۱۳۹۳ خرداد ۱۰, شنبه

هلمند: دبریښنانه شتون ښاریان له خوارګڼوستونزوسره مخ کړي دي.

راپور-۳۱-۵-۲۰۱۴
د تيرې يوې مياشتې راپه ديخوا د لښكرگاه ښاراوسيدونكي دبریښنانه شتون له سختوستونزوسره مخ کړي دي .
ددي ولایت اوسیدونکي وايې دولتي اداره پدغه برخه کي هيڅ رازمرسته نکوي چي دګرمۍ په دي موسم کي له یوي میاشتي راهیسي دبریښنانه شتون خوراډیری ستونزي له ځانه سره زیږه ولي دي .
خوبلخوابیادبريښنا چارواكي واييدوه ځله دكجكي د بريښنا دوهم توربين له تخنيكي ستونزوسره مخ سوى اوددې ترڅنگ د سنگين ولسوالۍ په نا امنوسيموكې هم د بريښنا مزي د جگړوله امله پرې سوې دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دلښكرگاه ښاراوسيدونكي وايي دتیري یوي میاشتي راپیدي خواپه دي ولایت کي دبريښنا د نشتوالي له امله له گڼوستونزوسره مخامخ سوي دي چي تردي مهاله نه دولتي چارواکواونه هم دبریښناریاست مسولینویه دحل کلوپه موخه کوم ګام پورته کړي دي .
دوي همدارازله دولت څخه غوښتنه كوي چې په دغه برخه كې دي اساسي كارترسره اود اوږدمهال لپاره دي یاده ستونزه هواره كړي .

ددوي په خبره دبریښناریاست چارواکي په خپلواجراتوکي پاته راغلي اودتیرودولسوکلونوپه تیریدوسره يي بیاهم ددي ولایت اوسیدونکولپاره دبریښناستونزه حل نکړه .
پرهمدي مهال دهلمند د بريښنا رئيس انجنيرفيض الله وايي د كجكي دبريښنا فابريكه كې دووتوربينونوفعاليت درلود چې يوتوربين د تيروشلوورځوا راپه ديخوا درى ځله له تخنيكي ستونزوسره مخ سوى چې ترمیم چاري یه هم دوام لري
هغه زیاته وي په سنگين ولسوالۍ كې ځينې سيمې پوره ناامنه دي چي پکي دبریښنامزي دشکیلوغاړود جنګ جگړوپرمهال پرې سوي چې دا مهال دلښکرګاه ښاراوسیدونکي بریښنانلري .

نوموړي هم دغه ستونزه مني چي دهواري په موخه يې تراوسه وړگام نه دى پورته سوى چې دا مهال لښكرگاه ښارشل ميگاواټه بريښنا ته اړتيا لري خودوى يوازې درى ميگاواټه ورته د جنراتورونوپه مټ برابره كړې ده چي هیڅ رازبسنه نکوي .

دبریښنادبندیدواودمزودپریکیدوخبره نوي نده ځکه هرکال په همدي موسم کي دجنګ جګړواوناامنیوله امله دبریښنا مزي پریکیږی چی په ورځو ورځو په لښکرګا ښار کی بریښنا نه وي چي ښاریان يې له ګڼوستونزوسره مخامخ کړي هم وي .

۱۳۹۳ خرداد ۸, پنجشنبه

په هلمند كې اوس هم له امنيتي اړخه یوډول گواښونه اوننګوني موجودي دي.

راپور-۲۹-۵-۲۰۱۴
په هلمند كې اوس هم له امنيتي اړخه یوډول گواښونه اوننګوني موجودي دي.
ددي ولایت د۲۱۵ میوندقول اردومسؤلين وايي كه څه په دې ولايت كې دغه ننگونې شتون لري خودويه هم په مخنيوي كې پاتې نه دي راغلي اود نوروولايتونوپه پرتله يې دلته دوسله والوهرډول پلانونه مات کړي اوهغویوته يې درنه ماته هم ورکړي ده .
پرهمدي مهال بیاددي ولایت دملي امنیت چارواکي وايې وسله وال طالبان دسیمي داستخباراتي کړيوپه لارښوونه له نويوجنگي تاكتيكونوكاراخلي اودخلکوادولت ترمنځ فاصیله جوړه وي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردوقوماندان تورن جنرال اركانحرب سيد ملوك وايي که څه هم پدي ولایت کي امنیتي ننګوني دنوروولایتونوپه پرتله لوړي دي خوبیاهم دهیواددنوروقول اردوګانودځواکونوپه څیرددوي دقول اردودسرتیرونه غيرحاضري اوخپلودندوته کلکه ژمنتيا ددې لامل سوې چي دوسله والوطالبانوګواښونه يې له ماتې سره مخ كړي دي.

دنوموړي په ویناددوي په روزنیزمرکزکي دکورنیوښوونکولخواسرتیروته پوره مسلکي روزنه . دملي یوالي انګیزي ددي باعث سوچي په هرډول حالاتوکي بیاهم خپلودندوته ژمن پاتې سوي دي.
خوپرهمدي مهال بیاددې ولايت د ملي امنيت رئيس تورن جنرال محمد نعيم مؤمن وايي دم ګړي پدي ولایت کي وسله والو مخالفینودمخامخ جګړي توان له لاسه ورکړي ولي دسیمي استخباراتي کړۍ پوره هڅه کوي چي ددوي دتکتیکونودبدلولوترڅنګ داولس اودولت ترمنځ پوره واټن هم رامنځته کړي .

که څه هم نوموړي په واروارپه افغاني چاروکي دسیمي داستخباراتي کړیولاس وهنه یاده کړي خوبیاهم تراوسه پدغه برخه کي کوم مثبت ګام نه دي پورته سوي .
که څه هم ددوهم پړاوټاکنوته یوازي ۱۶ ورځي نوري پاته دي خوددي ولایت امنیتي چارواکي لاله وړاندې پدغه برخه کي دپوره چمتوالي خبرورکوي .


۱۳۹۳ خرداد ۷, چهارشنبه

هلمند: په تیره یوه میاشت کي ۱۵۶ تنووسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتي ده .

راپور-۲۸-۵-۲۰۱۴
په هلمند كې به د راتلونكي چنگاښ د مياشتې په اوله به پراخه چاڼيزعمليات پیل کړو.
دغه څرګندونې ددي ولایت امنیه قوماندان له رسنیوسره په یوه ګډه خبري ناسته کي په ډاګه کړي اوزیاته وي ددوهم پړاوټاکنودښه امنیت دراویستلولپاره يې دنوروامنیتي ځواکونوسره یوډول ګډپلانونه هم جوړسوي چي کومه ستونزه به رامنځته نسي .
قوماندان ددي ولایت دامنیتي ځواکونودیوي میاشتي دلاسته راوړنوپه اړه هم خبریالانوته پوره معلومات ورکړله .
نورحال له هلمندنه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند امنيه قوماندان پاسوال اركانحرب عبدالقيوم باقي زوی دچهارشنبي به ورځ له رسنیوسره په ګډه خبري ناسته کي وویل پدي ولایت کي دشته نوروامنیتي ځواکونوسره يې په ګډه دعقاب په نوم عملیات چي پیل سوي وه اواوس مهال هم دوام لري دتیري یوي میاشتي په اوږدوکي یه ۱۰۲ تنه وسله وال طالبان وژلي . ۵۴ تنه يې ټپیان اونهه تنه نوري ژوندي هم نیول سوي دي .
 هغه وايې ددي ترڅنګ يې ۳۰۱ کړي ماینونه کشف اوله منځه وړل سوي اوهمدارنګه یوه شمیر درني اوسپکي وسلي له یوه اندازه مهماتوسره هم دامنيتي ځواكونولاسته ورغلي دي .

دنوموړي په وینادتیري یوي میاشتي په اوږدوکي دوسله والوطالبانوسره په مخامخ جګړه اودماین په چاودنوکي  ۱۴ تنه پوليس وژل سوي او ۱۷ تنه نورهم ټپيان سوي دي .
خوزیاته وي چي دوسله والوطالبانودماينونوپه چاودنوكې ۲۰ تنو ملكي وگړوهم خپل ژوندله لاسه ورکړي دي .
قوماندان باقي زوي وايې داچي دتاکنودلاښه امنیت دراویستلوپه موخه دعقاب په نوم عملیات دوام لري خودوي دیوه منظم پلان لمخي غواړي چي دجنګاښ دمیاشتي په اوله دنوروامنیتي ځواکونوسره په ګډه دفتحي په نوم عملیات راپیل کړي چي ددي ولایت ټولي ناامني سیمي به ترپوره امنیتي حاکمیت لاندي راویستل سی .

هغه وايې ددوي دلاسته راوړنودډیروالي علت دامنیتي ځواکونودوړتیاوولوړیدل اوهمدارنګه دخلکوله خپلوامنیتي ځواکوسره پوره مرسته دبیلګي په توګه یاده وي .
دهلمندامنیتي چارواکي پداسي حال په ټول هلمندکي دامنیتي ستونزودلري کولوپوره ډاډورکوي چي دامهال هم ددي ولایت دوي ولسوالۍ بغران اودیشوپه بشپړه توګه دتیرود۱۲ کلونوپه تیریدوسره بیاهم دوسله والوطالبانوپه ولکه کي دي


۱۳۹۳ خرداد ۶, سه‌شنبه

په هلمندکي دلومړي ځل لپاره د۱۲ او۱۴ ټولګیوفارغینوته دپوله ساتونکوپه لیکوکي پوځي زدکړي ورکول سوي .

راپور-۲۷-۵-۲۰۱۴
په هلمندکي دلومړي ځل لپاره  د۱۲ او۱۴ ټولګیوفارغینوته دپوله ساتونکوپه لیکوکي پوځي زدکړي ورکول سوي .
په دي ولایت کي ۶۰۴ سرحدي زون چارواکي وايې دغوکسانوته يه دڅلورنیمومياشتوپه په موده کي په بیلابيلوپوځي اونوروبرخوكې زده كړې وركول سوي دي چي دنوروسرحدي پولیسوسره به یوځاي خپلودندوته ولیږدول سي .
دوي همداراززیاته وي په هرډول حالاتوکي به ددي ولایت له ټولوسرحدونوڅخه په کلکه دفاع کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دپولیسو۶۰۴ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمودمحمودوايې دغه سل تنه سرحدي پولیس چي شاوخوڅلورنیمي میاشتي یه دپوځي اونوروزدکړووروسته فارغه کړل له جملي څخه یه  ۵۵ تنه دلسمواوڅوارلسموټولګیوفارغین دي چي دساتنمنۍ په برخه وه روزل سول .
پرهمدې مهال ددې ولايت امنيه قوماندان پاسوال اركانحرب عبدالقيوباقي زوى وايي دباسواده ځوانانوپوره مسلکي توب اووړتیاودامنيتي ځواكونوليكې پياوړې كړي دي اوس مهال ددې ولايت په ډيرى سيموكې امنيت دپراخیدوپه درشل کي دي .

په ورته وخت کي دهلمندوالي محمدنعیم وايې که څه هم پدي ولایت کي امنیتي ځواکونه ورځ تربلي پیاوړي کیږي ولي وسله والوطالبانوهم خپل جنګي تکتیکونه بدل کړي دي چي دمخامخ جګړي توان يې له لاسه ورکړي اویوازي یه دمځکني ماینونودایښولولړۍ پراخه کړي ده چي پدغه برخه کي هم وړامنیتي کسان روزل سوي دي .
خوددي ولایت دملي امنیت ریس تورن جنرال محمد نعيم مؤمن بیا وايي كه څه هم د پوليسودنده د ښاري سیموامنیت برابرول دقانون پلي کول دي خودم ګړی دجگړې په لومړۍ كرښه كې پولیس قرباني ورکوي چي دنوروځواکونوپه پرتله یه مرگ ژوبله زیاته ده .

مومین هم له خلكوغواړي چي له امنيتي ځواكونوسره په هره برخه کي پوره مرسته وکړي .

که څه هلمنددافغانستان یوله هغه ولایتونودجملي څخه دي چي تل پکښي دناامنیواوجنګ جګړوخبرونه ورکول کیږي خوبیاهم ددي ولایت امنیتي چارواکي دپولیسوپه لیکوکي دپوره اصلاحاتواوروزني دراویستلوپه برخه کي یه کوټلي ګامونه پورته کړي دي . 

۱۳۹۳ خرداد ۵, دوشنبه

هلمند:دلومړي ځل لپاره یوه ښځینه پولیسه دجنایي څیړنوپه چوکاټ کي دمدیري په دنده وټاکل سول .

راپور-۲۶-۵-۲۰۱۴
په هلمندکي دلومړي ځل لپاره یوه ښځینه پولیسه دجنایي څیړنوپه چوکاټ کي دمدیري په دنده وګمارل سول.
ددي ولایت امنیتي چارواكي وايي ياد سوى مديريت د نوموړي رياست په چوكاټ كې دكورنيوچارووزارت لخوا رامنځ ته شوى نوځكه يې په دغه برخه کي ښځينه پوليسې په دنده وګمارله ترڅوپدغه برخه کي پرتي ستونزی لمنځه یوړل سي .
چارواکوددغه ګام پورته کول په دې ولايت كې د ښځينه پوليسوليكې پياوړې کول وښودل .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمدسروري راکوي .
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اركانحرب عبدالقيوباقي زوى د دوشنبې په ورځ خبريالانوته وويل د نوموړي مديريت چارې يه ددي ولایت دښځينه پوليسود مشرې ملالۍ ته ځکه وسپارلي چي وړلاندي تردي هم دښځینه پولیسوپه برخه کي ښي لاسته راوړني درلودي .
قوماندان وايې مخکي تردي یه دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي په برخه کي  ډيری ستونزي درلودي چي په راتلونکوکي به یه دبیاتکراریدومخه نیول سوي وي .

دنوموړي په وینا دا مهال ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ په چوكاټ کي ټول ټال ۲۵ تنه ښځينه پوليسې دنده لري خوزیاته وي هڅه به وکړي چي داشمیره څوبرابره لوړه كړي ترڅوپه راتلونكي كې په ډيری اداري اونورچاروکي ښځینه پولیسي پوره ونډه ولري .
پرهمدي مهال نوي ټاکل سوي مدیره دوهم څارنه ملالۍ وايې هڅه به وكړي چې ددې مديريت ترچترلاندې د ښځولپاره وړخدمتونه ترسره اوپه دغه برخه کي پرتو ستونزوته دپاي ټکي کښیږدي .


که څه هم پدي ولایت کي دتیریوه کال په تیریدوسره دري ښځينه پولیسي وژل سوي دي خوبیاهم دلومړي ځل لپاره یوه ښځینه پولیسه پریوه موهیمه دنده وه ګمارل سول .

۱۳۹۳ خرداد ۴, یکشنبه

دهلمند سيند کلنۍ مشاعره له گڼونيمگړتياوډكه ترسر ه سوه.

راپور-۲۵-۵-۲۰۱۴
د هلمند سيند کلنۍ مشاعره له گڼونيمگړتياوډكه ترسر ه سوه.
ياده مشاعره چې د يكشنبې په شپه په لښكرگاه ښاركې جوړه سوې وه وروسته له هغه له سختونيوكوسره مخامخ سوله كله چې یه د دريځ چارې ديوه شپږكلن ماشوم په واکي ورکول سوي اوهمدارنګه دنورومشاعروپه شان يې ګډونوال هم ډیرکم و.
دغه مشاعري ته دکابل ترڅنګ دیوشمیرنوروولایتونوڅخه هم یوشمیرشاعران اوفرهنګپال راغلي ووچي ډیرژرپایته هم ورسیده
چارواکي هم په  دغه مشاعره کي ځينې نيمگړتياوې مني اودایه یوه توتیه وبلله .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمند والي محمد نعيم اوله كابل څخه راغلي ميلمانه په دې ولايت  كې ادبي اوکلتوري هڅې دپام وړبولي خوزیاته وي بایدپدغه برخه کي لانوري هڅي هم ترسره کړل سي .
ددوي په ویناشاعران هم کولای سي دوطن په بیااباده ولواودپرتوستونزوپه لمنځه وړلوکي دشعرپه ژبه دخپلي ټولني  دوګړوسره مرسته وکړي.

كه څه هم مشاعره په شروع کي ښه وه خو وروسته دیوشمیرشاعرانوله پوره نیوکوسره مخامخ سوله .
ددي ولایت یوشمیرفرهنگپال وايي دمشاعرې د دريځ چارې يوماشوم ته وسپارل سوې چې دا نه يوازې ميلمنوته سپكاوى هغوي ته په درنه سترګه نه کتل  بلكې په کلتوراوعناناتوهم ملنډي وهل دي .
ددوي په ونیاهمداوجه وه چي په یاده مشاعره کي دنوروکلنۍ مشاعروپه شان يې ګډونوال خورالږوه.

دوي زیاته وي دشعرونوپه ټاكلوكې هم ورسره دموراوميرې چلند سوى چې چارواكي بايدپه راتلونکوکي ددې ډول نيمگړتياوپه مخنيوي كې كوټلي گامونه هم پورته کړي .

پرهمدي مهال دهلمند د اطلاعات اوکلتورئيس عليشاه مظلوميارکه څه هم دیادي مشاعري دترسره کیدوڅخه خوښ وخوزیاته وي ځیني نيمگړتياوې وي چي په راتلونکوکي به يې دمخنیوي پوره هڅي وکړي .

۱۳۹۳ خرداد ۱, پنجشنبه

دهلمندد۲۱۵ میوندقول اوردوسرتیرودبدخشان دغمځپلوکورنیوسره میلیونوافغانۍ نغدي مرسته کړي.

راپور-۲۲-۵-۲۰۱۴
دهلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردوسرتيرود بدخشان د پيښې له قربانيانوسره مليونونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه
دیادي قول اوردوچارواکي وايې دغه گام يې په ارګوولسوالۍ دمځکي دښویدوله امله دزیان منوسویوکورنیودقربانیانوسره دغم شریکي اودملي يووالي د لا ټينگيدوپه موخه کړي .
دوي زیاته وي یاده مرسته يې سرتیروپه خپله خوښه راټوله کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند د۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان تورن جنرال اركانحرب سيد ملوك وايي سرتيرویه د خپلوتنخواگانوڅخه د يوې يوې ورځي تنخوادبدخشان د ارگوولسوالۍ د وروستۍ طبيعي پيښې دقربانيانوسره مرسته کړي چي څه کم لس میلیونه افغانۍ دي .
دقوماندان په خبره دغه ګام يې دیادوکورنیوسره دغم شریکي اوپه هيواد كې د ملي يووالي د لاښه ټينگښت په موخه پورته كړى دي .
هغه وايې دافغان ملي پوځ دغه میړانه ددي څرګندوي کوي چي وسلوال پوځ په يوه قوم،مليت اوډله پورې هیڅ ډول تړاونلري .


نوموړي وايې په لراوبركې میشت افغانان یودي اوپه هره سيمه كې چې هيواد والوته په طبيعي اونوروپيښوكې زيان اوړي افغان وسلوال پوځ يې په غم  شريك  اوهرډول مرسته چې په توان کي ولري پرهم هغه مهال به يې لاس نیوي ته ورودانګي .
دقوماندان په خبره یادي پیسي راټولي سوي اوپه نږدوورځوکي به یه زیان منوکورنیوته وروره سوي .

دافغان ملي پوځ دسرتیرودزیاتي قرباني سره سره پداسي حال کي دغه سترګام ته اوږه وروړي ده چي څه موده وړاندې هم دهلمند اوسيدونكوپه پراخ ګډون سره په خپله خوښه ورته نغدي مرسته راټوله اود بدخشان دارګوولسوالۍ وه زيانمنوكورنيوته په واکي ورکړله .

۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

هلمند; ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي .

راپور—۲۱۴-۵—۲۲--
په هلمندکي ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي .
ددي ولایت د۲۱۵ میوندقول اوردومطبوعاتي دفتررسنیوته په لیږل سوي خبرپاڼه کي ویلي چې دعقاب په نوم دوسله والوطالبانودځپلوپه موخه دخپلوعملیاتوپه دوام دیادي قول اوردوددوهمي پلي لیوادضربتي کنډک ځواکونواوملي پولیسوپه ګټه سره ددي ولایت د سنګین ولسوالۍ په یوشمیرسیموکي ۱۲ وسله وال وژلي اوپه سیمه کي لااوس هم چاڼیزعملیات دوام لري .
پرهمدي مهال دیادي قول اوردومطبوعاتي دفترزیاته وي ددي ولایت دمارجي ولسوالۍ په څلورلاري کي وسله والوطالبانوغوښتل موټرسیکل بم ځاي پرځاي کړي چي پري چاودلي اوپه پایله کي یه یووسله وال طالب وژل سوي دي .
دخبرپاڼي په حواله دهمددي عملیاتوپه دوام داواشیرولسوالۍ په مربوتاتوکي دوه کړي ماینونه دلوي لاري پرسرچي ځاي پرځاي سوي ووکشف اولمنځه وړل سوي دي .
                                                                                  




             

هلمند; ۱۸ تنووسله وال طالبانوته مرګ ژوبله واوښته .

راپور۲۰۱۴—۵—۲۱—

په هلمندکي ۱۸ تنووسله وال  طالبانوته مرګ ژوبله واوښته .
ددي ولایت د۲۱۵ میوندقول اوردودمطبوعاتي دفترڅخه رسنیوته په رالیږل سوي خبرپاڼه کي ویل سوي دي چي دیادي قول اوردوددوهمي لیواسرتیرودنوزادولسوالۍ دتوپچي د انداخت په نتیجه کي ۴ وسله وال طالبان وژل سوي اویوبل ټپي سوي هم دي .
په دغه انداخت کي یومیل زکویک .یومیل دهشکه . یومیل پیکه هم لمنځه وړل سوي دي .
پرهمدي مهال یادي لیوادسرتیرواوملي پولیسوپه ګډوعملیاتوکي چي دنادعلي په ولسوالۍ کي ترسره سوي دي په پایله کي یه ۵  وسله وال طالبان وژل سوي . اواته نورټپي سوي هم دي .
دخبرپاڼي دخبرلمخي په دغه عملیاتوکي پنځه دوسله والوپټن ځایونه هم لمنځه وړل سوي دي خبرپاڼه زیاته وي ددي ولایت دنوزاد. سنګین .اوګرمسیرپه ولسوالیوکي ۶ کړي ماینونه چي دلويولاروپرسرځاي پرځاي سوي وه هغه هم کشف لوشنډکړل سوي دي .
خوتراوسه هم وسله والوطالبانوپه دي اړه څه نه دي ویلي .






                 

هلمنددټاکنوکمیسیون : ددوهم پړاوټاکنولپاره پوره امادګي لرو.

راپور-۲۱-۵-۲۰۱۴
په هلمندکي ددوهم پړاټاکنولپاره درايې اچونکودستونزودلري کولوپه موخه لسگونه محلونه نوراضافه سوي دي .
ددي ولایت دټاكنود خپلواك كمسيون ځايي چارواکي وايې په تیروټاکنوکي په یوشمیرسیموکي درايې اچونکوپروړاندي دپرتوخنډونودلمنځه تلوپه موخه دغه ګام پورته سوی دی .
ددوي به خبره کومو کارکوونکو چي په تیرځل ټاکنوکي تیروتني کړي وي هغه يې جبران کړي اوداځل به دهیڅ کومي تخنیکي ستونزي سره مخامخ نسي .
بشپړحال له هلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د ټاكنود خپلواك كمسيون ځايي مشرقدرت الله نقشبندي وايي د دوهم پړاوټاكنودلاښه ترسره کیدوپه موخه يې درايې اچوونكولپاره ۸۰ محلونه د یوشمیرمركزونوپه چوكاټ كې زيات كړي دي ترڅودتیروټاکنوپرمهال دپرتوستونزودبیاتکراریدومخه نیول سوي وي .
نوموړي وايې په امنیتي برخه کي ورته ددي ولایت چارواکوپوره ډاډورکړي اودوي هم کومه خاصه ننګونه تردي مهاله دخپلوکارونوپروړاندي نه وي .

هغه وايې دلومړي پړاودټاکنوپرمهال دیوشمیرکارکوونکولست چي ګواګي په ټاکنوکي یه درغلي کړي جوړکړي چي یابه نغدي جریمه  اویابه هم له دندي ګوښه کړل سي خوزیاته وي چي وروستي پریکړه لانده سوي اوچمتودي چي نوي کارکوونکي هم په دنده وه ګماري.
نقشبندي وايې په دې ولايت كې دا مهال د رايې اچوونكولپاره ۷۲۰ محلونه چمتوسوي دي .
د يادونې وړده چې په لومړي پړاوټاكنوكې هلمند ته د رايې اچونې ټول ۱۴۷ مركزونه وركول سوي ووچې دغه بهيرپه ۱۱۹ مركزونوكې ترسره سو.


۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

هلمند; په جلاجلاعملیاتوکي ۲۴ تنووسله والوطالبانوته مرگ ژوبله اوښتي ده .

راپور-۲۱-۵-۲۰۱۴
په هلمندکي په جلاجلاعملیاتوکي ۲۴ تنووسله والوطالبانوته مرگ ژوبله اوښتي ده .
چارواکي وايې دغه عملیات يې دسه شنبي په ورځ له غرمې وروسته ددې ولايت په مارجې اوسنگين ولسواليوكې د پوليسواوملي اردولخوا په ګډه سره ترسره کړل سوي دي .
په وژل سووکي دوسله والوطالبانوددومشهوروقوماندانوپه ګډون دوه تنه ایراني وسله وال هم شامل دي .
خووسله وال طالبان دولتي لوري ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولوادعا كوي.
په اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمدسروري راکوي .
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتوآمرسمونوال عبدالاحد چوپان وايي د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته د مارجې ولسوالۍ په سيستاني سيمه كې د پوليسواوملي اردود ځواكونولخوا گډ چاڼيزعمليات ترسره سوي چې په ترڅ كې يې د مولوي قصيراوگلاب په نومونود دوه قوماندانانوپه گډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل سوي او۷ نورټپيان سوي هم دي.
هغه وايې په وژل سوکي دوه تنه بهرني طالبان هم شامل چي دګاونډي هیوادایران تزکري اودهویت کارتونه يې هم نیول سوي دي .

نوموړي زیاته وي  په دې عملياتوكې يوشميرسپكې وسلې،دوه عرادې موټراوڅلورموټرسيكلونه هم امنيتي ځواكونولاسته ورغلي دي
چوپان وايې پدي عملیاتوکي اوامنيتي ځواكونوته كوم زيان نه دى اوښتى.
په همدې حال كې په دې ولايت كې د ۲۱۵ ميوند قول اردود عامه اړيكومسؤل ډگرمن محمد رسول ځاځى وايي په همدې مهال په سنگين ولسوالۍ كې هم د ملي اردود ځواكونوپه عملياتوكې دوه تنه وسله وال طالبان وژل سوي اولسگونه كړى ماينونه يې كشف اولمنځه وړل سوي دي .
خودوسله والو طالبانوویاندقاري یوسف احمدي دیادي مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي خوادعا كوي چې په مارجې ولسوالۍ كې يې ترلسوزيات دولتي سرتيري وژلي دي.

خودولتي چارواکي دغه ادعانه مني .