۱۳۹۴ آبان ۲۴, یکشنبه

والي : دکرني وزارت هلمندته ۱۰۰۰ لوی او وړې پروژي منظوري کړي دي .


راپور—۲۰۱۵—۱۱—۱۵—
هلمندوالي وایې دکرني وزارت دې ولایت ته ۱۰۰۰ لوی او وړې پروژي منظوري کړي دي .
هغه وایې یادي پروژي چې ددي ولایت په ټولوولسوالیوکې پلي کیږي ورسره سم به نه یوازي ډيری کسانوته دکارکولوزمینه برابره سي بلکي به ددي ولایت دخلکوپه اقتصادي ستونزوکې هم کموالی راسي ،هلمندوالي چې دخپل سل ورځني کاري پلان په اړه رسنیوته معلومات ورکول زیاته یې کړه دورستیوناامنیوله امله یې دروغتیاترڅنګ دپوهني په برخه کې دډیری ستونزوسره مخ سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي میرزاخان رحیمي دخپل تیرسوي اوراتلونکي سل ورځني پلانونوپه اړه رسنیوته وویل دکرني وزارت هلمندته ۱۰۰۰ بیلابیلي لوی اووړي پروژي ورکړي دي چې دمرکزترڅنګ به یې په ټولوولسوالیوکې پلي کړي ،والي که څه هم ډاډه دی چې دغه پروژي به په ټولوولسوالیوکې پلي کوي خودامهال په ډيری ولسوالیوکې دناامنیوله امله دپروژوپلي کول اوسرته رسول به لګڼوننګونوسره مخ وي ،هغه دروغتیاپه برخه کې ځیني ستونزي منې خودحل کولوژمنه یې کوي .
.
والي دخپل سل ورځني پلان په یوه څنډه کې دپوهني په برخه کې دستونزویادونه هم وکړه ،هغه وایې دورسیتوناامنیوله امله اوس مهال په دې ولایت کې ۳۱ ښوونځۍ دزده کوونکوپرمخ تړل سوي دي چې دخلاسون په موخه یې جدي هڅي رواني دي .

هلمندوالي که څه هم ډاډه دی چې دیادوناامنیوسره سره به دوی وکولای سي چې په سیمه کې دبیارغاوني پروژي پلي کړي خودکجکي ولسوالۍ اوسیدونکی اودولایتي شورامرستیال عبدالمجیداخندزاده وایې په کومه سیمه کې چې امنیت نه وي هلته هرډول کارکول ناشونی دی اودابه په لوی لاس دخلکواودولت ترمنځ ستونزي رامنځته کړي .نوموړی ددولتي چارواکوڅخه ترهرڅه لومړی دټنګ امنیت دراویستلوغوښتنه کوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر