۱۳۹۴ آبان ۱۴, پنجشنبه

دهلمند ولایتي شوراخبرداری ورکړکه په ۴۸ ساعتونوکې په امنیتي برخه کې مثبت تغیررانسې د شواردروازه به وتړي

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۵—
دهلمندولایتي شوراپه دې ولایت کې دورستیوسختوجګړوپه دوام خپله دروازه وتړله .
ریس اووکیلانوګواښ وکړکه ترشنبي پوري په هلمندکې په روانوجګړوکې تغیررانسي کابل ته به ځي اودهغه مسولینوشیکایت به کوي چې ددوی دناسمي راهیرۍ اوبي کیفایتي له امله جګړه دولسوالیوڅخه ښارته ورسیده ،وکیلاپه داسي حال کې په دِغه اعتراض لاس پوري کوي چې دم ګړی ددوولسوالیوسربیره دلښکرګاه ښارپه څلرمه امنیتي حوزه باباجې کې درنې جګړې رواني دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ولایتي شوراخبرداری ورکړکه ترشنبي په دې ولایت کې په امنیتي برخه کې مثبت تغیررانسې نه یوازي به دولایتي شواردروازه تړي بلکې به دهغه امنیتي اوملکي چارواکودناسمي رهبرۍ اوبي کیفایتي له امله ولسمشرته مخامخ شکایت کوي چې  دولسوالیوڅخه جګړه اوس مهال مرکزي سیموته غځیدلي ده ،دولایتي شوراریس محمدکریم اتل وایې دجګړې په لومړی کرښه کې دنه همږغي ،ناسمې رهبرۍ ،اوددوی ترمنځ دشخصي عقدو ساتلو یې په لوی لاس جګړه دوامداره کړې ده .

بل پلودولایتي شورانورغړي وایې دافغان امنیتي ځواکونوپه پرتله وسله وال خورالږدي ،ددوی په باورداچې یوپه بل پسي سیمي دوسله والولاسته ولویدې لولامل یې دجګړې ناسمه رهبري ،اونه همږغي یاده وي ،وکیلانوپه دي ورستیوکې دخبریالانوسره ددولتي چارواکودناسم سلوک اودویته دمعلوماتودنه ورکړي له امله سخته اندیښنه وښوده خوپه هرډول حالاتوکې یې دخبریالانوسره خپل کلک ملاتړاعلان کړ.

وکیلانوکه څه هم دکوم چارواکې نوم یادنکړخوګواښ یې وکړچې ډیرژرولسمشراواجراییه ریس ته دهغه کسانونومونه رسواکړي چې په هلمندکې یې دناسم مدیریت اوناسمي رهبرۍ له امله جګړه وغځیده اواوس هم په سیه کې درنې جګړې دوم لري .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر