۱۳۸۸ شهریور ۷, شنبه

شعر


ماغريب پريږدي چه غمونه ګالم
ماهسي پريږدي چه دردونه ګالم

ټوله شپه ويښ درپســي وژړيدم
پروت ناقراره يم خــــــوبونه ګالم

ولي كوله مي دښــــــــــــــــكلومينه
اوس پرزړګي باندي زخمونه ګالم

ماچي ديارشونډوته خوله وروړله
لكه فــــــــــــرهادبه تكليفونه ګالم

ژوندخوبياره ژوندون نه دي ګوره
دزړه په سربه اوس اورونـــــــه ګالم

وړي دي فيـــــــــكريم وادوته اشنا
خودبه دي هرنګه چــــــــلونه ګالم

ځمه خلګي وړم (سروري) ته يوار
كه هرڅه كيږي توهمـــــتونه ګالم
سروري






دبرتانياهيوادلومړي وزيراوپه افغانستان كي دآيساف عمومي قوماندان هلمندته دخپل يوه سفرپرمهال دخپلوميشتوسرتيرواودولتي مسئولينوسره وكتل.



دبرتانياهيوادلومړي وزيراوپه افغانستان كي دآيساف عمومي قوماندان هلمندته دخپل يوه سفرپرمهال دخپلوميشتوسرتيرواودولتي مسئولينوسره وكتل.
سردارمحمد سروري

دشنبې په ورځ دبرتانيالومړي وزيرګورډن براون چي په افغانستان د آيساف عمومي قوماندان مايك كريسټل يې ملتياكوله هلمندته دخپل يوه سفرپرمهال پدي ولايت كي دخپلوميشتوسرتيرو اوپي آرتي له غړوسره تركتني وروسته،دوالي محمدګلاب منګل اوامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شېرزادسره وكتل.
ښاغلي براون له دولتي چارواكوسره دكتني پرمهال پرامنيتي وضعيت ،دبيارغوني پركارونو،اويوشمېرنورومهموموضوعوعاتوپه خاصه توګه پدې وروستيوكي ددولت لاسته په راغلوولسواليوكي دسيمه ايزي ادارو پرپياوړتيا،دمعارف دودي،دروغتيايي خدمتونوبرابرولواوخلكوته دنوروخدمتونودوړاندي كولوپه باب خبري وكړې.
دبرتانيالوموړي وزيروويل چي دوى ژمن دي ترڅودهلمندپه ولايت كي په يادوبرخو اوپه ځانګړي توګه امنيتي برخه كي پوره مرسته وكړي.
هلمندوالي محمدګلاب منګل وويل ښاغلي براون ورسره دليدني پرمهال پرخپلوتيروكړو ژمنوچي له هلمندسره يې په بيلابيلوبرخوكي كړې وې ټينګاروكړ اوهوكړه يې وكړه چي دبرتانيادولت به خپلومرستوته دوام وركړي
ديادولووړده چي څه موده وړاندي دپاكستان اوافغانستان لپاره دامريكادمتحده ايالاتودجمهورريس اباماخاص استازي ريچارډهولډبروك اوهمدارنګه دبرتانياهيوادلومړي وزيرګولډن براون هم هلمندته دخپل سفرپرمهال دهلمندي چارواكوسروكتل

دلښكرګاه ښاركارته لګان لېسه كي دېونوي ودانۍ دبنسټ ډبره دهلمندوالي يوشميردولتي مسئولينولخواكښېښودل سوه



دلښكرګاه ښاركارته لګان لېسه كي دېونوي ودانۍ دبنسټ ډبره دهلمندوالي يوشميردولتي مسئولينولخواكښېښودل سوه.
سردارمحمد سروري
دشنبي په ورځ دلښكرګاه ښاردكارته لګان په ليسه كي ديوي نوي وداني دجوړيدوډبره په داسي حال كي كښيښودل سو ه چي هلمندوالي محمدګلاب منګل دولايتي شوراريس محمدانوراوددولتي اداروريسانوهم برخه لرله
دغه ودانۍ چي شپاړ س درسي خوني اونورملحقات لري دډنمارك هيواد د دري سوه پنځوس زره امريكايي ډالروپه لګښت دڅوارلسومياشتوپه اوږدوكي په پاخه اواساسي ډول جوړيږي.هلمند والي محمدګلاب منګل
ددې دوه پوړيزي ودانۍ دبنسټ دډبري اېښودلوپرمهال وويل ددي سيمي خلكوورته پدې اړه پېشهادونه كړي وه چي دادى اوس ددوى داولادونولپاره دغه ودانۍ دډنمارك ددوست هيوادپه مالي مرسته جوړيږي ترڅوهغه ستونزي چي مخكي زده كوونكودرلودې هواري سي.
ديادولووړده چي دډنمارك هيواد په هلمندكي ديولسوښوونځيولپاره دودانيودجوړېدودمرستي ژمنه كړې چي ياده ودانۍ هم دهغې له جملې څخه شميرل كيږي

۱۳۸۸ شهریور ۴, چهارشنبه

قطعه


ټـــــــوله جهان لوي احـــمدشاه پيژنــــــــــــي
هــــــــــم دي خـټك هم دي نازوته ســــــــلام

چـــــــــــــي يي زمـــــــــونږپرژبه يادپاته دي
دګــران پښتون درنوقوموته ســـــــــــــــــلام

نـــــــــه دلندن نه ده پاريس كباب خــــــورم
هلـــــــــــمنده ستايخوشلومبوته ســــــــــلام
سروري

۱۳۸۸ مرداد ۳۰, جمعه

په لښكرګاه دانتخاباتوپه ورځ ديوې لګېدلي توغندۍ له امله ديوه شهيدسوي ماشوم له كورنۍ سره نقدي او دخوراكي توكومرسته وسوه.



دجمهوري رياست اوولايتي شوراګانودانتخاباتوپه ورځ په لښكرګاه ښاركي دوطن ددښمنانولخوا په يوې توغول سوي توغندۍ كي ديوه شهيدسوي ماشوم اويوه ټپي له كورنۍ سره هلمندوالي محمدګلاب منګل دكتني پرمهال دجمهوررئيس حامدكرزي دخواږۍ پيغام ورساوه اوورسره يې دنقدي اوخوراكي توكومرستي سربېره ديوې نمرې مځكي دوركړي ژمنه هم وكړه.
دغه ماشوم تېره ورځ پربايسيكل له خپل مشرورورسره وو چي توغندۍ پرې ولګېده اوځاى پرځاى يې خپله ساه حق ته وسپارله.
هلمندوالي ، ،په ولسي جرګه كي دخلكواستازي نسيمې نيازى اويوشميردولتي مسئولينودقربانيانوله كورنۍ سره دكتني پرمهال په فاتحه كي هم برخه واخيسته او دې كورنۍ ته يې ژمنه وركړه چي ټپي كس به يې ژرترژره دتداوۍ لپاره دكورنيوچارووزارت لخوا بهرته واستوي.
هلمندي مسئولينوله نوموړۍ كورنۍ سره غمشريكي وكړه اوډاډيې وركړچي له هيڅ ډول مرستي څخه به درېغ نه كوي .
هلمندوالي دطالبانولخوا پدې وروستيوكي دماينونواوتوغنديو پوسيله دملكي خلكووژني ته په اشاره وويل چي دوطن دشمنان تل دبيګناه ماشومانواوښځوپه وژنه كي لاس لري اونه غواړي چي خلك په سوله كي ژوندوكړي.
داپداسي حال كي ده چي تېره ورځ دوطن دښمنانوپه هلمنداونوروولاياتوكي هڅه وكړه چي انتخاباتوګډوډ كړي خوټول افغانستان اوهلمندكي په زرګونوزرګونوځوانانو،سپين ږيزوه تورسرو په ټاكنوكي په خورا ليوالتيابېله كوم ګواښه برخه واخيسته.اودښمن په ټول قوت سره ونه توانېد چي دخلكودارادې مخه ونيسي.



۱۳۸۸ مرداد ۲۹, پنجشنبه

دهلمندولايت په ناوي ولسوالي کي به نورهم دامنيت دټنګښت سره جوخت ګڼي دبيارغوني پروژي پلي اوخلکوته به دکارکولوزمينه برابره سي داټکي هلمندوالي اوورسره





ياده غونډه چه دناوي ولسوالي دمرکزي جامع جومات په انګړکي جوړه سوي وه پکي هلمندوالي محمدګلاب په هلمندکي دملي اردوددوه سوه پنځم اتل قول اردوددريمي پلي لواقوماندان جنرال محي الدين غوري دملي امنيت ريس بريدجنرال محمدنعيم امينه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاددارشادحج اوقافوريس قاري مختاراحمدحقاني دکليودبيارغاوني اوپراختياريس محمدعمرقانع دامريکايي مرين ځواکونوقوماندان لاريدي نيکولسن ناوي ولسوال عبدالمناف 
 اوپه سلګونوتنوعامووګړوګډون کړي دغونډي دپيل پرمهال دناوي ولسوالي قومي مشرانوحميدالله خان اومعلم شاولي خان دغونډي برخوالوته ويناوي وکړي ويي ويل ددي ولسوالي خلک دهرڅه نه مخکي امنيت ته سخته اړتيالري داځکه چه په دي ولسوالي کي دامنيت دخرابوالي له وجهي زيات خلک دستونزواومشکلاتوسره مخ دي دوي زياته کړه که چيري په دي ولسوالي کي دپخواپه شان امنيت ټينګ واي داوسوالي به دهلمندولايت په ټولوولسواليوکي دپرمختګ اوپشرفت دنګاه څخه يوه بيلګه ګڼل کيداي همدارنګه نوموړوپه ياده ولسوالي کي دلوړوپړوچارواکوڅخه دباتجربه اوروزل سوپوليسوغوښتنه وکړه ويي ويل يادي ولسوالي ته داسي پوليس راواستول سي چه واقعادخپلوخلکودخدمت کولومصدروګرځي.
په هلمندکي دملي اردوددوه سوه پنځم اتل قول اردوددريمي پلي لواقوماندان جنرال محي الدين غوري په خپلوخبروکي روښانه کړه په هغه هيوادکي چه دوګروترمنځ يي ديووالي اوورورولي مزي ټنګي نه وي تل به وران ا وګړي به يي دناامنيوښکارسوي وي ښاغلي غوري پرټولووطنوالوږغ وکړچه نورورورته ورورواياست اودټوپک په ځاي قلم ته مخه کړي ويي ويل که چيري تاسوپه اتحاداويووالي سره ژوندوکړي هيڅکله به ددي هيواددښمنان ونه توانيږي چه خپل شومواوناروااهدافوته ورسيږي.
دملي امنيت ريس بريدجنرال محمدنعيم امنيت يوالهي امانت وباله زياته يي کړه چه په هيوادکي هرڅه پرمختګ اوپيشرفت دامنيت په ټنګښت کښي نغښتي دي 
ده وويل که چيري موږاتفاق اويوولي ونه لروتل به دبدخيتيواوناامنيوپه دام کښي شکيل اوهيوادبه مودتل لپاره وران اوويجاړوي.
هلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادپه دي ولسوالي کي دامريکايي سمندري ځواکونودفعاليتونوستاينه وکړه ويي ويل چه پدي ولسوالي کي دڅه مودي راپه ديخوا ډاډمن امنيت رامينځته سويدي ده داهم وويل چه ناوي ولسوالي ته به دخلکودعامه نظم دساتولوپه موخه دسل نه تردوه سوه پوري نورروزل پوليس واستول سي ترڅوپه دي ولسوالي کي په بشپړه توګه خلکوته دهوسااوارام ژوندکولوزمينه برابره سي همدارنګه ښاغلي شيرزادددي ولسوالي دقومي مشرانوغوښتنه وکړه چه قومي مشران دي خپل صالح اولادامنيه قومانداني ته معرفي کړي چه دخپل ولس نه په کلکه دفاع اوساتنه وکړي .
دامريکايي سمندري ځواکونوقوماندان لاري ډي نيکولسن وويل امريکايي ځواکونه دملي اردواوملي پوليسوسره يوځاي ددي ولسوالي دخلکولپاره دامنيت دټنګښت په موخه په دنده بوخت دي اويوځاي ددښمن پروړاندي په يوه سنګرکي خپل وظيفه سرته رسوي ده وويل ددښمنانودځاي پرځاي سومينونودچاودنولکبله دناوي ولسوالي پنځه څلوويښت تنوته مرګ ژوبله اوښتي ده چه لس تنه يي شهيدان پنځه ويشت تنه زخميان سوي چه ددولس تنوتداوي ترسره سويده نوموړي په دي برخه کي دخلکوهمکاري ضروروبلل اوويي ويل چه ترهغه وخته به امريکايي مرين ځواکونه دلته ميشت وي ترڅوپه دي ولايت کي په بشپړه توګه خلک دسولي اوارامي دسترنعمت څخه برخمن سي .
همدارازهلمندوالي محمدګلاب منګل زياته کړه ناوي ولسوالي هغه ولسوالي ده چه ده څه موده وړاندي طالب وسله والونفوذپکي ډيرسوي واوپه دي ولسوالي کي يي ډيري وګړي دستونزواومشکلاتوسره مخ کړي وده وويل چه دامنيت دټينګښت سره جوخت به وخلکوته ګڼي دبيارغاوني پروژي پلي سي ويي ويل ددي ولسوالي لپاره نهه څلويښت پروژي ځانګړي سويدي چه له دي جملي څخه دڅلوديرش پرژوکارتکميل سوي پنځلس پروژي ترکارلاندي اوددونوروپروژوکاربه هم په نژدي راتلوونکي کي پيل سي اوهمدرنګه سل ټنه غنم به هم ددي ولسوالي دجنګ ځپلووګړولپاره واستول سي ښاغلي منګل دملي پيوستون دپروګرام يادونه وکړه ويي ويل چه ددي پروګرام په تطبق کولوسره به ځيني بيارغنيزي پروژي پلي سي اوخلکوته به دکارکولوزمينه برابره سي 
نوموړي دطالب وسله والونه دملي مصالحي دپروګرام له لاري غوښتنه وکړه چه خپله وسله پرځمکه کښيږدي اودخپل اسلامي دولت سره يوځاي دي دخپل هيوادنه دفاع وکړي.دغونډي وروسته هلمندوالي اوورسره پلاوي دکلينک اودناوي ولسوالي دځينودکاندارانوڅخه دنژدي ليدنه وکړه چه دليدني پرمهال ددکاندارانوعمده ستونزي واوريدل سوي اودحل لپاره هلمندوالي دهغوي دستونزودحلوولوپه هکله ورته ډاډورکړ.
په دي ولسوالي کي دتيروکلنوپه پرتله سږکال دکوکناروپه کښت کي شپيته سلنه کموالي راغلي  



۱۳۸۸ مرداد ۲۸, چهارشنبه

په هلمندولايت كي داسداته ويشتمه يا دهېواد دخپلواكي دبيرته اخيستلو نوي يمه كليزه د يولړشانداره مراسيمو په ترڅ كي ولمانځل سول .۲۸/ ۵/


په هلمندكي داسديازمري داتويشتمه يا دهېواد دخپلواكي دبيرته اخيستلو د نوي يمه كليزه مراسيم چي دولايت دمقام دغونډو په تالار كي جوړسوي پكي هلمندوالي محمدګلاب منګل ، په مشرانو جرګه كي سناتور شيرمحمداخندزاده ، په ولسي جرګه كي دهلمنددخلكو استازي نسيمه نيازي ، ددولتي ادارو ريسانو ، دولايتي شورا غړيو ، علماي كرامو قومي مشرانو سپين ږيرو روشنفكرانو او عامو خلكو ګډون درلود. 
په پيل كي دهلمندوالي محمدګلاب منګل داورځ دافغانانو لپاره ترټولوغوره ، خوشحاله او دافتخارڅخه ډكه ورځ وبلل ده زياته كړه چي ددي ورځي لپاره افغانانو زياتي قرباني وركړي دي ترڅو خپل هېواد ته يي دازادي وياړ ورپه برخه كړ. 
ښاغلي منګل ځكه راتلونكي انتخابات دافغانانولپاره دخوشحاليواوبرياو ډك وباله چي ترانتخاباتو يوه ورځ وړاندي دهېواد دخپلواكي دبيرته اخيستلو دخوشحالي په مراسيموكي يي افغانان خوښ وليدل . 
هلمندوالي روښانه كړه چي سبا ورځ دافغانستان دسرنويشت ټاكلو ورځ ده هرافغان بايد په پوره غور اودقيق سره خپله رائه داسي كس ته استعمال كړي چي هغه ددي هېواد او ددي مظلوم اولس لپاره دخير اوښي ګڼي شخصيت وي .
هلمندوالي پرټول هلمندي اولس ږغ وكړه چي په ډاډه زړه دي دسباورځي په ټاكنو كي برخه واخلي اودخپلي خوښي كانديدته دي رائيه وركړي ده روښانه كړه چي امنيتي ځواكونو ددې ورځي لپاره پوره امنيتي ترتيبات نيولي دي هڅ څوك نسي كولاي چي حالات ګډوډكړي .  
ورپسي په مشرانو جرګه كي سناتورشيرمحمداخندزاده دغونډي برخوالوته ددي وياړلي ورځي په اړه معلومات وړاندي كړه .ويي ويل داورځ دافغانانو دسرپه ښندولو او وينو په تويولو ګټل سوي ورځ ده چي باشهامته افغانانو دخپلو وينو په ګټولو سره هېواد ته ازادي ورپه برخه كړي ده .
ده هغه كسان دافغانانو دښمنان وبلل كوم چي دافغانستان تركي او پرمختګ نه غواړي اوافغانان نه پريږدي چي خپله رائيه په ډاډه زړه استعمال كړي اوهغه يي د دهشت ګرپه نوم ياد كړل .  
بيا په ولسي جرګه كي دهلمنددخلكو استازي نيسمه دغونډي برخوالو ته دخپلو خبروپرمهال ټولو افغانانو په ځانګړي توګه هلمندوالوته ددې وياړلي ورځي مباركي وويل او دايي دټول افغانانو لپاره دافتخارڅخه ډګه ورځ وبلل. 
اغلي نيازي دخلكو څخه غوښتنه وكړه چي دسباورځي په انتخاباتو كي په ډاډه زړه برخه واخلي او دخپلي خوښي كانديدته رائيه وركړي . 
بيادارشاد حج او اوقافو ريس قاري مختاراحمدحقاني ، دبريښناه ريس اهل الله عبيدي ،قومي مشرانو عبدالاحدهلمندوال ، ظاهر خان او يوشمير نورو په وارسره ددي وياړلي ورځي په اړه ارزښتناكه ويناوي وكړي او دټولو هلمندوالوڅخه يي غوښتني وكړي ترڅو په پراخه پيمانه دسباورځي په ټاكنو كي برخه واخلي ، 
غونډه وطن ته دابادي په دوعايه ويناه پاي ته ورسيده .



۱۳۸۸ مرداد ۲۱, چهارشنبه

په نقشه کی گران هلمند



څلوريزه

انګـــــــوردي كه اناردي هم دي زارله خټكوســـــــــــــــم

قربـــــان دي ګران ګران هلمـــــــنده زه له وچوپټاټوسُُُُُُُُُُُُُُُُم


دبل هـــــــيواد له وريجوغوښوتيريم نه يي غــــــــواړم

زه ( ســــــــــــروري ) زارسړي ډوډي اوهندوانوســـــــــم

په هلمندکی 200 پولیس دمسلکی زده کره ترسره کره


په هلمندولایت کی دوه سوه تنه پولیس په داسی حال کی دمسلکی زده کروڅخه برخمن کیږی چه څه موده وړاندی هم یوه 70 کسیزه قطعه پولیس دهرات ولایت څخه دپوره زدکړی سره هلمندولایت ته راوره سیده سردارمحمد ( سروري )

دهلمنددامنيه قومانداني 200 تنه پولیس چه دڅه مودی راهیسی په مسلکی زده کړوبخت وه دچهارشنبی په ورځ دیوی غوندی پرمهال دفراغت سندونه په داسی حال کی ورکول سوه چه دولایت مرستیال عبدالستارمیرزکوال دکورنیوچارودوزارت دتعلم اوتربیی د لوی ریس پاسوال گل نبی احمدزی سره سره ددولتی ادارومسلین هم حاضروه
په پیل کی دکورنیوچارودوزارت دتعلم اوتربیی لوی ریس پاسوال گل نبی احمدزی دپولیسودزده کړی ددی بهیرڅخه خوښی وښوده ده وویل لكه څنګه چه دپولیس شعاردی پولیس دتولنی خدمتگارنوتاسوبایددخپلوهیوادوالوپه خذمت کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی ترسره کړی ښاغلی احمدی زی پرپولیسوږغ وکړترڅوپه راتلونکوټولټاکنوکی دخلگولپاره دښه امنیت د زمینی دبرابرولوترڅنگ به تاسوخپله اسلامی وجیبه سرته رسولی وی

دولایت مرستیال عبدالستارمیرزکوال یادی غونډی ته دخپلوخبروپرمهال د200 کسیزی قطعی دپولیسوڅخه دخوښی په ښودلوسره یی دپولیسوڅخه وغوښتل چه تاسوبایددخپل وطن خاوری اوخلگوساتنه وکړی ترڅوخلگ ارام اوهوساژوندولری
شاغلی میرزکوال زياته كړه چي دپولیسودقوی کولواومسلکی زدکړودسرته رسولوسره یی پولیس دپرمختگ په حال کی دي اوپه نظامی جوړښت کی یی دپولیسوخذمتونه وستایل همدارنگه ښاغلی میرزکوال دپولیسوڅخه غوښتنه وکړه چه دخلگودسرمال اوناموس ساتنه په ښه توگه ترسره کړی
دغوندی په ورستیوکی یادو 200 تنوپولیسوته دولایت دمقام دمرستیال عبدالستارمیرزکوال دکورنیوچارودوزارت دتعلم اوتربیی لوی ریس پاسوال گل نبی احمدزی اوددولتی ادارومسولینولخوا دفراغت سند ونه وركول سول

۲۱\۵\۱۳۸۸

۱۳۸۸ مرداد ۱۸, یکشنبه


دبست ملکی هوایی دگرپرانستل

دبرتانیاهیوادلوی سفیرمارک پلیف سیدویل
هلمندوالی محمدگلاب منگل
دامریکادمتحده ایالاتولوی سفیرکارل ایکین بیری
دهلمندملکی هوایی دگردپرانستلوپرمهال یادوگاری عکس

۱۳۸۸ مرداد ۱۷, شنبه

هلمندادبي بهير


په هلمند ولايت كي څه موده وړاندي دهمدي ولايت دشاعرانوليكوالانو دادب اوقلم دمينه والوپه هڅويوګډادبي بهيردهلمندادبي بهيرترنامه لاندي جوړسووچه د جمعي په ورځ يادسوي بهيرغونډه وكړه
سردارمحمد سروري

په هلمندولايت كي څه موده وړاندي دهلمندادبي بهيرترنامه لاندي دشعراوادب دمينه والوترمنځ يوګډادبي بهيرجوړسوو
دبهيردجوړلوڅخه شاعرانودزياتي خوښي اوخوشحالي سره سره يي دهلمنددولي مطبوعاتي سلاكاراووياند محمدداوداحمدي هلي ځلي اودبهير په جوړه ولوكي يي دده همكاري وستايله يادادبي بهيرچه هراوني يوځل دمركزاوبيلابيلوسيموشاعران يوه پراخه مشاعره جوړه وي خوددي ترڅنګ دشاعرانوپرشعروكره كتنه ديوځانګړي كميسون له لوري هم ترسره كيږي ولي چه دشعروداصلاح سره سره شاعربايدپه خپل شعركي هغه څۀ راوسپړي ترڅوپه شعروكي دټولني درداودخلګوعمده ستونزي په خپلوشعروكي رامنځ ته كړي
په پيل كي دهلمندادبي بهيرمشراو په هلمندكي ځلانده څهره الحاج شاه محمددرويش خوندي دخپلوخبروپرمهال وه ويل چه مونږهره اوني دري تنه شاعران داوني دستوري په كتاركي ني سوولي داتنكي شاعران په خپلوشعروكي دمثبت بدلون سره سره دوي دشعرپه ډګركي دځلانده ستوروپشان وځليږي
وروسته ديادادبي بهيرځانګړي مشاعره دمحمداسماعيل شريعت يارپه نسرويلوسره پيل سوه چه يوزيات شميرشاعرانوخپل راوړل سوي شعرونه ددريزپرسرشاعرانوته وړاندي كړل چه دشاعرانولخوادتودوچكچكوپه بدرګه كولوسره بدرګه سول
دمشاعري دپايي په شيبوكي ادم صفت الله محراب الدين پژواك محمدقيس هاشمي ته داوني دستوري جايزه وركول سوي

۱۷\ ۵\ ۱۳۸۸

دگرمسیرولسوالی تصویر


هلمندوالی محمدگلاب منگل
امنیه قوماندان سمنوال اسدالله شیرزاد
په افغانستان کی دانکشاف اودبیارغاونی په برخه کی دامریکادمتحده ایالاتوسفیرانتونی واین
دکورنیوچارودوزارت دموادمخدیروپرضددمباریزی مرستیال جنرال محمدداود داود
دهلمندولایت په گرمسیرولسوالی کی 296 تنه موادی مخدیروه سوزه ول
سروری

۱۳۸۸ مرداد ۱۶, جمعه


داتصویردهلمنددبست ملکی هوایی دگردی
دولایت مرستیال عبدالستار میرزکوال
په ولسی جرگه کی دهلمنددخلگواستازی اغلی نسیمه نیازی
اجراییه ریس عبدالرحمن طارق
هلمندمستوفی سیدامان الله سادات

چلوریزه

څلوريزه

داښايســته خوبيوفادي ټــــــولـه ديوه خونه دوي دهرچادي ټوله
نوراعتباريي په وعدوونه كړي سروري ستـانه دهــرچادي ټوله
نيټه ۱۷\۵\۱۳۸۸

۱۳۸۸ مرداد ۱۵, پنجشنبه

په هلمندكي به دګڼوبزګروسره مرسته سوي ترڅودكوكناروپه عوض غنمواوباغدارۍ ته مخه كړي.


په هلمندكي به دګڼوبزګروسره مرسته سوي ترڅودكوكناروپه عوض غنمواوباغدارۍ ته مخه كړي.
دغه ټكۍ په هغه غونډه كي څركندسو چي دهلمندوالي په مشرۍ دكندهارپه ولايت كي دكرني دوزير،دپنځوسويلي ولاياتود واليانواوبهرنيومرستندويانوداستازوپه ګډون جوړه سوې وه.
خبر:-------------------------------
په جنوب زون كي دكرهني دپرمختګ لپاره دجوړي سوي ملي ستراتيژۍ ارزونه دافغانستان دكرني اومالدارۍ دوزيرمحمدآصف رحيمي،هلمندوالي محمدګلاب منګل ،دسويلي زون واليانو لخوا ديوې غونډي پرمهال چي دهلمندوالي په مشرۍ جوړه سوې وه وسوه .
پدي غونډه كي چي د کرنې د پرمختيا په موخه د پنځو سوېلي ولايتونو ،زابل،ارزګان دايكندي،كندهار،هلمند د واليانو، د کرنې، ماليې، دکليو دپراختيا، اوبو او برېښنا وزارتونو د استازيو، د مرستندويه ټولنو او بهرنيو هېوادونو استازيو هم برخه لرله.

دغه غونډه تېر مازيګر ناوخته، په کندهار هوايي ډګر کې جوړه شوې وه.


د غونډې اجنډا په سوېلي ولايتونو کې د کرنې پرمختيا ،دكرني ، ،دسړكونوبيارغونه،بزګرانوته تخنيكي ښودني،داوبودسيستم جوړونه،دباغدارۍ ترويج، او په دې برخه کې د حکومت، نړيوالې ټولنې او مرستندويه ټولنو ترمنځ همغږي او انکشاف و.
ترغونډي وروسته دكرني اومالدارۍ وزير،هلمندوالي محمدګلاب منګل ،په سويلي زون كي ديونامامشر اوپه دې حوزه كي دآيساف عموي قوماندان په يوه خبري ناسته كي برخه واخيسته اوخبريالانوته يي هراړخيزمعلومات وركړل.
د کرنې وزير محمد اصف رحيمي وويل، چې د کرنې د پرمختيا په موخه د جوړې شوې ملي ستراتېژۍ له مخې به، د هېواد دنورو برخو ترڅنګ د سوېلي حوزې د ولايتونو کرنه او مالداري ډېره وده وکړي.



هغه زياته کړه، چې دغه ملي ستراتېژي د اپرېل په ١٩مه، د نړيوالې ټولنې له لورې منل شوې، چې ٤ عمده برخې لري.

نوموړى وايي چې په ياده شوې ستراتېژي کې د طبيعي سرچينو بيارغونه، د حاصلاتو اخيستنه، بازار موندنه، د مرکز، ولايتونو او ولسواليو په کچه بنسټيز ريفورم شامل دي.



د ښاغلي رحيمي په خبره، په غونډه کې د کندهارد اوبو د زياتوالي په موخه د دهلې د بند د جوړونې، د غنمو کمپاين، کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو او کېمياوي سرې د وېش په اړه خبرې وشوې.



د هغه په وينا، د جوړو شويو پلانونو له مخې به د سوېلي ولايتونو پر کروندګرو سلګونه زره مېوه لرونکي نيالګي ووېشل شي، ترڅو نوي باغونه جوړ او انکشاف وکړي.



نوموړي دغه راز وويل چې کرنيزو حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې به له ګاونډو هېوادونو سره اړيکې نورې هم پراخې شي، چې له مخې به يې هېوادني محصولات له بېروکراسۍ پرته نړيوالو بازارونو ته لاره پيدا کړي.



د کرنې وزير زياته کړه، چې د اوبو د سرچينو د پراخولو لپاره به د هېواد په کچه په سلګونو لوى او واړه بندونه جوړ شي او کېداى شي، چې په دې برخه کې نړيواله ټولنه په راتلونکيو پنځو کلونو کې له ٢ تر ٣ ميليارډو ډالره پانګونه وکړي.



د هلمند والي محمد ګلاب منګل رسنيوته وويل، چې سږ کال په دې ولايت کې تر اړتيا زيات د غنمو حاصلات شوي، چې د کرنې وزير يې له خلکو څخه په وړ بيه د رانيولو ژمنه کړې ده.



نوموړي هيله وښودله، چې د نوې ستراتېژۍ له مخې به په هلمند کې له يوه پلوه د کوکنارو د کرلو کچه را ټيټه شي، خلک به مشروع کښت ته وهڅېږي او د دې تر څنګ به دمېوه لرونکيو نيالګيو په وېشلو سره د باغدارۍ کچه هم لوړه شي.



ښاغلي منګل د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، هغه سيمې چې د وروستيو عملياتو له لارې د دولتي ولکې لاندې راغلې، په لنډ مهالې توګه په کې د پيسو په بدل کې کارونه پيل شوي، چې په زرګونو ملکي خلک يې بوخت ساتلي دي.



د هغه په وينا، له دې لارې خلک دا توان پيدا کوي، چې ورانې شوې ويالي پاکې کړي او د مني کښت ته ځانونه اماده کړي.



خو نوموړي دا هم وويل چې په هره چاڼ شوې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه پاتې کېږي او ورسره جوخت د کرنې د پرمختګ، دسړکونو د پخولو، دويالو او کارېزونو د کارولو اوږدمهالې پروژې هم پيل کېږي، ترڅو خلکو ته د ژوند اسانتياوې برابرې شي.
هلمندوالي دخبري ناستي پرمهال وويل چي پدې ولايت كي يوه بله ولسوالي به ډيرژردولت دمخالفينوڅخه پاكه سي اوهلته به دولتي خدمات پيل سي.