۱۳۹۳ دی ۹, سه‌شنبه

دژمې درارسیدوڅخه یوه میاشت اوړې خولااوس هم ښوونځیوته دسون توکې نه دې ورکول سوي چې درسي بهیریې له ګڼوستونزوسره مخ کړی دی .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۳۱—
په هلمندکې دژمې درارسیدوڅخه یوه میاشت اوړې خولااوس هم ښوونځیوته دسون توکې نه دې ورکول سوي ،چې درسي بیهریې اودزده کوونکوروغتیایې حالت له ګڼوننګونوسره مخ کړی دی .
ددې ولایت یوشمیرمدنې فعالین وایې که یاده ستونزه نوره هم وغځیږي کیداسي له ځانه سره ډیری نوربدعواقب هم وه زیږه وي ،دوی په دغه برخه کې دپوهنې دوزارت اواړونده ریاست څخه غوښتنه کوي چې ستونزوته ژریوه دحل لاره ولټوي ،خوپرهمدي مهال بیادپوهنې دریاست چارواکې یاده ستونزه منې خووایې په قراردادونوکې دیولړستونزوله امله یاده پروسه له خنډسره مخ سوله چې ددوورځوپه تیردوبه ټولوښوونځیوته دسون توکې وره سوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندیوشمیرمدني فعالین وایې دلېندۍ  په ۱۵ باید ټولوښونځیوته دسون توکې رسول سوې وایې چې دپوهنې په ریاست کې له پراخوستونزواوبې پروایې له امله دیوې میاشتې په تیریدوبیاهم ښوونځیوته دسون توکې نه دې ورکول سوي چې دزده کوونکوپردرسي بهیریې دمنفي اغیزوترڅنګ هغوی ناروغ سوي هم دي .

دوی وایې داچې په هلمندکې ۲۶۴ ښوونځي اوس مهال دزده کوونکوپرمخ پرانسیتي دي خوپه هره ښوونځي  کې ۳۰  سلنه ماشومان دهمدي یخني  له امله غیر حاضر دي.
پرهمدي مهال دهلمنددپوهنې ریس عبدالمتین جعفرهم دامنې چې سږکال دوی له دغه ډول ستونزي سره مخ سوله چې دزده کونکودرسي بهیرته یې هم زیان اړه ولی دی ،هغه وایې داچې په دولتي اداروکې یوډول ستونزي موجودې دي چې قرار دادونه دډيرې مودې لپاره ځڼډول کیږي اوډیرکارته هم اړیتالري نوځکه یې دوی له یادوستونزوسره مخ کړله .

هغه ژمنه کوي چې له راتلونکودریوورځوپه تیریدوبه ښوونځیوته دسون توکې وره سوي اودغه ستونزه به حل کړي .

هلمندته دتشکیل لمخې ۳۸۳ ښوونځۍ ورکول سوي دي چې ۲۶۴ یې پرانسیتې اوشاه وخوا۱۹۲ زره زده کوونکې په زده کړوبوخت دې خولاهم ۱۱۹ ښوونځۍ دزده کوونکوپرمخ تړلې پاته دي .

۱۳۹۳ دی ۸, دوشنبه

دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکویوځل بیاولایتي چارواکې ددوی دستونزوپه حل کې پاته وبلل.

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۲۹—
دهلمنددسنګین ولسوالۍ اوسیدونکویوځل بیاولایتي چارواکې ددوی دستونزوپه حل کې پاته وبلل.
دوی وایې که څه هم دسنیګن دروانې جګړې نه اوه میاشتې اوړې خواوس هم دوی له پوره پامه غورځول سوي دي ،دغه اوسیدونکې زیاته وې دهوادسړیدوسره سم یې ستونزي څوبرابره نورې هم ځکه زیاتې سوي دي چې دناامنیوله امله خلک دخپلوکورنوپریښولوته اړسوه .
په ورته وخت کې ځایې چارواکې هم په سنګین کې روانې ستونزي منې خوزیاته وي په اړه یې مرکزي دولت ته دشته ټولوستونزوپه اړه معلومات ورکړي دي .
خودهلمندامنیه قوماندانۍ بیا په سنګین روانه جګړه دقومي مخوروپرڅوډلوویشل کیدل دناامنیولوی لامل وه باله .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددسنګین ولسوالۍ اوسیدونکویوځل بیاپرولایتي چارواکوله دې کبله نیوکه وکړه چې داومیاشتوروانه جګړه یې نه یوازي پایته ورسول بلکې یه ،دم ګړی هغه کډوال هم له پوره پامه غورځولې دي چې دناامنیوله امله یې خپل کورونه پرایښې دي ،دوی وایې داچې په سنګین کې شاه اوخوا ۸۱ زره کورنۍ ژوندکوي خودم ګړی یوازي ۵ زره کورنۍ په سنګین کې پاته دي ،اونوریې بیلابیلوسیموته کډوالې سوې دي چې دهوادسړیدوسره سم یې حالت داندیښنې وړدی .

دوی زیاته وې دم ګړی په سنګین دبل اورله امله یوازي دولسوالۍ مرکزددولت اوپاته نورې سیمي دوسله والوپه ولکه کې دي ،خوپه ورته کې دهلمند دوالي ویاندعمرځواک دشمشادسره په خبروکې دخلکوستونزي پرځای وبللې ،ولي زیاته وي دیادي ولسوالۍ لپاره دپراخوچاڼیزوعملیاتو،اودکډوالوکورنیوسره دمرستوپه هکله یې مرکزي دولت څخه مرسته غوښتې چې هغیوهم دورکړې ژمنه کړې.

هغه وایې په یاده ولسوالۍ کې کافي امنیتي ځواکونه شتون لري خوزیاته وي ددوی لویه ننګونه ،دمځکنې ماینونو،اوهوایې ځواک نه درلودل دې چې امنیتي ننګونې یه زیاته کړي دي، ولی زیاته وې ډيرژربه مرکزي دولت په دغه برخه کې مرسته وکړي .

که څه هم دسنګین ولسوالۍ دروانې جګړې نه اوه میاشتې اوړې خوپه یادوناامنیوکې دسنیګن ولسوالۍ دقومې مخوروپرڅوډلوټبلودویشلونه پرده پورته سوه چې دروانوامنیتي ستونزویوسترلامل هم داپه ګوته سو.

۱۳۹۳ دی ۷, یکشنبه

په نوزادولسوالۍ کې دزرمینې په نوم هغه ۱۴ کلنه جنۍ چې ځانمرګې بریدته هڅول سوې وه ځان دعامه نظم پولیسوته وسپاره .


راپور—۲۰۱۴—۱۲—۲۸—
دهلمندپه نوزادولسوالۍ کې دزرمینې په نوم هغه ۱۴ کلنه جنۍ چې ځانمرګې بریدته هڅول سوې وه ځان دعامه نظم پولیسوته سپارلی دی .

دعامه نظم دپولیسوچارواکې وایې یاده سوې نجلۍ دشنبي په ورځ په یاده ولسوالۍ کې وروستته له هغه ځان په سیمه کې پولیسوته وسپاره چې شل ورځې دوسله والوطالبانوله لورې ورته دشلوورځوپه اوږدوکې ښوونه هم ورکول سوې ده .
نجلۍ که څه هم داسي نه وایې چې دپلارله لورې ځانمرګې بریدته هڅول سوې ده خوزیاته طالبانواړیستې وه چې دعامه نظم پرامنیتي پوسته ځانمرګی بریدوکړي .
نجلۍ نه غواړي یوځل بیادپلارکورته ځکه ورسې چې هغه به یې ووژنې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دعامه نظم دپولیسوداتمې لیوادارکان رئیس سمونوال سیدالرحمن شایق وایې زرمینه په نوزادولسوالۍ دعامه نظم پرامنیتي پوسته ځانمرګې بریدته په سیمه کې دوسله والوطالبانودقوماندان ملاباقي ،اودخپل پلارله لورې هڅول سوې وه .
هغه وایې که څه دځانمرګې بریدکولوپه برخه کې نحلۍ ته شل ورځې وړاندي ښوونه هم ورکول سوې وه خونحلۍ نه غوښتل چې ځانمرګی بریدوکړي اوپه سیمه کې یه ځان دعامه نظم دپولیسویوې پوستې ته وسپاره .
پرهمدي مهال په نوزادولسوالۍ کې دعامه نظم ددوهم کنډک قوماندان سمونیارفضل الهادي وایې له تیرودوواونیوراهیسې له دوی سره په دې اړه معلومات وه خونجلۍ دځانمرګې بریدڅخه لاس په سراودویته یې ځان وسپاره .

ځانمرګې بریدته هڅول سوې ۱۴ کلنه زرمینه وایې نه یوازي دوسله والوطالبانوله لورې ورته دماین ایښودلولارښوونه سوې ،بلکې دځانمرګې بریدپه اړه هم روزنه ورکول سوې وه ،چې دشنبي په ورځ به په یاده ولسوالۍ کې دعامه نظم پرامنیتي پوسته بریدترسره کړي خودې ونه غوښته چې ځان وژنه وکړي .

هغه وایې دولت دې بیرته داخپلې کورنۍ ته نه سپارې ولې چې هغویوبه يې ووژنې ،اوزیاته وي دخپله کوره دماماکورته تللې اوبیادهغه ځایه څخه یې ځان پولیسوته په لاس ورکړ.

دیادولوده چې تيرکال هم ددې ولايت په خانشين ولسوالۍ کې يوه ۱۲ کلنه نجلۍ سپوږمۍ هم د خپل ورورلخوا ځانمرګي بريد ته اړايستل سوې وه.

والي : دامنیتي ستونزوله امله نه یوتوانیدلوچې دپوهنې په برخه کې ستونزوته دپای ټکې کیږدو.

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۲۸—
دهلمندسرپرست والي وایې دامنیتي ستونزوله امله نه یوتوانیدلوچې دپوهنې په برخه کې ستونزوته دپای ټکې کیږدو.
والي هم دکابینې ځند په دې ولایت دامنیتي ستونزوزیږنده بولې چې له امله یې دپوهنې په برخه کې هم ستونزي دپام وړډیري سوې .

خوبلخوایوشیمراوسیدونکې وایې که څه هم تریوه بریده دولت دپوهنې په برخه کې مرسته کوي خودوی زیاته وي بسنه نکوي اوبایدخاصه پرملرنه وسي.
ددغه څرګندونونه  دیوه خصوصي ښوونیزمرکزدښځنیه زده کونکودفراغت په مراسیموکې ورنه پرده پورته سوه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندسرپرست والي وایې دوی نه دې توانیدلې ترڅوپه دې ولایت کې دپوهنې په برخه کې شته ستونزي لمنځه یوسي ،هغه پراته خنډونه دناامنیوله امله بولې .که څه هم دکابینې نه اعلانیدل وخت ونیوۍ خووالي دغه ځنډهم دپوهنې په برخه کې دستونزودراپیداکیدویولوی لامل وه باله .

نوموړی وایې په دې ولایت کې دپوهنې په وده کې خصوصې سکتورډیري هڅې کړي دي چې له امله یې په زرګونه زده کونکې دښونځیو،اولوړوزدکړوڅخه فارغه سوي دي .

هغه وایې یادي ستونزي یه له اړونده لوړپوړوچارواکوسره شریکې کړي هم دي اوهیله مند دی چې ډیرژربه ورته یوه دحل لاره ولټول سي .
خوپرهمدي مهال ځیني اوسیدونکې که څه هم دپوهني په برخه کې یوشمیرپرمختګونه منې خوزیاته وي ددې ولایت دپوهنې په برخه کې دولایتي چارواکوهڅي ناکامه اوپرځای نه بولې .


هلمند چې د هيواد په سهيل کې یوناامنه ولایت دی تر۱۲۰ زره زيات ښځینه اونارينه په زدکړوبوخت دي خواوس هم تر۷۰ زياتي  ښوونځۍ د زده کوونکوپرمخ تړلي پاته دي .

۱۳۹۳ دی ۶, شنبه

رسول یار:دامنیتي ځواکوانوترمنځ دنه همږغۍ پراته خنډونه لرې کړم

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۲۷---
په هلمندکې به دامنیتي ځواکوانوترمنځ دنه همږغۍ پراته خنډونه لرې کړم .
دغه ټکی دهلمنددوالي نوي مرستیال دخپلې دندې دپیل پرمهال وکړي ،هغه وایې داچې هلمند یوپراخ اوکرهڼیزولایت دی نواړینه ده چې دنووروکارونوترڅنګ دامنیتي ځواکونوترمنځ کلکه همږغي هم رامنځته سي .
خوپرهمدي مهال دولسي جرګې غړی شیخ نعمت الله غفارې وایې ترکومه وخته چې کابینه اعلان نه  سي دولایت چارواکې به په خپلو کارونو کې پاته وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ولایت نوي مرستیال والې محمدجان رسول یاردخپلې دندي دپیل پرمهال ژمنه وکړه چې دښيي حکومتولۍ ،امنیت ،اودامنیتي ځواکونوترمنځ کلکه همږغي به یې دلومړي توبونوڅخه وي .
نوموړی وایې اړینه ده چې په دې ولایت کې دخلکو امنیت خوندي سي، اقتصادي پروژي په لاره واچول سي،دبي روزګاره ځوانانو شمیرهم  راکمه کړل سي، اوورته دکارکولوزمینه هم برابره سي .

پرهمدي مهال په ولسي جرګه کې دهلمند دخلکو استازي شیخ نعمت الله غفاري وویل ترڅوچې کابینه  اعلان نه  سي دولایت چارواکې به په خپلو کارونو کې بریالي نسي .
هغه وایې وزارتونه له فعالیته لیولې دي ، دخلکو ستونزي نه هواريږي، اقتصادي پروژي نسته، او ورځ تر بلي امنیتي حالت هم دخرابیدوپه حال کې دي .

بایدوویل سي محمدجان رسول یاروړاندي تردې دزابل دمرستیالې والي په توګه دنده درلوده .

پولیسوپه هلمندکې څه کم دوه ټنه نشه یې توکې نیولې دي .

راپور—۲۱۰۴—۱۲—۲۷—
پولیسوپه هلمندکې څه کم دوه ټنه نشه یې توکې نیولې دي .
چارواکې وایې دیادونیول سونشه یې توکوسره په تړاوې شپږتنه ،اودرې عرادي موټرهم نیولې دي .
دوی زیاته وي نیول سوي نشه یې توکې یه دګاونډي هیوادپاکستان ګډي پولې ته څیرمه نیولې دي ،خوچارواکودنشه یې توکو،اوقاچاق وړونکوسره دکلکې مبارزې څخه خبرهم ورکړچې ډیرژربه دوی په دې ولایت کې ډيری لويې لاسته راوړنې هم ولري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت دشنبي په ورځ خبریالانوته وویل ۱۸۳۸ کلیوګرامه خام چرس چې په دریوعرادوموټروکې ځای پرځای سوې وه دشپږوقاچاق وړونکوسره یوځای دپولیسودپټومعلوما توپرنسټ نیولې دي ،هغه وایې دوی غوښته یادنشه یې توکې دله ګرمسیرولسوالۍ څخه دپاکستان ګډې پولې ته ولیږدوي چي مخه یې ونیول سول ،قوماندان وایې په دغه برخه کې موګړندي ګامونه هم پورته کړي دي .

هغه زیاته وي نه یوازي چې وسله وال ترخپلې ولکې لاندي سیموکې خلکوته بیلابیلې ستونزي زیږه وي بلکې دکوکنارکرته یې هم اړیستي دي.
قوماندان یوځل بیادسنګین ،اونوزاد،دولسوالیولپاره دپراخوچاڼیزوعملیاتودډيرژرپیل کیدوڅخه خبرورکړ
بایدوویل سي له کومه وخته چې په ګرمسیرولسوالۍ کې دنشه یې توکو،اوقاچاق وړونکوسره دکلکې مبارزې ځانګړی کمیسیون جوړسوی دی تراوسه یې په زرګونه کلیوګرامه نشه یې توکې اوقاچاق وړونکې نیولې دي .


۱۳۹۳ دی ۴, پنجشنبه

دګرشک دولسوالۍ پولیسولسګونه میله وسلې نیولي دي .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۲۵—
دهلمنددګرشک دولسوالۍ پولیسولسګونه میله وسلې نیولي دي .
دیادي ولسوالۍ امینه قوماندان وایې نیول سوي وسلې یه دیومسافروړونکې موټرڅخه ترلاسه کړي دي چې دکابل څخه یې راوړې اوغوښتل یې هرات ولایت ته یې ولیږدوي چې دیوي اطلاع پراساس ونیول سوې .
قوماندان همداراز وایې له تیري چهارشنبي دورځې نه یې دګرشک ولسوالۍ په یوشمیرسیموکې دچاڼیزوعملیاتوپرمهال ۱۰ وسله وال طالبان هم وژلې خوزیاته اوس یادعملیات دوام لري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل وایې  ۵۵ ميله بيلابيل ډول تومانچې چې په يوه مسافروړونکي موټرکې ځای پرځای سوې وي، اوغوښتل یې له کابل څخه هرات ولایت ته ولیږدوي چې ددوی دپټومعلوماتوپرنسټ دتلاشې پرمهال نه یوازي وسلې بلکې سلګونه پیره مرمۍ هم ونیول سوې .
قوماندان وایې په تړاویې موټرچلونکې هم نیول سوی دی خوزیاته وې نوموړې کس په خپل جرم اعتراف هم کړی دی .
هغه وایې نیول سوي وسلې دوسله والوطالبانودې اوغوښتل یې په هرات ولایت کې ورنه دتروریستې بریدونو،اونورووران کاروکړنوکې ترې کارواخلې .

امنیه قوماندان وایې دتیرې چهارشنبې دورځې نه یې په ګرشک ولسوالۍ کې دملې اردوسره یوځای ګډچاڼیزعملیات راپیل کړي دي چې تراوسه یې دډیری سیمودنیول کیدوترڅنګ یې لس وسله وال طالبان هم وژلې دي .

هغه وایې که څه هم وسله وال غواړي دلوی لارې پرسریوډول ناامنې رامنځته کړي خودوی یه هم دمخنیوي اودځپلوپه موخه یادعملیات په لاره اچولې دي .


بایدوویل سي چې دګرشک ولسوالۍ هم دشمالي هلمند دولسوالیوپه شان به ډیری وختونه دناامنیوخبرونه ورنه خپریدل ،خودیادقوماندان دراتګ سره سم نه یوازي امنیتي ننګونې یې راکمې سوي دي بلکې یه ډیری سیمې دامهال دوسله والودولکې نه وتلې اوخلک خپل عادي ژوندپرمخ وړې .

۱۳۹۳ آذر ۲۹, شنبه

دشهراکنډک چارواکې وایې هغه ډول درنې وسلې ددوی سره په واکې نسته چې وسله وال یې ددوی په وړاندي ترې کاراخلي .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۲۰—
دلویې لارې دساتنې پولیس وایې هغه ډول درنې وسلې ددوی سره په واکې نسته چې وسله وال یې ددوی په وړاندي ترې کاراخلي .
په هلمندکې دلویې لارې دساتنې دپولیسودکنډک مسولین وایې داچې دشمالي ولسوالیوسربیره دکندهاردبندي تیمورسیمه هم پریاده لاره راخلاصه ده ،خودمهماتو.اودرنووسلودنشتوالې له امله نسې کولای چې دیادې لارې امنیت تامین کړي .
دوی وایې وزارت باید په دغه برخه کې دامنیه قوماندانۍ سره ددرنووسلو،اومهماتوپه برخه کې پوره مرسته وکړي ترڅوپراته خنډونه لمنځه لرې کړل سي .
خودامنیه قوماندانۍ چارواکې یاده ستونزه منې اودیادي لویې لارې دساتنې دپولیسودستونزودژرحل کولوژمنه هم کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دلويې لارې دساتنې دپولیسودکنډک قوماندان سمونوال عبدالستارنورزی وایې داچې دشمالي ولسوالیوسربیره دکندهاردبندي تیمورسیمه هم پرې راخلاصه ده ،خونه یوازي یه پردغه لاره ،دقاچاق مخه نیولی ،بلکې یه دلویې لارې امینت هم خوندي کړی دی ،هغه وایې لویه ننګونه یې ددرنووسلو،اومهماتونه درلودل دي چې وزرات بایدپه دغه برخه کې امنیه قوماندانۍ ته خاصه پاملرنه وکړي .
نوموړی وایې داچې وسله وال طالبان ددوی په وړاندي له ۸۲ ملي متري توپ، زکویک ،دهشکو،اوځمکني ماينونو،څخه کاراخلې خودویه پروړاندي ددرنولووسلودنه درلودلوله امله په سپکووسلودهغویوپروړاندي جنګیږي .
پرهمدي مهال دامنیه قوماندانۍ دامنیت دامرسمونوال باچاه ګل بختیاردلویولارودساتنې دپولیسوستونزي منې خوزیاته وي امنیه قوماندانې به خپل ټول امکانات ددوی په واکې ورکړي ،خوهغه هم غوښتنه کوي داچې هلمندافغانستان لسمه برخه تشکیله وي ،اویوسرحدي ولایت دی نواړینه ده چې وزارت ورته ددرنوسلو،اومهیماتوپه برخه کې خاصه پاملرنه وکړي .


دلویې لارې دساتنې دغه کنډک دلښکرګاه ښاراوګرشک ولسوالۍ ترمنځ دامنیت دنده لرې چیري چې دشمالي ولسوالیوڅخه دقاچاق لویه لاره همدغه ده، اوله دې ځایه وروسته دګاونډي هیوادپولوته لیږدولکیږي، چې شمالي ولسوالیوته هم دوسله والودتګ اوراتګ لویه لاره بلل کیږي .

۱۳۹۳ آذر ۲۷, پنجشنبه

دګرشک ښوونکې اوقومي مشران وایې دولت یې ستونزوته هیڅ پاملرنه نکوي .


راپور—۲۰۱۴—۱۲—۱۸—
دهلمنددګرشک ولسوالۍ ښوونکې اوقومي مشران وایې دولت یې ستونزوته هیڅ پاملرنه نکوي .
دوی وایې په هرډول حالاتوکې یه دپوهنې په برخه کې بیلابیلې ستونزي ګاللې دي خوبیاهم دولتې چارواکوورته دستونزوپه حل کې مرسته نه ده کړې په داسي حال کې چې په دې ولسوالۍ کې ډيری زده کوونکې زدکړي کوي خوبیاهم دپوهنې په برخه کې یه ستونزي پرخپل ځای دي .
دوی وایې دنوروستونزوسره سره یې رهایشي نومرې هم نه دي ورکړي چې له ګڼوستونزه سره مخ دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 دګرشک ولسوالۍ یوشمیرقومي مشران اوښونکې وایې نه خوولایتي اونه هم دګرشک ولسوالۍ چاروکوددوی ستونزوپه حل کې ورسره هیڅ مرسته نه ده کړې ،اوډیری ژمنې یه کړي دي خوپه پوره کیدوکې یه پاته راغلې دي .
ددوی په وینادګرشک ولسوالۍ په ناامنوسیموکې ډیری پروژې نه يوازې د کاغذ پرمخ عملي کيږي بلکې یه  پيسې دولايتي اومرکزي چارواکوجیبنوته لويږي.

دوی زیاته وي په ګرشک کې دم ګړی شل زره نارينه اوښځينه زده کوونکي په ۲۷ ښوونځيوکې ۲۵۰۰ کسان د سواد زده کړوپه پروګرام او۲۵۰ نورد چټکوزده کړوپه پروګرامونوکې زده کړې کوي.
ددوی په خبره خوبیاهم نه یوازې دولت په بشپړډول له پامه غورځولي بلکې یه تراوسه پورې رهايشي نومرې هم دډيروژمنوسره سره نه دې ورکړي .
بلخوادپوهنې دریاست تدریسې مرستیال محمدناصرمیروایې که څه هم دوی دنهونوروتړلوسوښونځیودخلاصیدولپاره پوره اماده ګې لري خوپه دغه برخه کې دخلکوهمکارې اړینه بولې .
که څه هم دسیمې اوسیدونکې وایې چې تړل سوې ښوونځې یه دناامنیوله امله دې خوتدریسې مرستیال بیاناامنې نه دخلکونه همکارې یاده وي چې دزده کوونکوپرمخ اوس هم یوشمیرښونځې تړلې پاته دي .


هغه وایې درهایشي نومرودویش چارې ددوی لخوانه بلکې دولسوالۍ دچارواکوله لورې دیوه نامعلوم دلایل لمخې بندي سوي دي ،خودګرشک ولسوال محمدفهیم موسي زی ښوونکوته ډیرژر درهایشي نومرودویش دپیل کیدوخبرورکړ.

۱۳۹۳ آذر ۲۵, سه‌شنبه

کندهاری: په هلمندکې دپخواپه پرتله دترهګرۍ سره مبارزه ګړندۍ سوې ده .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۱۶—
په هلمندکې دپخواپه پرتله دترهګرۍ سره مبارزه ګړندۍ سوې ده .
دیادي ادارې چارواکې وایې نه یوازي یه په ښارکې دهدفي وژنومخه نیولې بلکې یه په ولسوالیوکې هم دهغویوپلانونه شنډکړي اوهم یې دهغویوپټنځایونه لمنځه وړي دي .
دوی زیاته وي ددوشنبي په ورځ یې په ناوې ولسوالۍ کې دخپلومعلوماتوپربنسټ پرهغه کورچاپه وروړه چې دپولیسوددرشیوڅځه یې په استفاده هدفي وژنې کولې چې ورسره وسلې ،مهیمات ،هم نویل سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دامنیه قومانداۍ دترهګرۍ سره دمبارزې مدیرڅارمن قنداغاکندهاری وایې داچې وسله والوپه ښاراوولسوالیوکې خپل فعالیتونه ډیرکړي دي، نودوی هم خپلې چارې چټکې کړي چي دوشنبي په ورځ یې دناوې ولسوالۍ دباسولانوپه سیمه کې پردوشکمنوکورونوچاپه وروړه ،چې پرمهال یې دپولیسودرشۍ ،بوټونه ،دوه میله کلا شينکوف، يوميل تومانچه، دوه زره فيره مرمۍ، يوه پايه ثریاټيلفون، اویوه اندازه چاودیونکې توکې یه هم ونیول .

هغه وایې که څه هم په یادوکورنوکې نورجنګې توکې هم نیول سوي دي خودکورخاوندان په تیښته بریالې سوي ،چې ددوی پلټنې دوام لري .
د نوموړي وایې هغه کس یې هم نیولی دی چې دیوه کوره څخه یې پیسې اونورقیمتي توکې غلاکړي وه اوهمدارنګه یې هغه پلاراوزوی هم پولیسوونیول چې په ښارکې یه دشرابودخرڅولوکاروبارکاوه .

داپه داسي حال کې ده چې څه موده وړاندي هم دیادې ادارې لخواودښارپه یوه څنډه کې دیوه کورڅخه دتلاشۍ پرمهال پولیسو،وسلې ،اومهیمات ترلاسه کړي وه .

۱۳۹۳ آذر ۲۴, دوشنبه

خادم: ددولتې ادارودمصرف سووپیسوبندوالې دولتي مامورین اوادارې له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .


راپور—۲۰۱۴—۱۲—۱۵—
دمالیې دوزارت له لورې ددولتې ادارودمصرف سووپیسوبندوالې دولتي مامورین اوادارې له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .

ددې ولایت دیوشمیرادارومسولین وایې ددې میاشتې دلګښتونوبودیجه که ورنه کول سي اوهمداسي دوام وکړي نوفعالیتونه به یې په ټپه ودریږي

،په داسي حال چې دولتي مامورین هم وایې دتنخواګانوپرخپل وخت نه ورکړې دوی له سختوستونزوسره مخ کړي ،په ورته وخت کې دهلمندمستوفي وایې

 په هیوادکې روان بهیرپرډیری برخومنفي اغیزکړی دی چې له امله یې دوی یولړستونزي زیږه ولې دي خوهیله ښه یې چې ډیرژربه یاده ستونزه حل کړل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې داحصایې امرولي محمدخادم وایې دروانې میاشتې دادرې دمصرف سوپیسونه ورکړي ددوي چاري له خنډونوسره مخ کړي دي، اوکه دوام وکړي دادرې فعالیتونوبه په ټپه ودریږي .

پرهمدي مهال یوشمیردولتي مامورین وایې له یوي خوایې تنخواګاني کمي دي اوله بلخواهم پرخپل وخت نه ورکول کیږي چي دژوندپه چاروکې دم ګړی له سختوستونزوسره مخ سوي دي .

دوی له دولت څخه په دغه برخه کې دپوره پام اړه ولواودستونزودژرحل کولوغوښتنه وکړه .
په ورته وخت کې دهلمندمستوفي عبدالرشیدستانکزی روانې ستونزي منې خوزیاته وي دمالي وزارت دنامعلومودلایلولمخې دادارودمصرف بودیجه بنده کړې ده چې یادي ستونزي یه رامنځته کړي دي .

هغه وایې له یوې خوادتیروټاکنواوږدلانجمن بهیر،اوسنیوروانو چارودهیواداقتصادي حالت ته دروند زیان اړه ولی دی ،چې ډیری پانګوالوخپلي پانګونې یاخویه له هیوادایستلې دي اویاهم زړه نه ښه کوي چې په کوردننه پانګونه وکړي .
له کومه وخته چې دټاکنوپرسرلانجې راولاړې سوې ورسره جوخت دهلمندترڅنګ دهیوادپه نوروولایتونوکې هم اقتصادي سوتزي په بیلابیلوبرخوکې دپام وړډیري سوې.



۱۳۹۳ آذر ۲۳, یکشنبه

عزیزي : تیرکال دکوکنارودکښت څخه ۳۹۴ ملیونه ډالره عواید قاچاق وړونکواووسله والوطالبانوته په لاس ورغلې دي .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۱۴—
په هلمندکې تیرکال دکوکنارودکښت څخه څه کم څلورسوه ملیونه ډالره عواید قاچاق وړونکواووسله والوطالبانوته په لاس ورغلې دي .
په دې ولایت کې دنشه یې توکوسره دمبارزې چارواکې وایې تیرکال په دې ولایت کې په نهوولسوالیوکې دکوکنارکښت څوسلنه زیات اوپه نهو ولسوالیوکې بیادغه کچه ټیټه وه .
داسي ویل کیږي چې سږکال په ټول هلمندکې په پراخه کچه دکوکناروکښت سوی دی خوامینتي چارواکې وایې ترامنیتي ولکې لاندي سیموکې به چاته اجازه ورنکړي چي دکوکنارکښت وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
په هلمندکې دنشه یې توکوسره دمبارزي رئیس محمدلعل عزیزي وایې دترسره سوي سروې لمخې په تیرکال کې دکوکنارودکرکیلې څخه  ۳۹۴ملیونه امریکایې ډالره عوایدترلاسه سوي دي چې یادعوادترډیره دوسله والوطالبانواوقاچاقبروته په لاس ورغلې دي .
هغه وایې  که څه هم دوی هڅه کړي ده خوبیاهم په هغه سیموکې له طمعي خلاف دکوکناروکرکیله سوې ده چې دوسله والوترولکې لاندي دي .

عزیزي وایې تیرکال په باغران ،سنګین ،کجکې ،ناوې ،نادعلي ،مارجې،لښکرګاه،ګرمسیر،اوخانشین ولسوالیوکې دکوکناروکرکیله زیاته وه ،اوددې ولایت په دیشو،موسي کلا،نهرسراج،نوزاد،اوپه واشیرولسوالیوکې یه کچه راټیټه وه .
خودنادعلي ولسوال فتح الله بیادنشه یې توکودریس خبره په کلکه رده وي چې ګواکې په دې ولسوالۍ کې دکوکناروکرکیله زیاته وه هغه دنشه یې توکورئیس په خپلوچاروکې ناکام وه باله .

پرهمدي مهال دهلمندامینه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت هم دنشه یې توکوسره دمبارزې رئیس په خپلودندوکې پاته بولې ،په وینایې تیرکال دکوکنارودکښت دلمنځه تلوټول مسارف پولیسوپه خپله کړي دي په داسي حال کې چې وزارت تراوسه هم هغه پیسې نه دي ورکړي چې دوی یه له لویوخنډوسره مخ کړي هم دي .
قوماندان وایې دولسمشرد فرمان اودوزیرانودشورادپریکړي پراساس سږکال دوی دکوکنارودمخنيوي لپاره په هره ولسوالۍ کې خاص امنيتي پلانونه ترلاس لاندي نیولې دي ترڅودیادکښت مخه ونیول سي .

که څه هم دولسواليوامنيتي مسؤلين وايي هغه لسګونه تراکتورونه په بشپړه توګه له کاره لويدلي دی چې په تيروکلونوکې يې دکورکناروکروندي ورباندي لمنځه وړي دي ،خوځای اوسیدونکې وایې دنوروکلوپه پرتله سږکال دکورکناروکرکیله په دې ولایت کې زیاته ده .


۱۳۹۳ آذر ۲۰, پنجشنبه

همت:په هلمندکې به ډیرژردځانګړوپولیسوقطعه په درنووسلواوتجهزاتوسمباله سي


راپور—۲۰۱۴—۱۲—۱۲—
په هلمندکې به ډیرژردځانګړوپولیسوقطعه په درنووسلواوتجهزاتوسمباله سي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې داچې دځانګړوپولیسوقطعه درانه مسولیتونه لري نودوی هم داپریکړه کړي ترڅویاده قطعه په درنووسلو،اوداړتیاوړتجهزات په واکې ورکړي .
پرهمدي مهال دیادي قطعي مسولین اوسرتیري وایې داچې ترډیره یې ستونزي ورځ تربلې دحل کیدوپه حال کې دي خودهوادسړیدوسره جوخت ځیني ژمني وسایلو،اولبسي ته اړتیالري خوامینه قوماندان یې دژرحل کولوژمنه هم وکړه .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت تیره ورځ ناوخته په لښکرګاه ښارکې دځانګړوپولیسودقطعي څخه دلیدنې پرمهال وویل په کندهارکې دورستۍ امنیتي غونډي په ترڅ کې پریکړه وسوه چې نه یوازي به دلښکرګاه ښاردځانګړوپولیسوقطعي ته درنې وسلې، نقليه وسايط اوجنګي تجهيزات ورکول کيږي، بلکې به یې دتنخواګانوپه ډیریدوکوم هم دپام وړډیروالی راسي .
دوی وایې داچې یاده قطعه په بیړنیوحالاتوکې دپیښي په لومړۍ کرښه کې وزدانګې نوځکه دوی هم ورته خاصه پاملرنه کوي .

نوموړی وایې دخاصوپولیسو دنوروستونزودحل په موخه یې هم چټک ګامونه اخیستې دي چې ډيرژربه هغه هم حل کړل سي .
په ورته وخت کې دیادي قطعي مسولین اوسرتیري وایې دوی په هرډول حالاتوکې په مرکزاوولسوالیوکې دهرډوناامنیودمخنیوي لپاره پوره اماده ګې لري اودپخواپه پرتله یې ډيری ستونزي هم حل کړل سوي دي خوزیاته وي داچې هوامخ په سړیدوده ژمنې البسي اوتودوتاسیساتوپه برخه کې ځینې ستونزي لري چې دحل کولوژمنه ورکول سوې ده .


دځانګړوپولیسودغه قطعه ډیری وختونه په دې ولایت کې د وسله والونښتو،د نشه توکود قاچاق وړونکوپه نيول کیدو،په بیړنیوحالاتو،اوځانګړوعملیاتوکې دنوروځواکونوسره اوږه پراوږه برخه اخلې چې ددې ولایت په امنیت کې ښه رول لوبه ولی دی .

همت:دولسمشردفرمان لمخې ترسلوډیروپولیسوافسرانوته دموټرچلونې زدکړي ورکول سوې .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۱۱—
په هلمندکې دولسمشردفرمان لمخې ترسلوډیروپولیسوافسرانوته دموټرچلونې زدکړي ورکول سوې .
چاروکې وایې داچې وړاندي تردې په دغه برخه کې ډیری ستونزي موجودي وې نودوی هم هڅه کوي چې دولسمشردفرمان دتدبیق په خاطردملي ،عامه نظم اوسرحدي پوليسوافسرانواوساتنمنانوته دموټرچلونې مسلکي زده کړي ورکړي .
دوی وایې په ښاراوولسوالیوکې ډیری ملکې کسانوته دپولیسودنه مسکلي موټرچلونې له امله مالي زیانونه هم اوښتې دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت وایې دولسمشردفرمان اودکورنیوچارودوزیردلارښوونې   لمخې یه ۱۴۷ تنه ملي ،عامه نظم ،اوسرحدي پولیسوموټرچلونکوته په دریواونیوکې مسلکي زده کړي ورکړي دي، چې وړاندي دتردي دپولیسو دموټرچلونې دنه مسکلي کیدوله امله دعاموخلکواوپولیسوترمنځ لیريوالی راغلی وچې میاشت وړاندي دپولیسودیوه موټرچلونکې دبي احتیاطۍ له امله دیوي کورنۍ دري غړي ووژل سول .

هغه وایې وروسته له دې به دخلکواودپولیسوترمنځ هغه واټن هم لري کړل سي چې دموټرچلونکودبي احتیاطۍ اونه مسلکیې کیدوله امله رامنځته سوې وي .
پرهمدي مهال هغه افسران چې دموټرچلونې په برخه کې یه زدکړي یه ترلاسه کړي وایې وړاندي تردي په هیڅ ډول ترافیکي قوانینونه پوهیدل خواوس مهال کولای سي چې په عملي ډګرکې دخپلوزدکړونه ګټه پورته کړي .

چارواکې وایې دملې اردوپه پرتله په ترافیکې پیښوکې دپولیسوتلفات ځکه ډیروچې دپولیسوموټرچلونکوپه دغه برخه کې مسلکې زدکړي نه درلودې .
که څه هم په لښکرګاه دښاردپولیسوپه روزنیزمرکزکې پولیسوته ،بیلابیلي زدکړي ورکول کیږي خودالومړی ځل دی چې په یادمرکزکې دپولیسوموټرچلونکوته هم مسلکي زدکړې ورکول سوې دچارواکوپه خبره دالړۍ به دوامداره سا تي .


۱۳۹۳ آذر ۱۹, چهارشنبه

نورزی :وسله وال طالبان هڅه کوي چې دلویې لارې دبیارغاونې دکارونومخه ونیسې .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۱۰—
په هلمندکې وسله وال طالبان هڅه کوي چې دلویې لارې دبیارغاونې دکارونومخه ونیسې .
دلویولارودساتنې امنیتي مسولین وایې دجهارشبنې په ورځ وسله والوطالبانوغوښتل دهلمند،کندهاردلویې لارې پردجوړیدومخه ونیسي اوپه کاري ګروبریدوکړي چې دپولیسوله مقاومت سره مخ سوله چې پنځوکسانوته مرګ ژوبله واوښتله .
پرهمدي مهال په نادعلي ولسوالۍ کې یوطالب وسله وال دخپلې وسلې سره دسولي له پروسي سره یوځای سو.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند،کندهاردلويې لارې دساتنې دکنډک دپولیسوقوماندان سمونوال عبدالستارنوزی وایې وسله والوطالبانوغوښتل دلویې لاري پرسردورانوسوپلونودبیاجوړیدومخه ونیسي کوم چې څه موده مخکې ددوی له لورې په ماینونوکې وران سوي وه ،اوغوښتل یې چې پرکارکوونکویې بریدوکړي چې دوسله والواوپولیسوترمنځ نښته رامنځته ،سوه اودغه نښتې  دوه ساعته دوام وکړچې په پایله کې یه دنوراغاپه نوم دوسله والوطالبانویوقوماندان له دریونورووسله والوسره ووژل سواودوه نورهم ټپیان سوله .
هغه وایې داچې یاده لویه لاره دشمالي ولسوالۍ سره هم نښلي نووسله وال طالبان هڅه کوي چې ناامنه یې کړي اودنشه یې توکودقاچاق کولولپاره زمینه برابره کړي چې دویه په مخه په کلکه نیولې ده .
خوبل پلوپه همدي ورځ د نادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیارعمرجان حقمل وایې دسیمه ییزوپولیسودیوه قوماندان په هڅه یوطالب وسله وال چې په یاده ولسوالۍ کې یه ددولت پرضدفعالیت کاوه دمخالیفته لاس په سراودسولي روانې پروسي سره یوځای سو،یوځای سوی کس وایې داچې دوسله والوطالبانوکارونه ترډیره بیځایه وه نوده هم فیصله وکړه چې نوردهغویوملګرې پریږدي اوځان دسولي پروسي ته وسپارې.


که څه هم دولت هڅه کوي چې جنګي وسلوال طالبان دسولي دپروسي سره یوځای کړي خوددې ولایت یوشمیراوسیدونکې روانه پروسه په خپلوچاروکې نیګړې اولاسته راوړنې یه هم دقناعت وړنه بولې  اودسولي دپروسي دلمنځه تلوغوښتنه کوي .  

۱۳۹۳ آذر ۱۸, سه‌شنبه

عزیزي :په هلمندکې دتیرکال په پرتله دکوکناروکرکیله دري سلنه زیاته سوی ده .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۹—
په هلمندکې دتیرکال په پرتله دکوکناروکرکیله دري سلنه زیاته سوی ده .
دنشه یې توکوسره دمبارزي ولایتي چارواکې وایې سږکال په هغه سیموکې هم کوکنارکرل سوي دي چې په تیروکلونوکې یه کچه صفروه .
پرهمدي مهال ددې ولایت اوسیدونکې وایې ددولت دنه پاملرنې ،دکرنې په برخه کې دلاظمومرستونه ورکړه ،دمحصولاتوته یې د بازارنه موندنې ،ددې لامل سوچې یوځل بیادکوکنارودکرکیلې کچه لوړه سوه .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دنشه یې توکوسره دمبارزې رئیس محمدلعل عزیزي وایې دتیرکال په پرتله سږکال دکوکناروپه کرکیله کې درسلنه  زیات والی راغلی دی .
هغه وایې ددې ولایت په یوشمیرجنوبي ولسوالیوکې چې تیرکال دکوکنارکچه صفروه خوسږکال کرونده ګرویوځل بیادکوکناروپه کرلولاس پورکړی دی ،نوموړی زیاته وي دیوي ترسره سوي سروې لمخې په روان کال کې دټول هلمندپه کچه په څه باندي سل زره هکټاره ځمکه کوکنارکرل سوي دي .

هغه وایې داچې یاده ستونزه ډیره سوې ده نودوی هم اوس مهال په پنځوولسوالیوکې دکوکنارودعامه پوهاوي برخه کې غونډي پرمخ وړي دي ،دده په خبره دکوکنارودزیاتیدولامل په دې ولایت کې روانې ناامنۍ دي چې اوس مهال هم په شمالي هلمندکې دوام لري .
خوپرهمدي مهال بیاددې ولایت یوشمیراوسیدونکې وایې ددولت دنه پاملرنې اوکړوژمنونه عملې کولوله امله اوهمدارنګه داصلاح سووتخمونو،کیمیاوي سرودنه ورکړي دوی مجبورسوله چې یوځل بیاپه خپلوځمکوکې دکوکناروکرکیله وکړي .

دوی وایې که دولت کړوژمنوته دعمل جامه وراغوستې وایې اویایه هم ددوی محصولاتوته دبازارموندي په برخه کې مرسته کړی وایې دوی اړنه وه چې یوځل بیاپه خپلوکروندوکې دکوکناروکښت وکړي .

که څه هم هلمند دافغانستان یوله هغه ولایتونوڅخه دې چې هرکال پکې په زياته اندازه نشه يي توکي توليديږي خونوي اندیښنې دادي چي  ویل کیږي له تیرکال راهیسې په دې ولایت کې په کال کې دوه اویاهم درې ځله کرونده ګردکورکناروکرکیله کوي  اوداهم ویل سوي دي چې محصلاتویه هم ښه نتیجه ورکړې ده .