۱۳۹۴ آبان ۱۱, دوشنبه

کارډیف موسیسه په لښکرګاه کېدرې فابریکي جوړه وي خوسوادګروایې دامنیت ،بریښنا،اوبازاردنشتون له امله نه غواړي پانګونه وکړي .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۳—
کارډیف موسیسه په هلمندکې درې فابریکي جوړه وي خوهلمندي سوادګروایې دامنیت ،بریښنا،اوبازاردنشتون له امله نه غواړي پانګونه وکړي .
کارډيف موسیسه په پام لري په لښکرګاه ښارکې دپختي دالاجې ،دغوړو،اوتارجوړولودفابریکوپه جوړیدوکې پنځوس سلنه مرسته کوي خوسوداګردا هڅه ستایې ولي زیاته وي په یادودریوبرخوکې هیڅ زمینه نه ده برابره نوځکه هم دیادوفابریکوجوړیدل ګټه هم نه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دکارډیف موسیسي ولایتي مسولین وایې موسیسه یې په پلان کې لري چې په لښکرګاه ښارکې درې فابریکې جوړي کړي ،دوی وایې ددي پروګرام په عملي کولوبه وتوانیږي چې په لښکرګاه ښارکې دډیری کورنیواقتصادي ستونزي حواري کړي ،دکارډیف موسیسي ولایتي مسول بریالی هلمندوایې دوی دیادوفابریکولپاره تراوه لکه امریکایې ډالره بودیجه لري ، که کوم سوادګرزړه ښه کوي دوی اماده دي چې پنځوس سلنه ونډه ورکړي .

بل پلوپه هلمندکې دسوداګرودټولني مشرعلي احمدناصري وایې اوس مهال په دې ولایت کې دفابریکوجوړیدوته هیڅ زمینه نه ده برابره ،هغه وایې سوداګرپه دغه ډول حالاتوکې نه غواړي چې پانګونه وکړي ،دناصري په خبره دامنیت ،بریښنا ،اوبازارنشتون هغه لوی ننګوني چې دفابریکي په شتون کې هم کارکولودګټي پرځای سوداګروته زیان اړوي ،هغه ددي هرڅه پړه پردولت وراچوي چې په تیره یوه لیسزه کې یې هم دسوداګرودپانګي اچوني په برخه کې هیڅ کارندی کړی .

ناصري وایې که افغان دولت اومرستندویه ټولني غواړي په هلمندکې په رشتیاهم پانګونه وکړي لومړی دي یادي ستونزي حل اوبیادي دپانګوالوسره مرسته وکړي ،په هلمندکې وړاندي تردي هم ډيری داسي پروژي پلي سوي دي خودامنیت اوپه نوروبرخوکې دبیلابیلوستونزوله امله یادخودرول سوي اویایه هم مرسته سوي پیسې پرخپل مخ ورکي سوي دي،که څه هم په هلمندکې ناامنۍ ،محصولاتولپاره بازار ،او دبریښنانشتون دایمي ستونزي دي خوکارډیف غواړي دلته درې فابریکي جوړي کړي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر