۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبه

په هلمند كې په دووځانگړيوعملياتوكې پنځه تنه ونيول سول






په هلمند كې په دووځانگړيوعملياتوكې پنځه تنه ونيول سول
د هلمند په گرشك ولسوالى كې د ميرزاخان په كلي كې د گډوځوانولخوا ددې كلي د خان ميرزاخان په كورځانگړي عمليات ترسره سول چې په ترڅ كې يې په نوموړي كوركې ۱۷۳كيلوگرامه تارياك،شل جوړې د ملي اردوجامې،دوي جوړې د ملي امنيت ،دوي جوړې د پوليسواويوه جوړه د ځانگړوځواكونو جامې،دوه ميله پيكا ماشينگڼې،اته ميله كلاشينكوف،يوميل راكټ،دوه ميله تومانچې ،دوه كړى لاسي بمونه ،درى صندوقه د پيكا مرمى،پنځه پايې مخابرې اوځينې نورتوكي ترلاسه سوي دي
دولايت دمطبوعاتي دفترڅخه په يوه خپروه سوي خبرپاڼه كي راغلي چي په دې عملياتوكې پخپله ميرزاخان هم نيول سوى چې دا مهال ترپلټنولاندې دى.
دخبرپاڼي له قوله په همدې ورځ په مارجې ولسوالى كې د گډوځواكونوپه ځانگړوعملياتوكې ملاعبدالغني،ملاعبدالباقي،ملاعبدالصمد اوملاعبدالواسع نيول سوي اوگډوځواكونوله ځان سره وړي دي.
نيول سوي كسانوپه دولتي اوبهرنيوځواكونوپه بريدونو،چاودنواونورتخريبي كړنوكې فعاله ونډه درلوده.

دناوي ولسوالي امنيتي چارواكي دانتقال پروسي ته بشپرړچمتوالي لري ،







دناوي ولسوالي امنيتي چارواكي دانتقال پروسي ته بشپرړچمتوالي لري ،
دچارواكوپه خبره په ناوي لسوالي كي دسيمه ييزوپوليسوپه مټ پدي ولسوالي كي په امنيتي چاروكي پراخ بدلون راغلي اوددي ولسوالي امنيت دپخواپه پرتله ښه سوي دي ،
په يادولسوالي كي پنځوس تنه سيمه ييزپوليسوته ددريواونيوپه اوږدوكي ترزدكړي وروسته ورته دفراغت بري ليكونه ووه ويشل سوله ،
دناوي ولسوالي چاراواكي وايي دوي به ددي ولسوالي امنيت څنګه چي ښايي هغه سي خوندي كړي ،
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي ،
د نا وي ولسوالي د عينک ،خلچ ،هزا ر اسپ او سرخ دو ز دسيمو پنځوس تنه سيمه ايزو پو ليسو ته ددريو او نيو په او ږدو کي دامريکايي سمندري ځواکونو دخوا د جنګي تا کتيکونو بشري حقوقو د خلګو سره دښه چلند دافغا نستا ن دقا نون دنشيي توکو دمخنيوي په اړه زده کړي ورکول سوي چي ديو لړ مرا سيمو پرمهال ورته فا رغت ليکونه ورکړل سوله ،
دناوي ولسوال عبدالمناف خان وايي چي په دي ولسوالي کي دسيمه ايزو پوليسوپه جوړيدو سره يي امنيتي چاري پياوړي سوي دي .
دده په ويناچي دوي تردي مهاله يواځي دناوي ولسوالي له اوو سيموڅخه په دريوسيموکي سيمه ايز پوليس لري چي په نژدي راتلوونکي کي به ددي ولسوالي په ټولوسيموکي سيمه ايز پوليس دسيمي دمشرانوپه غوښتنه جوړکړي .
ولسوال په ويناچي په نژدي څو ورځوکي به ددي ولسوالي دامنيتي چارو مسوليت له بهرنيوځواکونوڅخه کورنيوځواکونوته وسپارل سي .
دي زياته وي چي په ناوي کي ټول امنيتي ځواکونه چمتودي چي دامنيتي چارو مسوليت له بهرنيوځواکونوڅخه په خپل غاړه واخلي .
دناوي ولسوالي دعينک په سيمه کي دسيمه ايزوپوليسوقوماندان حاجي حيات الله وايي چي دوي خلکوته وښودل چي سيمه ايز پوليسوپه سيمه کي ګټور دي .اوهمدارنګه دماين ايښودونکواوځينونورو هغه کسانوچي ښوونځي اوروغتيايي مرکزونه ورانوي دهغوي مخه به په کلکه نيسي .
دي وايي دعينک په سيمه کي وړاندي ځيني ناامني وي چي له همدي امله دوي په زياتوستونزوکي راګيروه خوله کله څخه چي سيمه ايز پوليس يي جوړکړي ګني امنيتي ستونزي يي هواري سوي دي .
داچي دناوي ولسوالي امنتي چارواكي په خپله ولسوالي كي دانتقال پروسي ته پوره چمتوالي ښه خوڅوورځي وړاندي ددي ولسوالي دخلكواستازي اودولايتي شورامنشي په ناوي ولسوالي دانتقال پروسه دسيمه ييزشورااولسوال ترمنځ پراته اختلافاته په كتوسره ياده پروسه نيمګړي اودماتي سره مخامخ وه بلل ،
داسي ويل كيږي چي دامنيت دانتقال په دوهمه پروسه کي چي دهلمنددنادعلي،اومارجي ولسواليوترڅنګ به دناوي ولسوالي امنيتي چاري هم دبهرنيوځواكونوڅخه افغان ځواكونوته وسپارل سي داچي دناوي ولسوالي امنيتي چاري به دپرتواختلافاتوترسره سره به يي څه ډول افغان ځواكونه امنت تامين كړي وخت به يي جواب ووايي ،

د هلمند په نادعلي ولسوالى كې د يوې منځنى ښوونځى ودانى جوړه سوله ،






د هلمند په نادعلي ولسوالى كې د يوې منځنى ښوونځى ودانى جوړه سوله ،
دغه ښوونځى د چي د نادعلي ولسوالى په ناقل آباد سيمه كې ددې ولسوالى د مسؤلينواود ټولنيزې شورا د غړولخوا د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل سوله
دغه ښوونځى چې په نوموړې سيمه كې د ايساف ځواكونولخوا د تيروشپږومياشتوپه اوږدوكې جوړسوى چي پكښې شپږدرسي خونې،يوه تحويلخانه اونورملحقات لري اوپه څه باندي دوه مليونه اته سوه زره افغانى لگښت راغلى دى.
اود احاطې په ديوال يې پنځوس زره امريكايي ډالره لگښت راغلى چې هغه هم د ايساف ځواكونولخوا وركړل سوي دي.
پدي ښوونځي كې دا مهال ۲۳۱تنه زده كوونكي په زد ه كړوبوخت اود څلوروښوونكولخوا ورته زده كړې وركول كيږي.
بايد ووايوچې دغه ښوونځى پنځه كاله وړاندې د وسلوالوډالبانولخوا ونړول سله اوپه يوه كنډواله يې بدل اوپكې درسي چاروته د پاى ټكى كيښودل.

۱۳۹۰ آذر ۸, سه‌شنبه

په هلمند كې دوه تنه وسلوال طالبان ووژل سول


په هلمند كې دوه تنه وسلوال طالبان ووژل سول
د هلمند د نادعلي ولسوالى د لوى مانده په سيمه كې د گډوځواكونولخواپه ترسره سووعملياتوكي دوه تنه دوسلوالوطالبانوقومندانان ووژل سول.
په دې عملياتوكې د دوى يوه عراده موټرسيكل هم له منځه وړل سوى اوپه سيمه كې ولسي وگړوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
په دې عملياتوكې گډوځواكونوته هم كومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه دوه قوماندانان چې هريوه يې د لسولسوتنومشري په غاړه درلوده ددې ولايت په نادعلي اوگرشك ولسواليوكې يې په افغان اوبهرنيوځواكونوپه بريدونودماين په چاودنواونورتخريبي كړنوكې فعاله ونډه درلوده چي دخاصوعلمياتوپرمهال لمنځه تللي دي
دولايت دمقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي امينتي ځواكونه به تل دوسلوالوطالبانوپروړاندي خپل عمليات جاري ساتي ،

۱۳۹۰ آبان ۲۴, سه‌شنبه

‫دهلمند امنيه قوماندان وايي دنادعلي ولسوالي په ماتكي سيمه كي يي دري وسلوال طالبان وژلي



‫دهلمند امنيه قوماندان وايي دنادعلي ولسوالي په ماتكي سيمه كي يي دري وسلوال طالبان وژلي
او يو تن يي دوسلي سره يوځاى نيولي دى.محمد حكيم انګار وويل پوليسو ته په دي عملياتو كي زيان نه دى رسيدلي او هدف يي په نادعلي كي دعملياتو څخه دادى چي دنشه يي توكو دكركلي دله منځه وړلو ترڅنګ هلته واړه واړه وسلوال تحروكات له منځه يوسي.دغه عمليات تيره ورځ ترسره سوي دي او تر دي دمه وسلوالو طالبانو په دي اړه څه نه دي ويلي.خو قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي چي دهلمند ولايت په موسي كلا او نهرسراج ولسواليو كي يي يوټانګ له منځه وړى او پنځه تنه بهرني سرتيري وژلي دي خو دغه خبره په هلمند كي دولتي او بهرنيو ځواكونو نه ده منلي.

دملي امنيت كاركوونكوپه لښکرګاه ښاركي يوموټربم دچاودني څخه وړاندي ونيوي .





دملي امنيت كاركوونكوپه لښکرګاه ښاركي يوموټربم دچاودني څخه وړاندي ونيوي .
دغه موټربم دلښكرګاه ښاردتورټانګ په سيمه کي مختارته نژدي په يوه کوڅه کي ځاي پرځاي سوي وه .
دملي امنيت مرستيال وايي چي دغه موټربم يي په سيمه کي دقيقواوپټومعلوماتوپراساس ونيول سوودده په خبره ترهګرو غوښتل دهلمندپروالي اوياامنيه قوماندان دغه بريدترسره وکړي .
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكارسردارمحمد سروري
په هلمندكي دملي امنيت كاركوونكودلښکرګاه ښار دتورټانګ په سيمه کي مختار ته نژدي په يوه فرعي کوڅه کي هغه موټربم ونيوي چي ترهګروپکښي شاوخوا ٢٣٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ځاي پرځاي کړي وه .
دهلمنددملي امنيت رياست اپراتيفي مرستيال ډګروال محمود وايي چي دغه موټرسهارمهال په دي سيمي كي دترهګرو له خواځاي پرځاي سوي ووچي دوي دځينودقيقومعلوماتوپراساس ونيوي اوپکښي ټول چاوديدونکي توکي يي خنثي کړي دي .
ډګروال محمود وايي چي ترهګرو غوښتل دغه بريددهلمندپروالي محمدګلاب منګل اوياهم پرامنيه قوماندان ترسره کړي .
نوموړي وايي دموټربم په تور تراوسه څوک نه دي نيول سوي خوددوي پلټني رواني دي .
په موټربم کي ټول چادويدونکي توکي په خورا مهارت سره په دراوزو اودننه په ماشين کي ځاي پرځاي کړي وه.
دسيمي اوسيدونکي وايي چي دسه شنبي په ورځ سهارمهال دوه تنه ددوي سيمي ته ورغلي اودغه موټربم يي دمختارد سيمي څخه دتورټانګ دازبکانوپه کلي کي په يوه فرعي کوڅه کي ځاي پرځاي كړاوموټرچلوونكي دمختاردسيمي په لورتللي
داپداسي حال كي ده چي څومياشتي وړاندي دګاونډي هيوادپاكستان څخه يوكامازموټرچي په خورامهارت سره په چاوديدونكوتوكوباروودملي امنيت دكاركوونكولخواونيول سوو،

۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبه

زندانيان په بندكي دكلونوپه تيريدوسره دخپل برخليك نه معلوميدوانديښمن كړي ،







زندانيان په بندكي دكلونوپه تيريدوسره دخپل برخليك نه معلوميدوانديښمن كړي ،
په هلمندكي دمركزي زندان بندي كسان وايي كلونه كيږي چي په بندكي پراته دي خوڅارنوالي ددوي دوسي نه دي سپړلي ،
په جنايي پيښوكي نيول سوي بنديان غوښتنه كوي چي ددوي دوسي دي وڅيړل سي اودوديته دي قانوني سزاوركول سي ،
خوبلخوادهلمنداستناف څارنوالي مشردبنديانوداډول خبري ردوي وايي دوي پرخپل وخت دبنديانودوسي څيړلي خوزياته وي دځينوستونزوله امله دځينوبنديانودوسي داسي پاته وي ،
دهلمندد مرکزي زندان يو شمير زندانيان وايي ددوي دوسيي پروخت نه څىړل کيږي،
ددوى په خبره کلونه کلونه يي دزندان په توروکوټوکي ژوندکړي خوتراوسه يي برخلىک ندى مالوم .
زندانيانوددولت اواړوندي اداروڅخه غو ښتنه وكړه چي ددووسيو په څيړلوکي دي ځنډنه كوي اوددوي دوسي دي څارنوالي دقانون لمخي وڅيړي ،
خو بل خواداستىنا ف څا رندوالي ريس خوشحا ل شفاديا دو بند يا نو خبري ردوي اووايي د استىنا ف څا رنوالي دبنديا نو دووسيي د پنځلسو ورځو څخه تر دير شو ورځو پو ري بشپړه وي او دحکم لپا ره يي محکمي ته ليږي
شفا زيا ته وي محکمه دوي ميا شتي قا نو ني سلا حيت لري چي پر دووسيي غو ر وکړي دده په خبره تراوسه يي دهيڅ ىوه بندي دوسىي کلونه وخت ندى اخىستي
دهلمنددمركزي زندان دبنديانودالومړي ځل نه دي چي پرخپلودوسيوپرڅيړلوټنګاركوي بلكي وړانديترديه هم څوځله دخپلودوسيودڅيړلوغوښتنه كړي اودهرډول قانوني بندپروركولوخوښ دي خوددوي په خبره نه يي څارنوالي اونه يي هم دمحكمي چارواكي ددوي پردوسيوغوركوي اودوي په زندان كي دخپلودوسيوڅيړلوته دلسوكلونوپه تيريدوهم سترګي په لاره دي ،






۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبه

دنادعلي ولسوالي دسيدابادپه سيمه كي زدكوونكي دهرډول درسي توكوڅخه بي پرخي پاته دي ،







دنادعلي ولسوالي دسيدابادپه سيمه كي زدكوونكي دهرډول درسي توكوڅخه بي پرخي پاته دي ،
دنادعلي ولسوالي دسيداباددمركزي ليسي زدكوونكي وايي تردامهاله دپوهني رياست دۍ ليسي ته هيڅ درسي توكي نه دي برابركړي اودوي دامهال په خوراستونزوكي راشكيل دي ،
ددي ولسوالي ولسوال هم دامني چي دپوهني رياست ديادي ليسي سره هيڅ ډول مرسته نه ده كړي اوكچيري دالړي دوام پيداكړي پايلي به يي ډيري خراب وي .،
بل پلودنادعلي ولسوالي دپوهني مديردپوهني رياست پدي توره نه وي چي ددوي سره يي مرسته نه كړي ،
دنادعلي والسوالي اوسيدونكي په خپله ولسوالي كي دښونځي لپاره ددرسي توكونه درلودلوخوراانديښمن كړي ،
دوي وايي كه دولت اودپوهني رياست ددوي ددرسي توكوغم ونه خوري ديادي ليسي زدكوونكي به دپوره يوه كال لپاره بي ښووني اوروزني پاته سي ،
زده كوونكي داهم وايي كه دپوهني رياست داسي چپه خوله ياته وي دنادعلي ولسوالي دسيداباددمركزي ليسي ټول زدكوونكي به ديوي توري تياري شاته پاته وي ،
زده کونکي وايي هره ورځ ښوونځي ته ځي ولي دکتابونو دنشتون له وجي ددوي شوق پر درس ويلو نه راځي ،
په ورته وخت كي دنادعلي والسوالي ولسوال حبيب الله شملاني هم دپوهني رياست په خپلوكارونوكي پاته بولي دده په خبره دسيداباددمركزي ليسي زدكوونكي تردامهاله دهرډول درسي توكوڅخه بي برخي پاته دي اوخپلودرسنوته څنګه چي اړتياده هغه سي لاس رسي نلري ،
شملاني وايي هڅه كوي څوډيرژرددي سيمي داوسيدونكوهرډول ستونزوته دحل لاري چاري ولټوي ،
دنادعلي ولسوالي دپوهني مدير کمال الدين وايي دوي څوځله دپوهني درياست سره ياده ستونزه شريكه كړي خولاتردامهاله ددوي خبري ته چامثبت جواب نه دي ويلي اودزدكوونكوستونزي داسي پرخپل حال پاته دي ،
دكمالدين په خبره تريوحده يي ديادوزدكوونكوستونزي حل كړي خوپه وينايي په نادعلي ولسوالي دپوهني په برخه كي خورازياتي ستونزي لاهم ددوي پروړاندي پرتي دي ،
دي وايي نه يوازي په سيداباد کي زده کوونکي په خامه هستوګن ځاي کي زده کړي کوي بلکي دي ته ورته نوري سيمي هم سته چي زده کوونکي او ښوونکي له ستونزو سره مخ دي .
دنادعلي ولسوالي دسيداباد په ليسه کي اوس مهال دوه سوه ښځينه او نارينه زده کوونکي دوه وخت دمهالويش له مخي خپل زده کړي په خورابدحالت اوپه ستونزمن حالت كي پر مخ وړي ،
نادعلي ولسوالي دلښكرګاه ښارپه پنځلس کيلومتري کي پرته ولسوالي ده چي دناوي ولسوالي ترڅنګ دنادعلي ولسوالي امنيتي چاري دايساف ځواكونوڅخه افغان ځواكوونوته سپارل كيږي خولاپدي ولسوالي كي نه يوازي دپوهني په برخه كي ستونزي لري بلكي په نوربرخوكي هم ستونزي هغه څه دي چي ديادولووړدي ،

پوليسوپه هلمندكي ماينونه اوچاوديدونكي توكي نيولي دي ،






پوليسوپه هلمندكي ماينونه اوچاوديدونكي توكي نيولي دي ،
دهلمنددامنيه قومنداني دكشف مسول سمونوال عبدالكريم حميدي رسنيوته وويل پوليسودخپلوپټومعلوماتولمخي يادماينونه اوچاوديدونكي توكي څلوروتنوسره يوځاي نيولي ،
پوليس په هلمندكي اوس مهال هرډول توانايي لري چي دپيښومخه ونيسي اودهلمندوالوته ديوښه ژوندكولوزمينه برابره كړي ،
داخبري دهلمندامنيه قومنداني داستخباراتومسول سمونوال عبدالكريم حميدي رسنيوته هغه مهال څرګندي كړي چي په زياته اندازه رنګارنګ ماينونه يي په لاس راوړي وه ،
حميدي وايي پوليس پوره توانايي لري چي په لښكرګاه ښاراونوروپرتوسيموكي دهرډول ناخوالواوناامنيومخه ونيسي څوهلمندوال دخپل ژوندخوږي ورځي اوشپي په ښه توګه سره تيري كړي ،
حميدي وايي په نيول سووچاوديدونكوتوكواوماينونوكي ۱۶ حلقي ماينونه چي يويي په راډيواوبل يي هم په يوه كريټ كي ځاي پرځاي كړي ووچي دپوليسوپخواكشفاونيول سوله ،
دده په خبره ديادونيول سووموادوپه توريي څلورتنه هم نيولي چي دامهال دپوليسوسره په واكي اوپښتني اوګرويږني تري رواني دي