۱۳۸۹ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

په هلمندکٰى دپوليسوله روزنيزمرکزڅخه يوسل پنځوس تنه پولسوته وروسته له دوه مٰىاشتومسلکٰى زده کړوڅخه دفراغت سندونه په داسٰى حال کٰى ورکړل سوه چٰى دهلمندو

په هلمندکٰى دپوليسوله روزنيزمرکزڅخه يوسل پنځوس تنه پولسوته وروسته له دوه مٰىاشتومسلکٰى زده کړوڅخه دفراغت سندونه په داسٰى حال کٰى ورکړل سوه چٰى دهلمندولايت اجراييه رئيس ترڅنګ دامنيه قومانداني مسئولينودولايتي شوراوكيلانواويوشميرنوروددلتي ادارومسئولينوهم ګډون درلود،
خبر...................................... سروري دهلمنددپولٰىسوپه روزنٰىزمرکزکٰى پس له دوه مٰىاشتوڅخه پولٰىسومسلکٰى زده کړٰى ترلاسه کړٰى .دپنجشنبٰى په ورځ دپولٰىسوپه روزنٰىزمرکزکٰى په همدٰى اړه ٰىولړمراسم جوړسوٰى وه چٰى په دٰى مراسموکٰى دهلمندولايت اجرائيه ريئس عبدالرحمن طارق دامنٰىه قوماندان سرپرست قوماندان سمونوال كمالدين شيرزي دولايتي شوراوكيلانواويولړنوروددولتي ادارواستازواومسولٰىنو هم ګډون کړٰى وواجرايئه رئيس عبدالرحمن طارق پولٰىسوته په خپله خبروکٰى ووٰىل په دٰى وروستٰىوکٰى په هلمندکٰى پولٰىسودخلکوپه منځوکٰى محبوبٰىت ترلاسه کړٰى دٰى اودهلمندپولٰىس اوس هغه دپخواپولٰىس نه دٰى چٰى خلک ځٰىنٰى ناراضه وهاوله دٰى سره چٰى په دٰى ولاٰىت کٰى پولٰىسوته مسلکٰى زده کړٰى ورکړل سٰى نوربه هم په پولٰىسودخلکواعتمادزٰىات سٰى
دهلمنددامنٰىه قومانداني دكشف مسئول عبدالكريم هم دخپلوخبروپرمهال يي دپوليسودسرښندني څخه دمنني ترڅنګ يي دنووروزل سووپوليسوڅخه وغوښتل چي دخپلي دندي پرمهال بايددخلګوسره دښه چلند څخه كارواخلي ،
دهمدارازدنوروزل سووپوليسوڅخه غوښتنه وكړه ترڅوهغه واټان چي دخلكواوپوليسوترمنځ شتون لري هغه بايدلري كړل سي ،
ده همدارازووٰىل مخکٰى به دهلمندپولٰىس ګاونډٰىو ولاٰىتونو اونوروسٰىموته دنظامٰى زده کړولپاره تلل او اوس په هلمندکٰى دپولٰىسولپاره دزده کړٰى زمٰىنه برابره سوٰى دٰىده له ټولوخلکوڅخه وغوښتل چٰى دپولٰىسولٰىکوكي خپل سالم بچٰىان شامل کړٰى ترڅوورته پوره معاش اوښه تربٰىه ورکړل سٰى
زٰىاته ٰىٰى کړه چٰى پولٰىسوکٰى ډٰىرٰى هغه نمګړتٰىاوٰى چٰى وړاندٰى موجودٰى وٰى هغه هوارٰى سوٰى دٰى
په غونډه كي دپوليسودښونيزمركزقوماندان سمونمل محمدرفيق شرياردولايتي شوراوكيل علي احمد دغونډي برخوالوته دپوليسودفعاليتونوپه هكله معلومات وړاندي كړل ،په وروستوکٰى فارغ سوو پولٰىسوته دمسولٰىنوله لورٰى دفراغت سندونه ورکړل سوه .
دٰىادونٰى وړده چٰى پولٰىسولپاره دامهال په هلمندولاٰىت کٰى دوه ښوونٰىزمرکزونه جوړ سوٰى دٰى چٰى هره ورځ پکښٰى بهرنٰى اوکورنٰىواستادانوله خواورته ښوونه اوروزنه ورکول کٰىږٰى .
۱۳۸۹-۲-۲

۱۳۸۹ فروردین ۲۳, دوشنبه

په هلمندكي دامريكادسمندري ځواكونودقوماندان جنرال لاري نيكولسن يوكلن ماموريت پاي ته ورسيد اوپه ځاي يي نوي قوماندان وټاكل سو.

په هلمندكي دامريكادسمندري ځواكونودقوماندان جنرال لاري نيكولسن يوكلن ماموريت پاي ته ورسيد اوپه ځاي يي نوي قوماندان وټاكل سو.
هغه مراسيم چي ددوشنبي په ورځ دهلمندولايت دښوراب په پوځي هډه كي په همدي موخه نيول سوي وه پكښي دهلمندوالي دولايتي شورريس اونورودولتي مسولينوهم برخه واخيسته .

په هلمندكي مرين ياسمندري امريكايي ځواكونوچي دكومي مودي راپه ديخواپه دنده پيل كړي ډيري سيمي ددولت دمخالفينودشتون څخه پاكي سوي اوپكښي دولتي اداره ځاي پرځاي سويده .
ددوشنبي په ورځ ديولړمراسيموپرمهال ديادي لواقوماندان جنرال نيكولسن دماموريت موده پاي ته ورسيده اوپه ځاي نوي قوماندان تورن جنرال ميلزپه دنده پيل وكړ.
هلمندوالي محمدګلاب منګل ،دولايتي شوراريس محمدانور،دامنيه قومانداني داوپراسيون ريس سمونمل محمدابراهيم ژونداونورودلتي مسولينودښوراب پوځي هډي ته د سمندري ځواكونودنوي قوماندان دټاكلوپه موخه سفروكړ.اوهلته يي په جوړسوومراسيموكي برخه واخيسته .
هلمندوالي محمدګلاب منګل دخپلوخبروپه لړكي وويل امريكايي مرين ځواكونونه يوواځي دافغان وسله وال پوځ سره دامنيت په ټينګښت كي هلي ځلي كړي بلكي خلكوته يي دپوهني ،روغتيا،كرهڼي ازياتونوروبرخوكي هم اسانتياوي برابري كړيدي .
دښاغلي منګل په خبره دڅه مودي راپه ديخواچي مرين ځواكونوپه كارپيل كړي دګرمسير،خانشين ،نوزاد،مارجه اوهغه ولسوالي چي په ځينوبرخوكي يي دوسله والومخالفينونفوذزياتووچاڼ سوي اوخلكوته دكاري زميني ترڅنګ ګڼي اسانتياوي رامنځته سويدي .
دده په وينامرين ځواكونودپوليسوملي اردواواوټولوامنيتي سرچينوسره په ګډه په پوره ميړانه خپل دنده پرمخ بيولي اوهلمندي اوسيدونكوته يي نه هيريدونكي خدمتونه ترسره كړيدي.
دسمندري ځواكونومخكني قوماندان جنرال لاري ډي نيكولسن دخپل ماموريت دپاي ته رسيدوپه مراسيموكي دهلمندولايت ددولتي اداري اوپه ځانګړي توګه دهلمندوالي محمدګلاب منګل څخه مننه وكړه چي له ده سره يي پوځي اونوروچاروكي مرسته اوهمكاري كړيده .
نوموړي وويل كه څه هم زمادماموريت موده پاي ته ورسيده خو مرين ځواكونه به دافغان دولت سره په همږغي خپل كارونه سرته رسوي اوددولت مخالفين به پري نږدي چي ددولت اوخلكوپه وړاندي په ورانكارواعمالولاس پوري كړي
دامريكايي سمندري ځواكونونوي ټاكل سوي قوماندان تورن جنرال ميلزوويل مخكني لواچي پكښي يوولس زره مرين سرتيروخپله دنده پرمخ وړله ددي لواپه تركيب كي به يي شميره نولس زره اوڅلورسوه سرتيروته ورسيږي چي دهلمنددامنيت په ټينګښت اوثبات كي به مثبت رول ولوبوي .
دجنرال ميلزپه خبره چي ددوي سرتيري به دهلمنددځايي اداري سره په هره برخه كي كومك كوي اوهغه سيمي چي اوسمهال هم پكښي ددولت مخالفين واك لري ونيسي اودقانون اوعدالت څخه به برخمن اداره رامنځته كړي .
دمراسيموپه وروستيوكي په هلمندكي دمتحده عربي اماراتودبحرين هيواد دسرتيروقوماندان هلمندوالي محمدګلاب منګل ته دهغه هيواددخلكوپه استازيتوب ځانګړي ډالۍ وركړه
چي هلمندوالي هم ورڅخه مننه قدرداني وكړه .اودمتحده عرب مرستي يي دهلمندلپاره بنسټيزي وبللي .
هلمندراديو-۱۳۸۹-۱-۲۴

دايټالياهيوادسفيرهلمندولايت ته سفروكړاودهلمندوالي سره يي دهغه دكارپه دفتركي وكتل

په افغانستا ن کي دايټاليا سفير وايي چي داشخاصو په نيولو سره به دافغانستان او ايټالياترمنځ اړيکي خرابي نشي . دايټالياه سفير کلاوډي بينزو د يو ه لنډ سفر په ترڅ کي هلمند ته ددي ولايت له والي محمدګلاب منګل سره وليدل او دهغه ايټالويانو په سر يي ورسره خبري وکړي چي دشنبي په رو ځ د دولتي چارواکو لخوا ورسره وسلي او چاوديدنكي توکي نيول شوي وو .
دغه چارواکي ويلي ددي چي دوي يوازي دشفافو پلټنو غوښتنه کوي نه دهغوي دخوشي كيدو اودافغانستان دقانون څخه دسرغړوني .
دهلمند دوالي وياند محمدداود احمدي ددوشنبي په ورځ وويل چي ديکنشبي په ورځ ناوخته دايټالياه سفير په لښکرګاه کي دهلمند له والي سره وليدل او دهغو ايټالويانو په سريي خبري وکړي چي دبيړنيو مرستو په روغتون کي يي دنده تر سره کوله چي امنتي کسانو له چادويدونکو توکو اووسلو سره په روغتون کي يوځاى نيولي وه چي ويل کيدل موخه يي دهلمند ودالي وژنه وه.
داحمدي په وينا چي دغه چارواکي دهلمندوالي ته ډاډ ورکړ چي دڅو اشخاصو په سر به ددواړو هيوادونو تر منځ اړيکي خرابي نشي او خپلو مرستو ته به په افغانستان كي دوام ورکړي داحمدي په وينا چي دسفير دراتلو موخه هم همدا وه چي ديادي موضع څخه يوازي له نږدي ليدنه او ځان خبر کړي .
احمدي وايي چي سفير له والي څخه غوښتنه وکړه هغه پلټني او تحقيقات چي دنيول شوي کسانو څخه کيږي شفافي او بي پري دي وي .
داحمدي په وينا چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل دغه چارواکي ته وويل چي دوي داسنادو اوشواهد سره سم دغه کسان نيولى دي او دقانون منګلو ته يي سپارلي دي .
والي سفير ته ډاډ ورکړ چې تحقيقات به شفاف وي او زياته يي کړه چي موږ ددغي پيښي پړه پرټولو ايټالويانو نه وراچوو.
والي دايټاليا دهيواد هغه مرستي چي له افغانستان سره يي کړي دي او په ځانګړي ډول دروغتيا په برخه کي كړي ستاينه وکړه.
دايټالياسفيرکه څه هم ويلي دي چي دوي دافغانستان قانون ته درناوى لري خو په لښکرګاه کي ډيرى ځايي اوسيدونکي په دي نظرد ي چي دغه کسان به بيله کومي سزا ورکولو څخه خوشي شي ځکه چي دري کاله وړاندي هم ددي روغتون افغاني مشر په داسي يوه لانجي بندي شوي وو خو دايټالويانو په مرسته له زندان څخه خوشي او اوس مهال په المان هيواد كي ژوند كوي. .

سروري هلمندلښكرګاه

۱۳۸۹ فروردین ۲۲, یکشنبه

په هلمندكي دتيري ورځي دپيښي په اړه دهلمندولايت ډيري اوسيدونكي ديوه لاريون په كولوسره دلښكرګاه ښاراوكوڅوته راووتل

دهلمندولاىت اوسىدونکودتىرى ورځى دبىړنىومرستوپه روغتون کى دځان وژونکوواسکټونه اوچاودىدونکوتوکوپه تور درى بهرنى اىټالوىانو دسختى سزااواىمرجنسىوروغتونودبندولوغوښتنه وکړه . دوى له دىوه سولىزلارىون پرمهال له قضاىى ارګانونوڅخه وغوښتل چى دغه کسان په اعدام محکوم کړى
تىره ورځ دهلمندمرکزلښکرګاه دبىړىنومرستوىااىمرجىنسى په روغتون کى دهلمندملى امنىت رىاست اوامنىتى ارګانونوپه مرسته دوه دځان وژوونکوواسکټونه دوى تومانچى نهه لاسى بمونه دپولىسوىونفورم ددى روغتون په زىرمتون کى ونىول سوه .
چى له دى چاودىدونکوتوکواوسلاو سره درى تنه بهرنى ددى روغتون اىټالوى ډاکټران اوشپږتنه ددى روغتون افغان ساتوونکى ونىول سوه .
دىکشنبى په ورځ دهلمندولاىت اوسىدونکودىوه سولىزلارىون پرمهال ددى کسانوداعدام غوښتنه وکړوه دوى دغه درى تنه بهرنى ډاکټران دافغان اولس لوى قاتلىن وبلل
دوى ددى شوم هدف چى دهلمندوالى محمدګلاب وژنه وه سخت وغندل اوزىاتوله يي چى دغه کسانوپه ډىرى نوروترورىستى کارونوکى لاس درلودى . چى همدى کسانوپه وارو وارو دافغان اولس وىنه توى کړى ده .
په دى سولىزلارىون کى دهلمندولاىت دىنى عالمانوقومى مشرانوعام خلک اوځوانان راغونډسوى وه
چى ټولوددى روغتونوبهرنى کسانوداعدام او ددى روغتون دتړولوغوښتنه کوله
دىنى عالم مولوى فىض الله ووىل دغه ډول کسانودترورىستى اعمالوپه ترسره کولوداسلام مبىن دىن نوم بدوى او شرىعت ددغه ډول کسانو داعدام حکم کوى ځکه دوى دبى ګناه کسانووىنه توىوله .
دغه لارىون کوونکو دادرى تنه اىټالوى کسان هم درى کاله وړاندى افغان خبرىال اجمل نقشبندى په وژلوهم تورن کړه .
دوى ووىل دغه کسانوهغه مهال اىټالوى خبرىال دوسله والومخالىفىنوله ولکى څخه خلاص اوافغان خبرىال يي ددى روغتون دمشرپه لارښوونه ددولت دوسله والومخالفىنوپه وسيله وه واژه.
تىره ورځ دهلمندوالى محمدګلاب منکل دىوى خبرى ناستى پرمهال ددى روغتون بهرنى کارکوونکى اوپه افغانستان کى اىمرجىنسىوروغتونومشرمارکوددولت دوسله والومخالفىنودګاونډي هيوادپاكستان په صوبه بلوچستان دکوىټى په ښاركي دطالبانود شوراسره له نژدى اړىکى درلودلى
چى همدى بهرنى کس دهلمندوالى محمدګلاب منکل دله منځه وړلولپاره پنځه سوه زره ډالره له ترورىستى ډلوڅخه اخىستى وه .دوالي په خبره چي داوس مهال لپاره يادكسان دامنيتي چارواكولخوادترپښتنواوګرويږنولاندي دي ،

سردارمحمد سروري هلمندلښكرګاه

دمجاهيدينوشورادبړنيومرستودروغتون دكاركونكواعمال غندلي

په هلمندكي دمجاهيدونودسولي دشوراپه دفتركي ددي ولايت دمجاهيدينوعلماووروحانيونوديوي غونډي پرمهال چي ددي شوراپه دفتركي جوړه سوي وه دبيړنيومرستودروغتون كاركونكوچي دانتهاري هملي په جوړولوكي يي لاس درلوداودهرڅه سره تيرماښام دامنيتي ځواكونولخواونيول سوه په كلكه غنده نه وكړه اوايټالوي كاركونكي يي دهلمنددخرابيدو اصلي ممبه وبلل ،
سرروي
په لښكرګاه ښاركي دمجاهيدينودسولي دشوراپه دفتركي ددي ولايت ديني علمانومجاهيدينوديوغونډي پرمهال دبيړنيومرستودرغتون دكاركونكوچي دري تنه يي ايټاليايي اوشپږتنه دهلمنداوسيدونكي وه ديوتروريستي بريدپه ترسره كولوكي يي لومړي دهلمندوالي اونوردولتي كسان وه په كلكه وغنده ،
ددي دفترمشرعبيدالله زيارمل دخپلوخبروپرمهال دداسي اعمالوترسره كول يي ددين اواسلام له نظره خلاف كاروباله ،
دهمدارازوويل چي دبړنيومرستودروغتون كاركونكودالومړي ځل نه دي چي پداسي اعمالولاس پوري كوي چي په هغه سره به په سلګونه كورني د ويراوماتم پرټغركښينوي ،
خوښاغلي زيارمل ددي كسانودمحاكيمي جدي غوښتونكي سوواوددي بړني روغتون كاركونكي يي داجمل نقشبندي اودهغه دموټرچلونكي دمړيني په توريي هم دايټالياكسان چي پدي روغتون كي كاركوي تورن وبلل ،
دهمدارازدملي امنيت دكاركونكوڅخه خوښي وښوده چي هميشه يي دهلمنديانودښه ژوندكولولپاره ترخپل سراومال هم تيرسوي اودخپلوهلمنديانوژوندي يي ژغورلي ،
جهادي قوماندان استادباريداددخپلوخبروپرمهال دداسي ناځوانمردانه اعمالوترسره كول يي نه يوازي دهلمنديانوبلكي ددي هيواددټولواوسيدونكي لپاره يي قاتلين يادكړل ،
خوده همدارازدهلمندوالي سره دهلمند ډتولومجاهيدونوكلك ملاتړپه ډاګه كړ وويل چي موږهميشه ددوښمن په لمنځه وړلوكي ستاسوسره همكاره يوترڅوهلمندنوردهررنګه ظلمونوڅخه وژغورل سي
بايدوويل سي چي دالومړي ځل نه دي چي ددي رغتون كاركونكي په غيري اسلامي اعمالولاس پوري كوي وړاندي تردي هم ديادروغتون مشررحمت الله هم په يولړناوړه اعمالولاس پوري كړي وو چي هغه هم ملي امنيت دكاركونكولخواونيول سوو،

۱۳۸۹-۱-۲۲

دځوانانودمديريت لخوادزده كونكوسره مرسته ترسره سوه

دځوانانودعمومي مديريت لخوديكشنبي په ورځ دشهيدانجينرعبدالمتين دعالي ليسي ديوزراوڅلورسوه زده كونكوسره دسپورټ دبيلابيلوسامانونومرسته چي دايل جي سي ډي ډي ائي دغيري دولتي موسسي په همكاري پداسي حال كي ترسره سوي چي دولايت دمقام اجرائيه رئيس ترڅنګ دځوانانومديردايل جي سي ډي ډي ائي دموسسي مسئولينوهم ګډون درلود ،
سرروي
دهلمنددځوانانودعمومي مديريت لخواپه لښكرګاه ښاركي دشهيدانجينرعبدالمتين دعالي ليسي ديوزرووڅلوره سوه زده كونكوباندي دسپورټ بيلابيلوسامانونومرسته چي دايل جي سي ډي ډي ايي دموسسي په مټ وركول سوي وه ديكشنبي په ورځ ددي ليسي په انګړكي پداسي حال كي وويشل سوه چي دولايت دمقام اجرائيه رييس عبذالرحمن طارق دځونانوعمومي مديرغلام غوث داوري ترڅنګ دايل جي سي ډي ډي ايي دغيري دولتي موسسي مسئول ضياولحق بارك هم ګډون درلود ،
ددي مرستي دوركولوپرمهال دولايت دمقام اجرائيه رئيس عبدالرحمن طارق ځوانان يي ددي هيواددراتلونكي لپاره يوسمبول وبلل وويل چي داځوانان دي چي دخپل خاوري برخليك ټاكي اوهمداځوانان دي چي دخپل هيواداوهلمندراتلونكي به جوړه وي ،
ښاغلي طارق زياته كړه چي دولايت اداره غو اړي هلمندي ځوانان تقويه كړي ترڅوداهلمندبيادتيرپشان يودسولي كوروګرځي ،
دهمدارازځوانانوته سپارښتنه وكړه ترڅوځوانان دهرنګه نشوڅخه خودداري وكړي ولي چي همدامخدره موادي چي ټول هيواداوپه ځانګړي توګه يي هلمندته غم اومصيبتونه رامنځ ته كړي ،
ښاغلي طارق دايل جي سي ډي ډي ايي دموسسي اوهمدارنګه يي دځوانانودمدير څخه هم مننه وكړه چي ددي مرستوپه چمتوكولوكي يي زياتي منډي ترنډي كړي ،
دشهيدانجينرعبدالمتين دعالي ليسي مديرعبدالله مبين دخپلوخبروپرمهال يي دايل جي سي ډي ډي ائي دموسسي اوهمدرانګه يي دځوانانودعمومي مديرڅخه مننه وكړه چي دلښكرګاه ښارډيري اوسيدونكوسره يي په بيلابيلوبرخوكي مرستي كړي ؤ،
اوددي ترڅنګ يي دلانورومرستوژمنه هم كړي چي ډيرژربه ددي موسسي لخوادزده كونكوسره ترسره سي ،
ښاغلي مبين دولايت دمقام څخه په ځانګړيتوګه مننه كړه چي هميشه يي دپوهني په برخه كي زياتي هلي ځلي كړي ترڅودهلمندولايت دپوهني كچه مخ په وړاندي بوزي ،
دځوانانوعمومي مديرغلام غوث داوري هلمندي ځوانانوته دلانورومرستودراجزبولوترڅنګي هغيوته ژمنه وكړه چي نورپه هلمندي ځوانان دهيڅ ډول ستونزوسره مخ نسي اونه به هم ددوپروړاندي كوم زورزياتي رامنځ ته كيږري ،
خوښاغلي داوري زياته كړه چي موږاوس مهال په هلمندولايت كي دځوانانوالپاره دكمپيوټردزده دكړوترڅنګ دنوروعصروعلومودترلاسه كولولپاره په وړياتوګه زمينه برابره كړي ترڅودهلمندولايت ځوانان لكه دنوروولايتونوپشان په ښه اوعصري علم سمباله اوسي ،
وروسته دسپورټ هغه سامانونه چي دځوانانودمديريت په هلوځلواودډي ائي دموسسي په همكاري وركول سوي وه دشهيدانجينرعبدالمتين دعالي ليسي په زده كونكوباندي وه ويشل سوه ،
ديادوني وړه چي دځوانانودنوي مديرغلام غوث داوري په هڅودالومړي ځل دي چي دهلمندولايت دځوانانوسره په پراخه كچه مرسته كيږي ،

۱۳۸۹-۱-۲۲


۱۳۸۹ فروردین ۲۱, شنبه

په هلمندكي دبړنيومرستوپه روغتونكي دځانمرګوبريدكونكوچاوديدونكي توكي ونيول سوه


دهلمندپه مركزلښكرگاه كې د بيړنيومرستو په روغتون كې دامنتي چارواکو لخوا دځانمرگوبريدكوونكوواسكټونه اوچاوديدونكي ونيول شول.
په دي اړه ځايي چارواكي وايي چې په دې تړاودرى بهرني ايټالوي او شپږافغانان کاروکونکي چي ويل کيدل په همدي روغتون کي كاركوي نيول شوي دي.
چارواکي وايي چي دغه نيول شوي کسانو پلان در لودي دموادو دځاى په ځاى کيدو وروسته به دهلمندوالي او دولتي چارواکو بريدونه کيږئ .
دهلمندوالي محمدگلاب منگل دشنبې په ورځ ناوخته په يوه خبري ناسته كې وويل چې دوي له وخته په دي اړه معلومات تر لاسه کړي وه چي په ايمر ي جنسي روغتون کي به دکورنيو اوبهرنيو توريستانو لخوا لومړي چاوديدونکي توکي ځاي په ځاي او وروسته بيا دپلان له مخي بريدونه تر سره کوي .
نوموړي وويل چي دملي امنيت دمنسوبينولخوادوه دځانمرگوبريدكوونكوواسكټونه، ،دوه ميله تومانچې اونهه حلقې لاسي بمونه اوځينې نورتوكي ونيول شول.
دوالي په ويناچې دتوريستانو لومړي هدف داوه چي په لښکرګاه کي دخلکو په ګڼه ګوڼ کي ځانمرګي بريد تر سره کړي او بل بريد هغه وخت تر سره کړي چي دهلمندوالي دپيښي له ځاى څخه ليدنه کوي لومړي بۀ دډزو لاسي بمنواو په وروستي کي به له ځانمرګي بريد څخه کار اخلي .
والي داهم وويل چي په نيول شوي ايټالويانوکي دمارکو په نامه يو تن دطالبانو په غوښتنه په روغتون کي ټپي شوي پوليس او دولتي کسان ياخو وژل او يا به يي لاسونه اوپښي ځيني پريکولى .
نومووړي وويل چي ايټالوي مارکو ګرانټي په کويټه كي دطالبانو له شوراه څخه دهلمندوالي دوژني لپاره پنځه سوه زره امريکايي ډالره لا له وخت تر لاسه کړي وه.
دوالي په وينا چي همدي شخص داجمل نقش بندي په وژنه کي لاس در لودي او له طالبانو سره يي په کوټه او په خپله په ايمري جنسي روغتون کي ليدني اوکنتي کولي.
داجمل نقشبندي وژنه نږدي دري کاله وړاندي رامنځه شوه هغه وخت له طالبانو څخه ايټالوي خبريال راخوشي ، موټر چلوونکي او اجمل نقشبندي ووژل شوه چي له همدي امله نږدي څلور مياشتي دغه روغتون وتړل شوو او افغان مشر يي ډاكټررحمت الله دامنتي چارواکو لخوا بندي شو خو څه موده وروسته ددوي په مرسته له زندان څخه خوشي شوو.

سروري هلمند لښكرګاه

دمارجي ولسوالي ځايي اوسيدونكي دامنيت دنشتوالي څخه سرټكوي

دغه اوسيدونكي خبردارى وركوي كه دې حالت ته چې اوس په مارجه كې روان دى بدلون ورنه كړل سي پايلې به يې ددولت اونړيوالوپه زيان تمامې سي.
خوځايي چارواكي وايي چې په مارجه كې دسلگونوملي پوليسوترڅنگ دملي اردواوبهرني ځواكونه ميشت دي اوورځ تربلې امنيت دښه كيدوپه حال كې دى.

دمارجې ولسوالى دلښكرگاه په لويديځ شاوخوا۳۵كيلومترى كې پرته سيمه ده چې پكې څه موده وړاندې دمشترك په نوم پراخه چاڼيزعمليات هم ترسره سول خواوسيدونكي يې وايي چې اوس هم دامنيت په برخه كې ستونزې شته اودعادي ژوندكولولپاره پكې زمينه نه ده برابره سوې.
دغه اوسيدونكي وايي چې له يوې خوادوسلوالوطالبانوله گواښونوسره مخ دي اوله بلې خواميشت بهرني ځواكونه دورځې لخواپه كروندگروډزې كوي چې له امله يې مرگ ژوبله هم رامنځ ته كيږي.
خوپه مارجې ولسوالى كې دعامه نظم دپوليسوقوماندان سمونوال غلام سخي غفوروايي چې دمارجې ټولې سيمې ددولت ترولكې لاندې دي او۴۸دپوليسوامنيتي پوستې،دملي اردواودامريكاسمندري سرتيري ځاى پرځاى دي چې ورځ تربلې په امنيتي حالاتوكې ښه والى راځي.
دده په ويناچې مارجه دوسلوالوطالبان پياوړى مركزواويوڅه وخت ته اړتياشته چې پوره امنيت ټينگ سي.
په همدې حال كې دمارجې ولسوال حاجی عبدالظاهراريان وايي چې وسلوال طالبان دخلكوله كورونوڅخه په امنيتي ځواكونوډزې كوي چې له همدې امله ځينې وخت ولسي وگړوته مرګ ژوبله اوړي.

۱۳۸۹-۱-۱۹

۱۳۸۹ فروردین ۱۹, پنجشنبه

دهيوادپلازميني كابل څخه دملي امنيت دلوي رياست مرستيال دپنجشپي په ورځ هلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي وكتل

دهيوادپلازميني كابل څخه دملي امنيت دلوي رياست مرستيال دپنجشپي په ورځ دهلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي پداسي حال كي وكتل چي دهلمنددملي امنيت رئيس ترڅنګ دپي ار ټي ياولايتي بيارغاوني مسئولين هم حاضروه ،
خبر.................. سرروي
دمركزكابل څخه دملي امنيت دلوي رياست مرستيال محمد نعيم بلوچ دپنجشنبي په ورځ دهلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي پداسي حال كي وكتل چي دهلمندولايت دملي امنيت رئيس بريدجنرال محمدنعيم مومن ترڅنګ دپي ار ټي ياولايتي بيارغاوني مسئولينوهم ګډون درلود ،
په غونډه كي ددي ولايت دلاښه امنيت په راويستلوكي پريولړاړينوموضوعاتوبحث اوخبري وسوي ترڅوددي ولايت ټول عام وګړي په ښه توګه خپل ژوندكولوته ادامه وركړي ،
ددي ناستي پرمهال دهلمندولايت دمارجي دولسوالي دتصوفي عملياتوچي لاهم ددي ولسوالي دوګړولپاره دښه ژوندكولوپه منظوراوددي سيمي دخلګوپه غوښتنه پيل سوي وه هم دواړوغاړويي هغه موهم اړخونه وڅيړل كوم چي دروانوعلمياتوپرمهال رامنځ ته وسوي وه ،
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دهيوادملي امنيت دلوي رياست دمرستيال څخه وغوښتل ترڅوددي ولايت لپاره تربل هروخت خپل پام واړه وي ولي چي اوس پدي ولايت كي دتيرووختونوپه پرتله امنيت تامين سوي اودخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه هم برابره سوي ده ،
ښاغلي منګل دهيوادڅخه راغلي دي لوړپوړي پلاوي اوهمدارنګه يي دولايتي يابيارغاوني دمسئولينوڅخه وغوښتل ترڅوپه هلمندولايت كي امنيت تامين سي اوټولي هغه سيمي چي دامهال ددولت دمخالفينوترولكي لاندي دي هغه هم ډيرژرخلاسي اوخلګ يي دښه ژوندكولوترڅنګ هغيوته دبيارغاوني عامل منپيه پروژي هم پلي سي ،
دمركزڅخه راغلي دي لوړپوړي پلاوي ټول هيواد اوپه ځانګړيتوګه دهلمندولايت دسراسري امنيت راويستل يي ددولت وظيفه ووبلل ،
خوژمنه يي وكړه چي ډيرژربه ددي ولايت ټولي هغه سيمي چي ددولت دمخالفينوترتسلوت لاندي دي هغه خلاسي كړواو ورسرهجوخت به دبيارغاوني كارونه هم ګړندي كړوترڅوخلګ دكومي ستونزي سره مخامخ نسي ،

۱۳۸۹-۱-۱۹




دولايتي شورارئيس اووكيلانودهلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي وكتل

دولايتي شورارئيس اووكيلانودهلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي دپنجشنبي په ورځ ددي ولايت او ولسواليولپاره دلاښه امنيت دراويستلوپريولړاړينوموضوعاتوبحث اوخبري وكړي
خبر.............................. سرروي
دهلمندولايت دولايتي شورارئيس محمدانوراودولايتي شوراوكيلانودپنجشبي په ورځ دهلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي وكتل ،
په كتنه كي دواړوغاړوددي ولايت پرامنيتي حالاتواويولړنوروهغه كارونوچي دهلمندولايت اوولسواليولپاره تربل هروخت اړين دي بحث اوخبروكړي ،
دولايتي شورارئيس محمدانوردهلمندوالي محمدګلاب منګل څخه وغوښتل ترڅودهلمندولايت دټولوولسواليومسئولين اوهمدارنګه دټولوولسواليودټولنيزوشوراګانوغړي دولايتي شوراسره په همږغي خپل ټولوهغه ستونزوته چي دسيمي داوسيدونكوپروړاندي پرتي وي هغه ته دحل لارولټول سي اودسيمي اوسيدونكي دهررنګه مشكله څخه وژغورل سي ،
دهلمندوالي محمدګلاپ منګل دولايتي شورادكاروڅخه خوښي وښوده چي ولايتي شوراهميشه دخلګولپاره دهغيودستونزوپه حلولوكي ترډيره ځايه كاركړي ،
اوهميشه يي دسيمي دخلګودستونزوپه حلولوكي دولايت دمقام سره شريكي كړي ترڅوورته په ګډه دسيمي داوسيدونكولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابره كړي ،

۱۳۸۹-۱-۱۹

۱۳۸۹ فروردین ۱۸, چهارشنبه

دهلمند دمارجي ولسوالي ځايي دولتي اداره به لاهم پياوړي سي دا خبر دافغانستان دسيمه يزو ارګانو دخپلواكي اداري ريس څرګندكړ



دهلمند دمارجي ولسوالي ځايي دولتي اداره به لاهم پياوړي سي دا خبر دافغانستان دسيمه يزو ارګانو دخپلواكي اداري ريس ، مارجي ولسوالي ته ديو سفر پرمهال وكړه په دي سفر كي دناټو ملكي استازي ،هلمند والي دملي امنيت مرستيال ، او ديو شمير د ولتي ادارو مسولينو هم برخه لرله
خبر ....................
دهلمندد مارجي ولسوالي چي دتير دوه كالو را په ديخو ددولت دمخليفينو تر ولكي لاندي وه او ددوه كالو په بهير كي يادي ولسوالي ته زياته ځينونه اړولي وه دتير دوه مياشتو راپه ديخوا دمشترك په نوم دگډوځواكونو په مټ دا ولسوالي يوځل بيا ددولت تر لاس لاندي راغله ددي ولسوالي ځايي اوسيدونكي ددولت اونړيوالي ټولني څخه زياته اميدونه لري او دا غواړي چي په ولسوالي كي دبيارغوني تر څنګ ښوونځي ورته پرنيزي او ځوانانو ته يي دكاركولو زمينه برابر كړي خو دعملياتو ورسته دي ولسوالي ته زياتو بهرنيو اوافغان لوړپوړه چاروكو سفرونه كړي او ددي ولسوالي اوسدونكو ته يي زياتي وعدي وكړي چي په ولسوالي كي به يي امنيت راولي او ښوونځي به ورته نوي جوړوي دسه شنبي په ورځ هم دافغانستان دسيمه يزوارګانو دخپلواكي اداري ريس غلام جيلاني پوپل په افغانستان كي دناټو ملكي استازي مارك پليپ سيډويل دافغانستان دملي امنيت مرستيال تورن جنرال محمد نعيم بلوچ هلمند والي محمدګلاب منګل او يو زيات شمير دولتي ادارو مسولينو دهلمند مارجي ولسوالي ته سفر وكړ ه
ددي سفر موخه دمارجي ولسوالي له ځايي ملكي اداري او عامو خلكو سره ليدنه وه لومړي دافغانستان دسيمه ايزو ارګانو دخپلواكي ادار ي ريس غلام جيلاني پوپل او ورسره پلاوي دمارجي ولسوالي په بازاركي له ځايي اوسيدونكو او دوكاندارونو سره وليدل او بيايي دمارجي ولسوالي وداني ته سرورښكار كي او دولسوالي له مامورينو سره يي له نيږدي وليدل دهغي ستونزي واوريدلي او ورته يي دا وعده وكړه چي نوربه دا اداره قوي كوي تر څو ددي ولسوالي ولس ته مثبت ځواب ووايه ښاغلي پوپل دهلمند تلويزيون سره په يوه مركه كي وويل چي په مارجي ولسوالي كي تر زياته بريد امنيت دډاډ وړه دي خو لابه هم دامنيت رسي نور سيمو ته وغځووتر څو ټول ولسوالي تر امنتي پوښښ لاندي راسي ده زياته كړي چي بايد موږ په دي بثنه ونه كړو چي يوازي په دي ولسوالي كي امنيت راغلي با يد نور هم كاروكړو ترڅومو ددي ولسوالي د اوسيدونكو پوښتونو ته مثبت ځواب وويل وي
ده وويل چي په دي ولسوالي كي اوسمهال دمعارف ، كليوپراختيا ، څارنوالي مدريتونو پرنستل سوي اوپه نيږدي راتلونكي كي به نور څانكي هم پرانيزي ښاغلي پوپل په دي ولسوالي كي دفوډزون دراجستر لړي ته په اشاري سره وويل چي دمارجي ولسوالي اوه زره كروندكرو ته اصلاح سوي تخمونو او كيمياوي سري وركول كيږي ترڅو نور دوي دكوكنارو دناوړي كښت څخه لاس واخلي ا و حل لو كښتونو ته مخه كړي
هلمند والي محمد ګلاب منګل د مارجي ولسوالي دپرمختك خبر وكړ ده وويل چي په دي ولسوالي كي به ډير ژر ښونځيو ته نوي وداوني جوړي كړي ښاغلي منګل ددي ولسوالي دليسي خبر وكړه ده زياته كړه چي دمارجي ولسوالي مركزي ليسه مخكي په ډير اساسي توګه جوړه سوي خو دپردويود مزدوارنو دظالمانه منګلولو په واسطه وارن سوي دي چي دبياجوړولو كاربه يي په دا نيږدي ورځو كي پيل سي
ده وويل چي دامهال دمارجي ولسوالي ځوانان په مسجدوكي په زده كړه بوخت او دمعارف درياست له لوري ورته كتابنون هم وركول سوي خو دوي يوازي دښوونځي ددوادني نه شتون يادوي چي دنړيوالي ټولني په مالي مرسته به دا كارهم تر سركوي والي وويل چي دوطن او سولي دوښمان نه غواړي چي په مارجي ولسوالي كي سوله قوي سي ده زياته كړه دافغانستان دريس جمهور دفرمان سره سمه ددي ولسوالي داوسيدونكو غوښتني پراساس دمارجي څخه بيا تر لښكرګاه پوري د پنځه ديرش كيلو متر ه سړك دجوړولو كار به پيل ځوانانو او بي روزګار خلكو ته به د كاركولو زمينه هم برابر سي
دناټو دملكي چار و استازي مرك پليپ سډويل دمارجي ولسوالي ولس ته ډاډ وركړي چي نړيواله ټولنه به ستاسو سره همكاره وي تر څو تاسو په خپل مټ په دي ولسوالي كي امنيت ځواكمن كړي او ترهګر له ميځه يوسي ده وويل چي هغه ژمنه چي دافغانستان ريس جمهور له تاسو سره كړي وي مو ږ به ورته دعمل جامي وراغوندو او خپل كړني ژمني به عملي كوو
بيا دافغانستان دسيمه ايزو ارګانو ريس هلمند والي او ورسره پلاوي دمارجي ولسوالي دمركزي روغتيايي كلينك او دهغه مسجدڅخه ليدنه وكړه كوم چي پكي هر ورځ لسكونو ماشومان په ز ده كړي بوخت دي

په ګرشك ولسوالي كي به ددولتي ادارې په اصلاح اودخلكوسره په ګډه همكارئ پورامينت تامين سي

په ګرشك ولسوالي كي به ددولتي ادارې په اصلاح اودخلكوسره په ګډه همكارئ پورامينت تامين سي داټكي دهلمند دوالي مرستيال په ګريشك ولسوالي كي ديوي غونډي پرمهال پداسي حال كي څرګندكړچي ددولتي ادارودرئيسانوترڅنګ يوشميردپوليسوافسرانوهم گډون درلود،
دهلمندولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال ددوشنبي په ورځ دلښكرګاه په څه باندي څلويښت كيلومتري كي پرتي ولسوالي ګريشك ته پداسي حال كي سفروكړچي دملي امنيت مرستيال ډګروال محمود دهلمندامنيه قومانداني دهماهنګي مرستيال محمداسماعيل ، دترانسپورټ رييس عبدالغفورتوخئ ، دپوهني رئيس شيراغاصافي ، ترڅنګ دامنيه قومانداني يوشميرافسرانوهم ګډون درلود،
ددي ګډپلاوي دسفراصلي موخه ګريشك ولسوالي ته دښي دولت داري دراويستلوترڅنګ دخلګولپاره په هم هغه ولسوالي كي دښه ژوندكولودزميني برابرول ښودل سوي دي.
دهلمندولايت دمقام مرستيال اوسره پلاوي لومړي ددي ولسوالي دټولنيزي شورادغړيوددي ولسوالي دقومي سپين ږيروسره يوځاي په هغه پراخه غونډه كي هم گډون وكړچي دولسوالي په انګړكي دسلګونوخلكوپه ګډون جوړه سوې وه.
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال وويل لكه څنګه چي هيله وه پدي ولسوالي كي بايددامنيت مزي تربل هروخت ټنګي سوي واى خوددي ولسوالي امنتي كسان پدي ونتوانيده ترڅودګريشك ولسوالي داوسيدونولپاره ديوښه ژوندكولوزمينه برابره كړي ،
ده همدارازددي ولسوالي پرادارې هم نيوكه وكړه چي تردي دمه يي ددي ولسوالي دخلګواودولت ترمنځ پوره هم ږغي نه دره راويستلي ،
ښاغلي ميرزكوال خپل راتګ دي ولسوالي ته ښه وارزاوه وويل چي پدي ولسوالي كي به ډيرښه بدلون راسي ترڅوخلګ نوردهيڅ ډول امنيتي ډاراوټولنيزمشكل سره مخامخ نه سي ،
اوپدي ولسوالي كه به دبيارغاوني يولړډيري اړيني پروژي هم پلي سي چي دابه ددي ولسوالي داوسيدونكولپاره يوه ښه خبره وي.
مرستيال والي خلكوته ژمنه وركړه چي په سيمه كي يې په دافغان ځواكونوپه مټ امنتي حالت ښۀ كوي ترڅوخلك ددولت سره دپوره همكارئ توان ومومي.
قومي سپين ږيرودخپلوخبرپرمهال ددي ولسوالي داوسيدونكولپاره دپوره ډاډمن امنيت دراويستلوغوښتنه كوله چي ترهرڅه ديوي سيمي لپاره امنيت تامينول اړين دي ولي چي دامنيت په راويستلوسره دهركاركولوزمينه برابريدلايي سي ،
دقومي سپين ږيروخبري دولايت دمقام مرستيال واوريدي اوورسره يې ژمنه وكړه چي ډيرژربه ددي ولسوالي دخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابروي ،
په غونډه كي دګرشك ولسوالي دښځوچارومشري اغلي ګلالي دښځوپه وړاندي چي كومي ستونزي پرتي دي هغه يي دي لوړپوړي پلاوي ته وړاندي كړي وويل چي كومي ه ښځي چي دامهال ددولت سره همكاري كوي دهغيوپروړاندي يولړډيرى ستونزي پرتي دي چي دې كارښځي له ستونزوسره مخ كړي.
پدي ګډپلاوي كي دهلمندولايت دپوهني رئس شيراغاصافي ګډون درلودچي پدي ولسوالي كي يي ديوښوونځي څخه دليدني پرمهال دښوونكواوزده كونكوسره خبري وكړي اوژمنه يي وكړه چي ډيرژربه په دي ولسوالي كي دټولوښوونځيودرسي بهيرتربل هروخت ښه سي اوزده كوونكي به وكولاى سي چي په ښوونځيوكي په ښه كچه زده كړه ترلاسه كړي.
دسه شنبي په ماښام دهلمندولايت دمقام مرستيال عبدالستار ميرزكوال اوسره پلاوي دګريشك ولسوالي په بازاراوشاوخواسيموكي پلي ګزمه هم ترسره كړه .
ديادوني وړده چي ګرشك ولسوالۍ ته دولايت مقام لخواليږل سوۍ اوس په ګرشك ولسوالۍ كي په كارلګيادي ترڅوپه دولتي اداره اوامنيتي حالاتوكي بشپړبدلون رامنځته كړي.

۱۳۸۹-۱-۱۸
سروري هلمندلښكرګاه

۱۳۸۹ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

دهلمنددملي امنيت كاركونكويوه اندازه چاوديدونكي توكي نيولي اوهمدارنګه يي دانسان تښتونكويوه ډله هم نيولي

په هلمند كي دملي امنيت كاركوونكو ددې ولايت په بيلابيلو سيموكي يوه اندازه وسلي او چاوديدونكي توكي نيولي همدارنګه دوي يوتنكي ځوان هم دتښتوونكو دمنګولو څخه خلاص او خپل كورني ته وسپاره .
دهلمندملي امنيت يوي امنيتي سرچيني چي دنوم له څرګندولوڅخه ډډه كوله خبريالانو ته وويل چي كاركوونكو يي ددې ولايت په بيلابيلو سيموكي د استخباراتي معلوماتو پربنسټ دجلاجلاعملياتو په ترڅ كي په زياته اندازه سپكي او درندي وسلي نيولي دي خو ددغه وسلو او چاوديدونكو توكو په تړاو يي څوك نه دي نيولي .
ددغه سرچيني دمعلوماتوله مخي چي څه موده وړاندي دښوونځي يو زده كوونكي هم دسړي تښتونكو دمنګولو څخه خلاص او دكورني غړيو ته يي سپارلي .
دغه تنكي ځوان څه موده وړاندي دديوي امنيتي پوستي دريو تنو پوليسولخوا تښتول سوي وو چي دمنسوبينو دنه ستړي كيدونكو هلوځلو په پايله كي تښتونكي ونيول سو ه ،
دوي زياته وي چي سړي تښتونكي يي دتنكي ځوان سره يوځاي لاس په لاس نيولي او دامهال ورڅخه پوښتني ګرويږني رواني دي .
دتښتول سوي ځوان پلاروويل چي دسنګين ولسوالي كي اوسيږي زوي يي دلښكرګاه دكارته لګان دعالي ليسي دلسم ټولګي زده كوونكي دي چي دلته اطاقي ژوند تيروي ده ددولت څخه خوښي وښوده چي په ډير لنډ وخت كي يي زوي دتښتونكو دظالمانه منګولو څخه راخلاص كړ ، .
تښتول سوي ځوان وويل چي تښتوونكو ورڅخه دخوشي كيدو په بدل كي دزياتوپيسو غوښتنه كوله .

سروري هلمندلښكرګاه

دهيوادجمهوررئيس ښاغلي حامدكرزي كندهارولايت ته سفروكړ

تيره ورځ کندهار کې روان حالت د ترهګرو د بريدونو، د بهرنيانو د بې غورۍ، د حکومت، قومي مشرانو او سپين ږيرو د تيروتنو له امله دي دغه ټکي دهيوادجمهوررئيس ښاغلي حامدکرزي ددي ولايت اوشميرنوروولايتونودقومي مشرانو ديني عالمانو اوعامووکړوپه يوه غونډه کي وکړي . هلمندوالي محمدګلاب منګل هم دجمهوررئيس سره په غوڼده كي دبرخي اخستنني په موخه كندهارته سفروكړ.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي د کندهار ولايت ته له يوه لوړ پوړي پلاوي سره دخپل سفرپرمهال د منډيګک په ماڼۍ کې يې په يوه لويه غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال مک کرسټل، د ناټو ملکي استازي، دكابيني غړو،سيمه ايزوارګانونودخپلواكي ادارې لوى رئيس غلام جيلاني پوپل، دهلمندوالي محمدګلاب منګل په ګډون د کندهار، زابل، او اروزګان ولايتونو واليانو، د ملي شورا غړيو اوشاوخوا دريو زرو قومي مشرانوهم برخه اخيستې وه.
جمهوررئيس ښاغلي حامد کرزي کندهار ته خپل سفر ډېر مهم وګاڼه او ويې ويل تر هغه مهاله په کندهار کې امن نه سي راتلاي ، ترڅو د کندهار ټول خلک د دې ولايت په خدمت کې نه وي درېدلي او خپل سالم بچيان پوليسواوملي ارودوځواکونو ته ورنه کړي او په خپلو بچيانو زده کړه ونه کړي.
ښاغلي کرزي وويل، ددي ولايت اوسيدونکي بايددامنيتي ځواکونوسره مرسته وکړي اوپه همدي وسيله ددي ولايت امنيت نورهم پراخ سي .
ښاغلي کرزي په هيواد کې د سولې او ثبات راوستو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې په خپل پوره توان او کوښښ لګيا دى ترڅودهيوادپه هرگوټ كي امنيت خوندي سي.
هغه په دې برخه کې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د خبرو اترو پروګرام يادكړ او ويې ويل، چې د هغوى طرحه يې تر کتلو او اصلاحاتو وروسته بيرته د دغه ګوند مشر ته ليږلې ده.
جمهوررئيسښاغلي کرزي روغه جوړه له هغو طالبانو سره وګڼله، چې د حکومت څخه خفه دي اوپه القاعدې پوري تړاونلري.
جمهوررئيس کرزي د کندهار والي ته په خطاب کې وويل، چې که نوموړى د ولسواليو له مشرانو سره خبرې کوي، نو نيغه په نيغه به يې په خپله کوي،
هغه د ناټو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرسټل ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې هغه يې نن د دې لپاره له ځان سره راوستى، چې د هغوى د کړنو، ملکي استازيو او سرتيرو په اړه ترې پوښتنه وکړي.
ده وويل، چې افغانستان داسې جوړېږي، چې د هيواد وګړي پر خپل جمهور رييس باور وکړي، چې په خپلو چارو کې ازاد او خپلواک دى او داسې فکر وکړي، چې دا نظام د هغوى خپل دى
د جمهوررئيسښاغلي کرزي په خبره، په داسې حالاتو کې چې په هيواد کې تر سلوزرو زيات بهرني سرتيري موجود دي، پر هغوى دغسې يو تور ډېر اسانه لګيدلى شي.
نوموړي د ولايتي چارو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د ولسوالانو معاش کله چې کابل ته لاړ، نو د يوه فرمان پربنسټ به ٢٠ زره افغانيو ته لوړ کړي.
جمهوررئيسښاغلي کرزي د سولې او ثبات په برخه کې پر پوليسو هم نيوکې وکړې او ويې ويل، چې په کندهار کې لا اوس هم په يو شمير ساحو کې د ټوپکوالو د مهال اطاقي سيسټم موجود دى او هغه داسې چې که د يوې حوزې مامور تبديليږي، نو ټول پرسونل به ورسره ځي.
خو ده وويل، چې سيسټم به اصلاح کوي او هغوى مجبور دي، چې تعادل به راولي.
جمهوررئيس حامد کرزي پدې وروستيو کې د ملي اردو د ٢٧٠ تنو د فارغينو خبره وکړه او ويې ويل، چې په دې ډله کې يواځې دوه تنه له کندهار څخه وو او له خلکويې ځواب وغوښت، چې ولې خلک خپل ځوانان ملي اردو او پوليسو ته نه ورکوي
دغه مهال قومي مشر او د ولايتي شورا مرستيال حاجي اغا لالى دستګيري ولاړ شو او جمهوررئيس ته يې په لوړ غږ وويل، چې د دې کار لوى لامل ناامني ده، ځکه که يو څوک خپل زامن په پوليسو يا ملي اردو کې شاملوي نوپه سيمه کي ورته ستونزي جوړيږي
نوموړي دغه راز وويل، چې قومي مشرانو ته د بهرنيانو او حکومت له خوا واک نه ورکول کيږي نوځكه حالت په كندهاركي نسبت نوروسيموته خراب دى.
يوه بل قومي مشر بيا وويل، چې که دى په دې پوه سي، چې حکومت د هغه پوښتنه کوي، نو چمتو دى چې خپل څلور واړه زامن ملي اردو يا پوليسو ته ورکړي.
د کندهار يوه اوسيدونکي بيا پر قومي مشرانو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې ترڅو هغوى اصلاح سوي نه وي، نو دغه راز ستونزې به روانې وي او کندهار به له کړاوونو او بې ثباتۍ سره مخ وي.
جمهوررئيس ښاغلي کرزي د خلکو دا ټولې نيوکې پر ځاى وبللې او له خلکو يې وغوښتل، چې د حل لاره يې هم ورته وښيي.
ښاغلي کرزي له خلکو څخه په دې توګه دا پوښتنې مطرح کړې، چې د پوليسو په ليکو کې ستونزې شته، څنګه يې مخه نيول کيداى سي او بل دا چې په کندهار کې موجوده سيسټم د دې ولايت د ټولو قومونو استازيتوب کوي او کنه
نوموړي د بيارغونې او له بهرنيانو سره د ستونزې په اړه وويل، چې په دې برخه کې يې ډېر کار کړى دى او ډېر بدلونونه راغلي دي.
جمهوررئيس ښاغلي کرزي په کندهار کې د پيليدونکيو عملياتو په اړه وويل، هغه پوهيږي چې د کندهار ولس له دې عملياتو څخه په وېره او تشويش کې دى.
خو ده دا هم وويل، چې تر هغو به هيڅ عمليات نه کيږي، چې له خلکو سره سلا مشوره نه وي سوې او له هغوى څخه لارښوونه نه وي اخيستل سوې.
ترغونډي وروسته دافغانستان جمهوررئيس حامدكرزي دخلكواودولتي چارواكوسره هم په جلاجلاتوګه وكتل اودخپل سفرپه دوهمه ورځ مركزكابل ته ستون.
دسيمه ايزوارګانونودخپلواكي ادارې لوى رئيس غلام جيلاني پوپل اودهلمندوالي محمدګلاب منګل دجمهوررئيس سره ترليدني وروسته نن ترغرمې وروسته هلمندته راستانه سول.

سروري هلمندلښكرګاه

۱۳۸۹ فروردین ۱۵, یکشنبه

دهلمنددنهرسراج ولسوالي دوزيرو دمانده په سيمه كي دري پوليس وژل سوي دي او څلور نور يي ټپيان سوي دي

دهلمنددنهرسراج ولسوالي دوزيرو دمانده په سيمه كي دري پوليس وژل سوي دي او څلور نور يي ټپيان سوي دي دهلمند دوالي وياند داوداحمدي وايي پوليسوته دغه مرګ اوژوبله ديوه كمين په ترڅ كي اوښتي ده
دهلمند ولايت د نهرسراج ولسوالي په وزيرو مانده سيمه كي دكندهار لښكرګاه ترمنځ لويه لاره باندي دپوليسو دګزمي موټر ته ديوه كيمن په ترڅ كي مرګ اوژوبله اوښتي ده ،
دهلمند دوالي وياند داود احمدي وايي نن وروسته تر غرمي دهلمنددامنيه قومانداني دپوليسو رنجرموټرته ددولت وسلوالو مخاليفينو كمين نيولي وو چي په ترڅ كي يي دري پوليس مړه او دري تنه نور يي ټپيان سوي دي ،
داود احمدي وويل لمړى درنجرموټر چلونكي دوسلوالو طالبانو په ګولۍ لګيدلي چي ترټپي كيدو وروسته يي دموټر دتيز رفتار له امله ترافيكي پيښه رامنځته سوي ده داود احمدي وويل نن سهار يوتن بل پوليس هغه مهال ټپي سوو چي رنجر يي دلاري پرسر په يوه ښخ كړاى سوي ماين باندي وربرابر سوو او موټر يي په پشپړ ډول له منځه ولاړى،
كه څه هم تر دي دمه پوليسو ته ددغه مرګ اوژوبلي داوښتلو پړه چاپه غاړه نه ده اخستي خو داود احمدي دغه كار ددولت دمخاليفينو بولي وسلوالو طالبانو ددې پيښي په اړه لا تراوسه رسينو ته څه نه دي ويلي خو دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي نن يي دګرشك دباري په پوسته كي ديوه بيلري ماين له امله اته بهرني سرتيري وژلي دي او ګڼو نورو ته يي ژوبله اړولي ده خو دطالبانو دوياند دغه خبره هيڅ دولتي او بهرني مسئول نه ده منلي

سروري هلمند لښكرګاه


دهلمندولايت ډيري اوسيدونكي دخپلوټاكل سويووكيلانودكارونوڅخه ناخوښه دي

دهلمندولايت ډيري اوسيدونكي دخپلوټاكل سويووكيلانودكارونوڅخه ناخوښه دي دوي وايي چي دولايتي شوراوكيلان تركومه ځايه چي توقوع كيدله كاروكړي اوخپل هغه تيري سوي ژمني چي دوي خپل ملت ته وركړي هغه نه دي ترسره كړي
دهلمندولايت ډيري اسيدونكي دخپلوټاكل سووهغه وكيلانوڅخه ناراضي ښي يي كوم چي دوي په خپله مقدسه رايه ددي ولايت دولايتي شورالپاره ټاكلي دي ،
دا اسيدونكي وايي چي دولايتي شوراوكيلانوكومي هغه ژمني چي دوكالت پرمهال يي خپلوهلمنديانوته كړي نه دي عملي كړي اونه يي هم تركومه ځايه چي توقوع كيدله همري كار كړي
دلښكرګاه ښاريان دولايتي شورادي نه كاركولوډيرانديښمن كړي وايي چي كچيري دولايتي شوراوكيلان نورهم داسي چوپه خوله پاته سي كيداسي چي دهلمندولايت اوسيدونكي ديولړډيروناخوالوه سره مخامخ سي ولي چي تردي دمه دولايتي شوراوكيلانوددوي هيڅ ډول
داچي دلښكرګاه دښاريانوداخبري تركومه ځايه صحي بڼه لري پدي اړه مودهلمندولايت دولايتي شورادمنشي اغلي ملكه هلمندي نه وپښته چي دلښكرګاه ښاريانوددي خبري په اړه څه نظرلري اغلي هلمندي دخلګوادعامني خوترڅنګ يي وائي چي تيروختونه دولايتي شوراوكيلانوته مسئوليتونه سپارل سوي وه خوهيڅ ډول سلايتونه يي نه درلودل ،
خوداوائي چي خوشبخت تانه اوس دمسئوليتونوترڅنګ دولايتي شورادوكيلانوپه واكي سلايتونه هم شتون لري چي په دي سره به ډيرژردولايتي شوراوكيلان دخپلوهلمندوالولپاره دهراړخيذه خدمتونوترڅنګ هغيوته دښه ژوندكولوزمينه هم برابره كړي ،
ياده دي وي دالومړي ځل دي چي دهلمندولايت اوسيدونكي دخپلوټاكل سوووكيلانوڅخه دنه كارپه كيدوسخت شيكايت كوي اوولايتي شورادهلمندوالودخدمت لپاره د نه كارپه كيدلوسره تورنه وي داچي دهلمندي اوسيدونكولپاره به خپل ټاكل سوي وكيلان تركومه وخته پوري داړتياترځايه كاركوي اوددوي دستونزودحلكولوالپاره جدي پام لرنه كوي دي خولاوخت هم دانتظارپه شيبوكي داسي چوپه خوله پاته دي ،

۱۳۸۹-۱-۱۵

دمارجي ولسوالي اومرکزلښکرګاه ترمنځ هغه پنځه ديرش کيلومتره ستونزمنه لار پرانستل سوه

دمارجي ولسوالي اومرکزلښکرګاه ترمنځ هغه پنځه ديرش کيلومتره ستونزمنه لاره چي دتيرودوو کلنوراپه ديخوابنده سوي وه دهلمندوالي دامريکايي سمندري ځواکونوقوماندان اوددولتي ادارو ريسانو دمارجي ولسوالي ته دموټرونوله لاري په سفرکولوسره دغه لاره پرانستله
خبر --------
دمارجي ولسوالي اومرکزلښکرګاه ترمنځ لويه لاره چي امنيتي ستونزواوماينونوله امله بنده سوي وه دماين پاکي د ګروپونوپه ليږلوسره دغه لاره له ماينونوڅخه خلاصه سوه .
دمرکزلښکرګاه اومارجي ولسوالي دلاري په سرګڼ شميرامنيتي پوستي ځاي پرځاي سوي دي .
دهلمندوالي محمدګلاب منګل اوورسره امنيتي اوملکي ادارو مسولينودتريخ ناورد سيمي په بازارکي دسيمي له اوسيدونکوسره له نژدي وکتل اوورسره يي په سيمه كي داوسيدونکودستونزودحل په موخه ورسره خبري وکړي
دتريخ ناور اوسيدنکوله هلمندوالي څخه غوښتنه وكړه چي په سيمه کي دي دامنيت له ډاډمن کيدوورسته ورته دبيارغوني پروژي په لاره واچوي .
دوي له هلمندوالي څخه وغوښتل چي په سيمه کي دي ورته امنيتي پوستي ځاي پرځاي کړي ترڅودد ولت وسله والومخاليفين ددوي له سيمي څخه ورک اونابودسي .
هلمندوالي دتريخ ناورپه بازارکي ددي سيمي له اوسيدونکوسره په ليدنه كي وغوښتل چي خپل سالم بچيان دملي پوليسواوملي اردو په ليکوکي شامل کړي ترڅودخپلي سيمي امنيت پخپله ونيسي .
منګل دخپلوخبروپرمهال په دي ولسوالي کي وروستيوپرمختګونوته په اشاري سره وويل دمارجي ولسوالي څخه دوسله والومخاليفينوټغرټول سوي دي او دمارجي اومرکزلښکرګاه ترمنځ لاره اوس پوره امنيت سوي ده اوله امنيت سره يوځاي يي دجوړلوچاري هم پيل سوي دي .
هلمندوالي دمارجي ولسوالي له کرونده ګروسره دکيمياوي سري اواصلاح سوو تخمونواو ګرونده ګرته دزراعتي ماشين الاتوبرسيره دبرقي جنراتورونومرستي به هم ترسره سي ده همداراز روښانه کړه چي په مارجي ولسوالي کي ټول کرل سوي دکوکنارو کروندي له منځه وړلو سره به کرونده ګروته بدل کي کيمياوي سري اواصلاح سوي تخمونه هم وركول سي ، .
دهلمنددولايتي شورا ريس محمدانور. دسيمي له اوسيدنکوڅخه يي وغوښتل چي وسله والومخاليفينوپه اړه امنيتي ځواکونوته خبر ورکړي ترڅوپه سيمه كي د ناامني مخه په كلكه ونيول سي ،
په هلمندکي ددوه سوه پنځلسم ميوندزون قول اوردود لومړي ليواقوماندان جنرال محي الدين غوري دمارجي ولسوالي اوسيدونکوته ډاډ ورکړچي په دي ولسوالي کي دملي اردوځواکونه له بهرنيوځواکونوسره يوځاي دسيمي دامنيت دټينګښت لپاره هڅي کوي اوله دي نه وروسته به دمارجي ولسوالي اوسيدونکي په سوله يزه اودامن فضاکي ژوندوکړي .

سروري هلمندلښكرګاه


۱۳۸۹ فروردین ۱۳, جمعه

په هلمند كي دپنجشنبي په ورځ يو سل اوپنځوس تنه نور پوليس له نظامي زده كړو نه فارغه سوه





په هلمند كي دپنجشنبي په ورځ يو سل اوپنځوس تنه نور پوليس له نظامي زده كړو نه فارغه سوه
دغه پوليسوته دلښكرګاه دپوليسو په روزنيز مركز كي پوره دوه مياشتي زده كړي وركول سوي دي
ىوه مىاشت وړاندى هم له دى ښونىزمرکزڅخه ىوسل پنځوس تنه پولىس تردوه مىاشتوزده کړو وروسته فارغ سوى وه
دهلمندپه دغه ښوونيزمركزكي چي دڅه مودي راپه ديخوايي په كارپيل كړي دپنجشنبي په ورځ يوسل اوپنځوس تنه نور پوليس تردوه مياشتومسلكي زده كړو وروسته فارغه اوهيوادوالوته دخدمت لپاره وړاندي سوه
دهلمندامنىه قوماندانى پولىسوجلب اوجذب مرکزمشر سرڅارمن نظرعلي په وىنا دامهال په مرکزلښکرګاه اوښوراب کمپ کى پوره شپږ سوه پولىس تر روزنى لاندى دى چى ورته دبهرنىو اوکورنىوښوونکوله لورى زده کړه ورکول کىږى .
دى واىى په دى وروستىوکى ىى دپولىسو روزنى بهىر چټک سوى ده
دبرتانياهيوادددفاع وزارت دپوليسومشرسټيولاف وويل دبرتانياهيوادنورهم ژمن دي هغه پوليس چي مسلكي زده كړي نه لري ورته به دنوروزده كړوزمينه هم برابره كړي .
لاف ووىل هىواد په هلمندولاىت کى شپږ زره پولىسوروزنى ژمنه کړى چى ددوه کاله په اوږدوکى به ىى ترسره کړى .
ده ووىل په دى ښوونىزمرکزکى پولىسوته محاربوى زده کړى دبهرنىواوبشرى زده کړى کورنىوښوونکوله ولورى ورکول کىږى .
ديادښوونيزمركزمشرمحمدرفيق شيريارواىى نه يوازي سلګونه نورپوليسوته يي دفراغت سندونه وركړي دي بلكي همدا اوس اوس دري سوه نورپوليس هم جلب اوترزده كړوولاندي دي
شيريار زياته كړه چي دغه تازه فارغ سوي پوليس به ددي ولايت په اړونده ولسواليو اومركزي سيموكي په دندووګمارل سي .
دىادونى وړده چى ىوه مىاشت وړاندى هم له دى ښونىزمرکزڅخه ىوسل پنځوس تنه پولىس ترمسلکى زده کړوفارغ سوى وه
باىد ووىل سى چى تىره ورځ هم دښوراب په نظامى هډه کى څه کم نوى تنه پولىس تردرى مىاشتى مسلکى زده وروسته دفراغت سندونه ورکړل سوه

سروري هلمند لښكرګاه
۱۳۸۹-۱-۱۳