۱۳۸۹ دی ۵, یکشنبه

په هلمندکي ديوماين دچاودني له امله يوملکي وګړي وژل سوي اويوښه په خپل کورکي ټپي سوي ،
دماين داچاودنه چي دناوي ولسوالي دټولنزي شورادرئيس دکورمخي ته رامنڅځته سوي دي ددي پيښي لامل دپوليسويوقوماندان يادوي دده په خبره چي پوليسوتيرماښام دچاودني پرځاي دګزمي په موخه راټول سوي وه ،
خوقوماندان بيادناوي دټولينزي شورارئيس خبري نه مني اووايي چي دده زوي اوس هم دوسلوالوطالبانو يوفعال غړي دي

په هلمندکي ديوماين دچاودني له امله يوملکي وګړي وژل سوي اويوه ښځه ټپي سوي ،
داماين چي دلښکرګاښاردبست ملګي هوايي ډګرته څيرمه دکوچني کاريزپه سيمه کي دناوي ولسوالي دټولنيزي شورادرئيس دکورمخي ته هغه مهال رامنځته سوي چي يادموټردتيريدوپه حال کي وو،
دناوي ولسوالي دټوليزي شورارئيس جمعه ګل تورلګوي چي ددي ماين ښخول په سيمه کي دپوليسويوسيمه ئيزه قوماندان چي نفس خان نوميږي هغه بولي .
دناوي دټولنيزي شورارئيس داکاردطالبانونه بلکي ددي قوماندان ياده وي ،دي وايي چي تير ماښام پوليسوپه همدي سيمه کي ترډيره ناوخته ګزمه کوله .

جمعه ګل وايي چي دپوليسوقوماندان دده سره جوړنه دي نوځکه يي دده لپاره هروخت ستونزي راولاړي کړي .
دناوي ولسوالي پخواني امنيه قوماندان نفس خان چي اوس مهال دکوچني کاريزدسيمي دپوليسوسيمه ئيزقوماندان دي وايي چي دده ملګروپدي سيمه کي تيرماښام ګزمه نه ده کړي اوپرخپل ځان لګول سوي تورونه ټول ردوي ،
قوماندان وايي چي دناوي دټولنزي شورارئيس جمعه ګل خپله هم طالب دي اواوس مهال يي زوي دوسلوالوطالبانويوفعال غړي ،

قوماندان پرپوليسوداسي تورنه ناسم بولي اوپوليس دخاوري اوطن ساتونکي ياده وي ،
بايدوويل سي چي يادقوماندان دوه کاله وړاندي په ناوي ولسوالي کي ديوشخصي زندان په جوړه ولوسره ددولت له لوري په بندکي وساتل سووچي بيرته دنامعلومه دلائلوپه وسيله دبنده خوشي کړل سوو،

۱۳۸۹ دی ۳, جمعه

زه ورښه يمه دالاره

زه ورښه يمه دالاره

كــــــــــــــه څوك زړه خرڅول غــــواړي زه ورښيـــه مـــــــــــــــه دالاره
كــــــــــــه څوك زړه بيلول غــــواړي زه ورښـــــه يمـــــــــــــــــــه دالاره

زه مـــــين په بيوفاسوم اوس مـــي حال اوګوري خلګــــــــــــــــو
كــــــــــــه څوك ژوندپه غم كي غواړي زه ورښه يمـــــــــــــه دالاره

نن چـــــــــــي هري خواته ګورم خلګ ټوله په فريــــــــــــــــــاددي
كــــــــــــــه څوك لاردخلاسون غواړي زه ورښه يمـــــــــــــــــــه دالاره

چــــــــــــــي نه غم وي نه بيلتون وي بس دميني يوجانــــان وي
كــــــــــــــه څوك داسي مينه غواړي زه ورښه يمـــــــــــــــه دالاره

مـــــــــــــينه خوغم مينه سوراوراومينه بلاده خلګــــــــــــــــــــو
كــــــــــــه څوك ځان سوځول غواړي زه ورښه يمـــــــــــــــــه دالاره

چــــــــــــــي ئي شپه ټوله شوګيروي هم دورځي وي غمـــــــــــونه
داســــــــــــــــي څوك كه رڼاغواړي زه ورښه يمـــــــــــــــــــــــه دالاره

هــــــــــــــــــــم په مينه كي صادق دي هم په مينه قربانيـــــــــــږي
كــــــــــــه څوك يوسروري غواړي زه ورښه يمـــــــــه دالاره

۲۰۰۸-۲-۳

۱۳۸۹ دی ۲, پنجشنبه

۱۳۸۹ دی ۱, چهارشنبه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دكورنيوچارودوزارت ادري مرستيال اورسره پلاوي دهلمندامينه قوماندان سره دهغه كارپه دفتركي ددي ولايت دامنيتي ستونزودپوليسوپرمسل

دافغانستان داسلامي جمهوريت دكورنيوچارودوزارت ادري مرستيال اورسره پلاوي دهلمندامينه قوماندان سره دهغه كارپه دفتركي ددي ولايت دامنيتي ستونزودپوليسوپرمسلكي كولواولړنورواړخونوبحث اوخبري وكړي ،
ددي پلاوي دسفرموخه په هلمندكي دپوليسودستونزوداورولواوپدي ولايت كي دامنيت ټنګول ښودل سوى وو،
خبر..................................... سروري
دافغانستان داسلامي جمهوريت دكرونيوچارودوزارت ادري مرستيال پاسوال غلام علي وحدت ، او ورسره پلاوي دچهارشنبي په ورځ هلمندته راغي ، اوددي ولايت دامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، سره يي دهغه دكارپه دفتركي وكتل ،
په كتنه كي دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، ددي ولايت دامنيتي حالات په اړه راغلي پلاوي ته په هربرخه كي معلومات وړاندي كړل ،اوسره جوخت يي پدي ولايت كي دپوليسودستونزودحل كولوپه موخه هم موفصله معلومات وركړل ،
امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاردكورنيوچارودوزارت څخه راغلي پلاوي ته ډاډوركړچي په هلمندكي به دهرډول امنيت دراويستلواوپه سيمه كي دظلم اوتشنودمخه به په كلكه نيسي ،
انګاروايي چي دوي هڅه كړي ترڅوپه هلمندكي دپوليسوپررزلواودهغيوپرمسلكي كولوباندي كاروكړي دده په خبره چي ترډيره ځايه يي داكارهم كړي پوليس مسلكي سوي اوخپلي دندي ته په خوراغوراوديقت متوجي دي ،
اورهروخت يي ددوښمن هرډول دوسيسي اودهغيوپلانونه يي پرخپل سنډكړي ،

دافغانستان داسلامي جمهوريت دكورنيوچارودوزارت اداري مرستيال پاسوال غلام علي وحدت خپل راتګ هلمندته ښه بلي ،
دي وايي چي دكورنيوچاروزارت به دهلمندولايت دپوليسوسره خپل هرډول مرستي ونه سپمه وي اوددوي هرډول ستونزي به اوري ترڅوورته په هربه خه كي دحل لاري چاري ولټوي ،
وحدت همدارازدپوليسومسلكي كول ترهرڅه اړين وبلل اوپدي لاركي يي دهلمندامنيه قوماندان ته دمرستوژمنه هم وركړه ،
دكورنيوچارودوزارت ادري مرستيال په هلمندكي دپوليسودتعلم اودهغيولپاره ټولوامكارناتوپه وركولوتنګاروكړوويل چي وزارت دپوليسودضرفيت دلوړه ولوپه موخه يوډول پروګرامونه په نظركي نيولي څوددي لاري څخه پوليس مسلكي تعليمي اونوري هغه زدكړي چي دپوليسولپاره موهيمي وي هغه ترلاسه كړي ،

دكورنيوچارودوزارت اداري مرستيال پاسوال غلام علي وحدت دپوليسوڅخه وغوښتل چي تردوه زره څلرم كاله دافغانستان ټولي امنيتي چاري به افغاني ځواكونه په غاړه واخلي ده وويل پوليس بايدنورهرډول دخپل وطن په بياجوړه ولوكي پوره برخه واخلي ،
ده همدارازپوليس داداري فسادپرضدمباريزي ته راوبلل اودهغيوڅخه يي پدي لاركي دګړندي كيدوهيله وكړه وويل دادهرمسلمان دنده ده چي په خپله ټولنه كي دريشوت اوفسادمخه په كلكه ونيسي ،
دكورنيوچارودوزارت اداري مرستيال امنيه قوماندان اورسره پلاوي دهلمندپه امنيه قومانداني كي دپوليسودډوډي خوړلودځاي څخه هم ليدنه وكړه اودپوليسوڅخه يي ددوي دډوډي په برخه كي پوښتني هم وكړي ،

۱۳۸۹ آذر ۲۶, جمعه

خودسنګين ولسوالي خلګ بياهره ورځ دايساف ځواكونوله لوري دعامووګړومرګ ژوبلي سخت انديښمن كړي .

په سنګين ولسوالي كي ٰبه سلګونه نورپوليس دامنيت دراويستلوپه موخه ځاي پرځاي كړل سي
چارواكي دامني چي لاپدي ولسوالي كي دامنيت په راويستلوكي دوي پاته راغلي اوددي ولسوالي دامينت لپاره يي دنوو پوليسو دورستولوغوښتنه كړي
خودسنګين ولسوالي خلګ بياهره ورځ دايساف ځواكونوله لوري دعامووګړومرګ ژوبلي سخت انديښمن كړي .

په سنګين ولسوالي كي به سلګونه نورپوليس ددي ولسوالي دامنيت لپاره ځاي پرځاي كړل سي چارواكي وايي پدي ولسوالي كي نوروپوليسوته ځكه اړتياسته چي لااوس هم وسلوال طالبان پياوړي دي اوهروخت پردولت اودنړيوالي ټولني پرځواكونوخپلي حملي جاري ساتي .
دسنګين امنيه قوماندان ګلي خان سرحدي دامني چي پدي ولسوالي كي لاتردي مهاله دوي دامنيت په راويستلونه دي توانيدلي نوځكه يي ددي ولسوالي لپاره دنوروپوليسو دورليږلوغوښتنه وكړه چي اوس مهال دده په خبره په سيمه كي به په دنده وه ګمارل سي .

قوماندان وايي په سنګين ولسوالي كي دملي اوردوملي پوليسوترڅنګ ايساف ځواكونه هم شتون لري دده په خبره لادامنيت په راويستلوكي كوم مثبت ګام نه دي پورته سوي .
دسنګين ولسوالي خلګ بياديته ورته پدي ولسوالي كي دبهرنيوځواكونودخپل سري عملياتواوپه سيمه كي دعاموخلګوپه وژنه ترپوزي راغلي ددوي په خبره چي داسي كړني نورددوي لپاره دزغم وړنه دي .
دسنګين ولسوالي اوسيدونكي جمعه خان وايي چي دده وروردايساف ځواكونولخواهغه مهال ووژل سوكله چي هغه په خپل كوروكي په كاركولوبوخت وو،
دي ددولته څخه غواړي چي ايساف ځواكونوته دي نوره په سيمه كي دخپلي سري عمليات اودتلاشي اجازه نه وركوي ، دده په خبره چي هروخت ايساف ځواكونه دعملياتوياتلاشي پرمهال عام خلګ وژني دي زياته وي چي لااوس هم دبهرنيوځواكونوله لوري ددوي خلګ وژل كيږي او په سيمه كي يه مړي پراته ده .

په سنګين ولسوالي كي دالومړي ځل نه دي چي عام خلګ وژل كيږي ولي ديته ورته څوڅوځلي دايساف ځواكونوپه بريدونوكي ملكي وګړوته مرګ ژوبله اوښتي ده ،
هڅه مووكړه چي پدي اړه دايساف ځواكونونظر دځانه سره ولروخودلاډيرو هڅوسره سره وه تنوانيدوچي ددوي نظرهم واخلو،
سنګين ولسوالي ته نورپوليس پداسي حال كي استول كيږي چي ددي ولسوالي دخلګوپه خبره چي لاپه سنګين ولسوالي كي امنيتي حالات ديوننګونوسره مخ دي ،

۱۳۸۹ آذر ۲۱, یکشنبه

په هلمند كي چارواکوشپږ كړۍ دوسايط ضدماينونه اويوه اندازه نور چاوديدونكي توكي په لاس راوړي ، .

په هلمند كي چارواکوشپږ كړۍ دوسايط ضدماينونه اويوه اندازه نور چاوديدونكي توكي په لاس راوړي ، .
دملي امنيت مرستيال وايي چي دچاوديدونکوتوکودشنډولوپرمهال دوسلوالوطالبانوتربريدلاندي راغلي ،

دهلمنددملي امنيت چارواکو دلښکرګاه ښاراړونده دسركار په سيمه كي شپږ حلقي ماينونه اويوه اندازه چاوديدونکوتودنيول کيدوخبرورکړ،
چاروکي وايي يادتوکي دغوړيو په ډبو كي دكندهار هلمند دلوي لاري پرسر ځاي پرځاي کړل سوي چي دپوليسولخواونيول سوه ،. دملي امنيت مرستيال زياته وي چي ددوي کارکونکو دبولان ددښت په سيمه كي يوه دميزائل هغه ګولي چي دطالبانوله لوري په لښكرګاه ښار باندي دتوغولو په نيت چمتوسوي وه هغه هم وړاندي ترتوغول کيدوونيول سوه ،.
چارواکي وايي دماينونو دشنډولو پرمهال دوسلوالوطالبانود بريد سره مخ سوه ده سرچيني په خبره چي په بريدکي وسلوالوطالبانوته مرګ ژوبله هم اوښتي ده خو خپل ځان ته دهرډول مرګ ژوبلي خبره نه مني ،
داچي وسلوالوطالبانوته به مرګ ژوبله اووښتي کنه پدي اړه لاتردي مهاله څه نه دي ويل سوي ،

ډنمارك هيوادبه دهلمندسره خپلي مرستي نوري هم ګړندي كړي

ډنمارك هيوادبه دهلمندسره خپلي مرستي نوري هم ګړندي كړي
داخبره دډنمارك هيوادددفاع اوبهرنيوچارووزيرانودهلمندددوليتي چارواكوسره ديوي خبري ناستي پرمهال روښانه كړ ،
دوي وايي چي ددي ولايت سره به په هربرخه كي چي وي خپلومرستوته دوام وركوي ،

دډنمارك هيوادددفاع وزيري ګيټ بيچ ، اودبهرنيوچاروزيري لين ايسپينسر هلمندولايت ته ديوسفرپرمهال دچارواكوسره دخپل هيوادله لوري دهراړخيزومرستوپرژمني يوځل بياهم ټنګاروكړدډنمارك راغلووزيرانوژمنه وكړه چي دهلمندسره به دپوليسوپه روزنه ، اوتجهيزاتو،دښووني اوروزني دلاودي ،امنيت اونوروچاروكي پوره مرسته كوي .
ډنمارك هيوادچي دايساف په چوكاټ يوله ډيروموهيموهيوادوڅخه شميرل كيږي اوس مهال په هلمندكي شاوخوا اته سوه ۸۰۰ سرتيري لري چي ټول په ګريشك په ولسوالي كي ميشت دي
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دډنمارك هيواددلوړپوړوچارواك راتګ هلمندولايت ته ښه بولي اووايي چي دوي ورسره ژمنه كړي چي هلمندولايت ته به نورهم خبل پام اړه وي اوخپلي مرستي به په هربه خه كي زياته وي ،
ترليدني وروسته دډنمارك هيواد ددفاع اوباندنيوچارو وزيرانوپه لښكرګاه ښار كي دپوليسوله روزنيزمركزڅخه دنږدي ليدنه وكړه ،

په هلمندکي پوليسودتلاشي پرمهال ماينونه يوه اندازه چاوديدونکي توکي اوپه زياته کچه کيميايي موادنيولي

په هلمندکي پوليسودتلاشي پرمهال ماينونه يوه اندازه چاوديدونکي توکي اوپه زياته کچه کيميايي موادنيولي
دچارواکوپه خبره چي تردامهالي په توري يي څوک نه دي نيول سوي ،
دهلمندپه نادعلي ولسوالي کي پوليسودتلاشي پرمهال دوه حلقي ماينونه ، (٣١٠) دري سوه لس کيلوګرامه کيميايي موادچي دماينونوپه جوړه ولوکي ورنه ګټه اخيستل کيده نيولي ،
چارواکي وايي چي ماينونه اوکيميايي مواديي په نادعلي ولسوالي کي دعبيدالله په څلورلاري کي هغه مهال ونيول کله چي دويته خبرراغي چي ګواکي دلته ددولت پرضدوسلوال دطالبان اوسيږي ،
دنادعلي ولسوالي امنيه قوماندان سمونمل ښادي خان وايي چي ددي موادوپه توريي لاتردامهاله څوک نه دي نيولي دي زياته وي چي ددي کسانودپيداکولولپاره دپوليسوپلټني دوام لري ،

قوماندان وايي چي دنادعلي ولسوالي امنيتي حالات دپخواپه پرتله څوبرابره ښه سوي پوليس مسلکي سوي اودخلګوهمکاري هم هغه څه بولي چي پوليسوته هروخت برياورکوي ،
خوداپداسي حال کي ده چي دنادعلي ولسوالي ځيني سيمي لااوس هم دوسلوالوطالبانودحملوشاهيدي ورکوي اوهروخت پردولت خپلي حملي جاري ساتي ،

په هلمندکي په جرم داخته تنکيوځوانانولپاره نوي موقتي ځاي جوړاوګټي اخستني ته چمتوکړل سوو.

په هلمندکي په جرم داخته تنکيوځوانانولپاره نوي موقتي ځاي جوړاوګټي اخستني ته چمتوکړل سوو.
پدي مرکزکي پنځه ديرش تنه ٣٥ تنکي ځوانان اودري تنه ښځينه هم دخپل ژوندترټولوسختي اوترخي ورځي شپي ده بندي په توګه تيره وي ،

په لښکرګاه ښارکي دعدلي رياست اړونده دتنکيوځوانانوداصلاح اوتربي يي په امريت کي په جرم داخته پنځه ديرش تنه ځوانانواودري تنه ښځينه وولپاره يوه خيمه جوړه سوه چي ديک شنبي په ورځ ګټي اخيستني ته وسپارل سوه ،
داځوانان چي ددولس کلني څخه بياتراتلس کلني پوري عمرونه لري ټول په يولړجرم اخته دي داتنکي ځوانان چي دهلمندولايت دبيلابيلوولسواليواوسيدونکي دي څوک يي دطالب اوځيني يي دنشيي توکوسره په جرم نيول سوي اواوس مهال پدي بندي کي دخپل تنکي عمرورځي شپي سباکوي ،
دهلمنددوالي مرستيال عبدالستارميرزکوال وويل چي ياده خيمه به ددي بندي ځوانانودستونزپه راکمه ولوکي مثبت رول ولوبه وي اوديوکال په اوږدوکي به ددوي لپاره نوي ځاي په پاخه اوساسي ډول جوړسي ،
دي وايي چي پدي خيمي يوسل وونولس زره امريکايي ډالره لګښت راغلي چي دامريکامتحده ايالاتوله لوري يي پيسي ورکول سوي ،

ميرزکوال همدارازژمنه وکړه چي ددي بندي ځوانانولپاره به دښووني اوروزني دزميني دبرابرولوسره سره دهغويودروغتيااويولړنوروستونزپه هکله به ورسره ترډيره بريده همکاري کوي ،
دسنګين ولسوالي اودګرمسيروولسوالي داځوانان وايي چي موږيي دطالب اوياهم دنشيي توکوسره په تورنيول سوي يو،
دوي پرخپل ځان لګول سوي تورونه ردوي اوترڅنګ وايي کچيري زموږجرم اصبات کړل سي موږهرډول بند ته حاضريو بندي ځوانان ددولت څخه غواړي چي ددوي پردوسيودوي غوروسي اوددوي جرم دثابت کړل سي ، دوي وايي تردامهاله يي چاهيڅ ډول پوښتنه نه دي کړي ددوي په خبره چي پدي ځاي کي ديولړسختوستونزسره هم لاس اوګريوان دي چي هغه دتشنابونونه درلودل ،په خپل وخت دارودرمل نه رسيدل اوداسي نوري هغه ستونزي وي چي يادبندي ځوانان يي دژونددهرډول اسانتياووڅخه بي برخي کړي وه ،
بايدوويل سي چي دابندي ځوانان تردامهاله بي سرنويشته اود يخني پدي سخت موسم کي په خيمه کي دژوندشپي او ورځي تيره وي داچي دولت به ددي ځوانانولپاره کله دژونددتيره ولودپوره حق په ورکولواوهمدارنګه ددوي پرجرم غورکوي ديته خولاوخت په تمه دي ،

په هلمندكي ۱۰۲ تنه پوليس او۲۸ تنه ساتن منان ددومياشتوپه موده كي پوځي زدكړي ترلاسه كړي دچارواكوپه خبره داروزل سوي پوليس به دهلمندپه هغه سيموكي ځاي پرځا

په هلمندكي ۱۰۲ تنه پوليس او۲۸ تنه ساتن منان ددومياشتوپه موده كي پوځي زدكړي ترلاسه كړي دچارواكوپه خبره داروزل سوي پوليس به دهلمندپه هغه سيموكي ځاي پرځاي سي چي دامهال يي امنيتي حالات دستونزوسره مخ دي ،

د لښكرګاه ښار دپوليسوپه روزنيزمركزكي يوسل اودوه اتيا (۱۰۲) تنه پوليس اواته ويشت (۲۸) تنه ساتن منانوته پداسي حال كي پوځي زدكړي وركول كيږي چي لاتردامهاله په هلمندكي امنيتي حالات ديولړننګونوسره مخ دي ،
دچارواكوپه خبره يادروزل سوي مسلكي پوليس به دهلمندپه ناارمه سيموكي دخلګودښه ساتني په موخه ځاي پرځاي كړل سي ،
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار وايي چي دپوليسوروزل هتمي خبره نه ده بلكي دهغويومسلكي كول اړين دي دي زياته وي چي روزل سوي پوليس به دخلګولپاره دښه ژوندكولوزميني دبرابره ولوترڅنګ دامنيت په ښوالي كي مثبت رول ولوبه وي ،
انګاروايي چي پوليس په يوازي سرنسي كولايي چي ديوي سيمي امنيت كابوكړي خودي دعاموخلګوونډه دپوليسوسره په همكاري كي اړينه بولي ،
بايدوويل سي چي دالومړي ځل نه دي چي په هلمندكي په دمري كچه پوليس مسلكي زدكړي ترلاسه كوي ديته ورته څوڅوځلي پوليسوپوځي زدكړي كړي خولاتردامهاله دهلمندڅوولسوالي په ټوليزډول دولسوالوطالبانوپه ولكه كي دي ،