۱۳۹۴ بهمن ۱۰, شنبه

ولسونه تري ناهیلي سوي دي، خوچارواکې وایې دهلمند ژغورني لپاره قوي پلان لرو.

راپور—۲۰۱۶—۱—۳۱—
اولسونه تري ناهیلي سوي دي ، خوچارواکې وایې دهلمند ژغورني لپاره موپلانونه جوړکړي دي.
دهلمند اولسونه وروسته له هغه پردولتي چارواکوبي باوره سوله چې په هلمندکې ډيری سیمي یوپه بل پسي طالبانونیولي ، دوی وایې که جدي پام ونسي هلمندبه هم دکندوزپه برخلیک بدلیږي اوپآیلي به یې خرابي وي ،خوچارواکې وایې نه یوازي یې دهلمند ژوغورني لپاره قوي پلانونه جوګړي دي بلکې دوسله والوطالبانوډيری پلانونه هم شنډکړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
اولسونه نورتري سخت ناهیلي سوي او اوس یې په خبروهم هیڅ باورنلري ، دهلمند مدني فعالین وایې نه خوولایتي اداره اونه هم مرکزي دولت دهلمند ژوغورني په موخه هیڅ پلان نلري  چې له امله یې ورځ تربلي ډيری سیمي دوسله والولاسته ولویدې ، دوی ګواښ کوي که حالات همداسي دوام وکړي نه یوازي به هلمند دکندوز په برخلیک بدل سي بلکې یې بیاژغورل کیدل ناممکنه ده .

دوی وایې نورځکه ددولت خبري ورته دباوروړندي چې له څومیاشتوراهیسي دعملیاتودپیل خبري یوزاي درسنیوپه وړاندي کوي اوپه عمل کې یې هیڅ هم ندي کړي ، خودهلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې نه یوازي یې دلاسه وتلوسیمودنیول کیدولپاره قوي پلانونه جوکړي بلکې په ټول هلمندکې به طالبانوپټنځایونه اودوی ځالي له منځه یوسي ، که څه هم طالبانودهلمند ډيری سیمي نیولي دي خووالي وایې ددوی پلانونه یې شنډ کړي دي .


هلمند دامهال دهیوادپه سطه یوه له پراخوناامنوولایتونوڅخه دی چې دامهال یې یوازي دډیری ولسوالیومرکزي سیمي ددولت ترولکي لاندي دي خو تراوسه هم امنیتي چارواکې پدې نه دی بریالی سوی چې دښارڅلرمه حوزه دوسله والوطالبانوڅخه ونیسې .

والي له وسله والوطالبانوڅخه دسولي په روانوخبروکې دصادقانه ګډون غوښتنه کوي .

راپور—۲۰۱۶—۱—۳۰—
هلمند والي له وسله والوطالبانوڅخه دجنګه دلاس په سرکیدواودسولي په روانوخبروکې دصادقانه ګډون غوښتنه کوي .
خودسولي دولایتي کمېټي مشروایې کچیري پاپاکستان اوامریکا صادقانه دسولي خبري پرمخ یوسي په هلمندکې ډيری وسله والي ډلي اماده دي چې دسولي لاره خپله کړي ، داپه داسي حال کي ده چي اوس هم یوشمیر چارواکې او سیاسیون دپاکستان او امریکا لخوا دسولي په پیل سوو خبرو پوره باور نه لري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
تازه یوورابیا دهلمند والي میرزاخان رحیمي دجنګي طالبانوڅخه غوښتنه وکړه چې دسولي دروان بهیرسره یوځای اودجنګه لاس په سرسي ، والي وایې هغه خبري چي دامریکا ،چین ،پاکستان او افغانستان داستازوله لوري دافغان سولي دراتلوپه موخه پرمخ ځي هرکیلی کوي

دهلمند والي په داسي حال کي دوسلوالو طالبانو څخه دسولي په خبرو کي دصادقانه ګډون غوښتنه کوي چي دپاکستان دبهرنیو چارو دوزارت په وینا دافغان سولي په اړه دامریکا،چین،پاکستان او افغانستان داستازو ترمنځ دریم پړاو خبري به دفیبروري دمیاشتي پر ۶ نیټه ترسره سي ، خودسولي دولایتي کومېټي مشروایې که امریکا اوچین  پرپاکستان فشارډیرکړي دسولي روانه څلوراړخیزه پروسه به بریالۍ وي ،هغه وایې که پاکستان په رشتیاغواړي افغان سوله بریالۍ سي دلته هم ډيری طالبان دسولي خبروکولوته اماده سوې دي .

داپه داسي حال کي ده چي افغان اولسمشر محمد اشرف غني دسولي په اړه دوسلوالو طالبانو سره دمخامخ خبرو دپاره داپریمل میاشت ضرب الاجل ټاکلي ده..


۱۳۹۴ بهمن ۶, سه‌شنبه

که څه هم دهلمند بریښنا ډيری وختونه نوي خوله تیرو اتومیاشتوراهیسې یې عواید ۳۵ سلنه لوړسوي دي .

راپور—۲۰۱۶—۱—۲۷—
په هلمندکې ډيری وخت بریښنا نه وي خوعواید ۳۵ سلنه لوړسوي دي .
چارواکې هم دامنې چې په تیرو اتومیشاتوکې دکجکې څخه لښکرګاه ته غځیدلي مزي څوځله پري سوي هم دي خوداچې په اداره کې يې چاري منظمي کړي دي په عوایدوکې یې لوړوالی راغلی دی ، دوی وایې هغه کسان به هم عدلي اوقضایې اداروته وسپاري چې دبریښنا پوره وړي دي .

دکجکې دبریښنا دبندڅخه هلمند اوکندهارته دبریښنا غځیدلي مزي ترډيره په هغه سیموکې دي چې دوسله والوترولکي لاندي دي ،خودغه لین په تیرواتومیاشتوکې څوځله پرې سوی هم دی ولي چارواکې وایې په یاده موده کې یې عواید ۳۵ سلنه لوړسوي دي ،دبریښنا رئیس وایې دعوایدولوړوالی په اداره کې دچارومنظمول اودفساد لمنځه وړل دي .

رئیس وایې لاهم ډيری دولتي ادارې اوملکي کسان دبریښنا ۱۲۰ میلیونه افغانۍ پوره وړي دي چې د۱۷۰ هغه کسانولیست یې هم ترتیب کړی دی چې ډيرژربه یې عدلي اوقضایې اداروته وسپاري .

نوموړی وایې دوی دهغه کسانوپروړاندي جدي هڅي راپیل کړي دي چې په ناقانونه توګه یې دبریښنامزي غځولي وي ، دیادولوده چې دکجکي دبند ددو توربینونوڅخه ۳۲ میګاواټه بریښنا په لاس راوړل کیږي چې ۶ میګاواټه هلمند ۶ کندهاراوپاته نوره ټوله بریښنا دهلمند په هغه ولسوالیوکې مصرفیږي چې دطالبانوترواک لاندي دي اوپه یادو سیموکې دبریښنا ټول عایدهم طالبان اخلي .


د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنو په هلمند کې روانه جګړه ډيره پېچلې کړې ده.

راپور—۲۰۱۶—۱—۲۶—
په هلمندکې روانه جګړه ډيره پیچلي اودګاونډیوهیوادوانودلاس وهنو له امله ده .
دولسی جرګې غړی اوپه هلمندکې دردني جګړې دکابوکولواپراتیفي مسول عبدالجبارقهرمان وایې امتحان په مرحله کې دی چې پوره هڅه کوي چې درواني جګړې مخه ونیسي ، نوموړی وایې هغه امنیتي چارواکې به هم له دندوګوښه کړي چې دجګړې پردوام داره کیدوپه پلمه یې شخصي ګټي ساتلي اویایه هم په لوی لاس دناسمي رهبرۍ له امله جګړه اوږده سوه .

په هلمندکې روانودرنوجګړواوددې ولایت دډيری سیمو دلاسه وتلوپه پلمه ولسمشرپخوانی جنرال عبدالجبارقهرمان دجګړې دکابوکیدوپه موخه دهلمندامنیتي ځواکونودمشرپه توګه ولیږی ،قهرمان چې له یوې اونۍ راهیسې په هلمندکې دی وایې تر ۹۰سلنه یې عملیاتي اونوري چارې بشپړي کړي دي اوډیرژربه دطالبانوپروړاندي په عملیاتولاس پوري کړي ، قهرمان که څه هم دهلمند جګړه پیچلي اودګاونډيوهیوادونویاده وي خوزیاته وي یابه جګړه ګټي یابه سرورکوي .

هغه وایې دلته روانه جګړه دنوربرخوترڅنګ ترډيره دمسولینودناسمي رهبرۍ اودامنیتي ځواکونوناسم استعمال له امله ده چې ډيرژربه هغه کسان هم له دندي ګوښه کړي چې جګړه دخپلوشخصي ګټودپیداکولوپه موخه پرمخ وړي .

 که څه هم نوموړي دخپلوعملیاتواوپلانونوکره نیټه په ګوته نه کړه خونوموړيته نږدي باوري سرچینه وایې کیدای سي په روانه اونۍ کې به ځیني سیمي ونیول سي اودیوه ډاډمن امنیت لپاره به خپل پلان عملي هم کړي .




۱۳۹۴ بهمن ۴, یکشنبه

وکیلان وایې دناامنیودډیریدوله امله یوځل بیادکجکې دبریښنادپروژي چارې په ټپه دریدلي دي.

راپور—۲۰۱۶—۱—۲۴—
دهلمند ولایتي شوراوایې دناامنیودډیریدوله امله یوځل بیادکجکې دبریښنادپروژي چارې په ټپه دریدلي دي.
وکیلان وایې ناامنۍ اوداړونده وزارتونونه پاملرنه اوددوی دشخصي ګټو خوندیتوب ددي لامل سو چې دکجکې ددریم توربین دنصب چارې یوواربیا وځنډیدي، خودبریښناچارواکې دوکیلانوخبري نه منې اوزیاته وي نه یوازي چې کارندی درول سوی بلکې ۳۵ سلنه یې کاري چارې هم پرمخ تللي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 په هلمندکې دوامداره ناامنیوداځل یوه ستره پروژه له خنډاو ځنډ سره مخامخ کړه ، دهلمند ولایتي شوراوایې درنوجنګ جګړواوداړونده وزارتونواودلوړپوړوچارواکودنه پاملرني بي پروایې اودخپلوشخصي ګټودخوندیتوب له امله یوواربیا دکجکي دبند ددریم توربین دنصبولودپروژي چاري په ټپه درول سوي اوکارکوونکویې سیمه هم پرایښې ده .

دوی وایې که دیادي پروژي چاري همداسي دخنډسره مخ وي لري نده چې مرسته سوې ۳۰۰ میلیونه امریکایې ډالره به دنورو وختونوپشان یوواربیا شخصي جیبونوته ولویږي  ، خوپه جنوب کې دبریښنادریاست دعامه اړیکومسول اوتجارتي مرستیال دوکیلانوخبري ردوي اوزیاته وي چې دامهال تر۳۵ سلنه کارپرمخ تللی اولاهم داړونده دو ترکي کمپینوله لوري دکجکې دبند ددریم توربین دنصب چاري پرمخ رواني دي .


په هلمند کې دوامداره درنوجګړو دهلمندوالوډيری هیلي په ناامنیدۍ بدلي کړي دي چې تازه یې اوس هغه لویه هیله چې دکجکې بریښناده دلاسه وتلوپه حال کې ده ، داچې مرکزي دولت به دیادي پروژې دبشپړه ولوپروړاندي دپرتوخنډونومخه ډب کړي اوکنه دابه وروسته په ډاګه سي .

۱۳۹۴ بهمن ۳, شنبه

د هلمند په ادارو کې د نا امنیو له امله فساد څو برابره ډېرسوی.

راپور—۲۰۱۶—۱—۲۳—
په هلمندکې دشته ادارو دپراخ فساد له امله ناامنۍ څوبرابره ډیري سوې .
ولایتي شورا اوقومي مخورودغه څرګندوني ددې ولایت داستناف څارنوال دستایني په موخه په جوړه سوې غونډه کې وکړې ، دوی همداراز پراولس ږغ وکړچې داداري فساد په مخنیوي کې دي مرسته وکړي ، په ورته وخت داستناف څارنوال وایې یوه ککړه اداره ورته پاته ده خودڅلورمیاشتوپه اوږدوکې یې ۵ فاسدڅارنوال له دندي ګوښه کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ولایتي شورا اوقومي مخورودیوي غونډي پرمهال وویل په دې ولایت کې روانې ناامنۍ دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغۍ  ادارې فساد زیږنده بولي ، قومي مشران اوولایتي شورا وایې وروسته له کلونو یوازینۍ اداره داستناف څارنوالي ده چې تازه یې ده اداري فساد پروړاندي کلکه مبازره راپیل کړې اودوی هم بشپړملاتړکوي .

دوی وایې دټولوهغه اداروپروړاندي به خپلومبارزوته ادامه ورکوي چې په اداري فسادکې ښکیلي وي ،په ورته وخت کې داستناف څارنوالۍ ریس وایې په اداري فساد ککړه یوه ناسمه ادارته ورته پاته ده خوزیاته وي له تیروڅلورومیاشتوراهیسې یې نه یوازي چې پنځه په فسادککړڅارنوال له دندولري کړي بلکې ډيری هغه قضیوته هم لاره پیداکړې ده چې هیڅ هم نه وې څیړل سوې .


هغه وایې دیوشمیرهغه کمیشن کارانومخه یې هم نیولي ده چې وړاندي تردې یې په یاده اداره کې فسادته زمنیه برابره کړې وه ،خونوموړي یوواربیاژمنه وکړه چې ترورستۍ به داداري فسادپرضد کلکه مبارزه کوي که یې پروړاندي خنډجوړسي له دندي به لاس په سرسي .

۱۳۹۴ بهمن ۱, پنجشنبه

دهلمند درنه جګړه به ډيرژرکابواوهغه چارواکې به مجازات سي چې ناغیړي کوي .

راپور—۲۰۱۶—۱—۲۱—
دهلمند درنه جګړه به ډيرژرکابواوهغه چارواکې به مجازات سي چې ناغیړي کوي .
تازه دولسمشرپه امردولسي جرګې غړی اوپوځي کارپوعبدالجبارقهرمان دهلمند دجګړې مشرټاکل سوی اوهلمندته تللی دی ، عبدالجبارقهرمان وایې دتازه دمه هوایې اومځکني قواوترڅنګ به دلته داسي قوي پلانونه جوړه وي چې لمخي به یې دهلمندجګړه په نږدو ورځوکې کابوکړي ، هغه دخپلوپلانونوپه اړه وایې مجازات اومکافات ،شپني عملیات،دوسله والودتګ اوراتګ پرلارکمینونه اوځنیونور پلانونه دځان دبریالاربولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې به روانه درنه جګړه ډيرژر کابواووسله وال طالبان به له ماتي سره مخ کړم ،سیمي به ترې ونیسم اوهغه لوړپوړي چاروکې چې په ناسمه رهبرۍ اودجګړې په کابوکیدوکې په ناغیړې تورن سي مجازات سي، نوی تازه دمه هوایې اومځکني قوتونه هم راسره مرسته کوي ، دولسي جرګې غړی کارپوعبدالجبارقهرمان چې تازه دولسمشرپه امرپه هلمندکې دامنیتي قواومشرټاکل سوی هلمندته یې دتګ سره سم ژمنه وکړه چې جګړه به ګټي .

نوموړی اوس هم وسله وال طالبان کمزوري نه یاده وي خوزیاته وي پرداسي استخبارتي پلانونوبه کاروکړي چې لمخي به یې ،شپني عملیات،دوسله والودتګ اوراتګ پرلارکمینونه اوځنیونوري لارې چارې دي چې پرته به دبهرنیوځواکونوبه دوی وکولای سي دغه اوږده جګړه کابوکړي .

که څه هم ولسمشروړاندي تردي په هلمندکې دروا ني درنې جګړې داوږدیدوله امله امنیه قوماندان،دملي امنیت رئیس ،دقول اردوقوماندان اوځیني نوري چاروکې لري کړه خوجګړه کابونه بلکې نوره هم اوږده اوډيری سیمي طالبانو ونیولي چې تازه یې عبدالجبارقهرمان په هلمندکې داپراتیفي مشرپه توګه وټاکه .




۱۳۹۴ دی ۲۹, سه‌شنبه

سرجنګ وایې، په ګرشک کې یې د وسله والو لوی بریدونه شنډ کړي دي.

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۹—
دهلمندامنیه قوماندان وایې په ګرشک ولسوالۍ کې یې دوسله والولوی بریدونه شنډکړي دي .
ګرشک نه یوازي ستراتیژیکه ولسوالۍ ده بلکې دهرات اوکندهارپرلویه لاره پرته ده چې له یوې اونۍ راهیسې پکې سختي جکړې رواني دي  ، چارواکې وایې طالبانوپلان درلودچې تیره شپه ګرشک ولسوالۍ ته سقوط ورکړي خودوی پلانونه مات اوپه شایې وتمبول.
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
طالبانوداځل دمارجې ،خانشین ،سنګین ،اوباباجې څخه پرګرشک ولسوالۍ خپل ډله ییزبریدونه ډيرکړه چې تراوسه یې ډيری سیمي هم نیولي دي خوتیره شپه یې هم دیادي ولسوالۍ پریوشمیرسیموډله ییزبریدونه وکړه ،دهلمندامنیه قوماندان وایې ۱۹ وسله وال یې وژلي په همدي شمیرنوریې ټپي کړي اودهغیوڅخه یې سپکې اودرنې وسلي هم نیولي دي .

قوماندان وایې تیري شپي په جګړه کې ددوی یوافسرټپي سوی ،هغه وایې دتیري شپي په جګړې کې ایساف ځواکونوله دوی سره هوایې مرسته هم وکړه .

خوبل پلودهلمندولایتي شورابیاهم په دې ولایت کې اوسنی امنیتي حالت داندیښنې وړبولي دوکیلانوپه خبره که په امنیتي برخه کې هلمندته جدي پام ونسي پاته سیمي به هم دلاسه ووځي .

وکیلان په هلمندکې دجګړو دوامداره کیدل دامنیتي چارواکوترمنځ نه همږغي ، اودبي پروایې له امله بولي ،خوامنیتي چارواکو یوواربیاپه هلمندکې دطالبانوپروړاندي دلویوعملیاتودژرپیل کیدوڅخه خبرورکړ.


۱۳۹۴ دی ۲۸, دوشنبه

ولایتي شورا وایې دګرشک ولسوالۍ هم دسقوط له ګواښ سره مخ سوه .

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۸—
دهلمند دګرشک ولسوالۍ هم دسقوط له ګواښ سره مخ سوه .
دهلمند ولایتي شورا وایې له څو ورځوراهیسې پرګرشک ولسوالۍ درنې جګړې رواني دي چې تراوسه یې ډيری سیمي طالبانونیولي دي ، وکیلان وایې طالبانوتراوسه ۹۰سلنه سیمه نیولي اولاهم دپاته سیموپرامنیتي پوستودرنه جګړه روانه ده ، دهلمند دوالي ویاند یوازي جګړه منې خوزیاته وي دکابوکیدولپاره به یې ژر اقدام وسي .
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
له څوورځوراهیسې درنوجګړوداځل دهلمند بله یوه مهمه اوستراتیژیکه ولسوالۍ ګرشک هم دسقوط له ګواښ سره مخ کړه ، دهلمند په ولایتي شوراکې دګرشک دخلکواستازې نرګیس رخشاني وایې دم ګړی یوازي دګرشک پر۱۰ سلنه دولت واک لري نوري ټولي سیمي طالبانونیولي دي اوپرپاتوسیموباندي درنه جګړه روانه ده .

هغه وایې که ګرشک سقوط وکړې ددې ولایت ټولي شمالي ولسوالۍ به هم د لاسه ووځي اودګاونډي ولایتونوپه نامنیوکې به هم څوبرابره زیات والی راسي ، په ورته وخت کې دولایتي شورامرستیال ګواښ کوي که دولسوالۍ دژوغورنې په موخه جدي ګامونه پورته نسي پاته څوکلیومتره مرکزي سیمي به هم دطالبانوپه لاس سقوط وکړي .

بل پلودهلمند دوالي ویاندعمرځواک  په ګرشک ولسوالۍ کې درنې جګړې منې خوزیاته وي دکابوکولولپاره به یې  ډیرژر اقدام وسي .

 که څه هم دهلمند هره ولسوالۍ ځانته خوراډيراهمیت اوستراتیژیکي بلل کیږي خودګرشک سقوط به دپاته هلمند سربیره  نیمروز ،فرا ،اوهرات ولایتونوته دغځیدلي لوی لاري دناامنیه کیدوترڅنګ به دغه ولایتونوته دناامنیولمنه هم وغځیږي .



۱۳۹۴ دی ۲۶, شنبه

هلمندته دولتي چارواکې دولسي او مشرانوګې پلاوي دامتیازاخیستلوپه موخه ځي .

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۷—
هلمندته ددولتي چارواکوترڅنګ دولسي اومشرانوګې پلاوي دامتیازاخیستلوپه موخه ځي .
دهلمندولایتي شورا اومدني فعالین وایې لوړپوړي چارواکې دولسي اومشرانوجرګې پلاوي دامتیازدترلاسه کولو،پرولایتي چارواکودفشارراوړلو،اودخپلوکسانودمقرریوپه موخه سفرونه کوي چې هیڅ پایله یې هم نده لرلي ،دوی دهلمند دناامنیواودوامداره جګړوپړه هم پردغه پلاو اچوي چې دهلمند ږغ یې په رښتنې توګه ندی رسولی چې له امله یې هلمند دناامنیوپه ځاله بدل سو.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایتي شورا وایې ددولتي چارواکو ،دولسي اومشرانوګې دپلاوسفرونه دې ولایت ته یونمایشي اودخپلوشخصي ګټودساتلوپه موخه یاده وي ،دوی وایې له شاه اوخواشپږومیاشتوراهیسې پرهلمند سختي جګړې رواني دي خودوی یوازي دخپلوکسانودمقرریواوامتیازداخیستلوپرته نورهیڅ هم ندي کړي .

وکیلان وایې دهلمند سره دمرکزي دولت دمورامیرې چلند ناامنۍ ډيري کړې ،په ورته وخت کې مدني فعالین وایې دولسي اومشرانوجرګې دپلاو راتګ په دولتي اداروکې د خپلې خوښې کسان په دندووګمارل اویاهم دولایتي چاروکوڅخه امتيازات ترلاسه کول دي چې بله هیڅ پایله یې نده ورکړې .


دهلمند دوالي ویاندعمرځواک که څه هم دې ولایت ته دبیلابیلوپلاودراتګ خبره منې خو دګټواوزیانونوپه اړه یې وایې نظرنلرو.داپه داسي حال کې ده چې دنوروسیموترڅنګ اوس په ګرشک ولسوالۍ کې جګړوخورا زوراخیستی دی چې دواړه لوري یوبل ته دمرګ ژوبلي داړولوادعاوي هم کوي خودکره معلوماتوپه اړه یې څه ندي ویلي .

۱۳۹۴ دی ۲۵, جمعه

دعامه نظم دپولیسولیکوته ۳۷۰ هلمندي ځوانان په خپله خوښه ورغلي .

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۶—
دهلمند دعامه نظم پولیسوته لسګونه هلمندي ځوانان په خپله خوښه ورغلي دي .
چارواکې وایې دغه ځوانان دبیلابیلوولسوالیوڅخه دویته راغلې چې اوس مهال ترروزني لاندي دي ، دعامه نظم چارواکې وایې ددوی په لیکوکې ۵۰۰ کمبود وچې  دنوتازه دمه ۳۷۰ کسانوپه روزلوسره به دغه تشه ترډيره ډکه سي ، دهلمند قومي مشران بیادعامه نظم څخه په دې ولایت کې دامنیت دټنګولوغوښتنه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دعامه نظم د۵ لیواقوماندان وایې دوی په خپل تشکیل کې ۵۰۰ کمبود درلودچې ۳۷۰ کسان یې اوس نوي جلب کړي دي اودامهال ترروزني لاندي دي ،هغه وایې دخپلوپاته نورکم تشکیل دپوره کیدوهڅي یې هم راپیل کړي دي چې په نږدي ورځوکې به دغه چاره هم بشپړه سي .


قوماندان وایې یادوځوانانوته یې دوسلواومهماتودتجهزه ولوپوره اماده ګې نیولي ده چې ترروزل کیدو وروسته بې سمبال اودجګړې کرښي ته ولیږل سي ،دهلمندولایتي رئیس اوقومي مشران وایې افغان دولت ناتوانه دی چې دپردیودجګړومخه ونیسي دوی دنوتازه دمه پولیسوڅخه  هیله لري چې ددوي په روزل کیدوبه تریوه بریده ستونزي راکمي سي .


دوی وایې اوس مهال هلمند  ډيری برخې دوسله والو په ولکه کې که یې مخه ونه نیسي ستونزي به نوري هم ډيري سي .



۱۳۹۴ دی ۲۳, چهارشنبه

په هلمندکې د ۱۱ میاشتوپه تیریدو (۷۳۴ ) ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده .

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۴—
په هلمندکې د ۱۱میاشتوپه تیریدو (۷۳۴ ) ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دهلمند دبشري حقوني ولایتي دفتروایې دتیرکال په پرتله له تیرو ۱۱ میاشتوپه تیریدو ۳ سلنه دملکي مرګ ژوبلي کچه لوړه سوې ده ،چارواکې وایې لاملونه یې په ګڼ میشتوسیموکې دودلت او وسله والوطالبانوترمنځ جنګ جګړې دي چې دملکي کسانوپه مرګ ژوبله کې زیات والی راغی .
دوالي ویاند دبشري حقونودخپلواک کمیسیون دملکي کسانودمرګ ژوبلي خپره سوې شمیره نه منې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دوامداره جنګ جګړوداځل دبشري حقونودخپلواکې کمیسیون ولایتي دفتراندیښني هم ډيري کړي دي، ددغه دفترچارواکې وایې له تیرو ۱۱ میاشتوپه تیریدوپه هلمندکې یوازي ۷۳۴ ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۲۳۲ وژل سوي او ۵۰۲ کسان هم ټپي سوي دي چې ډيره برخه یې ښځي اوماشومان دي.

هغه وایې داچې وسله والوطالبانو اودولتي چارواکودملکي کسانوپه ګڼ میشتوسیموکې خپلوبریدونوه زور ورکړی اوجنګي قوانینوته یې هم هیڅ پام لرنه نه ده کړې  نو له امله یې دملکې کسانوپه مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغی .

نوموړی وایې دیادجګړوله امله زرګونه کورنۍ کډوالي سوي هم دي چې اوس مهال یې ژوند له ګڼوننګونوسره مخ دی ، خودهلمند دوالي ویاندعمرځواک نه داچې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون دملکي کسانودمرګ ژوبلي شمیره نه منې بلکې وایې له تیروڅومیاشتوراهیسې په دې ولایت کې یوازي  ۵۰ ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده هغه هم دوسله والوطالبانوپه مځکني ماینونواوډله ییزوبریدونوکې.هڅه مو وکړه چې دطالبانونظرهم ولروخوبریالي نسو.


۱۳۹۴ دی ۲۲, سه‌شنبه

هلمندخپله هلمندي وکیلانواوبانفوزه اشخاصودناامنیوپه ځاله بدل کړ.

راپور—۲۰۱۶۱—۱۲—
هلمندخپله هلمندي وکیلانواوبانفوزه اشخاصودناامنیوپه ځاله بدل کړ.
دهلمنددیوشمیرولسوالیوترڅنګ ، مهم مدیریتونه اوامریتونه دولسي اومشرانوجرګواستازوخپل خپلوان اویایې هم ددوی ګټوته ژمن کسان په دندوګمارلي دي  ،شناتوران اوکیلان هم دامنې چې ددوی دلاس وهنوله امله ناامنیوخورازورواخیست ،خوامنیتي چا رواکې بیاددي هرڅه پړه پروزارت اچوي چې غیري مسکلي کسان دوکیلانودفشارونوله امله په دنده ګماري 
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندکه له هره اړخه دجګړې ډګربلل کیږي خوتازه موندني ښي چې ددي ولایت په ناامنه کیدوکې ترډيره دولسي اومشرانوجرګې داستازوترڅنګ دبانفوزه اشخاصو لاس وهني اومقررۍ دي، شمشادته یوي باوري سرچینه وایې دخانشین امنیه قوماندان ،د ولسي دغړي محمدولي علیزی ،دګرمسیرامنیه قوماندان دسناتورمحمدهاشم الکوزي ،دناوې امنیه قوماندان دعبدالودوپوپل،دنادعلي ولسوال دنسیمې نیازۍ ،دګرشک امنیه قوماندان دمعلم میرولی ،دواشیرولسوال دولایتي شورا دریس اوعبدالجبارقهرمان ،دکجکې امنیه قوماندان دسناتورملاشیرمحمداخندزاده ملاتړله ځانه سره لري خو دپاته ولسوالیو، دښاردحوزو،دمهمو مدیریتونواوامریتونه هم دوکیلانواوبانفوزه اشخاصوله لوري پرخپل خپلوانواویا هم ددوی ګټوته پرژمنو کسانوویشل سوي دي ،دولایتي شورادامنیتي کومېټي مشربشیراحمدشاکرهم دامنې چې هروکیل خپله ونډه لري.

وړاندي تردي هم سناتورملاشیرمحمداخندزاده دامنلي وه چې په هلمندکې دوکیلانودلاس وهنواومقرریوله امله ناامنې تردې ځایه ورسیدې.

خودهلمندامنیه قوماندان وایې هیڅ چاته به اجازه ورنکړي چې غیري مسکلي کسان په ده دفشارپه وجه په دنده وګماري خوزیاته وي پرکورنیوچارووزیردوکیلانودفشارونوله امله اړدی چې هغه کسان په دنده وګمارې چې وزیرورته دکومي دندي امرورکړی وي . 

دهلمند جګړې ته که څه هم په وار وار بیلابیل نومونه ورکول سوي دي خودغه نوم یې په خپل ډول کې بیساری دی .


۱۳۹۴ دی ۲۱, دوشنبه

کډوال وایې دماښام ډوډۍ نلروخورئیس وایې دوکیلانواو زور واکودلاسه مرسته نسي ورکولی .

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۱—
کډوال وایې دماښام ډوډۍ نلروخورئیس وایې دوکیلانواو زور واکودلاس وهنوله امله مرسته نسي ورکولی .
په هلمندکې رواني دوامداره ناامنیوپه زرګونه کورنۍ دخپل کورپریښولوته اړیستي دي خودولت ورسره تراوسه هم هیڅ مرسته نده کړې ، خودکډوال چارورئیس وایې دیوشمیر وکیلانو اوزور وکودلاس وهنوله امله یې نه یوازي چې سروي بنده ساتلي بلکې مستحقوکورنیوته مرسته هم نسي ورکولای .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
جنګ جګړویې کورنه خراب اوهرڅه یې ورنه واخیسته خواوس دلوږي ټوله شپه په ویښه تیره وي دبیلابیلوولسوالیوڅخه راکډه سوې کډوالي کورنۍ وایې دولت مرستي هغه کورنیوته ورکوي چې زور واکې اویاهم ددوی خپلوي وي خودوی یې له پامه غورځولي دي .

بل پلودهلمند دکډوالوچاروریاست وایې دیوشمیروکیلانو او زور واکودلاس وهنوله امله نه یوازي یې دسروي چاري درولي بلکې هغه کورنیوته هم مرسته نسي ورکولای چې مستحقي وي ،ریس وایې که څه هم په زرګونه کورنۍ دناامنیوله امله کډوالي سوي دي خویادستونزي یې دکارونوپروړاندي لوی خنډ دی

که څه هم له څومیاشتوراهیسې ددومداره جګړوله امله شاه اوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ کډوالي سوي دي چې یوشمیرکډوالوته مرستي ورکول سوي هم دي خودچارواکوپه خبره له یوې لیسزي راهیسي دهلمند دمرکز ترڅنګ په بیلابیلوولسوالیوکې څه کم شل زره کورنۍ کډوالي سوي دي چې دامهال دډيری کورنیوژوندله ګڼوننګونوسره مخ دی .



۱۳۹۴ دی ۲۰, یکشنبه

ولایتي شورا یوواربیا دننګونواودبدامنیتي حالت څخه خپله سخته اندیښنه وښوده .

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۰—
دهلمند ولایتي شورایوواربیادننګونواودبدامنیتي حالت څخه خپله سخته اندیښنه وښوده .
وکیلانوداځل مرکزي دولت په دې تورن کړچې هلمندته هیڅ رازتوجونلري چې له امله یې ترنیمایې ډیرهلمند دوسله والولاسته ورغی ، دوی ګواښ کوي که مرکزي دولت هلمند ته تازه دمه هوایې اومځکني قوتونه ونه لیږي پاته هلمندبه دطالبانولاسته ولویږي ، دوی دلوړپوړوچارواکوراتګ هلمندته هم یوازي نمایشي یادوي چې په امنیتي برخه کې هیڅ پرمختګ هم ندی راغلی .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ولایتي شورادیوي خبري ناستي پرمهال په هلمند کې دروان بدامنیتي حالت څخه دسختي اندیښنې ترڅنګ یې دټولوناامنیوپړه پرمرکزي دولت ورواچول ،وکیلان وایې هلمند هره ورځ دناامنیوکنديته لویږي اوپه کابوکیدوکې یې هیڅ راز مرسته نکیږي چې په یوبل پسي ډيری سیمي هم دلاسه ووتې.

هغه وایې دمرکزي دولت دنه پاملرنې له امله نه داچې دناامنیوپه مخنیوي کې مرسته نده سوې بلکې دشمالي ولسوالیوڅخه دناامنیولمنه جونوبي ولسوالیوته هم وغځیده ، دولایتي شورامرستیال بیادمرکزي دولت څخه دلوړپوړچورواکوراتګ دې ولایت ته یوازي نمایشي بولي چې له امله یې له ومیاشتوراهیسې دښارڅلرمه امنیتي حوزه هم دطالبانوڅخه ونه نیول سوه .


یاده دي وي چې ولایتي شوراپه وار وارپه هلمند اومرکزکې هم په خبري ناستوکې دهلمندپرحالاتوخپلي اندینښي له رسنیوسره شریکي کړي دي خوتراوسه هم هیڅ پاملرنه نده سوې چې له امله یې په دې ولایت کې ناامنۍ دپآم وړډيري سوې .

۱۳۹۴ دی ۱۸, جمعه

امنیه قوماندان وایې دباباجې ۴ حوزه دښار نه ده چې دولایتي شورادسخت غبرګون سره مخ سو.

راپور—۲۰۱۶—۱—۹—
امنیه قوماندان یې له سره منې نه خووکیلان دغه پریکړه دهلمندسره لویه جفابولي .
دلښکرګاه ښارڅلريمي امنیتي حوزې مرکزي سیمي باباجې له ننه شاه اوخوا دوه نیمي میاشتي وړاندي وسله والوطالبانوترواک لاندي راغله چې تراوسه هم پري راج چلوي خودهلمندانه قوماندان اوس دانه منې چې باباجی دي دلښکرګاه ښارڅلرمه امنیتي حوزه وي ،خودقوماندان دغه څرګندونودولایتي شوراد سخت غبرګون سره مخ سوې دوی وایې دغه ډول پریکړي دهلمند داولس اودسیمودویشلوپه معني دي چې پایلي به یې خراب وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دباباجې سیمي چې یوه پراخه اوګڼه میشته سیمه ده په ۱۳۹۳ کال کې په رسمي توګه دلښکرګاه ښارڅلرمه امنیتي حوزه اودښاروالۍ پنځمه ناحیه هم ده چې دښارترنوروامنیتي حوزویې دپولیسوتشکل هم لوړدی ،باباجی دلښکرګاه ښاردروازه اودښاردمرکزي سیمولپاره یوه ترټولومهمه امنیتي حوزه ده چې شاه اوخوادوه میاشتي وړاندي وسله والوطالبانویې مرکزي سیمي ونیولي او اوس هم پري واکمن دي خودهلمندامنیه قوماندان نه یوازي چې څلرمه امنیتي حوزه دسره منې نه بلکې وایې ددوی لپاره هیڅ اهمیت هم نلري .

هغه وایې دامهال دوی یوقوي کمربندجوړکړی چې طالبان نسي کولای له دي لاري ښارته داخل سي ،خودقوماندان دغوڅرګندونودهلمند دولایتي شورادوکیلانودسخت غبرګون سره مخ سوې  وکیلان وایې دوی به چاته اجازه ورنکړي چې هلمند وویشي ،دوی دامنیه قوماندان دغه څرګندوني بي اساسه دهلمند اوباباجې دخلکوسره لویه جفابولي .


لښکرګاه ښارڅلور امنیتي حوزې لري چې اوس مهال دباباجې څلرمه امنیتي حوزه له شاه اوخوادومیاشتوراهیسې یې مرکزي سیمي دطالبانوترواک لاندي دي خوچارواکې خوامنیه قوماندان یې دښارحوزه نه بلکې یوه لري پرته دښتي سیمي بولي . 

سنګین ولسوالۍ یو ورابیا دسقوط له سترګواښ سره مخ سوه .

راپورــ۲۰۱۶—۱—۸—
سنګین ولسوالۍ یو ورابیا دسقوط له سترګواښ سره مخ سوه .
دسنګین ولسوالۍ قومي مشران وایې له تیري شپي راهیسې وسله والوطالبانویواربیاددي ولسوالۍ پرمرکزسخت بریدونه پیل کړه چې پرمهال یې دولسوالۍ دقوماندان په ګډون پنځه ویشت تنوته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده .
چارواکې هم په سنګین ولسوالۍ کې درنه جګړه منې خووایې مرستې ته به یې هوایې اومځکنې ځواکونه ورسیږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
طالبانوتیره شپه شاه اوخوادرې بجې دسنګین ولسوالۍ اوامنیه قوماندانۍ پرودانیویوواربیا سخت ډله یزبریدونه پیل کړي دي ،دسنګین ولسوالۍ دسیمه ییزوپولیسومشراودټولنیزي شوراغړي غلام جا ن اکاچې تیرشپه راغلی وایې دولسوالۍ امنیه قوماندان محمد داود سخت ټپي سوی اودهغه ۲۵ پولیسوته هم مرګ ژوبله اوښتې ده ،هغه وایې اوس هم جګړه روانه ده که دپاته ځواکونومرسته ونسي دولسوالۍ اوامنیه قوماندانۍ ودانۍ به سقوط وکړي .

نوموړی وایې دامنیه قوماندانۍ ودانۍ وسله والوطالبانوسوې اوټاورونه یې هم نړولي دي ،هغه پرمرکزي او ولایتي چارواکوتورپوري کوي چې دنه پاملرني له امله یې سنګین دجګړې په لمبوسوځي .

په ورته وخت کې دیادي ولسوالۍ قومي مشرمحمد داودهم دامنې چې په ولسوالۍ کې ددولت دبي پروایې اونه پاملرنې له امله داولسوالۍ جګړې په ډګرواوښته ،دی هم په هلمند اوسنګین ولسوالۍ کې ردوان بدحالت ټوله پړه پرولایتي چارواکووراچوې .

بل پلودهلمند دوالي ویاندهم په سنیګن ولسوالۍ له تیري شپي راهیسې ددرنې جګړې خبره منې خودتل په څیروایې په جګړه کې به ښکیلوکسانوته ډیرژرهوایې اوزمنې مرسته ورسیږي . 

پرسنګین له ډيره وخته درنې جګړې روانې دي چې مرکزې سیمي یې هم دمحاصرې په حال کې دي خوتازه یوواربیاددي ولسوالۍ مرکزي سیمي دسقوط له سترګواښ سره مخ سوې .


۱۳۹۴ دی ۱۷, پنجشنبه

چارواکې ادعاکوي چې دمارجې ولسوالۍ ډيری سیمي یې نیولي دي .

راپور---۲۰۱۶—۱—۷—
دهلمند امنیتي چارواکې ادعاکوي چې دمارجې ولسوالۍ ډيری سیمي یې نیولي دي .
چارواکې وایې دپولیسواوبهرنیوځواکونوپه مځکني اوهوایې عملیاتوکې یې دیادي ولسوالۍ هغه سیمي نیولي دي چې له دوه میاشتوراهیسې دوسله والوپه ولکه کې وې ،قوماندان ادعاکوي چې دمارجې لویه لاره یې هم خلاسه کړې اوترډیره یې ناامنه سیمه هم په امن کړې ده داچې په ولسوالۍ کې اوس امنیتي حالات څنګه دي .
له دوه میاشتواوپنځه ورځووروسته دهلمندامنیتي چارواکې ادعاکوي چې دکورنیواوبهرنیوځواکونوپه هوایې اومځکني عملیاتوکې یې دمارجې ولسوالۍ ډيری سیمي نیولي اوغځيدلي لاره یې هم دترافیکوپرمخ په بشپړه توګه خلاصه کړې ده .
زمالومړنی سټنډف......
دامارجې ولسوالۍ ته غځیدلي لاره ده چې اوس هم وسله وال طالبان زمودسپرلۍ پرموټردسړک دواړوغاړوڅخه ډزي کوي دلته زموږاودمرګ ترمنځ یوازي همدا زغروال موټردي چې دطالبانودوسلودخولي څخه وتلي مرمي زمونږڅخه وګرځوي خودلته ډزي ډيریږي اوزمودموټروقطارهم دوه ځایه کیږي ځیني مخکي اوځیني وروسته پاتیږي خوبیاهم دخال خال ډزوسره سره سفرته دوام ورکو.

دهلمندامنیه قوماندان چې دمارجې ولسوالۍ دلوی لاري دپرانیستووروسته لښکرګاه ښارته دتلوپرمهال خبریالانوته وویل دوی په مارجې ولسوالۍ کې ډيری سیمي نیولي تر۱۲۰ ډيرو وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله هم اړولي ده دده په خبره اوس مهال دامنیتي ځواکونوپروړاندي پخوانۍ ننګوني لمخه لري سوي دي .

 هغه وایې دلاري دخلاسیدوپرمهال یې په لسګونه ماینونه هم کشف اولمنځه وړي دي ،که څه هم چارواکې دبهرنیوځواکونومرسته نه منې خوپه مارجې ولسوالۍ دامریکایې ځواکونودیوه سرتیري دوژل کیدواودوټپي کیدوخبره تایدسوې ده قوماندان وایې دپوستوترڅنګ یې ډيری نوي تازه دمه سرتیري هم ځای پرځای کړي دي .

موږیوازي دمارجې ولسوالۍ دکیمپ ترسیمي وه توانیدوچې ځان وره سو خوداچې دمارجې ولسوالۍ ترمرکزه پاته ۱۲ کلیومتره لاره نوره هم ستونزمنه سوه سفرمونیمګړی سو،چارواکې وایې دوی ډيری سیمي نیولي دي خودلوی لاري پرسراوس هم یوازي زغروال ټانګونه دمارجې ولسوالۍ ترمرکزي سیموتګ اوراتګ کولای سې ،دوسله والوطالبانوویاندقاري یوسف احمدي وایې اوس هم دوی دمارجې ولسوالۍ پرډيری برخوواک لري اودیوي الوتکي درانسکوریدوادعاکوي ،وسله والوطالبانودوه میاشتي وړاندي دمارجې ولسوالۍ دمرکزي اودکیمپ سیموپرته نوري ټولي سیمي ونیولي چې دبیانیول کیدولپاره یې دافغان دولت دالومړنې عملیات دي چې پیل سوي دي .


۱۳۹۴ دی ۱۵, سه‌شنبه

طالبان په مارجې ولسوالۍ کې دهرجریب پرسره دخلکوڅخه سل پاکستانۍ کالداري ټوله وي

راپور—۲۰۱۶—۱—۵—
طالبانوداځل دهلمند په مارجې ولسوالۍ کې دهرجریب پرسره دخلکوڅخه سل پاکستانۍ کالداري ټوله وي
دمارجې ولسوالۍ قومي مشران او ولایتي شوراوایې دطالبانودغه پریکړي سخت اندیښمن کړي اوله ګڼوستونزوسره یې مخ کړي دي ،دوی وایې دوامداره ناامنیواوهغه سیمي چې دطالبانوپه واکې دي دخلکوسره دغه ډول چلندکوي دولت ته پاکارده چې ډيرژر دنیول سوسیمولپاره پراخ عملیات وکړي .

طالبانوپه هلمندکې ترخپل واک لاندي سیموکې دبریښنا دعوایدو،بازارنوڅخه دمالي یې ترڅنګ اوس یې په مارجې ولسوالۍ کې دهرجریب پرسره دخلکو څخه سل پاکستانۍ کالداري ټوله وي ،دمارجې ولسوالۍ دټولنیزي شوراغړي وایې دغه چارې دوی سخت اندیښمن کړي اوکه څوک پیسې ورنکړي طالبان یې دوهلواوټکولوسربیره خپله محمکه هم پرې کوي .

په ورته وخت کې دهلمند ولایتي شوراهم دامنې چې دنوروسیموترڅنګ وسله والوطالبانوداځل دمارجې ولسوالۍ پرخکلودهرجریب پرسره یوه اندازه پاکستانۍ کالداري حواله کړي دي .

 هڅه مووکړه چې پدي اړه دوسله والوطالبانونظرهم ولروخوبریالي نسو،مارجه ولسوالۍ چې شاه اوخوا ۶۰۰۰۰ زره جریبه ځمکه ده خووسله وال طالبانواوس په دې ولسوالۍ کې دهرجریب پرسر دمځکودخاوندانوڅخه سل پاکستانۍ کالداري غواړي .






۱۳۹۴ دی ۱۳, یکشنبه

طالبان اوس هم دافغانستان اونړۍ لپاره لوی ګواښ دی .

راپور—۲۰۱۶—۱—۳—
طالبان اوس هم دافغانستان اونړۍ لپاره لوی ګواښ دی .
دهلمندامنیه قوماندان وایې پاکستان اوایران دطالبانوترشاه په افغانستان کې جګړه پرمخ وړي اودواړه هیوادونه دطالبانوډولوته دجنګي وسایلوترڅنګ دهغویومرسته کوي ،قوماندان وایې دوی اوس خپل هدف یوازي سنګین اومارجه ولسوالۍ ګرځولي چې له دې وروسته به په ټول هلمندکې دناامنیودمخنیوي په موخه پراخ ګامونه پورته کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند امنیه قوماندان که څه هم په هلمندکې طالبان کمزورې یادوي خوله څومیاشتوراهیسي دلاسه وتلوسیموباندي اوس هم طالبان خپل راج چلوي ،خوامنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایې داچې ایران اوپاکستان دطالبانوملاتړکوي اوس هم دافغانستان اونړۍ لپاره یولوی ګواښ دی ،نوموړی وایې دسنګين اومارجې ولسواليود امنيت ټينګښت یې په لومړيتوبونوکې دی.

هغه وايي چې دوی پوره وسلې،مهمات اوجنګي تجهيزات په واک کې لري اووسله والوطالبانواوس د نورپرمختګ توان له لاسه ورکړی اوپه نږدې راتلونکي کې به ټولې سيمې ترې ونیسي .

امنیتي چارواکې تل په هلمند روانه درنه جګړه داندیښنې وړنه بولي خودهلمندولایتي شورااوعام خلک وایې که په هلمندکې دلاسه وتلوسیمولپاره پراخ او اوږدمهاله عملیات پیل نسي ښايي مرکزلښکرګاه ،ناوه اوګرمسيرولسوالۍ هم دناامنیوشاهدي وې .