۱۳۹۴ آذر ۱, یکشنبه

دملي دفاع اوکورنیوچارووزیران هلمند ته تللي اودجګړې دژرختمیدوژمنه یې کړې .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۲۲—
دملي دفاع اوکورنیوچارووزیران هلمند ته تللي اودجګړې دژرختمیدوژمنه یې کړې .
دهیواد دملي دفاع اوکورنیوچارووزیرانوپه داسي حال کې هلمند ولایت ته تللي چې ناامنۍ دوامداره اویوپه بل پسي وسله والوډیری سیمي ونیولي ،خودوی ژمنه کوي چې ډيرژر به هغه سیمي یوورابیادوسله والوڅخه ونیسې چې په دې ورستیوکې ددولتي واکه وتلي دي ،ددغه لوړپوړوچارواکوسره دبهرنیوځواکونوعمومي قوماندان هم ملتیاکوله خودرسنیوسره یې دخبروکولوډډه وکړه ،دملي دفاع دوکورنیوچارو وزیران په داسي حال کې هلمندته سفرکوي چې په دې ولایت کې ناامنیوخورازوراخیستی دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
  هلمند اوس مهال دافغانستان یوله هغه ناامنه ولایتونوپه کتارکې دی چې په ډيری سیموکې یې عملاسختي اودرنې جکړې رواني دي خوله شاه اوخوایوي نیمي میاشتي راهیسي دغه جګړې نه یوازي لښکرګاه ښارته نږدي سوې بلکي دنورووختونوپه پرتله خوراپیچلي سوي دي چې تازه دملي دفاع اوکورنیوچارووزیرانوترڅنګ په افغانستان کې دناټودغوڅ ماموریت عمومي قوماندان جنرال کیمپل هلمندته راغله ،که څه هم دروانوجګړوڅخه یوه لسیزه اوړي خودملي دفاع سرپرست وزیرمحمدمعصوم ستانکزی وایې چې درواني جګړې په اړه بایدفکروسي چې ددي ترشاه دچاه لاس اوڅوک یې رهبري کوي ،خوژمنه کوي چې ډيرژربه په امنیتي برخه کې بدلون راولي .

دملي دفاع وزیرډاډورکوي چې دخلکوپه مرسته به دروانوناامنیومخه نیسي ،خودکورنیوچاروزیرنورالحق علومي وایې دوی خبروه چې دهلمندحالات یوه ناسم لوري ته روانه دي خوزیاته وي افغان امنیتي ځواکونویې مخه نیولي ده ،علومي وایې دپولیسوپه تشکیلاتوکې به تغیروالي چې په دغه کارسره به دناامنیوپه مخنیوي کې پراخ بدلون راسي .

هغه وایې سیمه ییزپولیس به پرښودروي ترڅویوواربیاخپلي سیمي دوسله والوڅخه ونیسي ،ددغه لوړپوړودولتي چارواکوسره دناټودغوڅ ماموریت عمومي قوماندان هم مل وخوهغه دخبروکولوڅخه ډډه وکړه،پرهلمند دنورووختونوپه پرتله دوسله والوډیله ییزبریدونه خوراډیرسوه چې دناامنیولمنه دلښکرګاه ښاردباباجې سیمي ته هم ورسیده چې دامهال دباباجې ترڅنګ دسنګین ،ګرشک ،نادعلي ،اوپه مارجې ولسوالیوکې جګړه روانه ده ،داچې ددغه لوړپوړدولتي چارواکودراتګ سره به دهلمندپه امنیتي برخه کوم تغیرراسي اوکنه داوبه وروسته په ډاګه سي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر