۱۳۹۴ آبان ۱۱, دوشنبه

هغه دوه نیم زره کلیوګرامه چاودیدونکي توکي ونیول سوه چې دپاکستان دنوشکي سیمي څخه راوړل کیده .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۱—
دجنګ لومړۍ کرښتي ته وړونکي هغه چاودیدونکي توکي ونیول سوه چې دپاکستان دنوشکي سیمي څخه راوړل کیده .
د۶۰۴ سرحدي زون چارواکې وایې داچاودیدونکي توکې چې په یوه ایراني موټرکې ځای پرځای سوې غوښتل یې لومړۍ دمارجې ولسوالۍ اوبیاله هغه ځایه دباباجې سیمي دجنګ لومړۍ کرښي ته یوسي چې په خانشین ولسوالۍ کې دیوه کمین پرمهال ددوتورونوکسانوسره ونیول سول.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دګاونډي هیوادپاکستان دبلوچستان صوبي دنوشکي دسیمي څخه راوړل سوي هغه دونیم زره کلیوګرامه چاودیدونکي ونیول سوله چې غوښتل یې لومړی دمارجې ولسوالۍ اوبیاله هغه ځایه څخه یې دجګړې لومړۍ کرښي دلښکرګاه ښارڅلرمي امنیتي حوزي دباباجې سیمي ته یوسي ،د۶۰۴ سرحدي زون دارکان ریس وایې ۵۰ دماین کانچې یوه عراده ایرانی موټرددوتورنوکسانوسره یې دخانشین ولسوالۍ دسري کلاپه سیمه کې دیوه کمین پرمهال ونیول ،مل پاسوال حمیدالله صدیقي وایې که څه هم دوی ډيری وختونه دوسله والودراتلومخه نیولي ده ،خوزیاته وي داچې دګاونډي هیوادپاکستان سره یوه پراخه سرحدي پوله دوسله والوپرمخ خلاسه ده نوځکه دوی په اسانۍ سره تک اوراتګ کوي .

بل پلودسرحدي پولیسویوسرتیری وایې دی نه یوازي په سرحدي سیموکې دوسله والوپروړاندي هرډول قربانۍ ته اماده دی بلکې که اړتیاوي په نوروسیموکې به هم دامنیت دراتلوپه موخه دخپل سرپه بدله ورودانګې .

دوسله والوطالبانودغه خطرناکه چاویدونکي توکي په داسي حال کې نیول کیږي چې لااوس هم دښارپرڅلرمي امنیتي حوزې اودولسولیوپریوشمیراومنیتي پوستووسله وال ډله ییزبریدونه کوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر