۱۳۸۹ مرداد ۵, سه‌شنبه

دهلمنددرسنيودمركزدغونډوپه تالاركي داطلاعات اوكتوردرياست په نوښت دسولي دارزښت اودنشي توكود.زيانونوغونډه پداسي حال كي جوړه سوه چي دهلمندوالي ترڅنګ داطل

دهلمنددرسنيودمركزدغونډوپه تالاركي داطلاعات اوكتوردرياست په نوښت دسولي دارزښت اودنشي توكود.زيانونوغونډه پداسي حال كي جوړه سوه چي دهلمندوالي ترڅنګ داطلاعات اوكلتوررئيس اويوشميرنوروددولتي ادارومسئولينوقومي سپين ږيرواوځوانانوهم ګډون درلود،
خبر......
دهلمندولايت درسنيودمركزدغونډوپه تالاركي دهلمندداطلاعات اوكلتوردرياست په نوښت دسولي دارزښت په ټولنه كي دنشي توكوداضراروپه هكله غونډه پداسي حال كي جوړه سوه چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل ، ترڅنګ داطلاعات اوكلتوررئيس عاليشامظلوميار، دحج اواوقاف رئيس قاري مختاراحمدحقاني ، دهلمنددكرهڼي رئيس انجينرعبدالله احمدزي ، اوديوشميرنورودولتي ادارومسئولينوقومي سپين ږيروځوانانوهم ګډون درلود،
هلمندوالي محمدګلاب منګل په هلمندكي دنشي توكوپرضدذمباريزي پرګړندي كولوباندي يولړاړيني خبري ترسره كړي وويل چي دولايت اداره ژمنه ده ترڅوپه ټول هلمندكي ددي بدبوټي دمخنيوي لپاره پوره هلي ځلي ترسره كړي ،
هلمندوالي همدارازدسولي دارښت په اړه هم يولړاړيني خبري ترسركړي وويل چي سوله دهرانسان لپاره اړينه ده ولي چي سوله خداي خوښه كړي ،
ښاغلي منګل پرټولوهلمندوالوږغ وكړترڅودسولي لاره خپله كړي اودهلمندولايت دلاښه كيدوپه خاطركوټلي ګامونه واخلي ،

هلمندوالي زياته كړه چي تيركال په هلمندكي دكوكنارپه كښت كي دروديرش سلنه كمښت راغي چي داهم دهلمندوالودهراړخيزه همكاري څرګندوي كوي ،
ښاغلي منګل دسږني كال دكوكناركښت په ايشاري سره وويل چي پدي ولايت كي به نورددي بدبوټي دمخنيوي لپاره نورهم ګړندي ګامونه پورته سي ترڅوكرونده ګرددي نارواكښت دكرولوڅخه لاس واخلي اوپرځاي حلال كښتونوته مخه كړي ،

والي همدارازوويل چي نوربه هلمندوال دهررنګه ستونزوڅخه په امن كي وي اوديوښه راتلونكي خاوندان به اوسي ،
داطلاعات اوكلتوررئيس عاليشامظلومياردهلمندوالي محمدګلاب منګل دهڅواوزيارايستلوڅخه مننه كړه چي پدي ولايت كي يي په هربرخه ګړندي ګامونه پورته كړي اولاهم ژمن دي چي پدي ولايت كي خپلي هلي ځلي چټكي كړي ترڅوپه هلمندكي دپوره سولي دراويستلوترڅنګ وګړي ديوښه ژوندخاوندان هم وه اوسي ،

ديني عالم مولوي مهردل مولوي دادمحمد دقومي سپين ږيروپه استازيتوب رحمت الله خان اودځوانانوپه استازي توب سردارمحمد همدردپه وارسره دسولي دارزښت اودنشي توكوداضراروپه هكله يي پريولړاړينوموضوعاتوباندي بحث اوخبري وكړي ،
دوي همدارنګه په شكيلودواړوغاړوكي دوژل كيدوقربانيان هلمندي ځوانان وبلل اوغوښتنه وكړه ترڅوځوانان لاس په كارسي اودسولي لپاره پوره هلي ځلي وكړي ،
دغونډي په ورستيوكي داطلاعات اوكلتوردرئيس عاليشامظلوميارلخوادهلمندوالي محمدګلاب منګل په سردافغاني دودسره سم بګړي ورپرسركړل سوه اوپه راغلومسئولينوهم افختاري بګړي وويشل سوي ،

۱۳۸۹-۵-۵

۱۳۸۹ مرداد ۴, دوشنبه

په هلمندكې ځايي چارواكي وايي چې ځينې بهرنى موسسې له ځايي ادارې سره همغږي نه لري.











په هلمندكې ځايي چارواكي وايي چې ځينې بهرنى موسسې له ځايي ادارې سره همغږي نه لري.
داخبره دهلمندوالي محمدگلاب منگل ددوشنبې په ورځ په هغه غونډه كې په ډاگه كړه چې دآى،آر،ډي موسسې لخوادكرهڼې له پوهنځى سره دځينوكرهڼيزووسايلودمرستې په موخه جوړه سوې وه.
په همدې حال كې ځينې ځايي اوسيدونكي هم دبهرنيوموسسوپه فعاليتونونيوكه كوي.


په دې غونډه كې دهلمندوالي محمدگلاب منگل وويل چې ددې موسسوله ډلې څخه يوه هم دآى،آر،ډي موسسه ده چې دهلمندپه گرمسير،ناوه،نادعلي،مارجې اوځينونوروولسواليوكي دكرهڼې په برخه كې كاركوي خوخپل فعاليتونه يې له ځايي ادارې سره نه دي همغږي كړې چې له همدې امله يې مرستې هم اغيزمنې نه دي تمامې سوې چي كله ناكله ورته يولړستونزي هم راولاړيږي
دغه يوشى ښكاره اوپه ډاگه وايم چې اكثره دوى په ولسواليوكې په مارجه،ناوه ،نادعلي اونوروولسواليوكې پخپل سرپروگرامونه سرته رسوي چې ددغومرستوموثريت اواغيزمنتوب هغسې چې لازم دى هغسې چې توقع ده هغسې چې غوښتنه ده له بده مرغه موږهغسې پايلې نه دي ترلاسه كړې.
دده په ويناچې نوموړې موسسې په مارجه ولسوالى كې په خلكوداوبوماشينونه ياواټرپمپونه ويشلي چې ددې ولسوالى ډيرى ځمكې دهلمندله سيندڅخه خړوبيږي اوداوبوماشينونه هغه كسانوته وركړل سوي دي چې دولتي ځمكې يې غصب كړې اوپه ناقانونه توگه پكې كركيله كوي.
دهلمندوالي همدارازوويل چې هلمنديوپراخ كرهڼيزولايت دى خودې برخې ته ډيره پاملرنه ده سوې اوكه چيرې ورته پاملرنه وسي نوكابودټول هيواددغلودانواړتياوې پوره كولاى سي.
والي همدارازژمنه وكړه چي ډيرژربه دمركزترڅنګ به په ټولوولسواليوكي دغصب سوومځكولپاره لاس په كارسي ترڅوټولي دولتي غصب كړل سوي مځكي بيرته خلاسي سي
په همدې حال كې دهلمندځينې اوسيدونكي هم وايي چې دځينوبهرنيوموسسوفعاليتونه په لوړه كچه نه دي ترسره سوي اوددوى ډيرى لگښتونه دپرمختللوكورونوپه كرايه كولواودمرمى ضدپه موټرواوځينونوروورته توكولگول كيږي.
هڅه مووكړه چې په دې اړه دنوموړې موسسې نظرهم راواخلوخوونه توانيدو.ترڅوهغه هم پدي اړه خپل نظرووايي
داپه داسې حال كي ده چې ځينې كتونكي وايي چې په دې ولايت كې دكرهڼې برخې ته دنه پاملرنې له امله دامهال په زرگونه هكتاره كرهڼيزې ځمكې شاړې پاتې دي اوياهم پكې نيشي توكي كرل كيږي.اويادځينونوروكسانولخواغصب كړل سوي ،

۱۳۸۹-۵-۴

۱۳۸۹ مرداد ۱, جمعه

په هلمندکي دولتي چارواکو !ديوه اندازه وسلو او چاوديدونکو دنيولو خبر ورکړ.



په هلمندکي دولتي چارواکو !ديوه اندازه وسلو او چاوديدونکو دنيولو خبر ورکړ.
چارواکي وايې چي دغه چاوديدونکي توکي او وسلي يې ددي ولايت په بيلابيلو سيموکي دلنډ مهاله عملياتو پرمهال دملي امينت دمنسوبينو لخوا کشف او نيول شوي دي .
.

دهلمند دوالي مرستيال عبدالستارميرزکوال دملي امينت په انګړ کي خبريالانو ته وويل چي د پنجشنبي په ورځ دلښکرګا ه ښار په سرکار اوشاه خواسيمو کي دملي امينت منسوبينو يو لړ عمليات تر سره کړي دي چي يو شمير وسلي او ماينونه يې نيولي دي .
دده په وينا دلښکرګاه او اړونده سرکارپه سيمه کي نهه حلقي ماينونه وړاندي تر دي چې ددولت مخاليفين يې دښار بيلابيلو برخوته وليږدوي نيولي دي .
ميرزکوال زياته کړه چې چاوديدونکي توکي دغوړيو په ډبو کي ځاى پرځاى سوي چې ټول ټال ١٢٠ کيلو وزن يې در لود .
دوالي مرستيال زياته کړه چې څلور ميله کلاشنکوفونه هم تيره ورځ په بيلابيلو سيموکي دملي امينت منسوبينو دلنډ مهاله تر سره شوي عملياتو پرمهال په لاس راوړي دي .
وسلوالو طالبانو په دي اړه څۀ ندي ويلي خو ددوى دډلي وياند قاري يو سف احمدي وايې چې دګرشک په سروخ اباد سيمه کي يې ٣ ټانګو په ماينونو الوزلي او په کي سپاره ٨ تنه بهرني سرتيري يې وژلي دي خو دولتي مسولينو او بهرنيو ځواکونو په دي اړه څه ندي ويلي .

۱۳۸۹-۵-۱

۱۳۸۹ تیر ۳۰, چهارشنبه

دمارجي ولسوالي په هكله نوي ليكنه

دمارجي ولسوالي په هكله نوي ليكنه ( ليكوال ) ( سردارمحمد ) ( سروري )

دمارجي ولسوالي اوسيدونكي په دي ولسوالي كي دډاډمن امنيت دنشتوالي څخه سرټكوي اوپه نوموړې ولسوالي كي د پوره امنيت دراويستلوغوښتنه كوي داچي ددي ولسوالي داوسيدونكو چيغي ناري به ددولتي چاروكي واوري كنه اوددوي لپاره به دهوساژوندكولوچاري څوك بر ابر وي ،
پدي اړه پام وكړي يوي چمتوسوي لكيني ته چي ددي ولسوالي داوګړودږغ انعكاس پكښي څرګندسوي دي ،

دمارجي ولسوالي دلښكرگاه په ديرش كيلومتري كي دلويديځ لورته پرته ولسوالي ده چي دڅوكلونوراهيسي دوسلوالوطالبانوپه ولكه كي وه خودڅه مودې په تيريدوسره دهيوادجمهوررئيس حامدكرزي ورته دمارجي ولسوالي لپاره دعملياتواجازه وركړه چي دمشترك په نوم عمليات ترسره سول چي پدي عملياتوكي پنځلس زره كورنيواوبهرنيوعسكروونډه لرله چي په دي ولسوالي باندي يي دشپي لخواعمليات پيل كړل اوددي ولسوالي ځيني سيمي يي ترخپلي ولكي لاندي راويستي خودي عملياتودڅومياشتوپه تيريدوسره په مارجي ولسوالي كي نسبي امنيت رامنځ ته سووخولادوګړولپاره دژوندوكولوزمينه نه ده برابره سوي ،هرورځ ددي ولسوالي خلګ ديولړستونزوسره مخ دي اوهرورځ دمارجي ولسوالي اوسيدونكي دخپل كوردخوږوبچيانو،وړونو،خويندواونورودوستان خپل ژوندله لاسه وركوي چي دماين ، ياهم ددواړوغاړودوسلوالو نښتو ، اوياهم دطالپانولخوادشپي له مهاله ايستل كيږي اوپه يوه اوبله بهانه وژل كيږي
پوښتنه دلته پيداكيږي چي اياددي ولسوالي اوسيدونكي خداي ج رسول ص اوياهم بل خواخوږي لري چي ددي خوارانو،غريبانوږغ واوري چي هره ورځ ديوي مرګوني پښي شاهدان دي ،
داچي اوس پدي ولسوالي كې ددولتي چارواكوپه خبره امنيت ټينگ سوي خولادمارجي ولسوالي درانه پتمن اوغيرتي اولس هره ورځ دكډه كولواوياهم يوخوندي سيمي ته دشپي اوورځي تير ولوته اړسوي ترڅودخپلې كورنى دغړيولپاره مناسب ځاي ولټوي.
په مارجي ولسوالي كي ډيري ميندي وژړيدي، ډيري خوندي كونډې سوي، ډيرى ماشومان يتيمان سول اوډيري پتمنوغيرتمنوتورسروپوړني دسره ولويدل اوهغه بي ستره سوي اياداتورسرې يوخواخوږي اسلام پال اوپرخپلي پښتومين اودخپلوميندواوخويندودعزت ساتونكي خلګ به چيري وي چي ددي خوارانوپرسردعزت ټكري ورپرسركړي اودوي دبي عزتي دورځوشپولپاره دپاى ټكي كښيږدي ،

زه خوپدي لاهيڅ نه پوهيږم چي داسي كارونه په اسلام كي اوداسلام په سپيڅلي كتاب قران كريم كي سته كنه چي يومسلمان دي دبل مسلمان وروراوخوردمرګ تعبيانيسي اوياهم دي ديومسلمان ورورياخورلپاره دبي عزتي ژوندوغواړي اياداپه اسلام كي راغلي ؟
داچي په مارجي ولسوالي كي افغان دولت اونړيواله ټولنه اوس هم لګيادي چي پكي امنيت راولي اوددي خلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه هم برابره كړي خولاولي ددي ولسوالي خلګ بياهم هره ورځ دمرګ ښكاردي اوهره ورځ ددي ولسوالي ديوكورنه ديوكوره څخه جنازې دهديري په لوررواني دي خواوس هم ددي ولسوالي اوسيدونكي دامنيت دنه شتون څخه سرټكوي اوددولت كمزوري ياده وي چي پدي ولسوالي كي يي امينت لاتردي مهاله نه دي كابوكړي دمارجي ولسوالي يوتن اوسيدونكي حميدالله همدرد وايي چي پدي ولسيوالي كي ددولتي چارواكواوبهرنيوځواكونوامنيتي پوستي شتون لري خودده په ويناچي يادي پوستي پخپله سل مترى واټن كې واك لري اونوري سيمي ددولت پرضددوسلوالودطالبانوپه ولكه كي دي همدردر همدارازوايي چي پدي ولسوالي كي نه بلكي په ټول هلمندكي دامنيت راويستل ناشوني خبره ده ترهغه مهاله چي بهرنيان پدي ولايت كي وي ،

دمارجي ولسوالي اوسيدونكي اوس هم دورځي په تيره ولوسره دژوندكولولپاره ورته مناسبه زمينه نه ده برابره ولي چي وګړي يي هره ورځ كډه كولوته اړيږي داچي دروان كال ۱۳۸۹-۴-د۲۶ ۲۷ او۲۸ تاريخ كي دمارجي ولسوالي څخه دافغان خبريال جوادداوري په وينا داټكل له مخي مركزلښكرګاه اونوروباامنه سيموته دمارجي ولسوالي څخه دپنځلس سوه كورنيوپه شاوخواكي كډوالي سوي دي چي داشميره هم داښيي چي پدي ولسوالي كي لادامنيت لپاره هيڅ ډول زمينه نه ده برابره ،
دلته داخبره راپورته كيږي چي ددومره بهرنيواوافغان ځواكونوسره سره بياهم سوله امن اودخلګولپاره دژوندكولوچاري نه برابريږي دلته هرومرو دسړي زهن ته يوډول ډيراومشكوك سوالونه رامنځ ته كيږي ،

چي لاترڅوبه پدي ولسوالي كي داسي حالات وي اوخلګ به دمرګ ژوبلواويولړنوروهغه پيښوښكارګرځي چي تل ددي ولسوالي خلګ ورسره لاس اوګريوان دي ،
په هلمندكي داطلاعات اوكلتوررئيس عليشاه مظلوميارچي دمارجي ولسوالي اوسيدونكي دي اوداولسوالي خپل پلرني ټاټوبي بولي وايي چي دمارجي ولسوالي څخه دوهم دوږخ جوړسوي دي اوخلګ يي په تودولمبوكي سوځي اوددي اورلمبي به ددي ولايت دمركزڅخه نيولي ان ترټولوولسواليوپوري ورسيږي ولي چي نړيواله ټولنه هم نه غواړي چي پدي ولايت كي امنيت تامين سي ،

دي وايي كچيري بهرني ځواكونه غواړي چي پدي ولايت كي دهرنګه ستونزومخه ونيسي نودي ستونزي ته ژرترژره دحل لاره ولټوي مظلومياروايي چي بهرني ځواكونه وايي موږدهواڅخه دڅلوراينچه شي اواز اورواوهم دهغه تشخيص كولاي سوو،
خوداطلاعاتواوكلتوررئيس بياداهرڅه ناسم اوصرف دافغانانوغوله ول بولي دي واي په مارجي ولسوالي كي ديوي ويالي پرغاړه دبهرنيوځواكونوګزمه وي اوپرهغه بله خوايي طالبان دخپلووسلوسره سمبال ګرځي نوكه سړي داهرڅه سره پرتله كړي هرومرو سړي پوهيږي چي داهرڅه ددي ملك دوګړولپاره سوله راويستل نه بلكي دهغوي غولول دي ،

دي همدارازوايي چي پدي ولسوالي كي دامنيت راويستل ځكه ناشوني خبره ده چي ددي ولسوالي ټول امنيتي واك دداسي چا په لاس كي دي چي هغه ددي ولسوالي نه دي دي وايي كه افغان دولت اوبهرني ځواكونه غواړي چي په مارجي ولسوالي كي امنيت تامين سي نودي ددي ولسوالي لپاره دي ولسوال ، امنيه قوماندان ، اوهمدرنګه ددي ولسوالي لپاره ټول ملي پوليس ددي ولسوالي دخلګوڅخه وركړي چي داولسوالي به داونيوپه تيريدوسره دهرنګه ستونزوڅخه ژغورل سوي وي ،
مظلومياروايي چي ددي ولسوالي لپاره دقومي سپين ږيرورول اوهغوي ته وخت وركول دمارجي ولسوالي لپاره يوه ترټولواړينه خبره ده ،

دي زياته كړه ټول هغه قومي سپين ږيري چي دامهال هم دوسلوالوطالبانوسره په ټكركي اوهغه په لشكرګاه ښاركي اوسي داسي خلګ كولاي سي چي ددي ولسوالي لپاره دامنيت جوګه وګرځي ،
دمارجي ولسوالي يوبل تن اوسيدونكي محمد داودهم ددي ټولوخبروسره همږغي ښه يي اوددي ولسوالي لپاره دامنيت راويستل دمارجي ولسوالي قومي سپين ږيروته واك اواختيارسپارل ښيي ،
محمد داودوايي ددي ولسوالي دخلګولپاره دمناسب ژونددراويستلوهلي ځلي به څوك كوي اولاتركومه به داوګړي داورپه سرولمبوكي سوځي

اوس خبره دلته داراپيداكيږي چي څومره وخت به تيرسوي وي چي ددي ولسوالي دوګړولپاره دامنيت چاري لټول سوي وي اوكله به ددي خلګوږغ څوك واوري اودد ي ولسوالي دبوروسووميندو، كونډو،پيغلو، اوهغه ببرسرويتيمانوپرنازك اونازولي مخ دخپل زوي ، دخپل خاوند، اوياهم دخپل موراوپلاردغمه اوښكي پاكوي اوددوي دي هسكيرلي اولاله هانده ساندوته څوك ارام راولي اياداسي څوك به ستاسوپه منځ كي وي ؟

۱۳۹۸-۴-۲۶

۱۳۸۹ تیر ۲۶, شنبه

دافغانستان دعامي روغتياسرپرستي وزيري په افغانستان كي دبيات بنياد مشردافغان بيسم دمخابراتي شبكي مشر اويوشميرنورومسئولينوهلمندولايت ديوسفرپرمهال دولاي




















دافغانستان دعامي روغتياسرپرستي وزيري په افغانستان كي دبيات بنياد مشردافغان بيسم دمخابراتي شبكي مشر اويوشميرنورومسئولينوهلمندولايت ديوسفرپرمهال دولايت دمقام دغونډوپه تالاركي ديوي غونډي پرمهال پداسي حال كي ګډون وكړچي دهلمندوالي ترڅنګ ديوشميرنورودولتي ادارو مسئولينوهم گډون درلود،
خبر.......................... سروري ،
دافغانستان دعامي روغتياسرپرستي وزيري ډكټر اغلي ثريادليل ، په افغانستان كي دبيات دبنياد مشرانجينراحسان الله بيات ، ديادبنياد مرستيال انجينر محمداسماعيل ، دافغان بيسم دمخابراتي شبكي مشرامين رامين ،دپاميرهوايي شركت مرستيال امرخيل ،دكابل بانك استازي ، په لښكرګاه كي دموراوماشوم دپنځوس بستريزروغتون دبنسټ ايښودلوپه موخه هلمندته راغلل ،
دهلمند والي محمدګلاب منګل ، امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، دملي امنيت رئيس ډګروال نظرعلي ،دولايتي شورارئيس محمدانور، اويوشميرنورودولتي مسئولينويي دبست ملكي هوايي ډګرته دهركلي په موخه ورغلي وه ،
دغه پلاوي دپنځوس بستريز روغتون دچارودپيل په وياړ په جوړه سوي غونډه كي پداسي حال كي گډون وكړچي دهلمندوالي ترڅنګ په ولسي جرګه كي كي دهلمندخلګواستازو، محمدانورخان ،معلم ميرولي ، نسيمه نيازي ، اوويوشميرنورودولتي مسئولينومسئولينوهم گډون درلود ،
يادروغتون چي دبيات بنياد په مالي مرسته جوړيږي چي پدي سره به دهلمندلايت داوسيدونكوروغتيايي ستونزي چي ددوي پروړاندي پرتي وي هغه ترډيره بريده حل سي ،
هلمندوالي محمدګلاب منګل دخپلوخبروپرمهال بيات دبنياد دمشر انجينراحسان الله بيات اودد ه دكاري ټيم څخه مننه وكړه چي ددي بنياد مرستي ترهلمندولايت هم راورسيدي اوپه پيل كي يي پنځوس بستريزروغتون دجوړولوچاري دموراوماشوم دخونديتوب لپاره ٰپيل كړي ،
هلمندوالي همدارازددي روغتون دجوړولو مباركي ټولوهلمندوالواوهمدارنګه يي ددي بنياد مشرانجينراحسان الله بيات ته هم وركړ ،

ښاغلي منګل ددي ټولني دمسئولينوڅخه پدي ولايت كي دلانورمرستوهيله هم وكړه ترڅوپه هلمندولايت كي دهرډول ستونزومخه نيول سوي وي ،
دافغانستان دعامي روغتياسرپرستي وزيري اغلي ډاكټرثريادليل دخپلوخبرپرمهال وويل دادخوشحالي ځاي دي چي په هلمندلايت كي ديوداسي روغتون دبنسټ دايښودلوراغلي يم چي پكښي دموراوماشوم لپاره روغتيايي خدمات وړاندي كيږي
چي پدي سره دموراوماشوم دمړيني په كچه كي كموالي رامنځته سي ،
اغلي دليل وويل چي جنګ ، بيكاري ، بيوزليتوب ، هغه ستونزي دي چي هيوادوال ديولړډيروسختوحالاتوسره مخامخ كوي اوګڼوروغتيايي مركزوته لاهم اړتياسته ،
كليپ ،،،،، دليل ،،،،،،
دهيواددعامي روغتياسرپرستي وزيري اغلي ثريادليل ، دهلمنددعامي روغتيادمسئولينوهڅي وستايلي اودهغيوڅخه يي په خپلوكارونوكي دلانوروهلوځلوهيله وكړه ،
دبيات دبنياد مشرانجينراحسان الله بيات ، دخپلي ويناپرمهال ددي ولايت سره دلانورومرستوژمنه هم وكړه وويل چي داټولنه به په هلمند ولايت كي خپل خيريه كارونه نورهم ډيره وي ترڅوپدي ولايت كي دستونزومخه نيول سوي وي ،
دښاغلي بيات په خبره داروغتون به داته مياشوتوپه موده كي په ډيروښو اومجهزو طبعي وسايلوسمبال اودهلمندوالوپه خدمت كي وړاندي سي ،

دبيات دبنياد دخيريه ټولني مشراحسان الله بيات وويل چي زموږمرستي به نه يوازي دهلمندپه مركزكي بلكي به ددي مرستولړي ان ددي ولايت ترولسواليوپوري ورسيږي اوهلمندوال په دهرنګه ستونزوڅخه وژغورل سي ،
په ولسي جرګه كي دهلمنددخلګواستازي اغلي نسيمه نيازي وويل داسي ګامونه اخيستل په هلمندولايت كي دپرمختګ اودهلمنددښه كيدوڅرګندوي كوي نيازي همدارنګه ددي روغتون په جوړه ولوسره خوښي وښودل اودروغتياپه برخه كي يي دهرنګه ستونزودحل كولوهيله وكړه ،
دولايتي شورارئيس محمدانوردبيات دبنياد دمرستوڅخه مننه وكړه اودلانورومرستوغوښتنه يي وكړه ترڅوپدي ولايت كي نورهم ياده ټولنه خپلي مرستي ګړڼدي كړي ،

ښاغلي انورخان دهيواددعامي روغتيادسرپرستي وزيري اغلي ثريادليل څخه وغوښتل ترڅوپدي ولايت كي دعامي روغتياپه برخه كي خپلي هلي ځلي ګړندي كړي ولي چي پدي ولايت كي پدي برخه كي يولړستونزي موجودي دي ،
دغونډي په وروستيوكي دبيات دبنياد مشرانجينراحسان الله بيات دهلمندولايت دورزش امريت سره دلس زره امريكايي ډالره مرسته ، اوهمدارنګه پنځه زره ډالره دعامي روغتيادرياست اودوه زره امريكايي ډالره دهلمنددروزنتون سره هم مرسته وكړه ،
دولايت دمقام لخوادهيواد دعامي روغتياسرپرستي وزيري اغلي ډاكټر ثريادليل دبيات دبنياد مشرانجينراحسان الله بيات اوراغولوټولوميلمنوته دهلمندپه حجاري اونجاري فابريكه كي جوړي سوي ډالي دهلمندوالي محمدګلاب منګل اونوروردولتي مسئولينولخواوركول سوي ،
وروسته دمركزڅخه راغلي پلاوي اودهلمندولايت مسئولينولخوادشهيدغلطان په سيمه كي دفاطيمه بيات دموراوماشوم دخونديتوب دپنځوس بيستريزروغتون دبنسټ ډبره كښيښودل سوه ،
دروغتون دبنسټ دبري ايښدلوپرمهال هلمندوالي محمدګلاب منګل له ښاغلي احسان الله بيات څخه مننه وكړه چي دروغتيابرخي ته يي زياته پاملرنه ده اوددي روغتون په جوړلوسره به دزرګونوميندواوماشومانوژوندژغورل سوي وي ،
هلمندوالي ددي روغتون دقرارداديانوڅخه وغوښتل چي په جوړولوكي يي پوره هلي ځلي ترسره كړي ،
۱۳۸۹-۴-۲۶







۱۳۸۹ تیر ۲۳, چهارشنبه

دهلمند دپوليسو دښوونيزمرکز څخه يو سل او دوه اتيا تنه پوليس ددوه مياشتو مسلکي زده کړي وروسته په داسي حال کي دفراغت سندونه ورکول سوه چي دهلمند والي تر څ







دهلمند دپوليسو دښوونيزمرکز څخه يو سل او دوه اتيا تنه پوليس ددوه مياشتو مسلکي زده کړي وروسته په داسي حال کي دفراغت سندونه ورکول سوه چي دهلمند والي تر څنک دبرتانيا سفير په هلمند کي دامريكايي سمندري ځواکونو قوماندان او يوشميرر نور امنيتي مسولينو هم برخه درلوده .

دهلمند دپوليسو دښوونيز مرکز څخه دچهارشنبي په ورځ يو سل اودوه اتيا تنه پوليسو ته ددوه مياشتومسلکي زده کړو وروسته دفراغت سندونه په داسي حال کي ورکول سوه چي دهلمند والي محمدګلامنګل تر څنک امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار دبرتانيا سفير سرويليم پي ټي اوپه هلمندکي دسمندري ځواکونو قوماندان جنرال ميلز دولايتي شورا ريس محمد انور او يو شمير نورو دولتي مسولينو هم برخه درلوده ،
دهلمند والي محمد ګلاب منګل دخپلو خبرو پرمهال دپوليسو روزنه او مسلکيتوب تر هر څه اړين وباله ولي چي دامنيتي حالاتو په كابو كولو كي تر ډيره ځايه ښوونه اوروزنه ستررول لوبوي
دمسولينو په وينا په دي ولايت کي ملي پوليس د امنيتي چارو په سمون کي تر ډير ه بريده کوټلي ګامونو پورته کړيدي ،
منګل زياته وي چي يوازي امنيت په پوليسو نه سي رامنځته كيدي بلكي ولس هم بايد دامنيتي مسولينو سره په هر اړ خيزه برخو كي همكاري وكړي تر څو په ا منيتي چارو كي لابدلون رامنځته سي ده وويل چي دمګړي په دي ولايت كي ډيري پوليس په زده كړو بوخت دي چي په دي سره ددي ولايت امنيت ډاډمن سي .
دښاغلي منګل په وينا چي دامهال دهلمند په ټولو ولسواليو كي مسلكي پوليس په دندو ګمارل سوي تر څووكولاي سي چي دولس په همغږي سره په چارو كي سمون رامنځته كړي
دبرتانيا سفير سرويليم پي ټي او دامريكايي سمندري ځواكونو قوماندان تورن جنرال ميلزپه دي ولايت كي دپوليسو په لا روزنه كي دمرستي كولو ژمنه وكړه اودخپلو هيوادونو پر مرستو يي ټينګار وكړ تر څو په دي ولايت كي دامنيت تر څنك په نور وبنسټيزوبرخو كي پراخ پروګرامونه په لاره واچول سي
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار او دولايتي شورا ريس محمد انور دپوليسو لاسته راوړنو ته په اشاري سره وويل چي اوسمهال پرپوليسوباندي دخلكواعتماداوباورزيات سوي اودزياتوخونړيوپيښومخه نيول سويده .
دغونډي په وروستيو كي دهلمند والي محمد ګلامنګل دبرتاينا سفير دهلمند امنيه قوماندان او نورو امنيتي مسولينو له لوري دفراغت سندونه هغه يو سل او دوه ايتا تنه پوليسو وركول سوه كوم چي ددوه مياشتو را په يخوايي په دي ښوونيزمر كز كي عسكري زده كړي ترسره كړي ،
۱۳۸۹-۴-۲۳

دكرهڼي اومالداري رياست لپاره د نوي وداني دبنست ډبره دهلمندوالي له لوري پداسي حال كي كښي ښول سوه چي د يوشميرنوروددولتي ادارومسئولينوهم ګډون درلود،


دكرهڼي اومالداري رياست لپاره د نوي وداني دبنست ډبره دهلمندوالي له لوري پداسي حال كي كښي ښول سوه چي د يوشميرنوروددولتي ادارومسئولينوهم ګډون درلود،
خبر.............................. سروري
دكرهڼي اومالداري دراياست لپاره د نوي وداني دبنسټ ډبره دچهارشنبي په ورځ دهلمندوالي محمدګلاب منګل له لوري پداسي حال كي كښي ښول سوه چي دولايتي شورارئيس محمدانوردكرهڼي اومالداري رئيس انجينرعبدالله احمدزي دهلمندمستوفي محمداعظيم احمدزي دحج اواوقافورئيس قاري مختاراحمدحقاني ترڅنګ ديوشميرنورودولتي ادارومسئولينوهم گډون درلود،
هلمندوالي محمدګلاب منګل په سيمه كي خبريالانوته وويل چي دهلمنداداره تل هڅه كوي ترڅوپدي ولايت كي دبيارغاوني كارونه ګړنډي سي اوددي ولايت دوګړلپاره دښه ژوندكولوزمينه هم برابره سي ،
ياده وداني چي دكرهڼي اومالداري دوزارت دپرمختيايي بوديجي څخه ۸۳۹۳۲۰۰ افغاني مالي لګښت جوړيږي شل دفتري خوني لري چي په دوه پوړه كي به جوړه سي دهلمندولايت دكرهڼي اومالداري رئيس انجينرعبدالله احمدزي خبريالانوته وويل چي پدي وداني سره به ددي رياست پروړاندي چي كومي ستونزي وي هغه حل اومامورين به وكولاي سي ترڅوپه ډيري اساني سره دخپلوهلمندوالوهرنګه كرهنيزي ستونزي په ډيري اساني سره لمنځه يوسي ،
ديادوني وړده چي پدي ورستيوكي په هلمندولايت كي دبيارغاوني كرونه ګړندي سوي دي چي دعاموخلګولپاره دكاركولوزمينه هم پكښي برابره سوي ده ،
خودا نه يوازي دكرهڼي اومالداري درياست لپاره وداني جوړيږي بلكي دبيلابيلورياستونووداني دسره ترميم سوي اوياهم نوي وداني ورته جوړي سوي دي ،

۱۳۸۹-۴-۲۳