۱۳۹۴ آبان ۱۸, دوشنبه

ولایتي شورااومدني ټولنوګواښ وکړکه مخابراتي شبکي خپل خدمتونه وړاندي نه کړي انتونه به یې وروسوځوي .


راپور—۲۰۱۵—۱۱—۱۹—
دهلمندولایتي شورااومدني ټولنوګواښ وکړکه مخابراتي شبکي خپل خدمتونه وړاندي نه کړي انتونه به یې وروسوځوي .
دوی په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل دمخابراتي شبکودبندیدوسره سم عام خلک په هره برخه کې له ګڼوستونزوسره لاس اوګریوان دي ،ولایتي شورا اومدني ټولني ګواښ کوي که یې په دوو ورځوکې مخابراني شبکې په خپل فعالیت پیل ونکړي دلاریونوپه کولوبه یې دعاموخلکوپه مرسته لومړی دښاربیاپه ډيری سیموکې ددوی اړونده انتونه وسوځي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمدسروري راکوي
دهلمندولایتي شورا اومدني ټولنوپه یوه ګډه خبري ناسته کې ټولوهغه شخصي مخابراتي شبکوته ګواښ وکړکه په راتلونکودوو ورځوکې خپل خدمات همداسي بندوساتي دوی به یې دپراخولاریونوپه جوړیدولومړی په ښاراوبیاپه په نږدي سیموکې ددوی اړوند انتونوته به اور ورواچوي ،مدني فعالین او ولایتي شورا وایې که وسله والوپه دي موخه دمخابراتي شبکوخدمتونه بندي وي چې ګواکي دولتي چارواکې ترې استفاده کوي خوددولت اړونده شبکي فعاله هغویوهیڅ ستونزه نلري ولي دغه چارې یوازي ملکي کسان په هره برخه کې له سختوستونزوسره مخ کړي دي .

دهلمند دولایتي شورا ریس محمد کریم اتل وایې که چیري دغه ستونزه ژرحل نسي دوی به داولس په مرسته دخپل ټول توان په کارولوسره دمخابراتي شبکودفعالیت مخه ونیسي ،هغه مځکي چې دولت دوی دپه واکې ورکړي هغه به هم ترې واخلي .

په هلمندکې وروسته له هغه چې جګړوزور واخیست وسله والوطالبانومخابراتي شبکوته ګواښ وکړکچیري خپل خدمتونه ونه دروي دوی به یې انتونوته او ورواچوې  چې  له تیروپنځووروځوراهیسې په ټول هملندکې مخابراتي شبکوخپل خدمتونه په ټپه درولي دي چې دغه چارې یوازي عام خلک له ګڼو ستونزوسره مخ کړي دي . 



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر