۱۳۹۴ آذر ۴, چهارشنبه

دهلمند نوی امنیه قوماندان وایې سوله نکوي دوسله والوسره به جګړه وکړي .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۲۵—
دهلمند نوی امنیه قوماندان وایې سوله نکوي دوسله والوسره به جګړه وکړي .
دهلمند ۵۰۵ بست زون اودهلمند امنیه قوماندانۍ نوامنیه قوماندانانودخپلودندوپرمهال داولسونوسره ژمنه وکړه چې ډيرژربه روان حالت ته دپای ټکي ایږدي ،هلمندوالي اوددولسي جرګې غړوهم ددواړوامنیتي چارواکوڅخه لومړی دبشپړه امنیت اودامنیتي ځواکونوترمنځ دکلکي همږغۍ غوښتنه وکړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زمونږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندنوی امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایې دسولي نه په جنګ خوښ دی اوهڅه به وکړي چې ډيرژربه دوسله والوطالبانودشتون څخه نیول سوي سیمي پاکي کړي هغه وایې وسله والوته به دجنګ جواب په جنګ ورکوي ،د پولیسو د ۵۰۵ زون  نوی امنیه قوماندان پاسوال عصمت اله  دولت زی وایې عدالت  به رامنځته کوي اودقانون په عملي کولوسره به روانې ستونزې هواري کړي .

په ورته وخت کې هلمندوالي اودولسي جرګې غړی هم ددواړامنیتي چارواکوڅخه ترهرڅه لومړی دتڼګ امنیت غوښتنه کوي دوی وایې داچې جګړه دنورووختونوپه پرتله ډيره اونږده سوې ده نو نوي مسولین دي خپل ټول پام دجګړې کابوکولوته واړوي .

دیادوده چې په هلمندکې دورستیوسختوناامنیوله امله تردي وړاندي د ۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان او دملي امنیت رئیس هم له دندولري سوي دي خوپه امنیتي برخه کې کوم خاص بدلون ندی راغلی .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر