۱۳۹۱ آبان ۲۶, جمعه

دوسلوالوطالبانوله لوري دهلمندولايت والي محمدنعيم بريڅ لوي قاچاق بردي


دامريکاوايي دطالبانوتش په نوم والي محمدنعيم بړيڅ دنشه يي توکولوي قاچاق بردي .
دهلمندامنيه قوماندان وايي محمدنعيم بړيڅ دوسله والوطالبانو له لوري دهلمندوالي ټاکل سوي چي دنشه يي توکو ترټولولوي قاچاق وړونکي دي چي دايران اوپاکستان له لاري بهر ته دهيروينو او نورو نشه يي توکو کاروبارکوي.
خبر..........
دامريکا متحده ايالاتودهلمندلپاره دوسله والوطالبانوتش په نوم والي محمدنعيم بړيڅ دافغانستان په جنوب کي دنشه يي توکوترټولوسترقاچاقوړونکي بللي او دهغه نوم يي دبنديزونوپه ليست کي شامل کړي دي.
دهلمندامنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي محمدنعيم بړيڅ دهلمند ولايت دګرمسيرولسوالي دلکړي دسيمي اوسيدونکي دي او اصلي نوم يي ملاګل محمدکامران دي چي دوسله والوطالبانو دوالي په نوم دنشه يي توکو قاچابري کوي او خلک دکوکنارو کرلوته هڅوي .
الهام داهم وويل چي نشه يي توکي دوسله والوطالبانو اصلي مالي سرچينه برابروي چي دتيرکال دکمپاين په ترڅ کي يه په زرګونه جريبه کوکنارواړول سول چي په هلمندکي يي دجنګونوپه کچي کي هم کموالي رامنځته کړ.
امنيه قوماندان وايي سږدهلمندامنيتي ځواکونه هم دنشه يي توکوپه مخنيوي کي ښه ځليدلي او تردي دمه يي په زرګونه کيلوګرامه نشه يي توکي اوګڼ شميردنشه يي توکو کاروباريان نيولي دي
بايد وويل سي چي په امريکاکي دنشه يي توکودمبارزي دقوانينوله مخي له دي بنديزونو وروسته په امريکاکي دمحمدنعيم بړيڅ ټولي شتمني ضبطيږي اوامريکايي اتباعو سره تجارتي اومالي راکړه ورکړه نسي کولاي

 

۱۳۹۱ خرداد ۱۸, پنجشنبه

د ارواښاد روحاني ژوندليك

عبدالصمدروحاني د هلمند دګرمسيرولسوالۍ په لكړۍ سيمه كي زيږېدلى و خواصلي دنوزاد دشاه پشتې دسيمي دلنګركاريزاوسيدونكۍ اوپه قوم نورزئ وو او له څو کلونو راپدېخوا يې د لښکرگاه په ښار کې ژوند کاوۀ .

دپنځه ويشت كلن عبدالصمدروحاني پنځه وړونه. څلورخوندي پاتي دي.

له ارواښاد روحاني څخه يوه لورکۍ ،دوه زامن او دوې مېرمنې پاتې دي او سپين ږيرى پلار او بوډۍ مو ر يې لا هم ژوندى دي .

شهيدروحاني د ۲۰۰۸ عيسوي كال دجون دمياشتي په اومه نېټه ماسپښين دلښكرګاه ښارڅخه دخپل موټرسره يوځاى لادركه سو اوسباته يي چي دجون اتمه نېټه وه مړى دبولان په لويه هديره كي پداسي حال كي وموندل سوچي په ګوليوويشتل سوۍ وو.

عبدالصمد روحاني له تېرو درېيو کلونو راهيسې د بي بي سي له پښتو، فارسي او انگريزي څانگو سره کار کاوه .

روحاني دخبريالۍ ترڅنګ ښه ليكوال اوشاعر هم وو اودشعرونموني يي وجود لري.

اواښاد عبدالصمد روحاني په دغه موده کې د بي بي سي لپاره په روانو امنيتي، سيا سي او ټولنيزو برخو کې له هلمند نه خبرونه او رپوټونه برابرول .

ده په تېرو څو کلونو کې د هلمند بېلابېلو جگړه ځپلو سيمو ته په هر ډول حالاتو کې سفرونه کړي او د سيمې د حالاتوپه اړه يې خبرونه ورکړي .

ارواښاد روحاني په هلمند کې د لومړي افغان خبريال په توگه له پژواک خبري اژانس سره څو کاله وړاندې کار پيل کړ .

دوطن اوخلكوپه زړه كي خوږ ژبي ځوان بااستعداده ژورناليست عبدالصمدروحاني چي ترډيره حده يي ديني زده كړي ترسره كړې اودعصري علوموپه برخه كي يي دومره خصوصي زده كړه درلوده چي داوسنۍ پرمختللي نړۍ دلېسانس تردرجي يي زيات مهارت په ليكلو،ويلواوكمپيوټري سيسټم كي درلود.

دځلانده ستوري په څېريوځل پداسي حال كي راپيداسوچي دخپل ښواخلاقو،ليافت،مهارت اوحوصلې رڼايي پرټول ولايت وغوړول.

زه هغه وخت په ولايت كي داداري مجلس آمروم،فكروكړئ ديو ولايت ټولي كمپيوټري چاري ده يوازي په يوه كمپيوټرپه ډيرزغم اوحوصلې سره داسي مخته وړي چي اوس هغه چاري ترلسوزياتوكسانواوكمپيوټرانولخوامخته وړل كيږي،ددي ترڅنګ شهيدروحاني دپژواك خبري آژانس اوپه هلمندكي ديوخپلواكه رآډيوسباوون سره دخبريال دنده ترسره كوله ،چي دډيرو نژدي اړيكواوخبرنګارۍ سره دميني اوعلاقي له مخي يي زه په هلمندكي داطلاعات اوكلتوررياست دكارونوسمون ته وهڅولم چي بيادهغې ادارې رئيس سوم.

خوچي زه به كله دده دفترته دكارلپاره راتلم دده دكمپيوټرپرصفحه به دډيروكارونوترڅنګ يوخبرپروت وو،مابه ورته وويل چي هله ګرانه روحاني دعاجل كاردى ده به په خپل خوږو حركاتوراته وويل چي هله ته راسه داخبر وګوره رښتياخبره داچي زه خوخبرنګارنه بلكه دليك لوست نظم مي انشاالله يوڅه دى،مابه دۍ ډيرتشويقاوه خوبالاخره دخپل خداى(ج) وركړي بې ساري استعدادله مخي دنړيوالي رسنۍ بي بي سي راډيوخبريال سو.

په خپل ډيرساده،لنډ،دمحتوي نه ډګ،باكيفيته خبروړاندي كولويي دخلكوپه زړونوكي داسي ځاى ونيوه چي ګواكي دهرافغان دزړه اوغوښتني خبربه يي خپراوه.

دخلكودزړه ژورناليست روحاني داسي شهرت پيداكړ چي دخلك يي ليدوپه تمه وه ،په ولازه قسم يادوم په يومجلس كي به دى ماخلكوته معرفي كړ چي داروحاني دى هغه به يي په خواږه مجلس نه مړېدل او دده څخه به يي دخوږوخبرودجوړولواومعلوماتونودراټولوپوښتني كولې چي ته داخبرڅنګه جوړوي اوڅنګه يي وائې؟

بااستعداده روحاني دخپل شهرت په موندلوڅه موده دهيواد دجنوب لويديځي حوزې په كچه دبي بي سي راډيوخبريال وو.

په هلمندكي داسي فرهنګي فعاليت نه وو چي روحاني صاحب به پكښې نه وو،روحاني صاحب په هلمندكي دبُست فرهنګي ټولني اوژروناليستانودټولني دبنسټ اېښودونكوله فعاله غړوڅخه و چي دده په موجوديت كي دآټولنه اواتحاديه ځلانده وه كه نه په نه موجوديت يي پرتاثيرهرافغان ښه قضاوت كولاى سي.

شهيدروحاني دخلكواووطن ريښتنۍ خدمتګار،صادق اووفادارافغان وو،تل يي دظلم ،بې عدالتيواوبې قانونيوپروړاندي مبارزه كول اوخپل خوږ زړه يي دناخوالوپه وړاندي خواړه.

كه واقعيت ته غاړه كښـېږدولكه چي وايي كه چايوحرف چاته وښود ،هغه دهغه چالارښود يااستاد ګڼل كيږي كه څه هم دليك لوست په نظم كي ګران روحاني له څخه ډيري مشورې غوښتې خودخبرجوړولواوخبرنګارۍ په برخه كي زمااستاد دى.

زه دخبرجوړولواو ويلوته ده تشويق كړم چي آن تريونيم كال پوري دملي راډيوټلويزيون ته دهلمندخبريال پاته سوم،چي ددي خبري تصديق كونكي دهلمندټول خبرنګاران دي چي په ميډياسنټريامطبوعاتي مركزكي به مي دده تركنترول وروسته دآزادى دراډيوپه خبرنګارګران محمدالياس داعي اويادشمشادتلويزيون په خبريال ګران احمدنويدنظري مي خبرثبت اوملي ټلويزيون ته انتقالاوه.

صمدروحاني باابتګاره دښه استعدادخاوندوو،شعراوشاعري سره يي ښه علاقه درلوده،په هلمندكي يي د(۱۳۸۷) كال دثورياغوايي دشپږويشتمي نېټې دهلمندڅپاندسينددمشاعرې په جوړولواومخته بېولوكي ستررول ترسره كړ اونوروكوچنيومشاعرواوناستوكي فعاله برخه لرله.

عبدالصمدروحاني زمادير نژدې ملګرۍ وو ،تل به هرمازديګرزماكورته راتلۍ اپه ډيره مينه به يي څه خوراكي توكي راسره خوړل اوكله كله به يي دبانډارلپاره په مېلې په توګه ټول ژورناليستان دميلمستيالپاره زماكورته راويستل ،دټولوژورناليساتودمجلس څراغ ؤ،كله چي دۍ تللۍ بيامي د ژورناليستانو مېلې، مجلس او بانډار د مېلې په شكل ندۍ ليدلۍ.

هوكې دوى خواشيني دي بانډارته يي زړه نه كيږي.

صمدروحاني دهغه مفكورې له مخي چي زړه كړه دزانګوڅخه ترګوره پوره لازمه ده دانګرېزۍ ژبي په زده كړه بوخت وو.

ماده ته دژورناليستانودسردارلقب وركړى وو،له بده چي شپې ناوخته احمدشاه پاڅون دخبرنګارانوددفترمشرصمدروحاني دوركېدوخبرراكړ چي سمدستي مي دولايت مقام ،امنيه قوماندانۍ،ملي امنيت رياست اونورو اړوندو ارګانونواودروحاني دوستانواوملګروته خبروركړ،په خواشينۍ دراتلونكي ورځي ماسپښين مي خبرترلاسه كړ چي دصمدروحاني مبارك جسددبولان په هديره كي پروت دى.

سمدستي مي امبولانس ته خبروركړاودهديرې په لوري مي حركت وكړچي دانسان اوانسانيت دښمنانودګران روحاني لاسونه ترشاتړلي اوغاړه يي په چاړه پرې كړې اوپرسريي په ګوليوويشتلۍ وو،اوجسديي په يوه چهارديوالي كي ايښۍ وو.

دروحاني مبارك جسدموبُست روغتون ته راوړ اوپه سبايي كورنۍ دشهيدروحاني مړۍ پخپل پلرني هديره كي دښخولولپاره مارجې سيمي ته يووړ.

راځودې ته چي دروحاني خوږ ژوندچا واخيست؟ دې سوال ته په لومړي سركي ددولت ټولولوړپوړوچارواكوپه ډيري ګرمۍ ځواب ووايه چي موږبه دروحاني قاتلين كشفوو،دروحاني خوږه كورنۍ اودوستان يي دفراق په لمبوكي سوځيږي.

دروحاني تشه به بياپه هلمندكي څوك ډګه نه كړي كه څه هم په ملي سْطحه خبرنګارانودروحاني پرروان او كړونو اووژني ډيري غونډي اوهلي ځلي وكړې خوچاځواب ورنه كړ.

دشهيدروحاني څخه دوې مېرمني ،دوې لوڼي اويوځوى پاته سوه،چي ترمرګ شپږمياشتي وروسته يي بل ځوى پيداسو،دلوى خداى(ج) څخه غواړوچي دروحاني په څېرددي وطن ځلانده ستوري سي.

غوښتنه مي داده چي ژورناليزم دمكتب پلويان دي دګران روحاني ياددځان سره ساتي اودتلين كليزه دي لمانځي.



۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

په هلمند كې د لومړي ځل لپاره له نړيوال معيارسره سم ښارگوټى جوړيږي


په هلمند كې د لومړي ځل لپاره له نړيوال معيارسره سم ښارگوټى جوړيږي
ددې ښارگوټي د جوړولوپه اړه د سه شنبې په روځ په لښكرگاه كې د يوې غونډې په ترڅ كې چې پكې د هلمند والي محمد گلاب منگل،په ابوظبي كې د افغانستان پخواني سفيرراشد الدين محمدي ورسره ملگرواود هلمند گڼ شميرپانگوالواوقومي مشرانوگډون درلود معلومات وړاندې سول.

دولايت دمقام څخه رسنيوته په استول سوي خبرياڼه دراشد الدين دخولي وايي په هلمند كې ترسره سوي پرمختگونه وستايي هغهوايي دا پرمختگونه يې په دې ولايت كې د ښه مديريت پايله وبلله اوزياته يې كړه چې ددې ولايت پرمختگونوته په كتوسره په دوبى كې الوطنيه كمپنى هوډ كړى چې په دې ولايت كې يونمونوي ښارگوټى په عصري اونړيوال معيارچې ټولې آسانتياوې به پكې موجودې وي جوړكړي.

د نوموړي په وينا چې هلمند يې ځكه ددې ښارگوټي لپاره غوره كړترڅونړى ته وښيي چې په هلمند كې د تيرونا امنيوټغرټول سوى اوپكې هرډول پرمختگ ته لاره هواره سوې ده.
ده زياته كړه چې دا پروژه په خصوصي سكتورپورې اړه لري اود متحده عربي اماراتوپه هڅوچې له وړاندې يې په دې ولايت كې پروژې پلې كړې دي ترسره كيږي.

دخبرپاڼي په حواله هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې په دې ولايت كې يې د يوه پرمختللي ښارگوټي د جوړولولپاره ډيرې هڅې ترسره كړې دي اودا مهال ددې ښارگوټي جوړول د ده د آرمانونويوه برخه ده چې پوره كيږي.

نوموړي په ډاگه كړه چې دا ښارگوټى د پنځه زره كورنيولپاره په دې ولايت كې چې ټولې آسانتياوې به ولري جوړيږي اوپكې به شاوخوا ۳۵ زره كسان هستوگن وي.

دده په وينا چې هڅه كيده چې دا ښارگوټى د هيواد نوروولايتونوته وليږدول سي خوزموږ د هڅوپه پايله كې دې پروژې ته هلمند ټاكل سوى دى.

د يادونې وړده چې ددې ښارگوټي نقشه د افغانستان د هوا اوطبعيت ،كلتورفرهنگ اودودونوسره سمه ډيزاين سوې شپږمياشتې وروسته به يې چارې پيل اود دوه نيموكلونوپه موده كې به بشپړسي.




۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبه

په هلمندكي دحاجيانودنوم ليکنه پروسه پيل سوه .

سعودي عربستان ته دتلونکوحاجيانودنوم ليکني پروسه دهلمندوالي له خواپيل سول.

دهلمندوالي دحج اواوقافومسولينوته جدي سپارښتنه وکړه چي دحاجيانودنوم ليکني پروسه دي په شفافه توګه ترسره کړي.

خبر................

سعودي عربستان دتلونکوحاجيانودنوم ليکني پروسهدنادعلي ولسوالي له اوسيدونکوڅخه راپيل سول .

ديادې پروسې دپيل پرمهال دهلمندوالي دحج اواوقافومسولينوته سپارښتنه وکړه چي دنوم ليکنه پروسه دي په شفافه توګه ترسره کړي،

دهلمندوالي سپارښتنه وکړه چي دنوم ليکني پروسه دي په منظم توګه سرته ورسوي، اودبې نظمۍ اوګډوډيومخه دي ونيول سي.

دولسواليو اوسيدونکوته دي ځانګړي ورځ وټاکي، ترڅوبې نظمي اوګډوډي رامنځ ته نه سي.

دحج اواوقافوسرپرست ريس عبدالحميدقاري زاده وويل ،دوي به دنوم ليکنه پروسه له پلان سره سم پرمخ يوسي ، چي په خبره ديوې يادوولسواليوداوسيدونکولپاره يي ورځ ټاکلي اوپه منظمه توګه به يي دنوم ليکني پروسه ترسره سي.

نوموړي زياته کړه چي سږکال دحج اواوقافووزارت لخوا په عربستان کي دافغاني حاجيانولپاره ښې اسانتياوي برابري کړي،چي دحج دمراسيموپرمهال به حاجيان په اسانۍ خپله سپيڅله فريضه ترسره کړي.

دهلمنداوسيدونکي تل شکايت کوي، چي هلمنديوپراخه ولايت دي ، خوبياهم دحج اواوقافووزارت دي ولايت مډيره کمه سهميه ورکول کيږي ، دوي له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوچي په هلمندکي دحاجيانوپه شميرکي دډيروالۍ راولي.




څلورتنه وسلوال طالبان دوسلواونشيي توكوسره نيول سوي

ملي امنيت دبيلابيلوچاڼيزوعملياتوپه ترڅ کي څلورتنه وسلوال طالبانوسره نشه يي توکي ، اووسلي هم نيولي دي .
دهلمنددوالي ويانددغه نشه يي توکي وسلي اوجعلي پيسي دهلمندپه بيلابيلوولسواليوکي دملي امنيت دمنسوبينوله خواپه لاس راوړي .
خبر..........
دملي امنيت منسوبينودهلمندپه بيلابيلوولسواليوامرکزلښکرګاه ښارکي اووه ديرش کيلوګرامه مايع تارياک يوميل کلاشنکوف دوه ميله تومانچي اودوه لکه پنځه څلويښت زره جعلي افغاني له پنځوتنوسره نيولي دي .
دهلمنددوالي وياندمحمداوداحمدي وايي دملي امنيت منسوبينوددريو عملياتوپه ترڅ کي چي دهلمندپه نادعلي ګرشک اولښکرګاه ښارکي يي ترسره کړي پنځه تنه نيول يدي .
احمدي زياتوي دري تنه هريونورمحمد ، سيف الله ،اوګل چي دطالبانوديوه قوماندان معلم تاج ګل په ډلي کي شامل دي نيول سوي چي په هلمندکي به يي قومي مشرانواودلتي مامورينوته اخطارونه ورکول اودغه دريوتنودهغه ماين چاودني پړه هم پرغاړوه اخيستي چي څه موده مخکي دمختارپه سيمه کي دپوليسوپريوه رينجر موتر رامنځته سوه .
يوبل کس چي څه موده مخکي يي په ګرشک ولسوالي کي يي يوپوليس په شهادت رسولي وو هم له يو ميل تومانچي سره يوځاي نيول سوي دي .
احمدي وايي پوبل تن دحميدالله په نوم دملي امنيت منسوبينوهغه مهال له دوه لکه پنځه څلويښت زره جعلي افغانيوسره ونيو چي ديوه موټر پلورنځي نه يي يو ټويوټاموټر رانيوه .




۱۳۹۱ خرداد ۱۱, پنجشنبه

دالله ج. اونبي ص . نومونه پربيلابيلوموه جاتوباندي څرګند سوي دي











پر بادرنګ دمحمد ص نوم راڅرګند سوى .

پر بادرنګ دمحمد ص نوم راڅرګند سوى .

دلښكرګاه ښار يوه اوسيدونكي داسي بادرنګ ترسترګوسو چي پر هغه محمد اويا محمد په څرګند ډول ليكل سوي .

خبر..

دلښكرګاه ښار دغه اوسيدونكي سيداحمد نوميږي .

دي وايي دكور لپاره يي په بازار كي بادرنګ وپلورل چي كورته يي تر وړلو وروسته يو داسي بادرنګ وليدی چي پر هغه محمد اويا محمد په واضع ډول ليكل سوي وو دي وايي وروسته يي دا خبره ديو تن ديني عالم سره شريكه كړل .

سيدا حمد دخلكو غوښتنه كوي چي كه داسي څه وويني بايد دديني علماو او رسنيو سره يي شريك كړي څو خلك هم خبر سي .

دا لومړي ځل ندي چي پر بادرنګ دا ډول دمحمد ص نوم په ليكلي بڼه څرګنديږي بلكي تر دي مخكي پر بيلا بيلو ميوجاتو اوورته نومونه په ليكلي ډول راڅرګند سوي




په ناوي ولسوالي كي ځانمرګي بريد سوى .

په ناوي ولسوالي كي ځانمرګي بريد سوى .
په ناوي ولسوالي كي شاوخوا۱۰ بجي دپوليسوپه جامه كي يوه څانمرګي بريدكوونكي دولسوالي په دروازه كي پرځان تړل سوي چاوديدونكوتوكوته چاودنه وركړي چي په پايله كي خپله ځانمرګي بريدكوونكي لمنځه تللي ولي بل چاته يي كوم زيان نه دي اړولي
دهلمندولايت دوالي وياندمحمد داوداحمدي دټليفون په كرښه هلمندتلويزيون ته وويل چي يادبريدګرڅوشيبي وړاندي دناوي ولسوالي په مركزكي دولسوالي په دروازه كي يه ځانته چاودنه وركړه داحمدي په خبره يوازي بريدګرلمنځه تللي اوبل چاته كوم زيان نه دي اوښتي
احمدي وايي يادځان وژونكي دپوليسودجاموڅخه په ګټه اخيستنه دولسوالي انګړته ننوتلي اويوه ليكل سوي عريضه هم ورسره وه .



۱۳۹۱ خرداد ۱۰, چهارشنبه

ملي اوردوپه سنګين کي (۳۰)وسلوالوطالبانوته مرګ ژوبله اړولي.

ملي اوردوپه سنګين کي (۳۰)وسلوالوطالبانوته مرګ ژوبله اړولي.
ددوه سوه پنځلسم ميوندقول اوردوله خواخپره سوي خبرپاڼه ليکي چي يادعمليات يي دسنګين په اړوندوسيموکي ترسره کړي .
خبر:
ددوه سوه پنځلسم ميوندقول اوردوله خواخپره سوي خبرپاڼه کاږي چي يادعمليات په سنګين کي دوسلوالومخاليفينودوژلواوځپلوپه موخه ترسره سوي.
سرچينې زياته کړې، چې په عملياتو کې ٢٥ وسلوالو طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
سرچينه کاږي، چې د عملياتو پر مهال له يادو طالبانو ١٥ ميله وسلې او ٣٠ کړۍ ماينونه ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه كې دا هم ويل شوي، چې په ترسره شوو عملياتو كې د ملي اردو سرتېرو ته كوم زيان نه دى اوښتي.
خو وسلوالو طالبانو د سنګين د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د هغوى وياند قاري يوسف احمدي وايي  چې په کجکي ولسوالۍ کې يې لسو بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده
.

دنوزادولسوالي دامنيت دپراختيالپاره نوي ځواکونه ځاي پرځاي کيږي.

دنوزادولسوالي دامنيت دپراختيالپاره نوي ځواکونه ځاي پرځاي کيږي.
دهلمندوالي دنوزاددامنيتي چارودلاټينګښت لپاره دملي اوردو، اونظم عامي دځواکونودځاي پرځاي کېدو،خبره تيره ورځ په نوزادکي ديوه سفرپرمهال وکړه .
خبر………..
دنوزادولسوال سيدمرادمحمدوايي که څه هم دلته امنيتي ځواکونوپه غښتلتيادوسلوالومخاليفينوډيري هڅي شنډي کړي خوبياهم ددې پراخي ولسوالۍ دامنيتي چارودخونديتوب لپاره ډيروځواکونوته اړتياسته .
ولسوال غوښتنه وکړه چي ددې ولسوالۍ دلاخونديتوب لپاره دي په سيمه کي دوسلوالوطالبانودځپلولپاره چاڼيزعمليات پيل سي .
دهلمندوالي محمدګلاب منګل وويل چي په نږدې راتلونكي كي به په نوزادولسوالۍ كي دملي اردو اونظمي عامې نوي ځواكونه ځاي پرځاي سي چي له دي سره سم به په نوزادكي دوسلوالومخاليفينودلمنځه وړلو په موخه عمليات هم پيل سي.
اوامنيت به دنوزادترليري پرتوسيموپوري وغځول سي.
دنوزادولسوالي امنتي چارودپياوړتياخبره پداسي حال کي راپورته کيږي چي په دي ولسوالي کي دامريکاسمندري ځواکونوپداسي حال کي پښي سپکي کړي چي لاياده ولسوالي دامنتي چاروپه ليږدکي نه دشاميله سوي دځاي چارواکو په خبره چي دڅلوروامنتي حوزوڅخه يوازي يوه مرکزي حوزه دافغان دولت تردولکي لانده ده اوهغه مهال ددي ولسوالي ولسوال دايساف دسرتيرودوتلوڅخه ناخبري ښولي وه .



دګرشک ولسوالي امنتي چاري دايساف ځواکونوڅخه افغان ځواکونوته ليږدول کيږي

د هلمند د گرشك ولسوالى اوسيدونكود امنيتي چارود ليږد د دريم پړاوملاتړکوي .
ددې ولسوالى ځينوقومي مشران وايي د امنيتي مسؤليتونود ليږد د دريم پړاو پوره ملاتړوكړکوواوژمنه يې وكړه چې تردې پروسې وروسته به هم د خپلوامنيتي ځواكونوترشا كلك ولاړويو اوهيڅ چاته به اجازه ورنه كړي چې په دې ولسوالى كې نا امنيوته لمن ووهي.
د هلمند والي محمد گلاب منگل د خپلې وينا پرمهال د گرشك اوسيدونكوته زيرى وركړچې ددې ولسوالى د امنيتي چارومسؤليت به د امنيتي مسؤليتونود ليږد په دريم پړاوكې كورنيوځواكونوته سپارل كيږي.
نوموړي په دې ولسوالى كې د امنيتي ځواكونوهڅې اوله دولت سره په هره برخه كې د خلكوهمكاري وستايله اوزياته يې كړه چې په دې ولسوالى كې ترډيره د امنيتي ستونزوټغرټول كړل سوى دى.
ګرشک ولسوالي امنيت په داسي حال کي افغان ځواکونوته سپارل کيږي چي لاددي ولسوالي ځيني سيمي ددولت دوسلوالومخالفيونوپه واکي دي














۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبه

دتازه خبرونوپاڼه

په هلمند كې د ټولنيزې شورا يوتن غړى ووژل سو


په هلمند كې د ټولنيزې شورا يوتن غړى ووژل سو

دولايت دمقام څخه رسنيوته په ليږل سوي خبرپاڼه کي راغلي چي حاجي رازمحمد د حاجي سيدمحمد زوى د سنگين ولسوالى د ټولنيزې شورا غړى دى د دوشنبې په ورځ د لسوبجوپه شاوخوا كې ددې ولسوالى د ويشتان اوزد ريگي ترمنځ سيمه كې چې د ولسوالى په لورروان ود دووسلوالوكسانولخوا د يوه وسلوال بريد په ترڅ كې وژل سوي رسيدلى دى
ددې پيښې عاملين په تيښته بريالي شوي اود نيولوپه موخه يې د امنيتي ځواكونولخوا پلټنې روانې دي.
بل پلوپه همدې ورځ ددې ولسوالى په اړوند سيمه كې يوتن ماشوم دوسلوالوطالبانوولخوا په يوه ښخ كړل سوي ماين ختلى چې د چاودنې په ترڅ كې ياد ماشوم هم وژل سوي دي

















دملي امنيت منسوبينويوطالب قومندان نيولي دي .


دملي امنيت منسوبينويوطالب قومندان نيولي دي
دهلمنددملي امنيت يوه سرچينه وايي دوي دخپلوعملياتوپرمهال په لـښکرګاه ښار. گرشك اونادعلي ولسواليوكې ترسره کړي چي په ترڅ كې د نعمت الله په نوم دوسلوالوطالبانويو قوماندان چې په بهارمشهوردى د لښكرگاه د مخطركلاپه سيمه كې له څلورپايې مخابروسره يوځاى نيول سوى دى.
دسرچيني دمعلوماتولمخي نوموړي قوماندان د ۱۵ تنومشري په غاړه درلوده اود لښكرگاه په مخطركلا،خشكابې،د گرشك په نهرسراج،يخچال،جاني خيلواونوروسيموكې د دولت ضد فعاليتونه ترسره كول اوپه لومړنيوڅيړنوكې يې خپل جرم منلى هم دى.
همدا رازپه گرشك اونادعلي ولسواليوكې د ملي امنيت د منسوبينولخوا يوميل پيكا ماشينگڼه،درى ميله كلاشينكوف،يوميل ۳۰۳ برټوپك،يوميل تومانچه،څلوركړى لاسي بمونه،۲۰۰ فيره د كلاشينكوف مرمى ،اته شاجورونه ،پنځه كړى د ټانگ ضد ماينونه اونهه كيلوگرامه تارياك نيولي دي.
سرچينه وايي له دې توكوسره د تړاوپه تورڅوك نه دي نيول سوي اود نيولوپه موخه يې پلټنې روانې دي.













۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبه

په ګرشک ناقانونه روغتيايي مرکزونه اودرملتونونه وتړل سول.

په ګرشک ناقانونه روغتيايي مرکزونه اودرملتونونه وتړل سول.
دعامي روغتيادصحي قوانينودڅيړني ډلي په ګرشك كي درې شخصي كلينيكونه اوڅلورهغه درملتونونه وتړل چي دكارقانوني جوازيي نه درلود.
دروغتيادڅيړني ډلي په ګرشك شپاړس درملتونونه اوشخصي كتنځايونه وكتل .
 دعامي روغتيادصحي قوانينو دڅيړني ډلي په ګرشك كي دشخصي كتنځايونواودرملتونونوڅخه ليدنه وكړه .
دغي ډلي لومړي دګرشك له ملكي روغتون څخه ليدنه وكړه ،اوددولتي روغتون دډاكترانو اوكاركوونكو دهڅو ستاينه يي وكړه .
دګرشك ولسوالۍ دملكي روغتون سرطبيب عبداللطيف وايي چي داروغتون په پوره وسايلو سمبال دي اوګرشکوالو ته په څلور ويشت ساعته ډول وړيا خدمتونه وړاندي كوي .
وروسته دعامي روغتيا دصحي قوانينو دڅيړني ډلي په ګرشك ولسوالۍ كي دشپاړسو شخصي كلينيكونواودرملتونوڅخه هم ليدنه وكړه .
اودرې هغه شخصي كلينيكونه اوڅلوردرملتونونه چي دكارقانوني جوازيي نه درلود وتړل اوخاوندانوته يي سپارښتنه وكړه څو لومړۍ قانوني مراحل بشپړاوبيافعاليت پيل كړي .
همدارنګه دعامي روغتيا رياست دصحي قوانينودڅيړني ډلي دوه تنه هغه ډاكتران چي دزده كړي اسناديي نه درلود ل هم له كارنه منع كړل اوكتنځايونه يي وروتړل .
دعامي روغتيا دصحي قوانينو دڅيړني دډلي مشر ډاكتر مولادادتوبه ګار وايي چي دغي ډلي نورو ولسواليو ته هم سفركړي، اوپلان لري څوپه ټول هلمندكي دغيري قانوني درمل ځايونواوكلينيكونودفعاليت مخنيوي وكړي .
بايد وويل سي چي داستونزي يواځي په ولسواليوكي نه بلكي په لښكرګاه ښاركي هم شتون لري ،اوګڼ شمير هيوادوال په مركزلښكرګاه ښاركي هم دغيري مسلكي ډاكترانو څخه سرټكوي اوغوښتنه كوي چي ددغه ډول كسانومخ ونيول سي .



په سنګين کي دامريکايي ځواکونويوه قرارګاپوليسوته وسپارل سوه .

په سنګين کي دامريکايي ځواکونويوه قرارګاپوليسوته وسپارل سوه .

دايساف داقرارګا دساروان کلاپه سيمه کي دامنيت اوبيارغوني چاري سرته رسولي چي ديولړمراسموپه ترڅ کي پوليسوته وسپارل سوه .
دايساف دفولادپه نوم قرارګا د يكشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې دسنګين ولسوال محمدشريف،امنيه قوماندان لومړي څارن حکمت الله حقمل ،د ملي اردواستازي اود امريكا سمندري ځواكونواستازي پكې گډون درلود پوليسوته وسپارل شوه.
په دې مراسموكې د امريكا د سمندري ځواكونويامرين استازي وويل چې له نوموړې قرارگاه څخه د دوى وتل په دې مانا نه دي چې گواكې ايساف ځواكونه به له دې وروسته له افغان ځواكونوسره مرسته نه كوي بلكې يوازې ياده شوې قرارگاه پوليسوپه په تخنيكي ډول سپارل شوې اوافغان ځواكونه له دې وروسته هم د دوى له كلك ملاتړڅخه برخمن دي.
د نوموړي په وينا چې د اړتيا پرمهال به ايساف ځواكونه په هرځاى اوهروخت كې د افغان ځواكونومرستې وکړي ، اود تيرپه څيربه يې په كلكه ملاتړكوي.
په دې مراسموكې د سنگين ولسوال محمد شريف خان وويل چې دا مهال په دې ولسوالى كې ترډيره امنيت خوندي اونه يوازې د ساروان كلا د سيمې اوسيدونكي بلكې ددې ولسوالى د نوروسيمواوسيدونكي هم له امنيتي ځواكونوسره د امنيت د لاټينگښټ په برخه كې همكاري كوي.
نوموړي د ايساف ځواكونوله سرښندنوڅخه چې په دې ولسوالى كې يې د امنيت د ټينگښټ په برخه كې كړې مننه وكړه اوزياته يې كړه چې ايساف ځواكونوپه دې ولسوالى كې نه يوازې د امنيت بلكې د بيا رغونې اوپرمختگ په برخه كې هم د پام وړمرستې ترسره كړې دي.
هغه وايي چې دا مهال په سنگين ولسوالى كې د كورنيوامنيتي ځواكونوترمنځ پوره همغږي شتون لري اوهمدا لامل دى چې پخپل وخت د دښمن پلانونه شنډ شوي اوخلكوته د هوسا ژوند زمينه برابره شوې ده.



۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

په واشير كي ۳۰تنه وسلوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې .


په واشير كي ۳۰تنه وسلوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې .

دهلمند دوالي وياند وايي دواشيردسرفولادپه سيمه کي دګدوځواکونودعملياتوپه ترڅ کي دوسلوالوطالبانوددوو مشهوروقوماندانانو په ګډون (۲۰)تنه نوروسلوالوطالبان ووژل سول ،اولس يي ټپيان سوي دي.

خبريال ............

دهلمند دوالي وياند داود احمدي دسې شنبې په ورځ رسنيو ته وويل چي دواشير ولسوالۍ دسرفولاد په سيمه كي دګډو ځواكونو لخوا عمليا ت ترسره سوي چي په ترڅ كي يي شل تنه ترهګر وژل سوي ، او دلسو په شا وخواكي ټپيا ن سوي دي.

دده په وينا په وژل سووكي دوسلوالوطالبانو دوه مشهور قوماندانان هم شا مل دي احمدي زياته كړه چي په دي عمليا تو كي ددوښمن ځالي په بشپړه توګه ړنګي سوي .

د احمدي خبره بهرني طالبان دپولي له ها خواڅخه دترو ريستي اعمالو او دكوکنارو ددفاع لپاره دلته جګړې ته راغلي .

دى زياته وي چي ترهګر هڅه كوي تروريستي اعمال ترسره كړي خو په واشير ولسوالۍ كي امنيتي ساحه ورځه تربلي دپراختيا په حال كي ده.

داوداحمدي زياته كړه چي په واشير ولسوالۍ كي دامنيت دښه كېدوسره سم دسيمي خلګوته دبيا رغوني پروژې پلي سوي ،او د سيمي خلګ هم له دولت سره دامنيت په ټينګښت كي مرسته كوي .





دپنځوسوكالوويجاړه سوي سيمنابياورغول سول .

دپنځوسوكالوويجاړه سوي سيمنابياورغول سول .

ددغي سينمادپرانيستي پرمهال د هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې دغه سينماته چي اوس مهال دكلتورمركزنوم وركول سوي دي د ولايتي بيا رغونې په مالي مرسته د شاوخوا ۲۰۰ زره امريكايي ډالروپه لگښت جوړسوى اوټول امكانات چې د يوه فرهنگي مركزلپاره اړين بلل كيږي ځاى پرځاى سوي دي.

د هلمند والي د فرهنگي ډگرپه پرمختگ كې دا يوبل مثبت گام وباله اوزياته يې كړه چې په دې مركزكې به بيلابيلې سيمينارونه لويې غونډې ترسره كيږي اودامهال پكې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ځوانان د كمپيوټر،انگريزي ژبې زده كړې اونوروبرخوكې په زده كړوبوخت دي.

د نوموړي په وينا چې نوموړى مركزيې د مطبوعاتود نړيوالې ورځې په وياړپرانيست اوهڅه به يې داوي چې په دې ولايت كې د فرهنگي ډگرد پرمختگ لپاره نورگټورگامونه هم پورته كوي.

د يادونې وړده چې نوموړى مركزپه پخوانى سينما كې چې شاوخوا پنځوس كاله وړاندې جوړه شوې وه جوړاوگټې اخيستنې ته وسپارل سو


















۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبه

د هلمند په گرشك ولسوالى كې لسگونه كيلوگرامه نيشيي توكي ونيول سول





د هلمند په گرشك ولسوالى كې لسگونه كيلوگرامه نيشيي توكي ونيول سول
دهلمندولايت دمطبوعاتي دفترڅخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي ياد سوي ۵۷ كيلوگرامه تارياك او۱۴ كيلوگرامه هيرويين چې په ۶۰ كڅوړوكې ځاى پرځاى اود يومازدا موټرپه مټ له گرشك ولسوالى څخه د كندهارسپين بولدك ولسوالى ته ليږدول كيدل د پوليسولخوا د يكشنبې په شپه ددې ولسوالى د موسى كلا د اډې په سيمه كې له يوتورن كس سره چې عبدالوهاب نوميږي اود نوزاد ولسوالى اوسيدونكى دى نيول سوى دى.




۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه

دهلمندملي امنيت په هلمند كې اوه تنه وسلوال نيولي دي ،




دهلمندملي امنيت په هلمند كې اوه تنه وسلوال نيولي دي ،
دهلمندملي امنيت كسانو دبيلابيلوعملياتوپه ترڅ كې چې د هلمند په سنگين،كجكي اوخانشين ولسواليوكې ترسره شوي دي په ترڅ كې يې يوه اوه كسيزه ډله نيولي
سرچينه زياته وي چي ضياالحق،عبدالغياث،نقيب الله اوغلام محمد هغه كسان دي چې په كوټه كې يې د ترهگريزواووران كاره كړنوپه برخه كې زده كړې ترلاسه كړې وې اوغوښتل يې چې په سنگين اوكجكي ولسواليوكې فعاليتونوترسره كړي چې سيمې ته له رسيدوسره سم د ملي امنيت د منسوبينولخوا نيول سوي دي.
همدا رازد عبدالبصيرپه نوم يوبل تن چې نوموړى هم قوماندان دى په خاشين ولسوالى كې له يوميل تومانچې اويوه عراده موټرسيكل سره نيول سوى اود شاه محمود په نوم يوبل تن چې د ځانمرگوبريدونوطراح اوماين جوړونكى دى اوغوښتل يې چې د هلمند د ملي امنيت د رئيس زوى وتښتوي د مارجې په تريخ ناورسيمه كې نيول شوى دى.
همدارنگه سرچينه وايي د ملاعبدالقيوم په نوم يوبل تن چې غوښتل يې د نوي كال په لومړى ورځ په لښكرگاه ښاركې وسلوال بريدونه ترسره كړي له يوميل تومانچې سره نيول سوى دى.
بل پلود يادې اونى په اوږدوكې د ملي امنيت منسوبينودوه ميله كلاشينكوف،يوميل پيكا،يوميل ۳۰۳برټوپك،څلوركړى ماينونه،سلگونه مرمى،دوه پايې مخابرې،۳۰ كړى لاسي بمونه او۳۸ كيلوگرام اوبلن تارياك نيولي دي.



۱۳۹۱ فروردین ۲, چهارشنبه

په زړه پوري خبر


يوه افغان بې پيلوټه الوتکې جوړې کړې دي
د يوه افغان په لاس جوړې شوې پنځه بې پيلوټه الوتکې د نيمروز په هوايي ډګر کې والوځول شوې.
د نيمروز ولايت د اوبو او برېښنا ادارې مشر او د زرنج ښار اوسېدونکى زمرى هلالي، د پنځو ډولونو بې پيلوټه الوتکو په جوړولو بريالى شوى دى.
هغه رسنيو ته وويل: ((له شپږو کلونو راپدېخوا مې په هغه طرحه کار کاوه، څو بې پيلوټه الوتکه جوړه کړم او د ريموټ کنټرول په وسيله يې والوځوم.
هلالي زياته کړه، چې پنځه بې پيلوټه الوتکې يې په بېلابيلو سايزونو جوړي کړې دي، چې د هرې الوتکې د الوت اندازه هم له يو بل سره توپير لري.
هغه زياته کړه، چې د هغه په لاس جوړې شوې الوتکې له يو نيم تر دوو مترو اوږدوالى لري، په يوه ساعت کې له ٥٠ – ٧٠ کيلومترو پورې الوتنه کوي او تر اووه زرو مترو پورې ارتفاع اخلي، چې يو ډول يې د ١٥ کيلوګرامه وزن د وړلو توان هم لري.
ياد انجنير وويل، چې د يادې الوتکې په جوړلو کې يې کاک، لرګي او ټوکر کارولي او د ارې له يو ماشين پرته نور موتورونه يې په خپل لاس جوړ کړي دي.
د هلالي په وينا، په يادو الوتکو کې دوه يې پټرولي دي، چې دوه لېټره ټانکۍ لري او پاتې نورې يې په قلمي بطريو پرواز کوي او په هوا کې ٢٠ دقيقې ګرځېدى شي.
هلالي زياته کړه، چې دا الوتکې د ماشومانو د لوبو د وسايلو په ريموټ کنټرولېږي.
هغه زياته کړه چې دا الوتکې د ډېرې ارتفاع اخيستلو توان لري؛ خو له سترګو پناه او کنټرول يې ستونزمنېږي.
انجنير زمري هلالي زياته کړه، په هغې الوتکه هم کار کوي چې د پيلوټ په واسطه الوځي او دمګړۍ دوه متره ارتفاع اخلي.
نوموړي زياته کړه، چې دا الوتکه درې متره اوږدوالى لري او په جوړښت کې يې له بانس او کپړې څخه استفاده کړې او موتور يې د موټر ماشين دى.
هغه وويل چې هڅه کوي، څو په نږدې راتلونکي کې دا الوتکه ښه پرواز او ډېره ارتفاع واخلي.
انجنير زمرى هلالي چې ٤٥ کلن دى، د کابل پوهنتون د انجينري پوهنځي له برېښنا څانګې فارغ شوى دى.
هغه وويل، چې پلار يې د کابل په هوايي ډګر کې د تخنيک په برخه کې دنده درلوده.
نوموړي وويل: له ماشومتوبه مې الوتکې سره مينه درلوده او فکر مى کاوه چې الوتکه څرنګه جوړېږي او څنګه پرواز کوي.
هغه پرون په داسې حال کې چې د نيمروز والي عبدالکريم براهوي او د ياد ولايت يو شمېر مسوولين موجود وو، د خپل لاس جوړې شوې پنځه ډوله الوتکې يې د نيمروز په هوايي ډګر کې والوځولې.
د نيمروز والي د هلالي د وړتيا ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دولت له داسې کسانو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.