۱۳۸۹ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

په افغانستان كي دناټوملكي استازي مارك پليپ سيډويل هلمندته دخپل سفرپرمهال دهلمندوالي اونورودولتي چارواكوسره يوځل بياپرخپل مرستوټينګاروكړ


په افغانستان كي دناټوملكي استازي مارك پليپ سيډويل هلمندته دخپل سفرپرمهال دهلمندوالي اونورودولتي چارواكوسره يوځل بياپرخپل مرستوټينګاروكړ.

په افغانستان كي دناټوملكي استازي مارك پليپ سيډول هلمند ته دخپل يوسفرپرمهال دهلمندوالي محمدګلاب منګل اونورو دولتي چارواكوسره يوځل بياپرخپلوپوځي اوملكي مرستوټينګاروكړ.
نوموړي لومړي دهلمندوالي سره وكتل اوورڅخه يي ددي ولايت دامنيت بيارغوني اونوروحالاتوجاج واخيست .
دهلمندوالي محمدګلاب منګل وايي چي دناټودملكي استازي دسفرهدف دې ولايت ته دامنيت ټينګښت ،دبيارغوني اوپرمختګ كارونوته وده وركول ،دنشه يي توكوسره مبارزه اودهلمندي اوسيدونكوستونزي ترلوړپوړوكورنيواوبهرنيوچارواكوپوري رسول دي .
ښاغلي منګل دنړيوالي ټولني مرستي دهلمندوالولپاره بنسټيزي وبللي او ورڅخه يي وغوښته چي ددي ولايت دپرمختګ اوترقي لپاره په همږغي دافغان دولت سره په څنګ كي خپلوهڅوته ادامه وركړي .
په افغانستان كي دناټوملكي استازي سيډول دخپلو خبرو په ترڅ كي وويل چي په دي ولايت كي پارلماني ټاكني په پوره امن اوډاډمنه فضاكي ترسره سوي اولاهم دناټوغړي هيوادونه ژمن دي چي دافغان وسله وال پوځ په تقويي اوروزني كي خپلي ټولي مرستي په كارواچوي .
ښاغلي سيډويل همدارنګه دهلمندوالي محمدګلاب منګل هلي ځلي وستايلي چي په نه ستړي كيدونكي توګه يي ددي ولايت اولس ته خدمتونه وړاندي كړي اولاهم په خپلوچاروكي بريالي دي.
په افغانستان كي دناټوملكي استازي سيډويل زياته كړه چي نوربه هم نړيواله ټولنه دافغان دولت ترشاه ولاړه وي اوپه ګډه به دګډدښمن په وړاندي مبارزه كوي
دده په خبره چي دامهال په هلمندكي ډيرلوي پرمختګونه رامنځته سوي چي دنشه يي توكوسره مبارزه دامنيت ټينګښت ،پرمختګ اوابادي يي ښه بيلګي دي اونوربه هم دي لړۍ ته پراختياوركول سي .

۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبه




دولسي جرګي ټاكني په ښه اوشفاف ډول ترسره سوي ،
داټكي هلمندوالي په يوه خبري ناسته كي خبريالانوته روښانه كړل
خبر...... سروري
په هلمندكي دولسي جرګي ټاكني بيله كومي درغلي ترسره سوي داخبره هلمندوالي محمدګلاب منګل دهلمندپه امنيه قومانداني كي پداسي حال كي خبريالانوته روښانه كړچي ددوه سوه پنځلسم ميوندقولي اوردوقوماندان ډګروال سعيدملوك ، دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، دهلمنددملي امنيت رئيس ډګروال نظرعلي واحيدي ، دسرحدي پوليسوقوماندان سلطان محمودنورزي ترځنګ دايساف ځواكونواستازوهم ګډون درلود،
هلمندوالي محمدګلاب منګل خوښي وښودل چي دولسي جرګي ټاكني دهيوادپه كچه ترنوروولايتونوپه ښه اوشفاف ډول ترسره سوي اونه هم كومهي امنيتي پيښي په مركزكي اوجوددرلود،
هلمندوالي همدارازپه خبري ناسته كي وويل چي په سنګين ګريشك اونادعلي ولسواليوكي دمخالفيونوله لوري اتلس ښاغلي منګل په مركزاوولسواليوكي دديرشوثبت كړل سوو پيښوخبره هم ياده كړه چي دځينوكانديدانودپلويانولخوايي دجيلي كاټونواوياهم ديولړنورودرغلوپه ترسره كولوسره غوښته چي دخپل نماندپه ګټه كاروكړي چي دځانګړي كميسون اوامنيتي ځواكونوپه مرسته وړاندي تردرغليوونيول سوه
هلمندوالي وويل چي دگډوځواكونوترصلاح مشوري وروسته به ديادوكسانوسره قانوني چلندترسره سي ،
ده دګډوځواكونود ښۀ همږغي څخه هم مننه وكړه چي په پوره ميړانه سره يي امنيت كابوكړي اوخلګوپه ښه ارامه فضاكي خپله رايه دخپلي خوښي وړنماندته وه كارول ،
ښاغلي منګل دسږكال ټاكني تربل هروخت شفافي اورڼي ځكه بللي هغه كسان چي غوښتلي جعلي كارټونه وكاروي سمدستي نيول كيده
دهلمندوالي دهلمندټولوخلګوته دولسي جرګي دټاكنودښۀ بهيردبشپړيدومباركي وويل
ديادوني وړده چي سږكال دولسي جرګي ټاكني په هلمندكي پرته له كومي امنيتي پيښي بشپړي سوي

۱۳۸۹ شهریور ۲۴, چهارشنبه







په بشران كي يوښوونځي دزدكونكوپرمخ پرانستل سوو،
دلښكرګاه ښاراړونده دبشران په سيمه كي يوښونځي دزدكونكي پرمخ دپټي په پريكولوسره پداسي حال كي پرانستل سووچي دپوهني درئيس ترڅنګ ديادي سيمي څوتنوقومي سپين ږيروهم ګډون درلود،
خبر................................................ سروري
دلښكرګاه ښاراړونده دبشران په سيمه كي دشمس العلوم په نوم يوښوونځي چي دڅلوروكلونوراهيسي دزدكونكوپرمخ تړل سوي وودچهارشنبي په ورځ پداسي حال كي پرانستل سووچي دهلمند دپوهني رئيس شيراغاصافى ترڅنګ دبشران دسيمي څوتنوقومي سپين ږيروځوانانواودپي ار ټي استازوهم ګډون درلود،
دښوونځي دتړل كيدواصلي عوامل په سيمه كي دپوره امنيت اوثبات نه راويستل هغه ستونزي وي چي ديادي سيمي خلګ ورسره لاس اوګريوان وه ،
داچي اوس په سيمه كي امنيت تامين سوي خلګ هوسااورام ژوندلري نوورسرجوخت دبشران دخلګودبچيانوپرمخ يوځل بيادښونځي دروازي خلاسي سوي ،
داښوونځي چي دپنځه پنځوس زره امريكايي ډالره په مالي لګښت دبريتانياهيوادپه مرسته دسره څخه رغول سوي چي داوس مهال لپاره پكښي څه كم پنځه سوه زده كونكي خپلي درسي چاري به په ښه توګه پرمخ بيايي ،
دشمس العلوم په نوم دبشران په سيمه كي دنوي ښوونځي په انګړكي دهلمند دپوهني رئيس شيراغاصافي هلمندتلويزيون ته وويل چي دپوهني رياست به ډيرژروتوانيږي په ټول هلمندكي دپوهني په برخه كي دپرتوستونزولپاره دحل لاري چاري ولټوي چي ښه بيلګه همدادبشران په سيمه كي دڅلوركلونوراپديخوادشمس العلوم په نوم داتړل سوي ښوونځى يادكړ،
دپوهني رئيس وايي چي په هره سيمه كي بيله ددعامووګړودهمكاري نه پرته هيڅ يوډول كاركول ناشوني خبره ده دبشران دسيمي پرخلګوږغ وكړچي نورلاس په كارسي اودهرنګه ستونزوپه حلولوكي دخپل دولت سره اوږه پراوږه كاروكړي ،
دښاغلي صافي په خبره يادښوونځي دهغه شلوتړلوسووښوونځي دجملي څخه دي چي ددي څوكلوپه تيريدوسره ددولت پرضددمفالفينوله لوري ياخوپه كلي توګه لمنځه تللي اويايي هم وداني ددوي له لوري نړول سوي دي ،

۱۳۸۹-۶-۲۴

۱۳۸۹ شهریور ۱۴, یکشنبه

د ښاغلي حامد كرزي ژوند ليك


  1. د حامد كرزي ژوند ليك .

    حامد كرزي دعبدالاحد كرزي زوي اودخيرمحمد خان لمسى د۱۳۳۶هجري لمريز كال دقوس په ۹نيټه چې د۱۹۵۷ميلادي كال ددسامبر د ۲۴ سره برابره ده دكندهار ښارته نژدي دكرز په كلي كې زيږيدلى دى . دحامد كرزي نيكه دافغانستان داستقلال په جګړه اوله هغه وروسته هڅو اومبارزو كې لويه ونډه لرلي اودڅه وخت لپاره يي دافغانستان دمشرانو ( اعيانو ) دمجلس دمرستيال په توګه هم دنده ترسره كړيده. عبدالاحد كرزي دحامد كرزي پلار دپوپلزيي قوم او د هيواد د سياسي مشرانو له ډلي څخه شميرل كيږي چې دميلادي سنې په شپيتمه لسيزه كې دافغانستان په شوراكې دمرستيال په توګه په دنده بوخت و. كله چې عبدالاحد كرزي دپارلما ن غړيتوب ترلاسه كړ دخپلې كورني سره كابل ته لاړ هغه وخت حامد كرزي دمحمود هوتكي لومړني ښوونځي ، سيد جمال الدين افغاني اووروسته بيا د حبيبيې عالي ليسي ته شامل شو . هغه دحبيبې دليسي څخه دفارغيدو وروسته په ۱۹۷۶ ميلادي كال كي دنوروزده كړو لپاره هندوستان ته لاړ اودهغه هيواد د سملې په پوهنتون كې يي دنړيوالو اړيكو اوسياسي علومو په څانګه كي خپلي زده كړي پيل كړي . حامد كرزي په دغه څانګه كې دماستري درجه ترلاسه كړه او په ۱۳۶۲هجري لمريز كال كي چې د۱۹۸۳ ميلادي كال سره سمون خوري له هند نه پاكستان ته ستون شو حامد كرزي په ۱۳۶۴ هجري لمريز كال چې د۱۹۸۵ ميلادي كال سره برابر دي دژورناليزم په څانګه كې ديوي اموزشي دوري لپاره فرانسي ته لاړ دفرانسي د ( ليل ) په ښار كي ددغه دري مياشتني كورس په بشپړيدو سره پيښور ته ستون شو اودپروفيسور صبعت الله مجددي په مشري دملي نجات دجبهي دتنطيم داطلاعاتو داداري دامر اوبيا وروسته ددغه تنطيم دسياسي دفتر دمعاون په توګه په دنده بوخت شو . حامد كرزي دمجاهدينو دلنډمهالي حكومت په رامنځته كيدوسره په ۱۹۸۹ كال كي ددغه لنډمهالي حكومت دريس دبهرنيو اړيكو ددفتر درياست دنده پرغاړه واخيسته . حامد كرزي په افغانستان كې دمجاهدينو دحكومت دتاسيس نه وروسته په ۱۳۷۱هجري لمريز كال كې چې د۱۹۹۲ميلادي كال سره سمون خوري دافغانستان دبهرنيو چارو د وزارت دسياسي معين په توګه په دنده وګومارل شو . دوه كاله وروسته هغه مهال چې دجهادي ډلو ترمنځ دواك دترلاسه كولو په خاطر خپلمنځي جګړي په كابل كي توندي شو ي حامد كرزي دولتي څوكي پريښوده اودلويي جرګي دجوړيدو لپاره يي خپلي هڅي پيل كړي . په ۱۳۷۹هجري لمريز كال كې چې د۲۰۰۰ميلادي كال سره سمون خوري دحامد كرزي پلار چې دپاكستان دكويټي په ښار كي يي استوګنه درلوده ترور شو . حامد كرزي د۲۰۰۱ميلادي كال داكتوبر په لومړيو كي دخپلو دريو تنو همفكرو ملګرو سره دارزګان ولايت ته دخلكو دپاڅولو لپاره لاړ حامد كرزي د۲۰۰۱ميلادي كال ددسامبر په ۵ نيټه دالمان دبن دغونډي دګډون كوونكو له لوري دلنډمهالي اداري دريس په توګه وټاكل شو اودهماغه كال ددسامبر په ۲۲نيټه يي دكابيني له غړو سره يو ځاي دوفاداري لوړه ترسره كړه . حامد كرزي د۲۰۰۲ميلادي كال دجون په ۱۳نيټه دبيړني لويي جرګي دغړو له خوا دافغانستان د انتقالي دولت درئيس په توګه وټاكل شو . كرزي په ۲۰۰۲ ميلادي كال دسملې له پوهنتون څخه افتخاري دوكتورا ترلاسه اوپه ۲۰۰۳كال كي يي دازادي جايزه د۲۰۰۴كال په اپريل كي يي دنړي دبرياليو ولسمشرانو جايزه د ۲۰۰۴ كال په جولاي كي يي دفلادلفيادازادي جايزه اود ۲۰۰۶ كال په نوامبركي چې د۱۳۸۵هجري لمريز كال دعقرب دمياشتي سره سمون خوري داندرا ګاندي دسولي، پرمختيا او بى وسلى كولو جايزه ترلاسه كړي ده . كرزي شپږ وروڼه اويوه خورلري . كرزي په ۱۳۷۸هجري لمريز كال ددلوي په مياشت كي له آغلي دوكتور زينت قريشي سره واده كړي . كرزي دآس دسپرلي له ورزش اوپياده ګرزيدو سره زياته علاقه لري ، .ٰ كرزي په پښتو ،دري ،انګليسي اواردو ژبو ډير ښه ژغيږي ، دكتاب د مطالعي اودتلويزيون دخبري اوعلمي پروګرامونوسره مينه لري . ************************************************************************************** د هلکانو د بې لارۍ لاملونه !!د شنو سترګو هلکه ځينې شاعران، سندرغاړي او دمجلو چلوونکي په ټولنه کې د هلکانو روزګار ته تبليغ کوي او په لوى لاس ځوان نسل دې ته هڅوي، چې په ورانو لارو د مزل موزې په پښو کړي. لواطت د ځمکې پر مخ ډېره زړه نيله لري، د لوط (ع) د قوم د تباهئ لامل همدا و، چې دا ناوړه ناروغي پکې عامه وه. زمونږ په افغاني ټولنه کې هم ياده ناروغي هره خوا خوره ده، دا چې څنګه او ولي هر نسل دا ناروغي لري؟ نو لاندې خبرې به تر ډېره د همدې پوښتنې پر ځواب راڅرخي. ډېر خلک په دې اند دي، چې ياده ناروغي ارثي بڼه لري، دوى دليل راوړي، چې دا يو ميراثي کسب دى، په دې مانا چې کله يو هلک خپله دوره خرابه تېره کړي او بيا داسې وخت راشي، چې د نوموړي بازار سوړ شي، نو هڅه کوي چې خپل پورونه راغونډ کړي او دا کار نوموړي ته ځکه اسانه وي، چې د خپل دور ډېرې ژوندئ تجربې ورسره وي. د لار ورکو هلکانو له ډلې ډېر داسې کېږي، چې ناروغي يې عمري وي او بيا نه شي کولاى چې خپل عادت پرېږدي، دا ډله په پاکستان کې په ځانګړې نامه يادېږي، چې هلته يې شمېر د نورو سيمو په پرتله لوړ دى. يوه بله خبره هم پورته پوښتنه رڼولاى شي، په پښتو کې يو متل له ډېره وخته کېږي: ( چې څنګه ګرځې هسې به پرځې) تاسې لږ فکر وکړئ!!... چا چې د نورو بچي بې لارې کړي، نو ډېر ژر يې خپل خواږه پچي په هماغه ناوړه ناروغئ اخته شوي دي. دې سره تړلې يوه کيسه مې ډېره پخوا لوستې وه، چې ( دشپې پېښې) نومېده، په هغې کې يو سړى له يوې پردئ ښځې سره چې خاوند يې په فوځ کې وي ناروا اړيکې نيسي، هره شپه له خپلې ښځې په يوه بانه وځي او پاتې شپه تر سهاره له هغې پردئ ښځې سره تېروي. يوه شپه دا سړى په نيمه شپه خپل کور ته د تګ اراده کوي، سړى له لږ مزل وروسته د خپل کور وره ته رسي، دننه په کور کې يې د چا خبرې تر غوږو کېږي، سړى شکمن کېږي او د دې پر ځاى چې د کور دروازه وټکوي په دېواله کور ته اوړي... سړى ډېر ورو ورو ځان له دېواله لاندې اچوي او په تياره تياره کې ځان د هغې خونې کړکۍ ته رسوي، چې رڼا پکې لګېدلې ده او د دوو کسو خبرې ترې اورېدل کېږي. دغه سړى چې څو شېبې وړاندې د يوې پردئ ښځې له څنګه راپورته شوى وي، هغه وخت خپل حواص له لاسه ورکوي، چې خپلې ښځې سره يو ناپېژانده کس پر کټ غځېدلى ګوري... د ډېرو هلکانو د بې لارئ په لاملونو کې يو لوى دښمن د هغوى خپل ښايست دى، پابندې کورنئ له دې بېلې دي، په يادو کورنيو کې هلکانو ته دا وخت په ګوتو نه ورځي، چې د ناوړه خلکو سره ناسته ولاړه وکړي. پورته ناوړه پېښې په هغو کورنيو کې ډېرې ليدل کېږي، چې مشران يې د پيسو په ګټلو پسې ورک وي او په کور کې د هلکانو د لارښوونې څوک نه وي پاتې، يا هغه کورنۍ چې مشران يې په ( دورو) بوخت وي، نن په لغمان کې، سبا په لنډه بوچ کې، بله شپه په خوګياڼو کې او... دغسې کورنۍ نه شي کولاى چې هلکان سالم وروزي، ياده ناوړه ناروغي تر ډېره په همداسې کورنيو کې ليدل کېږي. په دې هم فکر پکار دى، چې هلکان کله او څنګه لار ورکوي؟ هغه وخت چې هلکان د ښوونځي د تلو شي، نو ډېر ساعتونه له کورنۍ لرې تېروي، په دې ټول وخت کې د کورنۍ غړي په دې نه خبرېږي، چې هلک به په ښوونځي کې وي، که نه له ښوونځي دباندې به نورو هلکانو سره په نورو چارو بوخت وي؟ هلکان په همدغه موده کې لار ورکوي!! د ماشومانو د روزنې په يوه کتاب کې په دې ډېر ټينګار شوى، چې د کورنۍ غړي بايد د ماشوم په روزنه کې له ښوونکو سره پوره همکاري وکړي، ښوونکو سره د کورنۍ د غړو همکاري دا ده، چې له ښوونکو سره پرله پسې اړيکې ولري. زمونږ په ټولنه کې د ماشومانو رزونه تر ډېره ښوونځيو ته ورپاتې ده، د کورنيو غړي له ښوونکو سره هېڅ ډول همکاري نه کوي، په داسې حال کې چې د ښوونيزو ادارو معيار هم تر دې اندازې لوېدلى، چې ډېرى زده کوونکي د ښوونځيو پر ځاى په بليارد، ويديوګيم او د بدعملئ په نورو مرکزونو کې حاضري لګوي، چې نه ترې د کورنئ غړي خبرېږي او نه هم ښوونکي. د ښوونيزو ادارو همدا لوېدلې بڼه ده، چې نن سبا زده کوونکي له ځانونو سره ښوونځيو ته تمانچې، چړې او نور خطرناک توکي وړي. د دې لامل دا دى، چې دا مهال په ښوونيزو ادارو کې داسې کم عمره هلکان د ښوونې دنده پر غاړه لري، چې نه شي کولاى زده کوونکي په ښه توګه وروزي. په هر حال... الله پاک دې زمونږ ټولنه له دې ناوړه ناروغئ وژغوري، اوسنيو نسلونو ته کفري نړۍ د بې لارئ ډېر وسائل، لکه ځينې مبايل سيټونه، نېټ، کېبل او...رامنځ ته کړي، دغه ياد هرڅه فلم دى که ډرامه، په ټولو کې د ځوانو نسلونو د بې لارئ هڅې کېږي. هېڅوک نه شي کولاى، چې د ځوانو نسلونو پر ضد د بې لارئ د راولاړو شوو څپو مخه ونيسي، ځکه کورنيو د بې لارئ وسائل په خپل لاس د خونو منځ ته وړي، نو څوک به د بې لارئ د څپو مخه ډب کړي؟؟ بايد ياده کړو چې په افغاني ټولنه کې د هلک او هلکبازئ ريښې ډېرې ژورې او پخوانئ دي، پخوابه د افغاني ټولنې ځينو پاړکو دهلکانو د ساتلو ډېر شوق لرلو، اوس هم د ټولنې يو شمېر پاړکي د مړزانو او نورو مرغانو ترڅنګ هلکان ساتي؛ خو ازاده سودا او شوق يې اوس له بل هر وخت نه ډېر دى، چې ځينې شاعران، سندرغاړي او د مجلو چلوونکي ورته د تبليغ دنده پر غاړه لري،