۱۳۹۲ اسفند ۸, پنجشنبه

هلمند: شپږم سرحدي زون ۱.۲ملیونه افغانۍ مرسته دکنړپه پیښه کي دوژل سوکورنیودغړوسره کوي

 
راپور۲۷-۲-۲۰۱۴-
یوعشاره دوه ملیونه افغانۍ به دکنړپه پیښه کي دملي اوردودوژل سوکورنیوغړوته ورکول سي .
دغه پریکړه دهلمندولایت دشپږم سرحدزون مسولینواوسرتیروپه هغه غوڼده وکړه چي دوژل سوسرتیرودفاتحي دمراسیموپرمهال په ډاګه کړه .
دشپږم سرحدي زون قوماندان مل پاسموال سلطان محمود (محمود) دغه کاردافغانستان ددوښمنانویوه جوړه سوي دسیسه بولي .
هغه وايې دغه پولان دپولي  هاخوا جوړه سوی ووترڅوافغانانوته خپل کرغړنه څهره  وښه يې اوپدغه کارخپل شمواهدافواودپردیولپاره دیوڅوپیسوپه بدل کي کاروکړي .
محمودوویل افغان وسلوال پوځ نورهم دخپل خاوري اوطن ساتني لپاره پوره اماده ګي لري ترڅوددغه ډول کسانومخه په کلکه ونیسي
هغه وايې دشهیدانو له کورنیو سره به دهمدې زون دافسرانو ، ساتنمنانو او سرتیرو په خوښه دیوې ورځي معاش دمرستي په توګه  دشهیدانو کورنۍ ته ورکول سي .



هلمند :قومي مشرانواودولتي چارواكود كنړوروستۍ پيښه په كلكوټوکوسره وغندله

راپور-۲۷-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې قومي مشرانواودولتي چارواكود كنړوروستۍ پيښه په كلكوټوکوسره وغندله
پدي اړد پنجشنبې په ورځ په لښكرگاه كې د سلگونوقومي مشرانوديني عالمانواودولتي چارواکوپه گډون جوړه سوې غونډه کي وينا والوله دولت څخه وغوښتل چي ددغه ډول پيښودمخنیوي ترڅنګ دي ورته کله پاملرنه وكړي.
پر همدې حال كې ددې ولايت چارواكي وايي چې ټولومامورينود يوې ورځې تنخوا به د كنړپه پيښه كې د ملي اردود وژل سويوسرتيروکورنیوته وركړي.
نورحال دهلمندولات څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دکنړولایت دملي اوردودوژل سووسرتیرودکورنیوسره دغم شریکي په موخه یوه غونډه جوړه سوي وه گډونوالووويل نه يوازې د ملي اردود وژل سويوسرتيروله كورنيوسره په دې غم كې شريك دي بلكې له دولت څخه په كلكه غوښتنه كوي چې پوره پلټنې وكړي ترڅوښكيل كسان پيدا اود قانون منگولوته وسپارل سي .
د دوى په وينا كه دې پيښه كې كوم هيواد لاس ولري دولت بايد پټه خوله پاتې نه سي اوورته غاښ ماتونكى ځواب وركړي ترڅوپه راتلونکوکي دافغانان وژني څخه لاس واخلي .

دوي زیاته وي دافغانستان ګاونډي هیوادونه په ښكاره توگه زموږپه حريمونويرغل كوي چې ددې يرغلونوښه بیلګه دكنړولايت دي چي د تيرودوه كلونوراهیسي یه توغندیزبریدونه دوام لري خودولت يې بيا هم پروړاندي هیڅ ډول غبرگون نه دي ښودلي .
په ورته وخت کي دهلمند والي محمد نعيم وایې د كنړپه وروستۍ پيښه كې د ملي اردود وژل سويوسرتيروله كورنيوسره د هلمند ټول دولتي مامورين د يوې يوې ورځې تنخوا مرسته كوي اوپدغه غم کي دولتي اداره شریکه بولي .

والي وايې دیوه کمیسون له لوري به پیسي راټولي اوپه یوه مناسب وخت کي به دملي اوردودوژ ل سوکورنیوپاته کسانوته په واکي ورکول سي .

داپه داسي حال کي ده چي ددي ولایت د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکوهم دیوي پراخي غونډي په جوړه ولوسره په کنړکي دملي اروددوژل سوپوځيانووژل کیدل په کلکوټوکوسره وغندل .

۱۳۹۲ اسفند ۷, چهارشنبه

هلمند:دډاكتراشرف غني احمدزي د خپل كمپاين په لړكې د لومړي ځل لپاره هلمند ته سفروكړ

 
راپور-۲۶-۲-۲۰۱۴
د ولسمشرى نوماندان ډاكتراشرف غني احمدزي د خپل كمپاين په لړكې د لومړي ځل لپاره هلمند ته سفروكړ
نوموړى د چهارشنبې په ورځ په داسې حال كې هلمند ته ورسيد چې له وړاندې ورته د هلمند زرگونه اوسيدونكي په كرزي لوبغالي كې راټول سوي وو.
دغونډې گډونوالووويل په دې شرط اشرف غني احمدزي ته رايه وركوي چې په هيواد كې د سولې اوامنيت ټينگښت ته ځانگړې پاملرنه اوداهیوادداقتصادي پلوه پرخپلوپښوودروي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسر درامحمد سروري راکوي .
ولسمشرۍ ته نوماندډاکټراشرف غني احمدزي دخپل کمپیاین په لړکي په لومړي ځل هلمندته پداسي حال کي سفروکړچي دولسي جرګي یوشمیروکیلانویه هم ملاتیاکوله .
په هغه غونډه کي چي زرګونه نارینه اوښځوګډون درلود ولسمشرى نوماند ډاكتراشرف غني احمدزي وويل زما لومړنۍ كار به په هيواد كې د سولې او امنيت راوستلوترڅنګ دمره ورووسله والوپخلاکول وي
هغه دهلمندوالوسره ژمنه وکړه که يې بریاخپله کړه نودهلمنددکجکي بندچي یواقتصادي ارزښت لري رغوي اودهلمندوالوټول هغه حقونه چي تراوسه ندي ورکول سوي هغه ددوي په واکي ورکړي .
اشرف غني احمدزي بیاهم ژمنه وکړه زما مشري به د خلكو په لاس جوړه سوې ريښتينې مشري وي او حكومت خلكوته د حق وركولووسيله ده اوزه به دا په عمل كې ثابته کړم .

د نوموړي په وينا چې هيواد كې به كرنې ته زياته پاملرنه كوي اودا پاملرنه به هلمند ته ډيره وي ترڅوددي ولایت کرونده ګردهرډول ستونزوڅخه په امن کوي احمدزي دکرونده ګرودمحصولاتولپاره دبازازموندني اوپه دغه برخه کي پوره مرسته کول دخپلولومړي توبونوڅخه وبلل .
په غونډه  کي گډونوالووويل لوى كندهارد تاريخ په اوږدوكې د هيواد د ساتنې لپاره ډيری وينې تويې كړې اوپه هره برخکي یه قرباني وکړي خودبیاهم دوخت دولتونوورته هیڅ پاملرنه نه ده كړې اوله اشرف غني احمدزي څخه غوښتنه كوي چې دې سيمې ته دنووروولایتوپه څیرډيره پاملرنه راواړه وي .

د دوى په وينا په هيواد كې د پياوړې سولې اوامنيت غوښتونكي دي اود همدې موخې د لاس ته راوړلولپاره به خپلې رايې داشرف غني احمدزي په ګټه وکاروي .

ولسمشرۍ ته دنوماندانودکمپاینونودلړیودشروع سره سم دالومړی ځل دي چي هلمندته یومانددخپل ځان دبریالپاره دخلکوڅخه درايې دورکړي غوښتنه کوي اوهغه ولایت سفرکوي .

۱۳۹۲ اسفند ۵, دوشنبه

هلمند: 7 وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته .

راپور---۲۰۱۴—۲—۲۵-
دعملیتاتوپرمهال په هلمندکي اوه وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته .
دهلمندولایت دامنیه قومانداني دمطبوعاتوامرسمونوال عبدالاحدچوپآن دټلیفون پرکرښه شمشادتلویزیون ته وویل تیره 

ورځ دلښکرګاه ښاردمخترکلاپه سیمه کي دامینه قوماندانۍ دځانګړي قطعي ځواکونواودلومړي کنډک پولیسو

چاڼیزعملیات کړي چې په پایله کي یه  څلوروسله وال طالبان ووژل سول . اودري تنه نوري ټپي سوي هم دي .

دچوپان په خبره په دغه عملیاتوکي یوتن دجمعه خان په نامه دیوه ماین سره لاس په لاس نیول سوي دي

هغه وايې په یادوعملیاتوکي چي دورځي ترپایه يې دوام درلودپنځلس کړي ماینونه هم پولیسوپه سیمه کي کشف اولمنځه وړي دي .

خوتراوسه وسله والوطالبانوپدي اړه څه نه دي ویلي .

تازه خبر.په موسي کلاولسوالۍ کي ۱۲ وسله وال طالبان ووژل سول

راپور---۲۰۱۴—۲---۲۴-
د هلمندپه موسي کلاولسوالۍ کي ۱۲ وسله وال  طالبان ووژل سول .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ مطبوعاتي امرسمونوال عبدالاحدچوپان وايې ددوشنبي په ورځ دموسي کلاولسوالۍ دسري کلاپه سرګردان بازارکي دملي اوردواوملي پولیسوپه ګډوعملیاتوکي ۱۲ وسله وال طالبان ووژل سول .
چوپان وايې پدغه عملیاتوکي چي دسهاره پیل دماپښین تردریوبجويې دوام درلودچي په پایله کیه دیادووسله والودوژلوترڅنګ یومیل پیکه .یومیل راکیټ . او۸ عرادي موټرسیکلونه يې په سیمه کي سوځولي دي ،
دده په خبره پده غه عملیاتوکي ملي اوردواوملي پولیسوته کوم زیان ندي اوښتی .

خوپدي اړه تراوسه وسله والوطالبانوڅه نه دي ویلي .

بریتانیاهیواد به هر كال له هلمندولایت سره ۱۸۰ مليونه ډالرمرسته کوي .

راپور-۲۴-۲-۲۰۱۴
بریتانیاهیواد به هر كال له هلمندولایت سره ۱۸۰ مليونه ډالرمرسته کوي .
دغه ټکي د شنبې په ورځ په دې ولايت كې د ولايتي بيا رغونې دډلې مشرې دپي ارټی په رسمي توګه ځاي چارواکوته دسپارلوپه جوړوسومراسیموکي خبريالانوته په ډاګه کړ.
دنوموړي په وینایادي پیسي به ديوه منظم سيستم له لارې د افغان دولت په واك كې وركړي وروسته به ددوي ترکلکي څارني لاندي په دي ولایت کي په پرمختیايي چاروولګول سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي ميشتې ولايتي بيا رغونې ډلې يا پي آرټي مشرې ميرمن بلينډا وايي پدي ولایت کي یه د ولايتي بيا رغونې د ډلې ودانۍ رسما ځايي چارواكوته وسپارله چي یوشمیرمامورین يې لاله وړاندي ښوراب پوځي اډي ته لیږدول سوي چي دراتلونکومیاشتي ترپایه به په بشپړه توګه وځي .
دنوموړي په وینابریتانیادولت ژمن دي چي هرکال به له افغانستان سره ۱۸۰ ملیونه ډالره مرسته کوي چي داپیسي به ددوي له لوري دیوه منظم پلان لمخي په هلمندولایت کي په بیلابیلوبرخوکي ولګول سي .

پرهمدي مهال دهلمند والي محمد نعيم وايي چې د پي آرټى د ودانۍ يوه برخه به د عامې روغتيا اوبله به يې ملي اردوته وسپاري والي وايې لكه څنگه چې بهرنيوځواكونودیادي ودانۍ څخه ساتنه كړې دوى به يې هم په کلکه ساتنه وکوي .

د نوموړي په وينا افغان ځواكونوته پدي ولايت كې نورتاسيسات هم سپارل سوي چي ورسره يې امنيتي ساحه هم پراخه اودوي خپلي چاري په ښه توګه سمبال کړي دي .

د يادونې وړده په هلمند كې ميشتې ولايتي بيا رغونې ډلې د انگلستان هیوادترمشرى لاندې له تيرو۷ كلونوراپه ديخوا فعاليت درلود چې په بيلابيلوبرخوكې يې دپرمختيايي چاروترڅنګ دامینت په راویستلوکي یه هم ددولت سره مرسته کوله .

هلمند; ولسمشرۍ ته دنوماندډاکټرعبدالله عبدالله په ملاتړغنډه جوړه سوه .


راپور-۲۴-۲-۲۰۱۴
په هلمندکي ولسمشرۍ ته دنوماندډاکټرعبدالله عبدالله په ملاتړغونډه جوړه سوه .
یادواوسيدونكوپه خپلوخبروکي عبدالله عبدالله يوجهادي شخصيت ياد كړاود هلمند په اوسيدونكويې څخه غوښتنه وکړه چې خپلې رايې د نوموړي په گټه وكاروي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
ولسمشرۍ ته دنوماندډاکټرعبدالله عبدالله پلویانووویل هغه  د افغانستان په جهاد كې فعاله ونډه اخيستې اود دوى د سنگرملگرى اوددې ترڅنگ يې په سياسي ډگركې هم ديوه فعاله شخصيت په توګه کارکړي نوځکه يي په راتلونکوکي ملاتړکوي .

ددوي په وینانه یوازي به هغه خپله رایه ورکوي بلکي به تروسه په ټول هلمندکي دهغه په ګټه کمپاینونه هم کوي ترڅوهغه بریاته ورسوي .
دوى همدا رازپه غونډه كې د ولسمشرى نورنوماندن هم د هيواد وتلي سياسي شخصيتونه ياد كړل خوزياته يې كړه دوي به له ډاکټرعبدالله عبدالله کلک ملاتړکوي .
په هلمندکي په رسمي ډول دکمپاینونودلړیودشروع سره سم دیوشمیرنوماندانوپلویانودهغوپه ملاتړغونډي جوړي کړي خوداسي کسان ډيرترسترګوکیږي چي دبیلابیلونوماندانودملاتړپه جوړوسوټاکنیزومباررزوکي ګډون کوي چي یوه ورځ دیوه نوماندااوهمدارنګه بله ورځ دویه بل نوماندا څخه خپل ملاتړاعلانه وي .


۱۳۹۲ اسفند ۴, یکشنبه

هلمند: څلوروسله وال طالبان ووژل سول .

راپور---۲۰۱۴--۲--۲۴-

په هلمندکي څلوروسله وال طالبان ووژل سول .
دهلمنددامنیه قوماندانۍ چارواکي وايې وسله والوطالبانوتیره شپه دګرشک ولسوالۍ دمرمنداب په سیمه کي دمحلي پولیسوپریوه امنیتي پوسته بریدکړي دي چي په پایله کي یه دوه سله وال ووژل سول اومیل کلاشنکوف هم دپولیسولاسته ورغلي دي .
دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتوامرسمونوال عبدلاحدچوپان وايې پرهمدي مهال دکجکي ولسوالۍ دچکاوپریوه امنیتي پوسته هم وسله والوبریدکړي دي چي له امله يي دوه وسله وال وژل سوي اویومیل راکټ هم دملي پولیسولاسته ورغلی دي .
خوددي پیښوپه اړه تراوسه وسله والوطالبانوڅه نه دي ویلي دي .

داپداسي حال کي ده چي پدي ولایت کي له یوي خواورځ تربلي دراتلونکوټولټاکنوورځي رانږدي کیږي خوله بلي خواامنیتي ستونزي هم ورسره دپام وړزیاتي سوي دي .

هلمند:دایساف په یوه هوایې بریدکي دیوي کورنۍ دریوکسانوته مرګ ژوبله واوښته .

راپور---۲۰۱۴--۲۲۴
په هلمندکي دایساف په یوه هوایې بریدکي دیوي کورنۍ دریوکسانوته مرګ ژوبله واوښته .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتوامرسمونوال عبدالاحدچوپان وايې تیره ورځ ددي ولایت دسنګین ولسوالۍ دځنګل په سیمه کي دایساف ځواکونوپه یوه هوايې بریدکي یونهه کلن ماشوم وژل سوي یوه اوه کلنه نجلي اوپلاريې ټپي سوي دي .
دچوپان په خبره ایساف ځواکونوپروسله والوطالبانوغوښته بریدوکړي چي په تیروتني یه دیوه ملکي کس پرکورهوايې بریدکړي چي یاده مرګ ژوبله يې اړه ولي ده .
چوپان زیاته وي ایساف هم داومنله چي دوي په تیروتنه کي پرملکي کوربریدکړي .

خوپرملکي کسانوهوايې برید اویاهم وژنه دایساف له لوري کومه نوي خبره نه ده دلته ډیری وختونه دایساف ځواکونوپه هوايې بریدونواوحملوکي ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوړي چي یوازي په بخښني سره هرڅه پایته وره سیږي .  

هلمندکي دولسمشرۍ دنوماندډاکټراشرف غني احمدزي ټاکنیزدفترپه رسمي ډول په کارپیل وکړ.

راپور-۲۳-۲-۲۰۱۴
په هلمندکي دولسمشرۍ دنوماندډاکټراشرف غني احمدزي ټاکنیزدفترپه رسمي ډول په کارپیل وکړ.
نوموړى دفترد يكشنبې په ورځ په لښكرگاه كې د يوې پراخي غونډې پرمهال چي ددې ولايت سلگونواوسيدونكوهم گډون درلود پرانيستل سو.
ددفترمسولین وايي چې د احمدزي د كمپاينونولړۍ به ددې ولايت ولسواليواوليرې پرتوسيموته هم وغځوي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د ډاكتراشرف غني احمدزي د تبليغاتي كمپاين مسؤل محمد ولي عليزى وايي چې دا مهال يې يوازې په لښكرگاه كې ياد دفترپرانيست اوپه پلان كې ده چې ددې كمپاينونولړى به له همدې دفترڅخه ددې ولايت ولسواليواوليرې پرتوسيموته هم وغځوي.
علیزي وویل دوي به په هلمندکي داشرف غني احمدزي دبریالپاره له ټولوقومونوسره له نږدي وګوري اوهغویوته به داحمدزي دتګ لاري په هکله هم پوره پوهاوي ورکوي .

همدا رازددې غونډې گډونوال اشرف غني احمدزى د ولسمشرى لپاره يووړكس وباله اوزياته يې كړه چې هغه د نړى په كچه پيژندل سوى اودده پوهه اوتجربې په ډيروهيوادونوكې بې ساري دي نودوي هیله منددي چي دده په راتګ سره به په افغانستان کي لسیزوناخوالوته دپای ټکي کښیښودل سي .

 دوى په وينا چې خپلې رايې به د ډاكتراشرف غني احمدزي په گټه استعمال كړي اود هلمند له ټولواوسيدونكويې وغوښتل چې د ولسمشرى لپاره همدغه شخصيت انتخاب كړي ترڅوهيواد دپرتوناخواولونه راوګرځي اودیوه تحول په لورګامونه پورته کړي .

دا په داسې حال كې ده چې تردې مهاله په دې ولايت كې د ولسمشرى د نورونوماندانولكه ډاكترزلمي رسول،عبدالرب رسول سياف،گل آغا شيرزي اوډاكترعبدالله عبدالله د كمپاینونودفترونه پرانيستل سوي دي.

۱۳۹۲ اسفند ۳, شنبه

هلمند: یوشمیردولتيکیان دپارلمان اوولایتي شوراغړي ددولتي امکاناتونه په استفاده دیوه نوماند په ګټه کارکوي .

راپور-۲۲-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې یوشمیرچارواکي د پارلمان اوولایتي شوراوكيلان د ولسمشرۍ د نوماندانوكمپاينونه پداسي حال کي پرمخ وړي چي خپلي دندي یه هم نه دي پرایښي .
دا څرګندونې د شنبې په ورځ د ټاكنود خپلواك كمسيون اړوند د رسنيود كمسيون يوتن استازي په هغه يورځني وركشاپ كې چې د رسنيود لايحې د پيژندې په موخه جوړه سوي وه په ډاگه كړه .
په دې وركشاپ كې د هلمند اونيمروزولايتونودخبريالانوترڅنگ ځينودولتي مسؤلينوهم گډون درلود.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د ټاكنود خپلواك كمسيون اړوند د رسنيود نوي جوړسوي كمسيون يوتن استازي نجيب الله اڅكزي وويل د تيرودوو ورځوراپه ديخوايې په دې ولايت كې څيړنې ترسره كړې اودا پايلې يې ترلاسه كړې چې په دې ولايت كې نه يوازې ځينې دولتي مسؤلين  بلكې د ولايتي شورا اوولسي جرگې د غړولخوا د ولسمشرۍ د نوماندانوكمپاينونه بیله دي چي خپله دنده پریږدي پرمخ وړي.

نوموړي كه څه هم د چانوم په ډاگه نه كړخوزياته يې كړه په دې اړه به بشپړراپورپه مركزكې د ټاكنود شكايتونوكمسيون ته وسپاري اوترهغه وروسته به دغه برخه كې له قانون سره سم گامونه پورته كړي .

په جوړسوي ورکشاپ کي دهلمند  امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگاروویل تراوسه دپوليسواړوند هيڅ دولتي كس په دغو كمپاينونوكې برخه نه ده اخيستې هغه ژمنه کوي که ده پولیسواړوندکوم کس دیوه مشخص نوماند پلي وکړي سمدستي به يې له دندي لري اووسره به قانوني چلندهم وکړي .

دا په داسې حال كې ده چې په دې ولايت كې ځينې خبريالان وايي دا مهال عملا د ددولتي کسانوترڅنګ دولسي جرگې اود ولايتي شورا دځينوغړولخوا ولسمشرۍ ته دنوماندانوكمپاينونه پرمخ وړل كيږي خود ټاكنوخپلواك كمسيون اوچارواكويې په وړاندې هيڅ ډول غبرگون نه دى ښودلى.



۱۳۹۲ اسفند ۱, پنجشنبه

هلمند: پنځه تنه ملکي کسان ووژل سول .

راپور—۲۰۱۴—۲--۲۱
په هلمندکي پنځه تنه ملکي کسان ووژل سول .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتوامرسمونوال عبدالاحدچوپان وايې دهلمندولایت دنوزادولسوالۍ دجازي په سیمه کي وسله والوطالبانودعامه نظم پریوه امنیتي پوسته حمله وکړه چي دیادي حملي په پایله  کي دوسله والومخالفینویوچریکي هوان مرمي پریوه کوروله ګیده چي له امله يي  دوه ښځي اودوه نارینه ځاي پرځاي ووژل سول .
دچوپان په خبره پرهمدي مهال دنادعلي ولسوالۍ دشاول ددښت په سیمه کي یوملکي کس هغه مهال ووژل سوکله چي دسړک غاړي ماین پري وه چاودید.
هلمندولایت دافغانستان یوله ډیروناامنه ولایتونوڅخه دي چي تل پکښي دجنګ جګړوخبرونه ورکول کیږي خوپدي ولایت کي ډیری وختونه په جنګ کي دښکیلوخوادحملواودلويو لارو پرسردماینونودچاودنوله امله ملکي کسانوته درنه مرګ ژوبله اوړي چي تردم ګړیه دملکي کسانودمرګ ژوبله په اړه یوي خواهم پوره پاملرنه نده کړی .



هلمند: 1 طالب وسله وال ووژل سواو9 تنه نوريې ژوندي ونیول سول .

راپور---۲۰۱۴—۲—۲۱-

په هلمندولایت کي یوطالب وسله وال ووژل سواونهه تنه نوريې ژوندي ونیول سول .

پدي ولایت کي دشپږم سرحدي زون اداري مرستیال سمونیارمحمدمعروف بابکرخیل وايې تیره ورځ دخانشین ولسوالۍ دسري کلا.اوملخان په سیمه کي دعقاب ۰۳۲ ترنامه لاندي دعملیاتوپه دوام چي یادي سیمي یه هم دوسله والومخالفینودشتون څخه په بشپړه توګه پاکي کړي
 یووسله وال طالب ووژل سواونه تنه نوري ژوندي هم نیول سوي دي دبابکرخیل په خبره دوسله والوطالبانوسره يې اته عرادي موټرسیکلونه هم نیول دي چي دري عرادي موټرسیکلونه يې دجنګ پرمهال په سیمه کي سوځول سوي دي .
هغه وايي یادعملیات چي تیره ورځ دسهارد۷ بجوڅخه پیل تر۲ بجويې دوام درلود سرحدي پولیسو۷ حلقي مایونه هم په سیمه کي کشف اولمنځه وړي دي .
دی زیاته وي په دي عملیاتوکي یوسرحدي پولیس ټپي سوي هم دي .
بایدوویل سي دتیرولسوورځوراپدیخودهلمندپه سرحدي ولسوالیوخانشین اودیشوکي دشپږم سرحدي زون دپولیسوله لوري دعقاب ۰۳۲ ترنامه لاندي عملیات دراتلونکوټولټاکنودلاښه امنیت په موخه په لاره اچول سوي دي چي دپوره لاسته راوړنوسره سره بیاهم په سیمه کي عملیات دوام لري .



۱۳۹۲ بهمن ۳۰, چهارشنبه

دګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي : دبریښنادبنددبیارغاونې په نوم ورکول سوي پیسي به جیبونوته ولویږي اوکړي ژمني به عملي نسي .

راپور-۲۰-۲-۲۰۱۴
دهلمنددګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي وايې دبریښنادبنددبیارغاونې په نوم ورکول سوي پیسي به جیبونوته ولویږي اوکړي ژمني به عملي نسي .
دغه اوسیدونکي وايې دیادبنددبیابیاجوړنې ژمنې د تيروشپږوكلونوراپه د يخوا دوام لري خوتراوسه يې په عملي برخه كې هیڅ ډول گام هم نه دى پورته سوى.
پرهمدي مهال دهلمنددبریښناریاست مسولین هم دغه ستونزه مني خوزیاته وي په نږدي راتلونکوورځوکي به يې دبیارغاوني چاري پیل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي وايې که څه هم ګرشک یوه ګڼ میشته ولسوالۍ ده خوبیاهم ددولت دنه پاملرني له امله يې اوسنۍ بریښنادژوندکولوستونزي هم نه دي ورحل کړي .
ددوي په ویناددولتي چارواکوپه هره برخه کي پخي ژمنې کړي خوزیاته وي یوازي یه دیادي ولسوالۍ داسیدونکوپه سترګوکي خاوري اچولي اوپه عملي توګه يي هیڅ ډول کارنه ترسترګوکیږي .
دګرشک اوسیدونکي وايې دغه بندته شاوخوا ۷۰ مليونه امريكايي ډالرهم ځانگړي سوي وه خوتراوسه يې بیاهم د جوړيدوڅرك نه لیدل کیږي .

دغه اوسيدونكي وايي دم ګړي بريښنا يوازې بډايواودولتي كسانوته وركول كيږي دوى اړدي چې په شخصي لگښت د ځان لپاره بريښنا چمتوكړي چي دغه کارله ډیروستونزوسره مخ کړي دي .
خوپه ورته وخت کي دهلمند د بريښنا رئيس انجنيرفيض الله هم مني چې د گرشك د بريښنا فابريكه شاوخوا ۵۰ كاله وړاندې چې پكې دوه توربينونه نصب سوي وه جوړه سوې اوتردې مهاله ورباندې د بيارغونې چارې هم نه دي ترسره سوې.

دنوموړي په وینادیوه دتړون لمخي یه چاري بشپړي سوي دي چي په نږدي راتلونکوورځوکي به يي دبیارغاوني کارهم ورسره پیل سي چي مخکي د ګرشك بندیوازي یوعشاریه اته میګاواټه بریښناتولیده وله خودغه کچه به څلورعشاريه اته ميگاواټوته لوړه سي .
بایدوویل سي دګرشک ولسوالۍ دبریښنادبندچاري چي په نږدي ورځوکي به پیل سي چارواکي وايې شاه وخوا۲ کاله به يې کاردوام وکړي چي دراتلونکو۲ کلولپاره به هم دګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي له ګڼوستونزوسره سره دژوندچاري پرمخ ویسي .