۱۳۹۴ آبان ۳۰, شنبه

په لښکرګاه کي دیوې ښوونځۍ ۳۵۰۰ زده کوونکي څوکۍ اومیزونه نلري په یخو خونو کي پرمځکه زدکړي کوي .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۲۱—
دهلمند په مرکز لښکرګاه کي دیوې ښوونځۍ ۳۵۰۰ زده کوونکي څوکۍ اومیزونه نلري په یخو خونو کي پرمځکه زدکړي کوي .
دادمرکزي منځنۍ ښوونځۍ ده زده کونکي یې وایې ټولګي يي کړکۍ او دروازي نه لري او په ډیره  سړه هوا کي په یخو ټولګيو کي زدکړي کوي ،کړکۍ اودروازي هم نسته په ټیټ کیفیت ورته درسونه ورکول کیږي ان داچې درسي کتابونه هم نلري ،دپوهني رئیس وایې ستونزه دکمزرو مدیرانوده خوزیاته وي دی یې دلري کولوهیڅ توان نلري ،اودبودیجي کموالی هم له ګڼوننګونوسره مخ کړی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دادهلمنددپوهني دریاست څخه یوازي په شاه اوخوا پنځه سوه مترۍ کې دذکورومتوسطه مرکزي ښوونځۍ ده چې ۳۵۰۰ زده کوونکي په داسي حال کې په زده کړوبوخت دي چې ددرسي کتابونودنشتون ترڅنګ میزونه ،څوکۍ ،دروازې ،او ان کړکۍ یې هم هنداري نلري چې په دغه یخه هواکې دګڼوستونزوسره سره زدکړي کوي ،دغه ځوانانواوماشومان وایې هیڅ څوک یې غم نه خوري نوداځل دولسمشرڅخه دخپلوستونزودحل غوښتنه کوي .

دغه زده کونکي وایې هواسړه ده بارانونه دي خوبیاهم دولت ددوی ستونزوته هیڅ پاملرنه نکوي ،دپوهني ریس وایې دهلمنددپوهني په ریاست کې دزور واکواومافیایې کړیوپراخه لاس وهنه ددي لامل سوی چې دپوهني په برخه کې له ډیری ستونزوسره مخ دی ،رئیس وایې کمه بودیجه ،بله هغه ننګونه ده چې دوی ورسره لاس اوګریوان دي هغه پریوشمیرمدیرانوتورپوري کوي چې دبي کیفایتي ترڅنګ دوسایلواوښوونځیومراقیبت هم نکوي ،رئیس وایې دیوه مدیردلري کولوسلایت هم نلري چې دغه چاري دپوهني بهیرله لویوخنډونوسره مخ کړی دی.


هغه وایې که دپوهني دریاست اړوندپه ټولوچاروکې پوره تغیرات رانسي دغه ستونزه به دوامداره وي ،په هلمندکې دورستیوناامینوله امله ۵۱ ښوونځۍ تازه تړل سوي دي چې څه باندي ۴۲ زده کوونکي یې دزدکړوڅخه بي پرخي دي خودیادولوداده  چې دوکیلانواوزورواکو له لوري یې اوس مهال دمرکزي ښوونځیودرسي بهیریوازي تش په نامه دی که یي مخنیوي کې جدي هڅي ونسي پایلي به يې ډیري خطرناکه وي . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر