۱۳۹۴ آذر ۷, شنبه

طالبان اوس هم دمارجې دامنیت لپاره سترګواښ دی اوهره ورځ پرامنیتي پوستوبریدونه کوي .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۲۸—
وسله وال طالبان اوس هم دمارجې ولسوالۍ دامنیت لپاره سترګواښ دی اوهره ورځ پرامنیتي پوستوبریدونه کوي .
دامهال دولت یوازي دمارجې ولسوالۍ دکمپ سیمه ترنسبي امنیت لاندي راویستې خولااوس هم طالبان پرامنیتي پوستوډزي کوي ،دکرښي افغان ساتونکي یوشمیریې ګیله کوي چې دعملیاتواوپه نوروبرخوکې ستونزي لري خوځیني یې په خورالوړمرال دوسله والوسره دجنګ کولوټتروهي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دمارجې ولسوالۍ دکمپ سیمه دعامه نظم ددریم کنډک پولیسو له دولس ورځنۍ محاصرې وروسته بیاهم وساتله خودجنګ په لومړۍ کرښه کې دوه ډوله افغان امنیتي ځواکونه دي یوه ډوله یې وایې په هره برخه کې ستونزي لري دلته بایددوسله والوپرضدپراخ عملیات ترسره سي تازه دمه سرتیروهم بایدراسي خودولت تراوسه هیڅ تدابیرنه دي نیولي .
اول ......واکسپاپ.
دوی وایې کورونه یې دطالبانولخواسوځول سوي او اوس هم طالبان دمارجې ولسوالۍ لپاره لوی خطردی ،خودجنګ دکرښي دعامه نظم ساتونکي وایې ترڅوچې ژوندي وي دخپلوتاسیساتوترڅنګ به دمارجې ولسوالۍ اوسیدونکې هم دطالبانودظلمونوڅخه وساتي ،دوی دتل په څیردطالبانوسره دجګړې کولوډاډورکړ.
دوهم ..........واکسپاپ.
له ننه شاه اوخوا ۲۵ ورځي وړاندي وسله والوطالبانوپرمارجې ولسوالۍ ډله ییزبریدونه وکړه چې دچارواکوپه خبره  ۵۲ تنه پولیسو ته مرګ ژوبلي ترڅنګ نوروځواکونوته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خوزیاته وي وسله والوته یې هم درنه مرګ ژوبله اوړولي ده ، دیادولوده چې دباباجې ،چاانجیر،مالګیر،اومارجې ولسوالۍ کې اوس هم مقاومت سته چې دعملیاتولپاره یې تراوسه کوم خاص تدابیرنه دي نیول سوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر