۱۳۹۰ فروردین ۴, پنجشنبه

دلښکرګاه دښارامنيتي چاري دناټو ځواکونوڅخه افغان لوريته پداسي حال کي سپارل کيږي چي لاپدي ولايت کي په زياته پيمانه ننګوني شتون لري





دلښکرګاه دښارامنيتي چاري دناټو ځواکونوڅخه افغان لوريته پداسي حال کي سپارل کيږي چي لاپدي ولايت کي په زياته پيمانه ننګوني شتون لري
چارواکي وايي دوي هرډول تياري لري چي دلښکرګاه دښارامنيتي چاري په ښه توګه سمبال کړي خوپه ورته وخت کي دلښکراګاه اوسيدونکي دالړي دتاوتريخوالي ډکه بولي وايي افغان ځواکونوته څنګه چي ښايي ښوونه اورزنه نه ده ورکول سوي اوهمدارنګه هغويوپه وسلواوتجهيزاتوهم نه دي سمبال سوي
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي
داچي دلښکرګاه دښارامنيتي چاري دناټوځواکونوڅخه افغان ځواکونوته سپارل کيږي پدي ولايت کي يوشميراوسيدونکي دابهيردستونزوڅخه ډک بولي وايي اوس مهال په هلمندکي پوليس مسلکي سوي نه دي اونه هم دوي داسي وسلي اوتجهزات لري چي دخپل ځانه دي دفاع وکولاي سي اودلښکرکاه ښاردهرډول غټواوړوپيښوڅخه راوګرځوي اوسيدونکي داهم وايي دولت پرخپلوپوليسوباندي واک اواختيارنلري چي هغويودي ددوي په خوله ديوي سيمي امنيتي چاري په غاړه واخلي
ددوي په خبره لري به نه وي چي يوځل بياهم لښکرګاه ښاردتيروکلونوپه څيردپراخه حملواوجنګونوشاهدوي
دلښکرګاه دښاراوسيدونکي دپوليسوپروزلواودهغويوپرمسلکي کولوهم نيوکه کوي دوي وايي پوليس څنګه چي اړتياده هغسي پوهاوي نلري
خودهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګاروايي دوي چمتودي چي دلښکرګاه دښارامنيتي چاري ښي سمبالي کړي دده په خبره اوس مهال پوليس پوره مسلکي سوي اوهغويوته داړتياسرسم ښوونه اورزنه ورکول سوي اوپوليس کولاي سي چي دخپل ښارامنيتي چاري تربل هروخت ښي سمبالي کړي
دانګارپه خبره پوليس هرډول وسلي اونورهغه څه چي ددوي لپاره اړين وي هغه يه ورته اماده کړي اودپوليسوپه واکي به يه ورکوي
دلښکرګاه دښارامنيتي چاري پداسي حال کي افغان ځواکونوته په واکي ورکول کيږي چي لاپه هلمندکي امنيتي ګواښونه په پراخه کچه شتونلري
دناټوځواکونوڅخه دامنيتي واک دسپارلوسره سم طالبانوهم د يوشميرتکتيکونواوحملودرامنځته کيدوخبرورکړپه سهيل لويدوز زون کي دطالبانوويان قاري يوسف احمدي ددوي ورځي وړاندي ويلي چي دوي به په ټول هلمندکي لومړي مخابراتي شبکي دهرډول فعاليت څخه غورځوي چي اوس مهال په هلمندکي ټولي مخابراتي شبکي دټاکل سوي مودي سره سم دکارکولوڅخه غورځول سوي چي ددولتي ځواکونوترڅنګ يي په خورازياته کچه عاموخلګوته هم ستونزي راولاړي کړي اوهرډول کاروبارهم په ټپه دريدلي .