۱۳۹۰ دی ۷, چهارشنبه

لسګونه ميله وسلي دډاياك يابي وسلي كولوپروګراته وسپارل سوي ،







لسګونه ميله وسلي دډاياك يابي وسلي كولوپروګراته وسپارل سوي ،
په هلمند كې لسگونه ميله سپكې وسلې د ملي دفاع وزارت د ډاياگ پروگرام ته وسپارل سوې
دغه وسلې چې پكې ۲۷ميله كلاشينكوف،شپږميله تومانچې ،درى ميله پيكا ما شينگڼې،د كلاشينكوف۲۵۱۶مرمى ،سلگونه د پيكا مرمى اويوه اندازه چاويدونكي توكي پكې شامل دي چې په بيلابيلوعملياتواوله ځينوامنيتي كمپنيوڅخه چې په نا قانونه ډول يې له ځان سره گرځولې پوليسوترلاسه كړې
چې د چهارشنبې په ورځ رسما د ملي دفاع وزارت د ډاياگ پروگرام ته وسپارل سوې.





۱۳۹۰ دی ۶, سه‌شنبه

دموسي كلاولسوالي دټولنيزي شوراغړي دخپل يوه ځوان زوي اولمسي سره ووژل سوو،


دموسي كلاولسوالي دټولنيزي شوراغړي دخپل يوه ځوان زوي اولمسي سره ووژل سوو،
دهلمندولايت څخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي يادقومي مشراوورسره دهغه زوي اولمسي د څلوروبجوپه شاوخوا كې هغه مهال دوسلوالوطالبانولخواووژل سووچي په يوسراچه موټركې له ولسوالى څخه د خپل كورپه لورروان وه ،
خبرپاڼه زياته وي چي پلټني رواني دي څودوي ډيرژرهغه كسان ونيسي اودقانون منګلوته يي وسپاري
دخبرپاڼه زياته وي چي دوشنبې په ورځ په نوزاد ولسوالى كې ملاعبدالرحيم چې ددې ولسوالى د پوځي مسؤل په توگه يې دنده ترسره كوله اودوسلوالوطالبانو د ملاگلبدين ځاى ناستى وغوښتل يې چې د جازي په سيمه كې ماين ځاى پرځاى كړي چي د ايساف ځواكونوپه هوايي بريد كې له خپل يوه ملگري سره وژل سوى دى.





۱۳۹۰ آذر ۳۰, چهارشنبه

تازه خبر


دلښکرګاه ښاروالى دشوراغړى ووژل سوو،
دهلمندولايت دلښکرګاه ښاروالى دشوراغړى عبدالصمدتيره شپه دنامعلوموکسانولخواپه خپل کورکى ووژل سووچارواکى وايى وژل دشوراغړى ته وړاندى تردي دوسلوالوکسانولخواڅخه شب نامه هم پدى موخه دهغه دکورپردوازه راځوه ړندسوى څونوموړي ددى کاره څخه لاس په سرسى
چى خپلى دندى دنه پرىښولوله امله يي خپل څان قربانى کړاودتل لپاره يي ددى نړى څخه سترګى پټى کړى
چارواکى دخبرى دپخلى ترځنګ داکاردوسلوالوطالبانوبولى
خوتراوسه وسلوالوطالبانوپدى اړه څه نه دى ويلى ،

۱۳۹۰ آذر ۲۷, یکشنبه

دهلمنددملي امنيت كاركوونكووسلي اوپه زياته اندازه چاوديدونكي توكي نيولي دي ،






دهلمنددملي امنيت كاركوونكووسلي اوپه زياته اندازه چاوديدونكي توكي نيولي دي ،
دملي امنيت يوي سرچيني چي نه يي غوښتله نوم يي واخيستل سي خبري رسنيوته دمعلوماتودوركولوپرمهال وويل دوي دبهرنيوځواكونويوه استخباراتي الوتكه چي دوسلوالوطالبانوپه واكي وه هغه هم په لاس راوړي ،
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
دملي امنيت کارکوونکوپه هلمندکي وسلي ،ماينونه اوپه زياته اندازه هغه کمياوي توکي نيولي چي په ځان وژونكواوموټربم چاودنوكي ورڅخه كاراخيستل كيده ،
دملي امنيت يوي امنيتي سرچيني چي دنوم له ښودلويي ډډه کوله خبريالانوته وويل دغه توکي دملي امنيت کارکوونکودتيري يوي اوني په اوږدوکي په مارجي ،نادعلي ولسواليواودچاه انجير،مختارکلا،په سيموکي نيولي دي .
دسرچيني دمعلوماتوله مخي دري زره فيره دکلاشينکوف ميرمي ،اته ميله كلاشينکوف،يوه پايه دوابرت لويه مخابره،اوه حلقي دوسايطوضدماينونه،يوه ټي ټي تومانچي، اته ديرش فيره دزيکويک ميرمي ،لس بوجي هغه کيمياوي مواد چي ټي اين ټي نوميږي دسرچيني په خوله چي په لومړي ځل دملي امنيت كاركوونكونيولي
سرچينه زياته وي يادمواد په موټربم اوځان وژونکوبريدونوکي ورڅخه کار اخيستل کيږي
دملي امنيت كاركوونكودبهرنيوځواکونوهغه استخباراتي کوچيني الوتکه چي دچاه انجير په سيمه کي لويدلي وه اووسله والوطالبانوماينونه پکښي ځاي پرځاي کړي وه دځينوپټومعلوماتوله مخي هغه هم په لاس راوړي ده ،









۱۳۹۰ آذر ۲۴, پنجشنبه

دخانشين ولسوال ووژل سوو،




دخانشين ولسوال ووژل سوو،
خانشين ولسوال دماين په چاودنه كي هغه مهال ووژل سووكله چي يه موټرپرښخ كړل سوي ماين وربرابرسوو،
چاودنه د تاغزپه سيمه كې هغه مهال رامنځ ته سوه كله چې نوموړى له ديشوڅخه د كوكنارود كرد مخنيوي په موخه تللى ددې چاودنې په پايله كې د خانيشن ولسوال مسعود اوله ده سره د ملى امنىت ىوکارکوونکۍ اوىوتن پولىس ووژل سوله ،
ىود ملى امنىت کارکوونکۍ اود ده دوه ساتونكي هم ټپيان سوي دي.
نوموړى درى كاله وړاندې هغه مهال ددې ولسوالى د ولسوال په توگه وټاكلسوكله چې ياده ولسوالي دوسلوالوطالبانوله ولكي څخه ووه تله ،



په هلمند كې د ماشومانود روزنې اواصلاح د مركزد ودانى د بنسټ ډبره كيښودل سوله.


په هلمند كې د ماشومانود روزنې اواصلاح د مركزد ودانى د بنسټ ډبره كيښودل سوله.
ځايى چارواکى وايى چى دغه ودانى دڅه باندى نهه سوه زره امريکايى ډالروپه مالى لګښت ديوه کال په اوږدوکى جوړيږى .
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمدسروري راكوي
په لښكرگاه ښاركې دماشومانوداصلاح اوروزنی دودانی دبنسټ ډبره د مركزي محبس څنگ ته دهلمندوالي اود مشرانواوولسي جرگې دپنځلس كسيزه پلاوي لخواکښیښودل سوله،
د هلمند والي دهمدى ودانى دبنسټ دډبرى دايښودلوپرمهال خبريالانوته وويل چې دغه مركزد بريتانيې هيواد په مالي مرسته د څه باندې نهه سوه زره امريكايي ډالروپه لگښت د يوكال په مود ه كې د ميشتې ولايتي بيارغونې ډلې يا پي آرټي لخوا جوړيږي .
دوالى په وينا چې پكې د خوړنتون،روزنځاى،هستوگنې اونورې ټولې آسانتياوې په پام كې نيول سوې دي.
د ده په وينا چې دغه ودانى د هغه بنديانولپاره ځانگړې سوې چې عمريې له اتلسوكلونوڅخه كم وي
په دى ولايت کى دعدليى ريس محمد طيب دودانى په جوړيدو خوښ دى او وايى چى دوى وړاندى تر دى دځاى له زياتوستونزو سره مخ وه .
دهغه په خبره چى دوى ددى ودانى دجوړيدولپاره زياتى هڅى کړى ترڅو مرسته کوونکى دى ته اماده کړى چى دوى ته ىاده ودانى جوړه کړى .
د يادونې وړده چې دا مهال په هلمند كې د ماشومانود اصلاح اوروزنې په مركزكې ټول ټال ۵۷تنه چې يوه پكې نجلى ، اوپاته نورهلکان دى هستوګنه کوی . دچارواکوپه خبره چى ډيرى شميركسان پكښي ساسى زندانيان دى .



۱۳۹۰ آذر ۲۰, یکشنبه

په هلمند کى يوځل بيا دسولى له بهير سره وسلوال يوځاۍ سوله ،



په هلمند کى يوځل بيا دسولى له بهير سره وسلوال يوځاۍ سوله ، .
طالبان وايى ددوى ملګرى دسولى سره هيڅه كله هم نه يوځاي کيږى.
دهلمند والى وايى په هلمند کى زرګونو کسانو په خپله خوښه وسلى ايښى دى او نه غواړى جنګ وکړى.
‌خووسلوال طالبان بياوايى ترهغه پورى به جنګ کوى څو بهرنى سرتيرى په افغانستان کى وى.
داپه هلمند کى دسولى دعالى شورا دمشر تر وژل کيدو وروسته لمړى وسلواله ډله ده چى دسولى دپروسي سره ىوځاۍ کيږى.
وروسته له څو مياشتو په هلمند کى دسولى له پروسى سره يوډله وسلوال طالبان يوځاى سوله،
دوى دخپلو وسلودورکولوپرمهال ژمنه وکړه چى نوربه دافغان دولت په وړاندى نه جنګيږي
داپه هلمند کى دهيواد دسولى دعالى شورا دمشر اوستاد بهان الدين ربانى تر وژل کيدو لمړې وسلواله ډله ده چى دولت او سولى ته سلا پرمځکه ايږدى.
دسولى دپروسى سره دغه څلوركسيېه وسلواله ډله دخپل قوماندان سره دهلمند په ناوى ولسوالى کى ىوځاۍ سوى دى.
دسولي دپروسي سره يوځاي سوي وسلوال طالبان واىى پنځه کاله دافغان دولت او بهرنيو ځواکونو په وړاندى جنګيدلى دي ،.
دهلمند والى وويل ټولو طالبانو ته دعوت ورکووچى راسى او دسولى له بهير سره يوځاۍ سى،دده په خبره دغه څلورتنه هغه کسان دى چى غواړى په رسمى ډول دسولى له بهير سره يوځاۍ سى خودمنګل په وينا زرګونو نورو وسلوالو مخاليفينو يى پرته له کوم امتياز نه خپلى وسلى پرمځکه ايښى دى.
داچى ولى خووالي پدي اړه څه ونه ويل ،
خو د اهغه خبرى دى چى طالبانو ردکړى دى.قارى يوسف احمدى وايى طالبان له دولت سره سوله نه کوى او دسولى له پروسى سره يوځاى کيدونکى کسان ددوى ملګرى نه دى.
وړاندى تر دى هم دهلمند په سنګين او مرکزلښکرګاه کى تر شلو زيات وسلوال طالبان له سولى سره يوځاى سوى دى خو هغه مهال هم قارى يوسف احمدى دغه کار غندلى وو او دسولى له بهير سره يى دخپلو ملګرو ديوځاۍ كيدوخبرى ردکړى وى.


۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

دهلمندپه کجکى ولسوالى کى پوره دولتى ادره شتون نلرى .





دهلمندپه کجکى ولسوالى کى پوره دولتى ادره شتون نلرى .
ځاىى چارواکى وايى چى دلته ، ولسوال او قوماندان يوازى په دنده بوخت دي او نورى ادارى هلته شتون نلرى
دهلمندوالى وايى چى دستونزى دحل په موخه به ډيرژرددى ولسوالى ټولى ادارى په کارپيل وکړى .
دکجکى ولسوال ملاشراف الدين په دى ولسوالى کى افغان نيوز ته وويل چى دکجکى ولسوالى خلک دسيمى څخه دجګړى له امله تللى دى .
ولسوال وايى چى يوازى ولسوال او قوماندان دى چى په دى ولسوالى کى خپله دنده پرمخ بيايى .
هغه وويل چى ښوونځى ، روغتونونه، په دى ولسوالى کى شتون نلرى ، او دبيارغونى کارندى ترسره سوى .
ولسوال زياته کړه چى دکجکى ولسوالى لويه لاره هم دخلکو پرمخ پرانيستل سوه ، اوله اړونده اورګانونوڅخه يه غوښتنه وکړه چى خپلى ادارى دكلونوكلونوورسته بيرته پرانيزى او کارونه دى پيل کړ ى.
خو دهلمندوالى محمد ګلاب منګل وايى چى دوى دکجکى ولسوالى د ادارى دپياوړى کيدولپاره کار پيل کړى دى چى ، په نيږدى وخت کى به هلته دټولو ادارو اړونده څانګى پرانيزى .
هغه ووىل چى له دى وروسته به دخلکو هغه ستونزه چى دادرو دنشتون له امله رامىنځته سوى دي حل كړي ،
وړاندى تردى دکجکى ولسوالى ستره ستونزه دهغه لويى لارى بنديدل وه ه چى دلښکرګاه او کجکى ولسوالى ترمينځ پرته وه .
اوس دکجکى لويه لاره هم پرانيستل سوى ده او خلک يه زيات هيله من کړى دى چى په دى ولسوالى کى به امنيت نورهم ټينګ او خلکوته به دزده کړى ترڅنګ دروغتيا لپاره هم اسانتياوى برابرى سى.داچي كله به ټولوپرتوستونزودحل لاري چاري لټول كيږي وخت به ورته انتظاركوي ،

په سنګين ولسوالي كي دماين په چادونه كي دزيان منوكسانوسره نغدي مرسته




په سنګين ولسوالي كي دماين په چادونه كي دزيان منوكسانوسره نغدي مرسته
دهلمندولايت څخه رسنيوته په استول سوي خبرپاڼه كي د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي د فرمان له مخې د هلمند د سنگين ولسوالى له هغه ټپيانوسره نغدي مرسته ترسره سوله چې څوورځې وړاندې ددې ولسوالى د امان الله كاريزپه سيمه كې يې موټرد وسلوالوطالبانولخوا پرښخ كړل سوي ماين وربرابرسوو اوپه پايله كې يې ۱۹تنه ولسي وگړي شهيدان اوپنځه تنه ټپيان سوله.
دخبرپاڼه زياته وي چي دغه مرسته د هلمند د والي محمد گلاب منګل لخوا هغه مهال يادوټپيانوته وركړل سوله كله چې نوموړي په شوراب پوځي اډه كې ددې ټپيانوله روغتيايي حالت څخه ليدنه كوله.
دخبرپاڼي پهحواله د هلمند والي په دې پيښه يوځل بيا ژوره خواشيني څرگنده كړه د ټپيانواوشهيدانوله كورنيوسره يې خپله خواخوږي ښكاره اود الله له دربارڅخه يې دوى ته د عاجلې شفا غوښتنه وكړه.




دوه وسلوال طالبان وژل سوي ديوه بل دنيولوترڅنګ يوقاچاق وړونكي هم نيول سوي دي ،


دوه وسلوال طالبان وژل سوي ديوه بل دنيولوترڅنګ يوقاچاق وړونكي هم نيول سوي دي ،
په هلمند كې په دووجلاعملياتوكې د وسلوالوطالبانويوقوماندان وژل سوى اوبل نيول سوى دى دهلمندولايت څخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي د هلمند د نهرسراج ولسوالى د شيندك مانده په سيمه كې د جمعې په ورځ د گډوځواكونوپه ځانگړيوعملياتوكې د ملاعبدالرازق په نوم د وسلوالوطالبانويوتن لوړپوړى قوماندان نيول سوى دى.
خبرپاڼه زياته وي چي په عملياتوكي كوم چاته زيان نه دي اوښتي ،
خبرپاڼه وړاندي زياته وي په همدې ورځ ددې ولايت په نادعلي ولسوالى كې د هارون په نوم د وسلوالوطالبانويوتن قوماندان چې ددې ولسوالى د كوپكې اولوى مانده د سيموعمومي پوځي مسؤل وود گډوځواكونوپه ځانگړيوعملياتوكې وژل سوى دى.
بل پلوله نيشيي توكوسره د مبارزې پوليسود جمعې په ورځ د نهرسراج دخشكابې په سيمه كې د مخكينيومعلوماتوپربنسټ د تلاشى پرمهال په يوه تراكتوركې ۳۴۰كيلوگرامه وچ تارياك له يوه تورن كس سره نيولي دي.






۱۳۹۰ آذر ۱۶, چهارشنبه

په لښكرګاه ښاركي دماين چاودني دري تنه زخمي كړله ،



په لښكرګاه ښاركي دماين چاودني دري تنه زخمي كړله ،
دهلمندپه مركزلښكرګاه ښاركي موټرپلورنځيوته څيرمه ديوه ريموټ كنټرول ماين دچاودني له امله دملي اوردودوه سرتيري زخمي سوي اوددي ترڅنګ په سيمه كي يوملكي وګړي هم زخمي سوي دي
دپيښي عيني شاهدان وايي چي په چاودنه كي دملي اوردويوتن وژلي سوي هم دي خوكله چي مودملي اردودهغه سرتيروسره چي دماين چاودني ته ورغلي وه وپښتله خوهغيوددي خبري څخه چي ګواكي يوتن يي وژل سوي ناخبري ښه يي او يوازي وايي چي دوه تنه موزخمي سوي دي خوددي پيښي پړه لاتردامهاله كومي ډلي په غاړه نه ده اخيستي ،

په هلمند كې پوليسويوتن طالب وسلوال قوماندان او۱۶تنه د كوكناروكروند گرونيول


په هلمند كې پوليسويوتن طالب وسلوال قوماندان او۱۶تنه د كوكناروكروند گرونيول
خبرپاڼه زياته وي دغه كسان د چهارشنبې په ورځ د گرشك ولسوالى د دښت د باوړيوپه سيمه كې هغه مهال ونيول سول كله چې د كوكنارود كرد مخنيوي كمپاين سيمې ته ورسيد اود كوكنارود كرد مخنيوي كمپاين يې پيل كړ.
په دې ترڅ كې كروند گروله پوليسوپه جگړه لاس پورې كړاوپه دې ترڅ كې پوليسواته باوړى ونړولې اوشپاړس تنه كروند گريې هم ونيول.
دخبرپاڼي په خوله په همدې حال كې پوليسود زړگي په نوم د وسلوالوطالبانويوتن قوماندان له وسلې سره يوځاى په همدې سيمه كې نيولى دى.
په دې پيښه كې چاته كومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې.









څلرويشت تنه ملكي وګړوته مرګ ژوب له واوښتله ،





څلرويشت تنه ملكي وګړوته مرګ ژوب له واوښتله ،
په سنګىن ولسوالى کي دښخ كړل سوي ماىن دچاودني له امله څلروىشت تنوته مرګ ژوبله واوښته.
دهلمند دوالي وىاند داوداحمدي وايي نن دىولسوبجوپرشاوخوادسنګىن ولسوالى اړونددامان الله کلاپه سىمه کي دملکي وګړوپرىوه ټونىس موتردسړک غاړي ماىن وچاوىدي چي له امله يي نولس تنه وژل سوي اوپنځه نورټپىان سويدي .
احمدي وايي دغه ماىن دوسله والوطالبانوله خوا کورنىواوبهرنىوځوکونوته اىښودل سوي وو
دده په خبره پداسي برىدونوکي تل بي ګناولسي وګړوته مرګ ژوب له اوړي
په وژل سوووكسانوکي پنځه تنه ماشومان ،اوپنځه ټپىان سوي کسان داىساف له خواروغتون ته وروړل سوي
ددي پىښي مسولىت تراوسه چاپرغاړه ندى اخىستى

۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبه

په هلمند كې دوه وسلوال طالبان ووژل سوي اودرى ماشومان ټپيان سوي دي




په هلمند كې دوه وسلوال طالبان ووژل سوي اودرى ماشومان ټپيان سوي دي
دهلمندولايت دمطبوعاتي دفترڅخه په خپره سوي خپرپاڼه كي راغلي چي د هلمند د نادعلي ولسوالى د لوى مانده په سيمه كې د يكشنبې په شپه د اتوبجوپه شاوخواكې دوو تنووسلوالووغوښتل د شينې جامع اود شملان د لويې ويالې په عمومي سړك ماينونه ځاى پرځاى كړي چې د ايساف ځواكونولخوا له هواڅخه په نښه اودواړه وژل سوي دي.
دغه كسانوچې په لاسي گاډى كې يې نهه حلقي ماينونه ليږدول غوښتل يې په كرنيزوځمكوكې يې هم ځاى پرځاى كړي ترڅود پوليسوكمپاين ورباندې په نښه كړي خوموخې ته له رسيدووړاندې ووژل سول.خبرپاڼه زياته وي چي
له دې پيښې وروسته پوليس سيمې ته رسيدلي چې په سيمه كې يې د دوو تنوماين خښوونكومړي،ماينونه اوريموډ كنټرولونه ترلاسه كړي اود ولسوالى امنيه قوماندانى ته يې ليږدولي دي
دخبرپاڼي له خولي د گرشك ولسوالى د سپين جومات په سيمه كې درى ماشومان چې د ۱۲او۱۳كلونوترمنځ عمرونه لري د وسلوالوطالبانولخوا د يوه ښخ كړل سوي ماين په چاودنه كې سخت ټپيان سوي دي.
دغه ماين د شنبې په ورځ د دريوبجوپه شاوخواكې هغه مهال په ماشومانووچاوديد چې يادوماشومانوخپل پلارته ډوډى اواوبه وروړلې چې د چاودنې ښكارسوله ،

۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبه

په هلمند كې په دووځانگړيوعملياتوكې پنځه تنه ونيول سول






په هلمند كې په دووځانگړيوعملياتوكې پنځه تنه ونيول سول
د هلمند په گرشك ولسوالى كې د ميرزاخان په كلي كې د گډوځوانولخوا ددې كلي د خان ميرزاخان په كورځانگړي عمليات ترسره سول چې په ترڅ كې يې په نوموړي كوركې ۱۷۳كيلوگرامه تارياك،شل جوړې د ملي اردوجامې،دوي جوړې د ملي امنيت ،دوي جوړې د پوليسواويوه جوړه د ځانگړوځواكونو جامې،دوه ميله پيكا ماشينگڼې،اته ميله كلاشينكوف،يوميل راكټ،دوه ميله تومانچې ،دوه كړى لاسي بمونه ،درى صندوقه د پيكا مرمى،پنځه پايې مخابرې اوځينې نورتوكي ترلاسه سوي دي
دولايت دمطبوعاتي دفترڅخه په يوه خپروه سوي خبرپاڼه كي راغلي چي په دې عملياتوكې پخپله ميرزاخان هم نيول سوى چې دا مهال ترپلټنولاندې دى.
دخبرپاڼي له قوله په همدې ورځ په مارجې ولسوالى كې د گډوځواكونوپه ځانگړوعملياتوكې ملاعبدالغني،ملاعبدالباقي،ملاعبدالصمد اوملاعبدالواسع نيول سوي اوگډوځواكونوله ځان سره وړي دي.
نيول سوي كسانوپه دولتي اوبهرنيوځواكونوپه بريدونو،چاودنواونورتخريبي كړنوكې فعاله ونډه درلوده.

دناوي ولسوالي امنيتي چارواكي دانتقال پروسي ته بشپرړچمتوالي لري ،







دناوي ولسوالي امنيتي چارواكي دانتقال پروسي ته بشپرړچمتوالي لري ،
دچارواكوپه خبره په ناوي لسوالي كي دسيمه ييزوپوليسوپه مټ پدي ولسوالي كي په امنيتي چاروكي پراخ بدلون راغلي اوددي ولسوالي امنيت دپخواپه پرتله ښه سوي دي ،
په يادولسوالي كي پنځوس تنه سيمه ييزپوليسوته ددريواونيوپه اوږدوكي ترزدكړي وروسته ورته دفراغت بري ليكونه ووه ويشل سوله ،
دناوي ولسوالي چاراواكي وايي دوي به ددي ولسوالي امنيت څنګه چي ښايي هغه سي خوندي كړي ،
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي ،
د نا وي ولسوالي د عينک ،خلچ ،هزا ر اسپ او سرخ دو ز دسيمو پنځوس تنه سيمه ايزو پو ليسو ته ددريو او نيو په او ږدو کي دامريکايي سمندري ځواکونو دخوا د جنګي تا کتيکونو بشري حقوقو د خلګو سره دښه چلند دافغا نستا ن دقا نون دنشيي توکو دمخنيوي په اړه زده کړي ورکول سوي چي ديو لړ مرا سيمو پرمهال ورته فا رغت ليکونه ورکړل سوله ،
دناوي ولسوال عبدالمناف خان وايي چي په دي ولسوالي کي دسيمه ايزو پوليسوپه جوړيدو سره يي امنيتي چاري پياوړي سوي دي .
دده په ويناچي دوي تردي مهاله يواځي دناوي ولسوالي له اوو سيموڅخه په دريوسيموکي سيمه ايز پوليس لري چي په نژدي راتلوونکي کي به ددي ولسوالي په ټولوسيموکي سيمه ايز پوليس دسيمي دمشرانوپه غوښتنه جوړکړي .
ولسوال په ويناچي په نژدي څو ورځوکي به ددي ولسوالي دامنيتي چارو مسوليت له بهرنيوځواکونوڅخه کورنيوځواکونوته وسپارل سي .
دي زياته وي چي په ناوي کي ټول امنيتي ځواکونه چمتودي چي دامنيتي چارو مسوليت له بهرنيوځواکونوڅخه په خپل غاړه واخلي .
دناوي ولسوالي دعينک په سيمه کي دسيمه ايزوپوليسوقوماندان حاجي حيات الله وايي چي دوي خلکوته وښودل چي سيمه ايز پوليسوپه سيمه کي ګټور دي .اوهمدارنګه دماين ايښودونکواوځينونورو هغه کسانوچي ښوونځي اوروغتيايي مرکزونه ورانوي دهغوي مخه به په کلکه نيسي .
دي وايي دعينک په سيمه کي وړاندي ځيني ناامني وي چي له همدي امله دوي په زياتوستونزوکي راګيروه خوله کله څخه چي سيمه ايز پوليس يي جوړکړي ګني امنيتي ستونزي يي هواري سوي دي .
داچي دناوي ولسوالي امنتي چارواكي په خپله ولسوالي كي دانتقال پروسي ته پوره چمتوالي ښه خوڅوورځي وړاندي ددي ولسوالي دخلكواستازي اودولايتي شورامنشي په ناوي ولسوالي دانتقال پروسه دسيمه ييزشورااولسوال ترمنځ پراته اختلافاته په كتوسره ياده پروسه نيمګړي اودماتي سره مخامخ وه بلل ،
داسي ويل كيږي چي دامنيت دانتقال په دوهمه پروسه کي چي دهلمنددنادعلي،اومارجي ولسواليوترڅنګ به دناوي ولسوالي امنيتي چاري هم دبهرنيوځواكونوڅخه افغان ځواكونوته وسپارل سي داچي دناوي ولسوالي امنيتي چاري به دپرتواختلافاتوترسره سره به يي څه ډول افغان ځواكونه امنت تامين كړي وخت به يي جواب ووايي ،

د هلمند په نادعلي ولسوالى كې د يوې منځنى ښوونځى ودانى جوړه سوله ،






د هلمند په نادعلي ولسوالى كې د يوې منځنى ښوونځى ودانى جوړه سوله ،
دغه ښوونځى د چي د نادعلي ولسوالى په ناقل آباد سيمه كې ددې ولسوالى د مسؤلينواود ټولنيزې شورا د غړولخوا د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل سوله
دغه ښوونځى چې په نوموړې سيمه كې د ايساف ځواكونولخوا د تيروشپږومياشتوپه اوږدوكې جوړسوى چي پكښې شپږدرسي خونې،يوه تحويلخانه اونورملحقات لري اوپه څه باندي دوه مليونه اته سوه زره افغانى لگښت راغلى دى.
اود احاطې په ديوال يې پنځوس زره امريكايي ډالره لگښت راغلى چې هغه هم د ايساف ځواكونولخوا وركړل سوي دي.
پدي ښوونځي كې دا مهال ۲۳۱تنه زده كوونكي په زد ه كړوبوخت اود څلوروښوونكولخوا ورته زده كړې وركول كيږي.
بايد ووايوچې دغه ښوونځى پنځه كاله وړاندې د وسلوالوډالبانولخوا ونړول سله اوپه يوه كنډواله يې بدل اوپكې درسي چاروته د پاى ټكى كيښودل.

۱۳۹۰ آذر ۸, سه‌شنبه

په هلمند كې دوه تنه وسلوال طالبان ووژل سول


په هلمند كې دوه تنه وسلوال طالبان ووژل سول
د هلمند د نادعلي ولسوالى د لوى مانده په سيمه كې د گډوځواكونولخواپه ترسره سووعملياتوكي دوه تنه دوسلوالوطالبانوقومندانان ووژل سول.
په دې عملياتوكې د دوى يوه عراده موټرسيكل هم له منځه وړل سوى اوپه سيمه كې ولسي وگړوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
په دې عملياتوكې گډوځواكونوته هم كومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه دوه قوماندانان چې هريوه يې د لسولسوتنومشري په غاړه درلوده ددې ولايت په نادعلي اوگرشك ولسواليوكې يې په افغان اوبهرنيوځواكونوپه بريدونودماين په چاودنواونورتخريبي كړنوكې فعاله ونډه درلوده چي دخاصوعلمياتوپرمهال لمنځه تللي دي
دولايت دمقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي امينتي ځواكونه به تل دوسلوالوطالبانوپروړاندي خپل عمليات جاري ساتي ،

۱۳۹۰ آبان ۲۴, سه‌شنبه

‫دهلمند امنيه قوماندان وايي دنادعلي ولسوالي په ماتكي سيمه كي يي دري وسلوال طالبان وژلي



‫دهلمند امنيه قوماندان وايي دنادعلي ولسوالي په ماتكي سيمه كي يي دري وسلوال طالبان وژلي
او يو تن يي دوسلي سره يوځاى نيولي دى.محمد حكيم انګار وويل پوليسو ته په دي عملياتو كي زيان نه دى رسيدلي او هدف يي په نادعلي كي دعملياتو څخه دادى چي دنشه يي توكو دكركلي دله منځه وړلو ترڅنګ هلته واړه واړه وسلوال تحروكات له منځه يوسي.دغه عمليات تيره ورځ ترسره سوي دي او تر دي دمه وسلوالو طالبانو په دي اړه څه نه دي ويلي.خو قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي چي دهلمند ولايت په موسي كلا او نهرسراج ولسواليو كي يي يوټانګ له منځه وړى او پنځه تنه بهرني سرتيري وژلي دي خو دغه خبره په هلمند كي دولتي او بهرنيو ځواكونو نه ده منلي.

دملي امنيت كاركوونكوپه لښکرګاه ښاركي يوموټربم دچاودني څخه وړاندي ونيوي .





دملي امنيت كاركوونكوپه لښکرګاه ښاركي يوموټربم دچاودني څخه وړاندي ونيوي .
دغه موټربم دلښكرګاه ښاردتورټانګ په سيمه کي مختارته نژدي په يوه کوڅه کي ځاي پرځاي سوي وه .
دملي امنيت مرستيال وايي چي دغه موټربم يي په سيمه کي دقيقواوپټومعلوماتوپراساس ونيول سوودده په خبره ترهګرو غوښتل دهلمندپروالي اوياامنيه قوماندان دغه بريدترسره وکړي .
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكارسردارمحمد سروري
په هلمندكي دملي امنيت كاركوونكودلښکرګاه ښار دتورټانګ په سيمه کي مختار ته نژدي په يوه فرعي کوڅه کي هغه موټربم ونيوي چي ترهګروپکښي شاوخوا ٢٣٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ځاي پرځاي کړي وه .
دهلمنددملي امنيت رياست اپراتيفي مرستيال ډګروال محمود وايي چي دغه موټرسهارمهال په دي سيمي كي دترهګرو له خواځاي پرځاي سوي ووچي دوي دځينودقيقومعلوماتوپراساس ونيوي اوپکښي ټول چاوديدونکي توکي يي خنثي کړي دي .
ډګروال محمود وايي چي ترهګرو غوښتل دغه بريددهلمندپروالي محمدګلاب منګل اوياهم پرامنيه قوماندان ترسره کړي .
نوموړي وايي دموټربم په تور تراوسه څوک نه دي نيول سوي خوددوي پلټني رواني دي .
په موټربم کي ټول چادويدونکي توکي په خورا مهارت سره په دراوزو اودننه په ماشين کي ځاي پرځاي کړي وه.
دسيمي اوسيدونکي وايي چي دسه شنبي په ورځ سهارمهال دوه تنه ددوي سيمي ته ورغلي اودغه موټربم يي دمختارد سيمي څخه دتورټانګ دازبکانوپه کلي کي په يوه فرعي کوڅه کي ځاي پرځاي كړاوموټرچلوونكي دمختاردسيمي په لورتللي
داپداسي حال كي ده چي څومياشتي وړاندي دګاونډي هيوادپاكستان څخه يوكامازموټرچي په خورامهارت سره په چاوديدونكوتوكوباروودملي امنيت دكاركوونكولخواونيول سوو،

۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبه

زندانيان په بندكي دكلونوپه تيريدوسره دخپل برخليك نه معلوميدوانديښمن كړي ،







زندانيان په بندكي دكلونوپه تيريدوسره دخپل برخليك نه معلوميدوانديښمن كړي ،
په هلمندكي دمركزي زندان بندي كسان وايي كلونه كيږي چي په بندكي پراته دي خوڅارنوالي ددوي دوسي نه دي سپړلي ،
په جنايي پيښوكي نيول سوي بنديان غوښتنه كوي چي ددوي دوسي دي وڅيړل سي اودوديته دي قانوني سزاوركول سي ،
خوبلخوادهلمنداستناف څارنوالي مشردبنديانوداډول خبري ردوي وايي دوي پرخپل وخت دبنديانودوسي څيړلي خوزياته وي دځينوستونزوله امله دځينوبنديانودوسي داسي پاته وي ،
دهلمندد مرکزي زندان يو شمير زندانيان وايي ددوي دوسيي پروخت نه څىړل کيږي،
ددوى په خبره کلونه کلونه يي دزندان په توروکوټوکي ژوندکړي خوتراوسه يي برخلىک ندى مالوم .
زندانيانوددولت اواړوندي اداروڅخه غو ښتنه وكړه چي ددووسيو په څيړلوکي دي ځنډنه كوي اوددوي دوسي دي څارنوالي دقانون لمخي وڅيړي ،
خو بل خواداستىنا ف څا رندوالي ريس خوشحا ل شفاديا دو بند يا نو خبري ردوي اووايي د استىنا ف څا رنوالي دبنديا نو دووسيي د پنځلسو ورځو څخه تر دير شو ورځو پو ري بشپړه وي او دحکم لپا ره يي محکمي ته ليږي
شفا زيا ته وي محکمه دوي ميا شتي قا نو ني سلا حيت لري چي پر دووسيي غو ر وکړي دده په خبره تراوسه يي دهيڅ ىوه بندي دوسىي کلونه وخت ندى اخىستي
دهلمنددمركزي زندان دبنديانودالومړي ځل نه دي چي پرخپلودوسيوپرڅيړلوټنګاركوي بلكي وړانديترديه هم څوځله دخپلودوسيودڅيړلوغوښتنه كړي اودهرډول قانوني بندپروركولوخوښ دي خوددوي په خبره نه يي څارنوالي اونه يي هم دمحكمي چارواكي ددوي پردوسيوغوركوي اودوي په زندان كي دخپلودوسيوڅيړلوته دلسوكلونوپه تيريدوهم سترګي په لاره دي ،






۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبه

دنادعلي ولسوالي دسيدابادپه سيمه كي زدكوونكي دهرډول درسي توكوڅخه بي پرخي پاته دي ،







دنادعلي ولسوالي دسيدابادپه سيمه كي زدكوونكي دهرډول درسي توكوڅخه بي پرخي پاته دي ،
دنادعلي ولسوالي دسيداباددمركزي ليسي زدكوونكي وايي تردامهاله دپوهني رياست دۍ ليسي ته هيڅ درسي توكي نه دي برابركړي اودوي دامهال په خوراستونزوكي راشكيل دي ،
ددي ولسوالي ولسوال هم دامني چي دپوهني رياست ديادي ليسي سره هيڅ ډول مرسته نه ده كړي اوكچيري دالړي دوام پيداكړي پايلي به يي ډيري خراب وي .،
بل پلودنادعلي ولسوالي دپوهني مديردپوهني رياست پدي توره نه وي چي ددوي سره يي مرسته نه كړي ،
دنادعلي والسوالي اوسيدونكي په خپله ولسوالي كي دښونځي لپاره ددرسي توكونه درلودلوخوراانديښمن كړي ،
دوي وايي كه دولت اودپوهني رياست ددوي ددرسي توكوغم ونه خوري ديادي ليسي زدكوونكي به دپوره يوه كال لپاره بي ښووني اوروزني پاته سي ،
زده كوونكي داهم وايي كه دپوهني رياست داسي چپه خوله ياته وي دنادعلي ولسوالي دسيداباددمركزي ليسي ټول زدكوونكي به ديوي توري تياري شاته پاته وي ،
زده کونکي وايي هره ورځ ښوونځي ته ځي ولي دکتابونو دنشتون له وجي ددوي شوق پر درس ويلو نه راځي ،
په ورته وخت كي دنادعلي والسوالي ولسوال حبيب الله شملاني هم دپوهني رياست په خپلوكارونوكي پاته بولي دده په خبره دسيداباددمركزي ليسي زدكوونكي تردامهاله دهرډول درسي توكوڅخه بي برخي پاته دي اوخپلودرسنوته څنګه چي اړتياده هغه سي لاس رسي نلري ،
شملاني وايي هڅه كوي څوډيرژرددي سيمي داوسيدونكوهرډول ستونزوته دحل لاري چاري ولټوي ،
دنادعلي ولسوالي دپوهني مدير کمال الدين وايي دوي څوځله دپوهني درياست سره ياده ستونزه شريكه كړي خولاتردامهاله ددوي خبري ته چامثبت جواب نه دي ويلي اودزدكوونكوستونزي داسي پرخپل حال پاته دي ،
دكمالدين په خبره تريوحده يي ديادوزدكوونكوستونزي حل كړي خوپه وينايي په نادعلي ولسوالي دپوهني په برخه كي خورازياتي ستونزي لاهم ددوي پروړاندي پرتي دي ،
دي وايي نه يوازي په سيداباد کي زده کوونکي په خامه هستوګن ځاي کي زده کړي کوي بلکي دي ته ورته نوري سيمي هم سته چي زده کوونکي او ښوونکي له ستونزو سره مخ دي .
دنادعلي ولسوالي دسيداباد په ليسه کي اوس مهال دوه سوه ښځينه او نارينه زده کوونکي دوه وخت دمهالويش له مخي خپل زده کړي په خورابدحالت اوپه ستونزمن حالت كي پر مخ وړي ،
نادعلي ولسوالي دلښكرګاه ښارپه پنځلس کيلومتري کي پرته ولسوالي ده چي دناوي ولسوالي ترڅنګ دنادعلي ولسوالي امنيتي چاري دايساف ځواكونوڅخه افغان ځواكوونوته سپارل كيږي خولاپدي ولسوالي كي نه يوازي دپوهني په برخه كي ستونزي لري بلكي په نوربرخوكي هم ستونزي هغه څه دي چي ديادولووړدي ،

پوليسوپه هلمندكي ماينونه اوچاوديدونكي توكي نيولي دي ،






پوليسوپه هلمندكي ماينونه اوچاوديدونكي توكي نيولي دي ،
دهلمنددامنيه قومنداني دكشف مسول سمونوال عبدالكريم حميدي رسنيوته وويل پوليسودخپلوپټومعلوماتولمخي يادماينونه اوچاوديدونكي توكي څلوروتنوسره يوځاي نيولي ،
پوليس په هلمندكي اوس مهال هرډول توانايي لري چي دپيښومخه ونيسي اودهلمندوالوته ديوښه ژوندكولوزمينه برابره كړي ،
داخبري دهلمندامنيه قومنداني داستخباراتومسول سمونوال عبدالكريم حميدي رسنيوته هغه مهال څرګندي كړي چي په زياته اندازه رنګارنګ ماينونه يي په لاس راوړي وه ،
حميدي وايي پوليس پوره توانايي لري چي په لښكرګاه ښاراونوروپرتوسيموكي دهرډول ناخوالواوناامنيومخه ونيسي څوهلمندوال دخپل ژوندخوږي ورځي اوشپي په ښه توګه سره تيري كړي ،
حميدي وايي په نيول سووچاوديدونكوتوكواوماينونوكي ۱۶ حلقي ماينونه چي يويي په راډيواوبل يي هم په يوه كريټ كي ځاي پرځاي كړي ووچي دپوليسوپخواكشفاونيول سوله ،
دده په خبره ديادونيول سووموادوپه توريي څلورتنه هم نيولي چي دامهال دپوليسوسره په واكي اوپښتني اوګرويږني تري رواني دي







۱۳۹۰ مهر ۹, شنبه

په هلمند كې د گڼوولسواليوځوانانوپه لښكرگاه كې له بيلابيلواداروڅخه ليدنه وكړه




په هلمند كې د گڼوولسواليوځوانانوپه لښكرگاه كې له بيلابيلواداروڅخه ليدنه وكړه
دغه پنځوس تنه ځوانان چې د هلمند له لسوولسواليوڅخه د ولايت د ادارې په بلنه څلورورځې وړاندې راغلي ووپه لښكرگاه كې يې له بيلابيلودولتي اداروڅخه ليدنه وكړه ترڅوله نږدې روانې چارې وگوري اوهغه ذهنيت په كليواوبانډوكې چې گواكې په دولتي اداروكې يوازې بهرنيان چارې پرمخ بيايي له منځه يوسي.
له دولتي اداروڅخه د ليدنې دغه لړى د شنبې په روځ پاى ته ورسيده .
هغه غونډه چې له همدې امله د شنبې په ورځ په لښكرگاه كې جوړه سوې وه يادوځوانانوپخپلوويناوكې وويل چې دوى هرڅه له نږدې وليدل اوورته جوته سوه چې په ټولودولتي اداروحې چارې يوازې د افغانانوپه لاس دي اوهغه څه يې چې په كليواوبانډوكې اوريدلي وو تش تبليغات وو.
دغه ځوانانوته د هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې ځينې مغرض كسان په ولسواليوكليواوباڼدوكې ناوړه تبليغات كوي اوغواړي په دې ډول خپلې شخصي گټې خوندي وساتي،ده له ځوانانووغوښتل چې په سيموكې خلك وهڅوي ترڅوخپل ماشومان ښوونځيوته وليږي اوخپل ځانونه اونورځوانان دي د ملي اردواوملي پوليسوپه ليكوكې شامل كړي ترڅوپه ميړانه د هيواد له ملي گټوڅخه دفاع وكړي.
ده وويل چې پرمختگ يوازې د ټوپك په شپيلى كې نه دى بلكې نورې ډيرې لارې چارې هم شتون لري چې په ټولنه كې پرمختگ رامنځ ته كوي.



۱۳۹۰ مهر ۶, چهارشنبه

دهلمنداونيمروزولايتونو ۱۷۸ يوسل اوته اوياپوليسوته پوځي زدكړي وركول سوي .





دهلمنداونيمروزولايتونو ۱۷۸ يوسل اوته اوياپوليسوته پوځي زدكړي وركول سوي .
په هلمندكي ۷۰۷ اوم ساحوي زون مرستيال پاسوال نبي جان ملاخيل وويل پوليسوته دشپږواونيوپه موده كي پوځي زدكړي وركول سوي دي .
په ورته وخت كي دپوليسودښووني اوروزني لپاره نوي وداني هم ګټي اخيستني ته وسپارل سوه .

دلښكرګاه ښاردپوليسودښوونيزمركزڅخه دنيمروزاوهلمندولايت يوسل او اته اوياپوليسوته دشپږاونيوپه موده كي ورته دپوځي زدكړي دكورنيوښوونكوترڅنګ دبهرنيوښوونكوله لوري ورته پوځي مهارتونه ښودل سوي دي .
په روزل سووپوليسوكي ۱۶ تنه ساتن منان اويوسلوودوه شپيته تنه پوليس چي يواوياتنه يې دنيمروزولايت دي په پوځي زدكړوسمبال سوله .
په هلمندكي ۷۰۷ اوم ساحوي زون مرستيال پاسوال نبي جان ملاخيل په خپلوخبروكي دپوليسوڅخه په سيمه كي دښي دندي داجراكولوغوښتنه وكړه .
په ورته وخت كي دپوليسولپاره دښووني اوروزني نوي وداني هم دهلمندوالي اونورودولتي چارواكولخواګټي اخيستني ته چمتوسوله .
چارواكي وايې ياده ودانۍ دبريتانياهيواد له لوري په دولس ميليونه امريكايې ډالره مالي لګښت جوړه سوي اوپكښي هرډول اسانتياوي موجودي دي .
په هلمندكي ۷۰۷ ساحوي زون مرستيال پاسوال نبي جان ملاخيل رسنيوته وويل دوي پلان لري چي په راتلوونكوكي به ښځينه پوليسوته هم دښووني اوروزني زمينه برابره وي اوددوي لپاره به نوي وداني هم جوړه وي څوښځينه پوليسي هم په پوځي زدكړوسمبالي سي .
داپوليس پداسي حال كي پوځي زدكړي ترلاسه كوي چي تيره شپه ديوه پوليسوله لوري چي دوسلوالوطالبانوسره يې اړيكي ټينګي كړي وي دخپلي پوستي اته تنه ملګري ووژل اوپاته دري تنه يې زخمي كړله .
دالمړي ځل نه دي چي وسلوال طالبان دپوليسوپه ليكوكي دپوليسوپه وژلولاس پوري كوي خوموهيمه داده چي دداډول پيښي مخه به څنګه اوكله نيول كيږي ؟

په هلمندكي دوتنه وسلوال طالبان و نيول سول .





په هلمندكي دوتنه وسلوال طالبان و نيول سول .
دهلمنددامنيه قومانداني دجنايې جرمنوپروړاندي دمبارزي مديرعبدالاحدچوپان رسنيوته وويل په نادعلي ولسوالي كي يه دچاڼيزوعملياتوپرمهال دوه ولسوال طالبان ديوميل كلاشنكوف اونوروچاوديدونكوتوسره نيولي دي .

پوليسودهلمندولايت په نادعلي ولسوالي كي دچاڼيزوعملياتوپرمهال دوه تنه وسلوال طالبان ديوميل كلاشنكوف يوه دانه موټرسيكل دري داني ماينونه اوهمدارنګه يوه اندازه چاوديدونكي توكي اوه هغه تاريې هم ورسره نيولي چي دنيولي چي دخلګوغاړي يه ورباندي پريكولي .
دامنيه قومانداني دجنايې جرمنوسره دمبارزي مديرسمونمل عبدالاحدچوپان افغانيوزته وويل دوي په نادعلي ولسوالي كي دچاڼيزوعلمياتوپرمهال نيولي
دده په خبره دمګړي عام خلګ دخپلوپوليسوسره په هربرخه كي مرسته كوي دى زياته وي كه دخلګومرسته داسي داومداره وي دوي به نورهم په خپلوكارنوكي بريالي وي .

هغه وايې دوي به هروخت دخپلوخلګودښه ژوندكولولپاره هلي ځلي كوي .
پوليسو په هلمندكي وسلوال طالبان پداسي حال كي نيولي چي تيره ورځ دامنيه قومانداني اوپه هلمندكي ميشتي پي ارټي ته نږدي يوه موټربم چاودنه رامنځته سوله چي په پايله كي يه دعاموخلګوپه ګډون اته ويشت تنوپوليسوته مرګ ژوبله واوښتله .