۱۳۸۹ تیر ۴, جمعه

دروښان انګليسي ژبي دښوونيزمركزدديرشم پړاودفاريغينوپه لړكي اته څلويښت تنه فاريغينوته ديولړشانداره مراسيموپرمهال سندونه پداسي حال كي وركوله سوه چي دولاي








دروښان انګليسي ژبي دښوونيزمركزدديرشم پړاودفاريغينوپه لړكي اته څلويښت تنه فاريغينوته ديولړشانداره مراسيموپرمهال سندونه پداسي حال كي وركوله سوه چي دولايت ومقام دمرستيال ترڅنګ ددولتي اداروځينومسئولينواوزيات شيمرزده كونكوهم ګډون درلود،
دروښان انګليسي ژبي دښوونيزمركزدديرشم پړاودفاريغينوپه لړكي اته څلويښت تنه فاريغينوته ديولړشاندارومرسيموپرمهال سندونه پداسي حال كي وركول سوه چي دولايت دمقام سرپرست والي عبدالستارميرزكوال ، دهلمندمستوفي محمداعظيم احمدزي ، دهلمنددسري مياشتي رئيس ډاكتراحمدالله احمدي ، ترڅنګ دځينونورودولتي ادارورئيسانواستادانواوپه سلګونوشاګردانوهم ګډون درلود،
په پيل كي په هلمندكي دروښان انګليسي ژبي دښوونيزدمركزمشرجان محمدشيرزادپه خپلوخبروكي وويل چي روښان دانګليسي ژبي ښوونيزمركزنه يوازي دانكليسي ژبي ښونه كوي بلكي پدي سنټركي دكومپيټرپه برخه كي هم وهلمندوالوته په پرمختللي كچه زدكړي وركوي ،
ښاغلي شيرزادوويل چي پلانولروترڅوپه هلمندكي دشيرزادپه نوم يوه خيريه ټولنه جوړكړوچي په هغه كي به دهرشاګردفيس څخه دوي دوي افغاني په صندوق كي اچول كيږي اودسري مياشتي دټولني لخوابه پرهغه بيوزلوكورنيوچي دجنګ جګړواوياهم ديولړنوروستونزوسره مخ وي يادي پيسي به دكومك په ډول وركول سي ،
ښاغلي شيرزادهمدارازژمنه وكړه چي په دي ډګركي به خپلي هڅي ګړندي وساتي اوهڅه به يي داوي چي هلمندي ځوانان په نړيواله سمبال كړي .
دهلمندمرستيال اوسرپرست والي عبدالستارميرزكوال وويل په هلمندكي ورځ تربلي ځوانان دنوي تخنيك اوتكنالوژي سره اشناكيږي اوپه بري سره دپرمختګ په حال كي دي .
ښاغلي ميرزكوال په هلمندكي دځوانانوخوځښتونه وستايل اوزياته يي كړه چي تيره ورځ په هلمندكي ځوانانودويني بانك په جوړيدوسره به دډيري انسانانوژوندوژغورل سي .
نوموړي دځوانانورول دملي اردواوملي پوليسوپه ليكوكي اړين وباله اوورڅخه يي غوښته چي خپل وسله وال پوځ دخپلي ونډي په اخيستوسره پياوړي كړي .
ده دروښان انګليسي ژبي دښوونيزمركزدمشرجان محمدشيرزادهڅي وستايلي چي دعلم اوپوهي په ترسره كولوكي يي نه ستړي كيدونكي هلي ځلي كړيدي اوښاغلي شيرزاديي په هلمندكي دانګليسي ژبي دبنسټ ايښودونكي په توګه يادكړ.

دهلمنددسري مياشتي ريس ډاكټراحمدالله احمدي دخپلي ويناپرمهال وويل چي دانګليسي ژبي زده كړي يي په همدي ښوونيزمركزكي ترسره كړيدي اوله دي ځايه څخه يي دفراغت سنداخيستي دي .
همدارنګه احمدي دروښان انګليسي ژبي دښوونيزمركزدمشرتابه اواستادانوهڅي دقدروړوبللي چي دزده كوونكودسرنوشت اوښه راتلوونكي لپاره يي ترسره كړيدي .
دهلمنددادبي بهيرپه استازيتوب محمددوادفرهنګ ديادانګليسي ژبي دښوونيزمركزدرسي بهيرښه وارزاوه او له ټولوځوانانوڅخه غوښتنه وكړه چي په هره برخه كي خپلوزده كړوته پرمختګ وركړي اودپوهي په وسيله داهيوادله نورسره سيال وګرځوي .

پدي جوړه سوي غونډه كي دروښان انګليسي ژبي ښوونيزمركزڅخه دشاګردانوترمنځ ديولړسياليولمخي ديادسنټردري تنه زده كونكي چي لومړي دوهم اودريم ستوري سوه اودهلمندسرپرست والي عبدلستارميرزكوال لخواورته نقدي جائيزي وركړي چي ددي دريوكسانودجملي څخه جمالدين دروښان سنټرپه ديرشم پړاكي ستوري وپژندل سوو،
په غونډه كي دروښان دانلګيسي ژبي دښوونيزمركزڅخه اته څلويښت تنه فارغينوته چي دوه كاله يي په همدي ښوونيزمركزكي زده كړي ترسره كړي وي دمرستيال والي عبدالستارميرزكوال ، جان محمدشيرزاداونورودولتي مسولينوله خوافراغت ليكونه وركول سوه.
په وروستيوكي دروښان دانګليسي ژبي دښوونيزمركزله خوادمرستيال اونورودولتي مسولينوپه سردفغاني دودسره سم افتخاربګړي ورپه سركړل سوي .

۱۳۸۹

ه هلمندكي دځوانانولخوادويني دوركولوبانك دغونډي پرمهال دعامي روغتياپه رياست كي پداسي حال كي جوړسوچي هلمندوالي ترڅنګ دولايتي شوراريئس اوغړيوډاكترانواوزي







په هلمندكي دځوانانولخوادويني دوركولوبانك دغونډي پرمهال دعامي روغتياپه رياست كي پداسي حال كي جوړسوچي هلمندوالي ترڅنګ دولايتي شوراريئس اوغړيوډاكترانواوزيات شميرځوانانوهم گډون درلود،
غونډه چي دقرانكريم دڅومباركواياتونوپه تلاوت سره پيل سوه هلمندوالي محمدګلاب منګل دغونډي برخوالوته په خپلوخبروكي دهلمندي ځوانانوددي نيك ګام ستاينه وكړه وويل چي وينه وركولوداسلام له نظره يونيك كاردي اوبايدهرمسلمان بل مسلمان ته وينه وركړي ولي چي ديوانسان ژونددمرګ څخه ژغورل داسي منعي لري لكه چي دي كس ټول بشرژغورلي ،
هلمندوالي همدارازدهلمندي ځوانانودهمږغي اوديوالي كيدوڅخه خوښي وښوده چي هلمندځوانان تيرپه پرتله نه بلكي اوس ځوانان داتوانايي لري ترڅوخپل هلمندولايت ته دهري نيګانه كاروكړي چي داسي كارونه هم تل يوحركت ته ضرورت لري ،
ښاغلي منګل دهلمندولايت دځوانانودمديريت څخه هم مننه وكړه چي پدي ورستيوكي دځوانانوترمنځ ښه همږغي رامنځ ته كړي اوپه هربرخه كي دهلمندځوانانوشي لاسته راوړني اوپرمختګونه كړي ،
چي داهم ددي څرګندويي كوي چي نورهلمنددتمدون اوپرمختګ په لورګامونه اخلي هلمندوالي محمدګلاب منګل پدي پروسه كي دهلمنددځوانانوسره خپل ځان شريك وباله اوخپل نوم يي هم دويني دوركولوپه پروسه كي ثبت كړ،
په غونډه كي دعامي روغتيارئيس ډاكټرعنايت الله غفاري په خپلوخبروكي وويل چي سالم ځوانان ديوي اجتماع اوټولني لپاره يوصحي حراكت رامنځ ته كوي دده په ويناچي دهلمندځوانانوكوم دويني دوركولوبانك جوړكړداپه حقيقت سره يونوي خوځښت دي دهلمندوالوپه ژوندكي ،
دده په ويناچې وړاندې تردې يې په دې برخه كې ډيرې ستونزې درلودې چې دوينې دنشتوالي له امله به ځينوناروغانوخپل ژوندله لاسه وركاوه
ښاغلي غفاري دځوانانودهمكاري څخه مننه وكړه چي دعامي روغتيادرياست سره كړي او خپله نازنينه وينه ددي روغتون مريضانوته بيله كومه امتيازه وركوي ،
ده وويل چي ډيرى هغه ميندي دي چي د زوګون په وخت كي يي دويني دكمښت له امله خپل ژوندله لاسه وركوي چي ترډيره ځايه داستونزه دننه څخه مخ په آخوا حل سوه ،
ديني عالم مولوي مهردل وينه وركول داسلام له نظره ښه وه باله اودټولوهلمندوالو څخه يي نوردداسي اجتماعي كارونوچي هغه دهلمندوالولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابره وي ترسركړي ،









۱۳۸۹ تیر ۲, چهارشنبه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي دفاع دوزارت دجلب اوجزب مسئو لينودولايتي شورادغونډوپه تالاركي ديوي غونډي پرمهال دقومي سپين ږيروڅخه دهلمندي ځوانانو دملي



دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي دفاع دوزارت دجلب اوجزب مسئو لينودولايتي شورادغونډوپه تالاركي ديوي غونډي پرمهال دقومي سپين ږيروڅخه دهلمندي ځوانانو دملي اوردوپه ليكوكي دشاميليدوغوښتنه پداسي حال كي وكړه چي ددولتي مسئولينواوولايتي شورادغړيوترڅنګ دهلمندولايت يوشميرقومي سپين ږيروهم ګډونددرلود،
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي دفاع دوزارت دجلب اوجزب مسئولينودولايتي شوراد غونډوپه تالاركي ديوي غونډي پرمهال دهلمندولايت دقومي سپين ږيرڅخه دهلمندي ځوانانودملي اوردوپه ليكوكي دشاميليدلوغوښتنه پداسي حال كي وكړه چي دولايت دمقام ددفتررئيس محمدلعل احمدي دولايتي شورارئيس محمدانوراووكيلانواويوشميرقومي سپين ږيروهم ګډون درلود،
په غونډه كي دولايتي شورارئيس محمدانورپه خپلوخبروكي دقومي سپين ږيرڅخه وغوښتل ترڅوخپل سالم بچي دملي اوردوملي پوليسوپه ليكوكي شامل كړي اوددي ولايت لپاره دلاښه امنيت دراويستلوجوګه وګرځي ،
دولايتي شورارئيس محمدانورديوهيوادلپاره ملي پوځ يوه موهيمه پايه وبلل اوخوښي يي وښوده چي افغان ملي پوځ اوس دروځي په تيريدوسره داتوانايي پپيداكړي ترڅودوي دخپلي خاوري ساتنه په خپله وكړي ،
ښاغلي انورخان ددي هيوادساتنه پرهروګړي لاظمه وبلل ترڅوددي هيوادبچي دخپلووينواودسرښيندني په قرباني كولوسره دافغانستان خلګوته دسوله ايزژوندزمينه برابره كړي ،
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي دفاع وزارت دجلب اوجزب استازي ډګروال خواجه غلام سروردهلمندولايت دقومي سپين ږيروڅخه غوښتنه وكړه ترڅوهلمندي ځوانان په افغان وسلوال پوځ كي شامل سي اودخپلي خاوري لپاره خدمت وكړي ،
ښاغلي سرورپدي پروسه كي دولايت دمقام اويولړنورموهيمواورګانونوڅخه وغوښتل چي ددوي سره دي دهلمندي ځوانانوپه جلب اوجزب كي پوره همكاري وكړي ،
قومي مشرعبدالاحد هلمندوال ديوهيواد لپاره وسلوال پوځ دملادترپه څيريادكړ اووويل چي راځي نورخپل سالم بچي ددي هيواددقرباني په خآطردملي اوردوپه ليكوكي شامل كړو،
قومي مشرعبدالصمددملي دفاع وزارت يوملي كوروباله اوپدي كوركي يي دهرنګه قومي ، ژبني ، نيژادئ ، اويولړنورداسي كارونه چي هغه ملي ګټوته سدمه رسوي هغه بايدپدي كوركي دكاركولولپاره ونډه وانخلي ،
ده همدارازدهلمندوالوڅخه په كلكه غوښتنه وكړه ترڅودخپل ولايت دلاښه امنيت دراويستلولپاره خپل سالم بچي دملي اوردوپه ليكوكي شامل كړي اوددي لاري څخه خپله خاوره دظالمانودمنګولوڅخه وژغوري ،
وروسته په غونډه كي دولايت دمقام ددفتررئيس محمدلعل احمدي ، قومي مشرمحمد سليم ،اوشريف الله ،په وارسره خبري وكړي اودراغلومسئولينوڅخه يي په هلمندولايت كي يي دملي اوردودروزنيزمركزدجوړولوغوښتنه وكړه ترڅوهلمندي ځوانان چي دملي اوردوپه ليكوكي شاميليږي هغه دي دلي په هلمندولايت كي وروزل سي

۱۳۸۹-۴-۲

۱۳۸۹ خرداد ۳۱, دوشنبه

په هلمندکي دماين چاودني دوه پوليس ووژل او دوه يې ټپيان كړه.

په هلمندکي دماين چاودني دوه پوليس ووژل او دوه يې ټپيان كړه.
دهلمند امينه قوماندانۍ دامنيت سرپرست امير سمونمل عبدالقادر زهير ديکشنبي په ورځ خبريالانوته وويل چي د پيښه غرمي مخكي د عامه نظم دپوليسو په موټر دنادعلي ولسوالى دګروپ شش په سيمه کي رامنځته سوه ،
زهير وويل چي يادپوليس له نادعلي ولسوالى څخه په رنجر موټركي لښكرګاه ښارته روان وه چي دسړك پرسر د ځاى پرځاى سوي ماين ښکار سوه .
دده په وينا چې په دي پيښه کي دوه پوليس وژل سوي او دوه نور ټپيا ن سوي دي
په بسٌت روغتون كي يو تن ډاكتر چي دنوم له ښودلو څخه يې ډډه کوله وويل چي روغتون ته د دوه پوليسو مړي اويو ټپي راوړل سوى دى .
دده په وينا چې وژل سوي او ټپي سوي پوليس دتخار ولايت اوسيدونكي دي
ددي پيښي په اړه تر دي دمه وسلوالوطالبانو څه ندي ويلي .

۱۳۸۹-۳-۳۱

۱۳۸۹ خرداد ۳۰, یکشنبه

په هلمند کې د دوو چاودنو له امله ۱۹ تنه ټپيان سول


په هلمند کې د دوو چاودنو له امله ۱۹ تنه ټپيان سول
د هلمند ولايت په مرکز "لښکرګاه" ښار کې ديكشنبي په ورځ (دغبرګولي ۳۰) په دوو پرله پسې چاودنو کې دىوماشوم په ګډون ۱۹تنه نورټپىان سوىدي .
د هلمند د والي وىاند محمد"داؤد احمدي" خبريالانوته ووىل: په لومړۍ چاودنه کې چې په لښکرګاه ښار کې د کابل بانک ودانۍ مخې ته دسړک غاړې په لښتي کې وسوه چې له امله يې يو ماشوم ووژل سو او ۱۴ نور ټپىان سول .
د "احمدي" په وىنا: دوىمه چاودنه هم د لښکرګاه د "سيمټي" په سيمه کې وسوه چې له امله ىې د ملي اردو د ىو سرتىري په ګډون ۴ ملکي وګړي ټپىان سوي دي.
تردې دمه ددغه چاودنو مسولىت چا پرغاړه نه ده اخىستى.
۱۳۸۹-۳-۳۰

۱۳۸۹ خرداد ۲۸, جمعه

په هلمندكي داكبرزمينداوري يوورځيني سميناراوخړنغونډه دهلمندولايت اوهلمندي شاعرانوليكوالانوپه هڅواوكوښښونوترسره سوو

په هلمندكي دلومړني غزل بول شاعراكبرزمينداوري څړنغونډه ياسمينارولمانځل سووپدي سميناركي دهلمندوالي څرنګ دهلمندولايت دبيلابيلوسيموشاعرانوليكوالانواوپوهانوګډون كړي وو
په پيل كي هلمندوالي محمدګلاب منګل دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررئيس حامدكرزي پيغام داكبرزمينداوري په اړه ولوستي چي په يوه برخه كي ليكل سوي وه چي هلمندي ځوانان شاعران ليكوالان دادب اوفرهنګ په ډګركي ډيرښه ځليدلي دي اوزه ورته دلانوروهڅواوزيارايستلوغوښتنه كوم ترڅوهلمندنورهم دتمندون ځانګوووګرځي

په هلمندكي دلومړني غزل بول شاعراكبرزمينداوري څړنغونډه ياسمينارولمانځل سووپدي سميناركي دهلمندوالي څرنګ دهلمندولايت دبيلابيلوسيموشاعرانوليكوالانواوپوهانوګډون كړي وو

په پيل كي هلمندوالي محمدګلاب منګل دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررئيس حامدكرزي پيغام داكبرزمينداوري په اړه ولوستي چي په يوه برخه كي ليكل سوي وه چي هلمندي ځوانان شاعران ليكوالان دادب اوفرهنګ په ډګركي ډيرښه ځليدلي دي اوزه ورته دلانوروهڅواوزيارايستلوغوښتنه كوم ترڅوهلمندنورهم دتمندون ځانګوووګرځي




































۱۳۸۹ خرداد ۲۶, چهارشنبه

په امنيه قومانداني كي دمارجي ولسوالي لپاره دلاښه امنيت دراويستلو په منځورغونډه پداسي حال كي جوړه سوه چي دكورنيوچارودوزارت داستازي په هلمندكي ددوه سوه











په امنيه قومانداني كي دمارجي ولسوالي لپاره دلاښه امنيت دراويستلو په منځورغونډه پداسي حال كي جوړه سوه چي دكورنيوچارودوزارت داستازي په هلمندكي ددوه سوه پنځه لسم ميوند قولواوردوقوماندان دولايت دمقام مرستيال امنيه قوماندان دمرين اوبريتانيي ځواكونوموسئولينو اويولړنورولوړپوړوداخلي اوخاريجي مسئولينوهم گډون درلود ،
خبر،،،،،،،،،،،،،،، سروري
په امنيه قومانداني كي دمارجي ولسوالي لپاره دلاښه امنيت دراويستلوپه موخه يوه گډه غونډه پداسي حال كي جوړه سوه چي دكورنيوچارودوزارت دجلب اوجزب رئيس اركان سمونوال ډاكټرعبدالوكيل ، په هلمندكي دملي اوردوددوه سوه پنځه لسم ميوندقولي اوردوقوماندان بريدجنرال عبدالملوك ، دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال ،امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، په هلمندكي دمرين ځواكونومشرتورن جنرال ميلز ، برتانيي بريدجنرال نورتون اويولړنورولوړپوړوچارواكوهم گډون درلود،
دغونډي په پيل كي په هلمندكي دمرين ځواكونومشر تورن جنرال ميلزپه خپلوخبروكي وويل نه يوازي دمارجي ولسوالي لپاره بلګي به په ټول هلمندولايت كي دامنيتي حالاتودلاښٰه كولولپاره ګډي همكاري ته اړتياسته اوبايديودبل سره دپوره همږغي په منځورپر توستونزوته دحل لاري ولټول سي ،
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال دداسي غونډوجوړول ښه وارزول اوټنګاروكړچي داسي غونډي بايدپه راتلونكي كي هم جوړي كړو ترڅوهغه ستونزي چي اوس مهال ددولت پروړاندي شتون لري دهغويولپاره دحل لاري ولټول سي ،
ښاغلي ميرزكوال دمارجي ولسوالي دمركزي دولت اونړيوالي ټولني لپاره يي يوه دپام وړولسوالي وبلل وويل چي ډيرژربه په مارجي ولسوالي كي دښه امنيت دراويستلوترڅنګ به دقوي دولت داري اودخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه هم برابره سي ،
په غونډه كي دمارجي ولسوالي لپاره دملي پوليسوپرزونه اودهغويودهرډول تجهيزاتوپروركولوهم دګډنوالوترمنځ بحث اوخبري وسوي ترڅودمارجي ولسوالي لپاره نوي تربيه سوي مسلكي پوليس وليږدول سي اوددي ولسوالي دوګړولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابره سي ،

۱۳۸۹-۳۲۶





په هلمندکى دولاىتى بىارغاونى دنشىى توکوپروړاندى دمباريزى مسولىنوله هلمندوالى سره دهغه دکارپه دفترکى په هلمندكي دكوكنارودكركيلي دكمښت پريولړاړينوموضوعا






په هلمندکى دولاىتى بىارغاونى دنشىى توکوپروړاندى دمباريزى مسولىنوله هلمندوالى سره دهغه دکارپه دفترکى په هلمندكي دكوكنارودكركيلي دكمښت پريولړاړينوموضوعاتوبحث اوخبري وكړي



خبر.............. سروري



په هلمندکى دولاىتى بىارغاونى دنشىى توکوپروړاندى دمبارزى مسولىنودهلمندوالى سره دهغه دکارپه دفترکى وکتل .



په کتنه کى ددواړوغاړو په هلمندکى دنشىى توکودکمښت په اړه بحث اوخبرى وكړي



دهلمندوالى محمدګلاب منګل په هلمندکى دنوروکلونوپه پرتله دکوکنارودکرکىلى کچه کمه وبلل ،



دښآغلى منګل په خبره نږدى ده چى هلمندولاىت به پشپړه توګه له دى بدبوټى نه خلاص سى اوخلګ به دکوکناروپر ځاى ګټورو کروندو ته مخه کړى چى پدى اړه دولت له ګڼ شمىرکرونده ګروسره مرستى کړى اولاهم دمرستوپروسه دوام لرى



په كتنه كي دنشي توكوپرضددمباريزي مسئولينو دولايت دمقام دپلي سوي ستراتيژي دفوډزون ياحصلخيزوسيموترنامه لاندي دياد پروګرام ستاينه وسوه اوددي پروګرام سره دپي ار ټي دنشي توكوپرضددمباريزي مسئولينوخپل كلكه ملاتړپه ډاګه كړ ،



په غونډه کى پرىکړه وسوه چى په مركزاوولسواليوكي به دفوډوزون ياحصلخيزوسيموترنامه لاندي پروګرام وغځول سي اوددي بدبوټي دمخنيوي لپاره به دنشىى توکوپروړاندى مبارزه نوره هم ګړندى کړى ترڅوپدى ولاىت کى نور دکوکناروکرکىله په بشپړه توګه له منځه ىوړل سي .





۱۳۸۹-۳-۲۶

۱۳۸۹ خرداد ۲۴, دوشنبه

په هلمندكي دمورنړيواله ورځ ديولړځانګړومراسموپرمهال دگڼ شميرښځوپه ګډون ولمانځل سوه

موري ستاشجاعت اوميړاني ته تل سلام دي
په هلمندكي دمورنړيواله ورځ ديولړځانګړومراسموپرمهال دگڼ شميرښځوپه ګډون ولمانځل سوه

په هلمندكي دمورنړيواله ورځ ديولړځانګړومراسموپرمهال ولمانځل سوه
په دي مراسيمو كي دهلمندوالي محمدګلاب منګل دولايتي شوراريس محمدانورددولتي اداروريسانواوګڼ شميرښځوهم برخه لرله په پيل كي
دښځوچاروريسي اغلي فوزيه علومي وويل چي په دي ولايت كي ډيري داسي ميندي سته چي په تيروجګړوكي يي خاوندان له لاسه وركړي دي خوبياهم په ډيره ميړانه دخپلوبچيانوپالنه كوي داغلي علومي په خبره چي ډيري ميندوته يي كارونه پيداكړي چي دامهال خپلي ستونزي دخپلومټوپه وسيله حل كوي فوزيه علومي غوښتنه كوي چي ډيري ميندي اړتيالري ترڅوورته كارونه پيداسي اوپخپله .دخپلوبچيانودساتني جوګه وګرځي
دهلمندوالي محمدګلاب منګل په هلمندكي دښځواوپه ځانګړي توګه ميندوته دكاركولوزمينه دنوروكلونوپه پرتله سمه وبلله اوله هغيوسره يي ژمنه وكړه چي په راتلونكي كي به هم ورته دلاسي كارونو ګڼي پروژي په لاره واچوي ترڅودميندواقتصادي حالات نورهم ښه سي
هلمندوالي دمورنړيوالي ورځي ته په درناوي يوشميرميندوته درهايشي يوي يوي نمري ځمكي ژمنه هم وكړه اوهمدارنګه هغه ډالي چي دښځوچاروسري مياشتي اوعامي رواغتيارياست له لوري چمتوسوي وي وويشل سوي

۱۳۸۹-۳-۲۴

۱۳۸۹ خرداد ۲۲, شنبه

په هلمندكي هغه ملګري چي هميشه يوځاي ښه ژوندتيره وي اوښه ملګري هم دي تاسوانڅورونه اوګوري

تاسوبياپدي تصويركي دخوږوملګرودښه ژوندتيرولوڅخه پوهيدلي سي ښي خواڅخه درونداستادپه هلمندكي دروښان انګليسي ژبي دښوونيزمركزمشراوپه هلمندكي دانګليسي ژبي دبابالقب يي هم وړي دي ښاغلي جان محمدشيرزاد صاحب ورپسي سروري څنګه ته يي عبدالطيف بهاند اوهغه شاته چي كوم كس ډيردخوشحالي احساس كوي هغه ګران محمدهارون هميم دي
احمدشاه بياهغه څوان دي چي تل ديوي پراخه سيني خوانددي اوهرڅه چي ورته وايه بس دي خاندي درته تل يي پرشونډانونرمه خنداخپره وي

سروري بياډيرښه زاويه دخپل تصويرلپاره انتخاب كړي ده خودومري وايم چي تل دي وي خواږه ملګري اويوځاي دي وي دپنڅوزړونوخاوندان


عبدالطيف ته اوګوري داسي ناست دي ډيرخوشحاله دي ولي چي ډيرښه وخت يي تل دملګروسره تيركړي دي هرڅوك كه غواړي چي تل دملګروسره خوشحاله ژوندتيركړي نوداسي تګ لاره خوندكړي



په ماهي پركي دخوږوملګروښه ژونداوخوشحاله شيبي ښه تيريږي كه څوك غواړي چي دملګروسره ښه ژوندتيركړي اوهيڅ ډول چم اوچمبازي پكښي نه وي نوملګري به ددي ملګروپشان وي




دبرطانيي لومړي وزيردهلمند له ځايي چارواكوسره دليدني پرمهال ددوه سوه ميلونه پونډه مرستي اعلان وكړ.











دبرطانيي لومړي وزيردهلمند له ځايي چارواكوسره دليدني پرمهال ددوه سوه ميلونه پونډه مرستي اعلان وكړ.
ډيويډكمرون چي دپنجشنبي په ورځ ناوخته هلمند ولايت ته ديوه لنډسفر په ترځ كي راغلي وو له ځايي چارواکوسره دليدني پرمهال يوځل بيا دخپل هيوادله لورى پركړوژمنو ټينګاروكړ.

دبرطانيي لومړي وزير ډيويډكمرون دهلمند دوالي محمدګلاب منګل سره تر ليدني وروسته خبريالانوته وويل چي دانګلستان هيواد به په راتلونكوڅلوروكلونوكي دافغانستان اوبيا په ځانګړي ډول له هلمند سره ددوه سوه ميلونه پونډه مرسته وكړي چي ددي مرستو ډيره برخه به په هلمند كي دښي حكومتداري دكرهڼي دمخدره توكودله منځه وړلواودپوليسوپه روزنه ولګوي .
كىمړون زياته كړه چي دبرطانيي هيواد دامهال په ټول افغانستان كي لس زره سرتيري لري چي اووه زره پنځه سوه سرتيري يي په هلمند كي ميشت دي .
اوددوي هڅه به داوي چي دافغانستان ملي پوليس ددي وړتياپيداكړي چي دخپل هيواد ساتنه پخپله وكړي اوپه خپلوپښو ودريږي .
په همدې حال كې دهلمندوالي محمدگلاب منگل وايي چې نوموړي ورسره په بيلابيلوبرخوكې دخپلومرستوددوام ژمنه كړې چې په دې لړكې به دكرهڼې مسلكي ليسه چې دهمدې هيوادلخواجوړه سوې نوره هم پياوړې كوي اوددې ترڅنگ دصنعتي پاركونوپه جوړولوكې يې هم پخپلومرستوټينگاركړى دى.
داپه داسي حال كي ده چي په انګلستان كي ترټاكنواودډيويډ كمرون تربرياليتوب وروسته دنوموړي دالومړي سفردي چي افغانستان اوبيا هلمندته يي كوي اوپه خپل لومړي سفركي ددومره زياتومرستواعلان كوي .

۱۳۸۹ خرداد ۲۱, جمعه

دهلمند دمرکزاوولسوالىوګڼ شمىرځوانان چى په خپلوكارونوكي دځانه يه پوره وړتىاښودلى وه دىوى غونډى پرمهال دځوانانودادارى له خواپه ستاىنلىکونووستايل سول























دهلمند دمرکزاوولسوالىوګڼ شمىرځوانان چى په خپلوكارونوكي دځانه يه پوره وړتىاښودلى وه دىوى غونډى پرمهال دځوانانودادارى له خواپه ستاىنلىکونووستايل سول .

دهلمندړمركزاو ولسواليوډيري ځوانانوته ستاينليكونه پداسي حال كي وركول سوه دهلمندوالي ترڅنګ ددولتي ادارومسولىنو،ژورنالىستانو،فرهنګپالواوپه سلګونوځوانانوګډون کړى وو.
په غونډه کى ځوان اوتاندووىناوالوپه دى ولاىت کى دنوروپرمختګونوترڅنګ دادب اوفرهنګ ډګرډىرتودوباله اوزىاته ىى کړه چى هلمندى ځوانان دولاىت دادارى په مرسته اوهمکارى دهىوادپه کچه ښه ځلىدلى اوپه بىلابىلوبرخوکى ىى سترمقامونه خپل کړىدى .
داطلاعات اوكلتوررئيس عاليشامظلومىاردننى نړى دپرمختګ لامل دځوانانوکوښښونه وبلل اوله ټولوهلمندى ځوانانوڅخه ىى غوښتنه وکړه چى په ګډه دالهى اومدنى قوانىنوپه رڼاکى دخپلى ټولنى دهوساىنى اوسرلوړى لپاره کوټلى ګامونه پورته کړى .
دځوانانوداړىکواومعلوماتوددفترمسول محراب الدىن پژواک ،ښوونکى جان محمدشىرزاد،اودځوانانوعمومى مدىرغلام غوث داورى پخپلوخبروکى دولاىت دادارى څخه مننه وكړه نوموړوهمدارازله هلمندوالى څخه غوښتنه وکړه چى نورهم دى دځوانانوپه راټوکىدواودهغوى لپاره دبىلابىلوګټوروپروګرامونوپه پلى کولوکى مرسته وکړى .
دهلمندوالى محمدګلاب منګل هغه ځوانان چى په دولتى پوستونوکى په دنده ګمارل سوىدى دسىاسى ،قومى ،ژبنى اونژادى توپىرونوڅخه پرته خپله دنده پرمخ بىاىى اوډىرى ښى پاىلى ىى لرلى دى.
هلمندوالى ووىل چى اوسمهال نه ىوواځى هلمنددادب اوفرهنګ په برخه کى ښه ځلىدلى بلکى دامنىت دتامىن ،پرمختىال اونوروبرخوکى هم ښه لاسته راوړنى لرى .
چي اوسمهال دهلمندپه هربرخه كي دهلمندي وګړولپاره دښه ژوندكولوزمينه هم برابره سوي ده
دغونډى په ورستيوكي پرىوشمىردولتى مسولىنوژورنالىستانو،شاعرانواوځوانانوباندى دهغوى دښه کارى وړتىاله مخى دهلمندوالى محمد اونورودولتى مسولىنوله خواستاىنلىکونه ووىشل سوه

۱۳۸۹-۳-۱۹

۱۳۸۹ خرداد ۱۹, چهارشنبه

په هلمندكي دشهيدعبدالصمدروحاني ددوهم تلين لمانځ غونډه ددوعاوواودرودونوپه ويلوسره ولمانځل سوه په جوړه سوي غونډه كي دهلمندوالي ترڅنګ ګڼ شميرژورناليستان











په هلمندكي دشهيدعبدالصمدروحاني ددوهم تلين لمانځ غونډه ددوعاوواودرودونوپه ويلوسره ولمانځل سوه په جوړه سوي غونډه كي دهلمندوالي ترڅنګ ګڼ شميرژورناليستان اوفرهنګپالوګډون كړي وو

شهيدعبدالصمدروحاني له نن دوه كاله وړاندي په رڼآورځ دلښكرګاښآرله زړه نه دنامعلومووسلوالوله لوري وتښتول سوچي ورسته له يوي ورځي يي مړي دلښكرګاښآرته څيرمه دبولان په هديره كي پداسي حال كي وموندل سوچي له شهيدي څيري څخه يي له ورايه داسي معلوميده چي وروسته له ډيرووهلوټكولوڅخه يي دروحاني ژونداخيستي وي شهيدروحاني لومړني خبريال ووچي په هلمندكي يي دنړيوالوخبري رسنيوسره كاركاوه اودژورناليزم سپيڅلي دنده يي لكه څنګه چي پاكه ده همداسي يي پرمخ وړه
دچهارشنبي په ورځ چي دځوانيمرګ روحاني دشهادت له ورځي سره سمه ده په هلمندكي دشهيدروحاني ددوهم تلين لمانځ غونډه دولايت دمقام دمجلسونوپه تالاركي دقران كريم دڅومباركوايتونوپه تلاوت سره پيل اودڅوشيبولپاره ګډونوالودشهيدروح ته ددرودنوولوستل اودشهيدپاك روح ته يي ترډالي كولو ورسته دشهيدعبدالصمدروحاني ژوندليك دپروجكتورپه وسيله ټولوګډونوالوته وښودل سو
په غونډه كي ديوشميرنړيوالورسنيوپيغامونه ولوستل چي له دولت څخه يي په كلكه دقاتلينودنيولوغوښتنه وكړه
دهلمندوالي محمدګلاب منګل شهيدروحاني يوسپيڅلي خبريال وباله ښآغلي منګل وويل دوه كاله وړاندي كله چي په هلمندكي دوالي په توګه يي دنده پيل كړه روحاني لومړني خبريال ووچي دبي ځايه سووكورنيودحال خبريي وركړدهلمندوالي وويل دډيروهڅوسره سره بياهم امنيتي ځواكونه په دي نه دي توانيدلي چي دشهيدسوي روحاني په اړه معلومات ترلاسه كړي ښاغلي منګل نه يوازي امنيتي مسولين ګرم بولي بلكه زياتوي چي عادي خلګوهم ورسره دقاتلينودپيژندني په اړه ورسره هيڅ ډول معلومات نه دي وركړي
دهلمندوالي وويل چي دولايت اداري دشهيدروحاني له كورني سره ترخپله وسه مرسته كړي دده په وينادژمني سره سم يي دارواښادكورني ته يوه نمره ځمكه اويوه ښوونځي دعبدلصمدروحاني په نوم نومولي ده
داطلاعاتوكلتورريس عليشامْظلوميار په هلمندكي ارواښادروحاني دازادودژورناليستانودبنسټ ايښودنكي وباله دمظلوميارپه خبره ارواښآدنه يوازي خبريال ووبلكه دبي وزلواودردمنوپه غم غمجن يوشخص دده په ويناوچي داروښاددهيلواواميدونوبله شمعه نده مړه سوي له رڼاڅخه ډكه شمعه اوس هم روښانه ده
په هلمندكي دازادوژورناليستانودټولني مشرزين الله ستانكزي له دولت اومخاليفينوڅخه غوښتنه وكړه چي دخبريالانودژونددساتلوهڅي دي وكړي ستانكزي وويل چي خبريال يوازي داولس ژبه ده اوخبريال يوازي دمظلوم اولس ستونزي دنړي ترخلګوپوري رسوي
په كابل كي دبي بي سي راډيوددفترمشر داوداعظمي له خوا دتليفون په وسيله ګډونوالوته دشهيدروحاني په اړه پيغام اودهغه دژوندخاطري واورولي
اغامحمدقريشي دغونډي په ترڅ كي دروحاني دسپين سري مورله خولي وتلي دشهيدبچي يادونه ولوستل اودهغه دكورني سره يي دمرستي غوښتنه وكړه
دغه رازديوشميرشاعرانوله لوري دشهيدروحاني په يادشعرونه هم ولوستل سوه
دحج اواوقافوريس مختاراحمدحقاني وويل چي دقرانكريم مباركوايتونوكي شهيدمړنه بلكه ژوندي بللي دي حقاني له ټولوژورناليستانونه غوښتنه وكړه چي لاهم خپلي سپيڅلي دندي ته پرمختګ وركړي
غونډه دښآغلي حقاني له خواددوعااوختمونوپه ويلوسره پاي ته ورسيده

۱۳۸۹-۳-۱۹