۱۳۹۴ آذر ۳, سه‌شنبه

طالبانوپه هلمندکې ترخپل واک لاندي سیموکې ترډیره دلویولاروپولچکونه اوسړکونه په بمونوالوځولي.

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۲۴—
دورستیوجګړوله امله دهلمنددلویولاروسړکونه اوپلچکونه په بمونوالوځول سوي دي .
دفوایدعامي دریاست چارواکې طالبانودلویولاروډيری پولچکونه اوپوخ سړک په بمونوویجاړکړي دي چې دعاموخلکوترڅنګ یې ډيری مالي زیانونه اوړولي دي ،دفوایدعامي ریس اهل الله عبیدي زیاته وي دسنګین ،باباجې ،اومارجې ولسوالیوته نه یوازي دغځیدلولاروپولچکونه طالبانونړولي دي بلکې په ډيری سیموکې یې دتراکتورونوپه ومرسته دپآخه سړکونوڅخه قیرهم ټول کړی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
طالبانوپه هلمندکې ترخپل واک لاندي سیموکې ترډیره دلویولاروپولچکونه اوان په ډيری سیموکې یې دخلکوپه مرسته په ټراکټورونو۶۰۰ متره دپاخه سړک قیرهم اړولی دی ،دهلمندفوایدعامي رئیس اهل الله عبیدي وایې دسنګین ،باباجې ،اومارجې ولسوالیوته پرغځیدلولویولاروترډيره پراته پولچکونه اودسړک دپري کولوله امله لاري هم بندي سوي دي .

عبیدي وایې سنګین ته غځیدلي لاره ۵۲ ځایه وسله والوپرې کړي اویایه هم پولچکونه وران کړي دي اوهمدارنګه دسنګین اوکجکې ترمنځ دغځیدلي لاري خوبیخي معلومات نسته خوزیاته وي امکان لري په بشپړه اویاهم ترډيره یې ورانه کړي وي ،نوموړی وایې دګرشک اوچاانجیرترمنځ د۳۲ کلیومتره سړک چاري بشپړي سوي وې خودورستیوناامنیوله امله یې کاروځنډي دی .

رئیس وایې په امن سیموکې ددوی اړوندپروژې رواني دي چې شل کلیومتره جغل اچوني کارپه ګرمسیر،اود۱۵ کلیومتره سړک چاري دګرشک اونوازدترمنځ په پاخه اوساسي توګه دوام لري  .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر