۱۳۹۴ آبان ۲۵, دوشنبه

په هلمندکې پر۶۰۰ بیځایه سوکورنیوباندي مرسته وویشل سوه .


راپور—۲۰۱۵—۱۱—۱۶—
دهلمند دباباجې ،مارجې اونادعلي ولسوالیود۶۰۰ بیځایه سوکورنیوباندي مرسته وویشل سوه .
دغه مرسته چې په هلمندکې دبیلابیلومرستندیوادارولخواترسره سوې دخوراکې وغیري خوراکې توکوترڅنګ ۶۰۰۰ افغانۍ هم شامیلي دي ،چارواکې وایې که څه هم دوی تراوسه ۱۳۶۵ کورنیوسروې کړي خواوس هم په مارجې اوباباجې کې جګړه روانه ده کیداسي دبیځایه سوکورنیوشمیره نوره هم لوړه سي ،کډوالي کورنۍ وایې دولت دي دویته دمرستوپرځای په سیمه کې امنیت راولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دروانودوامداره ناامنیوله امله تراوسه ۱۳۶۵ کورنۍ دلښکرګاه ښاردڅلرمي امنیتي حوزي باباجې ،دنادعلي ،اومارجې ولسوالیوڅخه خوندي سیموته کډه سوي اونوم لیکنه یې سوې ده ،په هلمندکې دکډوالوچارورئیس وایې داچې اوس هم په سیمه کې جګړه روانه ده دکډوالوپه شمیرکې به ډیروالی هم راسي خوزیاته وي اوس هم دنوکډوالوکورنیونوم لیکنه دوام لري ،غلام فاروق نورزی وایې اوس ۶۰۰ بیځایه سوکورنیوسره دخوراکې اوغیري خوراکې توکوترڅنګ ۶۰۰۰ افغانۍ هم ورکول کیږي .

هغه وایې دغه مرسته دډبلیوایف پي او (ACF) مرستندویه ادارولخواورکول سوې ،بل پلودجګړودویري دراکډه سوکورنیوغړي وایې دولت دي ورسره دمرستي پرځای ددوی په سیموکې امنیت راولي چې دوی اوس مهال له ګڼوستونزوي سره مخ دي ،کډوال وایې ورکول سوې مرسته یې بسنه نه کوي ،خوزیاته وي داچې یوازي دوی خپل سرونه ایستلي ولي کورونه یې چورسوي اوهرڅه یې ورنه وړل سوي هم دي .

دلښکرګاه ښاردباباجې پرڅلرمه امنیتي حوزې ،دنادعلي اومارجې ولسوالیوباندي دسختواودرنوجګړڅخه که څه هم پوره یوه میاشت اوړي خولااوس هم په سیمه کې جګړه روانه ده چې یوشمیرکورنۍ اړې سوې چې خپل کورونه پریږي دي ښاراویاهم نوروخوندي سیموته کډه سي خواوس هم ډيری کورنۍ په سختوحالاتوکې په جنګي سیموکې ژوندکوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر