۱۳۹۴ آبان ۱۶, شنبه

دخلکواستازوداومنله چې ددوی دپراخولاس وهنواومقرریوله امله دولسوالیوڅخه جګړه ښارته ورسیده .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۷—
په ملي شوراکې دهلمنددخلکواستازوداومنله چې ددوی دپراخولاس وهنواومقرریوله امله دولسوالیوڅخه جګړه ښارته ورسیده .
ددواړوجرګګیواستازي هلمندته په دې موخه تللي ترڅولومړی دخپلوامنیتي ځواکونوسره سیمه امنیت اوبیادهغه امنیتي اوملکي چاروکونوم لړهم ولسمشرته وړاندي کې چې په دغه جګړه کې ناغیړي کړي وي ،دوی  ټنګه ژمنه وکړه چې ډيرژربه د ولس په مرسته دناامنیومخه نیسې .
 داپه داسي حال کې ده چې له شاه اوخو۱۹ ورځوراهیسې دلښکرګا ښاردباباجې نادعلي ،ګرشک ولسوالیوسربیره دم ګړی دمارجې ولسوالۍ دسقوط له ګواښ سره مخ ده .
نورحال دهلمندلایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې سختواودرنوجګړوپه ولسي اومشرانوګه کې ددي ولایت استازي دیته اړیستل چې دجګړي په کابوکولوکې مرسته وکړي ،سناتورملاشیرمحمداخندزاده داومنله چې دهلمندیوشمیراستازودلاس وهنواومقرریوله امله ترډيره جګړه دولسوالیوڅخه ښارونوته ورسیده ،هغه وایې نورټول وکیلان سره یوسوي اودهلمندڅخه به روانه جګړه په ګډه لمنځه وړي ،وکیل عبدالودوپوپل وایې په هلمندکې کافي امنیتي ځواکونه شتون لري خونه همږغي ،اوپه نوروبرخوکې دشته ستنونزوله امله جګړه وغځیده ،هغه وایې دابه یادپلاوی څیړي اودټولوهغه امنیتي چارواکوسره به حساب کوي چې په ناغیړي تورن سي .

دوکیلانودغه پلاوی وایې دامنیتي ځواکونو په رهبرۍ کي کمزوري ده او په دې برخه کي باید ژر تر ژره تغیر راسي دوی وایې څیړنه به وکړي اوهغه مسئولین به دعدالت منګولو ته راکش کړي چي په دې برخه کي يي غفلت کړی وي ،ددې پلاوي ډيری غړوپه هلمند کي روانه جګړه دپردیو داستخباراتولوبه وبلل اوپرافغاني طالبانویې دسولي ږغ وکړ.

کلونه کیږي چې دهلمندپه شمالي ولسوالیوکې سختي اودرنې جګړې رواني دي خوله تیروشاه اوخوشلوورځوراهیسې دلښکرګاه ښاردباباجې ،دنادعلي ،ګرشک ولسوالیوسربیره له څلورورځوراهیسې پرمارجې ولسوالۍ سختي اودرنې جګړې دوام لري چې اوس مهال یوازي مرکزي سیمي دولتي ځواکونوپه واکې دي ،دیادولوده که څه هم جګړه اوږده سوې ده خوتراوسه هم دمرګ ژوبلي په اړه کره معلومات نه دي وړاندي سوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر