۱۳۹۰ اردیبهشت ۵, دوشنبه

په هلمند کى د لمړى ځل لپاره ۲۱ تنه د۱۲ تولګى فارغين د پوليسو اکاډمى ته ځى





هلمندكي ددولسم ټولګي دفارغينوڅخه دپوليسوداكاډمي لپاره ازموينه واخيستل سوه په
پدي ازموينه كي شاوخواددوه ويشت تنوځوانانوبرخه اخيستي وه
دهلمندامنيه قوماندان دپوليسوپه ليكوكي ددولسم صنف فارغوسووځوانانوورګيډل يونيك ګام بولي په ازموينه كي ناست ځوانانوهم پدي كارخوښ دي وايي دوي به دخپل هلمندلپاره خدمت كوي
په هلمند کى د لمړى ځل لپاره ۲۱ تنه د۱۲ تولګى فارغين د پوليسو اکاډمى ته ځى
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګارواىى چى دكورنيوچارو وزارت د جګړه ځپلو ۱۳ ولاىتونو لپا ره ىاد پروګرام پلى کړى ترڅوهغوى دهمدى لارى د پولىسو ۶ مياشتنى زدکړى نه وروسته د۱۲ تولګى ياد فارغىن مسلکى اوپه دندو وګمارى.
دده په خبره چى دهلمند ولاىت لپاره يى ۷۰ کسه سهم ورکړى وو چى دامهال ۲۱ تنه حاضرسوى اوهغوى به په راتلونکو دوو ورځو کى مرکزکابل ته د زدکړى لپاره وه ليږى
دامنيه قوماندان په خبره ياد کسان به له زدکړى وروسته په هلمند کى په دندو وګمارى او د پوليسو د بى سوادى کچه به تر ډيره بريده راټيټه کړى
هغه وايي دامهال د پوليسو په ليکو کى د سوادکچه خوراټيټه ده اودوي هڅه كوي ترڅوددي لپاره پوره منډي ترنډي ترسره كړي
ددولسم صنف فارغين وايي دوي ځكه دپوليسوپه ليكوكي شامليدل غواړي چي خپل هلمندته خدمت وكړي اودهرډول ناخوالومخه ونيسي

دوي دنوروځوانانوڅخه هم غوښتنه وكړه چي راسي دپوليسوپه ليكوكي شامل سي
په هلمند کى دالمړى ځل دى چى د۱۲ ټولګى فارغين د پوليسو اکاډمى ته فوق ا لعاده لاره مومى

۱۳۹۰ اردیبهشت ۴, یکشنبه

دژوناليزم كارپواستادعزت الله اكبري په هلمندكي


















































دژوناليزم كارپواستادعزت الله اكبري په هلمندكي دري ورڅني وركشاپ خبريالانوته وړاندي كړ
داوركشاپ ددولت داطلاعات اودرسنيودمركزلخواڅخه په لاره اچول سوي ووچي پكښي دخبرليكلودرسنيودمديريت اودكامري په برخه كي خبريالانوته زدكړي وركول سوي




































۱۳۹۰ فروردین ۲۹, دوشنبه




په هلمندكې دملي امنيت چارواكود وسلواونشي توكو دنيولو خبروركړ। دهلمنددملي امنيت چارواكي وايي دوي په لښكرګاه ښاراواړونده سيموكي دتصفوي عملياتوپرمهال دولس ميله سپكي اودرني وسلي چاديدونكي توكي اويوه اندازه نشي توكي نيولي دسرچيني په ويناپه توري اوه كسان هم نيول سوي دي په هلمندكي دملي امنيت دچارواكوله لوري په لښكرګاښاراواړونده سيموكي دتصفوي عملياتوپرمهال دوسلوچاوديدونكوتوكواوپه پوره اندازه دنشي توكودنيول كيدوخبروركړ دملي امنيت سرچني وايې چې پنځه ميله پيكاه پنځه ميله كلاشنوف دوه ميله تماچي دوه پايي ثرياټليفون اته حلقي ماينونه .يوه عراده كورولاموټريوه دانه موټرسيكل او ۸۰كيلوګرامه مايع او۲۵ كليوګرامه جامدترياك يې هم نيولي دسرچيني په وينا ديادونيول سووموادوسره يي په توراوه كس نيولي چي دامهال په ملي امنيت رياست كي ترپښتنولانده دي . دسرچيني په خوله دوي دكره معلوماتوپربنسټ ديواوني په موده كي يادنيول سوي مواددلښكرګادښاراا واړونده سيموكي په لاس راوړي سرچينه زياته وي ددوي پلټني دوام لري څوپه ټول هلمندكي دداډول پيښومخه په كلكه ونيسي اوعاملين يي دقانون منګلوته وسپاري

۱۳۹۰ فروردین ۲۴, چهارشنبه

پوليسوته تراته اونيوپوځي زدكړووروسته دفاراغت سندونه وركول سول



پوليسوته تراته اونيوپوځي زدكړووروسته دفاراغت سندونه وركول سول په هلمندكي دپوليسودښوونيزمركزڅخه يوسل نه څلويښت سربازان اودروديرش تنه هم ساتن منانوته دكورنيواوبهرنيوښوونكوله لوري پوځي زدكړوركول سوي چارواكي وايي دوي به نوي روزل سوي پوليس دهلمندپه هغه سيموكي ځاي پرځاي كړي كوم چي دامهال يولړننګوني شتونلري پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي دهلمنددپوليسودښوونيزمركزڅخه دچهارشنبي په ورځ څه كم دوه سوه پوليسوته داته اونيوپه موده كي دكورنيواوبهرنيوښوونكوله لوري ورته پوځي مهارتونه ښودل سوي چارواكي وايي دوي اوس مهال په هلمندكي دپوليسوښووني اوروزني ته پوره پاملرنه كوي اوپوليسوته مسلكي زدكړي وركوي دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاروايي تردامهاله دوي ددى ښوونيزمركزڅخه دوه زره اوه سوه دولس تنه پوليسوته پوځي زدكړي وركړي چي ددي جملي څخه يي څلورسوه درواتياتنه ساتن منان اوپاته نوريي سربازان دي دقوماندان په خبره پوليس داتواني اوس په خپلومټوكي لري چي ديوي سيمي امنيتي چاري په خپله سمبالي كړي خوقوماندان داخبره پداسي حال كي كوي چي پدي څوروځوكي دلښكرګاه په ښاركي ترورونه اوژني زياته سوي چي ورسره جوخت يي دخلګوسره يوډول تشويشونه هم راپيدكړي

۱۳۹۰ فروردین ۱۵, دوشنبه

په لښكرګاه ښـاركي ځانمرګي بريد ۵تنه ژوبل كړل








په لښكرګاه ښاركي ځانمرګي بريد۵ تنه ژوبل كړل

دهلمندوالي محمدګلاب منګل دپيښي په ځاي كي خبريالانوته وول چي ننسهاريولس نيمي بجي دووتنوځانمرګوبريدوكوونكوغوښتل چي دمحاكمي رياست وداني ته وخيږي اوورسته دولايت پروداني بريدترسره كړي

دوالي په وينايوه ځانمرګي بريدترسره كړي چي په پايله كي يي ددريوپوليسوپه ګډون دوه ملكي وګړي ژوبل سوي دي دده په ويناچي بل تن ځانمرګي بريدكوونكي ډيرسخت ټپي سوي چي ددرملني لپاره روغتون ته انتقال سوي هغه وايي دپيښي په اړه پلټني رواني دي

دوالي محمدګلاب منګل په خبره چي له يوي خوانن سهارپه لسګونوكسانوغوښتل په لښكرګاه ښاركي مظاهرهم ترسره كړي اوددغومظاهروپه ترڅ كي يوشميرخلګوته مالي اوځاني تاوانونه واړه وي

دده په خبره چي ددغودواړوهدف يووواودپوليسوله لوري دواړي دوسيسي شنډي سوي دي ددغي پيښي په اړه لاتردامهال كومي مخالفي ډلي وسلوالوهم څه نه دي ويلي

په لښكرګاه ښاركي ځانمرګي بري پداسي حال كي ترسره كيږي چي ويل كيږي په راتلونكودريومياشتوكي به دافغانستاددريوولايتونوترڅنګ ديوشميرولايتونوامنيتي چاري داساف ځواكونوڅخه افغان لوريته سپارل كيږي