۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

بختیار: په مارجې ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونویوشمیرسیمي دوسله والوڅخه نیولي دي .


راپور—۲۰۱۵—۱۱—۱۱—
دهلمند په مارجې ولسوالۍ کې وروسته له یوې اونۍ افغان امنیتي ځواکونویوشمیرسیمي دوسله والوڅخه ونیولي  .
دامنیه قوماندانۍ سرپرست وایې تیره شپه دافغان امنیتي ځواکونوپه عملیاتوکې دوسله والوڅخه دځینوسیموپرنیول کیدوسربیره هغویوته مرګ ژوبله هم اړولي ده ،چارواکې وایې تیره شپه یې دوسله والوطالبانوڅخه دوسله ترڅنګ یوه اندازهچاودیدونکي توکي هم نیولي دي ،داسي ویل کیږي دافغان امنیتي ځواکونوسره دبهرني ځواکونه هم مرسته کوي خورسمي تراوسه په دي اړه څه نه دي ویل سوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم دمارجې ولسوالۍ دجګړې څخه یوه اونۍ اوړي خوپه دغه موده کې ډيری سيمي دوسله والوطالبانولاسته ولویدې ولي اوس داسي ویل کیږي چې افغان ځواکونو د روانو عملیاتو په ترڅ کي، ځیني سیمي یوواربیاترخپلي ولکي لاندي راویستي دي ،دهلمند سرپرست امنیه قوماندان پاچاه ګل بختیاروایې  تیره شپه یې دنهم بلاک سیمه نیولي اوهمدارنګه یې  ۱۲ وسله وال طالبان وژلي چې جسدونه یې دافغان امنیتي ځواکونولاسته ورغلي دي ،هغه وایې ۱۱ میله سپکه اودرنه وسله اویوه عراده موټرچې دچاودیدونکوتوکوباروهم نیول سوی دی .

امنیتي چارواکې که څه هم په رسمي توګه څه نه وایې خوداسي ویل کیږي چې په دې عملیاتو کي دبهرنیو ځواکونو دخاصو قطعاتو يوه ډله دافغان امنیتي ځواکونوملتیاکوي او دوسله والو پر یوشمیر پټنځایونو یې هوايي بریدونه هم کړي دي ،بل پلوپه هلمند کي دملي اردو د ۲۱۵میوند قول اردو څخه په رالیږل سوي خبرپاڼه کي راغلي دي چي دمارجې ولسوالۍ دملک پر څلور لاري تریوي  سختي جګړي وروسته یې دوسلوالو دیوه قوماندان اسدالله په ګډون ۱۲ نوروسله وال وژلي چې جسدونه یې دجګړې پرمیدان پاته سوې دي ،وسله والو تراوسه خپل لور ته داوښتي مرګ ژوبلي پاړه شمشادته څه نه دي ویلي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر