۱۳۹۰ مهر ۹, شنبه

په هلمند كې د گڼوولسواليوځوانانوپه لښكرگاه كې له بيلابيلواداروڅخه ليدنه وكړه




په هلمند كې د گڼوولسواليوځوانانوپه لښكرگاه كې له بيلابيلواداروڅخه ليدنه وكړه
دغه پنځوس تنه ځوانان چې د هلمند له لسوولسواليوڅخه د ولايت د ادارې په بلنه څلورورځې وړاندې راغلي ووپه لښكرگاه كې يې له بيلابيلودولتي اداروڅخه ليدنه وكړه ترڅوله نږدې روانې چارې وگوري اوهغه ذهنيت په كليواوبانډوكې چې گواكې په دولتي اداروكې يوازې بهرنيان چارې پرمخ بيايي له منځه يوسي.
له دولتي اداروڅخه د ليدنې دغه لړى د شنبې په روځ پاى ته ورسيده .
هغه غونډه چې له همدې امله د شنبې په ورځ په لښكرگاه كې جوړه سوې وه يادوځوانانوپخپلوويناوكې وويل چې دوى هرڅه له نږدې وليدل اوورته جوته سوه چې په ټولودولتي اداروحې چارې يوازې د افغانانوپه لاس دي اوهغه څه يې چې په كليواوبانډوكې اوريدلي وو تش تبليغات وو.
دغه ځوانانوته د هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې ځينې مغرض كسان په ولسواليوكليواوباڼدوكې ناوړه تبليغات كوي اوغواړي په دې ډول خپلې شخصي گټې خوندي وساتي،ده له ځوانانووغوښتل چې په سيموكې خلك وهڅوي ترڅوخپل ماشومان ښوونځيوته وليږي اوخپل ځانونه اونورځوانان دي د ملي اردواوملي پوليسوپه ليكوكې شامل كړي ترڅوپه ميړانه د هيواد له ملي گټوڅخه دفاع وكړي.
ده وويل چې پرمختگ يوازې د ټوپك په شپيلى كې نه دى بلكې نورې ډيرې لارې چارې هم شتون لري چې په ټولنه كې پرمختگ رامنځ ته كوي.