۱۳۸۸ شهریور ۱۷, سه‌شنبه

په هلمندكي نوي تعلمي كال پداسي حال پيل سوچي هلمندوالي محمدګلاب منګل دپوهني رئس شيراغاصافي اوددولتي ادارورئيسان هم حاضروه


په هلمندكي نوي تعلمي كال پداسي حال كي پيل سوچي هلمندوالي محمدګلاب منګل دپوهني رئس شيراغاصافي ددولتي اداروريسانودمكتب استازانواوزيات شميرشاګردانو هم برخه لرله هلمندوالي چي نوي تعلمي كال دزنګ په وهلوسره پيل كړدمپاركي په وړاندي كولوسره يي دټولوشاګردانوڅخه يي وغوښته چي تاسوبا يدپه دي نوي كال كي دښه درس ويلوسره سره ښي برياوي اوهمدارنګه په نوي كال كي پوره زياروباسي ولي چي دهيوادراتلونكي تاسوپسي اړه لري نوځكه تاسوبايدپه خپلودرسوكي كوښښ وكړي .....
والي محمدګلاب منګل شاګردانوته دډلوډپلوپه مكتب كي دبيځايه وخت دتيرولواوهمدارنګه دجنګ جګړواوپه خپلوميابنځوكي دعبث كاروپه تيرودوسره بايدتاسوخپل قيمتي وخت داسي بيځايه تيرنكړي اوداوخت ستاسولپاره ښه چانس اوموقع ده كوښښ وكړي ترڅوددي چانس څخه ځانونه برخمن كي ښاغلي منګل ټولوشاګردانوته په راتلونكوكي دټلومكاتبودشاګردانوترمنځ دسياليواوسالم رقابت خبرهم وركړچي ډيرژربه په ټول هلمندكي دشاګردانوترمنځ داسيالي دهلمندراډيوتلويزيون له لوري ترسره سي چي پدي زهني مسابقوسره به دشاګردانودرسي بهيرقوي اوشاګردان به هم خپل درس ته متوجي اوزياروه باسي .
په هلمندكي دشهيدانجينرعبدالمتين ليسه كي چي په زرګونه شاګردان زدكړي كوي خوددي ليسي شاګردان ديولړبيلابيلوستونزوسره لاس اوګريوان هم وه ددي شاګردانوستونزي دتفريح لپاره دمناسب ځاي نه درلودل اوهم دارنګه هغه شاګردان چي ليليه دي دپيسونه پرخپل وخت نه رسيدل اويولړنوري ستونزي هم موجودوي ديادي ليسي څوتنوشاګردانوخپلي شته ټولي ستونزي هلمندوالي ته وړاندي كړي
ديادي ليسي يوبل تن شاګرد چي ورته مشكل باندي يي ټنګاركاوه وويل چي ددي ليسي دشاګردانوسره په وار واردتفريح لپاره دمناسب ځاي دجوړولوژمني سوي چي لاتردم ګړي نه دي حل سوي
هلمندوالي د لښكرګاه ښاردكارته لګان په سيمه دملالي نومي ليسي دزده كونكولخواپه جوړوسومراسيموكي برخه واخيسته اوټولوښوونكواوزده كونكوته يي د نوي تعليمي كال دپيليدومباركي وړاندي كړهاو دهغيوڅخه يي غوښتنه وكړه ترڅوټول شاګردان په خپلودرسوكي زيات كوښښ وكړي ولي چي ديوهيواددپرمختګ اوبادي لپاره هم داشاګردان دي .............

دياده وني وړده چي دنوي تعليمي كال سره به په ټول هلمندكي دنويوجوړوسووښوونځيوشميره هم لوړه سي چي پدي سره به دشاګردانوشته ستونزي هم ترډيره ځاي حل اواواري سي

۱۳۸۸ شهریور ۱۵, یکشنبه

غزل





نن دي په تن كي جامي توري وينــــــــم
اشنـاداكوم درزي ګنـــــــــډلي درتـــــــه

چي دي ښائست هم نوراوچت وختــي
وايه داكوم كس دي منلي درتــــــــــــــه

هســــــــــي خوته به ازارواخلي ګـــــوره
دنـظــــــرسترګي سه تړلـــــــي درتـــــــــه

مـــــــــــــــيني نه ستاتوبه كولاي نســـــم
ماقســــــــــــــــمونه دي خوړلـــــــي درته

ته كـــــــــــــــــــــــه جفاكوي پروانلــــــري
غـــــــــــــــــــمونه ماهروخت ګاللي درته

دچاپه خولــــــــــــه دي نن يوازي كړمـــه
ماخوخپل ځــــــــــان ګوره ويلي درـــــــه

ظاليـــــــــــــمي دومري بيوفاوختــــــي
مادي داورځي حساب كـــــــــــړي درته

خير دي شپي خــــــــوهميش توري نه وي
ســـــــــــــــــــــروري لكي به غزلــــي درته

۱۳۸۸- سنبله -۱۵
دبيوفا يارپه يادكي

۱۳۸۸ شهریور ۱۳, جمعه

په هلمند كي علماوشورارياست لپاره نوي وداني جوړه اوګټي اخيستني ته وسپارل سوه په دي مراسيموكي هلمند والي اودولتي ادارومسولينوبرخه اخيستي وه


دچارشنبي په ورځ ناوخته دهلمنددعلماشورارياست لپاره نوي وداني جوړه اوګټي اخيستني ته وسپارل سوه
ددي وداني دپرانستي پر مهال هلمندوالي محمدګلاب منګل خبريالانوته وويل:دهلمندعلماكرام له زياتوستونزوسره لاس اوګريوان وه اودعلماوشورارياست مساعد ځاي نه درلودي .
چي ددي نوي وداني په جوړيدوسره دعلماشورارياست زياتي ستونزي حل سي
هلمندوالي وويل:دغه وداني په هلمندكي دپي ار ټي ياولايتي بيارغوني ټيم له خوادوه اتيازره امريكايي ډلروپه په مالي لګښت سره دڅلورومياشتوپه موده كي جوړه سوي ده
دهلمندحج اوقافوريُس قاري مختاراحمدحقاني په خپلوخبروكي وويل:لكه څنګه چي علماكرام په ټولنه
دمفسيداتومخنيوي اوداسلامي ارشاداتودخپرولواودامرباالمعروف نهي عن المنكرعملي كولودنده په غاړه لري نورپوره امكاناتوته اړتيا لري
دهلمنددعلماشوراريس مولوي خداينظرددي نوي وداني جوړيدل دعلماپه راغونډيدواودعلماودغونډولپاره پوره مساعدځاي دي .همدارنګه يي وويل:په دي وداني كي دغوندولپاره پوره مساعدځاي دريس دفتراوپخلنځي دپوره امكاناتودرلودونكي دي
ديادوني وړده:دعالماووشوراپه رياست كي هرپنجشنبي يازيارت په ورځ دهلمندعلماسره راټوليږي اوپه يوه مهمه موضوع باندي خبري كوي
چي دځاي دنه شتون امله ځيني وختونه غونډه هم پاته كيدله
چي دعلماشورارياست لپاره نوي وداني په جوړيدوسره به ددي
رياست كارونه نور هم ګړندي سي

۱۳۸۸ شهریور ۱۲, پنجشنبه

دافغانستان دولسمشري چوكيته دنماندانوليست


په هلمندكي دشهيدانواو ټپيانو دحقوقو دتثبيت كمسيون له خواددووتنو شهيدانوپركورنيو دجمهورريس دځانګړي فرمان له مخي پنځه سوه زره افغاني مرسته وسوه .


دپنج شنبي په ورځ دشهيدانو اوټپيانو دحقوقو دتثبيت او اجرا دكمسيون لخوا دهېواد دجمهورريس ښاغلي حامدكرزي دځانګړي (۱۴۲۸) او(۱۴۲۹)ګڼه فرمانونو له مخي ددوو تنو شهيدانو دكورنيوسره په داسي حال كي نقدي مرسته ترسره سوه چي هلمند والي محمد ګلاب منګل دامنيه قومانداني مرستيال محمدايوب انصاري ، هلمندمستوفي سيدامان الله سادات ، او ددي كمسيون يوشمير نور غړي هم حاضر وه .
دغه شهيدانوكي څلور تنه وروڼه هريولكه محمد نعيم ،اسدالله،احمدالله ،امان الله چي دغه څلورتنه وروڼه دګرمسيرولسوالي اوسيدونكي عبدالحكيم زامن وه چي ګرمسيرولسوالي كي دجګړوله امله په شهادت رسيدلي وه اوګرشك ولسوالي اوسيدونكي حبيبه چي په نوموړي ولسوالي دجكړوله امله په شهادت رسيدلي ده دهرشهيدله كورني ته ديادسوي كمسيون لخوا سل ، زره افغاني وركړل سوي .
دپيسو دوركړي پرمهال هلمند والي د شهيدانوروح ته دلوي خداي ج دستر دربارڅخه دجنت الفردوس غوښتنه او دكورني غړو ته دتصليت مراتب وړاندي كړه اودلوي خداي ج دسپيڅلي دربارڅخه يي په هېواد كي د دائمي سولي دټينګښت غوښتنه وكړ.ه

په هلمندكي دښاروالي له لوري ددوهمي ناهي دجوړيدودكارډبره دتورټانګ په سيمه كي پداسي حال كي كښيښودل سوه چي هلمندوالي اوددولتي ادارومسولين هم حاضروه



په هلمندكي دښاروالي له لوري ددوهمي ناهي دجوړيدودكارډبره دتورټانګ په سيمه كي پداسي حال كي كښيښودل سوه چي هلمندوالي اوددولتي ادارومسولين هم حاضروه په لښكرګاه ښاركي دښاروالي اړوندددوهمي ناهي دمديريت دنوي وداني دبنسټ ډبره دتورټانګ په سيمه كي په داسي حال كي كښيښودل سوه چي هلمندوالي محمدګلاب منګل دولايتي شورارئس محمدانور او ددولتي ادارومسولينوهم ګډون درلود
ددي وداني دجوړيدودډبري دايښودلوپرمهال هلمندوالي وويل دداسي پروژو عملي كول دهلمندداداري اوهمدارنګه دهلمندي وګوړولپاره ګټوري ا وموهمي دي
ياده وداني چه داړتياوړټولي خوني په پكښي موجودوي داتيازره امريكايي ډالروپه لګښت دښاروالي له لوري جوړيږي
چي ددي وداني دجوړيدوسره به ديادي سيمي دخلګوټولي شته ستونزي چي دښاروالي سره يي لري حل سي ....
دلښكرګاه ښاروال محمدداودهم ددي وداني دجوړلوڅخه دخوښي ترڅنګ وويل دداسي ودانيوپه جوړيدونه يوازي دښاروالي بلكي دسيمودخلګومشكلات هم ترډيره ځايه حل كيږي

ديادوني وړده چي پدي ورستيوكي په لښكرګاه كي دانكشاف اوپرمختګ لپاره دپام وړكارونه ترسره سوي چي پدي سره به دټولوهلمندوالوستونزي هواري سي


۱۳۸۸ شهریور ۱۱, چهارشنبه

دهلمندولايت دمقام مطبوعاتي دفتردچهارشنبي په ورځ دپټي په پريكولوسره پداسي حال كي پرانستل سوچي هلمندوالي دولتي مسولينوقومي سپنږيرواوژورنالستانوهم ګډون د


دهلمندولايت دمقام مطبوعاتي دفتردچهارشنبي په ورځ دځانګړيومراسيموپرمهال دپټي په پريكولوسره پرانستل سو
هلمندوالي محمدګلاب منګل ي وويل چي ددي مطبوعاتي دفترپه واسيطه به د مطبوعات دهلمندواقعي تصويرټولي نړي ته ورسوي ده زياته كړه چي
پدي مطبوعاتي دفتركي ددولتي اداروټول مسولين قومي سپينږيري كولايسي چي ددي دفترله لوري خپل كنفرانسونه اوعونډي دايري اوخپل اوازترهرځايه ورسوي
دامطبوعاتي دفترچي دولايت په انګړكي ګټي اخيستني ته وسپارل سودوي خوني يوه دكنفرانس اودډوډي خوړلواوهمدارنګه نورملحقات هم لري چي دولايت دمقام دبوديجي څخه ديوميليون اوڅلورسوه زره افغانيوپه لګښت جوړسوي دي
ددي مطبوعاتي دفترتخنيكي وسايل په هلمندكي دميشتي پي ار ټي
اوولايتي بيارغاوني د ټيم لخواوركولسوي چي څلورپايي ډيسټآپ اويوه پايه لپټاف كمپيټرونه دويډيوكنفرانس دانټرنيټ آسانتياوي هم پكښي دي دغه مطبوعاتي دفتر څلرويشت ساعته به د خبريالانوپه مخ خلاص وي اوپدي سره به دخبريالانوګڼي ستونزي هم ترډيره ځايه حل سي

همداراز والې محمد ګلاب منګل زياته كړه چي ددغه دفتر دوداني دجوړښت چي دوه خونې لري چي يوه يې دځانګړي ناستې (ميملنو لپاره ) او دوهمه يې ددمطوعاتې كنفرانسو او غونډو لپاره ده

تيركال دتارياكو په كښت كي ۳۳ سلنه كمښت راغلي دي دا ټكي دهلمندوالي دچهارشنبي په ورځ په يوه خبر ي ناسته كي خبريالانو ته روښانه كړ.



تيركال دتارياكو په كښت كي ۳۳ سلنه كمښت راغلي دي دا ټكي دهلمندوالي دچهارشنبي په ورځ په يوه خبر ي ناسته كي خبريالانو ته روښانه كړ. سروري
دچهارشنبي په ورځ دهلمندوالي محمدګلاب منګل په هغه خبري ناسته كي چي دولايت دمقام په مطبوعاتي دفتر كي جوړه سوي وه روښانه كړه چي تيركال دټول هېواد په سطحه دتارياكو دكښت په كركيله كي ۲۲ سلنه كمښت راغلي چي په ځانګړي توګه په هلمند ۳۳ سلنه كمي راغلي دي ده زياته كړه چي په هلمندكي دتارياكو دكښت په دغه دپام وړ كمي كي زياته ونډۀ دفوډزون يا حاصلخيزو سيمو دپروګرام دعملي كولو پروسه وه چي دغه پروګرام دملكي وګړو ، قومي مشرانو او پوليسو په پوره همكاري پلي او ترسره سو.
ښاغلي منګل دهغه ((۱۷) تنه پوليسودكورنيو سره هم خپله غم شريكي ياده كړه كم چي دكوكنارودكښت دله منځه وړلود كمپاين پرمهال په شهادت رسيدلي وه .
هلمندوالي خوښي وښوده چي هغه هلمندچي څوكاله وړاندي يي په نړي كي نوم دتارياكو په بدنامه ياديده اوس دخوشحالي ځاي دي چي هلمند دورځي په تيريدوسره دغه بدنام نوم دځانه ليري كوي او دسوكالي په لور درومي .
ده داهم وويل چي په سږني كال كي دكرهڼي او مالداري وزارت (۴۲۵۰) ټنه غنم په ښه بيعه دهلمنديانو په ځانګړي توګه دهغه هلمندي كرونده ګرو څخه كوم چي زيانمند سوي وي په لوړه بيعه دفوډزون پروګرام لپاره رانيسي چي په سږني كال كي به (۳۲۰۰۰) هكټاره ځمكه دفوډزون دپروګرام ترپوښښ لاندي راسي . او كرونده ګرو ته به يي برسيره پركمياوي سرو او اصلاح سوو تخمونو دباغداري او باغ جوړولو په برخه كي هم مرسته وركول ترسره سي .
ښاغلي منګل دبرتانياهېواددهغه مرستونه مننه وكړه كوم چي دتيراو سږني كال دفوډزون پروګرام دپلي كولو لپاره يي ترسره كړي دي .
هلمندوالي پرټول هلمندي اولس ږغ وكړه راسي يوځل بيا خپل ګران هلمندپه هغه نامه مشهوراو وستايو كوم چي وړاندي دغنمو دګدام په نامه ياديده او دتارياكو دناوړه بوټي څخه په كلكه ډډه وكړه او په خپلو ځمكو حلال كښتونه وكرو .