۱۳۹۴ آبان ۱۳, چهارشنبه

دولایتي شورامرستیال :مارجه ولسوالۍ اوس مهال د سقوط له جدي ګواښونو سره مخ ده .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۴—
دهلمندپرمارجې ولسوالۍ له تیرودو ورځوراهیسې درنې جګړې پیل سوي دي اودمهال دسقوط له ګواښ سره مخ ده .
دهلمندولایتي شواروایې که ډيرژرتازه دمه سرتیري ونه رسیږي دمارجې ولسوالۍ مرکزي سیمي به هم دوسله والوپه ولکه کې ولیږي ،دوی زیاته وي اوس مهال درنه جګړه روانه ده اوډيری سیمي یوپه بل پسي وسله والونیولي دي ،ولایتي شوراددي هرڅه پړه پرامنیتي چارواکووراچوي ،دوالي ویاندهم دامنې چې ځیني سیمي وسله والونیولي دي خودعملیاتودپیل کیدوخبرورکوي .
 نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دلښکرګاه ښاردباباجې په سیمه کې رواني درنې جګړې اوس هم پرخپل ځای چې له تیرودوورځوراهیسې وسله والوطالبانودمارجې ولسوالۍ پریوشمیرامنیتي پوستوډله ییزبریدونه وکړه اوس هم په سیمه کې درنه جګړه روانه ده ،دهلمندولایتي شوارمرستیال وایې دمګړی دمارجې ولسوالۍ ډيری سیمې نیول سوي دي اوس مهال جګړه دولسوالۍ مرکزته هم ډیره نږدي سوې ده ،هغه ویره لري که تازه دمه سرتیري ونه رسیږي مارجه به هم سقوط وکړي ،دولایتي شورامرستیال عبیادالله علیزی په هلمندکې دروان بدامنیتي حالت پړه پرامنیتي چارواکووراچوي.

هغه ګواښ کوي که حالت همداسي دوم وکړي لري نه ده چې دښاردډيری سیموترڅنګ به یوشمیرولسوالۍ هم دوسله والولاسته ولویږي ،بل پلودهلمند دوالي ویاندعمرځواک هم دامنې چې په مارجې ولسوالۍ کې یوشمیرسیمي ځکه دوسله والولاسته ولویدې چې دملکي کسانوترڅنګ افغان امنیتي ځواکونوته مرګ ژوبله وانه وړي ،ځواک وایې سیمي ته دعملیاتولپاره تازه دمه سرتیري رسیدلي دي ،هغه دولایتي شورادمرستیال دهغه خبري په اړه هیڅ ونه ویل چې ګواکې دامنیه قوماندان دراتلوسره سم نامنۍ ډیري سوي اوهغه دجګړې ښه رهبري هم نسې کولای ،هڅه مووکړه چې په دې اړه دامنیه قوماندان نظرهم ولروخوهغه ټلیفوني اړیکه جواب نکړه .


که څه هم دښارپرڅلرمه امنیتي حوزې دروانې جګړې څخه پنځلس ورځي اوړي خولاهم په یاده سیمه کې جګړه روانه ده چارواکوهغه مهال ژمنه کړې وه چې ډیرژربه په سیمه کې عملیات کوي خوتراوسه هم ډيری سیمې دوسله والوسره په واکې دي ،کلونه کیږي چې په شمالي ولسوالیوکې سختي اودرنې جګړې روانې وي خودګرشک،نادعلي ،اودباباجې دسیموڅخه اوس مهال دوسله والودډله ییزبریدونومخه دمارجې ولسوالۍ پرلورده دځینوامنیتي سرچینوپه خبره دم ګړی دمارجې ولسوالۍ مرکزي سیمي هم ترسختو امنیتي ګواښونولاندي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر