۱۳۹۴ آبان ۲۸, پنجشنبه

دکډولوریس دمرستندویه اداروڅخه دبیړنیوحالاتولپاره دنورومرستوغوښتنه کوي.


راپور—۲۰۱۵—۱۱-۱۹—
دهلمند دکډولوریس دمرستندویه اداروڅخه دبیړنیوحالاتولپاره دنورومرستوغوښتنه کوي.
چارواکې وایې اوس هم جګړې دوام لري چې له امله يې ډیری کورنی کډه کولوته اړیستل کیږي نواړینه ده چې پروخت ددوی لپاره بیړنۍ مرستي چمتووي ،هغه وایې یوشمیروکیلان اوقومي مخورددوی په چاروکې مداخله کوي چې دغه چارې دودی کارونه له خنډونوسره مخ کړي دي ،خوبلخواکډوالي کورنۍ وایې که څه هم دمرستودورکولوکارټ وکول سوی هم دی خویوه اونۍ کیږي چې مرسته یې نه ده اخیستې
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمدسروري راکوي .
 په هلمندکې دکډوالوچارورئیس اندیښنه لري چې ورځ تربلي دناامینوله امله دکډوالوکورنیوشمیره لوړه ځي چې عملا په باباجې ،نادعلي ،اومارجې ولسوالیوکې جګړه روانه ده ،هغه وایې تراوسه دوی ۱۶۰۰ کورنیوسروې کړې ده خوزیاته وي هغه لیستونه چې وکیلانواوقومي مشرانوورکړي دي ښایې دغه شمیره تر۲ زره هم لوړه سي ،غلام فاروق نورزي پرمرستندویه اداروږغ وکړچې ددوی سره پروخت نوري مرستي هم وکړي ترڅوپه بړنیوحالاتوکې تري ګټه واخلي .

هغه وایې داغوښتنه ځکه کوچې اوس هم ددي ولایت په یوشمیرسیموکې جګړه روانه ده چې له امله یې ډیری کورنۍ کډه کولوته اړیستل کیږي ،رئیس وایې یوشمیروکیلان اوقومي مشران ددوی په چاروکې مداخله کوي چې ددوی کارونه له خنډاو ځنډسره مخ سوي دي ،خوبلخوادجګړوله ویري دبیځایه سوکورنیوغړي که څه هم دمرستوپرځای امنیت غواړي خوزیاته وي پوره اونۍ کیږي چې ځي اوراځي خوهیڅ مرسته ورته نه ده رسیدلي ،دوی وایې دمرستودورکولوکارټونه لري خوبیاهم په دغه برخه کې دډیری ستونزویادونه کوي .

کډوال وایې دجګړددوامداره کیدوله امله یې یوازي خپل سرونه ایستلي دي چې دم ګړی بیړنیومرستوته سخته اړتیالري ،که څه هم دکډوالوکورنیوته دمرستوورکولولړۍ دوام لري خوپه دغه برخه کې دمستحقوکورنیوپرځای مرسته نوروکسانوته ورکول لویه ننګونه ده چې هروخت تري یادونه کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر