۱۳۹۰ بهمن ۷, جمعه

ملي امنيت په هلمند كې وسلې اوچاوديدونكي توكي نيولي دي





ملي امنيت په هلمند كې وسلې اوچاوديدونكي توكي نيولي دي
دولايت دمقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي د هلمندد ملي امنيت د منسوبينولخوا د پټومعلوماتوپربنسټ د هلمند په ناوې اود لښكرگاه اړوند په خشكابې سيمه كې ترسره سول په ترڅ كې يې ۲۸گونى چې ټول ټال ۱۴۰۰گرامه وزن لري د ټي ان ټي په نوم چاوديدونكي توكي چې د ځانمرگوبريدونوپه واسكټونواوموټربموكې ترې كاراخيستل كيږي،شپږميله كلاشينكوفونه،يوميل تومانچه،۶۰۰فيره د كلاشينكوف مرمى،لس شاجورونه،يوه برچه اودرى چانټې د ملي امنيت منسوبينوترلاسه كړي دي.
ددې وسلواوچاوديدونكوتوكوپه تړاوڅوك نه دي نيول سوي





۱۳۹۰ بهمن ۶, پنجشنبه

يوه ځانمرګي بريدڅلورديرش تنوهلمندي اوسيدونكوته مرګ ژوبله واړه وله ،








يوه ځانمرګي بريدڅلورديرش تنوهلمندي اوسيدونكوته مرګ ژوبله واړه وله ،
دغه چاودنه هغه مهال رامينځه ته سو له چي ديوي بهرني موسيسي زغرو ال مو ټرونه دولايت وداني ته نيژدي دپو هني رياست مخي ته دتيري دو په حال کي و ه ،
دوالي يا ند محمدداوداحمدي خبر يا لانو ته وويل ددغي پښي زخميا ن رو غتو ن ته ليږدو ل سوي چي رو غتيا يي حالت يي ښه دي ،
په لښکر ګا ښا رکي دو لايت وداني ته نيژدي دپو هني ريا ست مخي ته ديو ه ځان و ژو نکي بريد له امله چي دکو رلامو ټر په و اسطه را مينځته سوو يوديرش تنه ملكي وګړي زحمي سوي اودري تنه نورملكي وګړي وژل سوي هم دي ،
په سيمه كي عيني شاهدان وايي دوي هيڅ نه دي پوهيدلي چي چاودنه څنګه رامنځته سوله دوي هم په سيمه كي دځانمرګي بريدله امله ترډيره ځايه دملكي كسانود وژل خبره كوي ،
دهلمند دو الي وياند داود احمدي دپيښي په ځاي كي خبر يا لانو ته وويل چي د ځان مرګي بر يد کو نکي موخه بهرنيان وه چي په ياده سيمه کي د تيريدو په حال کي وه
دي و ايي چي په دغه چاو دنه کي خلګو ته په زياته اندازه مالي زيا نو نه هم او ښتي دي
دغه چاودنې نه يوازې ځاني زيان اړولى بلكې د شاوخوا كورونو،دفترونواوهټيوهندارې يې هم ماتې كړې اوپه همدې سيمه كې يې ۱۷عرادې موټرونه هم ويجاړكړي ،
دلښكرګاه ښاردامنيت دانتقال نه وروسته داڅلرم ځانمرګي بريددي په لښكرګاه ښاركي چي ترسره كيږي او له امله يي بيګناكسانوته زياته مرګ ژوبله اوړي ،

۱۳۹۰ بهمن ۵, چهارشنبه

په هلمندکي دسولي لپاره څومري چي طمه وه هغسي کارنه دي ترسره سوى،





په هلمندکي دسولي لپاره څومري چي طمه وه هغسي کارنه دي ترسره سوى،
داټکي هلمندوالي محمدګلاب منګل دسولي دعالي شوراديوي غونډي پرمهال روښانه کړهغه وايي ديوه کال په تيريدلوسره هيڅ داسي کارنه دي ترسره سوي چي هغه دي پدي ولايت کي دسولي دراويستلولپاره موهيمه وي ،
دحج اواقاف سرپرست وزيروايي په هيوادکي دلسوکلونوپه تيريدوسره بياهم کوم مثبت ګام نه دي پورته سوي اوکارونه ديوډول ستونزوسره مخ دي ،
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمکار سردارمحمد سروري ارکوي ،
سوله که څه هم ددي هيواددوګړولپاره اړينه خبره ده خوپه هلمندکي څونه چي طمه وه هغسي کاردسولي لپاره نه دي ترسره سوي ،
هلمندوالي ددي خبري په يادولوسره وويل ديوه کال په موده کي پدي ولايت کي اوياتنه وسلوال طالبان دسولي دپروسي سره يواځاي سوي دي چي والي دغه کچه ډيره ټيټه ياده وي اوپدي پروسه کي ترسره کارونه که څه هم ستيايي خوپه وينايي چي ډيرلږدي ،
منګل وويل که څه هم دسولي په موخه هرډول شرايئت اماده دي خوترسره سوي کارونه ډيرکم دي ،
دحج اواوقاف وزيرډاکټرمحمديوصف نيازي وويل په هيوادکي اوس هم ډيري ناخوالي شتون لري چي په لري کولوکي يه دولت پاته راغلي ،
هغه زياته کړه چي ترهرڅه په يوملکي امنيت موهيم دي دده په خبره په افغاانستان کي دامهال دښووني اوروزني ، دروغتونو، زراعت اوددي ترڅنګ په يوشميرنوربرخوکي کارنه دي ترسره سوي
دنيازي په خبره که په افغانستان کي سوله اوامن ټنګ سي داملک به ډيرژردپرمختګ په لورګامونه واخلي ،
دسولي دعالي شورادتبليغاتودکميسون مشرقاضي محمدامين وقادپروسلوالوطالبانوږغ وکړچي دسولي دپروسي سره دي يوځاي سي اونوردي دهرډول ناامنيواووژنوڅخه لاس واخلي ،
وقادزياته کړه چي يوازي په تيرعيسوي کال څلورزره افغانان اوپنځه سوه پنځه څلويښت تنه دايساف ځواکونه په کورني جګړه کي وژل سوي دي ،
بايدوويل سي دکومه وخت چي په هيوادکي دسولي پروسه راپيل سوي تردامهاله څلورزره وسلوال طالبان دسولي دعلي شوراپه هڅوددولت دمخاليفت څخه لاس په سرسوي اويوسوله ييزژوندي دسره پيل کړي دي ،

۱۳۹۰ بهمن ۴, سه‌شنبه

په هلمندكي كډوالوته ورښتونوخورازيات مالي زيانونه اړه ولي دي ،




په هلمندكي كډوالوته ورښتونوخورازيات مالي زيانونه اړه ولي دي ،
دغه كډوال چي دهلمندترڅنګ ديوشميرنوروولايتونواوسيدونكي دي وايي بارانونويي كورونه نړولي اودويته په زياته پيمانه مالي تاوانونه اړولي
دكډوالواوبيرته راستنيدونكوچارورئيس خبري مني وايي دوي به ډيرژردمختارپه نوم دكډوالودغه كمپ ته وروه دانګي اوستونزي به يي حل كړي ،
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
داپه لښكرګاه ښاركي دمختارپه نوم دكډوالوكمپ دي چي پكښي شاووخوااوه زره پنځه سوه كورني دخپل ژوندسختي شپي اورځي تيره وي ،
دغه كډوالي كورني چي ژونديي دخورازياتوستونزوسره مخ دي داړونده رياست اودولته څخه غوښتنه كوي چي ددوي دستونزوپه لمنځه وړولوكي وورسته مرسته وكړي ،
پدغه سىمه کي مىشت کډوال چي ټول په خټىنوکورنوکي اوسىږي وايې سختواورښتونويې دکورنودىوالونه ړنګ کړي دوي زياته وي چي له يوي خواژمى دى اوله بله پلوه ددوى کمزورى اقتصادي حالت دکورنىودټولوغړوژوند يي په يوډول ستونزوكي راګيركړي ،
په هلمندكي دكډوالواوبيرته راستنيدونكوچارورئيس غلام فاروق نورزي افغان نيوزته وويل دوي به ډيرژردكډوالودستونزوپه حل كولوكي اقدام كوي ،
خونورزي داونه ويل چي ددغه كډوالودسخت حالت دلمنځه تلولپاره به ډيرژرهڅه كوي خوزياته يي كړه چي ددوي دسروي ټيم تللي څوډيرژردزيانمنوكورنيوشميرڅرګنداورسره مرسته وكړي ،
هغه وه كډوالوته دمالي زيانونوداړه ولوخبره هم مني وايي نه يوازي پدي كمپ كي دهلمندولايت اوسيدونكي دي بلكي دشپږونوروولايتونوكډوال هم ژوندتيره وي ،
که دمختاردکمپ داوسىدونکوکورنه دورستيواورښتونوله امله وران سوي خودښارپه دننه کي هم په لسګونه له خټوجوړوکورونودىوالونه هم بارانونونړولي دي ،






دهلمندپه ګريشک ولسوالي سييميزپوليس په دنده ګمارل کيږى.





دهلمندپه ګريشک ولسوالي سييميزپوليس په دنده ګمارل کيږى.
امنيتي چارواکي وايي سيميزپوليس په هلمندکي دامنيت په ټنګښټ کي ښه رول لري او خلکو هم دهمدي پوليسو دجوړيدو غوښتنه کړي .
همدارنګه ددي ولايت دملى امنيت له لوري هم ګڼ شمير وسلي ، چاوديدونکي توکي ، او يوه اندازه وچ تارياک نيول سوي دى .
دهلمند امنيه قوماندان سمونوال عبد النبى الهام وايي چي په ګريشک ولسوالي كي به سيميزپوليس په نيږدي وخت کي په دنده وګمارل سي .
هغه دکريشک ولسوالي له ځايي اداري څخه له ليدوني وروسته وويل چي قومي مشرانو وروڅخه غوښتنه وکړه چي په ګريشک ولسوالي کي نوي سيميزپوليس ورته جوړ او دسمى دامنيت لپاره يه په دنده وګماري .
الهام داهم وويل چي دوي به ۳۲۵ تنه سيميزپوليسو دامنيت لپاره په بيلابيلو سيموکي په نږدي راتلونکي کي ثبت او راجسترکړي ترڅو په دندوه پيل وكړي ،
قوماندان زياته کړه چي سيميزپوليس په هلمندکي دامنيت دټنګښت په موخه زيات اغيزناک بلل سوي او خلک هم ورڅخه خوښ دي ।
ديوه بل خبر له مخي دهلمند دملى امنيت دمنسوبينوله لورى ګڼ شمير وسلي چاوديدونکي توکي او يوه اندازه تارک لاسته ورغلي دى .
دملي امنيت يوي سرچيني رسنيوته وويل چي ددوي منسوبينو په نادعلي او ګريشک ولسوالي کي ځانګړي عمليات ترسره کړي دي چي په عملياتوکي ۷ ميله کلاشنکوف ، يو ميل پيکا ، ۵ ميله سى صد سبر ، يو ميل ار پى جي ، ۸ لاسى بمونه ، يوه پايه مخابره ، ۸ شاجوره ، ۶ حلقي ماينونه ، او ۳۰ کيلو ګرامه وچ تارياک ترلاسه کړى دي .
سرچينه وايي چى دترلاسه سوو توکوپه تور تردي مهال څوک ندي نيول سوي خو په اړيه پلټني رواني دى .

۱۳۹۰ بهمن ۲, یکشنبه

دهلمندپه مرکزاوځينو ولسواليوکي دتيروکلونوپه پرتله دوه برابره باران سوي دي .





دهلمندپه مرکزاوځينو ولسواليوکي دتيروکلونوپه پرتله دوه برابره باران سوي دي .
دهلمندګڼ شمير کرونده ګراورښتونوته خوشحاله دي خودلښکرګاه يوشميراوسيدونکي بياوايي چي دتيري شپي زيات اورښت ددوي کورنه نړولي اودرانه مالي زيانونه يي ورته اړولي دي .
خود ښاروالي چاوراکي وايي چي دوي دتيرماښام راهيسي په لښکرګاه ښار کي دباران اوبو ويستلوکارپيل کړي چي تراوسه نه دي توانيدلي دخلکوکورونه دنړيدوڅخه وژغوري .
دتيرو څلوروکلونووروسته په هلمندکي زيات باران سوي دي .
يوشمير اوسيدونکي وايي چي دوچکاليوله امله ددوي کښتونه له وچيدوسره مخ دي . چي دتيري شپي اورښتونودوي ته د وچکالي له منځه وړلوهيله ورپيداکړي ده . خودلښکرګاه يوشميراوسيدونکي بياوايي چي دتيري شپي اورښتوددوي کورنه نړولي دي . اودشپي په يوه بجه خپل کورونه پريښي دي اونورو سيموته تللي دي .
دوي زياتوي چي په کوڅوکي يي زياتي اوبه ولاړي دي اوماشومان يي ښوونځيوته نه سي تلاي دمسجدونولاري يي بندي اوټول اوسيدونکي پخپلوکورنوکي بندپاته دي .
ددوي په ويناچي څوځلي ښاروالي څخه غوښتنه کړي ده چي په دي برخه کي ورسره مرسته وکړي خوتردي مهاله دلښکرګاه ښاروالي له خوادوي ته کوم مثبت ځواب نه دي ورکول سوي .
په همدي وخت کي دلښکرګاه ښاروال محمدفاضل صافي وايي چي دشنبي په ورځ ماښام ناوخته يي دزړي کلادسيمي څخه دباران داوبوويستلوکارپيل کړي دي اوديکشنبي دورځي ترغرمي پوره يي کاروکړچي لااوس هم په يوشميرسيموکي کورونه دنړيدوسره مخ دي .
دده په ويناچي په لښکرګاه کي دومره اورښت سوي دي چي په تيرو دريوکلونوکي سارې نه لري اودوي يودم دومره امکانات هم په واک کي نه لري چي په ټولوسيموکي دباران اوبه دکورونواوکليوله منځونوڅخه وباسي .

دكجكي ولسوالي اوسيدونكي ددولته څخه دناامنيودوركيدوغوښتنه كوي ،





دكجكي ولسوالي اوسيدونكي ددولته څخه دناامنيودوركيدوغوښتنه كوي ،
ددي ولسوالي اوسيدونكي وايي دولت بايدنورپه هلمندكي دهرډول بريدونواوپه كلوالي سيموكي دماينونودخنثي كيدوپه موخه كوټلي ګامونه پورته كړي ،
خوبلخوادهلمندوالي په كجكي ولسوالي كي افغان نيوزته وويل هغه كسان چي عام خلك وژني هغه مسلمانان نه بلكي ددي خاوري دښمنان هم دي ،
كجكي دهلمندولايت په شمال كي پرته ولسوالي ده چي پدي ورستيوكي دولت ديولړعملياتوپرمهال يي ځيني سمي دترخپلي ولكي لاندي راويستلي ،
خولااوس هم پدي ولسوالي كي يوډول ناامني هغه څه دي چي عام خلك يي قرباني كيږي اوددي ولسوالي خلك ددولته ديوي ښي دولتداري دراويستلوترڅنګ دښه امن غوښتنه كوي ،
په كجكي ولسوالي كي دهلمندوالي محمدګلاب منګل افغان نيوزته وويل دوي پلان لري چي ډيرژرپدي ولسوالي كي ديوي ښي حكمتداري ترڅنګ ټولي ناامني لمنځه يوسي اوخلكوته يوه ښه فضارامنځته كړي ،
والي زياته كړه دعاموخلكوپه وژنه اوپه سيمه كي وران كاره اعمال ترسره كول دمسلمان اوانسانيت څخه لري يادكړله اوپركجكي ميشتويي ږغ وكړچي دخپل دولت سره مرسته وكړي ،
بايدوويل سي په كجكي ولسوالي كي دتيري چهارشنبي په ورځ ديوه ځانمرګي بريدپه ترسره كيدوكي ددريوپوليسوترڅنګ پنځلس تنه عام وګړي ووژل سوله اوددوپوليسوپه شمول اوه لس تنه عام وګړي زخمي سوي هم دي ،


۱۳۹۰ دی ۲۹, پنجشنبه

نوزادولسوالي ته غځيدلي لوي لاره اوس هم دترافيكوپرمخ بنده ده ،





نوزادولسوالي ته غځيدلي لوي لاره اوس هم دترافيكوپرمخ بنده ده ،
ددي ولسوالي اوسيدونكي وايي دلاري بندولودويته خوراستونزي پيښي كړي اوددي ترڅنګ اوسيدونكي داهم وايي چي پدي ولسوالي كي دبيارغاوني كارونه ډيرلږترسره سوي دي ،
نوزادميشت وايي نوزادولسوالي ته دولت دنوروولسواليوپشان توجونه كوي اوپدي ولسوالي كي دخلكولپاره دكاركولوزمينه هم نه خوبلخوادنوزادولسوال هم دخلكوخبري مني خودنه كاركولوعلت پدي ولسوالي كي تيره سوي دركلنه جګړه ياده وي ،
نوزادولسوالي اوسيدونكي په خپله ولسوالي كي په خوراستونزوكي شپي اورځي تيره وي دوي غوښتنه كه وي كه يه ولسوالي ته غځيدلي لويه لاره په پوره توګه دترافيكوپرمخ خلاسه نه كړل سي ددوي ستونزي به نوري هم زياته سي ،
دنوزادولسوالي خلك نه يوازي دلوي لاري دخلاسولوغوښتنه كوي بلكي په دي ولسوالي كي دبيارغاوني كارونه هم ډيرلږياده وي دوي دولت دبيارغاوني په كارونواوددي ولسوالي خلكوته دكاركولودزميني دنه برابرولوپه كارونوكي پاته بولي ،
دنوزادولسوال سيدمراداغادخلكوخبري مني چي پدي ولسوالي كي دبيارغاوني كارونه لږترسره سوي خوهغه وايي چي پدي ولسوالي كي دري كاله وړاندي دجنګ جګړوله امله هرڅه لمنځه تللي ،
ولسوال زياته وي چي دوي اوس مهال پدي ولسوالي كي كافي دبيارغاوني كارونه ترسره كړي هغه وايي هڅه كوي چي دالړي دوامداره كړي ،

۱۳۹۰ دی ۲۸, چهارشنبه

په هلمند كې د پوليسوله روزنيزمركزڅخه ۱۹۰تنه پوليس فارغ سول




په هلمند كې د پوليسوله روزنيزمركزڅخه ۱۹۰تنه پوليس فارغ سول
دهلمندولايت دمطبوعاتي دفترڅخه رسنيوته په استول سوي خبرپاڼي كي راغلي چي په لښكرګاه ښاركي دپوليسودښوونيزمركزڅخه ۱۹۰ تنوته پوځي زدكړي وركول سوي ،
دخبرپاڼي په خوله پدي اړه په جوړوسوومراسيموكي دولتي چارواكوبرخه هم اخيسته وه ،
ددي مراسيموپرمهال هلمند والي محمد گلاب منگل په خپله وينا كې وويل چې ددې پوليسوپه فارغيدوسره به د پوليسوليكې نورې هم پياوړې اونه يوازې به په هلمند كې د ډاډ من امن د رامنځ ته كيدولامل سي بلكې په نيمروزولايت كې به هم خپلې دندې پرمخ بيايي.
خبرپاڼه دوالي دخولي څخه ليكي چې په دې مركزكې دامهال ټول ټال شاوخوا ۵۲۰ تنه افسران اوساتونكي ترروزنې لاندې دي چې ۱۹۰تنوته يې په بيلابيلوبرخوكې د كورنيواوبهرنيوښوونكولخوا مسلكي زده كړې وركړل شوې فراغت ليكونه وركړل سول.
د يادونې وړده چې له نوموړي مركزڅخه د فراغت دا ۳۴مه دوره ده اود شاوخوا تيرودوه كلونوراپه ديخوا له ياد مركزنه څه باندې ۴۳۰۰ تنه پوليسو اواوفسرانوته زده كړې وركړل سوي دي.

۱۳۹۰ دی ۲۷, سه‌شنبه

دبګرام زندان څخه شپږتنه زندانيان خوشي سوله ،





دبګرام زندان څخه شپږتنه زندانيان خوشي سوله ،
هلمندوالي محمدګلاب منګل وايي ازادي دهرانسان حق دي خوهغه دخوشوسووزندانيانوڅخه په هلمندكي دسولي دپروسي سره دمرستي غوښتنه وكړه ،
والي وه خوشي كړل سووزندانيانوته وويل هڅه وكړي چي يوځل بياستاسي كړني تاسي دزندان ترتوروشپوونه رسوي ،
خودايساف ځواكونودخپل سري حملواودشپي پركورنودچاپووهلوپرمهال هلمندي اوسيدونكي بيول سوي چي په كلونوكلونودزندان دتوروتياروترشاشپي اوروځي تيره وي چي وروسته ترڅيړنوبي ګناه ثابت سوي دي ،
دهلمند.كندهار،اوهرات ولايتونو شپږتنه زندانيان دبګرام زندان څخه خوشي اوخپلوكورنيوته وسپارل سوله ،
په خوشي كړل سووزندانيانوكي دري تنه دهلمنددوه تنه دكندهار اويوهم دهرات ولايت اوسيدونكى ووچي ديوي غونډي پرمهال خپلوكورنيووسپارسوله ،
هلمندوالي محمدګلاب منګل دخپلوخبروپرمهال وويل چي زندان ته يوازي هغه كسان ځي چي په جرم اخته وي اويايي هم په غيري قانوني كړنولاس پوري كړي وي ،
دغه زندانيان پداسي حال كي خوشي كيږي چي تردي وړاندي هم دبګرام زندان څخه دهلمنديوشمير زندانيان خوشي كړل سوي وه دچارواكوپه خبره اوس مهال دخوشي كړل سووزندانيانوشميرديرشو تنوته رسيږي ،
دهلمنديوشميرځايي اوسيدونکي وايي چي دبهرنيوځواکونودغلطوراپورنوپراساس دشپي پرمهال يوشميرکسان له خپلوکورنوڅخه بيايي اودمياشتومياشتوزندان څخه ورسته په تحقيقاتوکي بيګناه ښودل کيږي
دوي غوښتنه کوي چي بهرني ځواکونه دي خپلسري عمليات ودروي