه هره ولسوالي کي دټولنيزي شوراجوړيدل اړين دهغي ولسوالي داوسيدونکي لپاره يادکړ،
دهمدارازدپي ار ټي اودامريکايي سمندري ځواکونواونورومرسته کونکوهيوادونودمرستوڅخه هم مننه وکړه چي دهلمندولايت دپرمختګ اوبياودانه ولولپاره پوره هلي ځلي کړي ،
دولايتي شورارئيس محمدانوردمارجي ولسوالي دخلګوڅخه په مارجي ولسوالي دکوکناردکښت په لمنځه وړلوکي دپوره مرستي دغوښتلوترڅنګ يي دامنيتي چاروپه لاښه کيدوکي يي هم ددي ولسوالي خلګ ونډه لاظمه وبلل ،

دولايتي شورارئيس ددي ولسوالي دخلګوڅخه ددولت پرضددمخالفينوپه روغه جوړه کي دهمکاري غوښتنه هم وکړه وويل چي جنګ اوجګړي هلمنداومارجي ولسوالي ته بيله وراني بل څه نسي ورکولي ده سوله دانسانانوپه ژوندکي ترهرڅه اړينه وبلل ،
دمارجي ولسوالي اوسيدونکي اودهلمندولايت داطلاعات اوکلتوررئيس عليشامظلومياردخپلي سيمي دخلګوڅخه پدي ولسوالي کي دپوره امنيت دراويستلوترڅنګ يي پدي ولسوالي کي دکوکناردکښت په لمنځه وړولوکي دلازياتي همکاري هيله وکړه
دمارجي ولسوالي قومي مشرحاجي عبدالسلام په خپلوخبروکي وويل چي دمارجي ولسوالي اوسيدونکي نورپه خپله سيمه کي کوکنارنه غواړي اونه يي هم په خپلومځکوکي دکوکنارکښت کري خوپه وينايي چي کچيري ددي ولسوالي دخلګوسره اړينه اوکافي مرسته ترسره نسي نوخلګ به بيرته دکوکنارکښت ته مخه کړي ،
دى زياته وي چي پدي ولسوالي کي بايددبيارغاوني کارونه نورهم ګړندي سي څوپدي ولسوالي کي دخلګولپاره دکارکولوزمينه هم برابرسي
ده په خپله ولسوالي کي دروپيښوسووستونزوپه اړه وويل چي دکانالونونه کاريدل و داوبونشتوالي اويولړنوري هغه ستونزي وي چي دمارجي ولسوالي خلګ ورسره لاس اوګريوان دي خوده ددي هرڅه لپاره ډيرژردحل کولوغوښتنه يي وکړه ،

ديادوني وړده چي مارجي ولسوالي دورځي په تيريدوسره دپرمختګ په حال کي ده چي وړاندي تردي مارجي ولسوالي دهواله لاري سفرکول هم ديولړستونزوسره مخ ووخواوس مهال دمارجي ولسوالي ته دمځکي له لاري هرڅوک کولاي سي بيله کومي امنيتي پيښي دي ولسوالي ولاړسي ،

١٣٨٩-٧-١٢