۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبه

د هلمند په گرشك ولسوالى كې لسگونه كيلوگرامه نيشيي توكي ونيول سول





د هلمند په گرشك ولسوالى كې لسگونه كيلوگرامه نيشيي توكي ونيول سول
دهلمندولايت دمطبوعاتي دفترڅخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي ياد سوي ۵۷ كيلوگرامه تارياك او۱۴ كيلوگرامه هيرويين چې په ۶۰ كڅوړوكې ځاى پرځاى اود يومازدا موټرپه مټ له گرشك ولسوالى څخه د كندهارسپين بولدك ولسوالى ته ليږدول كيدل د پوليسولخوا د يكشنبې په شپه ددې ولسوالى د موسى كلا د اډې په سيمه كې له يوتورن كس سره چې عبدالوهاب نوميږي اود نوزاد ولسوالى اوسيدونكى دى نيول سوى دى.




۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه

دهلمندملي امنيت په هلمند كې اوه تنه وسلوال نيولي دي ،




دهلمندملي امنيت په هلمند كې اوه تنه وسلوال نيولي دي ،
دهلمندملي امنيت كسانو دبيلابيلوعملياتوپه ترڅ كې چې د هلمند په سنگين،كجكي اوخانشين ولسواليوكې ترسره شوي دي په ترڅ كې يې يوه اوه كسيزه ډله نيولي
سرچينه زياته وي چي ضياالحق،عبدالغياث،نقيب الله اوغلام محمد هغه كسان دي چې په كوټه كې يې د ترهگريزواووران كاره كړنوپه برخه كې زده كړې ترلاسه كړې وې اوغوښتل يې چې په سنگين اوكجكي ولسواليوكې فعاليتونوترسره كړي چې سيمې ته له رسيدوسره سم د ملي امنيت د منسوبينولخوا نيول سوي دي.
همدا رازد عبدالبصيرپه نوم يوبل تن چې نوموړى هم قوماندان دى په خاشين ولسوالى كې له يوميل تومانچې اويوه عراده موټرسيكل سره نيول سوى اود شاه محمود په نوم يوبل تن چې د ځانمرگوبريدونوطراح اوماين جوړونكى دى اوغوښتل يې چې د هلمند د ملي امنيت د رئيس زوى وتښتوي د مارجې په تريخ ناورسيمه كې نيول شوى دى.
همدارنگه سرچينه وايي د ملاعبدالقيوم په نوم يوبل تن چې غوښتل يې د نوي كال په لومړى ورځ په لښكرگاه ښاركې وسلوال بريدونه ترسره كړي له يوميل تومانچې سره نيول سوى دى.
بل پلود يادې اونى په اوږدوكې د ملي امنيت منسوبينودوه ميله كلاشينكوف،يوميل پيكا،يوميل ۳۰۳برټوپك،څلوركړى ماينونه،سلگونه مرمى،دوه پايې مخابرې،۳۰ كړى لاسي بمونه او۳۸ كيلوگرام اوبلن تارياك نيولي دي.



۱۳۹۱ فروردین ۲, چهارشنبه

په زړه پوري خبر


يوه افغان بې پيلوټه الوتکې جوړې کړې دي
د يوه افغان په لاس جوړې شوې پنځه بې پيلوټه الوتکې د نيمروز په هوايي ډګر کې والوځول شوې.
د نيمروز ولايت د اوبو او برېښنا ادارې مشر او د زرنج ښار اوسېدونکى زمرى هلالي، د پنځو ډولونو بې پيلوټه الوتکو په جوړولو بريالى شوى دى.
هغه رسنيو ته وويل: ((له شپږو کلونو راپدېخوا مې په هغه طرحه کار کاوه، څو بې پيلوټه الوتکه جوړه کړم او د ريموټ کنټرول په وسيله يې والوځوم.
هلالي زياته کړه، چې پنځه بې پيلوټه الوتکې يې په بېلابيلو سايزونو جوړي کړې دي، چې د هرې الوتکې د الوت اندازه هم له يو بل سره توپير لري.
هغه زياته کړه، چې د هغه په لاس جوړې شوې الوتکې له يو نيم تر دوو مترو اوږدوالى لري، په يوه ساعت کې له ٥٠ – ٧٠ کيلومترو پورې الوتنه کوي او تر اووه زرو مترو پورې ارتفاع اخلي، چې يو ډول يې د ١٥ کيلوګرامه وزن د وړلو توان هم لري.
ياد انجنير وويل، چې د يادې الوتکې په جوړلو کې يې کاک، لرګي او ټوکر کارولي او د ارې له يو ماشين پرته نور موتورونه يې په خپل لاس جوړ کړي دي.
د هلالي په وينا، په يادو الوتکو کې دوه يې پټرولي دي، چې دوه لېټره ټانکۍ لري او پاتې نورې يې په قلمي بطريو پرواز کوي او په هوا کې ٢٠ دقيقې ګرځېدى شي.
هلالي زياته کړه، چې دا الوتکې د ماشومانو د لوبو د وسايلو په ريموټ کنټرولېږي.
هغه زياته کړه چې دا الوتکې د ډېرې ارتفاع اخيستلو توان لري؛ خو له سترګو پناه او کنټرول يې ستونزمنېږي.
انجنير زمري هلالي زياته کړه، په هغې الوتکه هم کار کوي چې د پيلوټ په واسطه الوځي او دمګړۍ دوه متره ارتفاع اخلي.
نوموړي زياته کړه، چې دا الوتکه درې متره اوږدوالى لري او په جوړښت کې يې له بانس او کپړې څخه استفاده کړې او موتور يې د موټر ماشين دى.
هغه وويل چې هڅه کوي، څو په نږدې راتلونکي کې دا الوتکه ښه پرواز او ډېره ارتفاع واخلي.
انجنير زمرى هلالي چې ٤٥ کلن دى، د کابل پوهنتون د انجينري پوهنځي له برېښنا څانګې فارغ شوى دى.
هغه وويل، چې پلار يې د کابل په هوايي ډګر کې د تخنيک په برخه کې دنده درلوده.
نوموړي وويل: له ماشومتوبه مې الوتکې سره مينه درلوده او فکر مى کاوه چې الوتکه څرنګه جوړېږي او څنګه پرواز کوي.
هغه پرون په داسې حال کې چې د نيمروز والي عبدالکريم براهوي او د ياد ولايت يو شمېر مسوولين موجود وو، د خپل لاس جوړې شوې پنځه ډوله الوتکې يې د نيمروز په هوايي ډګر کې والوځولې.
د نيمروز والي د هلالي د وړتيا ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دولت له داسې کسانو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.



۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبه

ملي امنيت دانسان تښتوونكويوه ستره ډله نيولۍ ده







دهلمند دملي امنيت کا رکوونکو دواشير ولسوالي په لر کاريز کي دانسان تښتونکو يوه ستره ډله نيولي ده.
دهلمند دوالي وياند وايي دوي دتښتوني په برخه کي سابقه لري او تازه يي ديوي کورنۍ 11يولس تنه تښتولي وه.
احمدي ويلي ددغه ډلي په نيولو سره دکندهار او هرات ترمنځ دلويي لاري پرسر دټولو تښتونو او غلاو مخه نيول کيږي.
تيرماښآم دملي امنيت کا رکوونکو واشير ته نږدي دلر کاريز په سيمه کي دانسان تښتونکوهغه اته کسيزه ډله ونيول چي دکندهار هرات پرلويه لاري يي انسانان نيول او بيا يي دپيسو په بدل بيرته خوشي کوله.
دهلمند دوالي وياند داود احمدي وايي دملي امنيت کار کوونکو له ډيري مودي راهسي دانسان تښتونکو ددغي ډلي په اړه پلټني درلودي چي داحمدي په خبره تيره شپه دميرزامحمد په شمول چي دانسان تښتونکو دډلي مشر دى دخپل اته تنه ملګرو سره ژوندي ونيول سول او ددوي سره بنديان يولس تنه چي ښځي او نارينه دي ازاد کړل.
احمدي وويل انسان تښتونکي ټول دبادغيس ولايت دبالامرغاب دولسوالي اوسيدونکي دي او دايي منلي ده چي دوي له ډيري مودي راهسي انسانان تښتول او له هغوي څخه يي دخوشي کيدو په بد ل کي پيسي غوښتلي.
دوالي وياند داود احمدي وويل انسان تښتونکو په خپلو لمړنيو تحقيقاتو کي منلي ده چي دکندهار او ګرشک يو شمير اوسيدونکي يي لا له وړاندي دپيسو په مقابل کي خوشي کړي دي.
په ګرشک کي په دي وروستيو کي ګڼ شمير انسانان وتښتول سوه چي دچارواکو په خبره ددغه اته کسيزي ډلي له لوري رهبري کيدل .چي له دي جملي يي دګرشک ولسوالي يو تن اوسيدونکي همدي ډلي هغه مهال وواژه چي کورنۍ يي دپيسو دورکولو څخه انکار وکړ.
دانسان تښتونکو له دي ډلي سره پنځه عرادي موټرونه،دري عرادي موټر سکلان،دري ميله کلاشنکوفونه او يو ميل ميګاروف توپنګچه او ګڼ شمير نور دانسان تښتولو اسباب چي رسۍ او نشه يي ګولۍ هم په کي شاملي دي نيول سو يدي.
داپه هلمند کي لمړي ځل نه دي چي دانسان تښتونکو پوره ګروپونه نيول کيږي تر دي وړاندي دپوليسو يو قوماندان ديوه ملي تجار دتښتولو په تور ونيول سو.چي دچارواکو په خبره دوسيه يي دمحکمي تر څيړنو لاندي ده .