۱۳۹۳ بهمن ۱۰, جمعه

په هلمندکې دناامنیو،اوناسم دولتې سیستم له امله ترلس زره زیات کسان بیکاره سوې دي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۳۱—
په هلمندکې دناامنیو،اوناسم دولتې سیستم له امله ترلس زره زیات کسان بیکاره سوې دي .
ددې ولایت مدنې فعالینو،اویوشیمربیکاره ځوانانودمرکزي دولت څخه دخپلوکمپاینونوپرمهال په هیوادکې دبیکارې دورکولودژمنودعملې کولوغوښتنه وکړه ،دوی وایې که په هلمندکې د بیکارې مخه ونه نیول سي ځوانان به دهیواددپرې ښوولوترڅنګ، نشه کولوته هم مخه کړې ،په ورته وخت کې دکار اوټولنیزوچارودریاست چارواکې نه یوازې په دې ولایت کې دبیکارځوانانودزیاتیدوڅخه سخته اندیښنه ښه یې ،بلکې زیاته وي دبودیجې دنه ورکړي له امله یې دحرفوي زدکړومرکزونه له سقوطه سره مخ دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دناامنیو،اودمرکزي دولت دنه پاملرنې له امله ترلس زره زیات ځوانان دبیکارې له سترګواښ سره مخ دي ،ددې ولایت مدنې فعالینو،اوبیکاره ځوانانوداحتجاج په ډول سره دولسمشراواجراییه ریس څخه دخپلوکمپاینونوپرمهال په هیوادکې دبیکارۍ دورکولودژمنودعملي کولوغوښتنه وکړه ،اوګواښ کوي که دبیکارۍ مخه ونه نیول سي ځونان به نه یوازي دوسله والولیکوته تشویق سي بلکې به دهیوادپریښولوته هم اړیستل سي .
پرهمدي مهال په هلمندکې دکاراوټولنیزوچارورئیس محمدنادرنوزادوال وایې دناامنیو،اوداړونده وزرات دنه پاملرنې له امله پرته له شمالي ولسوالیوترلس زره زیات ځوانان د بیکارې دسترګواښ سره مخ دې ،هغه وایې دامهال په دې ولایت کې په ۲۱ بیلابیلوبرخوکې په حرفوي زدکړودبوختوځوانانوشمیره چې ترنهه زره ډیره ده دوزارت دبوديجې دنه ورکړي له امله حرفې دسقوط سره مخ دي،چې دغه چاره هم دسختي اندیښنې وړده .


په هلمندکې ناامنې،داوسیدونکوخراب اقتصاد،دتعلیم ټیټوالی بیکارې،بیوزلې اوغربت ،داهرڅه په دې ولایت کي دناسم دولتي مدیریت له امله رامنځته سوې چې داځل یې دبیکاره ځوانانوډیره شمیره دپام وړننګونه ده .

۱۳۹۳ بهمن ۹, پنجشنبه

ولایتي شواروایې دولت ځکه دنظارت حق نه راکوي چې ددوی غلاوي ،اوبي عدالتۍ نه منو.

راپور—۲۰۱۵—۱—۲۹—
دهلمندولایتي شواروایې که یې پردولتې ادارودنظارت حق ورنکول سي نه یوازي به په لاریونونولاس پورې کړي بلکې به دې ولایت ته دولسي جرګې داستازومخه هم ونیسې .
دوی وایې دولت په لوی لاس داداري فساد،دمځکوغصب ،اوبي عدالتیوته زمینه برابره وي نوځکه یې دولایتې شوراګانوڅخه پردولتي ادارودنظارت حق واخست،وکیلانودغه کاردیوشمیردولتي لوړپوړوچارواکو ،اودپارلمان دوکیلانودغلا،اوفسادکولوښه پلمه بولې.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دولایتي شوراغړي وایې که یې پردولتې ادارودنظارت حق ورنکول سي دوی به دولس په مټ په پراخولاریونولاس پورې کړي ، اوهم به په ولسي جرګه کې دهلمنددخلکوداستازودې ولایت دراتګ مخه ونیسې.

وکیلان وایې داچې دولتي ادارې په پراخ اداري فساد،اونوروبي عدالتیوکې راشکیل دي نوځکه یې دولایتي شورګانوڅخه دنظارت حق واخست .خوژمنه یې داده چې په دې ولایت کې به دهرفاسد،اوظالم کس پروړاندي خپل ږغ پورته کړي 

وکیلان وایې یادقانون خونه دویته دمنلودی ،اونه به هم پردولتي چاروکوخپل نظارت ودروي ترڅودهرډول ناقانونه کړنومخه یې نه وي نیولې .

ولایتي شواروایې داچې دوکیلانودنظارت په شتون کې دولتي چارواکو په پراخوبډواخستلو،په اداروکې دلوړاداري فسادکولوله امله خلک ترپوزي رسیدلې وه ،خواوس یې په لوی لاس یادفسادکولوته ښه زمینه برابره کړه ،چې دولس په زوربه دوی فاسدچارواکې دقانون منګلوته وسپارې 

۱۳۹۳ بهمن ۷, سه‌شنبه

دهلمند په دولتي اداروکې دپراخ ادارې فساد،رشوت ،اودیته ورته نوروظلموپروړاندي پراخ لاریون و سو.

 راپور—۲۰۱۵—۱—۲۷—
دهلمند په دولتي اداروکې دپراخ ادارې فساد،رشوت ،اودیته ورته نوروظلموپروړاندي پراخ لاریون ترسره سو.
لاریون کوونکومرکزي دولت په دې تورن کړچې دې ولایت مسولین دپیسوپه بدل کې راسته وي چې په هره برخه کې ننګونې ورځ تربلې زیاتیږي ،دوی وایې که دولت یوه سالمه اداره رامنځته نکړي دوی به خپلولاریونونوته دوام ورکړي که مجبوره سي چارواکې به دولس په زورله دې ولایت نه وباسي .
زموږهمکارسردارمحمد سروري لاریون ته ورغلی ادغه راپوریې رااستولی دی .
 دهلمندپه دولتي اداروکې دپراخ ادارې فساد،رشوت ،ددولتي مځکوغصب،ناامنۍ ،انسان تښتونې ،اودیته ورته په نوروبرخوکې دستونزودډیریدوله امله ولسونه ترپوزي رسیدلې چې دسي شنبي په ورځ یې په پراخ لاریون لاس پورې کړ،اوپرمرکزي دولت یې په دې تورن کړچې ګواکې دهلمند داداروچوکې دپیسوپه بدل کې پلورې چې له امله یې په هره برخه کې ستونزي دپآم وړډیري دي .
دوی له افغان ولسمشرنه دهلمندلپاره دوړ،مسلکي ،داداري فساده دپاکوچارواکوپه دنده دګمارلوغوښتنه وکړه ،خوزیاته وي که یې مرکزي دولت غوښتنې ونه منې اوبدلونونه رامنځته نکړي خپلولاریونونوته به دوام ورکړي ،پرهمدي مهال بیا دهلمنددسرپرست والي ویاندعمرځواک وایې دوی به هغه کسان ونیسي چې په اداري فسادککړوپژندل سي ،که څه هم وړاندي تردي ولسونوپه اداروکې دپراخ فساد،اوناامنیوله امله خپل ږغ پورته کړی دی اوچارواکوهم په وار وارژمنه کړې ده خوتراوسه هم کوم دولتي کس دیادفساد،له امله څارنوالۍ ته نه دی ورپیژندل سوی .

بایدوویل سي چې تیرورځ هم دښاروالۍ ،اوعمومي ریاست مامورینودهلمندسرپرست والي ،اولښکرګاه ښاروال ددولتي مځکوپه غصب تورن کړه ،اودمرکزي دولت څخه یې دخپل حق غوښتنه وکړه .

۱۳۹۳ بهمن ۶, دوشنبه

سرپرست والي :په دې ولایت کي دتیرکال په پرتله دکوکنارودکرکیلې دزیاتیدوڅخه خبرورکړ.

راپور—۲۰۱۵—۱—۲۶—
دهلمندسرپرست والي په دې ولایت کي دتیرکال په پرتله دکوکنارودکرکیلې دزیاتیدوڅخه خبرورکړ.
هغه وایې دامینتي ستونزوپراخیدل ،دسولي په پروسه کې نیمګرتیاوي ،دتروریزم ډیریدل ،اودفسادپراخوالې ته همدادکوکناروکرکیله ده چې وده یې ورکړې ده، هغه سخته اندیښه وښوده که یې دمخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه وانه خستل سي ستونزي به نوري هم ډیري سي .
خوبلخواامنیه قوماندان هم روانې ستونزي دکوکنارودکرکیلې څخه بولې ولي ژمنه کوي چې دمخنیوي لپاره یې بیلابیل پروګرامونه ترلاس لاندي نیولې دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندسرپرست والي محمد نعیم سخته اندیښنه وښوده چې دتیرکال په پرتله سږکال دکوکناروکرکیله ډیره ده ،هغه په هلمندکې په هره برخه کې دشته ستونزوډیریدل دیادکښت زیږنده بولې ،نوموړی وایې دقانون نه پلي کیدل،دسولي پروسه له خنډونوسره مخ کول ،اداري فسادخپل اوج ته رسیدل ،دتروریزم ډیروالی دکوکنارودکرکیلې سره تړلي یاده وي ،چې دغه چارې ددوی اندیښني زیاتي کړي دي .

هغه وایې که یې دمخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته نسي پرتي ناخوالي به څوبرابره نورې هم ډیري سي،په ورته وخت کې دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل په اقتصادي ،امینتي ،اوپه نوروبرخوکې دشته ناخوالوزیږنده دوکوکناروکرکیله یاده وي خوقوماندان دیادکښت دلمنځه تلولپاره دنووپلانونوڅخه خبرورکوي.

نوموړی وایې دکوکنارودکرکیلې بدیل دکرونده ګروسره په کرهڼیزوبرخوکې مرسته کولای سي تریوه بریده دکوکناروپه کښت کې کموالی راولي .

 که څه هم چارواکې تل په دې ولایت کي روانې ناامنې اوشته ټولي ستونزي دکوکنارودکرکیلې له امله بولې خوتراوسه هم دیادکښت دمخنیوي لپاره له تیروڅوارلسوکلونوراهیسې دولت داسي یوه قوي دحل لاره نه ده لټولې چې لمخي یه دکوکناروپه کښت کې کموالی راسي .

۱۳۹۳ بهمن ۵, یکشنبه

ملاخیل:که دولسوالیوامنیتي مسولین دامنیت په راویستلوکې پاته راسي له دندوبه یې لري کړي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۲۵—
دهلمندنوي امنیه قوماندان دولسوالیوامنیتي مسولینوته خبرداری ورکړکه دامنیتي ستونزوپه حل کې پاته راسي له دندوبه یې لري کړي .
پاسوال نبي جان مولاخیل وایې که دولسوالیوامنیتي ستونزوته دحل لاره ولټول سي په مرکزکې شته ستونزي لمنځه ځي ،نوموړي په جنوبي هلمندکې دامنیتي چارواکودلري کولواودیوه پراخ بدلون درامنځته کیدوڅخه خبرهم ورکړ.
نوموړي دامینتي ځواکونوترمنځ پرکلکې همږغي هم ټنګاروکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمدسروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دشمشادسره په خبروکې دولسوالیوامنیه قوماندانوته خبرداری ورکړکه دولسوالیوپه امنیتي چاروکې پاته راسي له دندوبه یې لرې کړي ،نوموړي په هلمندکې ددي ترڅنګ دامنیتي ځواکونوترمنځ دیوي کلکې همږغي درامنځته کیدواوپه دغه برخه کې دپرتوستونزودحل کولوډاډورکړ.

امنیه قوماندان ددې ولایت په جنوبي ولسوالیوکې دیوه پراخ بدلون څخه دخبرترڅنګ په شمالي ولسوالیوکې دبشپړه امنیت دارویستلوژمنه وکړه .

هغه وایې هلمندته له نوو،اوپراخوپلانونوسره راغلی ترڅوپه امنیتي برخه کې هررازننګونې لمخي لري کړي ،خوملاخیل دلته په بیلابیلونوموودوسله والوډلودرامنځته کیدوشته ګنګوسي ټولي ردکړي اوټنګاریې داوچې دوی به هیچاته اجازه ورنکړي ترڅوپه یوه اوبل نامه نوې جګړه راپیل کړي .
دهلمندپه دولتي اداروکې دپراخ فساد،ددولتي مځکوغصب،دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغي ،دکوکناروکرکیله اوقاچاق،په شمالي هلمندکې پراخې ناامنۍ ،دولسوالیودامنیتي مسولینوبیسوادي ،اوزورواکې ،په دغه برخه کې دپراخوبډواخستل ،هغه لوی لوی ننګونې چې نوي امنیه قوماندان ورسره مخ دی .


۱۳۹۳ بهمن ۲, پنجشنبه

دهلمندسرپرست والي وایې په هلمندکي پراخې ناامنې دمرکزي دولت دنه پاملرنې له امله دي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۲۲-
دهلمندسرپرست والي وایې په هلمندکي پراخې ناامنې دمرکزي دولت دنه پاملرنې له امله دي .
هغه چې دهلمندلپاره نوي دټاکل سوي امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دپیژنګلوۍ په غونډه کې خبري کولې وویل ،کورنیو،دفاعا،محلي راګانونو،ترڅنګ یې دامینت شوراته هم څوڅوځله ویلې خوهغویونه داچې پآملرنه کړي بلکې یه هیڅ رازمرسته ونکړه چې له امله یې ناامنې دپام وړډیري سوي
نوموړي که څه هم دچانوم وانه خست خوزیاته یې کړي په مرکزکې ځینې کړۍ دي چې دڅوکیوپرسرمعاملې کوي چې دغه چارې دامینت په خراب والې کې مثبت رول لوبه ولی دی .
نورحال هلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندسرپرست والي محمدنعیم چې ددې ولایت لپاره دنوي ټاکل سوي امینه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دپژندګلوۍ په غونډه کې دخپلوخبروپرمهال مرکزي دولت دهلمنددامنیتي ستونزوپه لمنځه وړلوکې پاته وه باله ،هغه وایې دکورنیو،ملي دفاع،محلي ارګانونو،اوهمدارنګه یې دامنیت شوراته هم په هلمندکې دامنیتي ننګونې په اړه څوڅوځله ویلې خوهغویودده په خبره سرهم نه دی ګرولی چې له امله یې ناامنې دپام وړډیري سوې.

سرپرست والي دهغه رازڅخه هم پرده پورته کړه چې ګواکې په رهبرۍ کې یوشمیرکسان په اداري فسادکې دشکیل تیاله امله دڅوکیوپرسرخپلې معاملي کوي چې دلته یې ناامنۍ څوبرابره زیاتې کړي دي .
خونوموړې دکوم کس نوم یادنکړ.

هغه وایې که مرکزي دولت په شمالي هلمندکې پراخ تصفوي عملیات ونکړي داوړي په رارسیدوبه بیاامنیت تامینه ول ناشونې خبره وي .

دهلمنددشمالي ولسوالیودناامنیوڅخه اوه میاشتې اوړې خونه یوازي ملکي کسانوته پکې مرګ ژوبله واوښته بلکې دواړولوروته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چې لاناامنۍ پرخپل ځای دي .

۱۳۹۳ بهمن ۱, چهارشنبه

پرهلمندوالي اوښاریوځل بیادبډواخستلوتورنه پورې سول .

راپور--۲۰۱۵—۱—۲۱—
پرهلمندوالي اوښاریوځل بیادبډواخستلوتورنه پورې کړل سول .
دلښکرګاه ښاردصافیانودسیمي اوسیدونکې وایې ښاروال دوالي په امردتیري شپي دباران اوبه ځکه په قصدي توګه ددوی پرکوروورخوشي کړي چې دوی دیوي یوي نمري پرسردسل زره پاکستانیوکالداروغوښتنه کړي وه خودوی ونه منل ،دوی زیاته وي دتیري شپي دباران اوبویه کورنه ورنړولي دي ،لښکرګاه ښاروال پرځان لګول سوي تورنه ردوي خوهلمندوالي په دي اړه دهرازخبروکولوڅخه ډکه وکړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
بیاهم هلمنداوپردولتي چارواکودبډواخستلوتور.
دلښکرګاه ښاردصافیانودسیمي اوسیدونکې وایې هلمندوالي اوښاروال دیوي یوي نمري پرسردسل زره پاکستانیوکالداروغوښتنه کړې خودوی ونه منل چې دتیري شپي دباران اوبه یې ددوی پرکوروپه قصدي توګه ورخوشي کړي چې ددوی داستوګنې کورنه یې ورونه نړول ،دوی وایې داچې په وار واریې خپل ږغ پورته کړی دی خودولتي چارواکې یه ځکه ناره نه اورې چې پیسې تري غواړي اودامهال دمرکزي دولت څخه دورسره سوي ظلم دڅیړلوغوښتنه کوي .

په ورته وخت کې دلښکرګاه ښاروال محمدفاضل ساپی پرخپل ځان لګول سوي تورنه رده وي اوزیاته وي ښاروالۍ ترخپله وسه هڅه کړې ترڅوپرتوستونزوته یوه دایمي دحل لاره ولټوي .


پرهلمندوالي اوښاروال دالومړی ځل نه دی چې دبډواخستلوتوري پرې لګول کیږي څه موده مخکې دښاروالۍ ،اوعمومي ریاست مامورینو،دولایتي شوراپخوانیوغړوهم دمځکو دغصب اوبډواخستلوتورنه پرې پوري کړي وه .

۱۳۹۳ دی ۲۸, یکشنبه

دڅلویښتوبیوزلو،اوکونډوښځودقتصادي ستونزودحل لپاره دکارکولوزمنیه برابره سوې ده .

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۹—
په هلمندکي دڅلویښتوبیوزلو،اوکونډوښځودقتصادي ستونزودحل لپاره دکارکولوزمنیه برابره سوې ده .
 دکانډادسفارت له لورې هغه څلویښتومرمنوته ده څوډوله کلچو،اوکیک پخولودزدکړې ترڅنګ هغویوته یوه اندازه نغدي مرسته هم کیږي ترڅودوی په اسانۍ سره په دغه پروګرام کې برخه واخلې اوخپله کورنۍ له اقتصادي ستونزوڅخه راوباسي ,ددې پروګرام مشره نسیمه وایې که یادپروګرام بریالی سي نودوی به یې نه یوازي برخوال ډیرکړي بلکې به دالړۍ ترولسوالیوهم وغځوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
داچې دکورنۍ داقتصادي ستونزودحل کولوپه موخه نارینه مکلف دی خوترڅنګ یې ښځې هم کولای سي دخپلې کورنې پرتي ستونزي دخپل موټوپه زوردخپل خاوندسره اوږه پراوږه حل کړي ،خوداهغه ښځې دي چې په کورکې نه خودګټي لپاره نارینه لري اونه هم بله داسي چاره لري چې دکورنۍ اقتصادي ستونزوته حلاره ولټوي ،دلته راټولي سوي هغه بیوزله ښخې دي چې نه یوازي دکلچو،اوکیک پخول زده کوي بلکې داونۍ څلورورځي ۱۲۰ نغدي افغانۍ هم په لاس راوړي ،دوی دخپل ژوندپه اړه داسي وایې .

دغوبیوزلوښځوته یادپروګرام دکاناډادسفارت له لورې په لاره اچول سوی دی،ددغه پروګرام مشره نسیمه وایې روان پروګرام به ترددو میاشتوپوري دوام وکړي اوموخه یې دهغه بیوزلو ښځولپاره کار مونده ده  چې دکورنۍ اقتصادي لګښتونه ورپه غاړه وي .


هغه وایې اوس مهال دښاردبیلابیلوسیموڅخه ورته ډیری بیوزلي ښځي ورځې خوددوی دپروګرام ځولۍ ځکه تنګه ده چې تربریالي کیدو وروسته به یې وغځوي ،په هلمندکې که څه هم په ډیری برخوکې ستونزي سته خودهغه کورنیوستونزي چې یوې میرمنې ته ورپه غاړه وي دپام وړدي چې نه خوورته دکارکولوزمینه برابره وي اونه هم بله داسي چاره وي چې خپل ورځنې ژوندته ادامه ورکړي .

۱۳۹۳ دی ۲۷, شنبه

دیني عالمان وایې دچارواکي دبډواخیستلوله امله دکوکناروپه کرکیله کې هرکال زیات والی راځې .

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۷—
دهلمنددیني عالمان وایې دچارواکي دبډواخیستلوله امله دکوکناروپه کرکیله کې هرکال زیات والی راځې .
دوی وایې که څه هم په دې ولایت هرکال زرګونه جریبه دکوکناروکرکیله کیږي خودولتي چارواکې دهغه کسانودکوکناروکښت لمنځه وړې چې یادویته بډي نه ورکوي اویاهم کومه واسطه ونلرې نوله همدي امله یادکښت دزیاتیدوپه حال کې دی ،خوبلخواولایتي چارواکې ژمنه کوي چې سږکال به ترډيره دکوکناروکښتونه لمنځه یوسي ،وی دغه څرګنده ونې دیني عالمانوته دکوکنارودعامه پوهاوي په یوه جوړه سوې غونډه کې وکړي .
غونډې ته زموږهمکارسردارمحمد سروري هم ورغلې اودارپورې چمتوکړی دی .
دهلمند دیني عالمان اندیښنه نلري چې سږکال به بیاهم دتیروکلونوپه پرتله چاروکې یوازي دهغه کسانودکوکناروکښتونه لمنځه یوسي چې یاخودویته بډي نه ورکوي اویاهم دچارواکوسره خپلې ونلري ،داسي ویل کیږي چې دتیرکلونوپه پرتله سږکال تردولتي حاکمیت لاندوسیموسره سره په هغه سیموکې په زیاته اندازه دکوکناروکرکیله سوې ده چې دوسله والوطالبانوپه ولکه کي دي .

ددوی غوښتنه کوي چې چاروکې دي دکوکنارودلمنځه تلوپرمهال نه یوازي دموراومیری چلندنه کوي بلکې دي دبډواخیستلوڅخه کلکه ډډه وکړي ترڅوله روانوبدبختیونه هلمندوال وژغورل سي ،په ورته وخت کې دهلمندمرستیال والي محمدجان رسولیاروایې دوی پلان لرې سږکال په دې ولایت کي دکوکناروکرل سوي کروندي به لمنځه وړې ،خونوموړي دکوکنارودکروندودلمنځه تلودکمپاین دژرپیل کیدوڅخه خبرهم ورکړ.


هغه وایې داچې تیرکال ۷۰۰ هکټاره دکوکناروکروندې لمنځه تللي خوسږکال به په زرګونه هکټاره ځمکه  له کوکناروپاکه کړي په داسي حال کې چې په تیروکلونوکې په ډیری هغه سییموکې چې دکوکناروکرکیله نه وه خوسږکال په هم هغه سیموکې پراخه کچه کوکنارکرل سوې دي .

۱۳۹۳ دی ۲۵, پنجشنبه

دهیواددشمالي سیموڅخه دنشه یې توکوقاچاق دهلمندامنیتي حالت له ننګونوسره مخ کړی دی .

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۵—
دهیواددشمالي سیموڅخه دنشه یې توکوقاچاق  دهلمندامنیتي حالت له ننګونوسره مخ کړی دی .
ددې ولایت ۶۰۴ سرحدي زون چارواکې وایې نشه یې توکې دشمالي افغانستان څخه راوړل کیږي اوبیاددې ولایت دخانشین ولسوالۍ څخه دګاونډي هیوادګډي پولې بهرام چې په قاچاقي ډول وړکیږي چې دهلمندپرامنیتي حالت یې بدي اغیزي کړي دي ،دوی وایې داچې خانشین ولسوالۍ دهیوادپه کچه دنشه یې توکودلیږیوازنی لاره ده نوپه همدي اساس سرحدي پولیسودیادي ولسوالۍ دبګت په سیمه کې لسګونه کلیوګرامه  لانده تاریاک نیولې دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې د۶۰۴ سرحدي زون دارکان ریس مل پاسوال حمیدالله صدیقي دپنجشنبي په ورځ دخبریالانوسره په خبروکې وویل دسرحدي ځواکونوددوهم کنډک پولیسودخانشین ولسوالۍ دبګت په سیمه کې دیوه کمین پرمهال ۱۷۲ کلیوګرامه لانده تاریاک چې په یوه عراده موټرکې ځای پرځای سوې وه ددوقاچاق وړونکوسره نیولې ،هغه وایې دهیوادد شمالي سیموڅخه دنشه یې توکوقاچاق وړونکې هڅه کوي دهلمنددخانشین ولسوالۍ سرحدي سیمونه ګډي پولې ته نشه یې توکې ولیږدوي چې دویه پروړاندي کلکه مبارزه کړې اوترډیره یې دقاچاق مخه نیولې ده .

دنوموړې په ونیا داچې دخاشنین ولسوالۍ  دګاونډي هیواداودقاچاق ترټولودسترمرکزبهرام چې سره ګډه پوله لري نوله همدي امله نه یوازي دلته ناامنې ده بلکې په سیمه کې دوسله والوطالبانومالي تمویل کوونکې همداقاچاق بردي چې ډیری ستونزه یې زیږه ولې دي ،په هلمندکي دنورستونزوسترڅنګ دنشه یې توکوکرکیله اوقاچاق بله هغه ستره ننګونه ده چې په دې ولایت کې یه جګړه روانه ساتلې ده په داسي حال کې چې سږکال دهلمندپه هغه سیموکې په پراخه کچه دکوکنارکرکیله سوې ده چې دوسله والوطالبانوترولکې لاندي دي .

۱۳۹۳ دی ۲۴, چهارشنبه

هلمندوال په کابینه کې دونډي نه ورکړي اندیښمن کړي دي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۴—
دهلمنددولایتي شوراغړې ،اومدنې فعالین که څه هم دکابینې اعلان ته خوشبین دي خوزیاته وي هلمندپه بشپړه توګه له پامه غورځول سوی دی .
دوی وایې که څه هم هلمنددهیوادلسمه برخه تشکیله وي خوبیاهم په ولسي ،اومشرانوګې کې دهلمنددخلکوپراستازونیوکه کوي چې په دغه برخه کې پټه خوله پاته دي .
په داسي حال کې چې تیره ورځ هم دمشرانوجرګې یوشمیرغړواعلان سوې کابینې ته یې نه یوازي دیوه سهامي شرکت نوم ورکړبلکې یه یاده کابینه تنظمي هم وبلل.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دولایتي شوارغړې اودمدنې فعالین وایې پخوانې اوسنې دواړوحکمتونودهلمندخلک له پوره پامه غورځولې دي ،دوی که څه هم دنیوي اعلان سوي کابینې څخه خوښ دي خونیوکه یې  داده چې دهلمندسره یوځل بیادموراومیرې چلندسوی اوپه نومول سوې کابینه کې هم هیڅ رازونډه نه ده ورکول سوې .

دوی وایې که څه هم داولایت دهیواددجغرفيي لسمه برخه جوړه وي ولي بیاهم مرکزي دولت په بشپړه توګه له پوره پامه غورځولی دی ،مدني فعالین نه یوازي پراعلان سوي کابینې دسره غورکول غواړې بلکې هلمندته هم په کابینه کې دونډي وروکولوکلکه غوښتنه کوي ،اوهمدارازددوه تابعيته کسانونه منل ،دوړاوپه کارپوه کسانوګمارل یې دنوروغوښتنوڅخه دي.

که څه هم له یوسل اوپنځه ورځووروسته کابینه اعلان سوه خوورسره سم دهیواددبیلابیلوولایتوترڅنګ دمشرانوجرګې یوشمیرغړوهم اعلان سوې کابینه یوسهامي شرکت وباله .

۱۳۹۳ دی ۲۳, سه‌شنبه

په هلمندکې دپنځم پړاودامنیت انتقال په داسي حال کې ترسره سوچې لااوس هم دلته ډیری امنیتي ننګونې پرخپل ځای دي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۳—
په هلمندکې دایساف ځواکونوڅخه دپنځم پړاودامنیت انتقال په داسي حال کې ترسره سوچې لااوس هم دلته ډیری امنیتي ننګونې پرخپل ځای دي .

په دې اړه په ۲۱۵ میوندقول اردوکې په جوړوسومراسیموکې ددې ولایت چارواکوکه څه هم دپوره اماده ګۍ ،اوپرامنیتي وضعه دبرلاسي 

کیدوڅخه خبررورکړ،خواندیښنه یې هم  وښوده که مرکزي دولت دې ولایت ته خاصه پاملرنه ونه کړي نوناامنې به دپام وړډیره سي ،

خوبلخوادملي دفاع وزارت وایې دوی اوس مهال دکمیت لمخې پیاوړي سوي دي اودامهال ددوی خاصه پاملرنه دوسله وال پوځ کیفیت ته ده اوهڅه به وکړي چې پرتې ناخوالې لمخې لرې کړي .
زموږهمکارسردارمحمد سروري هم دمراسیمودګډونواولوڅخه ووچې دغه راپوریې رالیږلی دی .
په هلمندکې دایساف ځواکونوڅخه دپنځم پړاودامنیتي چارولیږدپه داسي حال کې ترسره سوچې نه یوازي امنیتي ننګونې دپام وړډيري دي بلکې ډیری داسي سیمه هم سته چې له تیروڅوارلسوکلونوراهیسي هم دوسله والوطالبانوسره په واکې دي،

دهلمندودوالي مرستیال محمدجان رسولیار،اوسرپرست امنیه قوماندان سمونوال پاچاه ګل بختیاردمرکزي دولت څخه دامنیت دراویستلوپه برخه کې دې ولایت ته نه یوزاي دپوره پام اړولوغوښتنه کوي،

بلکې ترڅنګ یې داهم وایې چې دامهال په هلمندکې دوسله والوطالبانوپه پرتله نه خودرنې وسلې لري اونه هم هغه ډول مهمیات ددوی سره په واکې سته ،رسولیاروایې په هلمندکې روانه جګړه ،دسیمي داستخباراتو،دنړیوالې مافیایې کړیو،دترورریزم ،اوپه هلمندکې دپراخوابوشتون دی ،هغه وایې اوس مهال په هلمندکې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړې سوې دي، اوپه هرډول حالاتوکې ددوښمن دلمنځه تلوتوان هم لري .

دوی ډاډورکوي چې دشته ستونزوسره سره بیاهم کولای سي ددې ولایت څخه دناامنیولمنه ټوله کړي .
پرهمدي مهال دملي دفاع دوزارت دپیژنتون ریس تورنجنرال عبدالله .اوپه هلمندکې د۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان بریدجنرال  دادن لونګ وایې دم ګړی افغان وسله والوپوځ دکمیت لمخې پرخپلوپښوولاړدی، 

اوددوی هڅه داده چې دکیفیت لمخې یه هم پیاوړي کړي ،دوی زیاته وي اوس مهال په هلمندکې په پوره اندازه دملي اردوځواکونه شتون لري اوهڅه به وکړي چې دنوروامنیتي ځواکونوسره په ګډه ددې ولایت په ناامنوسیموکې دوسله والوپروړاندي پراخ عملیات وکړي ترڅودناامنیوکچه راټیټه اویاهم لمنځه یوړل سي.


دوی ژمنه کوي چې نه یوازي به دپردیوله لورې دتپل سوي جګړې جرړي وه باسي بلکې به ددې ولایت خلکوته هم دهوساه او ارام ژوندزمینه برابره کړي .

۱۳۹۳ دی ۲۱, یکشنبه

په هلمندکې دامنیتي ستونزوله امله سل زره زده کونکې دزده کړوڅخه بې برخې دي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۱—
په هلمندکې دامنیتي ستونزوله امله سل زره زده کونکې دزده کړوڅخه بې برخې دي .
ددې ولایت دپوهني دریاست چارواکودشمشادسره په خبروکې وویل که څه هم دوی دروان کال په لړکې ۱۴ نوي ښوونځې پرانیستي دي خولاهم ۱۱۹ ښوونځۍ دزده کوونکوپرمخ په ټپه تړلې دي چې ډیره برخه یې په شمالي هلمندکې ده،دوی په هلمندي کې دامنیتي ننګونوترڅنګ بله لویه ستونزه دپوهني په برخه کې که څه هم دکوم مشخض وکیل نوم نه یادوي خوزیاته وي ،ددې ولایت دولسي ،اومشرانوګې استازي دغیري مسلکي کسانوپه ګمارلوکې دوزارت څخه امرونه اخلې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دپوهني ریس عبدالمتین جعفروایې په هلمندکې د۳۸۳ ښوونځیوڅخه ۱۱۹ لاهم دزده کوونکوپرمخ په تپه تړلې دي چې ۷۷ ښونځۍ یوازي دشمالي هلمندپه پنځوولسوالیوکې دي ،هغه وایې که په هلمندکې دناامنیولمنه ټوله سي دوی به هم دهغوسل زره زده کوونکوپرمخ بیاښوونځۍ پرانیزچې دامهال دروازې ددوی پرمخ تړلي دي 
نوموړی په دې ولایت کې یوازي ناامنې دپوهني په بهیرکې خنډنه یاده وي ،هغه وایې په ولسي ،اومشرانوجرګه کې دهلمنددخلکواستازي هم دوزارت څخه دغیري مسلکې کسانوپه ګمارلوکې امرونه اخلې چې دغه چارې هم ددې ولایت دپوهني په برخه کې ډیری ستونزي راپیداکړي دي . خودپوهني ریس دکوم مشخص وکیل نوم یادنکړ.

یاده دي وي چې په ټول هلمندکې  د۳۸۳ ښوونځیوڅخه ۲۶۴ ښوونځې دامهال دزده کوونکوپرمخ پرانیستې دي چې ۱۹۳ زره زده کونکې په زده کړوبوخت چې له جملې نه یې ۴۰ زره یې نجونې دي .

۱۳۹۳ دی ۲۰, شنبه

په شمالي هلمندکې دنوې وسله والې ډلي دراپیداکیدوڅخه خبرورکول سو.

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۰—
دهلمندمرستیال والي په شمالي هلمندکې دنوي وسله والې ډلي دراپیداکیدواونوې جګړې دپیل څخه خبرورکړ.
محمدجان رسولیاردشنبي په ورځ دشمشادتلویزیون سره په خبروکې وویل نوې ډله ددې ولایت دکجکې ولسوالۍ دزمینداورپه سیمه کې راپیداسوې ده چې، ددوی اوپه سیمه کې دوسله والوطالبانوترمنځ نښته هم سوې چې پرمهال یې ترپځوسو وسله وال وژل سوي اوهمدارنګه شل نورټپیان سوې هم دي .
خولخواپه دې ولایت کي دسولي ددشوراچارواکې وایې دنوي ډلي مشري چې ملاروف خادم کوي دوسله والوطالبانودواکمنۍ پرمهال دریم کس بلل کیده .
نورحال دهلمنددولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندمرستیال والي محمدجان رسولیاردشنبي په ورځ خبریالانوته ددې ولایت دکجکي ولسوالۍ دزمينداوراوګندم ريزاډې په سیمه کې دیوې نوي وسله والې ډلي چي شمیریي لسګونوکسانوته رسیږي مخونه یې پټ،اوله ځانه سره توربیرغونه هم لیږدوي خبرورکړ،هغه وایې له څوورځوراهیسي په سیمه کې دوسله ولوطالبانواوددوی ترمنځ نښته هم سوې ده چې تراوسه دواړولورته دپنځوس کسانودوژل کیدو،او دشلوټپي کیدوراپورونه هم دملي امنیت ،اوملي پولیسوڅخه ورکول سوی دی .
نوموړی وایې ځکه دنوي ډلي څخه په سیمه کې ویره نلري چې دامهال هم دوی دوسله والوسره په سختوجګړوکې راشکیل دي ،خوبلخوادکجکي ولسوالۍ اوسیدونکی اوپه هلمندکې دسولې دعالي شورادولایتي کمیټې مشرفضل الباري فیاض هم دیادي ډلې درامنځته کیدوخبره منې خوزیاته وي سیمه له تیرو۱۳ کلونوراهیسې دوسله والوطالبانوپه ولکه کې ده ،دفیاض په خبره ملاروف خادم ملامحمدعمرته دریم ،یا څلرم کس وچې اوس مهال غواړې په سیمه کې نوې ډله هم رامنځته کړي .

نوموړی وایې ملاروف خادم غواړې دکجکې ،ترڅنګ،په نوزاد،اونوروشمالي ولسوالیوکې هم دخپلې ډلي رښيي وغځوي ،خوتراوسه هم په دې اړه وسله والوطالبانوپه سیمه کې ددیادي ډلي درامنځته کیدواویاهم دواړولوروته دمرګ ژوبلې په اړه څه نه دې ویلې .


۱۳۹۳ دی ۱۷, چهارشنبه

په هلمندکې دامینتي ستونزوحل دولسي خلکومرسته ده .

راپور۲۰۱۵—۱—۷—
دهلمندامنیتي چارواکووروسته له هغه دخلکوپرکلکې همکارۍ ټنګارکوي چې ددې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دملي رادولخوالسګونه ملکې کسانوته مرګ ژوبله واوښته .
دوی وایې که څه هم اوسنی امنیت دخلکودمرستې نه بولې خوزیاته وي اړینه ده چې لانورهم دافغان امنیتي ځواکونوسره مرسته وکړي ترڅوپراته خنډونه لمخې ټول سي ،خوبلخواقومي مخوروایې که افغان امنیتي ځواکونه دولسونوسره ښه چلندکې وکړي خلک هم په هربرخه کې مرسته وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددامنیه قوماندانۍ دولسي پولیسومشرسمونوال ګلاب ایوبې وایې ددې ولایت په بیلابیلوولسوالیوکې یه دپولیسواوولسي خلکوترمنځ دښه همږغۍ دراتلوپه موخه شوراګانې جوړي کړي دي ،ترڅوله دغې لاري دخلکواوپولیسوترمنځ پروت واټن لمخي لري کړي ،هغه وایې په هلمندکې روانه جګړه دسیمي داستخباراتو،اومافیایې کړیوده چې ددې ولایت ډیری سیمي یه ناامنه کړي ،اوډیری دولتي ،اوولسي خلکوته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده .

نوموړي دقومي مخوروڅخه په سیمه کې دهرډول ناامنیودمخنیوې په برخه کې دمرستې غوښتنه وکړه .
پرهمدي مهال راغلي قومي مخوروایې که افغان امنیتي ځواکونوپه کلیواولري پرتوسیموکې دولسي خلکوسره ښه چلندوکړي نورقومي مخوربه هم له دوی سره مرسته کوي ،دوی وایې داچې دناعلي، ناوي او ګرمسیر ولسوالیوولسونودپولیسوسره مرسته کړې ده په هم هغه ولسوالیوکې امنیتي ستونزي دنوروولسوالیوپه پرتله څوبرابره راکمي سوي هم دي .

دوی وایې نورنووسله والوته هیڅ  پلمه نده پاته اوبایدسوله وکړي ولي چې دم ګړی له هلمنده بهرنیان وتلې دي اوټولي چاري دافغان امنیتي ځواکونوپه ولکه کې دي

دپولیسو،مسلکي کیدل،دخلکواوددوی ترمنځ پراته خنډونه لري کول ،په لري پرتوکلیوالې سیموکې دامنیتي ځواکونوښه چلندبه وکولای سي پراتي ننګونې لمنځه یوسي .

۱۳۹۳ دی ۱۶, سه‌شنبه

شمشادتلویزیون داسي اسنادپه لارس راوړي دي چې لمخې یه دسنګین ولسوالۍ دپولیسوله تنخواګانوڅخه څه کم اوه ملیونه افغانۍ ورکې سوې دي.

راپور—۲۰۱۵—۱—۶—
په هلمندکي شمشادتلویزیون داسي اسنادپه لارس راوړي دي چې لمخې یه دسنګین ولسوالۍ دپولیسوله تنخواګانوڅخه څه کم اوه ملیونه افغانۍ ورکې سوې دي.
ددې ولایت دامنیه قوماندانۍ یوه باورې سرچینه دنوم دنه ښودلوپه شرط وایې دتيرودو مياشتوڅه باندې ۵۰۰ ملي اوسيمه ايزوپوليسوته دولس نيم مليونه افغانۍ لیږل سوي دي چې دهغه څخه يوازې ۳۲۸ کسانوته تنخواګانې ورکول سوي اودپاته نوروپیسې ورکې سوي دي .ه و
خودامنیه قوماندانۍ دامینت امرځیني ستونزي منې خوزیاته وي ډیرژربه یاده ستونزه هم هوارې کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
داهغه اسناددي چې شمشادتلویزیون ته په لاس ورغلې دي ،یاداسنادداښه یې چې ددې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې له تیرودومیاشتوراهیسې دپولیسودتنخواګانوڅه کم اوه ملیونه افغانۍ ورکي سوي دي ،دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل وایې دميزان اوعقرب په مياشتوکې سنګين ولسوالۍ ته د ۶۱۲ پوليسوتنخواوې چې ټولې څه باندې ۱۴ مليونه افغانۍ کيږي استول سوي دي چې اوه ملینونه اوپنځه سوه زره  ۳۲۸ پوليسوته ورکول سوي اوپاته څه کم اوه مليونه افغانۍ لا اوس هم ورکي دي .
پرهمدي مهال په یاده ولسوالۍ کې دسیمه ییزوپولیسومشره زهراوایې وړاندي تردې یه ۸۰ تنه سيمه یيزپوليس درلودل خود تنخواګانودنه ورکړي له امله یې دم ګړی ۱۸ پوليس پاتې دي.

هغه په یاده ولسوالۍ کې دشته ناامنیویولامل همداستونزه په ګوته کوي ،خوپرهمدي مهال په ولسي جرګه کې دهلمنددخلکواستازې نسیمه نیازۍ نه یوازي چې دپولیسوسره دمرسته سوژمنوعملي کول غواړي بلکې زیاته وي لوړپوړي چارواکې بایدپه خاصه پاملرنه وکړي .

په ورته وخت کې دهلمنددامنیه قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال باچاګل بختیارپه سنګین ولسوالۍ کې ځیني ستونزي منې خوزیاته وي په همدي اړه یې یوپلاوي هم لیږلی دی ترڅودغلاسوپیسواصلي خیانت کوونکی هم ونیسي .

هغه داخبره په کله رده کړه چې دپولیسوتنخواګانې دي شخصي جیبونوته لویدلي وي ،بلخواامنیه قوماندانۍ وایې دزهراپه نوم نه خوددوی سره دسیمه ییزوپولیسومشره سته اونه هم په سنګین ولسوالۍ کې کومه ښځینه سیمه ییزپولیس شتون لري .


۱۳۹۳ دی ۱۵, دوشنبه

دسنګین دپیښې په اړه دولسمشرلس کسیزه پلاوي په هلمندکې پنځه ورځنی لاریون پایته ورسوي.

راپور۲۰۱۵—۱—۵--
دسنګین دپیښې په اړه دولسمشرلس کسیزه پلاوي په هلمندکې پنځه ورځنی لاریون پایته ورسوي.
دیادي پلاوي مشرحاجي عزیزالله دین محمد دشمشادسره په خبروکې وویل دوی دیادي پیښي په اړه پوره معلومات ترلاسه کړي دي اوپایلې به یې ولسمشرته وړاندي کړي ،نوموړی وایې اوسیدونکوپه سنګین کي دملي اردودشته لیوالري کول،عاملینوته یې سزا،اودیته ورته پیښونه تکراریدل یې غوښتنې وي چې ترولسمشره به یې ورسوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سرروي راکوي .
دولسمشرۍ ماڼي څخه دهلمندپه سنګین ولسوالۍ کې درامنځته سوي پیښې په اړه دلس کسیزه پلاوي مشرحاجې عزیزالله دین محمد دشمشادتلویزیون سره په خبروکې وویل نه یوازي یه دپیښې دټپیانواوشهیدانودکورنیوسره یې نغدي مرسته وکړه بلکې یه ددوی غوښتنې هم واوریدي چې ولسمشرته به یې ورسوي ،نوموړی وایې په دې ولایت کې روانې امنیتي ستونزي دامنیتي ځواکونوپه ډیریدونه بلکې دسولي په برخه کې دکوټلوګامونوپه پورته کولوسره حل کیدلای سي .
هغه وایې لومړی یه دملي اردوله مسولینو،مدني فعالینو،قومي مخورو،اودپیښې دقربانیانوسره یې خبري کړي دي چې ولسمشرته به یې یوپه یوه  وړاندي کړي ،په ورته وخت کې دهلمندسرپرست والي محمد نعیم وایې تراوسه په پیښه کې دوه تنه مجرمین پژندل سوي دي چې ترې څیړنې دوام لري .


هغه ژمنه کوي چې وروسته له پلټنوبه اصلي عاملینوته دقانون لمخې سخته سزاورکړي ،یادلاریون پنځه ورځې وړاندي وروسته له هغه پیل سوکله چې په سنګین ولسوالۍ کې دواده پرمراسیموپه سیمه کې دملي رادودځواکونولخوابریدونه وسو له چې لسګونه کسانوته یې مرګ ژوبله واړوله ،خوراغلې پلاوي دهرټپي کورنۍ ته پنځوس زره ،اودشهیدکورنۍ ته یې یولک افغانۍ دولسمشردفرمان په لمخې هم ورکړي .