۱۳۹۴ آبان ۲۸, پنجشنبه

په هلمند کې رواند بدامنیتي حالیت دتیرکال په پرتله دماشومانوپروړاندي تاتریخوالی ۳۰ سلنه لوړسوی دی .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۲۰—
په هلمندکې دتیرکال په پرتله دماشومانوپروړاندي تاتریخوالی ۳۰ سلنه لوړسوی دی .
دبشري حقونودخپلواک کمیسیون چارواکې وایې دیوي دیوي میاشتي په اوږدوکې دجګړې له امله لسګونه ماشومان ټپي سوي اویایه هم دبدن غړي دلاسه ورکړي دي ،دوی په هلمندکې روان حالت دبشري حقونوپه نقض کې تربل هروخت داندیښنې وړوباله چې په هره برخه کې دبشري حقونه ترپښولاندي کیږي اوهیڅ پاملرنه نه ده ورته سوې ،خوپه ورته وخت دکاراوټولنیزوچاروریاست هم په دې ولایت دماشومانوپروړاندي دتاوتریخوالي ستونزي مني خودحل غوښتنه یې کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دماشومانودنړیواله ورځي په داسي حال کې ولمانځل سوه چې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون دچارواکوپه خبره دتیرکال په پرتله په دې ولایت کې دماشومانوپروړاندي تاوتریخوالی ۳۰ سلنه لوړی سوی دی چې دوی یې انديښمن کړي دي ،دبشري حقونودولایتي کمسیون مشرمحمد بلال صدیقي وایې په هلمندکې اوسنی حالت دبشري حقونوپروړاندي په هره برخه کې دانديښنې وړدی ،هغه وایې دیوي میاشتي په اوږدوکې یوازي ۳۰ ماشومانودروانونښتواوجګړوله امله ټپیان سوي اویایه هم دخپل بدن غړي دلاسه ورکړي دي خوزیاته وي کیداسي داشمیره ترسلوهم واوړي .

صدیقي وایې دجګړې ترڅنګ درانه کارونه ،له زدکړوبي برخي کیدل اویاهم په ټیټ کیفیت زدکړي ،جنسي استفاده ،اوکورني تاتریخوالی هغه ننګوني دي چې ددي ولایت دماشومانوپروړاندي پرتي دي ,بل پلودکاراوټولنیزوچارودریاست استازی که څه هم په دې ولایت کې دماشومانوپروړاندي بیلابیلي ستونزي منې خوزیاته وي تریوه بریده یادریاست خپل مسولیت اداکړی دی ،خولاهم هڅه کوي چې پدغه برخه کې ډيرکاروکړي .

نوموړی وایې دتیرکال دسروې لمخي په دې ولایت کې  ۱۴۰۰ ماشومان معلول اوبې ځايه سوي او۴۰۰ نورپه درنوکارونوبوخت دي خواوس مهال پرداسي لاروچاروکارکوي چې لمخي یې ماشومان دتل لپاره دستونزوڅخه وژغوري ،په هلمندکې دوامداره ناامنیواویولړنوروستونزو داځل دبشري حقونودخپلواک کمیسیون اندیښنې هم دترپه پرتله ډیري کړي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر